په متحده ایالتونو کې اصلي امریکایان

اصلي امریکایان چې د لومړني امریکایانو، ځایي امریکایانو، امریکایي هندیانو او نورو اصطلاح ګانو په توګه هم پېژندل کېږي، د متحده ایالتونو ځایي خلک دي، له هغې جملې هاوایي او د متحده ایالتونو نورې سیمې، او په نورو وختونو کې د اصلي ځمکو پورې محدود دي. په فډرال ډول په رسمیت پېژندل شوې ۵۷۴ قبیلې په متحده ایالتونو کې ژوند کوي، چې کابو نیمایي یې د هندیانو لخوا رزرو شویو سیمو پورې تړاو لري. «اصلي امریکایان» (لکه څنګه چې د امریکا په سرشمېرنه کې تعریف شوي دي) هغه ځایي قبیلې دي چې په اصل کې د متحده ایالتونو او ورسره د آلاسکا اصلي اوسېدونکي دي.

د متحده ایالتونو ځایي خلک چې هندي امریکایان یا اصلي آلاسکایان ندي په هغو کې د اصلي هاواییان، ساماوایان او چاموروسان شامل دي. د متحده ایالتونو سرشمېرنه دا خلک د «د هاوایي او آرام سمندر نورو ټاپوګانو اصلي اوسیدونکو» په توګه طبقه بندي کوي.

د ژوندیو اصلي امریکایانو نیکونه کابو ۱۵۰۰۰ کاله پخوا، یا له هغه څخه مخکې، له آسیا څخه د برینګیا له لارې هغه ځای ته چې اوس متحده ایالتونه دي، د ننه شول. سمدستي د خلکو پراخ شتون، ټولنو او کلتورونو وده وکړه. د آمریکا براعظم کې د اروپا استعمار چې په ۱۹۴۲م کال کې پیل شو، د نوو ناروغیو، جګړو، قومي پاکونې او غلامۍ له امله د اصلي امریکایانو په نفوس کې شدید کمښت رامنځته شو. متحده ایالتونو له تشکیل وروسته، د استبدادي استعمار پالیسۍ د یوې برخې په توګه، د امریکا ځایي ډېری خلکو وژنې او جګړې ته دوام ورکړی، هغوی یې د خپلو نیکونو له ځمکو څخه وویستل او هغوی یې د دولت یوطرفه او له تبعیض ډک سیاستونو تر تړونونو لاندې راوستل، چې وروسته بیا په شلمه پېړۍ کې په اجباري جذب باندې متمرکز شو. له ۱۹۶۰مې لسیزې، د اصلي امریکایانو د خپلواکۍ خوځښت د ډېرو اصلي امریکایانو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو رامنځته کېدو لامل شوی دی، خو لا هم دوی له ځینو معاصرو مسایلو سره مخ دي. نن ورځ په متحده ایالتونو کې له پنځه میلیونو زیات اصلي امریکایان ژوند کوي چې ۷۸ سلنه یې له رزرواسیون څخه بهر ژوند کوي: کالیفورنیا، آریزونا او اوکلاهاما په متحده ایالتونو کې د اصلي امریکایانو ترټولو ډېر نفوس لري. ډېری اصلي امریکایان په کوچنیو ښارونو یا کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

کله چې متحده ایالتونه رامنځته شول، د امریکا ځایي قبیلې په ټولیز ډول نیمه خپلواک هېوادونو په توګه په پام کې ونیول شوې، ځکه چې هغوی په عمومي توګه د سپین پوستکي مهاجرینو څخه په جلا ټولنو کې ژوند کاوه. فډرال دولت ځینې تړونونه د دولت – دولت په کچه لاسلیک کړل ترڅو چې د هند تخصیصاتو قانون په ۱۸۷۱م کال کې د ځایي خپلواکو هېوادونو رسمیت پېژندنې ته پای کېښود او هغو سره یې د «کورني انحصار شوي ملتونو» په توګه چلند پیل کړ چې هلته هم فډرال قوانین د پلي کېدو وړ وو. دې قانون د تړونونو پر بنسټ حقونه او امتیازات، له هغې جملې څخه د قبیلې حاکمیت تر ډېره وساتل. په همدې دلیل، د امریکا ډېری ځایي رزرواسیونونه لا هم د ایالتي قوانینو څخه خپلواک دي او د قبیله یي وګړو کړنې د دې رزرو شویو سیمو په هکله یوازې د قبیله یي محکمې او فډرال قوانینو په اساس دي، چې ډېری وخت د معافیت، محرومیت، فډرالي یا قبیله یي قانون سره تړون یا هم د هغه بدیل پیدا کولو لپاره د قبیله یي سیمو لپاره د متحده ایالتونو د قلمرو یا ایالتونو په نسبت، متفاوت دی.

