په کابل کې د هند مؤقت حکومت

د هندوستان دی عبوري حکومت کې یو څه نور وزارتونه هم ول، چې د ډېری وزیرانو، کارمنانو، او نورو سرتېرو اولاده اوس هم په افغانستان کې اوسېږي، که څه هم اوس هغوي ټول افغان تابعت لري، مگر په زړونو کې له هند سره مینه لري. د ورېښین دسمال د غورځنگ پلان داسې و، چې له هرڅه مخکې د عثماني خلیفه ملاتړ ترلاسه کړای شي، ځکه چې عثماني خلیفه په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د خلیفه په توگه پېژندل کېدو، چې په قانوني توگه د امت د اجماع او راټولېدنې یو انځور و. په دویم پړاو کې افغانستان خپل منځی (مرکز) ټاکل او داسې یو پوځ تیارول چې له هندي، افغانانو، سرحدي خپلواکو قبایلو، بخارا او ترکانو څخه منځته راغلی وي.

په درېیم پړاو کې به دا پوځ د هندي انگرېز حکومت پر ضد د جگړې اعلان کوي، څرنگه چې د برېټانوي ښکېلاک پر ضد به ددې جگړې اعلان د هند جلا وطنه حکومت کوي، ددې لپاره به ددې حکومت قانوني توب پر بنسټ، د نړیوال قانون ملاتړ ترلاسه وي، او په دې لړ کې به له هغو هېوادو څخه اخلاقي ملاتړ ترلاسه کړي چې په نړیوال سیاست کې د برېټانیې دوښمنان یا مخالفان دي. ددې موخې لپاره جاپان، امریکه او د المان ملاتړ ترلاسه کړای شو. په لومړیو کې دا یواځې اخلاقي ملاتړ و، او دا هيله وه چې د خپلواکۍ جگړې پیلېدا سره به سملاسي په ښکاره توگه د سیاسي او پوځي ملاتړ بڼه غوره کړي. د هند د خپلواکۍ لپاره مولانا محمد میا منصور انصاری رَحِمَهُ الله په مختلفو وختونو کې د مصر له شیخ عبدالعزیز شاویش رَحِمَهُ الله او د لیبیا له شیخ احمد سنوسي رَحِمَهُ الله سره لیده کاته کړي، او د انگرېزي ښکېلاک پر ضد یې د جهاد په ملاتړ ترې شرعی فتاوی او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړ. دا شخصیات د مصر او لېبیا د خپلواکۍ د غورځنگونو فکري لارښوونکي ول، چې په خپل وخت کې یې له هندوستانه د مرستې وعده ترلاسه کړې وه. مولانا محمد میا منصور انصاري له تورکي لارښوونکو سره هم نږدې اړیکې ټینگې کړې وی.