په لومړۍ نړیواله جګړه کې د امریکا ګډون

د امریکا متحده ایالات په لومړۍ نړیواله جګړه کې په اروپا کې دهغې له پیل څخه دوه نیم کاله وروسته د ۱۹۱۷ زکال په اپرېل میاشت کې ښکېل شوه.

د انګلوفیل له هغه عناصرو څخه جلا چې له بریتانیا یې ملاتړ کاوه او د تزاري واکمنۍ سره یې په مخالفت سربېره د روسیې پر وړاندې د جرمني د برید اړوند خواخوږي څرګندوله، د امریکا عامه افکارو په بشپړ ډول له جګړې لرې پاتې کېدل منعکس کول؛ د بې پلویتوب احساس په ځانګړي ډول د آیرلنډي الاصله امریکایانو، جرمني امریکایانو او سکاندنیویايي امریکایانو او همدارنګه د کلیساوو د رهبرانو او په عمومي توګه د ښځو ترمنځ پیاوړی و. له بل پلوه ان له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې د جرمني پر وړاندې د امریکایانو نظر د اروپا د هېوادونو په په پرتله تر ډېره منفي و. د وخت په تېرېدوسره، په ځانګړې توګه د ۱۹۱۴ زکال پر مهال په بلجیم کې د جرمني د جنایاتو او له هغه وروسته په ۱۹۱۵ زکال کې د RMS Lusitania په نوم بریتانوي مسافر وړونکې بېړۍ د ډوبېدو له امله امریکايي وګړو په مخ پر زیاتېدوني ډول آلمان ته په اروپا کې د بریدګر هېواد په سترګه کتل. [۱][۲]

په داسې حال کې چې لا هېواد په سوله کې و، خو امریکايي بانکونو انتانت ځواکونو (فرانسې، بریتانیا، روسیې) ته په لویه کچه پورونه ورکړل، هغه پورونه چې تر ډېره د مهماتو د پېرلو، خامو موادو او غذایي توکو د پېرلو په موخه له اطلس سمندر هاخوا ترې ګټنه کېدله. په داسې حال کې چې ویلسون له ۱۹۱۷ زکال وړاندې د ځمکنۍ جګړې لپاره ډېر لږ چمتووالی درلود، خو د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو لپاره یې د بېړیو د جوړولو امر ورکړ. په ۱۹۱۶ زکال کې ولسمشر د جګړې ضد لیدلوري لرلو له امله یوځل بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

په ۱۹۱۷ زکال کې د بلجیم او د فرانسې د شمال په اشغال سره، په داسې حال کې چې روسیه هم له سیاسي بدلونونو سره مخامخ وه او په پاتې نورو انتانت هېوادونو کې هم نور ډېر لږ توان پاتې و، جرمني په اروپا کې تر ټولو مخکښ بلل کېده. په ورته مهال د جرمني متحدې عثماني سترواکۍ بصره له لاسه ورکړې وه، خو په عراق، سوریه او معاصر فلسطین کې یې خپلې نورې سیمې ساتلې وې، خو له دې سره د انتانت هېوادونو اقتصادي بندیزونه په آلمان کې د سون توکو او خوراکي توکو د کمښت لامل وګرځېدل او آلمان هم پرېکړه وکړه چې نامحدوده سمندري جګړه له سره پیل کړي. موخه دا وه چې له نورو هېوادونو څخه بریتانیا ته له اتلانتیک هاخوا د توکو رسولو لړۍ ېرې کړي، په داسې حال کې چې د جرمني لوړ پوړي قوماندانان په دې پوهېدل چې د امریکا بیرغ لرونکو بېړیو ډوبېدل، په غوڅه توګه د امریکا متحده ایالات په جګړه کې ورګډوي.[۳]

