په عربي متحده اماراتو کې بشري حقونه

د بشري حقونو د سازمانونو په خبره د عربي متحده اماراتو دولت د وګړو ګڼ شمېر اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي. عربتي متحده امارات په دیموکراتیکه بڼه انتخابي بنسټونه نه لري او وګړي یې د دولت د بدلون یا سیاسي ګوندونو د جوړولو حق نه لري. د رژیم منتقد فعالین او زده کړیالان نیول کېږي، بند ته لېږل کېږي او دولتي امنیتي دستګاوې بیا د هغوی د کورنۍ غړي هم ځوروي. په متحده اماراتو کې د جبري نادرکه کېدو یا تښتولو راپورونه شتون لري؛ ګڼ شمېر بهرني وګړي او د اماراتو وګړي د دولت له خوا تښتول کېږي او په ناقانونه توګه په ناڅرګندو ځایونو کې بندي او شکنجه کېږي. په ګڼ شمېر مواردو کې د متحده عربي اماراتو دولت په نظارت خونو کې بندي کسان (په ځانګړې توګه کډوال او سیاسي مخالفین) شکنجه کوي او خپل وګړي یې د چټکې محکمې له حق او د رسمي څېړنو پر مهال وکیل ته له لاسرسي محروم کړي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې، په متحده عربي اماراتو کې د سلګونو فعالینو او پوهانو په ګډون هغه کسان چې په چارواکو یې نیوکې کړې ټول یې نیول شوي او همدارنګه د ښځو، کډوالو او همجنس بازانو پر وړاندې یې قوانین له تبعیض ډک دي. [۹]

په عربي متحده اماراتو کې د شته شرعي محاکمو له امله درې وهل او سنګسار د قضايي مجازاتو یو قانوني ډول دی. دولت د بیان او مطبوعاتو آزادي محدوده کوي او سیمه ئیزې رسنۍ په دولت، دولتي چارواکو یا سلطنتي کورنیو باندې د نیوکو کولو څخه د مخنیوي په موخه تر سانسور لاندې دي. عربي متحده امارات په معمول ډول په نړیواله کچه د بشري حقونو او د مطبوعاتو د آزادۍ په برخه کې د تر ټولو شاته پاتې هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

عربي متحده امارات له دې سره چې د ملګرو ملتونو د شورا غړیتوب لري، خو د بشري حقونو او د کار د حقونو ډیری نړیوالې هوکړې له دې ډلې یې د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق، د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال میثاق او همدارنګه یې د کډوالو کارګرانو او د هغوی د کورنۍ د غړو د حقونو د خوندیتوب میثاق نه دی لاسلیک کړی. د ۲۰۲۰ زکال په نومبر میاشت کې عربي متحده اماراتو د شرابو د څښلو او له کومې قانوني اړیکې پرته د ګډ ژوند د محدودیتونو د راکمولو او د ناموسي وژنو د جزا د زیاتوالي په موخه اړوند خپلو قوانین تعدیل کړل. [۱۰]

د بیان آزادي سمول

په متحده عربي اماراتو کې د بیان د آزادۍ اړوند هېڅ رسمي ژمنې شتون نه لري. په دولت، دولتي چارواکو، پولیسو او شاهۍ کورنیو باندې نیوکې منع دي. په څرګند ډول د هر ډول اتحادیې جوړول او د هرې موضوع پر وړاندې اعتراض له شدید غبرګون سره مخ کېږي. د بیان د ازادۍ محدودیتونه په منتقدینو او همدرانګه د ټولنیزو رسنیو په عادي کاروونکو د پلي کېدو وړ دي.[۱۱][۱۲]

