په يمن کې لوږه «قحطي» (2016-تر اوسه)
له 2016ز کال راهيسې، په يمن کې د خوراک د تامين بحران روان دی، چې د يمن د کورنۍ جګړې پر مهال پيل شوی و. د ملګرو ملتونو د اټکل تر مخې د 2020ز کال تر ديسمبر پورې د جګړې د غېر مستقیمو لاملونو له کله 130000 تنه مړه شوي دي، په کومو لاملونو کې چې د خوراکونو، د روغتيايي خدماتو، او زېربناوو کمښت شامل دي. په 2018ز کال کې، د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) اټکل کړی و چې له دې مخکې په درې کلونو کې 85000 ماشومان د لوږې له امله مړه شوي وو. د 2020ز کال د مۍ په مياشت کې، يونيسف يمن په نړۍ کې د ستر بشري ناورين په توګه بيان کړ، او اټکل يې کړی چې د ټول نفوس 80٪ وګړو بشري مرستو ته اړتيا درلوده، يعنې له څلور ويشت ميلیونه څخه زيات وګړی. د 2022ز کال د سپتمبر په مياشت کې، د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی و چې اولس اعشاريه څلور ميلیونه يمنيان د خوراک د کمښت سره لاس او ګريوان دي، ويې ويل چې د کال تر پايه به دا شمېر نولس ميلیونه ته لوړ شي، او روښانه يې کړه چې د لوږې دا کچه بې مخينې ده. دا بحران د نس ناستي ناروغۍ د پيل له امله مخ په زیاتېدو دی، د کوم له امله چې د 2015ز او 2017ز کال تر منځ موده کې له 3000 څخه زيات کسان مړه شوي دي. په داسې حال کې چې هېواد د بحران سره مخ دی او ډېرې سيمې د IPC Phase 4 (بشري بېړنی حالت) په توګه ډلبندي شوي دي، د نړيوالو مرستندويه هڅو له امله په 2018ز کال کې او بيا د 2019ز کال په لومړيو کې د لوږې د حالاتو اصلي ډلبندي ځنډېدلې ده. د 2021ز کال د جنورۍ په مياشت کې، له 33 سيمو څخه دوه سيمې د IPC 4 (بشري بېړنی حالت) په توګه ډلبندي شوې وې، په داسې حال کې چې 26 نورې سیمې د IPC 3 (سخت بحران) په توګه ډلبندي شوې وې.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د بحران بنسټيز لامل د يمن روانه کورنۍ جګړه ده. په 2015ز کال کې پيل شوې روانې کورنۍ جګړې او د سعودي عربستان له خوا د يمن د محاصرې له امله، خلکو ته مرستې ډېر ځله په اغېزناک ډول نه رسېږي. د 2017ز کال د نومبر په مياشت کې د ټولو سمندري او ځمکنيو بندرونو د بندېدو تر څنګ محاصره هم سخته کړای شوه وه، او د مياشتې په پای کې په بشپړ ډول نه، بلکې تر يو بريده ازاد کړای شول، او ځينو بشرپالو مرستو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې هېواد ته داخل شي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د 2019ز کال د لوږې نړيوال شاخص تر مخې، د منځنۍ افريقا جمهوريت څخه وروسته، يمن په نړۍ کې د لوږې دويم درجه د لوږې لوړې نومرې لري، د منځنۍ افريقا جمهوريت کې له 2000ز کال راهيسې د لوږې نومرې تر يمن يو څه خرابې دي (له 43.2 څخه 45.9 ته لوړې شوې دي). د 2020ز کال لپاره، GHI اټکل کوي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د ضياع خپرېدل له 13.3٪ څخه 15.5٪ ته لوړ شوي دي، او د ودې نه کېدو خپرېدل له 46.6٪ څخه تر 5302٪ پورې لوړ شوي دي، په داسې حال کې چې د کورنۍ جګړۍ په اوږدو کې د ماشومانو مجموعي مړينه يو څه کمه شوې ده (2010ز په پرتله).[۱۷][۱۸]
مخينه
سمولپه نړيواله کچه په رسميت پېژندل شوي حکومت د ځواکونو او حوثیانو تر منځ له جګړې وروسته په 2014ز کال کې د يمن کورنۍ جګړه پيل شوه. د ايران حکومت حوثيانو ته پوځي ملاتړ وړاندې کړ، او د یمن پلازمېنه يې ونيوله. د ناکامو مذاکراتو له يوې لړۍ وروسته، د 2015ز کال په جنورۍ مياشت کې پاغيانو ولسمشريزه ماڼۍ ونيوله. ولسمشر عبد ربه منصور اړ کړای شو چې د خپلو دولتي چارواکو سره يو ځای استعفاء وکړي. د همدې کال د مارچ مياشتې په پيل کې، متحده ايالاتو او سعودي عربستان يو لړ اقتصادي بنديزونه پلې کړل او د سعودي عربستان په مشرۍ يو ايتلاف پر حوثي ياغيانو هوايي بريدونه پيل کړل.[۱۹][۲۰]
