په متحده ايالاتو کې د ښځو غلامي

د متحده ايالاتو د نېواک له تاريخ راهيسې په شمالي امريکا کې د مريتوب اداره موجوده وه، تر دې چې په ۱۸۶۵ز کال کې د ديارلسم تعديل له لارې په ټولو متحده ايالاتو کې مريتوب له منځه يوړل شو. مريتوب په هندي سيمو کې د خپلواکو هندي قبايلو په منځ کې هم د سولې د نوو تړونونو له منځه ولاړ کله چې له جګړې وروسته متحده ايالاتو د هغې غوښتنه وکړه.

د اولسمې پېړۍ په ډېره او د اتلسمې پېړۍ په يوه برخه کې، د نارينه مريانو شمېر له ښځينه وينزو زيات و او په همدې اساس په مستعمرو کې د دې ډلو تجربې جلا جلا وې. په بېلا بېلو سيمو او بېلا بېلو شرايطو کار کول د دې لامل وګرځېدل چې افريقايي الاصله ښځې او نارينه ډول ډول تجربې ولري. د افريقايي تښتول شوو ښځو په زياتېدو او همدا راز هغه چې د مريانو په توګه دنيا ته راغلي دي، په ۱۷۳۰ز او ۱۷۵۹ز کلونو کې د نارينه او ښځينه مريانو جنسيت (د رنګه پوستکي لرونکې ښځې چې سپين پوستو له خوا پرې جنسي تېری شوی و) برابر شو. «د افريقايي –امريکايي ښځی حالت له دې کبله ځانګړی دی چې په امريکا کې د دوه ښه پرمختللو اندونو د تقاطع په نقطه کې ولاړه ده، يو اند دا چې ښځه ده او بل دا چې تور پوستې ده». دا چې ښځه او بيا تور پوستې ده، افريقايي ښځې له همدې امله د توکمپالنې او جنسيت پالنې له ګواښ سره مخ کوي.[۱]

د امريکا مستعمرې

سمول

ويرجينيا

سمول

له ۱۷۰۰ز کال څخه تر ۱۷۴۰ز کال پورې، ويرجينيا ته نږدې ۴۳۰۰۰ مريان وارد کړای شول، چې له ۴۰۰۰ پرته نږدې نور ټول يې له افريقا څخه وارد کړای شوي وو. تازه څېړنې ښيي چې د د واردو شوو نارینه او ښځو شمر نږدې سره باربر و او يو زيات شمېر ماشومان هم پکې شامل وو. له دې کبله چې ډيری دا مريان د لوېدېزې افريقا وو،ؤ په اتلسمه پېړۍ کې په ويرجينيا کې د مريانو کلتور يو مرکزي کلتورو ګرځېد. افريقايي ارزښتونه رواج شول او تر ډېره بريده د لوېديځې افريقا د ښځو د کلتور استازيتوب کېدو. د کلتوري دود د بېلګې په ډول د مور او ماشوم او په ټولنه کې د ښځو تر منځ د ژورو اړيکو يادونه کېدای شي، په ځانګړي ډول د ايګبو Igbo د قومي ډلو تر منځ (چې اوس په نايجيريا کې مېشت دی) د اتلسمې پېړۍ په لومړيو کې د واردو شوو مريانو له جملې له يو پر درې څخه نېولې بيا تر نيمو مريانو پورې تر همدې قبيلې اړوند و، د omu د ښځو واکمني «د ښځو اړوند په مهمو م سئلو کې او په ټوله کې په ټولنه کې واک درلود». د ايګبو قوم د هغو خلکو د ډلې استازيتوب کاوه چې چيساپيک ته راوړل شوي وو، خو په ټوله کې امريکايان له ډول ډول کلتورونو څخه راوړل شوي وو. ټول له هغو سيمو راوړل شوي وو چېرته چې د ښځو ټولنې پیاوړې وې او هغې ټولنې ته معرفي شوي وو چې واک پکې د نارينه او په سختۍ سره توکمپاله وې. د خپلو جنسي ځورونو او له بل رنګ سره د جنسي اړيکو د توجيه لپاره سپين پوستو نارينه وو ټولې تور پوستې ښځې له جنسي اړخه هيجاني معرفې کولې.[۲][۳][۴][۵][۶]