د ۲۰۰۷ زکال د نومبر په ۱۶مه ټیکام (د عربي متحده اماراتو د مخابراتو ادارې) د سپوږمکۍ پر مټ د دوه لویو هغو پاکستانۍ خبري شبکو نشرات بند کړل، چې د دوبی له رسنیز ښار څخه له سپوږمکۍ سره وصل وې او په پیل کې د ټیکام له خوا «د خلاقیت د آزادۍ» تر عنوان لاندې رسنیز ډګر ته وړاندې شوې وې. د دوبۍ دولت ټیکام ته امر کړی و چې د پاکستان د پوځي رژیم د مشر جنرال پرویز مشرف د غوښتنې له امله د جیو نیوز او اې آر وای ون ورلډ (ARY One World) نشرات بند کړي. دغه چاره د اماراتو د ډو (Du) مخابراتي شرکت له خوا د هغو د SDI  او ASI څپو د بندولو پر مټ ترسره شوه. له دې وروسته په دوبۍ کې پالیسي جوړونکو دغو چینلونو ته د تفریحي خپرونو د نشرولو اجازه ورکړه خو خبرونه، د ورځې موضوعات او سیاسي تبصرې یې په کې منع کړې. په همدې ډول وروسته له هغه چې دغه محدودیتونه له منځه یووړل شول د دغو شبکو په پوښښ کې پام وړ توپیرونه را څرګند شول. دغې پېښې د جیو نیوز او اې آر وای په ګډون د دوبي له رسنیز مرکز څخه په خپرېدونکو رسنیو جدي اغېز له ځانه سره درلود.[۱۳][۱۴][۱۵]

په ۲۰۱۳ زکال کې عربي متحده اماراتو د یو امریکايي په ګډون پنځه تنه د یوې طنزي ویډیو د جوړولو له امله ونیول. یاد امریکايي چې د کار په موخه دوبۍ ته کډه شوی و په یو کال بند محکوم شو.[۱۶][۱۷]

د نیویارک د پوهنتون (چې په عربي متحده اماراتو کې هم یوه څانګه لري) ښوونکی اندرو راس عربي متحده اماراتو ته له تلو، وروسته له هغه منع شو چې نوموړي د هغو کارګرانو څخه د ناسمې پالنې اړوند تبصره کړې وه چې دغلته یې دغه څانګه جوړه کړې وه. د هوايي شرکت مامورینو په هوايي ډګر کې هغه ته وویل چې د متحده اماراتو چارواکو دوی ته ویلي چې هغوی به اجازه ورنکړي نوموړی متحده عربي اماراتو ته دننه شي. [۱۸]

د بخښنې نړیوال سازمان په عربي متحده اماراتو کې د بیان د آزادۍ له حق څخه د سرغړونو اړوند راپور خپور کړی. په دغه راپور کې راغلي چې مخکښ اقتصاد پوه، شنونکی او د بشري حقونو مدافع، ډاکټر ناصر بن غیث د ابوظبۍ د فدرال ایستناف محکمې له خوا په ۱۰ کاله بند محکوم کړای شوی. نوموړی په ټویټر کې د عربي متحده اماراتو د رهبرانو او د هغوی د سیاستونو اړوند د ناسمو اطلاعاتو خپرولو په تور مجرم وګڼل شو؛ د هغه د محاکمې اړوند څرګندونې کېږي چې نوموړی د عربي متحده اماراتو له څلورو وګړو سره یوځای په انټرنټ کې د خپلو نظرونو د نشرولو له امله تر ناعادلانه محاکمې لاندې نیول شوی و. هغه وتښتول شو، د میاشتو لپاره په پټه سره په بند کې ساتل کېده، د بند پر مهال له وهلو ډبولو سره مخ و او په قصدي ډول خوب ته نه پرېښودل کېده. [۱۹]

د بشري حقونو څار ډلې په عربي متحده اماراتو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو اړوند راپور خپور کړی. په دغه راپور کې راغلي چې د بشري حقونو مخکښ مدافع احمد منصور په ۳:۱۵ بجو د لسو نارینه او دوه ښځینه امنیتي مامورینو له خوا ونیول شو. دوی د هغه د کورنۍ په اپارتمان برید وکړ، د هغه د کور هره کوټه آن د ماشومانو د خوب کوټه یې ولټوله او هغوی ته اړوند ټول برېښنايي وسایل یې ضبط کړل. نوموړی د خپلو سوله ییزو فکري باورنو د خپرېدو له امله بند ته واچول شو.[۲۰]

