په نباتاتو د بهرنيو عواملو اغیزې

ګڼه سرليک صفحه ١ سريزه ب ٢ بيولوژيکي عوامل ١ A هرزه بوټي ١ B حشرات ٣ C مايکرو ارګانيزمونه ٤ ٣ کيمياوي عوامل ٧










سريزه: په نړۍ کې خداى بې شمېره نباتات پېداکړي،چې انسانان او حېوانات ترې ګټه واخلي نباتات دانسانانو بې شمېره ستونزوته دحل ځواب وايي او انسانان يې په ډېرو ځايونو لکه:دسوزولو لپاره،دخوړلو،دابادۍ جوړولو لپاره پکاروي. داچې نباتات موږ ته ډېرې ګټې رسوي نو بايدچې دهغې حفاظت،ساتنه او پالنه وکړو،او پرې نه ږدو چې ځيني عوامل نباتاتو ته تاوان ورسوي. مادهمدغه عواملو په هکله چې نباتاتو ته تاوان ياګټه رسوي يوڅه معلومات راټول کړي دي چې لوستونکي ترې استفاده وکړي.چې په دې کې ماپه مختلفوعواملو باندې،لکه:عناصر،حشرات،مايکرو ارګانيزمونه،هرزه بوټي،اوځينې فزيکي عوامل لکه:اوبه،اقليم خاوره،اونور يوڅه رڼا اچولې ده،ترڅو موږ د دغه عواملو سره اشنايي پېداکړو او دنباتاتولپاره يې داسې وکارووچې نبات ته زيان ونه رسوي.

داموضوعات مادډېرو غوره منابعو څخه تاسوته راټول کړي دي خداى دې وکړي چې داستفادې  وړمو وګرځي.
                                  درنښت

ذبيح الله (لاروى) دښوونې اوروزنې پوهنځى دکيميااوبيولوژي څانګه دڅلورم کال محصل



په نباتاتوکې دخارجي عواملو اغېزې:

