په هند کې د ښځو رايه

په هند کې د ښځو د رايې ورکولو غورځنګ،  د بریتانوي واکمنۍ لاندې په استعماري هند کې د هندي ښځو د سياسي حق لپاره مبارزه وکړه. د رايې ورکولو څخه هاخوا، غورځنګ د استعمار دورې په بهیر کې د ښځو د حق او دفتر درلودلو لپاره مبارزه کوله. کله چې په ۱۹۱۸ ز کې بریتانيې د ملکيت لرونکو ښځو ته د رايې ورکولو محدود حق ورکړ، قانون د سترواکۍ په نورو برخو کې د بریتانوي اتباعو په حق کې پلی نه شو. سره له دې چې بریتانوي کميسيونونو ته د نارينه او ښځينه وو غوښتنې ولېږل شوې، چې د هندي مېرمنو د رايې قوانين وارزوي؛ د مونټاګو – چيلمسفورډ په اصلاحاتو کې د ښځو غوښتنې له پامه غورځول شوې وې. په   ۱۹۱۹ ز کې احساساتي غوښتنې او راپورونه چې د ښځو لپاره له رايې ورکولو څخه ملاتړ کوي، د رايې ورکوونکو له خوا د هند دفتر او د مشرانو او عوامو جرګې ګډې انتخابي کميټې ته وړاندې شول، چې د سوېلي حوزې رايې ورکولو حق کمېټې د ټاکنيزو مقرراتو د اصلاحاتو نهايي کولو لپاره غونډه کوله. که څه هم دوی ته د رايې ورکولو حق نه و ورکړل شوی او نه هم په ټاکنو کې د درېدو حق. د هند حکومت د ۱۹۱۹ ز قانون ولايتي شوراګانو ته اجازه ورکړه، چې معلومه کړي، ايا ښځې کولی شي رايه ورکړي، په هغه حالت کې چې دوی دقيق ملکيت، عايد يا تعليمي کچې پوره کړي.

د ۱۹۱۹ ز او ۱۹۲۹ ز کلونو ترمنځ ټولو بریتانوي ولايتونو او ډېری شاهي ايالتونو ښځو ته د رايې ورکولو حق ورکړ او په ځينو مواردو کې يې اجازه ورکړه چې، په سیمه ییزو ټاکنو کې نوماندې شي. لومړۍ بريا په ۱۹۱۹ ز کې د مدراس (Madras) په ښار کې وه، ورپسې په ۱۹۲۰ ز کې د تراوانکور سلطنت (Kingdom of Travancore) او جالوار (Jhalawar) ايالت او په ۱۹۲۱ ز کې په بریتانوي ولايتونو کې د مدراس ولسمشري او د بمبيي ولسمشري يادولی شوو. د راجکوټ ايالت (Rajkot State) په ۱۹۲۳ ز کې مېرمنو ته د بشپړې رايې ورکولو حق ورکړ او په همدې کال کې د هند په مقننه شورا کې د خدمت لپاره په لومړي ځل دوه مېرمنې وټاکل شوې. په ۱۹۲۴ ز کې د موډيمن کميټې (Muddiman Committee) يوه بله څېړنه وکړه او سپارښتنه يې وکړه، چې د بریتانيا پارلمان ښځو ته اجازه ورکړي، چې په ټاکنو کې نوماندې شي. همدې سپارښتنې په ۱۹۲۶ ز کې د رايې ورکولو په حق کې یې اصلاحات رامنځته کړل. په ۱۹۲۷ ز کې سايمن (Simon) کميسيون، د هند د نوي قانون د جوړولو لپاره وټاکل شو. دا چې په کميسيون کې هېڅ هندي نه و، ملتپالو د دوی د جلسو د بايکاټ وړانديز وکړ. دې کار د ښځو ډلو تر منځ درزونه رامنځته کړل، چې له يوې خوا د عمومي رايه ورکوونې په ملاتړ او له بلې خوا د تعليمي او اقتصادي معيارونو پر بنسټ، د محدودو رايو د ساتلو په ملاتړ يو ځای شوې وې.