د مذهب آزادي سمول

په وروستیو کې نورو هېوادونو ته اړوند ګڼ شمېر شیعه مسلمانان له دغه هېواده وشړل شول، لبنانۍ شیعه کورنۍ له حزب الله ډلې سره د همدردۍ د لرلو په تور له هېواده وویستل شوې. د یو شمېر بنسټونو د شمېرو له مخې په وروستیو کې له دغه هېواد څخه له ۴۰۰۰ څخه زیات شیعه کډوال  ویستل شوي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په چین کې د مذهبي ازادیو نشتون لامل وګرځېد څو اویغور مسلمانان له دغه هېواده وتښتي او د نړۍ ګڼ شمېر برخو ته پناه یوسي. ورته مهال د پېکنګ له دیپلماتیکو اړیکو څخه په ناوړه ګټنې آن له هېواده بهر اویغور مسلمانان نیول کېږي. د راپورونو له مخې عربي متحده امارات یو له هغو دریو عرب هېوادونو څخه دی چې په دوبۍ کې یې اویغور پناه غوښتونکي مسلمانان ونیول او چین ته یې وسپارل. دغه چاره له ډېر مهاله په چین کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د استرداد د کومې هوکړې د نشتون له امله له پراخو نیوکو سره مخ شوه.[۳۲]

د ښځو حقونه سمول

عربي متحده اماراتو په ۲۰۰۴ زکال کې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړو میثاق تصویب کړ. دغه میثاق د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هم تبعیض ګڼي او له ګډون کوونکو ټولو دولتونو غواړي څو د تاوتریخوالي له ټولو ډولونو سره که هغه په کور دننه یا عامه ډګر کې وي د مبارزې په موخه یو لړ اقدامات ترسره کړي. عربي متحده امارات په منظم ډول د ښځو د مسایلو اړوند په نړیوالو کنفرانسونو او د فارس خلیج د همکاریو د شورا په غونډو کې ګډون کوي او د هغو کوربه توب هم کوي. عربي متحده اماراتو همدارنګه د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ څو نورې نړیوالې هوکړې هم لاسیک کړي چې له دغو څخه کولای شو د ماشومانو د حقونو میثاق، د کاري ساعتونو (صنعت) میثاق، د برابرو حقونو کنوانسیون یا میثاق، د شپې پر مهال د ښځو استخدام ته اړوند میثاقونه او د تر ټولو ټیټې کچې معاش کنوانسیون ته اشاره وکړو. [۳۳]

سرچينې سمول

  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. (په 2016-02-26 باندې). UAE beat foreign prisoners and gave them electric shocks, evidence shows. The Guardian.
  6. (په 2015-08-25 باندې). Canadian family pleads for father detained in the UAE: 'torture until I wished for death'. The Guardian.
  7. (په 2016-05-30 باندې). Americans and Canadian held in UAE acquitted – but 'nightmare' continues. The Guardian.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. (په 2017-04-30 باندې). Dubai Introduces Its Own Font, Lauding Free Expression It Does Not Permit. The New York Times.
  12. Freedom of speech in the UAE, wsws.org; accessed 27 October 2015.
  13. Pakistani TV channels may move out of Dubai Media City Archived 22 April 2008 at the Wayback Machine., GulfNews.com; accessed 27 October 2015.
  14. (په 25 November 2007 باندې). Geo TV also plans to move out of Dubai. Gulf News.
  15. Geo TV hints at options outside of Dubai, NDTV.com; accessed 27 October 2015.
  16. (په 2013-12-05 باندې). Arrests Over Satirical Video Lay Bare Emirati Sensitivities. The New York Times.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. (په 18 March 2015 باندې). New York University professor banned from flying to the UAE. Arabian Business.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  23. (په July 19, 2010 باندې). UAE urged to allow appeal on deportations. Financial Times.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  26. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  27. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  28. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  29. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  30. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  31. (په 13 March 2015 باندې). UAE said to deport dozens of Lebanese, mostly Shiite Muslims. Yahoo! News.
  32. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  33. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.