په فضایي ماموریتونو کې د ښځو ونډه
فضا ته د انسانانو د تګ له پیل راهیسې ښځو په فضایي چارو کې ونډه لرلې. په داسې حال کې چې د نارینه وو په پرتله ښځې په لږ کچه فضایي الوتنو ته ټاکل کېږي، خو د ګڼ شمېر هېوادونو څخه پام وړ شمېر ښځو فضا ته سفر کړی په دې توګه چې د ۲۰۲۰ زکال تر جون میاشتې پورې فضا ته د تللو کسانو څخه ۱۲ سلنه یې ښځې دی. ورته مهال فضا ته د تلونکو کسانو په ډله کې د ښځو شمېر په پام وړ توګه مخ پر زیاتېدو دی.[۱][۲]
لومړنۍ ښځه چې فضایي الوتنه یې ترسره کړه؛ له شوروي اتحاد څخه ولنټینا ترشکوا (Valentina Tereshkova) نومېده چې د ۱۹۶۳ زکال د جون میاشتې له ۱۶ نېټې څخه یې تر ۱۹ نېتې پورې په وسټوک فضايي کپسول کې فضا ته سفر وکړ. ترشکوا د هغه مهال فضا ته تلونکو نارینه وو په څېر پیلوټه نه بلکې د نساجۍ د فابریکې د ماشینونو تنظیم کوونکې وه، چې د تبلیغاتي موخو، کمونېست ګوند ته د وفادارۍ او د ورزشي بالونونو څخه په کار اخیستو کې د هغې د څو کلنې تجربې له امله غوره شوه هماغه ډول چې له کپسول څخه د راکوزېدو پر مهال یې هم له بالون ګټنه وکړه. ښځې تر ۱۹۸۲ زکال پورې د ستور مزلو توغندیو د پیلوټۍ او نورو مسلکي برخو د کارکوونکو په توګه د خپلو نارینه سیالانو پر ځای په شرایطو برابرې نه ګڼل کېدلې. د ۲۰۲۱ زکال تر اکتوبر میاشتې پورې فضا ته د تلونکو ښځینه وو څخه ۷۰ تنه یې د امریکا د متحده ایالاتو وګړې وې چې د فضايي شاتل او نړیوال فضايي سټیشن په ماموریتونو کې یې ونډه لرلې. نورو هېوادونو (شوروي اتحاد، کاناډا، جاپان، روسیې، چین، بریتانیا، فرانسې، سویلي کوریا، ایټالیا) په انساني فضايي ماموریتونو کې یو، دوه یا درې ښځې لېږلې دي. سربېره پردې یوې ایراني الاصله امریکایي مېرمنې هم د متحده ایالاتو په یوه فضايي سفر کې د سیل کوونکې په توګه برخه لرلې ده. [۳]
ښځې د نارینه وو په پرتله په فضايي سفرونو کې له ګڼ شمېر جسمي او اروايي ستونزو سره مخ کېږي. له دې سره علمي څېړنو په ټولیزه توګه ښوولې چې په لنډ مهالو فضايي ماموریتونو کې هېڅ ډول نامطلوب اغېز نه رامنځته کېږي. یو شمېر نور وړاندیز کوي چې ښځې کېدای شي د اوږد مهاله فضايي سفرونو لپاره هم مناسبې وي. ورته مهال ډیری څېړنې په دوامداره بڼه دا څرګندوي چې فضا ته د ښځو د لېږلو پر وړاندې یوازنی خنډ جنسیتي تبعیض دی. [۴][۵][۶]
تاریخچه
سمولد فضايي ماموریتونو په برخه کې لومړنۍ سیالۍ
سمولد شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ د فضایي سیالۍ په توګه د پېژندل کېدونې سیالۍ په ترڅ کې دواړو هېوادونو د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې د خپلو فضايي الوتنو لپاره پیلوټان (په شوروي اتحاد کې د cosmonauts (کوسموناټس) او په متحده ایالاتو کې د astronauts (اسټروناټس) نومونه ورته کارول کېږي) د چټک سرعت لرونکو جټ الوتکو د پیلوټانو څخه غوره کړل چې په انحصاري ډول ټول نارینه وو. [۷]
