په عربي نړۍ کې يهوديت ضد (سام دوښمني)

په عربي هېوادونو کې د يهودو په وړاندې کرکه او تعصب، په عربي نړۍ کې يهوديت ضد بلل کېږي. د شلمې پېړۍ له پيل راهيسې په دې سيمه کې د يهودو مخالفت ډېر زیات شوی، ګڼ دلايل لري چې ځينې يې دا دي: د عثماني سترواکۍ او دوديزې اسلامي ټولنې منحل کېدل او له منځه تلل؛ اروپايي نفوذ چې د لويديځ امپرياليزم او عربي مسيحيانو له خوا راوړل شوی؛ د نازيانو تبليغات او د نازي المان او عرب نړۍ تر منځ اړيکې، د يهودي ملتپالنې په وړاندې غوصه، د عرب ملتپالنې راپورته کېدل او په زياته اندازه د يهوديت ضد او صهيونيت ضد دسيسو نظرياتو خپرېدل. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په دوديز ډول، په اسلامي نړۍ کې يهوديان اهل کتاب بلل کېدل او هغوی ته د ذمي حيثيت ورکول کېدو. دوی ته له ځورولو څخه پرتليز خونديتوب ورکول شوی و، په دې شرط چې په اسلامي هېوادونو کې پر دوی تحميل شوی توپيري ټولنيز او حقوقي حيثيت ونه ننګوي.

په داسې حال کې چې له شلمې پېړۍ مخکې هم د یهودو ضد پېښې وې، د دې وخت په اوږدو کې په عربي نړۍ کې يهود ضديت خورا لوړ شو. د ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ز لسيزو په اوږدو کې، په عرب نړۍ کې د يهودو ډېر کلي د ټولوژنې ښکار شول. د عرب-اسرايلو د جګړې په پيلېدو سره په عرب هېوادونو کې د يهودو حيثيت نور پسې خراب شو. د ۱۹۴۸ز کال د عرب-اسرايلو له جګړې وروسته، د فلسطنيانو کوچ، د اسرايلو د هېواد جوړېدل او د ۱۹۵۶ او ۱۹۶۷ز کلونو پر مهال د اسرايلو بريا د اسرايلو مخالفينو لپاره سخت سپکاوی و - په بنسټيز ډول د مصر، سوريې او عراق لپاره. خو د ۱۹۷۰ز لسيزې تر نيمايي پورې د يهودو غوڅ اکثريت يې عرب او اسلامي هېوادونه پرېښودل، تر ډېره بريده اسرايلو، فرانسې او متحده ايالاتو ته وکوچېدل. د کوچ (هجرت) دلايل ګڼ او د اختلاف موضوع ده. [۷][۸]

د تاريخ پوه «برنارډ ليوس» په وينا تر ۱۹۸۰ز لسيزې پورې، په عرب نړۍ کې يهود ضد لوړه کچه ادبیات خپاره شول او د هغې تمويلونکی مسئول اړخ د دې ښودنه کوی چې کلاسيکي يهود ضديت د عرب فکري ژوند يوه مهمه برخه وګرځېده، په پرتليز ډول د نولسمې پېړۍ له وروستيو او شلمې پېړۍ له لومړيو له فرانسې څخه هم زيات او تر دې بريده چې د نازي المان سره پرتله شو. د ۱۹۸۰ز لسيزې پر مهال د سياسي اسلام راپورته کېدلو او له هغې وروسته يو نوی اسلامي يهودي ضد بدلون منځ ته راوړ چې له يهودو څخه کرکه يې د دين برخه وګرځوله.[۹]

