په متحده ایالاتو کې د سوسیالیستي غورځنګ تاریخچه
په متحده ایالاتو کې د سوسیالست غورځنګ په تاریخ کې بېلابېل تمایلات لکه انارشېستان، کمونېستان، دیموکراتیک سوسیالیستان، مارکسیستان، مارکسیست – لنینیستان، تروتسکېستان او د اتوپیا سوسیالیستان شاملېږي. چې د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې له چارلزفوریر څخه په الهام اخیستلو د اېتوپیايي ټولونو لکه شاکرانو (یوه رغوونکې مسیحي فرقه)، تخیلي فعال جوزیا وارېن او عمدي/ارادي ټولنو سره پیل شو. په ۱۸۷۷ کال کې د کارو بار فعالانو چې معمولاً بریتانوي، جرمني یا یهودي مهاجر وو د امریکا د کاریګرو سوسیاليست ګوند رامنځته کړ. د امریکا سوسیالیست ګوند په ۱۹۰۱ کال کې رامنځته شو. هغه مهال په ټول هېواد کې انارشېزم هم نامي شو. د بېلابېلو تمایلاتو سوسیالیستان د امریکا د کاریګرۍ په لومړنیو مبارزاتو او سازمانونو کې ښکېل وو. دوی په شیکاګو کې د هایمارکېت په ټول وژنه کې لوړ ټکي ته ورسېدل، چې په ټوله نړۍ کې يې د کاریګر ورځ د کاریګرۍ د اصلي رخصتۍ په توګه د کاریګر د ورځې په نوم رامنځته کړه او په ټوله نړۍ کې سوسیالیست ګوندونو او د کاریګرۍ سازمانونو په ورځ کې اته ساعته کار د یوې وروستۍ نړیوالې موخې په توګه وټاکه.[۱]
د امریکا له سوسیالست ګوند څخه ولسمشرۍ ته نوماند یوج. وي ډبز، په مشرۍ له لومړۍ نړیوالې جګړې سره د سوسیالستانو مخالفت پراخ و، چې د دولتي ځپنې لامل شوې او په عمومي ډول د لومړني سور ډار په توګه پېژندل کېږي. سوسیال ګوند په ۱۹۲۰مه لسیزه کې راپرېوت، خو ګوند معمولاً پردې سربېره نورمن توماس د ولسمشرۍ لپاره وټاکه. د امریکا کمونیست ګوند په ۱۹۳۰مه لسیزه کې د کاریګرانو او نژادي مبارزو په برخه کې مهم رول ولوباوه حال دا چې د سوسیالیست کاریګرانو ګوند تروټېسکي له وېش سره مخ شو. په ۱۹۵۰مه لسیزه کې سوسیالیزم د مک کارتیزم له خوا اغېزمن شو او په ۱۹۶۰ لسیزه کې د عمومي رادیکالایزېشن/ سخت دریځۍ له خوا چې نويو کیڼ اړخو او ګڼو ټولنیزو مبارزاتو او بغاتونو په واسطه رامنځته شوی و بیا ژوندی شو. په ۱۹۶۰ لسیزه کې مایکل هارېنګټون او نور سوسیالیستان د کنېډې په اداره او وروسته د جانسون په اداره کې د بې وزلۍ او لویې ټولنې پر وړاندې د مرستې لپاره راوبلل شول حال دا چې سوسیالیستانو د مدني حقونو په غورځنګ کې هم مهم رول ولوباوه. په متحده ایالاتو کې د لویدیځې اروپا، استرالیا او نیوزیلاند خلاف یو لوی سوسیالیستي ګوند رامنځته نه شو او سوسیالیست غورځنګ په متحده ایالاتو کې د هغوی په پرتله نسبتاً کمزوری و. په متحده ایالاتو کې سوسیالیزم تورنولی شو ځکه چې معمولاً یې د شوروي اتحاد له زورواکي سوسیالیزم او د مارکسیت - لینینېست له نورو زورواکو رژیمونو سره اړیکه لرله. سمیول جکسون د ایکانومېست په نوم اونیزې ته په یوه لیکنه کې داسې استدلال کوي چې سوسیالیزم له هېڅ ډول روښانه تعریف پرته له سپکاوي سره مل اصطلاح په توګه د ښي اړخو ازادي غوښتونکو او محافظه کارانو له خوا د پرمختللیو او لېبرال عمومي شخصیتونو، سیاستونو او طرحو د بدنامولو لپاره کارېده. د ټولنیزوالي اصطلاح له تېروتنې سره هر