په ۱۹۵۹ زکال کې وروسته له هغه چې په فضا کې له ټولو وړاندې ښځې (Woman in Space Earliest) په نامه د ډان فلیکینګر او دویم ویلیام رانډولف لاولیس څېړنیزه پروژه د متحده ایالاتو د هوايي ځواک د هوايي څېړنو او پراختیا د قوماندانۍ له خوا وه نه منل شوه؛ دوی د ۱۳ امریکايي ښځینه پیلوټانو یوه ډله جوړه کړه او د متحده ایالاتو مطبوعاتو هم هغو ته د «مرکیوري ۱۳» تر عنوان لاندې تبلیغ وکړ. هغو ښځینه و چې غوښتل یې فضا ته د تلو فرصت ومومي د ناسا د کارکوونکو تر څارنې لاندې یې د نارینه و په څېر د سلامتۍ ازموینې پر ځان ومنلې. د دغو ازموینو بودیجه د دولت له خوا نه بلکې په خصوصي بڼه (د بېلګې په توګه د هوايي چلن د مخکښ ژاکلین کوکران له خوا) برابرېدله؛ خو له دې سره د ښځینه فضانوردانو فکر د پوځ او ناسا په قوماندانیو کې له پراخ مقاومت سره مخ شو او فضا ته یې د دوی د سفر لپاره هېڅ چانس پرېنښود. د «مرکیوري ۱۳» له ډلې جري کاب په ۱۹۶۱ زکال کې د ناسا سلاکاره وټاکل شوه او د ۱۹۶۲ زکال په جولای میاشت کې یې د متحده ایالاتو د کانګرس پر وړاندې د «مرکیوري ۱۳» ډلې د مثبتو طبي ازموینو او هلته د شته جنسیتي تبعیض اړوند شهادت ورکړ.[۸][۹][۱۰]
ورته مهال د شوروي اتحاد د فضايي چارو د روزنې مدیر، نیکولای کامانین په ۱۹۶۱ زکال کې فضا ته د ښځو د سفر اړوند د بهرنیو مطبوعاتو له مکررو پوښتنو څخه الهام واخیست څو فضا ته د ښځو د سفر اړوند هڅې وکړي. کامانین له دې وروسته د فضايي پروګرام د مشر سرګي کورولف د ملاتړي په توګه د فضايي پروګرام مشرۍ ته ورسېد او شپږ میاشتې وروسته یې فضا ته د ښځینه فضانوردانو د لېږلو لپاره تائید ترلاسه کړ. کامانین په ۱۹۶۲ زکال کې متحده ایالاتو ته سفر وکړ او دغه مهال د «مرکیوري ۱۳» د رد شوې ډلې له غړې جری کاب سره بلد شو. کامانین د خپلو یاددښتونو په کتابچه کې لیکلي: «موږ نه شو کولای اجازه ورکړو چې فضا ته دې لومړۍ امریکايي ښځه ولاړه شي. دا د شوروي اتحاد د ښځو وطن پالو احساساتو ته سپکاوی دی». د شوروي دولت تر ډېره پورې فضا ته د ښځو له لېږلو سره لیوالتیا نه لرله، خو نیکیتاخروشچف بیا د ښځو د مساوات اړوند په متحده ایالاتو باندې د شوروي اتحاد د مخکښ توب له تبلیغاتي ارزښت سره لیوالتیا لرله. د ۱۹۶۲ زکال په فبروري میاشت کې د ۴۰۰ غوښتنه کوونکو له ډلې د پنځو ښځینه فضانوردانو یوه ډله وټاکل شوه څو په وسټوک انفرادي فضايي الوتنه کې د ګډون په موخه و روزل شي. فضا ته د یوې شوروي ښځې د لېږلو د احتمال د زیاتوالي په موخه، ښځینه فضانوردانو له نارینه وو څخه وړاندې روزنیزو چارو ته مخه کړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د عمومي فضايي پروګرامونو له مخې فضا ته تللې ښځې
سمولامریکا
سمولله ۱۹۸۰مې لسیزې راوروسته متحده ایالاتو د نورو ټولو هغو هېوادونو په پرتله چې فضا ته ستورمزلي لېږي ډېرې ښځې فضا ته لېږلې دي.
