په لاتیني بڼه د فارسي ژبې لیکنه

په رومي یا لاتیني بڼه د فارسي ژبې لیکل (په فارسي: لاتین نویسی فارسی؛ رومي بڼه: Lâtin-Nevisi-ye Fârsi) د لاتیني حروفو څخه په کار اخیستو د فارسي ژبې (ایراني فارسي، افغاني دري او تاجکي) لیکلو ته ویل کېږي. د دغې چارې په موخه بېلابېلې لارې چارې شتون لري چې هره یوه یې ځانته ځانګړي قوانین لري او د خپلو ایډیالوژیکو موخو د ټولګې پر مټ هدایت کېږي.

له رومي کولو سره ډېری فارسي ژب ویونکي بلد دي. ډیری دغه کسان له لنډ مهاله رومي کولو څخه د پیغامونو او برېښنالیکونو په لیکنه کې ګټنه کوي؛ په ایران کې د واټونو لوحې هم په فارسي او هم په انګریزي ژبه دي (څو د هغو لوست د بهرنیانو لپاره ساده شي)؛ همدارنګه ویب پاڼې له رومي شوو ډومېن نومونو ګټنه کوي. [۱][۲]

د رومي کولو پارډایمونه یا لارښودې نمونې

سمول

له دې امله چې د فارسي- عربي خط یو ابجدي لیکل کېدونی سیسټم لري (د صامتو یا بې غږو حروفو له لوی نوملړ سره)، ډېری جلا معیاري فارسي کلمات کېدلای شي یو ډول املا ولري، خو په پراخه کچه (د نه لیکل کېدونو) غږ لرونکو له مخې له یو بل سره توپیر لري. له همدې امله د رومي کولو یو پراډایم کېدای شي د حروفو د لیکنې له ډول (چې د املا او کتابت د قواعدو منعکس کوونکی دی) یا د هغو له مخې څخه له لیکنې (چې د تلفظ او واج پوهنې یا فونولوژۍ منعکس کوونکی دی) پیروي وکړي.

توري لیکنه

سمول

په توري لیکنه یا حروف لیکنه (د هغو د کره معنا له مخې) کې هڅه کېږي څو د اصلي لیکنې بشپړه استازولي وکړي، په داسې توګه چې یو پوه لوستونکی وکولای شي په حروفو باندې د لیکل شوو کلماتو اصلي ډول رامنځته کړي یا یې ولوستلی شي. له فارسي تورو لیکنې څخه د هرې یوې فارسي کلمې یا هم لنډو جملاتو د بیان په موخه په انګریزي او نورو هغو ژبو باندې لیکل شوو علمي متنونو کې ګټنه کېږي چې له عربي الفبا ګټنه نه کوي.

د تورو لیکنې یو ډول کېدای شي د فارسي الفبا د هغو بې غږو یا نا خپلواکو حرفو لپاره چې له ځانه جلا غږ لري جلا توري ولري. له همدې امله د فارسي ژبې د تورو لیکنه تر ډېره پورې د عربي ژبې د تورو لیکنې په بنسټ ده. د فارسي – عربي ژبې د خپلواکو یا غږ لرونکو حروفو ښوول هم ستونزمنه چاره ده، همدا دی چې د تورو لیکنې ډول په کې د لیکلي ډول پر بنسټ دی. [۳]

د تورو لیکنې په هغو ډولونو کې چې په معمول ډول د انګلیسي ژب ویونکو په نړۍ کې کارول کېږي د BGN/PCGN او ALA-LC رومي کولو سیسټمونه شاملېږي.

له مخې لیکنه

سمول

د فارسي ژبې د له مخې لیکنې په بهیر کې هڅه کېږي چې په آسانۍ سره فارسي فونولوژي په لاتین خط واړوي، پرته له دې چې هغه له فارسي – عربي خط سره نږدې یا بېرته ګرځېدونکی مطابقت ولري، همدارنګه د رومي تورو د انګریزي فونوټیک له ارزښتونو سره نږدې مطابقت ته له اړتیا پرته هغه وړاندې کوي.