عموماً په نباتاتوکې خارجي عوامل هم مثبتې اغېزې لري اوهم منفي اغېزې لري.يعنې زياتره عوامل په يوخاص حد او اندازه کې دنباتاتودګټې سبب ګرځي.خوکه چېرې دهغې اندازې څخه زيات اوياکم شي نوبيا نباتاتو ته رنګارنګ زيانونه رسوي په نباتاتو باندې دخارجي عواملواغېزې موږ په درې بر خو ويشو: ١_ بيولوژيکي عوامل. ٢_ کيمياوي عوامل. ٣_ فزيکي عوامل. داهر يو بياپه نورو برخو ويشل کېږي چې موږ يې په لاندې ډول تر څېړنې لاندې نيسو. ١_ بيولوژيکي عوامل: دابيا په نورو برخو ويشل کېږي چې په لاندې ډول دي: ١_ هرزه بوټي (weeds) ٢_ حشرات،(Insects) ٣_ مايکرو ارګانيزمونه،(Micro organisms) ١_ هرزه ګياوې،( weeds) هرزه ګياوې هغه نباتات دي،چې په کرونده کې دبزګرو له خوښۍ پرته زرغونيږي .اوپه کرونده کې داصلي نباتاتوسره رقابت کوي.هرزه بوټي دنباتاتو وده له ستونزو سره مخ کوي ،هرزه بوټي دخاورې څخه غذايي مواد جذبوي اودخاورې حاصلخېزې اوغني توب کموي،چې له دې کبله زموږ اصلي نباتات دغذايي موادو دکمښت له کبله کمزوري پاتې کېږي او وده يې پرمخ نه ځي،نوبايدپه کروندوکې دنباتاتو دښې ودې لپاره هرزه ګياوې کنټرول شي چې نباتات ښه وده وکړي. داګياوې موږ په مختلفو طريقو سره کنټرولولاى شو چې په لاندې توګه ترې يادونه کوو: ١_ ميخانيکي کنټرول،(Mechanical control) ٢_زراعتي کنټرول،(Agricultural control) ٣_ بيولوژيکي کنټرول،(Biological control) ٤_ کيمياوي کنټرول،(chemical control) ١_ ميخانيکي کنټرول،(Mechanical control): ميخانيکي يافزيکي کنټرول هغه کنټرول دى چې دلاس په وسيله تر سره کېږي.دې کنټرول کې ګياه دلاس،رمبي يانورو ميخانيکي وسايلو په واسطه کنټروليږي . ٢_زراعتي کنټرول،(Agricultural control): په دې کنټرول کې موږ په يوه کرونده کې نوبتي کرنه ترسره کو،يوکال په يوه کرونده کې يو نبات او بل کال ته په همدې کرونده کې بل نبات کرو. ٣_ بيولوژيکي کنټرول،(Biological control): په دې کنټرول کې حشرات روزل کېږي چې داحشرات بيا هرزه ګياه له منځه وړي. ٤_ کيمياوي کنټرول،(chemical control): په دې کنټرول کې مختلفې دواګانې (Herbicides)استعماليږي چې دغه دواګانې هرزه بوټي له منځه وړي. هرزه ګياه دحشراتو لپاره يو کور جوړوي چې حشرات په کې ژوند کوي.هګۍ اوبچي پکې اچوي اوبيا همدغه حشرات نباتاتو ته زيان رسوي. او وده يې ودروي اوله بله پلوه هرزه ګياه دخاورې رطوبت ساتي او خاوره دلمر دمستقيمو وړانګو څخه ساتي ،کهموږ غواړو چې نباتات مو ښه وده او ښه حاصل ورکړي بايد دهرزه ګياه مخه ونيسو. ٢_ حشرات،(Insects): حشرات هم نباتات تر اغېزې لاندې راولي حشرات په نباتاتوکې ډول ډول ناروغۍ منځ ته راوړي،حشرات دناروغيو دانتقال غټ عاملين دي.او ناروغۍ ديونبات څخه بل نبات ته په اسانۍ سره انتقالوي. نباتاتوکې دناروغيو دانتقال دمخينوي لپاره اړينه ده چې دحشراتومخه که هر څنګه کېږيونيسو،که هغه په فزيکي طريقووي اوکه په کيمياوي طريقو. مختلف حشرات لکه سپږۍ،کنې،ګونګټۍ،شوپرکې ...اوداسې نور په مختلفولارو نباتاتوته ناروغۍ انتقالوي. ملخان په زياته پېمانه نباتات اغېزمنوي او دنباتاتو پاڼې خوري چې له دې کبله نباتات ځانته غذايي مواد نه شي برابرولى او وده يې ودريږي او بالاخره نباتات له منځه ځي. ٣_ مايکرو ارګانيزمونه،(Micro organisms): مايکرو ارګانيزمونه هم نباتاتو ته ډېر زيانونه رسوي،ځينې ګټې هم لري خودګټوپه نسبت تاوانونه يې ډېر زيات دي.په لاندې ډول دځينو مايکرو ارګانيزمونوڅخه يادونه کوو: ١_ فنګسونه . ٢_ بکتريا ٣_وايرسونه ١_ فنګسونه: په نباتاتوکې زياتې ناروغۍ دفنګسونو له کبله منځته راځي فنګسونه يو حجروي موجودات دي چې دسپورونوپه وسيله ډېرښت ياتکثرکوي.مختلفې ناروغۍ لکه:درومي بانجيانوفيوزايم ډوله ناروغۍ دپيازودغاړو ورستېدنه ،دپيازوسرخي،دپيازو اتشک ناروغي،دکدوانودکورنۍ خاکسترک ناروغي،دمڼو سکېب،دانګورو دتاک ناروغي اوداسې نورې ډېرې ناروغۍ دمختلفوفنګسونوپه وسيله په نباتاتوکې منځ ته راځي اودنباتاتووده او نمو خرابوي،حاصلات کموي پاڼې مړاوي کېږي او مېوې خرابوي. دفنګسونو دمخنيوي لپاره مختلف عمليات ترسره کېږي لکه دهرزه بوټو له منځه وړل چې فنګسونه په کې په اسانۍ ژوندکوي،دکيمياوي درملو استعمالول مرضي بوټي له کروندو څخه ويستل دمرضي او ماتو څانګو له منځه وړل ،په ميوه جاتو کې ښاخ بري کول اوداسې نور زيات عمليات ترسره کول ترڅو نباتات په اسانۍ خپلې ودې ته دوام ورکړي. ٢_ بکټريا: دنباتاتو ناروغۍ لکه(Crown gall) دمهلک زړو ميوو بکټريايي ګموز ناروغي،درومي بانجيانودڅوکو خساکېدنه،دسبو بکټريايي نرمه ورستېدنه ناروغي اوداسې نور ې ډېرې ناروغۍ دبکټرياوو په واسيله منځته راځي.بکټرياهم يوحجروي مايکرو ارګانيزم دى چې دحجروي ويش په وسيله خپل نسل زياتوي دبکټريايي ناروغيودمخنيوي لپاره بايد زخمي بوټي کرونده کې پرې نه ږدو ککړوساحو کې بايد حساس بوټي ونه کرو.خاوره سره نږدې ريښې بايدزخمي نه شي.مختلفو دوايانو لکه:تيرو مايسين،انکومايسيناو اريومايسين څخه کارواخلو. ٣_وايرسونه : وايرسونه ما وراي مايکروسکوپي ګروپ دى.دمجري داخلي اجباري پرازيتونه دي چې يوازې دژوند يو ارګانيزمو دحجرو په داخل کې تکثر کوي دوى دانسان حېوان،نبات، پروتوزوا،حشراتودناروغيو عوامل دي وايروسونه په (١٨٩٢)م کال کې ايوانو فنسکي هغه وخت کشف کړل چې دموزايک له ناروغۍ څخه دتنباکو دمړينې علتونه يې څېړل.

وايروس يو حجروي ژوندى موجود دى .اوپه نباتاتوکې ډول،ډول ناروغۍ منځته راوړي،لکه:دبادرنګودموزايک ناروغۍ ،دتنباکوموزايک نارغۍدسخت زړوميونيکروتيکي ډوله ناروغي،اوداسې نورې ناروغۍ منځته راوړي.او نباتات په مکمله توه له منځه وړي.بايد د وايروسي ناروغۍ له ابتداڅخه مخنيوى وشي،ځکه چې وايروسي نارغۍ ډېرپه اسانۍ خپريږي.
همداډول ځينې نور مايکرو ارګانيزمونه هم شته چې دنباتاتووده تر تاثير لاندې راولي،لکه:مايکوپلازما،نيمه تودونه اوداسې نور.يوحجروي مايکرو ارګانيزمونه ځنيې ګټې هم لري،لکه:دځمکې په سطحه او دخاورې په داخل کې دپېچلو عضوي مرکباتو په ساده عضوى مرکباتوتجزيه کول،چې دا ساده عضوي مرکبات دنباتاتوپه وده کې ستر رول لري.