جګړې په ملکيانو منفي اغېز کړی، له امله يې سخت اقتصادي سقوط منځ ته راغی، سلګونه زره خلک له خپلو کورنو تېښتې ته اړ شوي، او شپږ شپېته سلنه خلک جدي بشري مرستو ته اړتيا لري. له اوسني بحران مخکې، يمن په منځني ختيځ کې تر ټولو ډېر ناوخوندي هېواد و. دا هېواد د نړۍ تر ټولو زیات سوء تغذيې سره مخ هېوادونو کې شمرل کېدو، او د دې هېواد پنځوس سلنه وګړي پاکو اوبو ته د محدود لاسرسي تر څنګ په بې وزله حالاتو کې اوسېدل.[۲۱]
لاملونه
سمولد سعودي عربستان په مشرۍ مداخله
سمولپه يمن کې لوږه په دې هېواد کې د سعودي عربستان په مشرۍ د مداخلې د بنديز مستقیمه پايله ده. يمن له مخکې څخه په عربي ټاپووزمه او منځني ختيځ کې تر ټولو زيات بې وزله هېواد و، او الحديدة د يمن يو له تر ټولو بې وزلو ښارونو شمېرل کېدو، خو د سعودي په مشرۍ ايتلاف له خوا د جګړې او سمندري بنديز له امله وضعيت لا زيات خراب کړ. د کب نيونې کښتۍ، کومې چې د الحديدة د اوسېدونکو د معيشت بنسټيزه سرچينه وه، د سعودي د هوايي بريدونو له امله ويجاړې شوې، او له هغوی سره هېڅ داسې وسيله پاتې نه شوه چې کورنيو ته خوراک برابر کړي. د پايلې په توګه، په اوسط ډول په هرو لسو دقيقو کې يو ماشوم مري. د ملګرو ملتونو د ماهرينو يو پلاوي موندلې ده چې سعودي عربستان په قصدي ډول يمن ته د بشري مرستو د رسېدو په مخ کې خنډونه پیدا کوي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
د سعودي عربستان په اړه ويل شوي دي چې په قصدي ډول په يمن کې د خوراک د تولید او وېش سرچينې په نشه کوي، په دې ډول چې په فارمونو، د کب نيونې کښتيو، بندرونو، د خوراکونو زېرمې، د خوراکونو فابريکې، او نورو سوداګريو بمبارۍ کوی، تر څو هلته لوږه نوره هم زياته کړي. د دې اقداماتو په پايله کې ملګرو ملتونو د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف باندې د جنګي جنايتونو د کولو او په بشپړ ډول د انساني ژوند له نظره غورځولو تور پورې کړی دی. د يمن د کورنۍ جګړې پر مهال 1500 شوونځيو ته زيان رسېدلی او ويجاړ شوي دي. د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمن د هادي ځواکونو له خوا له حوثيانو څخه ساحلي ښار موخا ونیو، دوی کب نيونکي له کار منع کړل. د يمن کب نيونې اتحاد پر ايتلاف د کب نيونکو پر ضد د جګړې د پيل تور پورې کړ.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]
امریکايي سناتور «Chris Murphy» په امريکا د يمن په بشري بحران کې د ښکېلتيا تور پورې کړی، او وايي: "اوسمهال د يمن په داخل کې زرګونه او زرګونه مري. ... دا وحشت تر يو بريده د يوې داسې بمبارۍ په مبارزو کې د اسانتيا برابرولو برخه کې زموږ د پرېکړې له امله منځ ته راغلی دی، کوم چې ماشومان وژني، د يمن په داخل کې د سعودي تګلاره تاييدوي، کوم چې په قصدي ډول د ناروغۍ او لوږې او بشري مرستو له مخنيوی څخه د يوې حربې په توګه کار اخلي".[۵۲]
برتانوي څېړونکي « Alex de Waal» په يمن کې د لوږې په اړه لاندې څرګندونه کړې
په 1990ز لسيزه کې له شمالي کوريا وروسته د نړۍ تر ټولو ناوړه او په کوم کې چې د لوېديځ مسئولیت تر ټولو روښانه دی... د جګړې له پیل راهيسې، برتانيې لږ تر لږه د 4.5 مليارده پاونډو وسلې په سعودي عربستان او 500 ميليونه پاونډه په ارزښت په متحده عرب اماراتو پلورلي دي. ټرمپ په تېره مۍ مياشت کې په سعودي عربستان د 110 مليارده ډالرو وسلو د پلور اجازه ورکړې وه. يمن به د دې نسل، يا د دې پېړۍ د لوږې جنايت ثابت شي.[۵۳]