ایالت یا دولت ته په اشارې چې صنعت یا خدمات یې وړاندې کول کارېده (د ښاروالي کولو یا هېوادني کولو لپاره مناسبه اصطلاح وه) دا اصطلاح همدارنګه د هرې هغې برنامې په معنا هم کارول شوې چې د مالیاتو له لارې تامینیږي هغه په دولتي او که په خصوصي ډول ترسره کېږي. د سوسیالیزم اصطلاح د اقتصادي مداخلې، د بيمې سپارلو فېدرال شرکت، مېډکیر (د ټولنیزې بیمې یوه ملي برنامه)، نیوډيل (د فرانکلین روزوېلټ اقتصادي او ټولنیزه برنامه)، ټولنیز امنیت او د نورو تر منځ په واحد ډول د روغتیا پالنې ـ تادیه کولو لپاره کارول شوې. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د مېلواکي ښار لکه امېل سیډل، دانیل هون او فرانک زیډلر څو سوسیاليست ښاروالان لرل حال دا چې د ۱۹۲۰ کال په ټاکنو کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند یوجین وي. ډېبس نږدې یو ميلیون رایې ترلاسه کړې. په خپله بلل شوي دیموکراتیک سوسیالیست برني سندرز په ۲۰۱۶ کال کې د دیموکراتیک ګوند په لومړنیو ټاکنو کې ۱۳ میلیونه رایې ترلاسه کړې او د ځوان نسل او کاریګرې طبقې تر منځ یې د پام وړ ولسي ملاتړ تر لاسه کړ. په ۲۰۲۱ کال کې د یوې نظر پوښتنې پایلو وښوده چې ۴۱ سلنه لوی عمر لرونکو امریکایانو د سوسیالیزم په اړه مثبت نظر درلود او ۵۷ سلنه د کپیتالیزم/سرمایهدارۍ په اړه مثبت نطر درلود. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
نولسمه پېړۍ
سمولاېتوپیايي سوسیالیزم او ټولنې
سمولاېتوپیايي سوسیالیزم لومړنی امریکايي سوسیالیست غورځنګ و. اېتوپیایانو هڅه وکړه تر څو د سوسیالیستي ټولنو بېلګو ته پراختیا ورکړي او د خپلو باورونو فضیلتونه څرګند کړي. ډېری اېتوپیايي سوسیالیستي نظریې له اروپا څخه سرچینه اخلي، خو متحده ایالت یې تر ډېره د تجربو ځای و. ډېری اېتوپیايي تجربې په ۱۹مه پېړۍ کې د دغه غورځنګ د یوې برخې په توګه پېښې شوې، چې له ډلې يې د بروک فارم، نیوهارموني (د یو ښار نوم)، شاکریان، د امانا مستعمرات، د اونېدا ټولنه، اېکاریان، بېشاپ هېل (په متحده ایالاتو کې د یو کلي نوم)، ارورا، اورګان او بېثل میسوري یادولی شو.
یو شتمن ولزي صنعتګر رابرت اوون ټولنیزو سمونونو او سوسیالیزم ته مخه کړه او په ۱۸۲۵ کال کې يې په سویل لویدیځه اېنډیانا کې د نیوهارموني په نوم ټولنیزه مستعمره تاسیس کړه. دا ډله په ۱۸۲۹ کال کې تر ډېره د ايټوپیايي اېډیالوژیکانو او غیر اېډیالوژیکو مخکښانو ترمنځ له منځه لاړه. په ۱۸۴۱ کال کې د ماورائیتي د خیالي نړۍ اوسېدونکو، د بروک فارم رامنځته کړ، هغه ټولنه چې د فرنسوي چارلز فورییر د سوسیالیزم پر بنسټ جوړه شوې وه، ناتانیل هاثورن د دغې لنډمهالې ټولنې غړی و او رالف والډو امېرسون له دغې ټولنې سره د یو ځای کېدو بلنه رد کړې وه. دغې ډلې مالي ثبات ته په رسېدلو کې ستونزه لرله او ډېری غړو یې هغه پرېښود ځکه چې د هغوی مشر جورج ريپلې مخکې له مخکې د فورییر ښوونګر ته مخه کړې وه. هغه مهال چې له فورییر څخه په الهام اخیستل شوی اصلي ګرانبیه ساختمان د جوړېدو په بهیر کې خوار شو د دغې بنسټ د پاتې کېدو لپاره ټولې هيلې له منځه لاړې او په ۱۸۴۷ کال کې منحل شو.