په خاوره کې دمايکرو ارګانيزمونودشتون له کبله خاوروکې خاليګاه وې زياتيږي او خاورې نرميږي،چې نبات په کې په اسانۍ تېغ وهلى او ښه نمو کوي.همداډول بکتريا نايتروجن په خاوره کې نصبوي چې دې عمليې ته (Nitrogen fixation)وايي،چې دانايتروجن دنباتت زيات مصرفه عنصردى،اونبات ترې استفاده کوي اونبات پرې ښه نمو کوي. ٢_ کيمياوي عوامل:

داسې ډېر کيمياوي عناصر شته چې په نباتاتو اغېز کو دځينو عناصرو کموالى په نباتاتوبده اغېزه کوي،اودځينو عناصرو زياتوالى هم په نباتاتواغېزه کوي.نباتات يو ټاکلي مقدار کيمياوي عناصرو ته اړتيالري که زيات ياکم شي په نباتاتو کې ناوړه اغېزه کيو چې موږ لاندې يوڅو عناصر تر څېړنې لاندې نيسو:

١_ کلسيم(ca): دخړوبولو ټولې طبعي اوبه يوه اندازه کلسيم لري.يوه خاوره چې زياتره منفي چارجونه يې دتعويضي کلسيم په وسيله نيول شوي وي بايد نرمه وي او دکروندې کارونه په اسانۍ سره پکې صورت ونيسي.

دمثال په توګه:دافغانستان زياتره اهکي خاورې همداډول خواص لري،دهمدې کبله دسوديمي خاورو داصلاح کېدو لپاره ګچ استعمالوي توڅو کلسيم دتعويضي سوديم ځاى ونيسي او خاورې اصلاح شي ترڅو نبات په کې ښه وده وکړي.
٢_ مګنيشيم،(Mg):

مګنيشيم هم دکلسيم په شان په خاورو او اوبوکې موندل کېږي او خواص يې کلسيم ته ورته دي. ٣_ سوديم،(Na):

په اوبوکې دسوديم دمرکبو نو انحلال دکلسيم او مګنيشيم دمرکباتو په پرتله ډېر زيات دي.په ټولو طبعي اوبوې يوه اندازه سوديم موندل کېږي،ښې خاور هغه دي،چې دتعويضي سوديم اندازه يې لږه وي ،همدارنګه دخړوبولو په اوبوکې بايد دسوديم اندازه مناسبه وي،ونې،تاکونه،او تزيني لرګين نباتات دسوديم په مقابل کې حساسيت لر،ځينې نباتات،کله : چقندر کولاى شي چې دپوتاشيم په ځاى يوه اندازه سوديم پرته دکوم زيان څخه استعمال کړي،همدارنګه د خړوبولو په اوبوکې بايد دسوديم اندازه دکلسيم اومګنيزيم په پرتله لږه وي.

٤_ پوتاشيم،(K): دپوتاشيم اندازه په طبعي اوبوکې په نسبي توګه لږه ده. دپوتاشيم عمل په خاوروکې سوديم ته يو څه ورته دى،اوپه همدې خاطر داوبو په زياتره راپورونوکې پوتاشيم دسوديم سره يوځاى راپور ورکوي،داهم بايد په ياد ولرو،چې نباتات پوتاشيم په ښه توګه استعمالوي اوپه همدې اساس دپوتاشيم ناوړه عمل دسوديم په پرتله لږوي. ٥_ بوران: دنبات دودې په خاطر دبوران يوه لږه اندازه ضروري ده.دخړوبولو په اوبوکې په ميليون کې (0,02)يادهغه څخه لږزياته اندازه ښايي د نبات دبوران ضرورت پوره کړي.که چېرې دخړوبولو داوبو دبوران اندازه په ميليون کې د(0.5) څخه پړ يوه پورې وي نو دزياتره نباتاتو لپاره دقناعت وړ وي.خو حساسا نباتات په داسې حالت کې ښايي زيانمن شي.هغه نباتا چې په اهکي خاوروکې کرل کېږي دبوران مقاومت يې دهغو نباتاتو په پرتله چې په غېر اهکي خاوروکې کرل کېږي زيات وي.دبوران نشتوالى ياکموالى په نباتاتوکې ځانګړې نښې رابرسېره کوي.دمثال په توګه که په چقندرو کې دبوران دکموالي يانشتوالي پېښه رامنځ ته شي.چقندر په ناروغۍ اخته کېږي.اودچقندر منځ په خوسا کېدو پېل کوي.په يوڅه نباتاتوکې دبوران کموالى دبکتريوز ناروغي رامنځ ته کوي. ٦_ کلورايډ: په ټولو طبيعي اوبوکې يوه اندازه کلورايډونه پېداکېږي عادي کلورايډونه په اوبوکې منحل وي.په خاوروکې نه نصبيږي .خو داوبو سره مينځل کېږي کلورايډدنباتاتو دودې لپاره په لږه اندازه سره ضروري دى،خو زياته اندازه يې (دوچ وزن په اساس په ميليون کې د20،څخه زيات) دنبات په ودې منفي اغېزه کوي. ٧_ اوسپنه،(Fe): داوسپنې دموجوديت پرته دنباتاتو په پاڼوکې دکلوروفيل تشکيل او جوړښت امکان نه لري:که په نباتاتوکې داوسپنې نشتوالى رامنځ ته شي نباتات خپل شين رنګ له لاسه ورکوي ژېړ اوړي اود(Choruses)په ناروغۍ اخته کېږي سره ددې چې اوسپنه دکلوروفيل په ترکيب کې نه شته ترډېره وخته يې رول دموادو په سنتيز اوترکيب کې خيالي معلوميده مګر دغه خصوصيات او په ډاګه شويدي چې هغه فرمنټ اوانزايمونه چې دکلوروفيل په جوړېدوکې برخه اخلي اوسپنې لرونکي دي.همدارنګه اوسپنه دنباتاتوپه مختلفو ارګانونو کې زيات او کم شتوالى لري. ٨_ منګنيز،(Mn): منګنيز په ټولو ژونديو حجروکې شته والى لري.که په نباتاتوکې کم شي دپاڼو په ظاهري بڼه کې بدلون راځي خاکستري رنگ اخيتاروي ياد(Choruses) په ناروغۍ اخته کېمي او پاڼې يې ژېړې اوړي.