جرمني همدارنګه د امریکا او مسکیکو په جګړه کې مکسیکو ته د خپلو له لاسه وتلو ځمکو د بېرته نیولو په موخه د مرستې محرمانه وړاندیز د زیمرمن تلګرام په نامه په یوه کوډ شوي تلګرام کې ولېږه چې د بریتانیا د استخباراتو له خوا وموندل شو. د دغه تلګرام خپرېدو هغه مهال د امریکایانو غصه راوپاروله چې هم مهاله جرمني اوبتلونو په شمالي اتلانتیک کې د امریکايي سوداګریزو بېړیو په ډوبولو کار پیل کړ. ویلسون له کانګرس څخه د «ټولو جګړو د پای ته رسوونکې جګړې» اجازه وغوښته، چې پر باور یې:«نړۍ د دیموکراسۍ لپاره په خوندي» بستر اړوي، کانګرس د جرمني په وړاندې د جګړې د اعلان په اړه د ۱۹۱۷ زکال د اپرېل په شپږمه رایه ورکړه. امریکايي ځواکونو د ۱۹۱۸ زکال په اوړي کې په لوېدیځه جبهه کې د جنرال جان جي پرشینګ تر قوماندې لاندې لوی پوځي عملیات پیل کړل.[۴]

د ځواکونو کچه

سمول

متحده ایالات له د وسلو له هغې سیالۍ چې اروپایي قدرتونه له جګړې سره په نښلېدلې لسیزه کې په کې ښکېل وو، شاته پاتې و. په ۱۹۱۶ زکال د متحده ایالاتو د فعالو وسله والو ځواکونو شمېر څه باندې۰۰۰ ۱۰۰ کسه وو، په داسې حال کې چې  په ورته مهال یوازې په یوه ورځ کې د فرانسې، بریتانیا، روسیې او جرمني څه باندې۰۰۰ ۱۰ سرتېري وژل شوي و او داسې جګړه یې کړې وه چې د تلفاتو شمېر له۰۰۰ ۲۰۰ تنو اوښتی و. دا په دې معنا و چې د متحده ایالاتو ټول پوځ چې د ښکېلتیا په درشل کې و، کېدلای شو، تر دغه مهاله د جګړې د ځانګړنو له مخې په یوه اونۍ کې له منځه تللی وای. [۵]

د جګړې اعلان

سمول

جرمني

سمول

د ۱۹۱۷ زکال د اپرېل په ۲ مه، ویلسون د کانګرس له ځانګړې ګډې ناستې وغوښتل د آلمان د سترواکۍ پر وړاندې د جګړې اعلان وکړي او څرګنده یې کړه:«موږ د خدمت په برخه کې هېڅ خودخواهانه موخه نه لرو». د دې لپاره چې جګړه تر ټولو غوره لار وبولي، هغه جګړه په آیډیالیستیکي ډول انځور کړه او څرګنده یې کړه چې: دغه جګړه به«نړۍ د دیموکراسي لپاره په غوره بستر واړوي» او بیا یې وروسته وویل چې:«دغه جګړه د جګړې پای ته رسوونکې ده». ویلسون څرګنده کړه چې: متحده ایالات په جګړه کې د داخلېدو اړوند اخلاقي مسئولیت لري. د نړۍ راتلونکې د جګړې په ډګر کې معلومېده او د امریکا ملي ګټې یوازې د یوه غږ په تمه وې. [۶]

له حالت څخه د ویلسون تعریف د پراخو ستاینو سره مل شو چې له هغه مهاله یې په نړیوالو او نظامي چارو کې د امریکا ونډه معلومه کړه. ویلسون باور درلود: که چېرې مرکزي ځواکونه بریالي شي، دا به د متحده ایالاتو لپاره ډېر ناوړه عواقب ولري. آلمان په اروپا لویه وچه له وړاندې رول درلود او په دې بریا سره به یې په سمندرنو هم کنټرول پیدا کاوه. لاتینه امریکا هم په ډېرې آسانۍ د برلین تر کنټرول لاندې ورتله او د دیموکراسي، لیبرالېزم او خپلواکۍ آرمانونه له منځه تلل. بل پلو که چېرې متفقین له مرستې پرته بریالي شوي وای، دې ګواښ شتون درلود چې د امریکا سوداګریزو ګټو ته له پام پرته به نړۍ سره شیندل شوې وای. هغوی له وړاندې هوډ درلود چې د امریکايي سوداګرو له خوا د رامنځته شوې سیالۍ سره د مقابلې په موخه د دولتي پورونو، تعرفوي دېوالونو او کنترول شوو بازارانو څخه ګټنه وکړي. د ویلسون په خبره: حل لار«له بریا پرته  د سولې » درېیمه لار وه. [۷]