فورییر پالانو همدارنګه د مونموث ښار په نیوجرسي سیمه کې د یوې ټولنې د رامنځته کولو هڅه وکړه. د شمالي امریکا د فالانکس ټولنې د فالانستر (یو ډول ساختمان چې د یوې خپلواکې اېتوپیایي ټولنې لپاره طرحه شوی و) په نوم د ګډ ژوند له جوړښت څخه د فورییر مفهوم – له دوو کروندو څخه بهر یوه اضافي چې دا دواړه یې سره نښلولې. دغې ټولنې له ۱۸۴۴ څخه تر ۱۸۵۶ کال پورې، کله چې د اوړو او ارې په کارخانو کې اورلګېدنې څو فابریکې له منځ یوړې دوام وکړ. ټولنې له وړاندې له یو اېډیولوژیک انشقاق/څانګې اچونې څخه وروسته په ۱۸۵۳ کال کې په زوال پیل کړی و. فرانسوي سوسیالیست اېتېن کابه چې له اروپا څخه ناهیلی شوی و د خپل اېکاریايي له غورځنګ څخه د کار اخیستلو په لټه کې و تر څو کاریګري کوپراتیفونه د سرمایه دارۍ ځای ناستي کړي. هغه د خپل وخت د سوسیالیست مشهوره پلوی و او انګلیسي صنعتګران يې په شدت سره د کارخانو له فشار سره مخ کړ. کابېت په ۱۸۴۰ کال کې د مهاجرانو د ډلو مشري وکړه تر څو په تکزاس او ايلینویز کې اېتوپیایي ټولنې تاسیس کړي. که څه هم د هغه د خپلو پيروانو سره د پراخو دوښمنیو له امله د هغه کار له خاورو سره خاورې شو. [۱۹]
اېتوپیايي سوسیالیزم په تخیلي ډول د لوکېنګ بکوارډ (شاته کتنه) په نوم د اېوېډ وارډ په ناول کې چې په ۱۸۸۸ کال کې خپور شو ملي کچې ته ورسېد، دا ناول په ۲۰۰۰م کال کې په متحده ايالاتو کې له اېتوپیايي سوسیالیزم څخه یو انځور و. یاد کتاب په ۱۹مه پېړۍ کې تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب شو چې میلیونونه ټوکه وپلورل شو. له یو اټکل سره د انکل ټامز کابین / د ټام اکا جونګړه (د غلامۍ ضد د هریېټ بیچر سټو (Harriet Beecher Stowe) ناول، ژباړن) په پلور کې ورڅخه مخکې شو. دا کتاب د بلامي کلپونو د څارنوکو لپاره یوه بڅرکه راوپاروله او د يوجین وي. ډبز په ګډون يې پر سوسیالیستي کاریګري مشرانو اغېز وکړ. په همدې توګه د جنګل په نوم د اپتون سېنکلر شاهکار د لومړي ځل لپاره د اپيل ټو ريزن/Appeal to Reason (د امریکا په منځني لویديخ کې د سیاسي اونیزې نوم) په نوم ورځپاڼه کې خپور شو له سرمایهدارۍ څخه يې د ځپونکې او د خوړو په صنعتي سیستم کې يې د غوښې له بستهبندۍ څخه د کاریګرانو استثمارونکې په توګه نیوکه وکړه. یاد اثر نن ورځ په معاصر تاریخ کې په پراخ ډول تر ټولو اغیزمن اثر بلل کېږي. [۲۰][۲۱]
سرچينې
سمول- ↑ Remes, Jacob (April 30, 2012). "May Day's radical history". Salon. Retrieved July 19, 2019. "In 1889, French syndicalist Raymond Lavigne proposed to the Second International—the international and internationalist coalition of socialist parties—that May 1 be celebrated internationally the next year to honor the Haymarket Martyrs and demand the eight-hour day, and the year after that the International adopted the day as an international workers' holiday. In countries with strong socialist and communist traditions, May 1 became the primary day to celebrate work, workers and their organizations, often with direct and explicit reference to the martyrs of the Haymarket Massacre. May Day remains an official holiday in countries ranging from Argentina to India to Malaysia to Croatia—and dozens of countries in between."
- ↑ Anderson, Jervis (1973) [1986]. A. Philip Randolph: A Biographical Portrait. University of California Press. ISBN 978-0-520-05505-6.