د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) د لوږې او نس ناستي ناروغۍ له قربانيانو سره مرسته کوي، تر څنګ يې هغو ته د رواني روغتيا مرستې وړاندې کوي چې د جګړې له امله اغېزمن شوي دي.[۵۴]
د حوثيانو له خوا د خوراک نيول
سمولپه حوثيانو د بشري حقوقو د څار (HRW)، MSF، او خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په ګډون ادارو له خوا تر خپل واک لاندې ښارونو کې په غېر قانوني ډول د خوراکونو او درملو د نیولو تور پورې شوی دی، داسې حال کې چې د خوړو نړيوال پروګرام د يوې سروی موندنې ښيي چې د حوثیانو تر واک لاندې صنعا او صعده کې دا خوراکي مرستې اکثريت وړ خلکو ته نه رسېږي.[۵۵][۵۶]
سرچينې
سمول- ↑ Graham-Harrison, Emma; agencies (4 October 2016). "Yemen famine feared as starving children fight for lives in hospital". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 October 2016. بياځلي په 13 December 2017.
- ↑ "UN humanitarian office puts Yemen war dead at 233,000, mostly from 'indirect causes'". UN News. 1 December 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2021. بياځلي په 23 August 2021.
- ↑ Karasz, Palko (21 November 2018). "85,000 Children in Yemen May Have Died of Starvation". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 April 2021. بياځلي په 23 August 2021.
- ↑ "85,000 children in Yemen have starved to death: Save the Children report - ABC News". ABC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 April 2021.
- ↑ "Yemen conflict: A devastating toll for children". UNICEF. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 March 2017. بياځلي په 16 March 2017.
- ↑ "Yemen faces world's worst cholera outbreak - UN". BBC News. 25 June 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 June 2017. بياځلي په 28 June 2017.
- ↑ "Archived copy" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 23 August 2021. بياځلي په 23 August 2021.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ "Yemen 2018 | IPC Global Platform". خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2021. بياځلي په 23 August 2021.
- ↑ "Yemen: Acute Malnutrition January - July 2020 and Projections for August - December 2020 and January - March 2021 | IPC Global Platform". خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2021. بياځلي په 23 August 2021.
- ↑ "'Catastrophic' Saudi Blockade on Yemen Could Starve Millions". Time. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 October 2018. بياځلي په 21 November 2017.
- ↑ Dewan, Angela (9 November 2017). "Saudi blockade pushing Yemen to 'worst famine in decades'". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 March 2019. بياځلي په 21 November 2017.
- ↑ "'Catastrophic' Yemen crisis grows as blockade cuts Red Cross and UN aid". ABC News. ABC. 8 November 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 September 2018. بياځلي په 21 November 2017.
- ↑ Miles, Tom (21 November 2017). "Famine survey warns of thousands dying daily in Yemen if ports stay closed". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 March 2019. بياځلي په 22 November 2017.
