په لودیځ کې د دهریت د مفکورې لاملونه

په لوديځه نړۍ كې د علمانيت د مفكوري لاملونه او اثار

لومړي : په لوديځه نړۍ كې د علمانيت د مفكوري لاملونه: هره نظريه او مفكوره چې مينځ ته راځي نو د هغي شاته په حتمي او لازمي ډول يو شمېر عوامل او وجوهات موجود وي چېد هغې په پايله كې دغسي مفكوري او نظریې مينځ ته راووځي برابره خبره ده كه دغه مفكوره د خلكو د زړو مفكورو څخه تنګ كېدل وي اويا هم د هغوی په خپله نظريه كې تطور او پرمختګ او نوي څيړنيزو كارونو په وجه دوى نوي مفكوري ته رسيدلي وي او يا داسې نور خومونږ پدي څپركى كښې غربي نړۍ كې ددي مفكوري عوامل څيړوهغه چې دا نظريه یې مينځ ته راوړه او يا په بل عبارت كوم حالات وو چې دا مفكوره ترى وزيږيده چې هغه به په لاندو نقطو كې ښكاره كړود يادوني وړده چې ددي مفكوري د پيدا كېدو وجه د خلكو تنګيدل وه نه دا چې د نوي څيړنو په واسطه یې څه لاس ته راوړنه كړي او هغه عوامل او اسباب په لاندى ډول دي :

لومړي : د كليسائې مشرانو سركشي : سمول

غرب په مينځني پيړيو كې په ډېره سختي كې ژوند كولو او غټه وجه یې د كليسا سركشي وه كوم چې یې د خپل واګ نه غلطه فايده اخستله او خپل قدرت او واګ یې په غرب باندې غالبه كړي وو، په نتيجه كې د كليسا خپل احوال او حالت هم ډېر فاسد او بيكاره شولو او دكليسا مشرانو به د خپلو مقصدونو او هوسونو د پوره كولو لپاره ديني اړخ څخه بده استفاده كوله په خپل ناپوه او جاهل ملت به یې خپل هر كار دديني كار په نوم كولو خو كه چا به ددوي د امرونو مخالفت كولو هغه به یې ددين اوكليسا مخالف كڼلو او هغه ته به یې ډول ډول سزاګاني وركولي هيچا ته ددي اجازه نه وه چې د كليسا د اوامرو نه مخالفت وكړي اګركه به د كليسا كار او امر د تجربي او علمي څيړنو مخالف هم وو، او كليسا د خپل قدرت لمنه هر څه ته پراخه كړي وه ديني ، اقتصادي، سياسي او علمي اړخونه یې ټول د خپل زور او واګ لاندى راوستي وه، د خپلو اتباعوپه عقلونو، مالونواو دهغوی په كارونو یې داسې احكامات وضع كړي وه چې دهغي هېڅ بيلګه مخکي نه وه او خپل پيروان یې دير په تنګ كړي وه چې د هغي د جملي نه څه په لاندى ډول دي :

