په فرانسه کې سانسور

د فرانسي هېواد، په ځانګړې توګه د ۱۶ تر ۱۹ پېړۍ پورې، د حکومتي سانسور اوږد تاریخ لري، خو اوس د مطبوعاتو ازادي د فرانسې د اساسي قانون له خوا تضمین شوې او د حکومتي سانسور بېلګې کمې دي.  

له ۱۹۵۰ تر ۱۹۷۰ کلونو پورې په راډیو او ټلویزیون باندې سخت دولتي کنترول وو. نن CSA   یوازې په رسنیو باندې د فرانسې د قوانینو د رعایت کولو د څار مسؤولیت لري، لکه د ۱۹۹۰ کال د ګېسوت قانون چې د توکم پالنې او د مذهبي کرکې وینا ( چې په ځانګړې توګه خو نه یوازې د هولوکاسټ له عام وژنې د انکار تاریخي بیا کتنه تر بحث لاندې نیسي) او له هغه وخت څخه چې د ټاکنو مخکې هر سیاسي ګوند ته ځانګړی کېږي، د څارنې مسولیت لري. همداسې، نور قوانین د هم جنسبازانو پر وړاندې د کرکې وینا منع کوي او د ۱۹۷۰ ز کال قانون د غیرقانوني مخدره توکو ملاتړ منع کوي. په ۲۰۱۶ ز کال کې یو ټلویزیوني اعلان د ډاون سندروم یا دری کروزمومي ناروغۍ لرونکي ماشومانو څخه چې باید د دې ناروغی له امله سقط نشي، ملاتړ وکړ. دا د سقط ضد وینا وګڼل شوه او حذف شوه.  [۱][۲][۳]

د دې قوانینو څخه هر یو د ځینو ډلو له خوا، هم یا کیڼ اړخي چې (په ځانګړې توګه یې د ۱۹۷۹ ز کال د مخدره توکو د قانون په اړه اندېښنې لرلې)،هم د ښي اړخو چې (په ځانګړې توګه د ۱۹۹۰ ز کال د ګېسوټ په قانون او په همجنسبازانو د تبعیضي بریدونو د مخنیوي قانون په اړه یې اندېښنې لرلې) تر نېوکې لاندې راغلل. نورو بیا د لږکیو خونديتوب اړین باله چې باید له سپکاوي خوندي شي. خو د دوی له قوله، ممکن د ناوړه جرمونو لامل شي. بل پلو، نورو بیا ادعا کوله چې د مخدره توکو په اړه ازادې خبرې نشي زغملی ځکه چې دا د عامې روغتیا او اخلاقي نظم سره په ټکر کې دي. خو د ښکېلاک پلوه قانون په اړه د ۲۰۰۵ ز کال په رای ګیري کې د عوام اتحاد غورځنګ پارلماني اکثریت محافظه کارو د هغه په ملاتړ رایه ورکړه چې په ځانګړې توګه د تاریخ پوهانو ترمنځ، د دې ډول " تاریخي پېښو د شننو قوانین" د مشروعیت او تړاو په اړه بحث راپورته کړ. که څه هم ډېر شمېر تاریخ پوهان د داسې قوانینو سره مخالف وو، لږ شمېر یې د لغوه کولو پلوي کوله ځکه فکر کېږي چې په دیموکراتیک ډول د منل شویو قوانینو لغو کول لوی ضرر دی. په نهایت کې، په ځانګړې توګه کیڼ اړخو نیوکه کوونکو مشخصاً د رسنیو مالکیت د تمرکز له لارې په اقتصادي سانسور (د بیلګې په توګه په TF1 چینل د بویګز نفوذ) یا د ليګارډر د پوځي شرکتونو له خوا په فرانسه کې د څو ورځپاڼو په کنترول، لکه لی فیګارو (د چې ديسالت ملکیت دی) نیوکه کړې ده.

د مطبوعاتو ازادي په ټولیز ډول د فرانسې د اساسي قانون له خوا تضمین شوې ده، خو د ورځپاڼو، (ليکنغو شيني Le Canard enchaîné، شارلي ابدوCharlie Hebdo،آغه کېغي Hara-Kiri newspapers ورځپاڼو، او داسې نور) فلمونه، یا راډیويي خپرونو پر وړاندې د سانسور ډیرې عملي قضیې د پینځم جمهوریت په دوران کې  چې په ۱۹۵۸ ز کال کې تاسیس شو، ثبت شوې دي. د بشري حقونو د څار سازمان له قوله، ۶ سلنه فرانسوي خلک چې د "د ترهګرۍ لپاره د بښنې غوښتلو " په اړه تر څېړنې لاندې نیول شوي دي، د ۱۴ کلونو څخه کم عمر لري. [۴]

