په هند کې د دين ازادي


په هند کې د دين يا مذهب ازادي هغه بنسټيز حق دی، چې د هند د اساسي قانون له ۲۵ څخه تر ۲۸ پورې مادو له مخې تضمين شوی دی. معاصر هند په ۱۹۴۷ ز کال کې رامنځته شو او د هند د اساسي قانون سريزه په ۱۹۷۶ کې د دې څرګندولو په موخه تعديل شوه، چې هند يو سيکولر (نامذهبي) دولت دی. د هند سترې محکمې حکم وکړ، چې هند وار له مخه د خپل اساسي قانون د تصويب له وخت راهيسې يو سيکولر دولت و او هغه څه چې په رښتيني ډول د دې سمون يا تعديل له لارې تر سره شول، په څرګند يا صريح ډول د هغه څه بيانول وو چې وار له مخه له ۲۵ څخه تر ۲۸ مادو کې په ضمني ډول ذکر شوي وو. د هند هر وګړی حق لري چې په سوله یيز ډول د خپل دين پيروي وکړي او وده ورکړي. که څه هم د مذهبي نه زغم يا تعصب يو شمېر پېښې شته، چې د اړو دوړ او تاوتريخوالي لامل شول. د بېلګې په ډول: په ډهلي کې د سيکهانو ضد ټول وژنه (۱۹۸۴)، په ۱۹۹۰ ز کال کې له کشمير او پنجاب څخه د کشميري هندوانو يو مخيز لېږد، په ۲۰۰۲ ز کال کې په ګجرات کې د هندو ضد اله ګوله او په ۲۰۰۸ ز کال په “Odisha” کې د عيسوي ضد اله ګوله يې د يادونې وړ دي. په ډهلي کې د ۱۹۸۴ کال د سيکهـ ضد ټول وژنې تر سره کوونکي له پراخه غندنې سره سره عدالت ته نه دي راوړل شوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

هند د مذهب له پلوه يو له خورا متنوع هېوادونو څخه دی، چې د جنيزم، هندوېيزم، بوديزم او سيکيزم څلورو نړېوالو مذهبونو د زوکړې ځای دی. که څه هم هندوان د هېواد د نفوس نږدې ۸۰ سلنه جوړوي، مګر هند د سيمې اړوند ځانګړي مذهبي دودونه هم لري. د بېلګې په ډول: د جمو او کشمير ډېری وګړي مسلمان، د پنجاب سيکان، د ناګالېنډ، ماګالايا او ميزورام عيسويان او د هندي هماليوي دولتونو لکه سيکم او لاداخ، اروناچل پاردېش او د ماهاراشترا او د لويديځ بنګال د دارجيلېنګ سيمه د بودايي وګړو لويه راټولېدنه (ډېری نفوس) بودايي پلوي دي. ياد هېواد د پام وړ مسلمان، سيکهـ، عيسوي، بودايي، جېن او زورواسټريين وګړي لري. اسلام په هند کې تر ټولو لوی لږه کی مذهب دی او هندي مسلمانان د نړۍ درېيم تر ټولو لوی مسلمان نفوس جوړوي، چې د هېواد د نفوس له ۱۴ څخه زياته سلنه جوړوي.

د مخ پر وده ټولنو د څېړلو د مرکز بنسټګر راجني کوتاري (Rajni Kothari) ليکلي دي، چې: «هند د داسې يو تمدن پر بنسټونو جوړ شوی هېواد دی، چې په بنسټيز ډول زغمونکی دی». [۸]

تاريخچه

سمول

د مذهبي خپلواکۍ دود

سمول

له ميلاد څخه مخکې درېيمه پېړۍ کې د هندي ټولنې د جمعې طبيعت د اشوکا (Ashoka) په يوه ليکنه کې رانغاړل شوی و:

پاچا پرېيادارشي “King Priyadarshi” (اشوکا) خدايانو ته ګران دی، د ټولو مذهبي ډلو درناوی کوي، د ټولو هغو رياضت کوونکو يا زاهدينو، چې په کور کې اوسېږي نوموړی يې د خيرات او نورو لارو په مټ درناوی کوي. مګر پاچا چې خدايانو ته ګران دی، دې خيرات او دې وياړونو ته د فضيلتونو د واکمنۍ د ليدلو د منښتې (نذر) په پرتله لږ ارزښت ورکوي، چې د دوی يوه اړينه برخه ده. د دې ټولو ښېګڼو يا فضيلتونو لپاره د وينا عاجزي يا تواضع يوه عامه سرچينه ده. په دې معنا چې يو څوک بايد د نورو ټولو د ټيټ ګڼلو په موخه خپله عقيده لوړه نه کړي او له مشروع لاملونو څخه پرته بايد د نورو عقيدې ټيټې يا کمزورې نه کړي. په خلاف يې يو شخص بايد د نورو عقيدې ته د هغوی وړ يا مناسب درنښت يا عزت ورکړي.

