په پرمختياي هيوادوکي دانفلاسيون عوامل

١- دکار دقوي په ترکيب کي تغير: دکم تعداد ځوانانو (( هغه هلکانو چي د ١٨ کالو څخه کم عمر لري )) او ښځو ونډه د کار په قوه ورځ  په ورځ زيا ته شوه اوډير قوانين د کار په قوه کي دهغوي د ونډي اخستلو سبب شو ، مګر په مجموعي ډول ددي ګروپ مولديت په اقتصاد کي دوسطي  مولديت څخه کم دي چي ددي له کبله دکار مصارف او داجناسو قيمتونو لوړشو، پداسي حال کي چي مو لد يت  ثابت پاتي شو او يا کم شو .

همدارنګه د کارګرانو د ملاتړ قوانين  مسلا  د بي کاري دجبران دپردخت قانون ، بيمه کول ، اودمزد زياتوالي ، ټول  ددي سبب شول چي دکارمصارف لوړکړي .

٢-د اقتصادي تصديو موجوديت: لوي انحصاري تصدي په مختلفو څانګو ، لکه موټر جوړولو ، طياري جو ړولو ، حربي سامان الاتو ، الکترونيک اونورو کي وجودلري .

که انحصار نوي بغير دکوم مشکل څخه کولي  شو چي هغي ته اوليګوپول ووايو .

دغه تصديګاني  خپلو توليداتو ته  دتقاضا دکموالي په صورت کي  قيمتونه نه کموي ،   

بلکي دخپلو توليداتو مقدارکموي ، نو ځکه  ددغه تصديو پواسطه  په مختلفو اقتصادي

سکتورنو کي د بازارونو په  تسخير سره رکودي انفلاسيون  مومي

دبلي خوا په ځينو نورو اقتصادي سکتورونو کي لکه زرعت اوخدماتو کي ډيري وړي تصدي شته چي دتقاضا  دکموالي په صورت کي  خپل قيمتونه کموي ، ددغو تصديو په واسطه  قيمتونو کموالي  ممکن چي ضعيفه او نهايت کي له مينځه يوسي اودتوليد مقدارکم کړي چي ددي سره قيمتونه لوړيږي اودانفلاسيون درامنځته کيدو سبب ګرځي .

٣- دخارجي تجارت رول: دپرمختللو هيوادو داقتصاد لپاره داجناسو او خداماتو صادرات  او وردات ډير مهم دي ،  دغه هيوادونه  اکثره خام صنعتي  مواد او انرژي واردوي  او ددغو اجناسو دقيمتونو لوړوالي په بين المللي بازارونوکي  دنورو اجناسو دقيمتونو دلوړوالي سبب  ګرځي او بلا اخره  دتوليدي مصارفو دلوړيدو سبب  ګرځي لکه اوپيک OPEC  ) ) چي په ١٩٧٣ کال  د نفتو دقيمت  په لوړولو سره  دغربي هيوادو اقتصاد دمشکل سره مخامخ کړ ، چي پدي ډول سره درکودي  انفلا سيون ګناه  په بهرنيو هيوادونو او خامو ادو برابرونکو باندي  اچول کيږي .

٤- کارګري اتحادي: په صنعتي هيوادو کي کارګري اتحادي دقوي سياسي قدرت لرونکي دي ، دغه اتحادي دقتصادي رکودو پروخت چي مجموعي تقا ضا کميږي ، دخپلو قراردادنو په اساس خپلو کارونو ته دوام ورکوي او تصدي نشي کولي ، چي دکارګرانو دلري کولو له لري خپل توليد يا مصارف کم کړي  او مزد چي د توليد دمصارفو لويه بر خه جوړوي نه کميږي .،نو داجناسو قيمتونه حتۍ  درکود په حالت کي هم لوړيږي  اوياهم ثابت پا تي کيږي .

٥-دنفوسو زياتوالي:   کله چي په يو ملک کي نفوس  زيات شي ، نو دهغي سره سم داشياو او خدماتو په تقاضاکي  په مسلسل ډول اضافه والي راځي ، مګر د مصرفي اجناسو توليد  دنفوسو د زيادت په  نيسبت نه  زياتيږي  چي  په نتيجه کي  قيمتونه  لوړيږي اوانفلاسيون  رامنيځته کيږي  .

٦- احتکار:  احتکار هم دانفلاسيون يو مهم  عامل دي   ځکه چي محتکر پدي اميد  چي په  اينده کي به  داجناسو قيمتونه  لوړشي ، اجناس خريداري کوي  اوزخيره کوي ي ، چي پدي تريب د اجناسو  تقاضا نوره هم  زياتيږي او قيمتونه  ورسره  لوړيږي .