ويرجينيايي انجونو، ډېرو کمو تورپوستو انجونو، زده کړه نه وه کړې او بې سواده وې. افريقايي او افريقايي امريکايي ښځينه وينزو ډېرې زياتې دندې ونيولې. سويلي مستعمرې تر ډېره بريده کرنيزې وې او وينزو به په کروندو، نيال او کوچنیو کارونو دندې تر سره کولې، خو تر ډېره بريده د کور په داخل کې د کوچنيانو په پالنه او پاملرنه، پخلي، جامو وينځلو او داسې نورو کارونو کې مصروفې وې.[۷]

نيواينګلينډ

سمول

تاريخ لېکونکی ايرا برلين د «د مريانو ټولنې» او د «د مريانو لرونکې ټولنې» تر منځ توپير  کړی دی. نيو اينګلينډ هغه ټولنه وه چې مريان يې درلودل، د سمندري سوداګرۍ او ډول ډول کرونده ګرۍ سره يې سرورکار و، د دې په پرتله په سويل کې د مريانو په ټولنو کې (چې له ټولنيز، اقتصادي او سياسي اړخه د مريانو د کاروبار پورې تړلي وو، د مريانو شمېر پکې زيات و او څښتنانو يې اجازه لرله چې د قانون له څار پرته په خپلو مريانو بشپړه واکمني ولري». نيواينګلينډ کې د مريانو شمېر کم و او څښتنانو يې ځآنونه د دې مسئول بلل، تر څو د خپلو مريانو ساتنه وکړي. هغوی ته لار وښيي او پالنه يې وکړي. د نورو سيمو په پرتله په نيواينګلينډ کې وينزو د ازادېدو زياتې موکې درلودلې، «د نيواينګلينډ د حقوقي نظام، د مريانو د بيا بيا ازادولو او پر کار د ګومارلو د موکو، په ځانګړي ډول د هغو نارينه مريانو چې د دې فرصت يې درلود چې د خپل ځان لپاره د پوره اندازه ګټې وټې کولو سره ښځه او ماشوم په پيسو راونيسي».[۸][۹]

وينزو عموماً دوديزه دنده (د ښځو کار) په غاړه درلودله او تر ډېره حده به يې د ورځې له مخې کار کاوه. وینزو به عموماً د خادمې، په پخلنځي ، غوجل او باغ کې کار کاوه. دوی به ټيټ او د غلامۍ کارونه تر سره کول: د کورنۍ لوښي يا نور وسايل به يې پاکول، په جامو او ويښتو کې به يې مرسته کوله، تشناب ته به يې اوبه وړلې، د نارينه و ويښتان به يې جوړول او د کور په داخل کې پست کارونه به يې تر سره کول لکه جارو کول، د کثافت دانۍ خالي کول، په يوه ورځ کې د اوبو د څو چاټيو وړل، لوښي وينځل، د ميو زبېښل، کوچنيو ماشومانو او زړو خلکو ته پاملرنه کول، پخلی کول، غواګانې لوشل، چرګانو ته دانه اچول، تار جوړول، اوبدل، کارت جوړول، ګنډل او توکي وينځل. په نورو سيمو کې په کروندو کې د وينزو د کار کولو په پرتله کم و. سره له دې، په نيواينګلينډ کې وينزو ډېر وخت د ژوند په سختو شرايطو او سوء تغذيې سره سخت کار کاوه. «د درانده کار، د استوګنځای د کمزورو شرايطو او او د نامناسب خوراک له کبله متوسطې تور پوستې ښځې له څلوېښتو کلونو زيات ژوند نه کاوه.[۱۰]

تور پوستې وينزې د ډاليو په توګه سپين پوستو ښځو ته د خپلو مېړونو له خوا او د واده يا د کريسميس د ډالۍ په توګه ورکول کېدې. دا نظر چې د نيواينګليډ مالکان د سويلي سیمو د مالکانو په پرتله پر خپلو مريانو مهربانه وو، يوازې يوه افسانه ده. دوی د تګ راتګ ډېره کمه ازادي لرله، زده کړې او هيڅ راز روزنې ته يې لاس رسی نه درلود. «د هغو مريانو ثبت چې د دوی د مالکانو له خوا په نښه شوي وو، په  غوږونو يې سورې کېدل، دوی تښتېدل، ځانوژنې يې کولې، کورنۍ يې سره پاشل کېدې، يا د انقلابي جګړو په وروستيو کې مخکې تر دې چې ارزښت له لاسه ورکړي په پټه په بارباډوس کې پلورل کېدل، دا دلايل د دې لپاره کافي دي چې د مالکانو د مهربانۍ افسانه رد کړای شي. کله به چې دوی غوصه کېدل نو بيا به يې خپل مريان وهل او په سختۍ سره به يې په درو وهل. وينزې به کله کله خپلو مالکانو دې ته اړ کولې چې د نارينه مريانو سره جنسي اړيکې ونيسي، تر څو ولادونه وزېږوي. دا هم غېر عادي نه وه چې مالکان په خپلو وينزو جنسي تيری وکړي او بيا له دوی څخه حمل واخلي.[۱۱]