د معاصر عرب-اسلامي يهوديت ضد په اړه، په ۲۰۰۸ز کال کې د اسرايلي استخباراتي او تروريزم معلوماتو مرکز په يو راپور کې په عرب نړۍ کې د دې ښکارندې پيل او د اروپايي مسيحي يهوديت ضد د پيل په اړه وويل چې دا چاره د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې پيل شوې ده. په ۲۰۱۴ز کال کې، د نوم بدۍ ضد تړون په ټوله نړۍ کې د يهود ضد رويو يوه نړيواله سروی خپره کړه، راپور يې ورکړ چې په منځني ختيځ کې ۷۴٪ بالغانو د سروی د يوولسو يهود ضد وړانديزونو له اکثريت سره موافقه کړې وه، د دې په ګډون چې «يهوديان په نړيوالو مالي بازارونو کې ډېر زيات قدرت لري» او دا چې «يهوديان د نړۍ د ډېرو جنګونو مسئوليت په غاړه لري».[۱۰][۱۱][۱۲]

منځنۍ پېړۍ

سمول

په لومړيو او منځنيو پېړيو کې د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې اوسېدونکي له عيسايانو، صبايانو او زردشتيانو تر څنګ يهوديان د مسلمانانو په نزد د اهل کتاب په نوم پېژندل کېدل او د مسلمانو عربانو له خوا په نيول شويو ځمکو کې د ذمي (خوندي لږکي) حيثیت ورکړل شوی و، دا هغه حيثیت و چې عموماً په غېر اسلامي لږکيو عملي کېدو، کوم چې وروسته تر نورو نا مسلمانو پورې هم وغزېدل لکه سيکان، هندوان، جين او بودايان. عموماً يهوديانو ته د يوې دينې ډلې په توګه کتل کېدل (نه يو جلا توکم)، که څه هم د عرب کورنۍ برخه وو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ذميانو ګڼ بنديزونه لګېدل، د کومو بنديزونو نافذېدلو او سختوالي چې د وخت او ځای په بدلېدو سره بدلون موند. په محدوديتونو کې په جلا جلا مېشت ځايونو کې اوسېدل، د يو جلا لباس اغوستل لکه د ژيړ رنګه نښې، په عامو ځايونو کې د مسلمانانو د مسلمانانو عمومي تابعدادري، خپل دين ته د تبليغ او د مسلمانې ښځې سره واده کولو ممنوعيت او حقوقي نظام ته محدود لاسرسی (که چېرته د يو يهودي شاهدي د يو مسلمان له شاهدۍ سره په ټکر کې وه، نو د يهودي شاهدي نه منل کېده). ذمي بايد يو ځانګړې اندازه مالیه ورکړې وه (د يو سر په بدل کې د ماليې تاديه) (جزيه)، د کومې په بدل کې چې دوی له پوځي خدمت او همدا راز له زکات څخه معاف وو چې زکات د بسپنې يوه مالیه وه چې مسلمانانو به غوښته. په بدل کې يې ذمي ته محدود حقوق ورلکول کېدل چې په هغې کې تر يو بريده زغم،  په شخصي مسائلو کې د خپلې ټولنې ازادي او په مستقیم ډول له وژل کېدو خونديتوب شامل وو. د يهوديانو ټولنې د عيسايانو په څېر، عموماً نیمه خپلواکې هستې وې چې د دوی خپلو قوانينو او مشرتابه اداره کولې، چا چې د خپلې ټولنې مسئوليت د مسلمانو واکمنو په وړاندې درلود.[۱۷][۱۸]