که په مېوه لرونکو ونو بوټوکې کم شي دپاڼو غاړې ژېړيږي او ځوانې ونې وچيږي،په هغه نباتاتوکې چې دنوموړي عنصر محتوا او شته والى پکې کم وي ودڅارويواومارغاوو دخوراکي موادو په حېث وکارول شي امکان شته چې په هغوى هم ناوړه اغېزهوکړي.

٩_ مس،(cu): مس دنباتاتوپه تخمونوکې شته والى لري،همدارنګه مس دپروتينونوپه سنتيزکې برخه اخلي،دمس کموالى يانشته والى دپروتينوسنتيزښکته راولي،نو له دې امله ويلى شو چې دنوموړي عنصر کموالى يانشتوالى دغلو دانو په حاصل کې کموالى راولي.که دنوموړي عنصر شته والى په نباتاو کې کم وي اودڅارويو دخوړو لپاره پکاريوړل شي ناوړه اغېزه ورباندې کوي په څارويوکې يو لړ ناروغۍ منځ ته راولي اوپه پسونو(بزين مالونو) کې دوړويو دتويدو سبب کېږي. ٣_ فزيکي عوامل: ځيني فزيکي عوامل هم شته چې په نباتاتوکې اغېزې کوي چې ځينې په لاندې ډول دي:

١_ اقليم(climate) 

٢_ تودوخه،(Temperature) ٣_ لنده بل،(Humidity) ٤_خاوره،(Soil) ٥_ باد،(Wind) ٦_اوبه،(Water) ٧_ رڼاياروښنايي،

١_ اقليم(climate) اقليم دفزيکي عواملو څخه يو داسې جز دې چې دنباتاتو د ودې اونمو (growth) اساس تشکيلوي يعنې که چېرې اقليم ديونبات د ودې او نمو لپاره مساعدوي.نونبات په کې په اسانۍ سره وده اونمو کوي اوکه اقليم مساعد نه وي نو دنبات وده څه کوې چې دنبات تخم تېغ هم نه وهي.مختلف نباتات په مختلفو اقليمونوکې وده کوي بعضې نباتات وچ اقليم خوښوي،بعضې نباتات معتدل اقليم،بعضې بيالونداقليم خوښوي که موږ چېرې دوچ اقليم نباتات په معتدل او لوند اقليم لرونکي سيمو کې وکرو نودابه په مشکله سره راشين شي اوکه چېرې شين هم شي خو وروسته به دانباتات وده ونه کړي اوکمزوري به پاتې شي. اقليم په مختلف برخو ويشل شوى چې لاندې ترې يادون کوو. الف_ (Tropical region) ،(ګرمه سيمه ) داهغه سيمې دي چېرته چې هغه نباتات شنه کېږي او وده کو چې ګرم اقليم خوښونکي دي، پاپه بل عبارت هغه سيموته ويل کېږي چې دژمي او دوبي ترمنځ په ښاره ډول توپيرنه ليدل کېږي چې اوړى ګرم اوژمى معتدل دى په دې سيموکې دشپې او ورځې په تودوخه کې خاص توپيرنه شته داډېرې باراني سيمې دي او لنده بل هم کپې زيات دى دتودوخې منځنۍ اندازه يې (22_25c) پورې ده. دبحردسطحې نه لوړوال(300-900m) دى په ېد سيمو کې تل شنې مېوې وي لکه ام ،کېله اوداسې نور. ب_ نيمه ګرمه سيمې (Sub tropical region) :

 داهغه سيمې دي چېرته جې معتدل اقليم خوښوونکي نباتات کرل کېږي.ددې سيمو دوبى وچ او ګرم وي خوژمى يې يخ دى خوشديدنه دى ،دلته د دوبي اوژمي توپير پهښکاره د،ل ليدل کيږي اودشپې او ورځې توپير هم په ښکار ډول ليدل کېږي دلته باران کم وي دتودخې منځنۍ اندازه (25-30c)پورې وي.او100% رطوبت هم پکې وي.په ېد سيمو کې تل شنې اوپاڼې رژونکې مېوې روزل کېږي لکه ستروس ،الوکاټ،زېتون  اوداسې نور.

ج _ معتدلې سيمې (Temperate region): داهغه سيمې دي چېرته چې معتدل خوښوونکې نباتات کرل کېږي په دې سيموکې دتودوخې درجه ديخ نيونې څخه هم ښکته راځي. نباتات پکې دځان ساتنې لپاره پاڼې رژوي او (3-5) مياشتو واورې دځمکې مخ پوښلى وي او(10-14c) اوړي کې منځنۍ تودوخه وي او درطوبت احتمال د(80-100%)پورې وي اودبحر دسطحې نه يې لوړوالى (1000-3500m) پورې دى معمولاً پاڼې رژونکې مېوې لکه:چارمغز،بادام،الوبالو،ناک،مڼې پکې روزل کېږي اقليم يومهم فکتور دى بايد ديونبات دکر څخه مخکې موږ داښه پوره معلومات وکړواوځان ښه باوري کړو چې دانبات په دې اقليم کې وده وکړي اوکه نه ،اوکه وده وکړي حاصل به ورکړي اوکه نه اودحاصل اندازه به يې اعضمي وي اوکه څنگه؟موږ ته معلومه ده چې يونبات مختلفې ..............لري کېداى شي چې ديونبات يو..........په يوه سيمه کې ښه نتيجه ورکړي اوښايسته حاصل ترې لاسته راشي خوکه دهمدې نبات يوه بله ........موږ په همدې سيمه کې وکرو نو ښه نتيجه به ورکړنه کړي،داځکه چې کېداى شي ديونبات يوه.........کېداى شي ګرم اقليم خوښوونکي وي اوبله معتدل اقليم خوښوونکې وي،لکه:قيسي زردالو په ننګرهار کې ښه نتيجه ورکويد اخيري زردالو په نسبت له بله پلوه اميري زردالوپه کابل او شاوخوا نورو سيمو کې ښه پوره حاصل ورکوي.