د رومي کولو اصلې طرحې

سمول
  • DMG (۱۹۶۹ زکال)، هغه کره علمي سیسټم دی چې د جرمني د ختیځې ټولنې (Deutsche Morgenländische Gesellschaft) رامنځته شوی. دغه سیسټم د قیاسي توحید لپاره د جرمني انستیتیوت له DIN 31635 معیار سره مطابق دی. [۴]
  • ALA-LC  (۱۹۹۷ زکال)، د ALA-LC  رومي کولو سیسټم (ALA-LC romanization).[۵]
  • BGN/PCGN (۱۹۸۵ زکال)، د BGN/PCGN رومي کولو سیسټم (BGN/PCGN romanization).[۶]
  • EI (۱۹۶۰ زکال)، له دغه سیسټم څخه د ایرانیکا انسایکلوپیډیا په لومړنیو نسخو کې کار اخیستل کېده.[۷]
  • EI (۲۰۱۲ زکال)، دا د پورته یاد شوي سیسټم معاصر سم شوی ډول دی.[۸]
  • UN (۱۹۶۷)، ایراني ملي سیسټم (۱۹۶۶ زکال) چې په ۱۹۶۷ زکال کې د جغرافیایي نومونو اړوند د ملګرو ملتونو د ډلې له خوا تائید شو. [۹][۱۰]
  • UN (۲۰۱۲)، دا د پورته یاد شوي سیسټم معاصر سم شوی ډول دی. [۱۱][۱۲]

د رومي کولو نورې طرح

سمول

د بهايي فارسي رومي کول

سمول

بهایان د شوقي افندي له خوا له معیاري شوي هغه سیسټم ګټنه کوي چې نوموړي په یوه عامه لیک کې د ۱۹۲۳ زکال د مارچ په ۱۲ مه وړاندې کړ. د تورو لیکنې بهايي طرحه د دې معیار پر بنسټ وه چې د ختیځ پالونکو (مستشرقینو) په لسم نړیوال کانفرانس کې د ۱۹۸۴ زکال په سپټمبر میاشت کې په جینوا کې جوړ شو. شوقي افندي د کانګرس د دغه سیسټم په یو شمېر مواردو کې بدلون راووړ (د بېلګې په توګه د s͟h پر ځای یې š) ولیکه، همدارنګه د لمریزو حروفو یا تعریفي لام یا al- (په عربي: ال)  ټاکلي حرف پر ځای یې د هغو له تلفظ کار واخیست ( د بېلګې په توګه: د  al-Rahim، al-Saddiq پر ځای یې ar-Rahim او as-Saddiq وکاراوه). [۱۳]

د بهايي فارسي د رومي کولو اړوند مفصله تشرېح د بهايي آئین د کتاب په پوښ باندې موندل کېږي.

ASCII انټرنټي رومي کول

سمول

په آنلاین چټ، ټولنیزو شبکو، برېښنالیک او لنډ لیکلي پیغام کې په لاتیني الفبا باندې (د فارسي الفبا پر ځای) د فارسي ژبې لیکنه دود ده. دغه چارې په پیل کې تر ډېره له دې امله پراختیا ومونده چې داسې سافټ وېرونو شتون نه درلود چې د فارسي الفبا د لیکنې وړتیا ولري/ یا هم د دغه ډول سافټ وېرونو په موجودیت خلک خبر نه و. په داسې حال چې په وروستیو عاملو سیسټمونو کې د فارسي ژبې لیکنه امکان لري، خو لا هم داسې زیات موارد شتون لري چې په هغو کې فارسي الفبا ته لاسرسی نه شي کېدای او اړتیا ده چې د فارسي د لیکنې لپاره په کې له ځای نیونکې لارې یا هم له لاتین حروفو ګټنه وشي. د لیکنې دغه ډول ته ځینې وختونه فېنګلېش یا پېنګلېش هم ویل کېږي. په ګڼ شمېر مواردو کې دا د پورته یادو شوو علمي سیسټمونو (لکه د ALA-LC یا BGN/PCGN) لنډ مهاله ساده کول دي، خو هر ډول ځانګړي توري یا هم دیاکراتیک نښې په کې له پامه غورځول کېږي. د ع توری کېدای شي د "3" عدد په لیکلو بیان شي، لکه د عربي چټ په الفبا کې (په داسې حال کې چې دغه چاره ډېره لږ ترسره کېږي). د املا جزیات هم د ویونکي د ژبنۍ لهجې سره اړیکه لري؛ د بېلګې په توګه د [[u خپلواک توری یا واول تر ډېره د "oo" په توګه لیکل کېږي خو په جرمني او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو کې فارسي ژب ویونکي تر ډېره له "u" ګټنه کوي. [۱۴]

