په یوګوسولاویا کې کودتا

په یوګوسولاویا کې کودتا د کال ۱۹۴۱ د مارچ په ۲۷ د یوګوسولاویا د شاهي دولت په بلګراد کې تر سره شوه چې په لړ کې یې، د شهزاده پاول په مشرۍ د یوګوسولاویا نایب السلطنت وپرځول شو او پاچا دویم پېتر په بشپړ ډول شاهي قدرت تر لاسه کړ. کودتا د  یوګوسلاویا د پوځ د هوايي قواوو یوې ډلې غرب پلوه سربي ملتپالو شاهي افسرانو له خوا پلان او ترسره شوه  چې مشرې یې په رسمي ډول د هوایي قواوو قومندان جنرال دوسن سیموویک کوله چې له کال ۱۹۳۸ څخه را په دې خوا یې په څو کودتاوو کې یي لاس درلود.  ډګرجنرال بوریوی میرکویک له نظامي هوایي چلن څخه ، تورن زیوان نیزویک د شاهی ګارد څخه او دهغه ورور رادوی نیزویک د حکومت د پرځېدلو اصلی تنظیم کوونکي و. په رادوی نیزوویک برسېره، ځينونورو ملکې رهبران هم ښايي د قدرت له نیولو خبر و او چې کله کودتا تر سره شوه نوملاتړ یې ورڅخه وکړ خو هغوی د کودتا د تنظیم کوونکو په ډله کې نه و. پيتر پخپله هم د کودتا له پېښېدو  او له رادیو څخه  دخپل عمر له اورېدو هک حیران شو.

د یو ګوسلاویا کمونيست ګوند په کودتا کې هېڅ ونډه نه در لوده که څه هم د ډېرو ښارونوپه سړکونو کې د هغو مظاهرو کې برخه واخیسته چې د کودتا په ملاتړ د خلکو له خوا تر سره شوې. دا کودتا بریالۍ وه او د نایب السلطنت درې غړې هر یو شهزاده پاول، رادینکو ستانکوویک، آیوو پېرویک او لومړی وزیر دراګیسا سویتکوویک یې له قدرت څخه ګوښه کړل. له ګوښه کېدو دوه ورځې دمخه د دراګیسا سویتکوویک حکومت د تریپارتایت تړون ( محوري هېوادونه) لاسلیک کړی و . دا کودتا د څو میاشتو په موده کې پلان شوې وه خو د تریپارتایت تړون چې د برتانیا اجرائیوي ځانګړو عملیاتو له خوا یې ملا تړ شوی و د کودتا تنظیم کوونکي دې ته وهڅول چې کودتا تر سره کړي.

نظامي توطئه کوونکو یوه اوه لس پاچا دویم پيتر ته ( چې دوی فکر کاوه چې تخت ته د رسیدو عمر لري ) قدرت وسپاره او د ملي وحدت په نامه یې یو کمزوری، وۍشل شوی حکومت تشکیل کړچې په هغه کي  سیموویک لومړی وزیر و، او ولادکو مېک او سلوبودان جووانوویک د لومړې وزیران مرستیالان و. دا کودتا په یوګوسلاویا باندې په کال ۱۹۴۱ کې په مستقیمه توګه د جرمني په مشرۍ د محوري هیوادونو د یرغل لامل شو. د کودتا اهمیت او وورپسې هغه حمله چې د بارباروسا عملیات  ( په شوروي باندې د جرمني حملې ته اشاره ده) یې وځنډول،  او په شوروي اتحاد باندې د محوری هیوادونو یرغل( چې د کال ۱۹۴۱ د جون په ۲۲ پیل شو) لاتراوسه د بحث وړدي.  په کال ۱۹۷۲ کې نظامي تاریخپوه مارتیین وان کرېویلد دا مفکوره رد کړه، او دا یې تصدیق کړه چې د یوګوسولاویا یرغل په حقیقت کې د بالقان عمومې جګړې ته سرعت ورکړاو نوروعواملو د بارباروسا عملیاتو د پیل نېټه وټاکله. له بلې خوا د کرایګ ستاکینګز او هانکاک  ( تاریخّپواهان) موندني چې په کال ۲۰۱۳ کې خپرې شوې د دې لامل شوې چې هغوی دواړه دا تائید کړي چې د ۲۵ عملیات ( په یوګوسولاویا یرغل) تر یوه حده په شوروی باندې د محوري هېوادونویرغل په ځنډولو کې مرسته کړې ده.

