په چاپېریال باندې د بشر اغېز

په ځمکه او چاپیریال باندې د انسان اغیزې

د ژواک په چاپېریال باندې له انسانانو څخه سرچینه اخیستونکی اغېز (یا بشري اغېز) په بایوفزیکي چاپېریالونو، اېکوسېستمونو، د استوګنې په تنوع، او طبیعي سرچینو کې د داسې بدلونونو راتګ ته ویل کېږي چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه بڼه د انسانانو په واسطه رامنځته شوي دي. د ژواک په چاپېریال کې په داسې بڼه بدلون راوستل چې د ټولنې له اړتیاوو سره سمون ولري، د نړیوالې تودوخې، چاپېریال تخریب (لکه د سمندرونو تېزابي کېدلو)، په لویه پیمانه انقراض، چاپېریالي بحران، او د چاپېریال د له منځه تللو په ګډون د ډېرو خطرناکو اغېزو لامل کېږي. ځینې بشري فعالیتونه چې د ژواک په چاپېریال باندې په نړیواله کچه (په مستقیمه یا غیر مستقیمه بڼه) اغېز کوي، د نفوس وده، له اندازې نه زیات مصرف، له اندازې نه زیاته ګټه اخیستنه، ککړتیا او د ځنګلونو له منځه وړل شاملوي. له نوموړو څخه ځینې مسئلې لکه نړیواله تودوخه یا اقلیمي بدلون او د استوګنې د تنوع له منځه تلل، د انسانانو د نوعو د ژوندي پاتې کېدو پر وړاندې د مخکښو وېروونکو خطرونو په توګه وړانیز شوي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د بشري  کلیمې مفهوم د انسان د فعالیتونو څخه په یوې راوتلې اغېزې یا څیز باندې دلالت کوي. دغه مفهوم په خپلې تخنیکي بڼې سره د لومړي ځل لپاره د روسي جیولوجي پوه الکسي پاولوف له خوا او په انګلیسي کې د لومړي ځل لپاره د برتانوي چاپېریال پېژندونکي ارتور تانسلي له خوا د نباتاتو د اوج له ټولنو سره په تړاو وکارول شو. د اتموسفیري ساینس پوه پاول کروتزن د ۱۹۷۰یمې لسیزې په نیمایي کې د "انتروپوسین" اصطلاح معرفي کړه. دغه اصطلاح د کرنیز انقلاب له پیل څخه راهیسې زیاتره وخت د هغې ککړتیا لپاره قرینه ګڼل کېږي چې د انسانانو له فعالیتونو څخه تولید شوې وي، اما همداراز په پراخه کچه په چاپېریال باندې د انسانانو په ټولو لویو اغېزو باندې هم د پلې کېدو وړه ده. د انسانانو په واسطه په تر سره شویو اقداماتو کې زیاتره هغه یې چې د چاپېریال په ګرمېدو کې ونډه لري، د بېلابېلو منابعو له فوسیلي سوَن توکو له سوځېدو څخه سرچینه اخلي لکه: له برښنا، موټرونو، الوتکو، د فضا له ګرموونکو، تولیدي فابریکو څخه یا د ځنګلونو له منځه وړلو له لارې.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د انسانانو د اضافي بیا رغونې تقاضا

سمول

له اندازې نه زیات مصرف

سمول

له اندازې نه زیات مصرف هغه حالت ته ویل کېږي چې د سرچینو کارول د اېکوسېستم له خوا  له زغمل کېدونکي ظرفیت څخه ووځي. یاد مصرف د چاپېریال پوهنې د کرښپل (ecological footprint) په واسطه اندازه کېدای شي، چې نوموړی کرښپل د سرچینو یو محاسبوي مېتود دی کوم چې په اېکوسېستمونو باندې د انسانانو تقاضا د سیاره یي مادي د نوي کېدو له وړ مقدار سره پرتله کوي. اټکلونه[\ د چا له خوا اټکلونه؟] د دې ښودنه کوي چې د انسانانو اوسنۍ تقاضا، په ګډه سره د ځمکې د سیارې د ټولو اېکوسېستمونو د بیا ترمیم د میزان څخه ٪۷۰ لوړه ده. د حد نه د زیات مصرف یوه اوږد محاله نمونه د ژواک د چاپېریال د تخریب او په نهایت کې د سرچینو د بنسټونو د له منځه تللو لامل کېږي.  [۲۴]