الف- ديني سركشي : سمول

  1. داچې په يو الله تعالي باندې ايمان لرل كوم چې شريك نه لري او نه د هغه نه غير څوك په حقه د عبادت لايق او اهل دي عيسي د الله تعالى بنده او رسول دي دي نظريه او مفكوره كې فرق راغللو او تغيير یې و موندلو، ايمان په دريو خدايانو واجب وګرځول شولو ( پلار يعنې الله تعالى جل جلاله ، ځوي يعنې عيسي عليه السلام ، روح القدس جبرائل عليه السلام) (والعياذ بالله ) دا مفكوره او نظريه د نيقيه غونډي نه وروسته كومه چې په كال ۳۲۵م كې شوي وه په نتيجه كې ئې مسيحيت د روم د رسمي دين په نوم اعلان شو، نو له هماغه وخته راهيسي كليسا سركشي شروع كړه او دبد نه بد تر قسم د ظلم او جبر كارونه یې سرته ورسول دغه د تثليث يعنې دريو خدايانو مفكوره یې په خلكو په زوره منله ددي مفكوري په مخالفينو یې لعنت ويلواو يواځي په لعنت ويلو یې بسيا ونه كړله بلكې د خپلو مخالفينو كوم چې د توحيد په مفكوره كلك ولاړ وه ويني يې توى كړي او قسما قسم عذابونه یې ورباندې وڅكل، تر څو خلك د توحيد د مفكوري نه دي محرفي تثليثي مفكوري ته راواړوي. ټولي څيړني دا په اثبات رسوي چې مسيحيان د توحيد د عقيدي نه دري ګوني نظري ته په راړونه كې د بولس - شاول – يهودي غټ لاس وو او دا هماغه كس دي چې د لومړي ځل لپاره یې مسيح عليه السلام د الوهيت مرتبي په نوم ونوماوه او په دي عقيده وو چې دا دالله تعالى ځوي دي ، الله تعالى دداسې ټولو عقيدو او پوچو مفكورو څخه لوړ دي هغه هېڅوك په ځوي ولي نه دي نيولي، د ا عقيده د يهودو د دسيسو او چلونو څخه وه كومه یې چې د مسيحيت اصلي او پاكه عقيده په دغه ناكاره او غلطه مفكوره بدله كړله چې هېڅ اساس يې نشته او نه مخکي پيژندل شوي وه .
  1. كليسا دعبادت په كارونو كې هم د خپلې خوښې او له ځان څخه بشري كارونه په عبادت كې دا خل كړل او ورته یې د مفاهيم غيبي نوم وركړو او دايې د پټ پاك رازونو په نوم هم ونوماوه، دېته یې خپل انداز او وختونه وټاكل چې په ټاكلي وخت كې به ويل كېدل او د هغي به پوره احترام او درناوى كيدلو په ټولو خلكو به لازمي وه چې ددي پابند وي او د سرغړوني او مخ اړوني په صورت كې به د سزا مستحق ګرځيدل.
  2. ديني احكام او تشريعات یې د كليسا اوامر او قرارت وه كوم چې د الله تعالى د طرفه نه په دوي نه وه مقرر شوي، كليسا ټول احكام ځان ته واړول د هرڅه حل او حرمت یې د ځان پوري وتړلو دوي د حلال والي او حراموالي اوامر او قرارات صادرول پرته ددي څخه چې د الله تعالى او دنبي احكام او اوامر په نظر كې ونيول شي خلك او خپل پيروان یې په زور مكلف كول.

كليسا د مقدسو غونډو او مجالسو له لارې ځان خپلو پيروانو او ټولنو ته اله وړاندي كړو په دې سره دوي ځان د إله په شان مقدس او پاك وروپيژندلو او هم يې په احكامو او معاملاتو كې د حلال والي او حرام والي زيادت او كموالي حق ځانته وركړو هيچاته ددي اجازه نه وه چې دكليسا په كارونوكوت نيونه وكړي آن چې د خپل نظر او رایې د ښكاره كولو حق یې هم نه وركولو اګر كه به هغه لوړ او پوه شخصيتونو څخه هم وو، هرچا چې به يې اطاعت او خبره ونه منله نو هغه به دټولو شيانو څخه محروم وو په هغه باندې به لعنت وو ځكه هغه په خپل دي كار سره ددين څخه وتلي ګڼل كيده او كافرانو څخه شمېرل كيدلو. دهغو كړنو څخه چې كليسا په خپل سر په خلكو حلال او حرام وګرځول څه هغه شيان هم وه چې مخکي حلال وه خو دوي حرام وګرځول اويا به حرام وه دوي حلال وګرځول د لا وضاحت په خاطر به يې څو بيلګي څرګنديې كړو: د ماشوم سنت كول مخکي واجب وه نو وروسته بيا حرام وګرځيدل ، مرداره مخکي حرامه وه اوس یې حلاله وګرځوله ، بتان ساتل او جوړول مخکي شرك او وثنيت وو او اوس د پرهيزګاري ښه تعبيروګرځيدلو، همدارنګه دديني عالمانو ته مخکي واده كول حلال وو اوس ورڅخه منعه راغلي ده ، مخکي كليسا د خپلو پيروانو څخه مالونه اخستل حرام ګڼل خو اوس یې په خپلو اتباعو باندې فرض او لازم وګرځول او لازمه ئې كړه چې كليسا ته بايد ماليه وركړي ، او ديته ورته نور زيات كارونه او اوامرونه پرته ددينه چې دالله تعالى د طرف كوم دليل یې په حل او حرمت باندې وي دغو غونډو د حلال والي څخه حرام وګرځول او دحراموالي څخه یې حلال وګرځول، ددي سره سره كليسا د تثليث يا دري ګوني خدايي سره داسې عقايد يوځای كړل چې له امكان څخه لري وه مګر پرته ددينه چې دغه پيروان یې پري ايمان راوړي بله چاره او دخلاصون لاره یې نه وه او ددي په شرعي كېدلو به هغسي اقرار اوايمان راوړي كوم قسم چې د كليسا د خپلې نفسي غوښتني سره موافق وي. او په دي كې د خپل دين زاړه احكام او اوامر هېڅ ارزښت نه لري او نه دا حق لري چې زړو احكام اونظرياتو ته مراجعه وكړي .

