په مصر او سوریه کې د فرانسې پوځي برید

په مصر او سوریه کې د فرانسې پوځي برید له ( له ۱۷۹۸ څخه تر ۱۸۰۱ز کال پورې ) د ناپیلیون بناپارت پوځي برید و. دا برید د مصرپرعثماني سيمو او سوریه باندې و، ترڅو دا اعلان کړي چې د فرانسې له سوداګريزو ګټو دفاع کول، په سیمه کې د پوهې یوه پروژه پرانیستل او په پای کې د هندي واکمن ټیپو سلطان له پوځونو سره یوځای کېدل او بریټانویان د هند له ټاپووزمې نه لرې کول و.

دا د مدیترانې د ۱۷۹۸ ز کال د پوځي برید اصلي موخه وه. د سمندري نښتو یوه لړۍ چې د مالت نیول هم په کې شامل و، دغه نښتي د ناپیلیون له ماتې او له سيمي څخه د فرانسوي ځواکونوپه وتلو سره پای ته ورسېدې.

دغه سفر په علمي برخه کې د روزیتا ډبري د کشفولو لامل شواو د مصرپېژندنې څانګه یې جوړه کړه. سره له دې چې لومړنۍ بریاوي په سوریه کې لاس ته راغلې او لومړنی پوځي برید هم په سوریه بریالي شو، خو ناپیلیون او دهغه د ورینت ځواکونه په پای کې مات شول او دې ته اړ شول،چې شاتګ وکړي. په ځانګړې توګه هغه وخت، کله چې فرانسوي سمندري ملاتړو ځواکونو د نیل په جګړه کې ماتې وخوړه .

چمتووالی او سفرسمول

غوښتنيسمول

دایرکتوري د یرغل پر وخت په فرانسه کې اجرائیه قدرت له ځان سره درلود او دا هڅه یې کوله چې پوځ  د ژاکوبن او د پاچهۍ غوښتونکوله اخطارونو اوګواښونو وساتي او کنټرول یې کړي. په جنرال بناپارت ډېر حساب کېده، څوک چې تر دې وړاندې هم یو بریالی قومندان واو د ايټالیا د بریدونو مشري یې کوله.

د فرانسې د مستعمرې په توګه د مصر نیول یوه توده موضوع وه. فرانسویانو، بارون دی توت یو پټ پلان له شام سره په ۱۷۷۷ز کال کې جوړ کړ، تر څو د مصر د نیولو لپاره ټول امکانات معلوم کړي. د بارون دی توت راپور مناسب و، خو کوم بېړنی عمل تر سره نه شو.

سره له دې مصر د ناپلیون او تیلیرند تر منځ د بحث موضوع شوه او په ایټالیا کې د ناپیلیون د مبارزې پر وخت، هغوی یو بل ته لیکونه او مکتبونه ولېـږل. د ۱۷۹۸ ز  کال په لومړیو کې بناپارت د مصر د نیولو لپاره د یوه پوځي برید غوښتنه وکړه. دایرکتوري ته په یوه لیک کې یې هغه ته وړاندیز وکړ چې دا به د فرانسې د سوداګریزو ګټو ساتنه وکړي او د بریټانیا په سوداګرۍ به یرغل وکړي .

همدارنګه دا به د بریټانیا لاسرسی هند او ختیځ هند ته کمزوری کړي، ځکه چې مصر دغو سوداګريزو لارو ته ښه موقعیت درلود.

بناپارت هیله درلوده چې دی به فرانسه او ټیپو سلطان سره متحد کړي، څوک چې په هند کې د میسور واکمن و، تر څو وکولای شي، د فرانسویانوشتون په منځني ختیځ کې پاتې شي.

فرانسې نه شوای کولای، په لویې بریټانیا باندې مخامخ برید وکړي، نو دایرکتوري پرېکړه وکړه چې په غیرمستقیم ډول په بریټانیا کې لاسوهنه وکړي او یو ګډ بندر جوړ کړي، تر څو سور سمندرګی او مدیترانې سمندر سره ونښلوی، ده د سویس کانال فکرکاوه.  [۱][۲][۳]

په هغه وخت ( ۱۵۱۷ز ) کال کې مصر یو عثماني ولایت و،خو اوس مصر د عثماني حکومت له بشپړ واک څخه وتلی او د ځینوهېوادونود واکمانانو له خوا له ګډوډۍ سره مخاخ و.