سويلي مستعمرې

سمول

د ځای په نظر کې نيولو پرته، مريانو سخت او له سپکاوي ډک ژوند ګاللو، خو په سويلي مستعمرو کې کار تر ټولو سخت و. سويلي مستعمرې د مريانو ټولنې وې. هغوی «له ټولنيز، اقتصادي او سياسي پلوه د مريانو تر کار پورې تړلي وو، ډېر مريان يې درلودل او مالکان يې بې له دې چې د قانون له لاې منظم کړای شي، کولای يې شول په خپلو مريانو پياوړی واک ولري». کروندې د سويل د اقتصادي جوړ ځواک و او د مريانو او وينزو کار د دې اقتصاد بنسټ جوړ کړی و. په لومړيو ک؟ې، مريانو تر ډېره بريده په کروندګرۍ، کروندې او نيال کې کار کولو، نيل، وريژې او کوکنار يې کرل. له ۱۷۹۰ز کلونو وروسته پنبه په يو ستر توليد بدله شوه. وينزو په پراخه برخو کې کارونه کول. له هغوی څخه دا هيله کېده چې هم د کروندې کار تر سره کړي او هم ماشوم وزېږوي او په دې ډول د مريانو نفوس زيات کړي. د امريکا له انقلاب څخه په مخکې کلونو کې، د وينزو شمېر په طبيعي ډول زیات شو نه د وارداتو له لارې. «کله چې د مريانو لرونکي په دې وپوهېدل چې د ولادت له لارې د وينځو لاره چاره ګټوره ده، نو د بيا توليد جنسي اړيکو اداره کول، د وينزو څخه د جنسي ګټې اخستلو يوه نه جلا کېدونکې برخه وګرځېده». ډېرو وينزو د نارينه وو له مرستې پرته خپل اولادونه ستر کړل. نه يوازې ده چې وينزو په کور او کرونده کې کارونه کول، د دې تر څننګ د خپل ماشوم د پاللو اود هغو ماشومانو د پاللو او خوراک ورکولو برخه کې هم ترې کار اخستل کېدو چې د مريانو څښتنانو به غوښتل د دوی د کار لپاره ځواک جوړ کړي. ښځې د کور د وينزو په توګه، د کور مزدورانې وې: پخلی، خياطي، د کروندې د کار کوونکو خدمت اود هغوی اولادونه پالنه يې کوله. وورسته ورڅخه په ډېرو کارخانو کې کار واخستل شو او د متحده ايالاتو په پراختيا کې يې بنسټيز نقش درلود او هلته به په ډېر کم لګښت ساتل کېدل.[۱۲][۱۳]

سرچينې

سمول
  1. White, Deborah Gray (1999). Ar'n't I a Woman?: female slaves in the plantation South (Revised ed.). New York: W. W. Norton. ISBN 0393314812. Archived from the original on 2020-08-18. نه اخيستل شوی 2019-12-17.
  2. Saxton, Martha, Being Good: Women's Moral Values in Early America, New York City, 2003, 121
  3. Saxton (2003), Being Good, p. 122
  4. Saxton, Martha, Being Good: Women's Moral Values in Early America, New York City, 2003, 122-123
  5. Saxton (2003), Being Good, p. 125
  6. Saxton (2003), Being Good, p. 124
  7. Rutagarama, Naomi. "Female Slavery In The South". Prezi. Archived from the original on 2013-12-11. نه اخيستل شوی 12/09/13. {{cite web}}: Check date values in: |access-date= (help)
  8. Catherine Adams and Elizabeth H. Pleck. "The Uniqueness of New England," Love of Freedom, New York, City, 29.
  9. Catherine Adams and Elizabeth H. Pleck. "The Uniqueness of New England," Love of Freedom, New York, City, 30.
  10. Catherine Adams and Elizabeth H. Pleck. "The Uniqueness of New England," Love of Freedom, New York, City, 35.
  11. Catherine Adams and Elizabeth H. Pleck. "The Uniqueness of New England," Love of Freedom, New York, City, 36.
  12. Catherine Adams and Elizabeth H. Pleck. "The Uniqueness of New England," Love of Freedom, New York, City, 29.
  13. White, Deborah Gray. Ar'n't I a Woman, New York City, 1999, 67-68.