دكليسا يو شمېر هغه شعائر او مقدسات چې كليسا پري خپل پيروان پابند ګرځولي د وثنيت اويولړ نورو خرافي عقايدو سره تړاو لري دهغي جملي نه ځيني لاندى ډول دي:

1- التعميد (كليسائې بڼه خپلول): ددي طريقه داسې ده چې د كليسا مشر به اوبه راواخلي او كوم كس چې نوي په مسيحي دين كې داخل شوي وي د هغه تندي باندې به یې ور واچوي، او يا دا چې دغه كس ته به په اوبو كې غوپه وركړي د تثليث د عقيدي په بنياد چې د پلار،زوی او جبرائل په نامه به غوپه وركړي خو لازمه داده چې د كليسا مشر به دا كار كوي خو كه هغه نه وي نو بيا به یې بل څوك كوي البته دېته بيا تعميد الضروره ويلای شي په دې معنى چې د ضرورت په اساس بل چا ترسره كړل. پرته له دې هېڅ شخص پوره په مسيحيت كې نه شو داخلېدای په مسيحيت كې د داخلېدو دا لومړۍ نښه ده او د غوپې په وركړې سره په مسيحيت كې دا خل شولو او دا د نورو مسيحيانو په شان مسيحي وګرځيد، او كه داسې به نه وه شوي نو تر هغې به مسيحي نه ګڼل كېدو.

2- العشاء الرباني: سمول

(الهي ماښامنی) هغې ماښامنۍ ډوډي ته اشاره ده چې عيسي عليه السلام د خپل ژوند (د مسیحیانو په آند) په وروستي وخت کې له خپلو حواریونو سره خوړلې وه. په هغه ماښامني كې وچه ډوډۍ او شربت ول. اوس دوي د هغې نه دا مقصد اخلي چې د ډوډۍ څخه مقصد او اشاره د عيسی عليه السلام بدن ته ده ځكه هغه د بشريت د خلاصون لپاره خپل ځان قربان كړو. شربت او شراب بیا د هغه وینو ته اشاره ده، چې د همدې مقصد او غرض په خاطر توى شوي، نو په دې رباني ماښامني كې لږه لږه پتيره ډوډۍ خوړل شربت او شراب څښل لازمي ګرځول شوي چې په دې ډول د عيسى عليه السلام ياد پری وشي او هم د مسيحيانو لپاره دا يو روحاني خواړه دي نو كوم كس چې دا ماښامنۍ وخوړه نو ددغه خوړونكي او د عيسى عليه السلام او د هغه د لارښوونو منځ كې كډوالی راغی.