- ↑ * Anderson, Jervis (1997). Bayard Rustin: Troubles I've Seen. New York: HarperCollins Publishers.
- Branch, Taylor (1989). Parting the Waters: America in the King Years, 1954–63. New York: Touchstone.
- D'Emilio, John (2003). Lost Prophet: Bayard Rustin and the Quest for Peace and Justice in America. New York: The Free Press.
- D'Emilio, John (2004). Lost Prophet: The Life and Times of Bayard Rustin. Chicago: University of Chicago Press.
- ↑ (Horowitz 2007، مم. 220–222)
- ↑ Saxon, Wolfgang (April 1, 1992). "Tom Kahn, leader in labor and rights movements, was 53". The New York Times.
- ↑ Foner, Eric (1984). "Why is there no socialism in the United States". History Workshop (17).
- ↑ Oshinsky, David (24 July 1988). "It Wasn't Easy Being a Leftist". The New York Times.
- ↑ Isserman, Maurice (June 19, 2009). "Michael Harrington: Warrior on poverty". The New York Times. بياځلي په July 19, 2019.
- ↑ Leibovich, Mark (21 January 2007). "The Socialist Senator". The New York Times. بياځلي په October 17, 2014.
And he has clung to a mantle — socialism — that brings considerable stigma, in large part for its association with authoritarian communist regimes (which Sanders is quick to disavow).
- ↑ Jackson, Samuel (January 6, 2012). "The failure of American political speech". The Economist. بياځلي په June 15, 2019.
Socialism is not 'the government should provide healthcare' or 'the rich should be taxed more' nor any of the other watery social-democratic positions that the American right likes to demonise by calling them 'socialist'—and granted, it is chiefly the right that does so, but the fact that rightists are so rarely confronted and ridiculed for it means that they have successfully muddied the political discourse to the point where an awful lot of Americans have only the flimsiest grasp of what socialism is.
- ↑ Truman, Harry S. (October 10, 1952). "Rear Platform and Other Informal Remarks in New York". Harry S. Truman Presidential Library and Museum. "The directive was drafted by Senator Taft at that famous breakfast in New York City a few weeks ago. Senator Taft left that meeting and told the press what the General stands for. Taft explained that the great issue in this campaign is "creeping socialism." Now that is the patented trademark of the special interest lobbies. Socialism is a scare word they have hurled at every advance the people have made in the last 20 years. Socialism is what they called public power. Socialism is what they called social security. Socialism is what they called farm price supports. Socialism is what they called bank deposit insurance. Socialism is what they called the growth of free and independent labor organizations. Socialism is their name for almost anything that helps all the people. When the Republican candidate inscribes the slogan "Down With Socialism" on the banner of his "great crusade," that is really not what he means at all. What he really means is, "Down with Progress--down with Franklin Roosevelt's New Deal," and "down with Harry Truman's fair Deal." That is what he means." Retrieved February 14, 2020.
- ↑ Reinhardt, Uwe E. (8 May 2009). "What Is 'Socialized Medicine'?: A Taxonomy of Health Care Systems". Economix. The New York Times. The New York Times Company. Retrieved 15 July 2020.
- ↑ Paul, Ari (November 19, 2013). "Seattle's election of Kshama Sawant shows socialism can play in America". The Guardian. Retrieved February 9, 2014.
- ↑ Brockell, Gillian (February 13, 2020). "Socialists were winning U.S. elections long before Bernie Sanders and AOC". The Washington Post. Retrieved February 14, 2020.
- ↑ Cassidy, John (February 2, 2016). "Bernie Sanders Just Changed the Democratic Party". The New Yorker. بياځلي په November 25, 2019.
- ↑ Spross, Jeff (April 24, 2018). "Bernie Sanders has Conquered the Democratic Party". The Week. بياځلي په November 25, 2019.
- ↑ Zurcher, Anthony (June 20, 2019). "Bernie Sanders: What's different this time around?". BBC News. بياځلي په November 25, 2019.
- ↑ Da Silva, Chantal (June 28, 2021). "Support for socialism gaining traction in US, poll suggests". The Independent. بياځلي په September 7, 2021.
- ↑ C. Johnson, Utopian Communism in France: Cabot and the Icarians (1974)
- ↑ Auerbach, Jonathan. "'The Nation Organized': Utopian Impotence in Edward Bellamy's Looking Backward." American Literary History 1994 6(1):24.
- ↑ Auerbach, 24.