په کوم شي ګناه بښل کیږي ؟
۱- اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بښل کيږي؟
رسول الله ﷺ:په اوښکو، عاجزۍ او ناروغۍ سره.
۲- زه غواړم چې ستر عالم شم، څه وکړم؟
رسول الله ﷺ:تقوی’ غوره کړه، عالم انسان به شې.
۳- غواړم چې شتمن شم، څه وکړم؟
رسول الله ﷺ:قناعت کوه، مالدار به شې.
۴- غواړم چې یو نېک انسان اوسم؟
رسول الله ﷺ:خلکو ته ګټه رسوه.
۵- غواړم چې عادل انسان شم؟
رسول الله ﷺ:کوم څه چې ځانته خوښوې، هغه نورو ته هم خوښوه.
۶- غواړم چې د اللهﷻ په دربار کې ځانګړی مقام ولرم؟
رسول الله ﷺ:ډېر ذکر کوه.
۷- غواړمه احسان کوونکی واوسم؟
رسول الله ﷺ:اللهﷻ ته داسې عبادت کوه، ګويا ته هغه وينې يا داسې چې هغه تا ويني.
۸- غواړم چې ايمان مې پوره اوسي، څه باید وکړم؟
رسول الله ﷺ:ښه اخلاق ولره.
۹- غواړم چې د اللهﷻ تابع داره انسان شم؟
رسول الله ﷺ:فرايض په کلکه سره ونيسه(مه يې قضا کوه).
۱۰- غواړم چې په قيامت کې په نور(رڼا) سره پاڅېږم؟
رسول الله ﷺ:پر خلکو له ظلمه ځان وساته.
۱۱- غواړم چې اللهﷻ په ما رحم وکړي؟
رسول الله ﷺ:ته پر نورو خلکو رحم کوه.
۱۲- په ګناهونو کې کمی غواړم؟
رسول الله ﷺ:په کثرت سره اِستغفار کوه.
۱۳- غواړم چې د ښه عزت څښتن شم؟
رسوالله ﷺ:خلکو ته لاس نیول پرېږده(سوال، خیرات، او طمع مه کوه).
۱۴- څنګه مې روزي پراخه کړم؟
رسول الله ﷺ:تل په اوداسه ګرځه.
۱۵- کوم شی د دوزخ اور سړوي؟
رسول الله ﷺ:روژه نيول.
۱۶- کوم څيز د اللهﷻ غصه کموي؟
رسول الله ﷺ:په پټه صدقه او صله رحمي.
۱۷- تر ټولو غټ بد کار کوم دی؟
رسول الله ﷺ:ناسمه رویه او بد اخلاقي.
۱۸- تر ټولو ستره نیکي څه ده؟
رسول الله ﷺ:نېک اخلاق، عاجزي، په غم صبر او رضا بالقضی’.
۱۹- غواړم چې زما ستر او پرده وشي؟
رسول الله ﷺ:ته له نورو خلکو پرده کوه.
۲۰- له رسوايي او شرمندګۍ څخه خلاصيدل غواړم؟
رسول الله ﷺ:له زنا څخه ځان ساته.
۲۱- څه وکړم، چې دعاوي مې قبولې شي؟
رسول الله ﷺ:حرام مه خوره.
۲۲- د اللهﷻ له قهر څخه د ځان ساتل غواړم؟
رسول الله ﷺ:په خلکو باندې غصه مه کوه.
۲۳- غواړم چې په اللهﷻ او رسول الله ﷺ یې ګران شم؟
رسول الله ﷺ:کوم څه چې اللهﷻ او پيغمبر ﷺ ته یې ګران دي، هغه خپل محبوب جوړ کړه.
۲۴- غواړم چې د قیامت پر ورځ اللهﷻ ته پاکيزه ور مخکې شم؟
رسول الله ﷺ:له جنابت وروسته سم دستي غُسل کوه
لیکنه : شریف الله وکیلی