مقصد دا شو چې چا په دغه ماښامني كې ګډون وكړ، په هغه كې د عيسی عليه السلام لارښوونې ځای نيسي او ددې ماښامني له خوړلو پرته هېڅ هم نه وي ځكه ددې څخه هغه ايثار او قرباني موخه ده چې هغه (عیسی علیه السلام) د بشريت لپاره وركړې او ځان یې ورڅخه قربان كړی دی، نو په دوي لازمي ده چې په دې نيت دغه ماښامنی ډوډي او شراب وڅكي.

3==- تقديس الصليب وحمله:== ( د صليب نښان عزت او قدر كول او د ځان سره یې وړل) دغه د مسيحيانو د هغو پاتو او غلطو رواياتو او عنعناتوڅخه دي په كوم سره چې دوي د ثواب او اجر غوښتونكې دي او په دي باندې ځان د عيسي عليه السلام پيروان كڼي او دا وايي چې دا دهغه امر دي چې مونږ ته یې كړي. دا عقيده داسې ده چې دوي وايي مخکي له دينه چې عيسي عليه السلام ځان دار ته وړاندي كړلو او په دار وختلو، د هغه نه دا امر هم راغلي دي چې هغه ويلي دي:

كه څوك له تاسي څخه دا وغواړي چې ما پسي دي راشي نو په هغه لازمه ده چې خپل ځان او كار پريږدي او دغه ددار نښان په خپلو اوږو راواخلي او ما پسي راشي. دغه د صليب او دار نښان د ځان سره اخستل د مسيحيانو په نزد يې معني داده چې ژوند بد ګڼل او بد مرګ ته هم تياراوسيدل كوم چې ددار مرګ دي ځكه چې مجرمين په دار خيژول كېږي، دغه مفكوره په عيسويانو كې د ددوي په نظر او كومان د عيسي عليه السلام په دار كېدلو نه وروسته قوي او سپيڅلې وګرځيده ، او دا ددوي په نيزد د عيسي عليه السلام د يادښت او دهغه د هغي غټي قرباني قدر كول دي كومه چې هغه د بشريت په خاطروركړي ده دا مفكوره چې عيسي عليه السلام په دار ځړول شوي او يا يهودو مړ كړي اسلام باطله ګرځولي ده الله تعالي د دوي د شمنانو څخه ژوندي بره وړي دي الله تعالى پدي هكله داسې فرمايلي دي :

 وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكيمًا  ژباړه : او په سبب د ويلو او وينا ددوي يعنې يهودو داسې چې بيشكه وژلي دي مونږ مسيح عيسي زوى د مريمي رسول دالله ، حال دا چې نه وو وژلي دوي دغه عيسي عليه السلام او نه یې پر دار كړي وو دا ليكن مشتبه كړي شوي دو او په شبه كې اچول شوي دي دوي ، او بيشكه هغه كسان چې اختلاف یې كړي دي په حق د عيسي عليه السلام كې خامخا په شك كې دي ،او نشته دي دوي ته په شان دده كې هېڅ علم مګر تش متابعت او پيروي د ګومان خپل ، او نه وو وژلي دوي عيسي عليه السلام بلكه پورته كړي وو دي الله طرف خپل ته ، او دي الله ښه قوي غالب او د ښه حكمت والا. 4- عقيدة الخطيئة الموروثة :

( په ميراث كې بل ته ګناه پاتي كيدل) په دى معني چې پلار يوه ګناه وكړي نو اولاد به یې هم د هغي ګناه جزا څكې، ددي موضوع اساس او تهداب د مسيحيانو په عقيده كې دادي چې وايي:

ادم عليه السلام ګناه كړي او د هغي سزا خو هغه ته وركړل شوه خو دهغه اولاد ته نه ده وركړل شوى نو پكار دا وه چې دهغه اولاد ته هم د هغه د ګناه سزا وركړل شي خو دالله تعالى د صفاتو نه يو صفت د عدل او رحمت دي او د عدل غوښتنه داده چې الله پاك د ادم عليه السلام په خطا باندې كومه چې د هغه نه شوي او د هغي په سبب او سزا باندې د جنت څخه ويستل شوي دي د هغه اولاد هم په عذاب كړي او جزا يې وركړي د هماغي خطا په سبب باندې ادم عليه السلام او دهغه اولاد د الله څخه د لري والي وړ ګرځيدلي دي ، خو دا چې د الله تعالى د رحمت غوښتنه داده چې خپل بشر ته بښنه او مغفرت وكړي ، نو ددي دواړو صفاتو جمعه والي ممكن نه وو مګر په مينځ والي او واسطه راتلو د خپل يواځيني ځوي ( والعياذ بالله ) مينځ ته په راوړلو سره چې د بشر په شكل یې راوليږلو داسې ژوند وكړي لكه ځنګه یې چې انسان كوي او بيا په ظلم سره ووژل شي ترڅو د بشر د ګناه جبيره شي.

په عهد الجديد كې راغلي دي چې عبارت یې په لاندي ډول دي: دالله تعالى د محبت او رحمت په بنياد د بشريت د پخواني خطا د جبيره كېدلو په خاطر دا لاره جوړه كړه ترڅو د بشر اولاد د هغي خطا د سزاء نه بچ شي كومه یې چې پلار كړي وه نو لدي كبله عیسی عليه السلام ددي لپاره را وليږل شو چې د بشريت څخه خطا الله وبخښي او د الله تعالى د محبت عدل او رحمت ترمينځ همدا مينځكړي او واسطه ده ، ځكه د عدل غوښتنه همدا وه چې بشر به په سبب د هماغي خطا چې ددوي پلار كړي وه د الله د رحمت نه همداسې لري وي خو د عدل رحمت غوښتنه داده چې دوي معاف كړي نو له دي امله یې خپل ځوي ( والعياذ بالله ) مينځګړي كړلو او قربان یې كړلو تر څو د بشريت دا ګناه ورباندې معاف كړي او بشريت دده د قرباني نه وروسته يوځل بيا الله ته نيزدي شولو. قران پاك دا مفكوره ردوي او دا ښكاره كوي چې ادم عليه السلام خپل رب ته رجوع وكړه او د هغه څخه یې د هغي خطا بخښنه وغوښتله چې له ده څخه شوي وه ،الله ورته بخښنه وكړه ، نور یې د هيچا واسطو او مينځكړتوب ته ضرورت او اړتيا نه شته دي ،الله په خپل فضل او رحمت سره هغه ته د هغي اجتهادي خطا معافي كړي د كومي په هكله چې الله پاك په خپله داسې فرمايي :

 فَتَلَقَّى آدَمُ مِنْ رَبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ  ژباړه : پس زده كړي ادم عليه السلام له پروردګار خپل څخه څو كليمي ، پس رجوع وكړه الله په هغه باندې په رحمت سره ، بيشكه هم دي دي ښه توبه قبلوونكې ښه مهرباني كوونكې . او په بل ځای كې يې په اړه داسې فرمايي:

 وَعَصَى آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَى ثُمَّ اجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَى ژباړه : او نافرماني وكړه ادم عليه السلام له حكم د رب خپل (په سبب د هيرولو د حكم د رب ، يا په اجتهادي خطا سره ) پس چپ شو د مطلوبه د هميشه والي څخه ، بيا غوره كړ الله دغه ادم عليه السلام لره ، نو رجوع وكړه الله په دي باندې په قبول د توبي سره او هدايت یې ورته وكړلو .

داهم ناسمه ده چې الله تعالي د يوكس د ګناه او خطا سزا بل كس ته وركړي بلكې هر كس د هرقسمه سزا د عمل په خپله هماغه عمل كوونكې ته وي نه بل چاته ځكه الله پاك فرمايي :  وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى  ژباړه : او نه اخلي هېڅ نفس ګناهګار بار د ګناهونو د بل كس . په بل ځای كې داسې فرمايي  أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى  ژباړه : نه پورته كوي هېڅ نفس پورته كوونكې بار او پيټي د بل نفس ، او بل دا چې نشته هېڅ انسان لره مګر جزا د هغه شي چې كړي یې دي .