- ↑ "Saudi Arabia is using famine as a weapon of war - Opinion". Newsweek. 28 November 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 May 2019. بياځلي په 17 December 2017.
- ↑ Erickson, Amanda (22 November 2017). "Saudi Arabia just reopened two key ports in Yemen. That won't prevent a famine". The Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 November 2017. بياځلي په 25 November 2017.
- ↑ Erickson, Amanda (1 December 2017). "Saudi Arabia lifted its blockade of Yemen. It's not nearly enough to prevent a famine". The Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 December 2017. بياځلي په 5 December 2017.
- ↑ "2020 Global Hunger Index Results - Global, Regional, and National Trends" (PDF). Global Hunger Index (GHI) - peer-reviewed annual publication designed to comprehensively measure and track hunger at the global, regional, and country levels (in انګليسي). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 15 October 2021. بياځلي په 2020-06-14.
- ↑ "2019 Global Hunger Index Results - Global, Regional, and National Trends" (PDF). 2019 Global Hunger Index (GHI) - peer-reviewed annual publication designed to comprehensively measure and track hunger at the global, regional, and country levels (in انګليسي). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2 January 2020. بياځلي په 2020-06-14.
- ↑ Sugara, Robi (2018). "The Responses of Indonesian Muslims to Humanitarian Crisis in Syria, Yemen, and Myanmar". Proceedings of the 1st International Conference on Recent Innovations. SCITEPRESS - Science and Technology Publications: 1737–1744. doi:10.5220/0009934517371744. ISBN 978-989-758-458-9.
- ↑ "War and Peace in Yemen", The Palgrave Encyclopedia of Peace and Conflict Studies, Cham: Springer International Publishing, 2022, p. 1676, doi:10.1007/978-3-030-77954-2_300719, ISBN 978-3-030-77953-5, خوندي شوی له اصلي څخه په 15 February 2023, بياځلي په 2022-12-16
- ↑ Fink, Martin D. (July 2017). "Naval Blockade and the Humanitarian Crisis in Yemen". Netherlands International Law Review. 64 (2): 291–307. doi:10.1007/s40802-017-0092-3. ISSN 0165-070X.
- ↑ "Saudi de facto blockade starves Yemen of food and medicine". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 October 2017. بياځلي په 21 November 2017.
- ↑ "Yemen under de facto blockade". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 October 2017. بياځلي په 21 November 2017.
- ↑ Kristof, Nicholas (31 August 2017). "The Photos the U.S. and Saudi Arabia Don't Want You to See". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 May 2019. بياځلي په 22 November 2017.
- ↑ McKernan, Bethan (7 November 2018). "Battle rages in Yemen's vital port as showdown looms". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 November 2018. بياځلي په 7 November 2018.
The port has been blockaded by the Saudi-led coalition for the past three years, a decision aid organisations say has been the main contributing factor to the famine that threatens to engulf half of Yemen's 28 million population.
- ↑ Felipe Bueno (6 February 2017). "Food Crisis in Conflict-Ridden Yemen Borders on Famine". The Diplomatic Envoy. South Orange, New Jersey: School of Diplomacy and International Relations at Seton Hall University. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 June 2018. بياځلي په 16 March 2017.
- ↑ Julian Borger (4 June 2016). "Saudi-led naval blockade leaves 20m Yemenis facing humanitarian disaster". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 May 2019. بياځلي په 16 March 2017.
- ↑ "Bombing of schools by Saudi Arabia-led coalition a flagrant attack on future of Yemen's children". Amnesty International. 11 December 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 May 2019. بياځلي په 1 May 2018.
- ↑ "Yemen". Doctors Without Borders - USA. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 May 2018. بياځلي په 1 May 2018.
- ↑ Saeed Kamali Dehghan; Ahmad Algohbary (8 February 2017). "Yemen's food crisis: 'We die either from the bombing or the hunger'". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 April 2019. بياځلي په 16 March 2017.
- ↑ Ahmed Al-Haj (16 September 2016). "Ravaged by conflict, Yemen's coast faces rising malnutrition". U.S. News & World Report. Associated Press. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 September 2016. بياځلي په 21 September 2016.
