په ملاخيلو کې د لالا د زامنو يا د حاجي ميرزا کورنۍ

د لالا د زامنو  يا د حاجي ميرزا کورنۍ چې په را وروسته کې د ملاروزي خان په کورنۍ ياديږي : د حاجي ميرزا کورنۍ د ملاخيل قوم په رضاخيل پلرنۍ کې د شريف خيل په پښه پورې تړلې ده ؛ په مجموع کې یوه دينداره علمي او ميلمه پاله کورنۍ ده ، له انقلابونو دمخه يې د غزني له نورالمدارس مدرسې او د دې مدرسې له باني کورنۍ سرې زيات تعلق وو او د مدرسې په برخه کې يې پوره همکاري يې ورسره کوله ، له سره انقلاب وروسته يې هغه تعلقات کم شول خو د جهاد او مجاهدينو له صف سره يې قدم په قدم پل اخستی . حاجي ميرزا درې وروڼه لرل چې (، غلام نبي ، لعلی او حاجي ضبطی )نوميدل. له حاجي ميرزا وروسته غلام نبي زیات شهرت او رسوخ لرلو او تراوسه د دواړو اولادونه په خپلو کې د خیښۍ او دوستۍ له امله په یوه کورنۍ ياديږي . د دوی د نسب لړۍ په دې توګه ده: حاجي میرزا او وروڼه يې د لالا زامن ، لالا د لطيف زوی ، لطیف د نادرشاه زوی ، هغه د شريف زوی ، هغه د رضا زوی هغه د ملابابا زوی . اوس چې کوم ملاخیل دي دا د همدې ملابابا اولاد ده ؛ اکثره خلک د ملابابا خپل نوم ملاعثمان يادوي. حاجي ميرزا : حاجي ميرزا دروند او سنګين مشر ؤ ، د کلي او قوم د جرګو او مرکو یو نامتو سړی وو؛  کسب او کار يې زياتره تجارتي کاروبار وو چې تجارتي قافله به یې په هيواد کې دننه او بهر (له بخارا څخه نيولې بیا تر ملتان او اصفهان او آن کربلا پورې ) مختلفو سیمو ته تلله، د تجارت زیاته برخه يې رخت، غوړي او وچه میوه وه او لمسيانو ته یې تراوسه د رخت او ټوکر کاروبار د خوارۍ او مزدورۍ په توګه په ميراث پاته ده . حاجي ميرزا پنځه زامن لرل (عظيم خان ، جلات خان ، آدم خان ، روزي خان او دفتانی آکا ) . غلام نبي: غلام نبي خاکساره، دروند او سخي سړی وو، الله جل جلاله دده په لاس کې بې شانه برکت ايښی وو،ټول وخت به د خپلې ځمکې په کښت او کرونده کې مصروف وو.  غلام نبي په انډيوالي او دوستپالنه کې ډير تکړه او مشهور وو چې په نږدې هزاره ګانو کې يې هم زیات خانان او نوابان کلک ملګري وو او د هغوى په منځ کې په نبی زوار سره مشهور وو. غلام نبي څلور زامن درلودل (محمداياز ، مالي خان ، چې دا دواړه په زلميتوب کې وفات شوي ، حاجي عبدالواحد او حاجي ملامحمداسماعيل). لعلی : لعلی د حاجي ميرزا دريم ورور ده ، د لعلي نور اولاد ونه پاييده فقط دوې لورانې يې درلودې چې مشره لور یې (بي بي عمرزۍ) په خپله منطقه کې يوې سليمان خیلې کورنۍ ته واده شوه او اوس يې زامن (برات خان ...) سپين ږيري دي؛ دويمه لور يې (بي بي اشرفۍ ) خپل وراره روزي خان لالا ته واده شوه چې هيڅ نارينه او زنانه اولاد يې ونه پاييده . حاجي ضبطی : حاجي ضبطی د حاجي ميرزا څلورم ورور وو ، بيداره او ځيرک سړی وو ، له وروڼو څخه بيل په کلي کې مېشت شو او درې زامن (عبدالقادر ، غلام رسول او مستوخان ) يې درلودل .