د ځمکې په سیاره باندې د انسانانو په ټولییزه توګه اغېزه، نه یواځې د خلکو له ساده شمېر څخه بلکې د زیات شمېر عواملو په واسطه اغېزمنېږي. د هغوی د ژوند کولو بڼه (په ټولییز ډول د اغېزو او سرچینو د کارولو په ګډون) او هغه ککړتیا چې دوی یې تولیدوي (د کاربن د کرښپل په ګډون) په مساویانه ډول دواړه د اهمیت وړ دي. په ۲۰۰۸ز کال کې، نیو یارک ټایمز ورځپاڼې اظهار کړه چې د پرمختللې نړۍ د هېوادونو اوسېدونکي د نفتو او فلزاتو په څېر سرچینې د مخ پرودې نړۍ له هغو څخه کوم چې د نړۍ د انسانانو د نفوس اکثریت تشکیلوي، په ۳۲ ځله جګ میزان سره مصرفوي.[۲۵]

د انسانانو مدنیت د ٪۸۳ ټولو وحشي تي لرونکو او نیمو نباتاتو د له منځه تلو لامل شوی دی. د نړۍ چرګان د ټولو وحشي مرغانو د وزن پرتله درې چنده دي، په داسې حال کې چې اهلي غوایان او خنزیران د ټولو وحشي تي لرونکو پرتله له ۱۴ پر ۱ څخه هم درنېږي. په نړيواله کچه د غوښې مصرف په ۲۰۵۰ز کال کې له دوه چنده څخه زیات، ان ٪۷۶ ښودل شوی دی، ځکه د نړۍ نفوس ۹ میلیارده ته جګېږي، کوم به چې په راتلونکي کې د استوګنې د تنوع د لا نور له منځه تلو او د شین کوریزو ګازونو د خپراوي د ډېرښت لامل شي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د نفوس وده او اندازه

سمول

یو شمېر څېړونکو، چاپېریال پوهانو او د نړۍ د نفوس د ودې مدافعینو د انسانانو د نفوس ودې یا د نفوس اندازې ته د چاپېریالي مسئلو د عامل په توګه تړاو ورکړی دی چې د هغوی له جملې څخه ځینې یې وړاندیز کوي چې دا تړاو له اندازې نه د زیات نفوس د یوې سناریو ښودنه کوي. په ۲۰۱۷ز کال کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه له ۱۵۰۰۰ څخه زیاتو ساینس پوهانو انسانیت ته دویم نمبر خبرداري صادر کړ، کوم چې د انسانانو د نفوس چټکه وده د زیات شمېر چاپېریالي او ان ټولنیزو تهدیدونو تر شا یواځینی عامل ونوماوه. د استوګنې د تنوع او اېکوسېستم د خدمتونو په اړه د نړیوالې ارزونې د راپور له مخې کوم چې په ۲۰۱۹ز کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د استوګنې په تنوع او د اېکوسېستم په خدمتونو باندې د بین الدولتي ساینس او پالیسۍ د چوکاټ تر نامه لاندې خپور شوي دی، د انسانانو د نفوس وده د استوګنې د تنوع په معاصره له منځه تلنه کې یو د پام وړ فکتور بلل شوی دی. په تحفظي ساینس کې پولې (Frontiers in Conservation Science) په نوم ژورنال د خپل ۲۰۲۱ز کال په یو راپور کې وړاندیز کړی دی چې د نفوس اندازه او وده د استوګنې د تنوع په له منځه تللو، د خاورې په تخریب او د ککړتیا په رامنځته کېدو کې د پام وړ فکتورونه دي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د پینټي لېنکولا، جارد ډایمونډ او اي. او. ویلسون په ګډون ځینو ساینس پوهانو او چاپېریال پوهانو دا فرضیه وړاندې کړې ده چې د انسانانو د نفوس وده د استوګنې د تنوع لپاره ویجاړوونکې ده. د بېلګې په توګه ویلسون څرګنده کړې ده چې د عاقلو انسانونو (Homo sapiens) نفوس شپږو میلیاردو ته په رسېدو سره د هغوی بیولوژیکي کتله په ځمکه د اوسېدونکو ټولو ژوو د هغو نوعو څخه چې تر اوسه موندل شوي دي له ۱۰۰ چندو څخه زیاته ده. [۳۵][۳۶]

