په هند کې ښځې

د هند د ثبت شوي تاریخ په اوږدو کې په دې هېواد کې د ښځو وضعیت ګڼ بدلونونه لیدلي دي. د پخواني هند په لومړیو په ځانګړې توګه په هندو آریايي سیمو کې په ټولنه کې د دوی ځایګی تر ډېرې کچې په بد حالت وو، چې د مدرن هند تر لومړیو پورې ورځ تر بلې مخ په خرابیدو و.[۱][۲][۳][۴][۵]

د ختیځ هند بریتانوي کمپنۍ (۱۷۵۷-۱۸۵۷) او بریتانوي راج (۱۸۵۸-۱۸۴۹) د واکمنیو پر مهال د دغه حالت د ښه کېدو په مخه یو لړ ګامونه واخیستل شول، چې له هغو په ۱۸۲۹ کال کې د بنګالي ساتي مقررات، په ۱۸۵۶ کال کې د هندي کونډو د بیا واده کولو قانون، په ۱۸۷۰ کال کې د نویو زیږدلو ښځینه ماشومانو د وژنې څخه د مخنیوي قانون، او په ۱۸۹۱ کال کې د قانوني عمر قانون شاملېږي. د هند د اساسي قانون له مخې د ښځو په حقونو کې  مساوات، درناوی او له تبعیض څخه آزادي شاملېږي؛ په داسې حال کې چې هند یو شمېر سیمه ییز قوانین هم لري چې د ښځو د حقونو په برخه کې کنترول لري.[۶][۷]

له دې سره ځینو ښځو د هندي دولت په لوړ پوړو دولتي څوکیو، لکه د هند د ولسمشرې، لومړۍ وزیرې، د پارلمان یا لوک سبها د رئیسې په توګه دندې ترسره کړې دي. په داسې حال کې چې ګڼ شمېر نورې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ وې.[۸][۹]

له مهالیز پلوه په هند کې د ښځو د لاسته راوړنو نوملړ سمول

هغو لاسته راوړنو ته په کتنې چې ښځو په دغه هېواد کې ترلاسه کړې کولای شو د ښځو په وضعیت کې لاندې بدلونونو ته اشاره وکړو:

