په عامه پوهنه کې خلقت او تکامل
په عامه پوهنه کې د تخلیق او تکامل ځای په حقوقي، سیاسي او مذهبي کړیو(حلقو) کې د پام وړ بحث او موضوع ده. په نړیواله کچه، د نوموړې موضوع په اړه بېلابېل نظرونه شته. ډېری لویدیځي هېوادونه داسې قانون لري چې یوازې تکاملي بیولوژي مکلفه ګڼي چې په وړ(مناسبو)ساینسي نصابونو کې تدریس شي.[۱]
لنډه کتنه
سمولدا چې زیاتره عقیدې پر ځمکه د ژوند د اوسنۍ بڼې لپاره د توضیح په توګه د عصري تکامل ترکیب په اړه دیني نیوکې نه راپورته کوي، په عیسویت کې د اکثره کلیساګانو په ګډون بېلابېلې بنسټپالې فرقې، په کلکه سره نیوکه کوي. ځینې پیروان په کلکه د ساینسي ټولنې د توافق له نظر سره مخالف دي. د دیني متنونو لغوي تعبیرونه، د تکامل او کاسمولوژیکي څېړنو او پایلو سره د ټکر ترټولو ستر لامل دی.[۲]
په نړیواله کچه، د امریکا متحده ایالتونو او یوشمېراسلامي بنسټپاله هېوادونو، له ځینو برخو پرته، تکامل په محدودو اختلافونو سره، په ساینسي کورسونو کې تدریسېږي. پرته له دې چې خلقت په دیني یا مذهبي لارښوونو کې څنګه خپرېدلای شي، په متحده ایالتونو کې سترې محکمې پرېکړه کړې چې په عامه ښوونځیو کې د ساینس په توګه د تخلیق تدریس غیرقانوني بلل کېږي. د امریکا په متحده ایالتونو کې ذهین اوډون (ID) په وروستي لسیزو کې د تکامل لپاره د بدیل وضاحت په توګه استازیتوب کړی دی، خو هغه "په ښکاره ډول مذهبي، کلتوري او حقوقي ماموریتونه" د ټیټې محکمې له خوا ناقانونه ګڼل شوي دي.[۳][۴][۵][۶]
د هېواد له مخې
سمولآسټرالیا
سمولکه څه هم د خلقت نظریات د دیني زده کړو د ښوونکو ترمنځ مشهور دي او په ځینو ښوونځیو کې د داوطلبانو له خوا د تخلیق ښوونیز توکي وېشل شوي، اکثره آسټرالیایي ساینس پوهانو یو کلک دریځ غوره کړی، څو له مذهبي محدودیتونو پرته د تکامل نظریې د تدریس لپاره د ښوونکو له حق څخه ملاتړ وکړي.[۷]
د ساینسي علومو په تدریس کې یواړین عنصر، د زده کونکو او ښوونکو هڅول دي، څو د ساینس په توګه د تدریس کېدونکي مفکورو لپاره شواهد په انتقادي توګه و ارزوي. ټولنه په روښانه توګه یادونه کوي چې، په ساینسي نصاب کې د تخلیق په څېر د مفکورو متعصب تدریس، د ودې پر لور ذهن کې د انتقادي فکر د نمونو د پراختیا مخه نیسي او په کلکه سره، د عیني عامه زده کړې سترې ګټې له خطر سره مخامخ کوي.