داقليم پېژندنه دباغونو په جوړولو کې ډېر مهمه ده،که موږ چېرې سبزيجات په يوه سيمه کې کرو اودهغې سيمې داقليم سره اشنانه يو کېداى شي داسبزي ښه حاصل ورنه کړي ،نوڅه خبره نه ده په بل فصل کې به پکې بله سبزي وکرو،خو که چېرته موږ باغ جوړووواودهغې سيمې اقليم سره اشنا نه يو ياديونبات ډول سره بلدنه يو نو  داپه راتلونکې کې زموږ دغټ زيان سبب ګرځي،يعنې څلور پنځه کاله وروسته کله چې باغ ورسيږي او دونو حاصل ډاډمن نه وي نو زموږ دا دومره کلونه خواري به بې ځايه لاړه شي.
دستروسو کورنۍ مېوه جات لکه: نارنج ،مالټه، کينو،ليمواوداسې نور په شرقي زون اوخصوصاً په ننګرهار کې ښه نتيجه ورکوي خو دامېوه جات که په کابل،وردګ اوپکتياکې وکرو هيڅ نتيجه نه ورکوي،له بله پلوه  مڼې چې دکابل او وردګو مشهروه مېوه ده که په ننګرار ياکونړکې وکرو نتيجه به ښه نه وي،ځکه چې مڼې ډېر يخ اليم خوښوونکې مېوه ده،او دننګرهار اوکونړ اقليم دومره يخ نه دى چې مڼې په کې ښه حاصل ورکړي.

تودوخه،(Temperature)

تودوخه هم يو خارجي عامل دى چې په نباتاتو اغېزې لري،هر نبات يو خاصې تودوخې کې تېغ وهي ،نمو او وده کوي اوحاصل ورکوي يعنې دمختلفو نباتاتو دودې لپاره مختلفې تودوخې پکاردي،يونبات کېداى شي په يوه تودوخه کې تېغ ووهي،په بله تودخه ک ېښه وده وکړي.اوپه بله تودوخه کې ښه خاصل ورکړي .عموماُنباتات درې ډوله تودوخې ته اړتيالري.

الف:_ اصغري تودوخه،(Minimum Temperature) ب:_ منځنۍ تودوخه،(Optimum Temperature) ج:_ اعظمي تودوخه،(Maximum Temperature)

الف:_ اصغري تودوخه،(Minimum Temperature): په دې تودوخه کې نبات دحرارت ټېټې درجې ته ضرورت لريواوښه وده پکې کو ،که چېرته ديوه نبات تقريباً (8 c) اصغري تودوخه کې ښه وده کوي خو که چېرته دا تودوخه ددې څخه ښکته راشي نو دنبات وده هم دخنډسره مخ کېږي اونمو يې ودريږي. ب:_ منځنۍ تودوخه،(Optimum Temperature):

که يو نبات ته منځنۍ تودوخه ،20c پکاروي که،20c تودوخه ورته مساعده شي نونبات به ښه وده وکړي اوښه حاصل به ورکړي،خوکه منځنۍ تودوخه،20 c  څخه پورته ياښکته شي،دنبات نمونه به نزول وکړي،اودحاصلاتوکچه به يې راټيټه شي.

ج:_ اعظمي تودوخه،(Maximum Temperature): دې ډول تودوخه کې نباتات جګه درجه دتودوخې کې ښه وده کوي او ښه حاصلات ورکوي خو که اعظمي تودوخه هم ديوخاصې درجې څخه پورته شي دنبات وده په خنډنۍ شي اونبات به له ستونزوسره مخه شي.کېداى شي يو نبات تېغ وهنه کې اصغري تودوخې ته اړتيا ولري خووده د همدې نبات په اعظمي تودوخه کې ښه وي اوپه منځنۍ تودوخه کې دانبات ښه حاصل ورکوي.

دنړۍ عمده کرنيزې سيمې هغه دي چې منځنۍ تودوخه يې ،12-4c مياشتوپورې د(20-10 c) درجې وي په دې سيمو کې ښه حاصل کېږي تودوخه دمختلفوعواملو له کبله تغير خوري چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

١_ عرض البلد ٢_ طول البلد. ٣_ دلمر مقابل کې قرار لرنه. ٤_ دسمندرڅخه لوړوالى. پورته عواملو په نظرکې نيولو سره که چېرته لوړوالي کې ،٤٠٠،فټه او عرض البلدکې يوه درجه تغير راشي نو په تودوخه کې به يو ه درجه فارنهايت تغير راشي،همداډول دهرو ١٠٠،مټرو دسمندر څخه دلوړوالي سره په حرارت کې ،1c،زياتوالى راځي څومره چې يوه منطقه دسمندر څخه پورته وي هلته به يخ زيات وي نو دپورته سيمو نباتات په ښکته سيمو اودښکته سيمونباتات په لوړو سيموکې وده نه شي کولاى. دلمر مقابل کې جنوبي سميې دشمالي سمو په نسبت زيات قرار لي،همداعلت دى چې جنوبي سيمې دشمالي سمو په نسبت ګرمې دي ،اکثره نباتات ،،15-40 c،،کې ښه وده کوي او ښه حاصل ترينه لاسته راځي پورته څلور عوامل په نظر کې نيولو سره (Hopkins) يوقانون کې ويلي که چېرې عرض البلد کې يوه درجه اوپه طول البلدکې پنځه درجې اوپه لوړوالي کې ،٤٠٠،فټه تغير راشي نو دې صورت کې دکرلو په وخت کې څلور ورځې تفاوت منځ ته راځي يعنې که يو نبات جنوبي سيمو کې او ل وکرو نو په شمالي سيمو کې به څلور ورځې وروسته کرل کېږي بايد دتودوخې په نظر کې نيولوسره موږ مشخص نباتات په مشخصه تودوخه لرونکو سيمو کې وکرو ترڅو ښې نتېجې ورکړي. الف:_ سړې سيمې نباتات،(cool season crops): داهغه نباتات دي چې نسبت يخه هواکې ښه ودهکوي لکه غنم، جودر،اوربشې،چقندرالو او داسې نرو نباتات. ب:_ ګرمې سيمې نباتات(Warm season crops): دهغه نباتات دي چې خپلې ودې ته توده هوا خوښوي اودتودوخې په ټيټېدو سره نباتات زيانمنيږي لکه:باجره ،وريجې،پنبه،جوار اوداسې نور نباتات.