ددي نه معلوميږي چې كوم كس هرعمل وكړي د هغي بد ل هماغه ته وركول كېږي او د هغه بدل بل چاته وركول ظلم تجاوز او ناروا دي .

  1. صكوك الغفران والحرمان: ( د بخښني او حراموالي ټكټونه) دا د كليسا د بيكاره كارونو څخه دي د كومي په واسطه یې چې ټولنه خرابه كړي او دغه ونډي او ټكټونه په خلكو پلورل د پيسو په مقابل كې هغوی ته بښنه كول اوهغوی باندې جهنم حرامول ، هغه داسې وه چې كله به پاپ اراده وكړه چې كومه كليسا جوړه كړي او يا داسې نورو اړوندو كارو ته یې پيسي پكار شولي نو هغه به دغه ټګټونه راوړاندي كړل او په خلكو به یې وويشل تر څو یې په بيعه واخلي لكه څنګه چې د تجارت او داسې نورو كارونو كې څوك ونډي او برخي اخلي ، په دغه ټكټ كې به یې خالي ځایونه پريښي وه تر څو د هغه كس نوم پري وليكل شى چې د غه ټكټ به یې اخيستلو اود بخښني غوښتنه به یې كوله ، خو ډېره عجيبه لا دا وه چې دغه ټكټ به د اخستونكې لپاره مخکني او وروستني ټول ګناهونه معاف كول، يا په بله معني دغه ټكټ داخستونكو لپاره يوقسم د ګناه او بد فعلي لاره خلاصوله او يو قسم اجازه يې وركوله ځكه هغه په دي ټكټ باندې د هغوی په ګمان سره جنت اخستي وو او دده ورتګ ورته لازمي ګرځيدلي وو، ګناهونه ده ته معاف شوي وو نو چې بيا به یې څه زړه غوښتل هغه به یې كول ځكه دا ګناهونو څخه پاك ګرځيدلي وو او هېڅ داسې شي نه وو چې هغه د جنت ته د تلو نه وګرځوي. دا د هغه كارونو څخه وو چې كليسا ورباندې پيسي راټولولي خو په دي سره یې د ټولنې ټول اساسات له مينځه يوړل او د انساني ټولنو څخه یې حيواني ټولنې جوړولي.
  1. الاعتراف : په خپلو ګناهونه اقرار او اعتراف كول كليسا دجنت په ټكټونوبسنه ونه كړه او دهغي سره یې يو بل كار هم وكړو هغه دا چې په ګناهكار او بدفعله باندې یې لازمه ګرځولي وه چې دكليسا عالم ته په ځانته وخت كې راشي د هغه په مخکي د خپلو كړو ګناهونو اقرار وكړي هغه به ورته بيا د كړي ګناه معافي او بخښنه وكړى ، كليسا او ددوي ديني خلكو په دي سره مال راټولولو، په دغه ځانته راتګ وخت كې چې كله به د پادري ته راتلل هغه اعمال به سرته رسيدل چې د بشر وجدان به نه منل او غوني ورته ځيك كېږي .

دا پداسې ډول وه چې اول به دغه كس په ځانته وخت او پټ حالت كې يوازي د پادري سره پاتي شولو نو اول به یې ورباندې ټوله د خپل كړي جرم قصه وكړله او وروسته به یې بيا د هغه د ب ښني قيمت ورته وويلوهغه به یې ورڅخه واخستلى، چې كله به كومي ښځي اوانجوني او كم عمر هلكانو څخه څه قسم ګناه وشوله نو ده ته به په داسې حالت كې راغلل ده به اول ورڅخه خپله د ګناه قصي اوريدلي اووروسته به یې بيا خپله برخه مال تر لاسه كړلو، بيا به یې ورسره بدفعلي هم وكړله او هغه داسې چې هغه به د كړو ګناهونو بښنه غوښتله ده به نوره هم ورباندې وكړله ، له تير څخه بد تر به وګرځيدلو.

