په یووېشتمه پېړۍ کی غلامي

معاصره غلامۍ چې د عصري غلامۍ یا د اوسنۍ غلامۍ په توګه هم پېژندل کېږي، هغې رسمي غلامۍ ته وایي چې په نننۍ ټولنه کې دوام لري. د اټکل او د غلامۍ د تعریف په بنسټ د سروې له مخې، د غلامانو د نن ورځی شمېر اټکل د ۳۸ میلیونو څخه تر ۴۶ میلیونو پورې دی. د غلامانواټکل شوی شمېر، د بحث موضوع ګرځېدلې، ځکه چې د عصري غلامۍ په اړه په نړیواله کچه منل شوی پېژند نشته، هغوی چې په غلامۍ کې دي، ډېری وخت یی پېژندل ګران وي او پوره شمېر یې نه دی څرګند. د کار نړیواله اداره اټکل کوي چې، د دې ادارې د تعریفونو له مخی، د ۴۰ میلیونو څخه زیات خلک، نن د غلامۍ په یو ډول کې ښکېل دي. ۲۴.۹ میلیونه خلک په جبري کار اخته دي، چې له دې ډلې څخه ۱۶ میلیونه خلک په خصوصي سکتور کې، لکه د هېواد د ننه کار، ودانیزو چارو یا کرنه کې تر زبېښاک لاندې دي، ۴.۸ میلیونه خلک په جبري جنسي استثمار کې دي او ۴ میلیونه کسان د ایالتی چارواکو له خوا په جبري کار کې اچول شوي دي او۱۵.۴ میلیونه کسانو په جبري ډول واده کړی دی.   [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]    

تعریف(پېژند) سمول

له  انساني قاچاق سره د څارنیزې مبارزې دفتر، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه څانګه ده وایي: عصري غلامي، « د وګړو قاچاق»، او «د انسان قاچاق» په ګومارنه، په بندرونو کې کار، لېږدلو، د اجباری کار یا د زور له لاری د جنسي عمل د سوداګرۍ لپاره د کسانو د چمتو کولو یا ترلاسه کولو، تقلب یا ګواښلو په برخه کې عادي اصطلاحات دي". د دې تر څنګ، د امریکا د متحده ایالاتو د فدرالي قربانیانو د قاچاق او تاوتریخوالی د ساتنې د ۲۰۰۰ کال په قانون کې او د ملګرو ملتونو د انسان قاچاق، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو، د مخنیوی، ځپلو او سزا په پروتوکول کې، د یو شمېر مختلفو اصطلاحاتو څخه کار اخیستل شوی، چې بی رضایته خدمت، غلامي  یا غلامۍ ته ورته کارونه، د پور اسارت او جبري کار په کی شامل دي.    [۸]

امریکایی پروفیسر کیون بالیس چې د غیردولتي ادارې او غلامان ازاد کړئ مدافع ډلې مرستیال بنسټ ایښودونکی او پخوانی رییس دی، وایي چې: "عصري غلامۍ هغه وخت رامنځته کېږي چې یو شخص د بل چا په ولکه کې وي او د هغه د کنترول او ساتلو لپاره تاوتریخوالی او زور وکاروي او د هغه د کنترول هدف استثمار وي". د غلامۍ اغېز هغه وخت پراخېږي چې د ماشومانو په شان زیان منونکې ډلې په نښه شي. د دې تعریف له مخې، د نړیوالې غلامۍ په شاخص باندې د ازاد وګرځئ بنسټ څېړنې په ۲۰۱۸ زکال اټکل کړی و چې، په نړۍ کې شاوخوا ۴۰.۳ میلیونه غلامان وو. په یو بل اټکل کې چې وایي دا شمېره د ۴۵.۸میلیونو په شاوخوا کې ده، اټکل کړی چې د اوسنیو غلامانو نژدې لس میلیونه یې ماشومان دي. بالس خبرداری ورکړی، له دې  امله چې غلامي په رسمي توګه هر ځای منع شوې ده، ګټه اخیستل یې ناقانونه دي او په دې خاطر، د ډېری خلکو او چارواکو له سترګو څخه پټه ده. دا له لومړنیو سرچینو څخه د کره شمېرو ترلاسه کول ناشونی کوي. تر ټولو ښه کار چې کېدای شي دا دی چې د دویمو سرچینو، لکه: د ملګرو ملتونو له پلټنو، د ورځپاڼو له مقالو، د حکومت له راپورونو او د نا دولتی مؤسسو د شمېرو پربنسټ اټکل وشي. عصري غلامي د ډېرو ورته لاملونو له امله، لکه څنګه چه په پخوانیو بڼو کې ترسره کېدله، اوس هم دوام لری: دا د اخلاقی اندېښنو سره سره، په اقتصادی توګه یو ګټور کار دی. دا ستونزه په دې وروستیو کلونو کې د غلامانو د شتون او په بې سارې توګه، د هغوی د بیې د را ښکته کېدو له امله نوره هم لویه شوې ده . [۹][۱۰][۱۱]