په هر ترتیب، د انسانانو د اندازې نه زیات نفوس ته د چاپېریالي مسایلو د یو لامل په توګه نسبت ورکول یوه د بحث وړ موضوع ده. د نفوس شمېرنې په اړوندو طرحو کې ښودل شوې ده چې د نفوس وده په ورو کېدو ده او د نړۍ نفوس به په ۲۱مې زېږدیزې پېړۍ کې خپل اوج ته ورسېږي، زیاتره څېړونکي په دې باور دي چې نړیوالې سرچینې دغه مخ پر ډېرېدو تقاضا پوره کولی شي، او دا وړاندویز کوي چې په نړیواله کچه د نفوس له اندازې نه زیاتېدل یوه له شونتیا نه لرې خبره ده. نورې طرحې ښیي چې د نفوس وده به په راتلونکې پېړۍ کې هم روانه وي.  په داسې حال کې چې د برتانیې د حکومت د ۲۰۲۱ د استوګنې د تنوع د اقتصادي اړخ د بیاکتنې په شمول ځینې نورې څېړنې په دې باور دي چې د نفوس وده او له اندازې نه زیات مصرف یو له بل سره تړلي دي، منتقدین وړاندیزوي چې د چاپېریالي مسایلو په تړاو د اندازې نه د زیات نفوس پړه کیدای شي وچ په وچه د نړۍ په سوېل کې په بېوزلو جمیعتونه واچول شي، او یا ډېر پېچلي عوامل له حد نه زیات ساده کړي، په دې توګه به ځینې دغه عوامل د دې سبب شي چې ځینې کسان له اندازې نه له زیات مصرف سره د یوې جلا قضیې په توګه چلند وکړي.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

کب نیونه او کرنه

سمول

د کرنې چاپېریالي اغېزې په نړۍ کې په پراخې کچې سره د پلي کېدونکو کرنیزو دودونو پر بنسټ بېلابېلې دي. چاپېریالي اغېزه په نهایت کې د کروندګرو له خوا په کارېدونکو د تولید په مېتودونو پورې اړه لري. چاپېریال ته د خپراوي او د کرنیزو سېستمونو تر منځ اړیکه غیر مستقیمه ده، ځکه چې نوموړي همداراز د اقلیم په نورو متحولینو لکه ورښت او د هوا حالاتو پورې تړلي دي.

د چاپېریالي اغېزو دوه ډوله شاخصونه موجود دي: "د وسیلې پر بنسټ شاخصونه"، کوم چې د کروندګر د تولید په مېتودونو پورې تړلي دي، او "د اثر پر بنسټ شاخصونه"، کوم چې هغه اغېزې دي چې د کرنې مېتودونه یې د کرنې په سېستم باندې یا چاپېریال ته په خپراوي سره اچوي. د وسیلې پر بنسټ د شاخص یوه بېلګه  د ځمکنیو اوبو کیفیت دی کوم چې خاورې ته د ورکړل شوي نایتروجن تر اثر لاندې دی. هغه شاخص چې ځمکنیو اوبو ته د نایترېت له لاسه ورکول منعکس کوي یو د اثر پر بنسټ ولاړ شاخص دی.[۴۵]