٣_ لنده بل،(Humidity):

لنده بل هواکې داوبو دبخاراتو څخه عبارت دې بعضې نباتات په زيات لنده بل يا رطوبت کې ښه وده کوي اوبعضې کم لنده بل کې ښه وده کوي که کم لنده بل خوښوونکې نباتاتو ته زيات لنده بل ورسيږي نو دنباتاو دخرابېدو سبب ګرځي،او نباتات په ډول،ډول ناروغيو باندې اخته کېږې که نباتاتوتخمونو ته مناسب لنده بل ونه رسيږي نو تخمونه تېغ نه وهي او په خاوره کې خرابيږي بايد دتخمونو ټوکېدنې (Germination) لپاره په خاوره کې مناسب لنده بل موجود وي.

٤_ خاوره،(Soil):

خاوره پېچلې طبيعي مواد دي چې د ډبرودسولېدلو اوتجزيه کېدو څخه د عضوي موادو په شتوالي کې جوړيږي او دنباتاتولپاره غذايي مواد،اوبه اودودې ځاى برابروي ،دنبات دودې يوه ښه خاوره چې داوبو اندازه يې مناسبه وي دحجم په اساس په سلو کې پنځوس جامد (منرالياوعضوي مواد) اوپه سلو کې پنځوس غېر جامدمواد(دخاورې خلا چې داوبوياهوا څخه د:ه وي) لري.دنبات دودې يوه ښه خاوره دحجم په اساس په سلوکې (30-20) برخې هرېواوبه او هوا لري.دخاورې دمخ قشر اوياپه خاورو کې سختې طبقې دخاورې خلاکموي او دنبات وده ترخپلې اغېزې لاندې راولي دخاورې ښه تنظيم دخاورې ستر کچر اصلاح کوي اودنباتاتودودې لپاره ښه شرايط برابروي.

دخاورې،PH،په لاندې ډول دنباتاتو وده اغېزمنوي: الف:دنباتاتودغذايي موادوګټور توب اغېزمن کوي. ب:دزهري موادو(المونيم)زيات انحلال دنبات په زيان تماميږي ج:دخاورې دمېکروسکوپي ژونديوموجوداتوفعاليت ترخپلې اغېزې لاندې راولي . د:دريښوپه حجراتو باندې د،PH،مستقيمې اغېزې نبات ته اوبو اوغذاييموادو جذب اغېزمنوي. خاوره ددنبات دودې سره مستقيمې اړيکي لري.که چېرې يوه ساحه ښه اوحاصل خېزه خاوره ولري نو نباتات به پکې خوشحاله وي،ښه اوچټکه وده په وکړي اوکه چېرته خاورې خرابې کړي اودغذايي موادوڅخه برخمنې نه وي نو دنباتاتو وده به هم خرابه وي او د ډاډ وړبه نه وي.خاوره دنباتاتو لپاره دخوراک منبع ده.خاوره کې دمناسب لنده بل اوښه غذايي موادو شتون دنباتاتودښې ودې سبب ګرځي که چېرته دخاورې جوړښت (Structure) اوذرات(Texture) ښه وي نو دنبات ښه وده اړينه ده خاوره دنباتاتو دودې ضروري غذايي عناصر لري چې ددې عناصرو په تر لاسه کولو سره نباتات ښه وده کوي خاوره کې دنباتاتو ضوري عناصر په دوه ډوله دي. الف:زيات مصرفه غذايي عناصر(Macro Elements):

زيات مصرفه غذايي عناصروکې هغه عناصر شامل دي کوموته چې دنباتاتو ضرورت زيات وي او نباتات دخپلې ودې په جريان کې زياته اړتيا ورته لري داعناصر په لاندې ډول دې:
نايتروجن، پوتاشيم،کلسيم ،مګنيشيم اوسلفر.

ب:کم مصرفه غذايي عناصر(Micro Elements): داهغه عناصر دي ې نباتات دودې په وخت کې ورته لږه اړتيا لري چې داوسپنې منګنيز،بوران جست،سوديم،مولبېدينيم اومسو څخه عبارت دى.هغه خاورې چې پنځوس په سلوکې ذرات اوپنځوس په سلوکې خاليګاوې ولري ښې خاورې بلل کېږيدترکيب له مخې خاورې په شګو،سيلټ اوکلي ويشل شوى دى.اوداکثر نباتاتو دودې لپاره شګلنې ښې خاورې بلل کېږي شګلنو خاورو کې تخم په اسانۍ سره تېغ وهي اونبات په کې چټکه وده کوي.خو داوبو ساتلوظرفيت يې لږ وي ،کلي خاورې اګر جې اوبوساتلو ښه ظرفيت لري خو تېغ وهنه او دنباتاتو وده په کې سسته وي، دنباتاتودښې ودې لپاره لازمه ده چې په خاوره کې ښه عضوي مواد ورعلاوه شي،او دخاورو زيم دزهکشۍ په واسطه ختم کړل شي. ٥_ باد(Wind):

دبادونو له کبله نباتات ډېر زيات تر اغېز لاندې راځي دبادونوله کبله اکثر نباتات چپه کېږي،نباتات ماتيږي او داکثرو وده وروسته پاتې کېږي،دوامداره بادونه دځمکې دخاورو څخه لنډه بل ختموي او نباتات دخپلې ودې لپاره باربار اوبوخورته اړيتا لري،له بله پلوه باد دتخمونو دانتشاراو خپرېدويوه غوره وسيله ده او هم ګرده افشاني يا(Pollination) کې ستر رول لري ،چې دګرده افشانۍ په وسيله په نباتاتوکې مېوې تشکيليږي دبادونودمخنيوي لپاره کولاى شو چې دباغونوغاړوته دونو بادماتوونکې قطارونه(Wind breakers) وکرو ترڅودتېزو بادونوله کبله زموږ مېوه لرونکې اوسبزيجات زيانمن نه شي.