  • ۱۸۴۸: ساوتریبای پهول له خپل مېړه جیوتیراو پهول سره په پونه ښار کې د نجونو لپاره ښوونځی پرانیست. ساوتریبای پهول هم په هند کې لومړنۍ ښځینه ښوونکې شوه.
  • ۱۸۷۹: جان ایلیوت درنکواټر بیتهون په ۱۸۴۹ کال د بیتهون ښونځي په نوم ښوونځی تاسیس کړ، چې په ۱۸۷۹ کال کې یې د بیتهون کالج تر کچې ورته وده ورکړه، له همدې امله په هند کې د نجونو په لومړني کالج وواښت.
  • ۱۹۰۵: سوزان آر ډي ټاټا لومړۍ ښځه وه چې په هند کې یې موټر وچلواه.
  • ۱۹۱۶: د ښځو لومړنی پوهنتون، SNDT Women's University، د ۱۹۱۶ کال د جون په ۲ مه د ټولنیز اصلاح غوښتونکي دوندو کیشو کاروی Dhondo Keshav Karve له خوا یوازې د ۵ زده کړیالانو په لرلو تاسیس شو.[۱۰]
  • ۱۹۱۷: آنی بیسانت Annie Besant لومړنۍ ښځه وه چې د هند د پارلمان د رئیسې په توګه وټاکل شوه.
  • ۱۹۲۷: د ټول هند د ښځو کنفرانس All India Women's Conference تاسیس شو.
  • ۱۹۵۳: ویجیا لکشمي فاندېت لومړنۍ ښځه ( او لومړۍ هندي ښځه) وه چې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په توګه وټاکل شوه.
  • ۱۹۶۶: اندرا ګاندي لومړنۍ ښځه وه چې د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.[۱۱]
  • ۱۹۷۰: کملاجیت سندهو لومړنۍ ښځه وه چې په اسیایي لوبو کې یې د هند لپاره د سروزرو مډال وګاټه.
  • ۱۹۸۴: د مۍ په ۲۳ مه، بچهندري پال لومړنۍ هندي ښځه وه چې د ایورېست لوړې څوکې ته وخته.
  • ۱۹۸۹: قاضي محمد فاطمه بیوي لومړنۍ ښځه وه چې د هند د سترې محکمې د قاضي په توګه وټاکل شوه.
  • ۱۹۹۹: د اکتوبر په ۳۱ مه سونیا ګاندي لومړنۍ ښځه وه چې د هند د اپوزیسیون مشري یې په غاړه واخیسته.[۱۲]
  • لومړنۍ هندي ښځه چې د هند لپاره یې په المپیک لوبو کې مډال ترلاسه کړ، کارنام ملیشوري، وه چې د سیډني په المپیک لوبو کې یې د ۶۹ کیلو وزن په کتګوري کې د وزن جګولو په سیالۍ کې د برونزو مډال وګاټه.
  • ۲۰۰۷: د جولای په ۲۵ مه، پرتیبها پټیل Pratibha Patil د هند د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه وټاکل شوه.
  • ۲۰۰۹: د جون په ۴ مه، میرا کومار د هند د پارلمان (لوک صبها) د لومړنۍ ښځینه مشرې په توګه وټاکل شوه.
  • ۲۰۱۴: د موډي د لومړي وزارت په ترڅ کې ۷ ښځې د وزیرانو په توګه وټاکل شوې چې دا د هند په تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه وه، وړاندې له دې تر ۶ وزیرانو ټاکل شوې وې.
  • ۲۰۱۸: په فبروري میاشت کې ۲۴ کلنې پیلوټه آوني چترودهي د هند د هوايي ځواک لومړنۍ افسره وه چې په یوازې ځان یې مېګ-۲۱ جېټ الوتکې ته الوتنه ورکړه، هغه الوتکه چې په نړۍ کې د چټک پرواز او چټکې ناستې کوونکې الوتکې په توګه پېژندل کېږي.[۱۳][۱۴]

سیاست سمول

هند د نړۍ په کچه د ډېرو ښځینه سیاستوالو لرونکو هېوادونو له ډلې دی. ښځو په هند کې لوړ پوړې دولتي څوکۍ لکه د ولسمشرۍ، لومړي وزارت، د پارلمان یا لوک صبها د مشرتابه او د اپوزیسیون د مشرۍ څوکې خپلې کړې دي.د هند په مادیا پردیش، بیهار، اوتاراکند، هیماچال پردیش، آندرا پردیش، چاتیسگار، جارکند، کرالا، کارناتاکا، ماهاراشترا، اوریسا، راجستان او تریپورا ایالتونو په سیمه ییزو ادارو کې د ښځو لپاره ۵۰٪ څوکۍ ځانګړې شوې دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

له ۲۰۱۸ کال راهیسې د هند له ۲۹ ایالتونو او د ډهلي اتحادیې ته د اړوندو برخو څخه نږدې ۱۲ یې لږ تر لږه یوه ښځینه وزیره لرلې ده.

زده کړې او اقتصادي وده سمول

د ۱۹۹۲-۹۳ پورې شمېرو له مخې یوازې د ۹.۲٪ هندي کورنیو مشري د ښځې له خوا کېدله. خو اوس مهال د نږدې ۳۵٪ سلنه هغو کورنیو چې د فقر له کرښې لاندې ژوند لري د ښځو له خوا یې سرپرستي یا مشري کېږي.[۱۹]