په ۱۹۲۴م کال کې د هند تابعیت قانون هغو ټولو اصلي امریکایانو ته چې په متحده ایالتونو کې زېږېدلي وو او لا یې تابعیت نه وو ترلاسه کړی، د متحده ایالتونو تابعیت ورکړ. دې کار د «هندیان په مالیاتو کې شامل ندي» طبقه بندي چې د متحده ایالتونو د اساسي قانون په اساس جوړه شوې وه، خالي کړه، اصلي امریکایانو ته یې اجازه ورکړه ترڅو په ایالتي او فډرال ټاکنو کې رایه ورکړي، او د متحده ایالتونو وګړو ته د «قضایي صلاحیت تابع کېدو په شمول» ورکړل شوي څوارلسم تعدیل، ساتلو ته پراختیا ورکړه. په هرحال، ځینې ایالتونو د څو لسیزو لپاره د رایې حق څخه د اصلي امریکایانو محرومیت ته دوام ورکړ. د ۱۹۶۸م کال مدني حقونو قانون دوهم او اووم سرلیک کې د سورپوستانو د مدني حقونو قانون شامل دی چې په متحده ایالتونو کې د اصلي امریکایانو قبیلو په هکله پلی کېږي او د قبایلو په منځ کې د متحده ایالتونو د حقوقو منشور ډېری (خو ټول نه) ضمانتونه د پلي کېدو وړ کوي (دا قانون نن ورځ د متحده ایالتونو د قانون د ۲۵ سرلیک په ۱۳۰۱ تر ۱۳۰۳ برخو کې راغلی دی).[۹]

پس منظر سمول

د پنځه لسمې پېړۍ له وروستیو څخه، د امریکا براعظم ته د اروپایانو مهاجرت د پېړیو نفوس، کلتوري او کرنیز انتقال او د نوې او پخوانۍ نړۍ ټولنو ترمنځ جوړښت لامل شو، هغه پروسه چې د کلمبیایي تبادلې په نوم یادېږي. له هغه ځایه چې د اصلي امریکایانو ډېری ډلې له پخوا څخه د شفاهي دودونو او هنري اثرونو سره خپل تاریخ ساتلی وو، د دې اړیکې لومړني لیکلي رپوټونه د اروپایانو لخوا وړاندې شو.[۱۰]

اټنوګرافران په معمول ډول د شمالي امریکا ځایي خلک د ګډو کلتوري ځانګړتیاوو سره په لسو جغرافیوي سیمو طبقه بندي کوي چې هغو ته کلتوري سیمې وایي. ځینې څېړونکي د پلاټو او لوی حوض سیمې په انټرمونټان لوېدیځ کې ترکیب کوي، ځینې خلک بیا پرایري د لوی میدان له خلکو څخه جلا کوي، په داسې حال کې چې ځینې بیا د لوی جهیل قبیلې له شمال ختیځ ځنګلونو څخه جلا کوي. لس کلتوري سیمې عبارت دي له:[۱۱]

  • آرکټیک، په شمول د آلیوټ، اینیوټ او یوپیک خلک
  • سب آرکټیک
  • شمال ختیځ ووډلنډ
  • سوېل ختیځ ووډلنډ
  • لوی میدانونه
  • لوی حوض
  • شمال لوېدیځه پلاټو
  • شمال لوېدیځ ساحل
  • کالیفورنیا
  • سوېل لوېدیځه (اوسیس امریکا Oasisamerica)

د لومړي تماس په وخت کې، د ځایي خلکو کلتور له مخکې صنعتي او ډېری مسیحي مهاجرو څخه په بشپړ ډول توپیر درلود. ځینې شمال ختیځ او سوېل لوېدیځ کلتورونه، په ځانګړې توګه، ماټریلینیال وو او د هغه څه چې اروپایان ورسره اشنا وو، په نسبت یې پر لا جمعي اساس باندې عمل کاوه. د ځایي امریکایي قبیلو ډېرو یې، خپل ښکارځایونه او کرنیزې ځمکې د ټولې قبیلې کارونې لپاره پريښې وې. په هغه وخت کې، اروپایانو داسې کلتورونه لرل چې د ځمکې په هکله د فردي مالکیت حقونو مفهوم ته یې وده ورکړې وه چې ډېر توپیر یې درلوده. د ځایي امریکایانو او مهاجرو اروپایانو ترمنځ کلتوري توپیر او د ملتونو په منځ کې د اتحاد توپیر د جګړو په دورو کې د پراخو سیاسي فشارونو، قومي تاوتریخوالو او ټولنیزې ګډوډۍ لامل شول.