برازیل
سمولپه برازیل کې د ساینسي زده کړو په ټولګیو کې د خلقت تدریس د پوهنې وزارت (MEC) له خوا منع کړل شوی دی. مذهبي زده کړه په دې ډول منع نه ده، خو فدرالي اساسي قانون یادونه کوي چې اتحادیه نه شي کولای، هېڅ کوم مذهب وزغمي، وده ورکړي، او یا یې تمویل کړي، ځکه چې د قانون له مخې برازیل یو سیکولر دولت دی. که څه هم په ۲۰۰۴ زکال کې، د ریو ډي جنیرو د پوهنې ریاست په ښوونځیو کې د دیني زده کړو د ټولګیو ښوونکو، په خپلو ټولګیو کې تخلیقیت، د ساینسي واقعیت په توګه وړاندې کول پیل کړل. دا عمل، په مستقیم ډول په واک کې د هغو سیاستوالو له خوا پیل شوی و، چې خپلو شخصي مذهبي نظریاتو ته یې وده ورکوله او د دوی نوموړی عمل، د برازیل ساینس پوهان دې ته اړ کړل، چې د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه لاریون وکړي. وروسته بیا، په کانګرس کې "دیني ډله" په تدریجي توګه پیاوړې شوه. د بېلګې په توګه: د برازیل یو سناتور مارسیلو کریویلا، د کب روزنې او کرنې پخواني وزیر، په عمومي توګه د تکامل په وړاندې خپل مذهبي بنسټیز مخالفت اعلان کړ. دا ډول څرګند نفوذ، د سیکولر دولت د مدافعینو پام ځانته اړول دی. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
چین
سمولد تکامل نظریه، د چین په ولسي جمهوریت کې د عامه پوهنې یوه برخه ده. لکه څنګه چې خصوصي مذهبي ښوونځي د ګوتو په شمېر دي، په مینلینډ چین کې د لومړني او ثانوي زده کړو ترلاسه کوونکي، ټول هغه زده کوونکي، د تکامل نظریې درلودونکې زده کړه ترلاسه کوي. که څه هم، یوې څېړنې د پخواني شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالتونو په څېرنوروهېوادونو کې تر پوښښ لاندې مضامین، د نشتوالي په ګډون په هغو درسي کتابونو کې محدودیتونه په ګوته کړل چې په مینلینډ چین کې کارول کېږي.[۱۵][۱۶]
اروپایي شورا
سمولد اروپا شورا د ولسي جرګې ۱۵۸۰ پریکړه لیک
د ۲۰۰۷ زکال د اکتوبر د میاشتې په څلورمه نېټه، اروپایي شورا ولسي جرګې " په زده کړه کې د تخلیق خطرونه" تر عنوان لاندې خپل ۱۵۸۰ پریکړه لیک تصویب کړ. په پریکړه لیک کې لیکل شوي دي چې "د تکامل پرنظریې او د هغې پر پلویانو جګړه ،زیاتره د مذهبي افراطیت په بڼه رامنځته کېږي، چې له ښي اړخه سیاسي خوځښتونو سره نږدې تړاو لري" او له غړو هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې: د تکامل نظریې سره په مساوي ډول د ساینسي نظم په توګه د تخلیق تدریس او په عمومي ډول له مذهب پرته په کوم بل نظم کې د تخلیقي نظریاتو وړاندې کولو سره په کلکه مخالفت وکړي. [۱۷]
تدوین او تصویب
د پریکړه لیک په تصویب تمامېدونکی د مجلس کار، په ۲۰۰۶ز کال کې هغه وخت پیل شو، کله چې د مجلس څو کسه استازو چې مشري یې د بریتانیې د کارګرګوند سیاستوال اینډریومکینتوش کوله، د دې موضوع په اړه د یوې سپارښتنې د منلو وړاندیز وکړ. د مسودې د چمتو کولو پرمهال، راپور او د پریکړه لیک مسوده، د فرانسې د سوسیالیست ګوند استازي ګای لینګین له خوا چمتو شول.[۱۸][۱۹]
نوموړی رپوټ، په ولسي جرګه کې د مسیحي ډیموکراتیکې ډلې مشر لوک وین ډین برینډي په غوښتنه، د اروپایي شورا د ولسي جرګې له خوا په ۲۰۰۷ زکال کې، په ۶۳ مواقفو او ۴۶ رد رایو سره، د نوموړې شورا د کلتور، ساینس او زده کړې کمېټۍ ته د بیاکتنې لپاره بېرته را ولېږل شو. رویټرز یادونه وکړه چې د مناظرې او د رایو د ورکړې لغوه کول "د ختیځې اروپا د هغو استازو ملاتړ هم ترلاسه کړ، چا چې یادونه وکړه چې ډاروین تکامل د دوی د پخوانيو کمونیستي واکمنانو د خوښې نظریه وه." د کتنې لپاره پر کارول شوي طرزالعمل د شورا د کلتور، ساینس او زده کړې کمېټۍ له خوا نیوکه شوې وه. د نوي راپور ورکوونکي اني براسور له خوا له بیاکتنې وروسته، د لوګزامبورګ استازې چې په مجلس کې د لېبرال ډلې استازیتوب کوي او د مجلس له خوا د څوبدلونونو له بیاکتنې وروسته، نوموړی پریکړه لیک په ۴۸ موافقو او ۲۵ رد رایو سره تصویب شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
منځپانګه
د پریکړه لیک موخه دا ده چې: د ځینو تمایلاتو په وړاندې خبرداری ورکړي، څو د ساینس په توګه له یوه باور څخه تېر شي... پارلماني شورا د موږ د پوهنې په نظامونو کې، د تخلیقي نظریاتو د خپرېدلو احتمالي ناوړه اغېزو او د موږ ډیموکراسۍ لپاره د پایلو په اړه اندېښنه ده.[۲۵]
ولسي جرګه، له همدې امله له غړو هېوادونو او په ځانګړې توګه د پوهنې له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې:
- د علمي پوهې څخه دفاع وکړي او وده ورکړي.