  1. حياة الرهبنة : (د رهبانيت ژوند ) هغه دادي چې ددنيا نه په ټولو معناو سره پريكون كول او ټوله پاملرنه ددين طرف ته كول دا نو هغه بدعت دي چې په عيسويت كې د ټولو عقايدو او ديني كارونو څخه ډېر مهم او غوره دي، دوي به رب ته ځانونه ډېر نيزدي ګڼل او دا یې د عبادت وروستى پړاوكڼلو، خو ددي په مقابل كې الله تعالى ددي خبري نه برات او بيزاري اعلانوي او څرګندوي چې دا مونږ پردوي نه دي فرض اولازم كړي بلكې دوي د خپل ځان څخه غوره كړي كار وو خو نتيجه یې هم همدا شوله چې مسيحيانو بيا ددي خيال ونه ساتلوبلكي دهغي خلاف كارونه یې كول يعنې په ځان لازمي كړى عمل یې هم سر ته ونه رسولونو الله پاك ئې په اړوند داسې فرمايي:  وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاءَ رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا  ژباړه : او پيدا كړي وو دوي له ځانه رهبانيت ددنيا پريښودل چې نوي یې له ځانه جوړ كړي وو دوي او مونږ نه وو مقرر كړي په دوي باندې دغه رهبانيت، مګر دوي غوره كړي وو رهبانيت لپاره د خوښي د الله پس ونه كړ دوي رعايت ددي لكه چې حق د رعايت یې وو.

ابن كثير رحمه الله د فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا په تفسير كې وايي : چې دوي پري ونه دريدل هغه چې دوي په خپل ځان لازم كړي وو، دا خپله ددوي په حق كې ملامتيا او بدي ده او هغه دوه وجهوسره لومړي : د الله په دين كې نوي شي رايستل كوم چې الله پري امر نه وو كړي، دویم :بيا په هغو نه ودريدل پدي معنى چې هغه څه دوي په ځان لازمي ګرځولي دوي پر هغو ونه دريدل په دي ګمان وو چې دا الله تعالى ته د نيزديكت لاره ده او سړى پري هغه ته نيزدي كېږي. د رهبانيت ژوند په حقيقت كې د ژوند دټولو اقسامو سره پريكون كول دي چې په هغي كې واده كول دي د نرانو او ښځينو دواړو لپاره ، دوي دواړه يوځای اوسيدل ، د ژوند هر فطري كار ته په سپكه كتل او هغه منعه كول، همدا يو اصل یې د فسق او اخلاقي بد كاري لپاره كافي دي دوي د يوي خوا وادونه نه كوي خو له بلي خوا بيا هغه اعمال سرته رسوي چې ټولو دينونو هغه حرام ګرځولي او منعه يې ورڅخه كړي، په اوسني وخت كې مونږ ددوي د كليساګانو د راهبانو او پادريانو حالات هم واوريدل چې لويان خو څه كوي چې واړه ماشومانو څخه یې هم د خپل جنسي خواهش لپاره كار اخستي دي، دا هغه عمل دي چې ددوي مشر پاپ هم پري بخښنه وغوښتله نو چې د ماشومانو سره يې دا كارونه كړي او كوي یې د لويانو سره به یې څه حال وي، په خوله د رهبانيت دعوي كوي په دي معنى چې ددنيا څخه بيزاره او دفطرت د ټولو كړنو مخالف دي خو بيا داسې اعمال سرته رسوي چې ټوله دنيا ورته ګوته په غاښ پاتي شي، بهتره به دا وه چې درهبانيت نوم یې نه وي اخستي او خپل كار یې په خپل شكل كولي دا چې درهبانيت نوم د لاندى دا اعمال سرته رسوى دا بيا په خپله ددوي دعقيدي روسته والي او كمزورتيا ښي ، دوى وايي يو څه او كوي بيا بل څه ، نودا چې په خپله یې په ځان عملي كولي نه شي بيا نور ولي ورته رابولي .