د منځينو پېړيو د معيارونو تر مخې، د اسلام تر واکمنۍ لاندې عموماً د يهوديانو لپاره شرايط زيات رسمي او ښه شول، د هغو يهوديانو په پرتله چې د عيسايانو په ځمکو کې يې ژوند کاوه، د کوم لامل چې په يادو ځمکو کې له مسيحيانو سره د لږکيو د حيثيت شريکوالی و. داسې شواهد هم شته چې په هغو سيمو کې د يهوديانو حيثيت ډېر خرابه و، چېرته به چې مسيحي لږکي نه و، په پرتله د هغه يهوديانو حيثيت، په کومه سيمه کې به چې مسيحیان هم وو. د بېلګې په ډول، په شمالي افريقا کې د يهوديانو د ټولوژنې او توکميزې تصفيې ګڼې پېښې شته، په ځانګړي ډول په مراکش، ليبيا او الجزاير کې، چېرته چې بالاخره يهوديان د ښار به ګوښه کليو کې اوسېدو ته اړ کړای شول. په مصر، سوريه، عراق او يمن کې د يهوديانو د عبادت ځايونو د ويجاړولو امر عملي شو. په يمن، مراکش او بغداد کې په خاصو وختونو کې يهوديان اړ شوي وو چې اسلام ومني يا د مرګ له سزا سره مخ شي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

هغه حالت چې کله کله يهوديان له کلتوري او اقتصادي نېکمرغۍ څخه برخمن وو، خو په نورو وختونو کې بيا تر ډېره بريده ځورول شوي وو، همدا حالت د «جي.اي.وان ګرونبوم» له خوا لنډيز کړای شوی:

د اسلامي سيمې يهودي اتباعو يا اوسېدونکو د يو ستر شمېر د نومونو راټولول به ستونزمن نه وی، کومو چې لوړې رتبې، واک، زیات مالي نفوذ، مهم او پېژندل شوي فکري لاسته راوړنو ته رسېدلي وو؛ همدا چاره له مسيحيانو سره هم کېدای شي. خو دا به هم ستونزمنه نه وي چې د ظلم، د خپل سرو مصادره کولو، په زور سره له دين د اړولو هڅو يا د ټولوژنو  يو اوږد نوملړ چمتو کړای شي.  [۲۳]

د نويتابه نظريات

سمول

«مارک کوهن» وايي، ځينې پوهان په دې اند دي چې په اوسنۍ نړۍ کې د عربو يهوديت ضد په نولسمه پېړۍ کې، د يهوديانو او عربانو د یو له بل سره په ټکر کې ملتپالنې له شاليد څخه سر راپورته کړ او په بنسټيز ډول د ملپتاله فکر لرونکو مسيحي عربانو له خوا عرب نړۍ ته وارد شو (او له دې ډېر ژر وروسته دا بیا اسلامي کړای شو). له بلې خوا «برنارډ ليوس» په دې اند دی چې:[۲۴]

د يهوديت ضد خپرو شويو کتابونو او مقالو حجم، د خپرو شويو نسخو او عقايدو اندازه او شمېر، د دې د لیکوالانو، خپرونکو او تمويلونکو لوړوالی او واک، د ښوونځي او پوهنځي په نصاب کې د هغې ځای، په ډله ييزو رسنيو کې د دوی ونډه، دې ټولو ته په کتنې سره، داسې برېښي چې اوس مهال کلاسلیک يهوديت ضد د عرب فکري ژوند يوه مهمه برخه ده، نږدې په هغه اندازه په څومره چې په نازي المان کې منځ ته راغلې وه، د نولسمې پړې په وروستيو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې له فرانسې څخه هم خورا زيات.[۲۵] 