سالي رایډ لومړنۍ امریکايي ښځه وه چې د ۱۹۸۳ زکال په جون میاشت کې یې د فضايي شاتل د ماموریت په ترڅ کې د STS-7 الوتنې په ترڅ کې فضا ته سفر وکړ.
لومړنۍ امریکايي مېرمن چې په فضا کې یې د خپل وړونکي توغندي بهر ماموریت ترسره کړ، کاترین ډي سالیوان وه چې د ۱۹۸۴ زکال د اکتوبر په ۱۱ مه د STS-93 الوتنې په ترڅ کې فضا ته ولېږل شوه. [۱۶]
د ناسا لومړنۍ ښځینه پیلوټه آیلین کالینز وه چې د ناسا د پیلوټانو دیارلسمې ډلې ته اړوند وه او د ۱۹۹۵ زکال په فبروري میاشت کې یې د STS-63 الوتنې په ترڅ کې فضا ته سفر وکړ؛ نوموړې همدارنګه په ۱۹۹۹ زکال کې یې STS-93 الوتنې له قوماندانۍ وروسته لومړنۍ ښځه شوه چې د متحده ایالاتو د فضايي ماموریتونو څخه د یوه مشري یې وکړه.
روسیه
سمولروسیې وروسته له هغه چې په ۱۹۹۱ زکال کې د روسکوسموس په نامه د شوروي اتحاد د فضایي الوتنو سازمان چې تر دغه مهاله یې په ټولیزه بڼه دوه ښځې له روسیې څخه فضا ته لېږلې وې د روسیې فدرال دولت ته اړوند شو؛ درې ښځې یې فضا ته ولېږلې.
یلینا وي. کنداکاوا چې په پیل کې د شوروي اتحاد له خوا د فضانوردې په توګه ټاکل شوې وه په ۱۹۹۴ زکال کې د روسیې د فدراسیون څخه لومړنۍ ښځه وه چې فضا ته ولېږل شوه؛ همدارنګه لومړنۍ ښځه شوه چې د سایوز او فضايي شاتل په دواړو ماموریتونو کې یې فضا ته سفر وکړ. شل کاله وروسته یلینا سرووا لومړنۍ روسي ستور مزلې شوه چې د ۲۰۱۴ زکال د سپټمبر په ۲۶مه یې د نړیوال فضايي سټیشن څخه لیدنه وکړه. [۱۷]
کاناډا
سمولکاناډا دوه ښځې تر اوسه فضا ته لېږلې دي.
روبرټا بونډار لومړنۍ کاناډايي ښځه وه چې د ۱۹۹۲ زکال په جنوري میاشت کې یې د فضايي شاتل د ډیسکوري ماموریت په ترڅ کې یې فضا ته سفر وکړ. [۱۸]
دویمه کاناډايي ښځه چې فضا ته یې سفر کړی له مونترال څخه جولي پایټ ده. پایټ د ۱۹۹۹ زکال د مۍ له ۲۷مې نېټې څخه د جون تر شپږمې نېټې پورې د ډیسکاوري فضايي شاتل د STS-96 الوتنې د غړې په توګه فضا ته سفر وکړ. د دغه ماموریت په ترڅ کې د دغه الوتنې برخه اخیستونکو وکولای شول د لومړي ځل لپاره په نړیوال فضايي سټیشن کې خپل ستور مزلی تم او په دغه سټیشن کې څلور ټنه بار او اړتیا وړ توکي ښکته کړي. پایټ د ۲۰۱۷ زکال د اکتوبر په ۲مه د کاناډا د ۲۹مې عمومي ګورنرې په توګه لوړه وکړه. [۱۹]
د ۲۰۱۷ زکال په جولای میاشت کې ډاکټره جنیفر سیډي – ګیبونز د کاناډا د فضايي آژانس له خوا په جانسن فضايي مرکز کې د زده کړو لپاه وټاکل شوه. هغې د فضانوردۍ د نوماندانو لپاره دوه کلنې زده کړې پای ته ورسولې او د ۲۰۲۰ زکال په جنوري میاشت کې یې د ستورمزلې رسمي لقب خپل کړ. [۲۰]
سرچينې
سمول- ↑ Duggirala S, Aboudja H, Batthula VJ, Howell M, Segall RS, Tsai P-H, Berleant D (2022). "Women in Space: From Historical Trend to Future Forecasts". Proceedings of the Oklahoma Academy of Science. 102: 124–131.