د کرنې اړوندې چاپېریالي اغېزې له خاورې څخه نیولې تر اوبو، هوا، د ژوو او خاورې تنوع، نباتاتو، او پخپله خوړو پورې فکتورونه شاملوي. ځینې هغه چاپېریالي مسئلې چې له کرنې سره تړاو لري د اقلیم له بدلون، د ځنګلونو له منځه وړلو، جنیتیک انجنیرۍ، د خړوبولو اړوندو ستونزو، ککړوونکو، د خاورې له تخریبېدو او کثافاتو څخه عبارت دي.

کب نیونه

سمول

د کب نیونې چاپېریالي اغېزې په هغو مسئلو باندې وېشل کېدای شي چې د نیولو لپاره د کبانو شتون پکې شاملېږي، لکه له اندازې نه زیاته کب نیونه، پایداره کب نیونه، او د کب نیونې مدیریت؛ او په هغو مسئلو باندې چې د چاپېریال په نورو عناصرو باندې د کب نیونې اغېزې شاملوي، لکه د یوې نوعې نا غوښتي نیول کېدل، او د استوګنځي لکه د مرجاني صخرو ویجاړېدل. د استوګنې په تنوع او د اېکوسېستم په خدمتونو باندې د بین الدولتي ساینس او پالیسۍ د چوکاټ تر عنوان لاندې د ۲۰۱۹ز کال راپور له مخې، له اندازې نه زیاته کب نیونه په سمندرونو کې په لویه پیمانه د نوعو د انقراض اصلي عامل بلل شوې ده.[۴۶][۴۷]