٦_ اوبه،(Water): اوبه دانسانانو په شمول دنباتاتو هم دژوند اساس بلل کېږي داوبوپه وسيله غذايي مواد په اسانۍ سره دريښو دلارې نباتات جذبوي اوبه د نباتاتو دودې اصلي عامل ګڼلى شو.داوبو په نشتوالي کې نباتات مړاوي کېږي اوله منځه ځي دنبات دنسجونودمجموعې وزن (80-95%) برخه اوبه تشکيلوي.تخمونه چې نباتي نسجونه دي.(5-15%)اوبله لري حجراتوکې د پروتوپلازم ټول ماليکولونه داوبو له برکته بيوشيميکي فعاليتونه ترسره کوي اوبه بيوشيميکي تعاملاتولکه (Hydration ,Hydrolysis)او(dehydration)کې مستقيمه ونډه لري څرنګه چې موږ ته معلومه ده چې نباتات دخپلې ودې لپاره په پاڼوکې غذايي مواد جوړوي.کله چې خام مواد اوبو په وسيله دريښودلارې پاڼوته دزايلم نسجونوپه وسيله ورسيږي نو دلمر او co2،په موجوديت کې پاڼو کې د(Photosynthesis) عمليه دوام پېداکوي او خام مواد په پخو موادو بدليږي چې بيادفلويم نسج پواسطه داوبو محلول په شکل دنبات ټولو برخو ته رسيږي او نبات وده کوي نو د(Photosynthesis) عمليه کې اوبه يو مهم رول لري.داوبو ځينې کارونه په نباتاتو کې په لاندې ډول دي: الف: خاورې څخه دتېغونو راويستل. ب:دنباتي نسج شکل ساتل. ج:حجروي غشاءکې انتقالي عمليې. د:په فلويم کې دمنحله موادو انتقال. اوبه دنبات دودې اساسي فکتوردى.اما که چېرته دحده زياتې اوبه وکرړل شي يو نبات دزيان سره مخ کېداى شي.دزياتو اوبو له کبله دخاورې په داخل کې نباتي ريښې مړي او فعاليت دلاسه ورکوي همداډول دنباتاتو پاڼې ژېړيږي او دنباتاتو وده له خنډسره مخ کېږي .مختلف نباتات مختلف اندازه اوبو ته اړتيالري بايد هر نبات ته دهغې داړتياپه اندازه اوبه ورسيږي ترخو دنبات وده دډېرو زياتو اويادډېرو کمو اوبو له کبله زيانمنه نه شي اوپه دنباتاتواساسي برخې جوړوي،داوبو محتواپه پروتو پلازم کې په سلوکې،80%،ښودل شوي ده اوبه په حجروي مايع کې (96-98%) اودنباتي حجرې په جدارکې،50%،اټکل شوې ده.

اوبوشته والى په تازه مېوو کې همډېر ښودل شوى دى، اوبه په بادرنګوکې کې،98%،په رومي بانجيانوکې،94%،په هندوانوکې،92%،اوپه پټاټوکې،77%،په ګوته شوي دي. اندازه  دنباتاتو  په پاڼوکې د اوبوشته والى،(80_90%)ښودل 

همدارنګه داوبوزياته اندازه دنباتاتو په نسجونوکې شته والى لري.اوبه په نباتاتوکې ددنباتاتودژوند دفعاليتون دسرته رسولو لپاره ډېرې ضروري دي.اوبه دنباتاتودتغذيې لپاره دموادو دانحلال اساس تشکيلوي.ددې لپاره چې نباتات غذايي مواد دخپلو ريښو دلارې جذب کړي اودنبات داستفادې اوګټې وړ وګرځي پکاردي چې په اوبوکې حل شوي وي اوکه دنباتاو د اړتياوړ غذايي مواد په اوبوکې حل نه وي حرکت او انتقال يې نبات ديوې حجرې څخه بلې حجرې ته ناممکن دي.دهمدغې اوبو برکت دى چې نباتات دخپل چاپېريال سر دخپلې اړيکي نږډې اوټينګې ساتلى شي.که اوبو برخه اخيستنه نه وي نو دکاربوهايدريتوجوړېدل به دفوتو سنتيزپه عمليه کې ممکن نه وو.اوبود(1000) برخې څخه (2-3) برخې دفوتو سنتيزپه عمليه کې دکاربوهايدريتونودتشکيل په لار کې مصرف او(997-998)برخې يې په نباتاتوکې دنباتاتو دتازه ساتلو او دنباتي انساجوداستحکام اوغښتلتيالپاره پکار راځي.په مختلفو نباتاتوکې داوبو دمقدار او اندازې اړتياپه په يوڅېرنه ده يعنې داچې ټول نباتات يوټاکلى مقدار اوبو ته اړتيانه لري يو شمېر نباتات ډېره اړتپا لري اويوڅه يې لږه اړتيالري.نباتات په وچ اقليم او تودوخه کې دخپلې ودې په مرحله کې (2-3)برخې څخه ډېرې اوبه مصرفوي.حال داچې دغه مصرف په هغه نباتاتوکې چې په معتدل اقليم کې ژوند کوي ډېر لږ دي.په نباتاتوکې ابوه په دوه حالتونوکې ممکن شته والى ولري. الف:ازادحالت،ب :ارتباطي حالت. په نباتاتوکې ياپه ازاده توګه اوياداچې دسلولوز اوهيمي سلولوز سره چې ارتباطکې وي څېړونکي په دې عقيده دي چې په نباتاتوکې دکيمياوي او فزيولوژيکي تعاملونوسرعت په لومړي قدم کې هغه اوبو پورې اړه لري کوم ېجې په نباتاتوکې په ازاده توګه شته دي.ددې لپاره چې نباتاپه سمه توګه نورماله نمو او وده وکړي ضروري ده چې په نباتاتوکې داوبوننوتل او دنباتاتو څخه داوبو مصرف اوضايع کېدل په يوه اندازه او يو برابر وي.که داوبوذخيره په نباتاتوکې لږه شي دپاڼو دمېزوفيل دحجرودغاړو اوکتارونو دوچوالي سبب ګرځي.همدارنګه اوبه دانزايمونودنورمال فعالين لپاره چې دفوتوسنتيزپه پروسه کې برخه اخلي داړتياوړ بريښي که اوبه په نباتاتوکې لږې شي دنباتاتودپاڼو منفذونه تړل کېږي.

