په لوړ غږ او خپ غږ د قرآن کریم د لوستلو فضیلت

په لوړ غږ او خپ غږ د قرآن کریم د لوستلو فضیلت

له عقبه بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي: رسول الله ﷺ فرمايي: «په لوړ غږ قرآن کریم لوستل داسې دی، لکه په ښکاره چې صدقه ورکوي او په خپ غږ قرآن کریم لوستل داسې دي لکه په پټه چې صدقه ورکوي». حدیث ابو داود، نسائي، احمد او ترمذي روایت کړی، امام ترمذي وايي: حدیث حسن او غریب دی.