زده کړې سمول

په داسې حال کې چې په هند کې د ښځو د زده کړو کچه په چټک ډول مخ پر ودې روانه ده، خو تر اوسه د نارینه وو په پرتله په ښځو کې د سواد کچه ټیټه ده. د هلکانو په نسبت نجونې تر ډېرې کمې کچې په ښوونځیو کې نوم لیکنه کوي، ډېری نجونې زده کړې پرېږدي. د هند په ښارونو کې نجونې د زده کړو په برخو کې له هلکانو سره یوشان دي. په داسې حال کې چې، په کلیوالي هند کې نجونې د هلکانو په نسبت ډېرې کمې زده کړو ته مخه کوي. د ۱۹۹۷ کال د ملي سروې له مخې یوازې کریلا او میزروم هغه ایالتونه دي چې د نجونو د زده کړو په برخه کې نړیوالې کچې ته نږدې شوي. د څېړونکو په وینا، په کریلا ایالت کې د ښځو د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه کېدو یوازنی لامل زده کړې دي. د نارینه وو په پرتله د ښځو د زده کړو کچه ټېټه ښوول شوې:  د ښځو لپاره ۶۰.۶ سلنه کوم چې د نارینه وو لپاره ۸۱.۳ سلنه ده. د ۲۰۱۱ کال د سرشمېرنې پر بنسټ، له ۲۰۰۱- ۲۰۱۱ کال پورې د سواد کچې ۹.۲٪ وده لرلې چې د تېرې لسیزې په نسبت کمزورې وده ښيي. په هند کې د زده کړو له مخې په لویه کچه جنسیتي نابرابري شتون لري: د اغېزمنو زده کړو له مخې (له ۷ کاله عمر څخه زیات) په ۲۰۱۱ کال کې نارینه  ۸۲.۱۴٪ او د ښځینه ۶۵.۴۶٪.( له ۱۵ کلنو څخه زیات عمر لرونکي وګړي، شمېرې د ۲۰۱۵).[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ځمکې او مالکیت حق سمول

په ډېری هندي کورنیو کې، ښځې هیڅ ډول مالکیت په خپل نوم نلري، همدارنګه د والدینو له مالکیت څخه هم کومه برخه نشي ترلاسه کولی. د ښځو له حقونو د کمزورو ملاتړو قوانینو له امله، دوی په ډېره کچه ځمکې او مالکیت ته لاسرسی لري. په هند کې د مالکیت لرلو حقونه تر ډېره دیني او کلتوري موضوعاتو ته اړوندېږي، کوم چې د قانون او کلتور له پیچلي ترکیب پیروي کوي، خو په ټولیز ډول ښځو ته د مساوي حقونو د ورکړې په برخه کې ګامونه اخیستل شوي هغه هم وروسته له هغې چې په ۲۰۰۵ کال کې په هند کې د جنسیتي برابرۍ په موخه د اصلاحاتو قانون یا Hindu Succession (Amendment) Act تصویب شو.[۲۵][۲۶][۲۷]