سرچينې

سمول
  1. Lewis (1986), p. 132
  2. Yadlin, Rifka. "Antisemitism". The Continuum Political Encyclopedia of the Middle East. Ed. Avraham Sela. New York: Continuum, 2002. p. 52
  3. Herf, Jeffrey (December 2009). "Nazi Germany's Propaganda Aimed at Arabs and Muslims During World War II and the Holocaust: Old Themes, New Archival Findings". Central European History. 42 (4). Cambridge University Press: 709–736. doi:10.1017/S000893890999104X. JSTOR 40600977. S2CID 145568807.
  4.  • "Hajj Amin al-Husayni: Wartime Propagandist". Holocaust Encyclopedia. (2020). Washington, D.C.: United States Holocaust Memorial Museum.   • "Hajj Amin al-Husayni: Arab Nationalist and Muslim Leader". Holocaust Encyclopedia. (2020). Washington, D.C.: United States Holocaust Memorial Museum. 
  5. Spoerl, Joseph S. (January 2020). "Parallels between Nazi and Islamist Anti-Semitism". Jewish Political Studies Review. 31 (1/2). Jerusalem Center for Public Affairs: 210–244. ISSN 0792-335X. JSTOR 26870795. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 June 2020. بياځلي په 14 October 2020.
  6. De Poli, Barbara (2018). "Anti-Jewish and Anti-Zionist Conspiracism in the Arab World: Historical and Political Roots". In Asprem, Egil; Dyrendal, Asbjørn; Robertson, David G. (eds.). Handbook of Conspiracy Theory and Contemporary Religion. Brill Handbooks on Contemporary Religion. Vol. 17. Leiden: Brill Publishers. pp. 321–342. doi:10.1163/9789004382022_016. ISBN 978-90-04-38150-6. ISSN 1874-6691. S2CID 158462967.
  7. Lewis (1986), p. 204
  8. Yehouda Shenhav Shenhav, Yehouda A. (2006). The Arab Jews: A Postcolonial Reading of Nationalism, Religion, and Ethnicity. ISBN 9780804752961.
  9. Lewis, Bernard. Semites and Anti-Semites, New York/London: Norton, 1986, p. 256.
  10. "Contemporary Arab-Muslim anti-Semitism, its Significance and Implications Archived February 20, 2009, at the Wayback Machine.", Intelligence and Terrorism Information Center at the Israel Intelligence Heritage & Commemoration Center (IICC), April 17, 2008.
  11. "Hating the Jew you've never met". The Times of Israel. 15 May 2014. بياځلي په 1 January 2015.
  12. The ADL Global 100: An Index of Anti-Semitism. Anti-Defamation League.
  13. Annemarie Schimmel (2004). The Empire of the Great Mughals: History, Art and Culture. University of Chicago Press. p. 107. ISBN 978-1861891853. The conqueror Muhammad Ibn Al Qasem gave both Hindus and Buddhists the same status as the Christians, Jews and Sabaeans the Middle East. They were all "dhimmi" ('protected people')
  14. Michael Bonner (2008). Jihad in Islamic History: Doctrines and Practice. Princeton University Press. p. 89. ISBN 9780691138381. JSTOR j.ctt7sg8f.
  15. Wael B. Hallaq (2009). Sharī'a: Theory, Practice, Transformations. Cambridge University Press. p. 327. doi:10.1017/CBO9780511815300. ISBN 9780511815300.
  16. Lewis (1999), p. 131
  17. Silverman, Eric (2013). "Bitter Bonnets and Badges: Dressing the Infidel". A Cultural History of Jewish Dress. Vol. 51. London: Bloomsbury Academic. pp. 47–50. doi:10.5860/choice.51-1024. ISBN 978-0-857-85209-0. S2CID 190749766. {{cite book}}: |journal= ignored (help)
  18. Cohen, Mark R. (1995). Under Crescent and Cross: The Jews in the Middle Ages. Princeton University Press. p. 74. ISBN 0-691-01082-X. بياځلي په April 10, 2010.
  19. "The Forgotten Refugees". خوندي شوی له the original on 27 September 2008.
  20. Roumani, Maurice. The Case of the Jews from Arab Countries: A Neglected Issue, 1977, pp. 26–27.
  21. "The Treatment of Jews in Arab/Islamic Countries". Jewishvirtuallibrary.org. February 19, 1947. بياځلي په July 2, 2011.
  22. Bat Ye'or, The Dhimmi, 1985, p. 61
  23. G. E. Von Grunebaum, Eastern Jewry Under Islam, 1971, p. 369.
  24. The Oxford Handbook of Jewish Studies, p. 208
  25. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Bernard Lewis 1986, p. 2562