په فرانسه کې مصري فیشن په وده کې و، پوهانو دا باور درلود چې مصر د لوېدیځ کلتور زانګو ده، هېله یې درلوده چې  مصر ونیسي. فرانسوي سوداګر وړاندې لا په نیل کې و او د ممالک له خوا یې د ربړولو او تنګولو څخه شکایت درلود.

ناپیلیون هیله درلوده چې د لوی مقدوني سکندر په قدمونو لاړشي، ده دايرکتوري ته ډاډ ورکړ چې کله هم مصرونیسي، هغه به د هندي شاهزاده ګانو سره اړیکې جوړي او ټینګي کړي او له دوی سره یو ځای به د هغوی په خوښه په انګریزانو حمله وکړي. د فبروري په ۱۳ مه نېټه د تیلیرند له راپور سره سم د مصر له نیولو سره به موږ  ژر د سويز څخه د میسور پاچاهي ته ځواکونو ولېـږو ترڅو د ټیپو سلطان له ځواکونو سره يوځای شي او انګريزان وباسي.

دایرکتوري په مارچ کې دغه پلان ومانه، خو اندازې او لګښت ته یې  اندیښمن و. دوی په دې پوهېدل چې دا به نامتو او هوښیار ناپیلیون د واک له ګدۍ لري کړي، دا انګېزه تر ډېـره پټه پاتې شوه.[۴]

له تولون څخه تر وتلو دمخهسمول

اوازې هغه وخت خپرې شو، کله چې د فرانسې د مدیترانې په بندرونو کې ۴۰۰۰۰ سرتېري او ۱۰۰۰۰ بېړۍ چلوونکي راټول شوي و او یوه لویه برخه بېـړۍ یې په تولون کې راغونډي کړې وې چې ۱۳بيـړۍ پکې لین څارونکې ، ۱۴یې جنګي بېړۍ او ۴۰۰ ترانسپورتي بېړۍ په کې شاملې وې،  ترڅو د نیلسون تر مشرۍ لاندې د بریټانوي سمندري ځواک مخنیوی وکړي.

د دغه چمتووالي راز پټ ساتل شوی و. په دې راز یوازې پخپله بناپارت، د هغه جنرالان بیرتیر،کفارلی اوریاضي پوه ګسپوردمونګی پوهېـدل.

بناپارت هغه قومندان وچې دا لاندې کسان یې ترلاس لاندې و لکه : توماس الکسندر دوماس، کلیبر، دیسکس، بیرتیر، کفارلی ، لانیس، داماس، مورات، اندریوسی، بلیارد، مینو او زایچک. د هغه ملګري د هغه د ورور په شمول لویس بناپارت، دورک، اوژن دی بیوهارنیس، توماس پروسپر جولین او یو لهستانی او شریف سړی جوزف سولکوفسکی ول.[۵]

سمندري ځواکونه په تولون کې د نورو ډلګیو سره له جینوا، سیویتاوکیا او باستیا سره یوځای شول او د سمندري ځواکونو قومندان بیرویس او همدارنګه د نورو قومندانانو له خوا لکه : ویلنوو، دو شایلا، دکرس او ګانتم لخوا اداره کېدل.

سمندري ځواکونه د سفر پیل کولو په حال کې و چې په اطریش کې ستونزې رامنځته شوې او دایرکتوري د جګړي د شروع کېدو په حال کې بناپارت بـېرته راوغوښت. دغه ستونزې د څو اونیو په موده کې حل شوې او بناپارت ته امر وشو چې څومره ژرکېـږي تولون ته دې سفر وکړي. ویل کېدل چې په یوه توپاني لیدنه کې له دايرکتوري سره بناپارت هغوی ته ګواښ وکړ چې دوی به لغوه کړي. رییس ریبیل هغه ته یو قلم ورکړ او ورته وې ویل " جنراله !هلته لاسلیک وکړه "

بناپارت تولون ته د مۍ په ۹ مه راورسید ، د بینویت جیورګیس ناجیک سره یې وکتل، چا چې د سمندري ځواکونو قومانده او د چمتووالي مشري پرغاړه درلوده.