- د عیني علمي پوهې د تدریس ترڅنګ، د ساینس د بنسټونو تدریس، د هغه تاریخ، علمپوهنې او میتودونه پیاوړي کړي.
- ساینس د پوهېدلو وړ، ډېر په زړه پورې او د معاصرې نړۍ واقعیتونو ته نږدي کړي.
- د تکامل له نظریې سره په مساوي ډول، د ساینسي نظم په توګه د تخلیق تدریس او په عمومي ډول له مذهب پرته په بل کوم نظم کې د تخلیقي نظریاتو وړاندې کولو سره په کلکه مخالفت وکړي.
- د ښوونځي په نصاب کې د بنسټیزې ساینسي نظریې په توګه د تکامل تدریس ته وده ورکړي.
سرچينې او ياداښتونه
سمول- ↑ Harmon, Katherine (3 March 2011). "Evolution Abroad: Creationism Evolves in Science Classrooms around the Globe". Scientific American. بياځلي په 12 June 2017.
- ↑ Robinson, Bruce A. (November 1995). "Beliefs of the U.S. public about evolution and creation". ReligiousTolerance.org. Kingston, Ontario: Ontario Consultants on Religious Tolerance. بياځلي په 2010-05-05.
- ↑ Saletan, William (December 21, 2005). "Is Creationism Destructible?". Slate. بياځلي په 2014-06-15.
- ↑ Witt, Jonathan (September 29, 2006). "Science magazine reviews The Language of God by Francis Collins, Ignores the Book's Intelligent Design". Evolution News & Views. Seattle, WA: Discovery Institute. بياځلي په 2014-06-15.
- ↑ Lundin, Leigh (May 4, 2008). "Evilution". Criminal Brief. Los Angeles, CA: CriminalBrief.com. بياځلي په 2010-03-05.
- ↑ Annas, George J. (May 25, 2006). "Intelligent Judging — Evolution in the Classroom and the Courtroom". The New England Journal of Medicine. 354 (21): 2277–2281. doi:10.1056/NEJMlim055660. PMID 16723620.
- ↑ Minus, Jodie (June 25, 2010). "Creationism creeps into NSW schools". The Australian. Sydney: News Corp Australia. بياځلي په 2011-02-26.
- ↑ Takahashi, Fábio; Bedinelli, Talita (December 13, 2008). "MEC diz que criacionismo não é tema para aula de ciências" [MEC says that creationism is not subject for science class]. Folha de S.Paulo (in پورتګالي). São Paulo: Grupo Folha. بياځلي په 2014-06-15.
- ↑ Constitution of the Federative Republic of Brazil. Textos básicos. Translation by Istvan Vajda, Patricia de Queiroz Carvalho Zimbres, and Vanira Tavares de Souza (3rd ed.). Brasília: Documentation and Information Center; Publishing Coordination; Chamber of Deputies. 2010. p. 29. ISBN 978-85-736-5736-4. OCLC 705932082. خوندي شوی له the original (PDF) on 2017-07-15. بياځلي په 2014-06-24.
{{cite book}}
: CS1 maint: others (link) See Title III, Chapter 1, Article 19. - ↑ Gazir, Augusto (May 13, 2004). "Escolas do Rio vão ensinar criacionismo" [Schools of Rio will teach creationism]. Folha de S.Paulo (in پورتګالي). São Paulo: Grupo Folha. بياځلي په 2014-06-15.
- ↑ MacKenzie, Debora (July 9, 2005). "Creationism special: A battle for science's soul". New Scientist. 187 (2507): 8–9. بياځلي په 2014-06-15.