په فرانسه کې د سانسور او مطبوعاتو د ازادۍ تاریخ

سمول

تر ۱۸ مې پیړۍ پورې

سمول

کولای شو چې په فرانسه کې سانسور په منځنۍ پېړۍ کې ولټوو. په ۱۲۷۵ ز کال کې د فرانسې درېیم فیلیپ د پاریس د لیکنو بنسټونه د پاریس پوهنتون تر کنترول لاندې راوستل څو ترتیب شوی کتابونه وګوري او تایید یې کړي چې په سمه توګه کاپي شوي که نه. تر ۱۶ پېړۍ پورې د اندیښنې وړ خبر د متن صحت و، نه د منځپانګې صحت. تر هغې چې د ماتین لوتر له خوا مقالې نشر شوې. د ۱۵۲۱ ز کال د جون په ۱۳ مه، د فرانسې لومړي فرانسیس امر وکړ چې ټول (دیني) کتابونه باید د پوهنتون د دیني زدکړو د پوهنځی له خوا ولوستل او تصویب شي او د ۱۵۲۱ ز کال د اګست په ۳ مه، پارلمان امر وکړ چې د مارتین لوتر ټول کتابونه باید په یوه اوونۍ کې زیرمه شي. په ۱۵۲۶ ز کال کې، د پاریس پارلمان او د دیني زدکړو فاکولتې، په فرانسوي ژبه د انجیل په خپرولو بندیز ولګاوه. د ۱۵۳۵ ز کال د جنورۍ په ۱۳ نېټه، یو سخت قانون نافذ شو چې د کتاب پلورنځیو د تړلو او د مرګ سزا په ګواښ د چاپ ټول فعالیتونه یې منع شول. دغه قانون په چټکۍ سره پر ځای پرېښودل (متروک) شو او پارلمان د کتاب چاپولو د بیا کتنې لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړ.  [۵][۶][۷]

په ۱۵۳۶ ز کال کې امر وشو چې ټول طبي کتابونه د پوهنتون د طب پوهنځي له خوا باید تایید شي او د طب او ستورپوهنې د کتابونو د ځینو خپرونکو پر وړاندې ګام هم پورته شو. په ۱۵۴۴ ز کال کې د  پوهنتون د هر هغه کتاب په چاپول چې د اړونده پوهنتون د چارواکو له خوا تایید شوی نه وي، بند کړل شول.  په ۱۵۴۳ ز کال کې، د دیني علومو پوهنځی د ټولو دیني منعه شویو کتابونو لومړی نوملړ چې ۱۶ کاله وروسته په ۱۵۵۹ ز کال کې د واتیکان له خوا د منع شویو کتابونو نوملړ په خپرولو سره مل شو خپور کړ. د چیتوبریانت فرمان چې د ۱۵۵۱ ز کال د جون په ۲۷ مه صادر شو، د پوهنتون په نوملړ کې شامل کتابونه، د انجیل ژباړې یا د کلیسا د مشرانو اثار، له جینوا او د کلیسا له کنترول څخه بهر د نورو ځایونو نه د کتابونو واردول؛ یا په تېرو ۴۰ کلونو کې د لیکل شویو کتابونو چاپول یا پلورل منع کړل.[۸][۹]

د پوهنتون له لوري په سانسور کې دولت په خپله لوی رول ولوبلو او په ۱۵۶۶ ز کال کې د مولین فرمان صادر شو چې د هغو کتابونو لیکل، چاپ یا پلور یې منع کړل چې د اشخاصو ښه شهرت ته یې زیان رسولو او غوښتنه یې وکړه چې ټول خپاره شوي کتابونه باید تایید شي او د امتیاز خاوند او لوی مهر په کې شامل وي. د دولت کنترول په ۱۵۷۱ ز کال د ګیلون فرمان له مخې پیاوړی شو چې د سانسور قوانین یې د پوهنتون پرځای د لومړي وزیرد  دفتر له لوري پلي کېدل.   [۱۰]

تر ۱۶۲۹ ز کال پورې کله چې سانسور اخلاقي فساد او بې حیایي هم تر پوښښ لاندې راوستله، د سانسور مامورینو اندېښنه  د "بدعت، فتنې او شخصي سپکاوي" د موضوعاتو په اړه وه. "خو بیا هم، حکومت هېڅکله د اخلاقو د کمزورتیا په اړه دومره اندیښنه نه لرله څرنګه چې د فکر ازادۍ په اړه یې درلوده. لیکلي اثار باید له خپرېدو مخکې د لومړي وزیر د دفتر له خوا تایید شوي وای او د اجازې لپاره یې راجسټر کول اړین وو. " د ۱۷ مې پېړۍ په ترڅ کې، پوهنتون او دولت د سانسور د صلاحیت پر سر ناڅاپي جنجال وکړ. د پوهنتون واک په ۱۶۵۳ ز کال کې سلب او واخیستل شو او د شاهي سانسور مامورینو د هغه ځای ونیو. د شاهي سانسور دفتر په ۱۸ مه پېړۍ کې پراخ شو او په سلګونو سرلیکونه یې منع کړل. هغه کتابونه چې تایید شوي وو د سانسورونکي نوم او د تایید سند پکې اړین وو. سانسور په نهایت کې د کتاب د سوداګرۍ د رییس تر واک لاندې راغی چې تر ټولو مشهور یې لامونیون دی ملزغده Lamoignon de Malesherbes و. د سرغړونو مجازات د کتابونو ضبط چې ډیری وختونه به سوځول کېدل، جریمې، حبس او ان د مرګ جزا وو. د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې دغه مقررات په دوامداره توګه د کتاب چاپونکو او کتاب پلورونکو له خوا له پامه وغورځول شول.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