٧_ رڼا،ياروښنايي: رڼا په نباتاتوکې ستره اغېزه لري په څومره چې درڼا اندازه ډېره وي په هغومره اندازه دفوتوسنتيزعمليه په نباتاتوکې چټکه وي ښايي په ګوته شي چې دفوتو سنتيز پروسه په ټولو نباتاتوکې يه يو څېر نه ده.او دنباتاتو دروښنايي سره مستقيماً متناسبه ده ټول نباتات رڼا ته يوه اندازه اړتيا لري اوهمدغه وجه ده چې درڼادضرورت له پلوه نباتات په دوه ډولونو ويشل کېږي. الف: هغه نباتات چې رڼاخوښوونکي دي اوپه رڼاکى ښه وده کوي جې دغه ډول ته يې روښنايي خوښوونکي نباتات يا،(Nasturtium) وايي.

ب:اوبل ډول هغه نباتات دي چې درڼا په پرتله په سيوروکې ښه وده کوي اود سيوري خوښوونکي دي دغه نباتات د(oxalis) په نامه ياديږي.

دفوتوسنتيزس عمليه او دهغې چټکتيا په دغه ډ،ل نباتاتوکې هم توپير لري.په رڼاخوښوونکو نباتاتوکې دفوتوسنتيزس عمليه پراخه اوپه سيوري خوښوونکوکې نوموړي عمليه يوه ټاکلى اندازه لري.دبله پلوه هغه نباتاتوکې چې سيورى خوښوونکي وي اوپه سيوري کې ښه وده کوي دفوتو سنتيزس عمليې داجراکولپاره لږه اندزه رڼاته درڼاته درڼا خوښوونکو نباتاتو په پرتله اړتيالري.همدارنګه رڼا او سيورى خوښوونکي نباتات دفزيولوجيکي نښو نښانو اوهم داناتومي له نظره يو څير نه دي درڼاخوښوونکونباتاتو پاڼې پنډې اوسختې وي.

دپاڼو دميزوفيل طبقې يې ښه تکامل کړى دى همدارنګه دپارنشيماحجرې او کوتيکول يې هم ضخيم او نسبتاً منفذونه يې لوى وي.دسلولونواو کلورو پلاست اندازه پکې کوچنۍ معلوميږي مګر په سيوري خوښوونکونباتاتوکې پاڼې نوى حجرات يې په عمومي توګه يو طبقه يي اوپاڼو د ډنډرونو برخو يې ښه تکامل نه وي کړى منفذونه پکې هم کوچني وي سلولونه او کلوروپلاستونه يې قوي اوغټ وي که چېرې سيوري خوښوونکي نباتات رڼاته انتقال شي ډېر ژر له منځه ځي اومري همدارنګه ډېر کلوروفيل ددې سبب کېږي چې روښنايي په زياته انزاه راکش کړي چې په نيتجه کې دنباتاتود(Transpiration) دچټکتيا اودډېر والي باعث کرځي.

لنــډه نــتيجه:-

څرنګه چې نباتات زمونږ په ژوند کې ستر رول لوبوى نو بايد سالمه ساتنه او پالنه يي وکړو او پرينږدو چى نباتات د ځينو عواملو لخوا تخريب شي او هغه عوامل چې نباتات اغيزمنوي ډير دي لکه حشرات ، مايکرو ارگانيزمونه ځينى کيمياوى عناصر، اقليم، د تودوخې درجه ، خاوره ، هوا، اوبه ، رڼا او داسى نور مونږ بايد نباتاتو ددغو عواملو له خطر څخه وساتو ځکه نباتات زمونږ لپاره په سلګونو ګټى لرى او په دى عصر کې چې د چاپيريال دککړ تيا خبرې ډيرى کيږې نو نباتات د محيط د پاک ساتلو لپاره ډير اهميت لرى نو مونږ بايد نباتات وکرو، وروزو او ښه حاصل تري لاسته راوړو

ماخذونه: -

١_ مايکرو بيالوژى ، ليکوال : ى،ن، ميشوستين او- و-ت- ا- ميڅيف ژباړن: پوهنمل بابکر خيل بادشاه خان . ٢_نباتى ناروغۍ ، ليکوال :- جارج –ن- اگريوس ژباړن: پوهندوى احسان الله دکابل پوهنتون خپرونى ((١٣٦٦) Principles of Botany٣- Author: Tanner Ahmad Malice Caravan: book house