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی سمول

په هند کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لکه د تېزاب پاشلو، لوړ مهریې اخیستلو ، ناموسي وژنو او بدلمنۍ ته په زوره د پیغلو نجونو د وړولو راپورونه ورکول کېږي. د پولیسو اسناد د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوړه کچه ښيي. د جنايي پېښو د ثبت د ادارې د شمېرو له مخې له ۱۹۹۸ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه د وګړو د شمېر د ودې له کچې ډېره ده. کوم چې مخکې به د ټولنیز شرم له امله د ښځو په وړاندې د ډېری پېښو لکه د جنسي تېری راپور پولیسو ته نه ورکول کېده. رسمي شمېرې د ښځو پر وړاندې په ډراماټیک ډول د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی ښيي.[۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. (په 10 March 2010 باندې). Rajya Sabha passes Women's Reservation Bill. The Hindu.
  2. Dyson, Tim (2018), A Population History of India: From the First Modern People to the Present Day, Oxford University Press, د کتاب پاڼې 20, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-882905-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stein, Burton (2010), A History of India, John Wiley & Sons, د کتاب پاڼې 90, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-2351-1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ramusack, Barbara N. (1999), "Women in South Asia", in Barbara N. Ramusack, Sharon L. Sievers (المحرر), Women in Asia: Restoring Women to History, Indiana University Press, د کتاب پاڼي 27–29, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-253-21267-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ludden, David (2013), India and South Asia: A Short History, Oneworld Publications, د کتاب پاڼې 101, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78074-108-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Parihar, Lalita Dhar (2011). Women and law: from impoverishment to empowerment. Lucknow: Eastern Book Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789350280591. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rao, Mamta (2008). Law relating to women and children (الطبعة 3rd). Lucknow: Eastern Book Co. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170121329. ...women and the protection provided under various criminal, personal and labour laws in India الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Narayan, Jitendra; John, Denny; Ramadas, Nirupama (2018). "Malnutrition in India: status and government initiatives". Journal of Public Health Policy. 40 (1): 126–141. doi:10.1057/s41271-018-0149-5. ISSN 0197-5897. PMID 30353132. S2CID 53032234. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. India + Rape and Sexual Assault, Guardian, د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Mumbai Police History". mumbaipolice.maharashtra.gov.in. Mumbai Police. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Former Chief Justices / Judges". highcourtofkerala.nic.in. High Court of Kerala. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ ډيسمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Asia's first woman to drive a diesel train is an Indian". Rediff. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kumar, Ajay (3 December 2019). "First Navy Pilot: Bihar girl first woman pilot of Indian Navy". The Times of India. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Staff Reporter. "Young woman loco pilot has the ride of her life". The Hindu. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 27 August 2009 باندې). 50pc reservation for women in panchayats. Oneindia News.
  16. (په 25 November 2011 باندې). 50% reservation for women in AP, Bihar Panchayats. Sify News.
  17. (په 26 November 2015 باندې). Mayor Malayalam News. Mathrubhumi.
  18. (په 24 November 2015 باندې). Woman's Malayalam News. Mathrubhumi.
  19. "Asia's women in agriculture, environment and rural production: India". fao.org. Food and Agriculture Organization of the United Nations. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جون ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) PDF version
  20. (په 2 August 2015 باندې). Rise in women graduates almost double that of men in a decade. The Times of India.
  21. Singh, Shweta (2007). "Schooling girls and the gender and development paradigm: quest for an appropriate framework for women's education". The International Journal of Interdisciplinary Social Sciences. 2 (3): 1–12. doi:10.18848/1833-1882/CGP/v02i03/59330. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Comparing costs & outcomes of formal & non-formal education programs for girls in Uttar Pradesh" (PDF). betifoundation.org. BETI Foundation (Better Education Through Innovation). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Velkoff, Victoria A. (October 1998). Women of the World: Women's Education in India Some famous attitude status for girls https://www.attitudestatusforgirls.com/2019/11/attitude-status-for-girls-2020.htmlarchiveurl=https://web.archive.org/web/20110628184303/http://www.census.gov/ipc/prod/wid-9801.pdf (PDF). U.S. Department of Commerce, Economics and Statistics Administration. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); روابط خارجية في |title= (مساعدة)
  24. "The World Factbook: India". Central Intelligence Agency. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. The Hindu Succession (Amendment) Act, 2005 (PDF). Human Rights Law Network (HRLN). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 19 مارچ 2015 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Pandey, Shruti. Property rights of Indian women (PDF). South Africa: Law and Sharia Consultants. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Coonrod, Carol S. (June 1998). "Chronic hunger and the status of women in India". thp.org. The Hunger Project. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 11 March 2013 باندې). Crimes against women increase in India – Features. Al Jazeera English.
  29. (په 14 November 2011 باندې). India is home of unspeakable crimes against women. Deccan Herald.
  30. (په 8 March 2013 باندې). Atrocities against women on the rise. The Times of India.