نولسمه پېړۍ

سمول

د ۱۸۸۱ ز کال د جولای په ۲۹ مه د مطبوعاتو د ازادۍ قانون د فرانسوي درېیم جمهوریت په دوره کې د هغه وخت د واکمن فرصت طلبه جمهوري غوښتونکو له خوا په همدې کال کې تصویب شو چې د مطبوعاتو د ازادۍ او ازاد عامه بحثونو يې هڅول. نوي قانون د پخوانیو قوانینو یوه برخه له منځه یوړه، چې په پیل کې یې ویل شوي وو"چاپ او خپرونه ازاد دي".

د اګوستو ویانت Auguste Vaillant's د وژنې له هڅې وروسته، د تروریزم ضد لومړني قوانین په ۱۸۹۳ ز کال کې تصویب شول، چې په چټکۍ سره د وحشي او له شر څخه د ډکو قوانینو په توګه وغندل شول. دې قوانینو د بیان ازادي سخته محدوده کړه. لومړی: د خیانت سره هر ډول پلوي د جرم یا خیانت په توګه وګڼله چې د مطبوعاتو پراخ سانسور ته یې اجازه ورکړه. دویم: اجازه یې ورکړه چې هر هغه څوک چې په مستقم یا غیر مستقیم ډول د مرګ پروپاګند کوي، محکوم کړي ولو که د قتل قضیه عملاً را منځ ته شوې هم نه وي. وروستني یې دا وو چې هر هغه شخص یا ورځپاڼه (او په پراخه توګه، د کارګرانو د نړیوالې ټولنې د سوسیالیستي ازادي غوښتونکي اوسني یا  پخواني غړي)  محکوم کړي چې د ګډوډۍ پروپاګنډ کوي.

  1. که څوک د خوځښت یا ملاتړ په واسطه [...] یو یا څو کسان د غلا، یا قتل، لوټ، یا اور اچولو جرمونو ته و هڅوي [...]؛ ۲ یا د پوځ یا سمندري ځواکونو سرتېري وهڅوي، چې موخه یې د دوی د پوځي دندو څخه ناغېړي یا د خپلو لوړ پوړو افسرانو له امر څخه سرغړونه وي ... د پولیسو تادیبي محکمو ته راجع کېږي او درې میاشتو تر دوه کلونو پورې د بند په سزا محکومېږي.  [۱۷]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Loi n°70-1320 du 31 décembre 1970 relative aux mesures sanitaires de lutte contre la toxicomanie, et à la répression du trafic et de l'usage illicite des substances vénéneuses
  2. Public health code, L3421-4
  3. "France's War on Anti-Abortion Speech". Wall Street Journal (په انګليسي). 2016-12-01. ISSN 0099-9660. نه اخيستل شوی 2018-01-18.
  4. Houry, Nadim (2018-05-30). "France's creeping terrorism laws restricting free speech". Human Rights Watch. نه اخيستل شوی 2019-05-23.
  5. David T. Pottinger, The French Book Trade in the Ancien Regime, 1500 - 1791, Harvard Univ. Press (1958), p. 55.
  6. Pottinger 1958، م. 56.
  7. Pottinger 1958، م. 55-56.
  8. Pottinger 1958، م. 58.
  9. Pottinger 1958، م. 57.
  10. Pottinger 1958، م. 59.
  11. Pottinger 1958، م. 72-76.
  12. Pottinger 1958، م. 76-81.
  13. Pottinger 1958، م. 66-70.
  14. Pottinger 1958، م. 71.
  15. Pottinger 1958، م. 60-64.
  16. Pottinger 1958، م. 70-71.
  17. کينډۍ:In lang "1. Soit par provocation, soit par apologie [...] incité une ou plusieurs personnes à commettre soit un vol, soit les crimes de meurtre, de pillage, d'incendie [...]; 2. Ou adressé une provocation à des militaires des armées de terre et de mer, dans le but de les détourner de leurs devoirs militaires et de l'obéissance qu’ils doivent à leurs chefs [...] serait déféré aux tribunaux de police correctionnelle et puni d'un emprisonnement de trois mois à deux ans."