په اوسني متحده ایالتونو کې ان د اروپایانو له مېشت کېدو څخه مخکې، ځایي امریکایانو له اروپایي ناروغیو سره د تماس له امله، چې د دوی لپاره نوې وې او لا یې مصئونیت نه وو موندلی، د مړینې له لوړې کچې څخه کړېدل. دا د ځایي اسپانویانو او نورو اروپایانو ناروغۍ وې چې د مخامخ تماس – په لوړ ګومان په لومړۍ درجه کې د اهلي خنزیرانو تماس له امله چې د اروپایي مسافرینو لخوا راوړل شوي وو بیا بېرته تښتېدلي وو، له امله یې سرایت وکړ. اټکل کېږي چې د سري اپیدمي ګانو د ځایي نفوس لپاره ځاني تلفات رامنځته کړي دي. لکه څنګه چې ویلیام ام ډنوان، د ویسکانسین – مدیسون په پوهنتون کې د جغرافیې متقاعد ښوونکی او تکړه لیکوال، په «پخوانۍ افسانه: په ۱۹۴۲م کال کې د امریکا قارې منظره» کې لیکلي: «د اصلي امریکایانو نفوس کمښت چټک او شدید وو، په لوړ ګومان تر نن ورځې پورې د نفوسو ترټولو لوی ناورین وو. د زړې نړۍ ناروغۍ لومړني وژونکي وو. په دېری سیمو کې، په ځانګړې توګه استوایي ټیټو ځمکو کې، له تماس وروسته په لومړۍ پېړۍ کې نفوس ۹۰ سلنه راکم شو».[۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې سمول

  1. "What Happens When an Archaeologist Challenges Mainstream Scientific Thinking?". Smithsonian Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Colonial Williamsburg, CW Journal, Spring 2004, "Colonial Germ Warfare"
  3. Fenn, Elizabeth A. (2001). Pox Americana: The Great Smallpox Epidemic of 1775–82 (الطبعة 1st). Hill and Wang. د کتاب پاڼي 88–89, 275–276. د کتاب نړيواله کره شمېره 080907821X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Fenn, Elizabeth A (March 2000). "Biological Warfare in Eighteenth-Century North America: Beyond Jeffrey Amherst". Journal of American History. 86 (4): 1553. doi:10.2307/2567577. JSTOR 2567577. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Robertson, Roland G. (2001). Rotting Face: Smallpox and the American Indian (الطبعة 1st). University of Nebraska Press. د کتاب پاڼي 119, 124. د کتاب نړيواله کره شمېره 0870044192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Wolfe, Patrick (December 1, 2006). "Settler colonialism and the elimination of the native". Journal of Genocide Research. 8 (4): 387–409. doi:10.1080/14623520601056240. ISSN 1462-3528. S2CID 143873621. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hixson, W. (December 5, 2013). American Settler Colonialism: A History. Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-37426-4 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Whitt, Laurelyn; Clarke, Alan W. (2019). North American Genocides: Indigenous Nations, Settler Colonialism, and International Law. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-108-42550-6 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ""Civil Rights Act of 1968" full text" (PDF). U.S. Government Publishing Office. November 14, 2018. مؤرشف (PDF) من الأصل في May 7, 2020. د لاسرسي‌نېټه May 7, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Calloway, Colin G. "Native Americans First View Whites from the Shore". American Heritage, Spring 2009. Retrieved December 29, 2011
  11. "Culture Areas Index". the Canadian Museum of Civilization. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. William M. Denevan, "The Pristine Myth: The Landscape of the Americas in 1492", posted at Northern Arizona University, published in Sept. 1992, Annals of the Association of American Geographers
  13. Denevan, William M. (1992). "The Pristine Myth: The Landscape of the Americas in 1492". Annals of the Association of American Geographers. 82 (3): 369–385. doi:10.1111/j.1467-8306.1992.tb01965.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Mann, Charles C. (March 2002). "1491". The Atlantic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)