لاملونه سمول

له  هغه وخته چې غلامي په رسمي توګه منع او له منځه تللې، غلامي نورد قانونی ملکیت په بحث کې نه ده، بلکې د ناقانونه ولکې په شاوخوا را څرخېږي. دوه بنسټیز بدلونونه یو د غلام کارګر د پیشکې پیرودلو، او بل د کارکولو په بڼه د غلامانو شتون بلې بڼې ته اوښتي. په داسې حال کې چې احصائیه ښیي چې د استثمارې کارګرو بازار مخ په پراخیدو دی، په داسې حال کې چې هغه فکر چې له شته سرچیني څخه د انسانانو قصدي پلوردی، زوړ شوی دی. دا ډول بنسټیزې معاملې اوس هم رامنځته کېږي، په اوسنیو پېښو کې هم، خلک په بېلابېلو ډولونو په غلامۍ ته ورته حالتونو کې بند پاتې کېږي.   [۱۲]         

عصري غلامي، زیاتره د فقر د پایلې په توګه لیدل کېږي. په هغو هېوادونو کې چې زده کړې او د قانون د واکمنۍ شتون نه لری، د ټولنې بېوزله جوړښت کولای شي، داسې چاپېریال رامنځته کړي چې د غلامۍ د منلو او خپرېدو ته وده ورکړي. غلامي سره له دې چې په پرمختللو هېوادونو کې هم شته، په بې وزله هېوادونو او هغو کسانو کې چې د لږه کیو په زیانمنو ټولنو کی دي، تر ټولو ډېره پراخه ده. په لسګونو زره  ،غلامی ته په ورته حالاتو په صنایعو کې، لکه د کانونو، کرنې او فابریکو، د کورنی لګښت لپاره، د توکو په تولیدولو کی کار کوي او یا ډېرو شتمنو هېوادونو ته صادرېږی.     [۱۳]

غلام ساتونکو، د غلامۍ په پخواني ډول کې د غلامانو په تر لاسه کولو کې ډېر لګښت کاوه. دا د غلامانو لپاره ډېره ګرانه وه چې له دوی څخه جلا شي. د هغوی د روغتیایي ساتلو لګښت، د دوی په ځای د بل غلام د ترلاسه کولو څخه ښه پانګونه ګڼل کېده. په عصري غلامۍ کې اسانه ده چې خلک په ټیټه بیه ترلاسه شي، نو کله چې استثمار کوونکی، له ستونزو سره مخامخ شي، د هغوی ځایناستی (تعویض) اسانه وي. غلامان بیا په هغو سیمو کې کارول کېږي چې دوی په اسانۍ پټېدلی شي، په داسې حال کې چې د استثمار کوونکی لپاره ګټه هم رامنځته کوي. غلامان د ناخوښو کارونو لپاره ډېراو خوندورکارونو لپاره لږ د مالک له خوا ګمارل کېږي.    

عصري غلامي کولای شي چې ډېره ګټه ولری او فاسد حکومتونه غلې (په پټه) دا اجازه ورکوي، سره له دې چې د نړیوالو تړونونو، لکه: په بشپړه توګه د غلامۍ د منسوخ کولو او سیمه ییزو قوانینو له خوا ناقانونه دی. د قاچاق وړونکو کلنی عاید، په ۲۰۱۴ ز کال کې تر ۱۵۰ میلیارده ډالرو ‌ډېر اټکل شوی وو، خو ګټه یې د پام وړ ټېټه وه. امریکایی غلامان په ۱۸۰۹ زکې د نن ورځې په پیسو کې، د ۴۰ امریکایی ډالرو په شاوخوا کې پلورل شوي وو. نن ورځ غلام په ۹۰-۱۰۰ ډالرو اخیستل کېدای شي.   [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