کميسيون د مدني حقونو د غځولو په اړه د بحث لپاره د ګردي ميز کنفرانسونو جوړولو سپارښتنه وکړه. د ښځو په محدودو معلوماتو سره، د درېيو ګردي مېزونو راپور د بریتانيا د پارلمان ګډې کميټې ته واستول شو، چې د رايې ورکولو عمر يې د ملکيت او سواد محدوديتونو د ساتلو او د دوی په مدني حالت کې د مېرمنو وړتيا په پام کې نيولو سره ۲۱ ته راټيټ کړ. په ولايتي مقننه قوه کې د ښځو او توکميزو ډلو لپاره يې ځانګړې ونډه هم برابره کړه. دا مقررات د هند د حکومت په ۱۹۳۵ ز قانون کې شامل شوي وو. که څه هم دې قانون ټاکنيزه وړتيا وغځوله، مګر قانون بيا هم په هند کې يوازې ٪۲.۵ ښځو ته د رايې ورکولو اجازه ورکړه. د رايې د پراخولو لپاره نور ټول فعاليتونه په ملتپال غورځنګ پورې تړلي وو، چې خپلواکۍ ته يې د ښځو د مسئلو په پرتله لومړيتوب ورکاوه. په ۱۹۴۶ز کې هغه وخت چې د هند اساسي قانون مجلس وټاکل شو، ۱۵ څوکۍ ښځو ته ورکړل شوې. دوی د نوي اساسي قانون په مسوده کې مرسته وکړه او د ۱۹۴۷ ز کال په اپريل کې جرګې د عمومي رايې ورکولو له اصل سره موافقه وکړه. د جولای په مياشت کې د ټاکنو لپاره شرایط تصويب شول. هند د اګست په مياشت کې له انګلستان څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه او د رايې ورکوونې د رولونو چمتو کول، د ۱۹۴۸ ز په پيل کې پيل شول. د رايې ورکولو او ټاکنو لپاره وروستي احکام، د جون ۱۹۴۹ ز اساسي قانون مسودې ته شامل او د ۱۹۵۰ ز کال د جنوري په ۲۶مه (د هند د اساسي قانون د تطبيق نېټه) نافذ شول.

یوه لنډیز سمول

په ۱۸۹۰ ز لسيزه کې په هند کې د هند د ملي کانګرس له رامينځته کېدو سره ملت پالنه ( نشنلېزم ) راپورته شو. د لومړۍ نړيوالې جګړې راتګ او د "خپلواکۍ يا په خپله خوښه پرېکړې" په څېر اصطلاحاتو په تبليغاتي بيانونو کې کارونې د منځنۍ طبقې هنديانو په مينځ کې د نږدې بدلون هيلې رامنځته کړې. د انګليسي زده کړې لرونکو هغو اشرافو لپاره، چې په عمده ډول ښاري شوي او په مسلکي عايد پورې تړلي وو، د بریتانيا واکمني ګټوره وه، مګر دوی په دې هم پوه شول، چې د دوی په مېرمنو محدوديتونه د دوی په مسلک اغېزه کوي. د ښځو د بېلولو عمل په دې معنا دی، چې دوی نه شوای کولی ماشومان لوستي کړي يا د کوربه (د کور مېرمن) په توګه خدمت وکړي او يا هم خپلو مېړونو په پرمختګ کې مرسته وکړي.[۱][۲][۳][۴]

هندي مېرمنو چې د نولسمې پېړۍ راهيسې يې په اصلاحي فعاليتونو کې برخه اخيستل پیل کړي وو، د بدلون احتمال هم وليد. دوی خپلې هڅې د سياسي حقونو او په ځانګړې توګه د رايې ورکولو په غوښتنو کې زياتې کړې. له هندي ملتپالو سره يو ځای شوې، هندي فيمينسټانو د بریتانوي رايې ورکونکو او له خپل حکومت څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه، چې د يوه متحد هويت يا د ښځو د غوښتنو د يوې ټولګې (سيټ) د پرمختګ مخه يې ونيوله. د هند لپاره د دولت منشي اسټن چيمبرلين (Austen Chamberlain) په هند کې د بریتانيې د واک د کمولو مخالف و او هغه کسان يې تورن کړل، چې د بریتانوي واکمنۍ په چارو کې د "لاس وهوونکو" په توګه د هندي شهزادګانو د مشورې لپاره ان د منځنيو وړانديزونو ملاتړ يې وکړ. کله چې هغه په ۱۹۱۷ ز کې له واکه لرې شو، د هغه ځای ناستي اډون مونټاګو (Edwin Montagu) د هند د وايسرای لارډ چيلمسفورډ (Lord Chelmsford) سره سيمه یيزو حکومتونو ته د بریتانوي ځواک د محدود سياسي واک د لېږد لپاره، د سلا مشورې د تنظيم کولو منظوري ترلاسه کړه.[۵][۶][۷][۸][۹]