٧ - دحکومت په مصارفو زياتوالي :   دبوديجي دتاوان دپوره کولو لپاره دنوو نوټونو چاپول  او ياهم د بانکونو څخه د قرض اخستلو  په صورت کي  داشياو اوخدماتو په تقاضا  او دپيسو په عرضه کي زياتوالي رامينځته کيږي .مګر د اجناسو او خدماتو عرضه   داجناسو او خدماتو د تقاضا  او دپيسو دعرضي په نيسبت کم وي  چي پداغه حالت کي انفلاسيون  زياتيږي .

٨- داجناسو اوخدماتو تقاضا اودپيسو په  عرضه کي زياتوالي:  دانفلاسيون درامينځته کيدو يو اساس سبب  داجناسو او خدماتو دعرضي په نيسبت   دتقاضا زياتوالي دي ، کله  چي پانګه اچونکو ته  پداغه کاروبارکي دګټي  امکانات ښکاره شي  نو هغوي په خپلو توليداتو کي د زياتوالي کوښښ کوي ، موجوده کارخانو کي دپراخوالي او دنوو کارخانو لپاره  دخامو موادو ، ماشين الاتو او دتوليد نورو عواملو ته تقاضا زياتيږي  چي لدي کبله دهغوي په قيمتونو کي زياتوالي راځي .

پانګه اچونکي  ددغي تقاضا دپوره  کولو لپاره دبانکونو څخه  په قرض پيسي اخلي ، چي لدي امله دپيسو په عرضه کي زياتوالي راځي ، چي دغه زيا توالي هغه وخت نور هم زياتيږي ، کله چي  مرکزي بانک  دکاروبا ر دپرخوالي  لپاره په سود کي کموالي راولي ، چي په نتيجه کي اشياو اوخدماتو ته  تقاضا زياتيږي چي داد قيمتونو دلوړوالي سبب ګرځي .

٩- دتوقعاتو رول:  کله چي انفلاسيون شورع شي او کارګرانو او تصديو پخپل ځان کي انفلاسيوني توقعات روزلي وي ، نو انفلاسيون خپله او په خپل لنګر وړاندي ځي  ځکه چي کارګران پخپلو موجوده تړونونو کي  متوقعه انفلاسيون شاملوي ، همدارنګه دقرض په بازارکي  دغه توقعات په با زار د سود دنرخ  دزياتوالي  له کبله دانفلاسيون دنيسبت د اضافه والي سبب ګرځي  اوپه همدي  ترتيب ټول اقتصادي عاملين پخپلو ورځنيو سنجشونوکي  انفلاسيوني توقعات شاملوي ، حتۍ کورني هم په خپلو پيرودونکو کي  انفلاسيوني توقعات شاملوي ، اوممکن هغه اجناس اوس   واخلي چي يواځي په لري يا نژدي راتلونکي کي ورته ظرورت لري ، دکورنيو دغه رويش  دعايد په اوسني مقدار ، راتلونکي عايد توقعاتو  او راتلونکي کي انفلاسيوني تو قعاتو پوري مربوطيږي .

چي پدي ډول مجموعي تقاضا لوړيږي  چي په راتلونکي کي د قيمتونو دلوړوالي سبب ګرځي .همدارنګه  تصدي دخپلو انفلاسيوني توقعاتو له وجي  يوه انفلاسيوني ونډه په قيمتونوکي اضافه کوي  چي دقيمتونو عمومي سطحه لوړيږي .

دانفلاسيون دپيداکيدو  او دوام سره يو بل ټکي هم ديا دولو وړدي اوهغه داچي کله قيمتونه مسلا مزد يو ځل پورته لاړ شي ، دغه زياتوالي  بيرته نه ګرځيدونکي دي ،اود  Ratchet Effect  په نوم ياديږي  ، ځکه  کارګران په ندرت حاظريږي  چي دعين اندازه ساعتونو کار لپاره کم مزد قبول کړي  .

دبلي خوانه دقيمتونو زياتوالي  چي دلومړيو مزدو دغوښتني اوتامين سبب کيږي ، بيا هم دډيرو مزدونو سبب کيږي  او بيا د لوړو مزدونو د غوښتني سبب کيږي . چي ديته      Price   Wise Spiralدمزدونو اوقيمتونو فنز واي ، چي ديو د زياتوالي تغير دبل دلوړوالي سبب ګرځي .

مأخذ:

سمول

لوی اقتصاد،