- ↑ "UNICEF: One child dies every 10 minutes in Yemen". Al Jazeera. 12 December 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 May 2019. بياځلي په 25 April 2017.
- ↑ Nichols, Michelle (17 November 2017). "Saudi-led coalition threatens Yemen by blocking aid -U.N. report". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 November 2017. بياځلي په 14 December 2017.
- ↑ "U.S. Fingerprints on Attacks Obliterating Yemen's Economy". The New York Times. 14 November 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 May 2019. بياځلي په 8 July 2018.
- ↑ MENAFN. "Saudi air campaign targets Yemen's food supplies". خوندي شوی له اصلي څخه په 8 July 2018. بياځلي په 5 January 2018.
- ↑ "Saudi Arabia 'deliberately targeting impoverished Yemen's farms and agricultural industry'". The Independent. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 March 2017. بياځلي په 2018-06-05.
- ↑ "Over 100 civilians killed in a month, including fishermen, refugees, as Yemen conflict reaches two-year mark". ReliefWeb. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 July 2018. بياځلي په 2018-06-05.
- ↑ "Saudi-led coalition strikes Yemeni port, civilians at risk". Reuters. 10 February 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 July 2018. بياځلي په 19 December 2017.
- ↑ "Yemen: Saudi-led coalition intensifies air strikes, hits grains port - CNN". خوندي شوی له اصلي څخه په 24 March 2021.
- ↑ "Air strikes kill at least 16 civilians in Yemen's Hodeidah: medics, residents". Reuters. 24 October 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 October 2018. بياځلي په 24 October 2018.
- ↑ "In Yemen, 34 killed in bottling factory bombing". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 September 2015. بياځلي په 25 October 2018.
- ↑ کينډۍ:Cite document
- ↑ "Saudi-led air strikes in Yemen killed 68 civilians in one day, UN says". The Independent. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 April 2019. بياځلي په 2018-06-05.
- ↑ کينډۍ:Cite document
- ↑ "The UN just accused Saudi Arabia led coalition of war crimes". The Independent. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 December 2018. بياځلي په 2018-06-05.
- ↑ "Death toll from Saudi airstrike on Yemeni wedding rises to 88: report". AMN - Al-Masdar News | المصدر نيوز. 2018-04-23. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 April 2019. بياځلي په 2018-06-05.
- ↑ "Yemen Devastated by Saudi-Influenced Famine". Americans for Democracy & Human Rights in Bahrain. 2018-01-24. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 July 2018. بياځلي په 2018-06-05.
- ↑ "Huge spike in Yemen violence as civilian deaths rise by 164% in four months". The Guardian. 26 September 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 September 2018. بياځلي په 28 September 2018.
- ↑ Craig, Iona (12 December 2017). "Bombed into famine: how Saudi air campaign targets Yemen's food supplies". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 May 2019. بياځلي په 17 December 2017.
- ↑ "Saudi Arabia 'deliberately targeting impoverished Yemen's farms and agricultural industry'". The Independent. 23 October 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 March 2017. بياځلي په 28 January 2018.
- ↑ Craig, Iona (12 December 2017). "Bombed into famine: how Saudi air campaign targets Yemen's food supplies". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 May 2019. بياځلي په 5 January 2018.
- ↑ "Congress Votes to Say It Hasn't Authorized War in Yemen, Yet War in Yemen Goes On Archived 7 January 2018 at the Wayback Machine.". The Intercept. 14 November 2017.
- ↑ Waal, Alex de (7 March 2019). "Monuments to Famine". London Review of Books. 41 (5). خوندي شوی له اصلي څخه په 2 March 2019. بياځلي په 1 March 2019.
- ↑ "Yemen" (in انګليسي). Doctors Without Borders - USA. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 December 2018. بياځلي په 2018-11-06.
- ↑ "Yemen: Houthis Block Vital Goods into Taizz". Human Rights Watch. 2016-01-31. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 February 2016. بياځلي په 2019-02-18.
- ↑ "UN threatens to suspend aid to Yemen amid theft by Houthi rebels". The Daily Telegraph. 2018-12-31. خوندي شوی له اصلي څخه په 31 December 2018. بياځلي په 2019-02-18.