پورته بيان شوي عقايد او ګړني او ددي نه غير نور زيات بي كاره او غلط عقايد او ګړني وي چې كليسا په خپلو پيروانو لازمي ګرځولي وي، هغه چې ټولنې ته يې هېڅ راز سوكالي او غوره والي نه شو راوړلي، او دپورتنيو ټولو عقايدو او ګړنو ناكار والي او باطل والي په اسلامي عقيده كې واضح او ښكاره دي، دپورتنيو عقايدو خاوندان هېڅ ددي حق نه لري چې په دغه مترقي او علمي وخت كې د خلكو او ټولنو مشري وكړي او د انسانانو په عقلونو باندې حكمونه وچلوي دغه عقيدي د هېڅ سماوي دين سره توافق او اړخ نه لګوي بلكې د خپل خواهش او هوس د پوره كېدلو لپاره ورڅخه د يوي الي او كارندي په شكل كار اخستل شوي يوازي نوم یې د مقدسي او پاكې عقيدي وركړي . 

ب – مالي سركشي : سمول

كليسا په ديني اړخ كې خپل تعليمات او لارښودني پريښودلي وى همدارنګه یې په مالي اړخ كې هم پريښي او په كتابونو كې یې يوڅه راوړي او عمل یې په بل ډول وى ،سره ددي نه چې اوسني انجيلونه ټول سره محرف دي او په خپل حال نه دي پاتي خو بيا هم په دي كې د مال او مال ساتني څخه سخته منعه راغلي ده كومه چې د بل هېڅ شي څخه په دومره سخته اندازه كې منعه نه ده راغلي د مثال په ډول به د انجيلونو څخه هغه عبارت رانقل كړو كوم چې په هغي كې د مال ساتني په باره كې منعه راغلي ده : په - انجيل متى- كې راغلي دي : تاسي د ځان سره سره زر سپين زر مس مه ساتي ، نه دخپلي لاري لپاره ځان سره څه توښه ، نه دوه جوړه جامي بوټان او امسا ، په - انجيل مرقص- كې راغلي : تيريدنه د اوښ دستني دسوري څخه ډېره اسانه ده له دينه چې يو مالدار كس د الله ملكوتو او رحمتونو ته داخل شي.

په -انجيل لوقا- كې راغلي : سمول

دخپل ژوند لپاره د خوراك اهتمام مه كوي، نه د بدن لپاره د جامو، ځكه د خوراك څخه ژوند غوره دي ، او بدن د جامو او كاليو څخه غوره دي ، فكر وكړي د كارغه په ژوند باندې ځكه دا نه كرل كوي او نه ريبل او نه ورسره د ساتني او حفاظت كوم ځای شته خو ددي سره سره یې هم الله ساتي او تاسي د مرغانو څخه څومره غوره یې.

خو دبده مرغه په ورستيو پيړيو كې ددي تعليماتولارښودنو او ددوي د عملي او واقعي ژوند ترمينځ يو عجيب جلاوالي راغلي دى ، تر دي چې د مال جمعه كول او زياتوالي ددوي اخرني مقصد دي او د كليسا مشران خو د مال په جمعه كولو او په شهواتو او هر قسم خواهشاتو كې داسې ډوب شول چې خپل هرڅه یې خراب او دهلاكت كندي ته وغورځول ځكه ديني تعليمات یې يو څه وه او ددوي كار بل ډول وو، په لاندى نقطو كې به د كليسا د مالي سركشي يو څو نموني وړاندي كړو :

ماخذونه سمول

  • انجيل لوقا 9/23.
  • المسيحيه لاحمد شلبي ص 170-171 ، والنصرانيه لابي زهره ص 129-130
  • سوره النساء الايه : 157-158