سترواک ښارويلا (Emperor Kharvela) چې د راجارشي وېسيو “Rajarshi Vasu” په کورنۍ کې زېږېدلی دی، خپل ځان په خپله ليکنه (له ميلاد څخه مخکې نږدې دويمه پېړۍ) کې داسې بيانوي: [۹]

«زه د ټولو مذهبي ډلو عبادت کوونکی او د ټولو زيارتونو بيارغونکی يم».

د نوموړي د ځان تشرېح بايد د نړۍ له نورو هغو واکمنانو سره په توپير کې وي، چې ځانته يې د «مګر سيکان» يا د (يوازينۍ رښتينې) عقيدې يا باور ساتندوی په ويلو سره وياړ يا فخر کاوه. بادايوني “Badayuni” په خپل منتخب التواريخ کې راپور ورکوي، چې مغل سترواک اکبر چې د «دين الهي» عقيده يې رامنځته کړې وه، په ۱۰۰۰ هجري (۱۵۵۱ – ۱۵۵۲ عيسوي) کال کې يې لاندې فرمان ورکړ:

هغه هندوان چې د ځوانۍ پر مهال د زور له امله مسلمانان شوي وو، د خپلو پلارونو عقيدې ته د بېرته ورګرځېدلو اجازه ورکړل شوه. هيڅوک بايد د هغه د مذهب په اړه لاسوهنه يا مداخله ونه کړي او هر چا ته بايد د هغه د خوښې له مخې د دين بدلولو اجازه ورکړل شي. ... د کليساګانو او لمونځ خونو يا د بوتانو يا اور عبادتځايونو د جوړولو هېله من خلک بايد ونه ځورول شي.

“Sikh Gurus” په خپله عقيده کې د مذهب دومره ازادي جوړه کړه، چې په داسې حال کې چې سيکان د زياتو مغل واکمنانو لکه اورنګزېب تر واکمنۍ لاندې په خپله يوه لږه کۍ ځورېدلې مذهبي ډله وه، مګر ځان يې د نورو د مذهبي خپلواکۍ لپاره اړ (مجبور) حس کړ. د ګرو هارګوبېند “Guru Hargobind” په نوم د سيکانو شپږمې ګرو د دې پر ځای چې مسلمانان د سيکهـ عقيدې د منلو لپاره تر فشار لاندې راولي، خپلو مسلمان پيروانو لپاره يې ان يو جومات جوړ کړی و. د مذهبي خپلواکۍ دود د سيکهانو سترواکۍ او نورو سلطنتي سيمو کې دوام وکړ، چې سيکهـ واکمنانو د بېلابېلو عقيدو د پيروۍ لپاره بېلابېلې ګردوارې، معبدونه او جوماتونه جوړ کړل. [۱۰]

له مذهبي ځورونې څخه پناه ځای

سمول

هند په خپل دوديز زغم سره د هغو ډلو لپاره د يو پناه ځای په توګه خدمت کړی دی، چې په نورو ځايونو کې له ځورونې سره مخامخ شوي دي.