د تاجکي فارسي لاتین الفبا

سمول

تاجکي ژبه یا تاجکي فارسي د فارسي ژبې یو ډول دی. له ۱۹۲۶ زکال څخه د ۱۹۳۰مې لسیزې تر وروستیو پورې هغه مهال چې د دغې ژبې لیک دود په رسمي بڼه سیریلیک ته واوښت شوروي تاجکستان ته په اړوندو لیکنو کې له معیاري لاتین الفبا کار اخیستل کېده. په داسې حال کې چې تاجکي فونولوژي له ایراني فارسي سره ډېر لږ توپیر لري. د دغو دوه فکتورونو له امله د تاجکي سیرلیک متنونو د رومي کولو بڼه له جلا اصولو پیروي کوي.[۱۵][۱۶]

د میر شمس الدین ادیب سلطاني له خوا وړاندیز شوی بدلون

سمول

دغه بدلون چې (ځینې مهالونه د «پارستین» په نوم هم یادېږي) د ژب پوه میر شمس الدین ادیب سلطاني له خوا یې په ۱۹۷۶ زکال کې وړاندیز شو او د یو شمېر نورو ژب پوهانو لکه د ډېوېډ نیل مک کنزي له خوا د فارسي – عربي متونو د تورو لیکنې په موخه کارول شوی.[۱۷]

د دغه بدلون حروف د لاتیني الفبا اصلي حروف یعنې Aa، Bb، Cc، Dd، Ee، Ff، Gg، Hh، Ii، Jj، Kk، Ll، Mm، Nn، Oo، Pp، Qq، Rr، Ss، Tt، Uu، Vv، Xx، Yy، Zz دي چې د Ââ، Čč، Šš،Žž اضافي توري هم په کې شتون لري څو په سمه توګه بومي غږونه وړاندې کړي.

دغه بدلون له دې سربېره چې د فارسي الفبا د لاتیني کولو لپاره تر ټولو ساده ډول دی د الفبا د اصولو پر بنسټ دی. د دغه اصل پر بنسټ د فردي خبرو هر غږ د یو توري پر مټ ښوول کېږي او د هغو غږونو او تورو ترمنځ چې د هغو څرګندوی دي یو په یو مطابقت لري. دغه اصل د متن د وضاحت او په لوستلو کې د لوستونکي له تېروتنو څخه د مخه نیولو سربېره د فارسي ژبې د بومي غږونو د څرګندولو په موخه ګټمن دی چې په ډېری هغو ژبو کې چې لاتیني لیک دود لري د هغو معادل نه شته. د بېلګې په توګه ترکیبي توري لکه kh، gh او سربېره پر دې sh او zh په کې په ترتیب سره په x، q، š او ž ښوول کېږي.

سرچينې

سمول
  1. Akbari, Mohsen (2013). "A preliminary linguistic analysis of Romanized Persian SMS messages". Journal of Novel Applied Sciences.
  2. Beam, Christopher (2009-06-17). "Why do Iranian police uniforms say "police" in English?". Slate Magazine (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-03-09.
  3. Joachim, Martin D. (1993). Languages of the world: cataloging issues and problems. New York: Haworth Press. p. 137. ISBN 1560245204.
  4. Pedersen, Thomas T. "Persian (Farsi)" (PDF). Transliteration of Non-Roman Scripts.
  5. "Persian" (PDF). The Library of Congress.
  6. "Romanization system for Persian (Dari and Farsi). BGN/PCGN 1958 System" (PDF).
  7. Pedersen, Thomas T. "Persian (Farsi)" (PDF). Transliteration of Non-Roman Scripts.
  8. "Transliteration". Encyclopædia Iranica.
  9. "Persian" (PDF). UNGEGN.
  10. Toponymic Guidelines for map and other editors – Revised edition 1998. Working Paper No. 41. Submitted by the Islamic Republic of Iran. UNGEGN, 20th session. New York, 17–28 January 2000.
  11. "Persian" (PDF). UNGEGN.
  12. New Persian Romanization System. E/CONF.101/118/Rev.1*. Tenth United Nations Conference on the Standardization of Geographical Names. New York, 31 July – 9 August 2012.
  13. Effendi, Shoghi (1974). Baháʼí Administration. Wilmette, Illinois, USA: Baháʼí Publishing Trust. p. 43. ISBN 0-87743-166-3.
  14. Lambert, James. 2018. A multitude of 'lishes': The nomenclature of hybridity. English World-wide, 39(1): 10. DOI: 10.1075/eww.38.3.04lam
  15. Pedersen, Thomas T. "Tajik" (PDF). Transliteration of Non-Roman Scripts.
  16. Perry, John R. (2005). A Tajik Persian Reference Grammar. Brill. pp. 34–35. ISBN 9789004143234.
  17. Adib-Soltani, Mir Shamsuddin (1976). An introduction to the writing of the Persian script. Tehran, Iran: Amirkabir Publications.