سرچينې

سمول
  1. کينډۍ:Cite document
  2. Sahney, S., Benton, M.J. and Ferry, P.A. (2010). "Links between global taxonomic diversity, ecological diversity and the expansion of vertebrates on land". Biology Letters. 6 (4): 544–547. doi:10.1098/rsbl.2009.1024. PMC 2936204. PMID 20106856.{{cite journal}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  3. Hawksworth, David L.; Bull, Alan T. (2008). Biodiversity and Conservation in Europe. Springer. p. 3390. ISBN 978-1402068645.
  4. Stockton, Nick (22 April 2015). "The Biggest Threat to the Earth? We Have Too Many Kids". Wired.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 December 2019. بياځلي په 24 November 2017.
  5. Ripple, William J.; Wolf, Christopher; Newsome, Thomas M; Barnard, Phoebe; Moomaw, William R (5 November 2019). "World Scientists' Warning of a Climate Emergency". BioScience. doi:10.1093/biosci/biz088. hdl:1808/30278. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 January 2020. بياځلي په 8 November 2019. Still increasing by roughly 80 million people per year, or more than 200,000 per day (figure 1a–b), the world population must be stabilized—and, ideally, gradually reduced—within a framework that ensures social integrity. There are proven and effective policies that strengthen human rights while lowering fertility rates and lessening the impacts of population growth on GHG emissions and biodiversity loss. These policies make family-planning services available to all people, remove barriers to their access and achieve full gender equity, including primary and secondary education as a global norm for all, especially girls and young women (Bongaarts and O'Neill 2018).
  6. Cook, John (13 April 2016). "Consensus on consensus: a synthesis of consensus estimates on human-caused global warming". Environmental Research Letters. 11 (4): 048002. Bibcode:2016ERL....11d8002C. doi:10.1088/1748-9326/11/4/048002. The consensus that humans are causing recent global warming is shared by 90%–100% of publishing climate scientists according to six independent studies
  7. "Increased Ocean Acidity". Epa.gov. United States Environmental Protection Agency. 30 August 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 June 2011. بياځلي په 23 November 2017. Carbon dioxide is added to the atmosphere whenever people burn fossil fuels. Oceans play an important role in keeping the Earth's carbon cycle in balance. As the amount of carbon dioxide in the atmosphere rises, the oceans absorb a lot of it. In the ocean, carbon dioxide reacts with seawater to form carbonic acid. This causes the acidity of seawater to increase.
  8. Leakey, Richard and Roger Lewin, 1996, The Sixth Extinction : Patterns of Life and the Future of Humankind, Anchor, ISBN 0-385-46809-1
  9. Ceballos, Gerardo; Ehrlich, Paul R.; Barnosky, Anthony D.; Garcia, Andrés; Pringle, Robert M.; Palmer, Todd M. (2015). "Accelerated modern human–induced species losses: Entering the sixth mass extinction". Science Advances. 1 (5): e1400253. Bibcode:2015SciA....1E0253C. doi:10.1126/sciadv.1400253. PMC 4640606. PMID 26601195.
  10. Pimm, S. L.; Jenkins, C. N.; Abell, R.; Brooks, T. M.; Gittleman, J. L.; Joppa, L. N.; Raven, P. H.; Roberts, C. M.; Sexton, J. O. (30 May 2014). "The biodiversity of species and their rates of extinction, distribution, and protection" (PDF). Science. 344 (6187): 1246752. doi:10.1126/science.1246752. PMID 24876501. S2CID 206552746. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 7 January 2020. بياځلي په 15 December 2016. The overarching driver of species extinction is human population growth and increasing per capita consumption.
  11. Ceballos, Gerardo; Ehrlich, Paul R; Dirzo, Rodolfo (23 May 2017). "Biological annihilation via the ongoing sixth mass extinction signaled by vertebrate population losses and declines". PNAS. 114 (30): E6089–E6096. doi:10.1073/pnas.1704949114. PMC 5544311. PMID 28696295. Much less frequently mentioned are, however, the ultimate drivers of those immediate causes of biotic destruction, namely, human overpopulation and continued population growth, and overconsumption, especially by the rich. These drivers, all of which trace to the fiction that perpetual growth can occur on a finite planet, are themselves increasing rapidly.
  12. Perkins, Sid (11 July 2017). "The best way to reduce your carbon footprint is one the government isn't telling you about". Science. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 December 2017. بياځلي په 29 November 2017.