د غورځنګ پيل ( ۱۹۱۷ز – ۱۹۱۹ ز) سمول

په ۱۹۱۷ ز کې مارګريټ کازينس (Margaret Cousins) په اډيار مدراس (Adyar, Madras) کې د ښځو هندي ټولنه جوړه کړه، تر څو د ښځو لپاره يوه وسيله جوړه کړي چې د حکومت په پاليسۍ اغېزه وکړي. دې سازمان په مساوي حقونو، د زده کړو په موکو، ټولنيزو اصلاحاتو او د ښځو په رايه ورکولو تمرکز وکړ. د بنسټ اېښودونکو غړو کې ايس امبوجامل (S. Ambujammal)، ايني بيسنټ (Annie Besant)، کمالاديوي چټوپاډيا (Kamaladevi Chattopadhyay)، ماري پونين لوکوز (Mary Poonen Lukose)، بيګم حسرت موهاني (Begam Hasrat Mohani)، سرلاباي نايک (Saralabai Naik)، دھنونتي راما راو (Dhanvanthi Rama Rau)، متولکشمي ريډي (Muthulakshmi Reddy)، منګالاممل ساداسوير (Mangalammal Sadasivier)، او هيراباي تاتا (Herabai Tata) شاملې وې. بيسانت (Besant) ولسمشره او ټاټا (Tata) عمومي منشۍ نومول شوې وه. د مونټاګو (Montagu) سره د ليدونکو د خوندي کولو په لټه کې د کازينس (Cousins) يوغوښتنليک ولېږه، چې د ښځو لپاره د تعليمي او ټولنيزو اصلاحاتو د بحث غوښتنه يې کوله. کله چې دا په دې دليل رد شوه، چې د کميسيون څېړنه يوازې په سياسي موضوعاتو پورې محدوده وه، هغې خپل غوښتنليک بيا وکوت او دا ځل يې د ښځو د سياسي غوښتنو په وړاندې کولو تمرکز وکړ.[۱۰][۱۱][۱۲]

کله چې دا د ۱۹۱۷ز کال د دسمبر په ۱۵ تصويب شو، سروجني نايډو (Sarojini Naidu) له ټول هند څخه د ۱۴ مخکښو مېرمنو د يوه پلاوي مشري وکړه، چې د هند د حکومت له خوا تر پراختيا لاندې نوي مدني قانون کې د ښځو د رايې ورکولو حق د شاملولو غوښتنه وکړي. د نايډو (Naidu) او کازينس (Cousins) سربير، د پلاوي په غړو کې بسنټ (Besant)، پاروتي اممل (Parvati Ammal)، مېرمن گروسوامي چيټي (Mrs. Guruswamy Chetty)، ناليني باي دلوي (Nalinibai Dalvi)، ډوروتي جناراداسا (Dorothy Jinarajadasa)، ډاکټره ناګوتاي جوشي (Dr. Nagutai Joshi) چې وروسته د راني لکشميباي راجواډ (Rani Lakshmibai Rajwade) په نوم مشهوره وه، سريمتي کملاباي کيبي (Srimati Kamalabai Kibe)، مېرمن زي لازاروس (Mrs. Z. Lazarus)، موهاني (Mohani)، سريماتي ايس نايک (Srimati S. Naik)، سريماتي سرينګامما (Srimati Srirangamma) او ټاټا (Tata) شاملې وې. په فزيکي ډول د ښځو د موجوديت سربېره، د فرانسېسکا ارونډل (Francesca Arundale)، ابالا بوس (Abala Bose)، سرالا ديوي چوهدراني (Sarala Devi Chaudhurani)، آغلې مظور الحق (Mrs. Mazur-al-Haque)، اوما نهرو (Uma Nehru)، مېرمن ار وي نيلاکاناټا (Mrs. R. V. Nilakanta)، اغلې ايچ پيټټ (Miss H. Petit)، رامابی راناډي (Ramabai Ranade) او شرېماټي پاډمابی سنجيوا راو (Shrimati Padmabai Sanjiva Rao) له خوا مونټاګو ته د ملاتړ ټلیګرافونه استول شوي وو.[۱۳][۱۴]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Southard 1993، م. 400.
  2. Southard 1993، مم. 399–400.
  3. Copland 2002، م. 34.
  4. Copland 2002، م. 27.
  5. Forbes 2004، م. 92.
  6. Copland 2002، م. 37.
  7. Copland 2002، مم. 35–36.
  8. Fletcher، Levine او Mayhall 2012، م. 225.
  9. Burton 2016.
  10. Odeyar 1989، م. 180.
  11. Odeyar 1989، م. 179.
  12. Kaur 2019، م. 143.
  13. Deivanai 2003، م. 113.
  14. Mukherjee 2011، م. 112.