پوځ د خپل قومندان په تکړه والي په باور لرلو سره، په کار پیل وکړ او په ۱۹ د مۍ  بناپارت سرتیرو ته ، په ځانکړي توګه هغو کسانو ته چې د ده تر امر لاندې یې په ایټالیايي پوځ کې خدمت کړی و، وویل :

سـرتېرو ! تاسو د فرانسې د پوځ د وزرونو په شان یاست. تاسو په غرونو، میدانونو او ښارونوکې جګړه کړي ده. دا اوس په تاسو پورې اړه لري چې په سمندرونو کې وجنګېـږئ ! رومي سرتېري چې تاسو به یې ځيني وخت پېـښي کولي نورهغه شان نه دی، اوس په دغه سمندر او د زاما په دښتو کې د کارتیج خلاف جنګېدلي دي. سرتېرو، بیـړی چلوونکو! تاسوترنن ورځي غفلت کړئ. نن ورځ د جمهوریت تر ټولو لویه اندېښنه تاسو ته ده، د ازادي هغه نابغه چې تاسو یې په اروپا کې د زيـږون پر وخت، د اروپا د حاکم په توګه زېـږولي یاست، غواړي ترڅو تاسو د سمندرونو او لیرې هېوادونو نابغه ګان شي.  

د مالتا نیـولسمول

کله چې د ناپېلیون بېـړۍ مالتا ته ورسېده، ناپېلیون وغوښتل چې دمالتا ساتونکي د هغه بېړۍ ته اجازه ورکړي، تر څو هغه بندر ته ننوځي، اوبه او نورد اړتیا وړ توکي واخلي.

 استاد اعظم وان هومپیچ ځواب ورکړ چې یوازې دوو بهرنیو بېـړو ته به اجازه ورکړي چې په یو وخت بندر ته ننوځي چې د دغه بنديزونو لاندې به د فرانسې د بېـړيو نوي کول څو اونۍ وخت ونيسي او د بریتانیاوي د هغو سمندري ځواکونو لخوا به زیانمني شي چې مشرۍ یې  قومندان نیلسون کوله  نو له همدې امله ناپلیون امر ورکړ چې په مالتا یرغل وکړي. [۶][۷]                                                          

د فرانسې انقلاب د مالتا د ساتونکو ګټه کمه او د انقلاب پر وړاندې یې د هغوی د پیاوړتیا کچه تر ډېـره را کمه کړې وه. د ساتونکو نیمايي برخه فرانسوایان ول او د دوی یوې لویې برخې له جګړو کولو انکار وکړ.[۸][۹][۱۰]

سرچينېسمول

  1. James, T. G. H. (2003). "Napoleon and Egyptology: Britain's Debt to French Enterprise". Enlightening the British: Knowledge, Discovery and the Museum in the Eighteenth Century. British Museum Press. د کتاب پاڼې 151. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7141-5010-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Watson, William E. (2003). Tricolor and Crescent: France and the Islamic World. Greenwood. د کتاب پاڼي 13–14. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-275-97470-7. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:In lang La Campagne d'Egypte de Bonaparte Archived 2010-07-26 at the Wayback Machine. Emission Deux mille ans d'Histoire by France Inter, 22 July 2010.
  4. Amini, Iradj (1999). Napoleon and Persia: Franco-Persian Relations Under the First Empire. Mage. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-934211-58-2. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:In lang La Campagne d'Egypte de Bonaparte Archived 2010-07-26 at the Wayback Machine. Emission Deux mille ans d'Histoire by France Inter, 22 July 2010.
  6. Cole, Juan (2007). Napoleon's Egypt: Invading the Middle East. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼي 8–10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4039-6431-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Cole, Juan (2007). Napoleon's Egypt: Invading the Middle East. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼي 8–10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4039-6431-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Palazzo Parisio". foreignaffairs.gov.mt. مؤرشف من الأصل في ۰۶ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Napoleon's bedroom at Palazzo Parisio in Valletta! – Malta Weather Site Blog". blog.maltaweathersite.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "MaltaToday". archive.maltatoday.com.mt. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اگسټ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)