  • يهودان: په هند کې يهودانو ته د ځمکې او سوداګرۍ حقونه ورکړل شول. په هند کې درې تر ټولو پخوانۍ رامنځته شوي يهودي ټولنې، يهودي او اسرايلي سوداګر ۲۵۰۰ کالونه پخوا د کوچين “Cochin” ښار کې د کيرالا “Kerala” سيمې ته راورسېدل، چې اوس د کوچين يهودانو “Cochin Jews” په نوم پېژندل کېږي. د يهودانو له لورې د لاسوندونو يا اسنادو له مخې سيمې (هند) ته د لومړۍ رسېدنې نېټه له ميلاد څخه مخکې ۵۶۲ کال ورکړل شوې ده. په ۶۸ ز کال کې زيات يهودان پر بيت المقدس باندې د روميانو له لورې د بريدونو له امله کيرالا “Kerala” ته وتښتېدل.
  • عيسويان: داسې باور کېږي چې عيسويت هند ته په لومړۍ پېړۍ کې د سېنټ توماس “Saint Thomas” له لورې راغلی دی، چې نوموړي په کيرالا سيمه کې د سېنټ توماس عيسويان (Saint Thomas Christianity) [ټولنه] جوړه کړه. وروسته په ۱۵ او ۱۶ پېړيو کې د اروپايي مذهبي مبلغانو ډلو د ګوا “Goa” او منګالور “Mangalore” په شان سيمو ته عيسويت راوړ. د پروتستانت مذهبي مبلغين په ۱۸ او ۱۹ پېړيو کې شمال ختيځ هند ته راغلل.
  • پارسي: له ستر ايران څخه د “Zoroastrians” وګړي په ۹ پېړۍ کې هند ته راورسېدل، چې په خپله خاوره کې له مذهبي ځورونې څخه په تېښته وو. دوی په هند کې وغوړېدل او له ۱۸ تر ۱۹ پېړيو کې يې د دوی د ګډ يا شريک مذهبيانو (چې لا هم په ايران کې وو) په استازولۍ هند کې لاسوهنه يا مداخله وکړه. دوی د “Tata” په نوم د هند تر ټولو سرلاری صنعتي ماڼۍ او په سام مېنېکشا (Sam Manekhaw) کې د يوازينۍ دوه هندي “Field Marshals” له ډلې يو مارشال جوړ کړ.
  • تبتي بودايان: تبتي بودايي کډوالو ته د پناه ورکولو تر څنګ چې په ۱۹۵۹ ز کال کې د چين له لورې د تبت له نيونې څخه وروسته له خپل هېواد څخه وتښتېدل؛ هند اوسمهال د دالایي لاما (Dalai Lama) بودايي کشيش  کور دی، چې د تبتي بوديزم د “Gelug” ښوونځي (مکتب يا سبک) يو لوړ کشيش دی.
  • بهايي: تر ۲۰۱۱ ز کال پورې د ۴۵۷۲ بهايي مذهبيانو په درلودلو سره د نړۍ په کچه د دې وګړو تر ټولو لوی نفوس درلود. يادو وګړو په ايران کې د مذهبي ځورونو له امله په هند کې پناه واخيسته. [۱۱]

سرچينې

سمول
  1. article 15 of India Constitution
  2. "THE CONSTITUTION (FORTY-SECOND AMENDMENT) ACT, 1976". indiacode.nic.in. Archived from the original on 28 March 2015. نه اخيستل شوی 26 November 2015.
  3. https://www.lawctopus.com/academike/preamble-constitution-india/https://www.lawctopus.com/academike/preamble-constitution-india/ [مړه لينکونه]
  4. Brass, Paul R. (2005). The Production of Hindu-Muslim Violence in Contemporary India. University of Washington Press. p. 65. ISBN 978-0-295-98506-0.
  5. * "India: Communal Violence and the Denial of Justice". Human Rights Watch. 1996. Archived from the original on 5 March 2016. نه اخيستل شوی 4 December 2016.
  6. "India: No Justice for Sikh Genocide Bloodshed". Human Rights Watch. 2014-10-29. نه اخيستل شوی 28 July 2015.
  7. "Thousands call for justice for victims of 1984 Sikh massacres - Amnesty International India". Amnesty International India. Archived from the original on 16 October 2015. نه اخيستل شوی 28 July 2015.
  8. Rajni Kothari (1998). Communalism in Indian Politics. Rainbow Publishers. pp. 134. ISBN 978-81-86962-00-8. Archived from the original on 19 May 2016. نه اخيستل شوی 5 August 2016.
  9. "INDOLOGY archives – March 2001 (#143)". Listserv.liv.ac.uk.
  10. "The Tribune - Windows - Main Feature". tribuneindia.com. نه اخيستل شوی 2019-08-23.
  11. "Population Enumeration Data". Government of India, Ministry of Home Affairs. 2011. Archived from the original on 22 May 2016. نه اخيستل شوی 17 December 2016.