بالاس څرګنده کړه، «دا یو اقتصادی جرم دی ... خلک هغه خلک نه غلاموي چې د هغوی لپاره وسیله وي. دوی دا کار کوي چې ګټه وکړی».    [۱۸]

ډولونه سمول

نسبي غلامي او د ملکیت په څېر غلامي سمول

نسبي غلامي، چې د ملکیت غلامي هم ورته ویل کېږي، هغه ډول دی چې زیاتره د غلامۍ د کلمې سره تړاو لری. په ملکیت غلامۍ کې، غلام شوی شخص د بل چا شخصی ملکیت ګڼل کېږي او معمولاً اخیستل کېدای او خرڅیدای شي. له تاریخي اړخه، د فتحې څخه ریښه اخلی چې یو فتح شوی شخص غلام کېږي، لکه د روم په سترواکي یا عثماني سترواکي کې، یا د غلامانو د برمته کولو، لکه د اتلانتیک د غلامانو په سوداګرۍ کی. په ۲۱ مه پېړۍ کې، نژدې هر هېواد، په قانونی توګه د ملکیت غلامي له منځه یووړه، خو د هغو کسانو شمېر چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې غلام شوی دي، د اتلانتیک تاریخي غلامانو د سوداګرۍ د غلامانو له شمېر څخه ډېر زیات دی.     [۱۹][۲۰]

په لیبیا کې د ۲۰۱۴ز کال د کورنۍ جګړې راهیسې او د قانون او نظم ماتولو له امله، په دې هېواد کې په آزاد بازار کې د کډوالو غلامانو د پلورلو په اړه راپورونه ترلاسه شوي دي.          [۲۱]

موریتانیا د غلامۍ اوږد تاریخ لري. د ملکیت غلامي په رسمي توګه په دې هېواد کې غیر قانوني شوې ده، خو د دې خلاف قوانین ترډېره پورې نافذ نه شول. داسې اټکل کېږي چې د ۹۰ زره په شاوخوا کې خلک ( د موریتانیا د نفوسو په سلو کې د ۲ څخه زیات) غلامان دي.     [۲۲]

د پور اسارت هم، د ملکیت غلامۍ په څېر بچیانو ته پاتې کېدای شي.

هغه کسان چې په عصري نړۍ کې د جنسي غلامۍ په سیستم کې بند دي، ډېر ځله په اغېزمنه توګه د ملکیت په ډول غلامان وي، په ځانګړې توګه، کله چې هغوی په زور جنسي کار ته اړ کړل شي.   

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. "Forced labour – Themes". Ilo.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 1 June 2016 باندې). 46 million people living as slaves, latest global index reveals. The Guardian.
  3. . What is modern slavery?. Anti-Slavery International.
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. International Labour Organization (19 September 2017). "Global Estimates of Modern Slavery: Forced Labour and Forced Marriage". International Labour Organization. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. "What is Modern Slavery?". Office to Monitor and Combat Trafficking in Persons. United States Department of State. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Maral Noshad Sharifi (په 8 June 2016 باندې). Er zijn 45,8 miljoen moderne slaven. NRC Handelsblad.
  10. Fudge, Judy (Fall 2018). "Slavery and Unfree Labour: The Politics of Naming, Framing, and Blaming". Labour – عبر ProQuest. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 7 March 2011 باندې). Cost of slaves falls to historic low. CNN Freedom Project. CNN
  12. Nolan, Justine; Boersma, Martijn (September 2019). Addressing Modern Slavery (Sydney: UNSW Press, 2019). د کتاب نړيواله کره شمېره 9781742244631. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Modern Slavery: Its Root Causes and the Human Toll". Council on Foreign Relations. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Siddarth Kara, Sex Trafficking: Inside the Business of Modern Slavery (New York: Columbia University Press, 2010).
  15. "Human Trafficking Numbers". Human Rights First. December 7, 2017. د اصلي آرشيف څخه پر May 7, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 13, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Slavery Today". Free The Slaves. 2013-05-19. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 2017-11-16 باندې). How much is a life worth, ask activists fighting slavery?. Reuters.
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Graham-Harrison, Emma (10 April 2017). "Migrants from west Africa being 'sold in Libyan slave markets'". the Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).