د ۱۹۱۷ زکال د اپرېل په ۶ مه، کانګرس د جګړې اعلان وکړ. په سنا کې هم دغه پرېکړه لیک په ۸۲ موافقو او شپږو مخالفو رایو تصویب شو. سناتورانو هري لین، ویلیام جی ستون، جیمز واردامن، اسل ګرونا، رابرت ایم. لافولت او جورج ډبلیو. نوریس دغه پرېکړه لیک ته منفي رایه ورکړې وه. د دواړو جرګو په ګډه ناسته کې بیا د ۳۷۳ مثبتو او ۵۰ منفي رایو پر بنست دغه پرېکړه لیک تصویب شو، مخکښ دیموکرات دیپلومات کلود کیچین له هغو سره مخالفت وکړ. بل مخالف هم په کانګرس کې لومړۍ ښځینه غړې ژانت رانکین وه چې د هغو مخالفت یې وکړ. د دغې پرېکړې مخالفین تر ډېره له لوېدیځ او منځني لوېدیځ راغلي و. [۸]

اطریش- هنګري

سمول

د متحده ایالاتو سنا په بشپړو ۷۴ موافقو رایو سره له آلمان سره په نامحدودې سمندري جګړه کې د ونډې اخیستو له امله له اطریش هنګري سره د اړیکو په پرې کولو د هغو پر وړاندې د ۱۹۱۷ زکال د ډسمبر په اوومه د جګړې اعلان وکړ. داستازو جرګې دغه پرېکړه لیک په ۳۶۵ موافقو او یوې مخالفې رایې تصویب کړ.[۹][۱۰]

ولسمشر ویلسون د سناتور هنری کوبات لاج او د پخواني ولسمشر تیودور روزولت له خوا تر فشار لاندې راغی چې د عثماني سترواکۍ او بلغاریا پر وړاندې چې د جرمني متحدین و و، د جګړې اعلان وکړي. ولسمشر ویلسون د ۱۹۱۷ زکال په ډسمبر میاشت کې  کانګرس ته وینا چمتو کړه او څرګنده یې کړه چې:« زه ... کانګرس ته وړاندیز کوم چې هرڅومره ژر چې کېږي، له اطریش –هنګري، ترکیې او بلغاریا سره د جګړې اعلان وکړي». له دې سره له پراخو خبرو اترو وروسته، د آلمان د نورو متحدینو پر وړاندې د جګړې پرېکړه وځنډول شوه.[۱۱]

سرچينې

سمول
  1. Jeanette Keith (2004). Rich Man's War, Poor Man's Fight: Race, Class, and Power in the Rural South during the First World War. U. of North Carolina Press. pp. 1–5. ISBN 978-0-8078-7589-6.
  2. Barnes, Harry Elmer. The Genesis of the World War (1925) pp. 590–591
  3. "World War One". BBC History.
  4. Link, Arthur S. (1972). Woodrow Wilson and the Progressive Era, 1910–1917. New York: Harper & Row. pp. 252–282.
  5. Herring, "James Hay and the Preparedness Controversy, 1915–1916," p. 383
  6. for detailed coverage of the speech see NY Times main headline, April 2, 1917, President Calls for War Declaration, Stronger Navy, New Army of 500,000 Men, Full Cooperation With Germany's Foes
  7. John Milton Cooper, Jr., Woodrow Wilson: A Biography (2011) pp. 383–89
  8. Simon Newton Dexter North; et al. (1918). The American Year Book: A Record of Events and Progress. Thomas Nelson & Sons. pp. 10–11.
  9. H.J.Res.169: Declaration of War with Austria-Hungary, WWI, United States Senate
  10. Jennifer K. Elsea; Matthew C. Weed (April 18, 2014). "Declarations of War and Authorizations for the Use of Military Force: Historical Background and Legal Implications" (PDF). p. 9. Archived from the original (PDF) on August 10, 2006. نه اخيستل شوی July 21, 2014.
  11. Petkov 1991، م. 44.