  13. Nordström, Jonas; Shogren, Jason F.; Thunström, Linda (15 April 2020). "Do parents counter-balance the carbon emissions of their children?". PLOS One. 15 (4): e0231105. Bibcode:2020PLoSO..1531105N. doi:10.1371/journal.pone.0231105. PMC 7159189. PMID 32294098. It is well understood that adding to the population increases CO2 emissions.
  14. "New Climate Risk Classification Created to Account for Potential "Existential" Threats". Scripps Institution of Oceanography. Scripps Institution of Oceanography. 14 September 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 September 2017. بياځلي په 24 November 2017. A new study evaluating models of future climate scenarios has led to the creation of the new risk categories "catastrophic" and "unknown" to characterize the range of threats posed by rapid global warming. Researchers propose that unknown risks imply existential threats to the survival of humanity.
  15. Torres, Phil (11 April 2016). "Biodiversity loss: An existential risk comparable to climate change". Thebulletin.org. Taylor & Francis. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 April 2016. بياځلي په 24 November 2017.
  16. Bampton, M. (1999) "Anthropogenic Transformation" Archived 22 September 2020 at the Wayback Machine. in Encyclopedia of Environmental Science, D. E. Alexander and R. W. Fairbridge (eds.), Kluwer Academic Publishers, Dordrecht, The Netherlands, ISBN 0412740508.
  17. Crutzen, Paul and Eugene F. Stoermer. "The 'Anthropocene'" in International Geosphere-Biosphere Programme Newsletter. 41 (May 2000): 17–18
  18. Scott, Michon (2014). "Glossary". NASA Earth Observatory. خوندي شوی له the original on 17 September 2008. بياځلي په 3 November 2008. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  19. Syvitski, Jaia; Waters, Colin N.; Day, John; et al. (2020). "Extraordinary human energy consumption and resultant geological impacts beginning around 1950 CE initiated the proposed Anthropocene Epoch". Communications Earth & Environment. 1 (32): 32. Bibcode:2020ComEE...1...32S. doi:10.1038/s43247-020-00029-y. S2CID 222415797.
  20. Elhacham, Emily; Ben-Uri, Liad; et al. (2020). "Global human-made mass exceeds all living biomass". Nature. 588 (7838): 442–444. Bibcode:2020Natur.588..442E. doi:10.1038/s41586-020-3010-5. PMID 33299177. S2CID 228077506.
  21. Scott, Michon (2014). "Glossary". NASA Earth Observatory. خوندي شوی له the original on 17 September 2008. بياځلي په 3 November 2008. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  22. Syvitski, Jaia; Waters, Colin N.; Day, John; et al. (2020). "Extraordinary human energy consumption and resultant geological impacts beginning around 1950 CE initiated the proposed Anthropocene Epoch". Communications Earth & Environment. 1 (32): 32. Bibcode:2020ComEE...1...32S. doi:10.1038/s43247-020-00029-y. S2CID 222415797.
  23. Elhacham, Emily; Ben-Uri, Liad; et al. (2020). "Global human-made mass exceeds all living biomass". Nature. 588 (7838): 442–444. Bibcode:2020Natur.588..442E. doi:10.1038/s41586-020-3010-5. PMID 33299177. S2CID 228077506.
  24. "Open Data Platform". Data.footprintnetwork.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 August 2017. بياځلي په 16 November 2018.
  25. Diamond, Jared: (2 January 2008). "What's Your Consumption Factor?" Archived 26 December 2016 at the Wayback Machine. The New York Times
  26. Carrington, Damian (21 May 2018). "Humans just 0.01% of all life but have destroyed 83% of wild mammals – study". TheGuardian.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 September 2018. بياځلي په 23 May 2018.
  27. Borenstein, Seth (21 May 2018). "Humans account for little next to plants, worms, bugs". APNews.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 May 2018. بياځلي په 22 May 2018.
  28. Pennisi, Elizabeth (21 May 2018). "Plants outweigh all other life on Earth". خوندي شوی له اصلي څخه په 23 May 2018. بياځلي په 22 May 2018. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  29. Best, Steven (2014). The Politics of Total Liberation: Revolution for the 21st Century. Palgrave Macmillan. p. 160. ISBN 978-1137471116. By 2050 the human population will top 9 billion, and world meat consumption will likely double.
  30. Devlin, Hannah (19 July 2018). "Rising global meat consumption 'will devastate environment'". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 October 2019. بياځلي په 13 August 2018.