Eighty years after the Scopes trial drew the battle lines over evolution and creationism, Darwin's theory is under renewed attack, this time from 'intelligent design'. It's an idea that is spreading into US culture and beyond.
- ↑ Severo, Felipe (December 12, 2011). "Um estado laico com bancada evangélica" [A secular state with evangelical bench]. revista o Viés (Blog) (in پورتګالي). بياځلي په 2014-06-15.
- ↑ "Senado Federal: Secretaria-Geral da Mesa: Secretaria de Taquigrafia e Redação de Debates Legislativos". Senado Federal (in پورتګالي). Brasília: Federal Senate. February 10, 2009. بياځلي په 2014-06-15.
- Crivella, Marcelo (February 10, 2009). Criacionista, Crivella filosofa sobre origem da ameba [Creationist, Crivella philosophical about the origin of the amoeba] (Adobe Flash Video) (in پورتګالي). São Paulo: UOL. بياځلي په 2014-06-15.
- ↑ Coutinho, Simone Andréa Barcelos (August 23, 2011). "Escolha eleitoral deve considerar secularismo do Estado" [Electoral choice should consider secularism of the State]. Consultor Jurídico (in پورتګالي). بياځلي په 2014-06-15.
- ↑ Liang, Ye; Cobern, William W. (2013). "Analysis of a Typical Chinese High School Biology Textbook Using the AAAS Textbook Standards". Eurasia Journal of Mathematics, Science and Technology Education. 9 (4). doi:10.12973/EURASIA.2013.942A. S2CID 45242583.
- ↑ Swarts, Frederick A.; Roger Anderson, O.; Swetz, Frank J. (2007). "Evolution in secondary school biology textbooks of the PRC, the USA, and the latter stages of the USSR". Journal of Research in Science Teaching. 31 (5): 475–505. Bibcode:2007JRScT..31..475S. doi:10.1002/tea.3660310505.
- ↑ "The dangers of creationism in education". Committee on Culture, Science and Education (Resolution). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. October 4, 2007. Resolution 1580. بياځلي په 2014-06-16.
- ↑ "The dangers of creationism in education". Committee on Culture, Science and Education (Motion for a recommendation). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. October 4, 2006. Doc. 11065. بياځلي په 2014-06-16.
- ↑ "The dangers of creationism in education". Committee on Culture, Science and Education (Report). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. June 8, 2007. Doc. 11297. خوندي شوی له the original on March 9, 2013. بياځلي په 2014-06-16.
- ↑ "2007 Ordinary Session: (Third part): Report: Nineteenth Sitting: Monday 25 June 2007 at 11.30 a.m." (Verbatim record). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. AACR19 / AS (2007) CR 19. خوندي شوی له the original on 5 April 2014. بياځلي په 2014-06-16. Verbatim record of the PACE sitting on June 25, 2007 - see para. 7.
- ↑ Reilhac, Gilbert (June 25, 2007). "European rights body calls off creationism vote". Reuters. خوندي شوی له the original on 2016-03-06. بياځلي په 2014-06-16.
- ↑ "Statement by PACE's Committee on Culture, Science and Education, 26 June 2007". PACE News. June 26, 2007. خوندي شوی له the original on 7 July 2011. بياځلي په 2014-06-16.
- ↑ "The dangers of creationism in education". Committee on Culture, Science and Education (Report). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. September 17, 2007. Doc. 11375. خوندي شوی له the original on 2013-03-07. بياځلي په 2014-06-16.
- ↑ "2007 Ordinary Session: (Fourth part): Thirty-fifth Sitting: Thursday 4 October 2007 at 3 p.m.: Minutes of Proceedings" (Minutes). Parliamentary Assembly of the Council of Europe. AS (2007) PV 35. خوندي شوی له the original on 20 February 2014. بياځلي په 2014-06-16. Minutes of the PACE sitting on October 4, 2007.
- "Voting results (Participants)". Parliamentary Assembly of the Council of Europe. خوندي شوی له the original on 2011-10-04. بياځلي په 2014-06-16. Voting results on the amendments and resolution ("The dangers of creationism in education" (Doc. 11375)). Vote on resolution: In favour: 48; against: 25; abstention: 3.
- ↑ "Council of Europe: Keep Creationism Out of Science Classes". Deutsche Welle. Berlin/Bonn, Germany: ARD. October 5, 2007. بياځلي په 2014-06-16.