مخینه سمول

د یوګوسلاویا شاهي دولت په کال ۱۹۱۸ کې د سریبانو، کرواتیانو او سلوانیانو د شاهې دو لت تر نامه لاندې جوړ شو چې له څو ملیتي، مذهبي او د مختلفو تاریخي مخینې لرونکو ډلو څخه تشکیل شوی و. په دې ملیتونو کې سربیان، کرواتیان، سلوانیان، مونتنیګراین، بوسنیایان، مسلمانان، مقدونیان او البانیان او نور پکې شامل و. هر یو له نوموړو ملیتي ګروپونو به له یو له دریو مسلطو مذهبونو پورې تړاو درلوده: سربی ارتودوکس کلیسا پورې سریبان، مونتنیګریان او مقدونیان په کاتولیکی کلیسا پورې کرواتان او سلوانیان په اسلام پورې بوسنیاني مسلمانان او البانیان اړوند و. مذهبې تنوع په یوګوسلاویا کې ژور  وېشونه رامنځ ته کړي و. سربیانو او مومنتنیګرینانو د هیواد ۳۸.۸ سلنه وګړي جوړول، په نفوس کې د کرواتیانو برخه ۲۳.۹ سلنه وه، سلوانیان ۸.۵ سلنه و. بوسنیایي مسلمانانو د هېواد ۶.۳ سلنه وګړي و، مقدونیانو د هېواد ۵.۳ سلنه نفوس جوړاوه او البانیان د هېواد ۴  سلنه وګړي و.   [۱][۲]

د اقتصادیاتو د پروفیسور او تاریخپوه په وینا، یوګوسلاویا له سیاسي له نظره هماغه د جوړېدو له وخت راهیسې کمزوری هېواد و، چې عمده لاملونه   یې  تمرکز پالنې په اساس حکومت و چې د سربیانو په خوښه د ویدودان اساسي قانون ( دا اساسي قانون د سربیانو، کرواتیانو او سلوانیانو د سلطنت اساسی قانوو) له خوا پرې تحمیل شوی و، د هریو ملي ګروپ  تر منځ یووالی ، مسلط مذهب او ناانډوله اقتصادي پراختیا وه. په خآنګړې توګه دا لاملونه ، د کاتولیکانو او مسلمانانو په وړاندې د سربې ارتودکس وړاندې والی ، د سربیانو تسلط لاندې ګروپونو په وړاندې غیر سربي وګړو نارضایتي چې دولتې ملاتړ او ګمارنې یې لاس کې وې او د سربیانو سره د دویمې طبقي اتباعو په توګه چلند کول و. دا د مرکزیت پالنې سیستم د سربیانو له نظامي ځواک او دکرواتیانو له سختګیرۍ  څخه را ولاړشوی و او د کرواتیانو نا ښکيلتیا، د سربیانو د ډېر استاذوليتوب، فساد او په سیاسي سیستم کې د نظم د نشت په واسطه ساتل کېده. د چارو دا حالت په پیل کې د سیاسي ارتشا له لارې د دموکراتیک سیستم د پرزېدو له امله وساتل شو. د سربي واک لرونکو خواصو له خوا د یوګوسلاویا په  پاتې برخې تسلط په دې معنی و چې دا هیواد د سیاسي معنی له اړخه هېڅکله هم ځواکمن نه و او هېڅکله په دې ونه توانېده چې هغو ټولنیزو او اقتصادي ننګونو ته رسېدنه وکړي چې دا هېواد ورسره مخ و.    [۳][۴][۵]