  31. Ripple WJ, Wolf C, Newsome TM, Galetti M, Alamgir M, Crist E, Mahmoud MI, Laurance WF (13 November 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice". BioScience. 67 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125.
  32. Stokstad, Erik (5 May 2019). "Landmark analysis documents the alarming global decline of nature". Science (in انګليسي). AAAS. بياځلي په 29 October 2021. Driving these threats are the growing human population, which has doubled since 1970 to 7.6 billion, and consumption. (Per capita of use of materials is up 15% over the past 5 decades.)
  33. Weston, Phoebe (13 January 2021). "Top scientists warn of 'ghastly future of mass extinction' and climate disruption". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 January 2021. بياځلي په 13 January 2021.
  34. Bradshaw, Corey J. A.; Ehrlich, Paul R.; Beattie, Andrew; Ceballos, Gerardo; Crist, Eileen; Diamond, Joan; Dirzo, Rodolfo; Ehrlich, Anne H.; Harte, John; Harte, Mary Ellen; Pyke, Graham; Raven, Peter H.; Ripple, William J.; Saltré, Frédérik; Turnbull, Christine; Wackernagel, Mathis; Blumstein, Daniel T. (2021). "Underestimating the Challenges of Avoiding a Ghastly Future". Frontiers in Conservation Science. 1. doi:10.3389/fcosc.2020.615419.
  35. Pentti Linkola, "Can Life Prevail?", Arktos Media, 2nd Revised ed. 2011. pp. 120–121. ISBN 1907166637.
  36. Crist, Eileen; Cafaro, Philip, eds. (2012). Life on the Brink: Environmentalists Confront Overpopulation. University of Georgia Press. p. 83. ISBN 978-0820343853.
  37. Roser, Max; Ritchie, Hannah; Ortiz-Ospina, Esteban (2013-05-09). "World Population Growth". Our World in Data.
  38. Bradshaw, Corey J. A.; Ehrlich, Paul R.; Beattie, Andrew; Ceballos, Gerardo; Crist, Eileen; Diamond, Joan; Dirzo, Rodolfo; Ehrlich, Anne H.; Harte, John; Harte, Mary Ellen; Pyke, Graham; Raven, Peter H.; Ripple, William J.; Saltré, Frédérik; Turnbull, Christine; Wackernagel, Mathis; Blumstein, Daniel T. (2021). "Response: Commentary: Underestimating the Challenges of Avoiding a Ghastly Future". Frontiers in Conservation Science. 2. doi:10.3389/fcosc.2021.700869. On the contrary, we devoted an entire section to the interacting and inter-dependent components of overpopulation and overconsumption, which are, for instance, also central tenets of the recent Economics of Biodiversity review (Dasgupta, 2021). Therein, the dynamic socio-ecological model shows that mutual causation drives modern socio-ecological systems. Just as it is incorrect to insist that a large global population is the sole underlying cause of biodiversity loss, so too is it naïve and incorrect to claim that high consumption alone is the cause, and so forth.
  39. Dasgupta, Partha (2021). "The Economics of Biodiversity: The Dasgupta Review Headline Messages" (PDF). UK government. p. 3. بياځلي په December 15, 2021. Growing human populations have significant implications for our demands on Nature, including for future patterns of global consumption.
  40. Carrington, Damian (February 2, 2021). "Economics of biodiversity review: what are the recommendations?". The Guardian. بياځلي په 15 December 2021.
  41. Piper, Kelsey (2019-08-20). "We've worried about overpopulation for centuries. And we've always been wrong". Vox (in انګليسي). بياځلي په 2021-10-23.
  42. Welle (www.dw.com), Deutsche. "What fewer people on the planet would mean for the environment | DW | 31.08.2020". DW.COM (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2021-10-23.
  43. Pearce, Fred (8 March 2010). "The overpopulation myth". Prospect Magazine.
  44. Gerland, P.; Raftery, A. E.; Ev Ikova, H.; Li, N.; Gu, D.; Spoorenberg, T.; Alkema, L.; Fosdick, B. K.; Chunn, J.; Lalic, N.; Bay, G.; Buettner, T.; Heilig, G. K.; Wilmoth, J. (September 18, 2014). "World population stabilization unlikely this century". Science. 346 (6206). AAAS: 234–7. Bibcode:2014Sci...346..234G. doi:10.1126/science.1257469. ISSN 1095-9203. PMC 4230924. PMID 25301627.
  45. van der Warf, Hayo; Petit, Jean (December 2002). "Evaluation of the environmental impact of agriculture at the farm level: a comparison and analysis of 12 indicator-based methods". Agriculture, Ecosystems and Environment. 93 (1–3): 131–145. doi:10.1016/S0167-8809(01)00354-1.
  46. Oppenlander, Richard (2013). Food Choice and Sustainability. Minneapolis, MN: Langdon Street Press. pp. 120–123. ISBN 978-1-62652-435-4.
  47. Borenstein, Seth (6 May 2019). "UN report: Humans accelerating extinction of other species". AP News. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 March 2021. بياځلي په 25 March 2021.