په ځان مينتوب (ناسيزم)

نارسیزم (په ځان مینتوب)

په اروا پوهنه کې نارسیزم یا په ځان مینتوب پر خپل ځان د افراطي مینې ښکارندوی او په دنني تصوراتو باندي تکیه ده .

د نارسیزم اصطلاح د نارسیس له نا مه له یوې زړې یونایي اسطورې څخه اخستل شوې، نارسیس یو ښکلی ځوان و چې د ډېرو ښځو پام ور اوښتی و، خو دی د هغوی په مقابل کې بې تفاوته و او دې بې تفاوتۍ به یې هغوی نا ارامه کولې. په دې ښځو کې یوه پېرۍ هم وه چې اکو نومېده. اکو به خورا ډېري خبرې کولې چې د هرا له لوري ابدي چوپه شوي وه یوازي دومره اجازه یې لرله چې د خلکو د خبرو ورستۍ څپې تکرار کړي. دې ښکلې پرۍ چې کله نارسیس ولید په هغه یې زړه بیلود خو نارسیس چې بې تجروبې ځوان په مینه نه پوهيدو په دې او په نورو به یې مسخرې کولې

نجینو په همدې دلیل له خدایانو څخه وغوښتل چې نارسیس تنبه کړي. د هغه د دې بې رحمۍ له کبله یې هغه په دې جزا له محکوم کړ چې په خپل ځان مین شي.یوه ورځ کله چې نارسیس د ابو څښلو له پاره په چينه ورټیټ شو خپل انځور یې په اوبو کې ولید نو پرې مین شو. په همدې لحظه پوه شو چې هغه احساس چې نور یې د ده په مقابل کې لري څه دی، هغه نه شوای کولای چې له خپل انځور نه سترګې پورته کړي. په غمونوکې ګیر شو له دې غمه یې د هماغې چینې څنګ ته سا ورکړه. چې بیا ورسته پر هماغه ځای چې نارسیس سا ورکړي وو د نرګس ګل وغوړید او اکو چې د نارسیس د میني له کړاوه او غمه ډېره ضعیفه شوې وه کله چې دهغه له مرګ نه خبره شوه د غږ په یو ډول انګازه چې (اکو) ورته وایی بدله شوه.

افسانه مو ولوستله اوس یوه علمي بحث ته دوام ورکوو.

د ځان مینتوب ناروغۍ:

د نارسیزم ناروغان د (خپل ځان ته اهمیت،ځان لوړګڼل، له نورو ځان بېل بلل) په ژور احساس باندي له نورو نه بېلیږي.

دا وګړي خپل ځان له نور کسانو څخه ځانګړي بولي او د دې لیوله دې چې له نورو نه بیل رفتار ور سره وشي. پر ځان اینتقاد زغمل ورته سخته دی او د اینتقاد په مقابل کې ژر په غوسه کېږي چې مقابل لوری په ناپوهۍ حماقت او په واقیعت باندي په نه درک یې تورنه وي .

خپل ځان غښتلي. مطرح، او خورا پوه بولي او له نورو نه د خپل ځان د مننې هیلي لري.

نور نه شي کولای چې د ده غوښتنې ور پوره کړي، ځکه چې د ده ځان غوښاتنې له واقیعت سره په تضاد کې دي نو ټولنیزي اړیکي یې پرېکېدونکي وي داسي کسان په خپلو کړو وړه شغلي، فردي او نور مسایل له لاسه ورکوي په داسي حال کې چې په هکله هیڅ پوه نه لري.

د نارسیست څو نښي نښانې:

۱ـ (self-importance) چې د ځان د لوړ او مهم ګڼلو احساس ولري( مثلاً په خپلو بریاو او استعدادنو کې اغراق وکړي او یا پرته له دې چې کومه بریا او لاسته راوړنه ولري دا انتظار ولري چې هغه دې یو لوی او مهم کس وګڼل شي)

۲ـ په دې معتقید وي چې یو استثنایي کس دی چې یوازي لوړ پوړي او لوړ رتبه خلک دی درک کولای شي او یا دی یوازي له هغوی سره باید ناسته پاسته ولري.

۳ـ په افراطي ډول د ستایلو اړتیا لری.

۴ـ (entitlement) د دې احساس وکړي چې په هر څه کې په حقه دی.یعنې په نا معقول ډول د دې انتظار ولري چې ځانګړي او د ده په زړه برخورد دې ورسره وشي. او نور خلک دې هیڅ په هیڅه د ده غوښتنو ته تسلیم شي.

۵ـ په فردي اړیکو کې دي مستثمیر وي یعنې د نورو له امتیازاتو دې د ځان په کټه کار اخلي او ځان خپلې موخې ته پرې ورسوي.

۶ـ له نرو سره دي اغلباً حسودي وکړي اویا دې داسي وانګري چې نور له ده سره حسادت کوي.