سیاستپوهه سبرینا پي رامېت ( امریکایۍ سیاستپوه،ژورنالیسته او ادیتره وه) په رژیم کې  کاري معلولیت او د مشروعیت نشت هغه دلایل بولي چې له امله یې د شاهی دولت داخلي سیاستونه له توکمیز اړخه څو قطبیزه کړل چې دا داسې پدیده وه چې په یوګوسلاویا کې ورته د یوې پوښتنې په توګه اشاره کېده.د انفرادی حقونو په ساتنه کې، د تحمل او مساواتو را منځ ته کولو کې، په مذهب، ژبې اوکلتور پورې اړوند مسایلو کې د دولت د بې طرفۍ د تضمین نشت  کې  د قانون په تطبیق کې پاتې والی هغه څه وه چې دې غیر مشروعیت سره یې مرسته وکړه او بې ثباتي  یې را منځ ته کړه.   [۶]

په کال ۱۹۲۹ کې، دیموکراسي له پامه وغورځول شوه او د پاچا الکساندر له خوا شاهي دکتاتوري نظام را منځ ته شو، هغه کوښښ وکړ چې توکمیز درزونه له مختلفو لارو بې اغېزې کړي چې په دې لارو کې د سربیانو کرواتیانو ادارې واحدونو جوړول و د سیدونو له لارې نه د پخوانیو سیمو په اساس. د دې حرکت په وړاندې د پام وړ مخالفت را منځ ته شو او سربی او سلوانی مخالفو ګوندونو او څېرو په شپږو توکمیزو ډلو مېشتو اداري واحدونو باندې د یوګوسلاویا د وېش څخه دفاع کوله. تر کال ۱۹۳۳ پورې، په ساوا بانویا کې چې کراوتي ګڼ مېشته سیمه و د خلکو نارضایتی عامه  د نظم ګډوډې تشدید کړه چې دولت د مخالفو کرواتیانو د مشهورو څېرو په مقابل کې د وژنو او نیولو  له لارې  ورسره مقابله پیل کړه چې په دې لړ کې یې د کروتیانو د بزګرانو ګوند مشر ولادکو مېک نیول شامل و. [۷][۸]

کله چې الکساندر په کال ۱۹۳۴ کې په مارسیلس کې د یوه بلغاریایې وژونکي سره چې له کرواتی افراطي ملتپال ګوند اوستېس سره په اړیکه کې و، ووژل شو. نو دهغه د عمه زوی شهزاده پاول د یو درې کسیزه نایب السلطنت مشري په غاړه واخیسته چې نور غړي یې سناتور رادینکو ستانکوویک او د ساوا بانویا والي ایوپرویک و. دې نایب السلطنت د الکساندر یوولس کلن زوی شهزاده پيتر په استاذولۍ واکمني کوله خو د نایب السلطنت مهم غړی یې شهزاده پاول و. که څه هم شهزاده پاول د هغه د عمه د زوي په پرتله ډېر لېبرال و خو دکتاتورې لاهم خپل پایښت وساته. د کتاتورۍ دې هېواد ته اجازه ورکړه چې یوه پایداره بهرنۍ پالیسی ولري خو یوګوسلاویا له ګاونډیانو سره د سولې د تضمین لپاره چې ټولو په خپلو حدوداتو کې غیر قانونې طرحې در لودې خپل هېواد کې هم سولې ته اړتیا درلوده. [۹][۱۰][۱۱]

سرچينې سمول

  1. Ramet 2006، ص. 45.
  2. Tomasevich 1969، صص. 60–62.
  3. Tomasevich 1969، ص. 61.
  4. Hoptner 1963، ص. 7.
  5. Tomasevich 1969، صص. 10–11, 60–62.
  6. Ramet 2006، ص. 76.
  7. Ramet 2006، ص. 87.
  8. Ramet 2006، صص. 79–80.
  9. Hoptner 1963، ص. 9.
  10. Tomasevich 1969، صص. 60–63.
  11. Dragnich 1983، ص. 99.