په پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونه

راځئ چي پښتو ژبه په داسي ډول وليکو چي نه يې د لوستلو پر وخت ستونزه ولرو او نه د اوريدلو او معنی اخستلو پر مهال . په پښتو ژبه کي دغه پنځه ډوله يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ ) کاريږي چي هره يوه يې خپل ږغ او د کارېدلو ځانګړی ځای لري .

که کومه ( يې ) بېځايه وکارول سي نو هم د لوستلو پر مهال ستونزه رامنځته کوي هم ښايي د معنا له مخي ستونزه پېښه کړي د بېلګي په توګه که موږ د يوه ځوان چي ګلالی نوميږي په (ۍ) وليکو نو ښځينه نوم (ګلالۍ ) ترې جوړيږي، همدغسي که ښځينه نوم ( ګلالۍ ) په (ی) وليکو نارينه ترې جوړيږي. دې ته ورته ډيري نوري بېلګي هم سته چي پښتو یې ګاني (ی ي ې ۍ ئ) پر خپل ځای ونه کاروو په لوستلو او معنی کي د ستونزو لامل کيږي .

لراوبر ويبپاڼي دپښتو ژبي د څېړونکي ، استاد،  او تاريخپوه ښاغلي محمدمعصوم هوتک څخه د پښتو يې ګانو د استعمال د وخت او ځايونو د بېلګو د څرګندولو غوښتنه وکړه ، له نوموړي ډيره مننه کوو چي په لاندنيو بېلګو کي يې موږ ته د پښتو يې ګانو په اړه ساده خورا ارزښتناک معلومات وړاندي کړل .

۱ــ بې ټکویې ( ی) ــ په نارینه (مفرد مذکر)نومو،صفتواوفعلوکي راځی لکه :

سړی،لرګی،منګی،هراتی،کندهاری،خټکی،دی اونور

ځای،سرای

لوی،خوی،زوی،بوی،دوی،جوی

نری،ګردی،لالی

راغی،ولاړی

دغه رازپه عربي نوموکي دالف مقصوره پرځای لکه موسی،عیسی،معنی .

۲ــ لنډه یې ( ي ) دوه ټکي څنګ پرڅنګ لري په نارینه (جمه مذکر) نومو،صفتواوفعلوکي راځي لکه

سړي،لرګي،سوټي ،منګي

کالي،مالي.ښادي،

ګوري،ښوري،ځي،راځي

نري،ګردي،ګلالي

وروري،خپلوي،دوستي

چي،مي،کي (له لویدیځ ګړدودسره سم) .

۳ــ لکۍ لرونکې (ښځینه) یې( ۍ) . په ښځینه نوموکي راځي لکه

سپوږمۍ،لکۍ،صدرۍ،کوچۍ،نتکۍ

ورورۍ،خپلوۍ،دوستۍ

ګلالۍ،میوندۍ،کابلۍ

۴ـ اوږده (مجهوله) یې( ې ) په ښځینه نومواوصفتوکي راځي لکه

ادې،شلومبې،لندې،اوږدې،ورستې،خوږې،شیدې

چې،مې،کې (له ختیځ ګړدودسره سم) ـ

۵ـ همزه لرونکې ( ئ ) په جمع فعلوکي راځي لکه

خورئ،چښئ،حساب مه منئ،راځئ،ږغ مي اورئ

زه (دئ = است) هم په دغه یې کاږم اودلیل مي دادئ چي له (دی = آنمرد) سره یې توپیر وسي .

سرچینې سمول

[۱] Archived 2017-03-09 at the Wayback Machine.

Published on: Oct 19, 2007 @  Larawbar.com کله چې يو چا څخه پوښتنه وکړو مثال: آيا تاسو راځی? نو په دې وخت کې به له کومې (ی) کار اخلو?