- ↑ Alice Gorman (June 16, 2020). "Almost 90% of astronauts have been men. But the future of space may be female". بياځلي په December 18, 2020.
- ↑ "Valentina Tereshkova". starchild.gsfc.nasa.gov. بياځلي په November 9, 2021.
- ↑ "Here's why women may be the best suited for spaceflight". National Geographic. June 13, 2019. بياځلي په May 26, 2021.
- ↑ Davenport, Christian (December 8, 2019). "At Nasa, women are still facing outdated workplace sexism". The Independent. بياځلي په June 10, 2021.
- ↑ "Women in space: Roscosmos sets sights on creating female crew of cosmonauts, says source". TASS. 2019-01-21. بياځلي په 2021-06-10.
- ↑ Burgess, Colin; Hall, Rex (2009). The First Soviet Cosmonaut Team. Chichester, UK: Praxis Publishing. ISBN 978-0-387-84824-2. LCCN 2008935694.
- ↑ "A Woman in Space: Two men of the 1950s showed that women have 'The Right Stuff' to be astronauts". SpaceRef. 2009-10-06. بياځلي په 2023-03-28.
- ↑ Malashenko, Uliana (2019-04-12). "The First Group of Female Cosmonauts Were Trained to Conquer the Final Frontier". Smithsonian Magazine. بياځلي په 2021-05-26.
- ↑ Weitekamp, Margaret A.; Garber, Steve. "Lovelace's Woman in Space Program". NASA.
- ↑ Kamanin's diaries: abridged concise English version available online at www.astronautix.com Archived 2011-05-14 at the Wayback Machine.
- ↑ Kamanin diaries, full Russian edition: Каманин, Н.П., "Скрытый космос" ("Hidden Cosmos"), М, v.1 1995, v.2 1997, v.3 1999, v.4 2001 ISBN 5-93345-002-2; the Russian text is available at line at a number of web sites, such as http://militera.lib.ru/db/kamanin_np/index.html
- ↑ Burgess او Hall 2009، م. 236.
- ↑ Marina, Coren (26 July 2019). "The Soviet Space Program Was Not Woke". The Atlantic.
- ↑ Malashenko, Uliana (2019-04-12). "The First Group of Female Cosmonauts Were Trained to Conquer the Final Frontier". Smithsonian Magazine. بياځلي په 2021-05-26.
- ↑ Garber, Stephen (July 2017) [July 6, 2015]. "Women in Space". NASA History Program Office. National Aeronautics and Space Administration. بياځلي په March 5, 2018.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "First Russian woman in International Space Station mission". BBC News. 26 September 2014. بياځلي په 6 October 2014.
- ↑ "Dr. Roberta Lynn Bondar: Canada's First Female Astronaut". Sault History Online. Sault Ste. Marie Public Library. 2008. خوندي شوی له the original on 2011-09-28. بياځلي په 2011-04-17.
- ↑ "Inventive Women Biographies: Julie Payette". Inventive Women. Inventive Women Inc. 2006. خوندي شوی له the original on February 17, 2009.
- ↑ "Biography of Dr. Jennifer (Jenni) Anne MacKinnon Sidey-Gibbons". Canadian Space Agency. 2020-01-10. بياځلي په November 9, 2022.