په طبیعي ډول دځنګل بیا جوړونه

راټولوونکی فاتح الله الفت سید جماالدین افغان پوهنتون کرنی پوهنځی ځنګلونو څانګه پورته کوونکی فیض الرحمن احمدی لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنه او ځنګلونو څانګه یادونه! کومی لیکنی چی ما دغه سایټ ته پورته کړی دی ډیری یی مونوګرافونه دی نو په ځینو مونو ګراغغونو کی تصویران هم ځای په ځای شوی وو خو ویکیپیدیا ته په پورته کولو کی ورسره تصویران نه پورته کیږی شاید ځینو ځایونو کی داسی لیکل شوی وی چی شکل د فلانکی موضوع مریوط دی خو بیا شکل موجود نه وی نو نو امید دی چی پدغه برخه کی می عذر ومنئ بیاهم کوم که وړاندیز نیوکه لری نو په دغه شماره یی راسره کړئ ۰۷۶۶۰۵۶۶۰۹. مننه

په طبيعي توګه دځنګل بيانوي کول Natural regeneration of forest

بيانوي کول  (Regeneration)
    دځنګلي نباتاتوپه طبيعي اويامصنوعي توګه بيانوي کېدوته ويل کېږي،يعنې په يوه ساحه کې چې له پخواڅخه ځنګل موجود وو،دقطع کېدو اويادځينې نورو عواملو له امله له منځه تللی وي دعينې نوعې بيانوي کول.همدارنګه (Reproduction)  هم دبيانوي کېدو لپاره  په زياته پيمانه دهغه ځنګلي نباتاتولپاره په کار وړل کېږي،کوم چې په طبيعي  توګه دتخم،coppice ،root sucker اوداسي نوروطريقو څخه په لاس راځي .

د Regeneration اهميت: ۱- نوي نيالګي هميشه په هغه سيموکې لاس ته راځي چېرته چې مورنۍ نوعې قرار ولري. ۲- دزياتره انواعوتخمونه په خپل سرتيت شوي اوبيرته ټوکېدلي وي. ۳- دوحشي حيواناتولپاره ترټولوښه هستوګن ځای جوړوي. ۴- مختلف نوعه نباتات دخپلې خوښې سره سمه ټوکېدنه کوي اوخپل ژوندپرمخ بيايي. ۵- زياتره تخريب شوي اوزيیان ليدونکي نباتات په طبيعي توګه بيانوي کېږي.

 دبيانوې کولوميتودنه   (Methods of regeneration)
       دپورتني تعريف څخه داجوتېږي چې دځنګلي نباتاتوبيانوي کېدو لپاره دوه اساسي ميتودونه موجود دي .مګر ددې دوه ميتودونودعملي کولوپه ترکيب کې ځينې وخت يوبل څه هم  په نظر کې نيول کېږي ،ځکه نودځنګلي نباتاتودبيانوي کېدولپاره لاندې ميتودونه په کاروړل کېږي .
۱- په طبيعي توګه بيانوي کېدل            (Natural Regeneration)

۲- په مصنوعي توګه بيانوي کيدل (Artificial Regeneration) ۳- طبيعي بيانوي کېدل چې دمصنوعي بيانوي کېدوپه واسطه بشپړ شوي وي Natural Regeneration Supplemented by Artificial Regeneration



په طبيعي توګه بيانوي کېدل (Natural regeneration)

 په  طبيعي توګه دځنګلي نباتاتوبيانوي کېدل هغه دي کوم چې په خپل سرتيت شوي تخم، Coppice  اودريښودسکرونوڅخه رامنځ ته شوی وي .

په طبيعي توګه نوي نيالګي دلاندينيودوه اصلي منابعوڅخه په لاس راځي. ۱- دتخم څخه (From Seed) (۱- شکل په طبيعي توګه بيانوي کول )

۲- دجسمي برخوڅخه(From Vegetative Part  )   
    کله چې دطبيعي بيانوي کولوپه پروسه کې تخم ديونبات شکل غوره کړي نيالګی (Seed ling  )ورته ويل کېږی .يعنې هغه نباتات چې دتخم په واسطه پرته دCoppice  اوRoot Sucker   څخه په لاس راغلي وي . اوهغه ځنګلونه چې دنيالګيوپه واسطه را منځ ته شوي وي د High forest   په نوم يادېږي .مګرکوم نيالګي چې د Coppice  څخه منځ ته راغلي وي هغې ته  Coppice crop  اودهغې څخه منځ ته راغلي ځنګلونه دCoppice forest  په نوم يادېږی .
1- دتخم په واسطه په طبيعي توګه دځنګل بيانوي کول (Natural Regeneration From Seed) 

تعريف: پخه اورسيدلې تخمه (Ovule)دتخم په نوم يادېږي ،تخمونه دخپل نسل ساتونکي، خورونکي اوزياتونکي دي ،که دتخمونودشنه کېدوقوه ضعيفه وي لږحاصلات ترينه لاس ته راځي، يو پوخ اورسيدلی تخم دلاندې برخولرونکی وي . ۱- جنين (Embryo ) ۲- انډوسپرم(Endo sperm ) (۲-شکل غورځېدلی تخم) ۳- دتخم پوښ(Seed coat ) جنين :دتخم هغې برخې ته ويل کېږي کومه چې دتخم دټوکېدوپه وخت کې راډيکل اوپلوميول منځته راوړي . انډوسپرم :هغه ذخيروي نسج دی چې غذاپه کې ذخيره کېږي . دتخم پوښ: دتخم بهرنۍ برخې ته ويل کېږي کومه چې تخم دبهرنيوعواملودضررڅخه ساتي .

   په جمنوسپرم نباتاتوکې تخم په تخمه (مؤنـثه غوزه)کې دسپرم لرونکې هستې دالقاح دعمليې څخه وروسته منځ ته راځي،خوپه انجيوسپرم نباتاتوکې تخمدان په مېوه بدلېږي چې دتخم لرونکی وي.
 په طبيعي توګه دتخم په واسطه دځنګل بيانوي کول په لاندې شيانوپورې اړه لري.

۱- دتخم توليد (Seed Production)

  دتخم په واسطه په طيعي توګه دځنګل بيا نوي کولولپاره ترټولومهم شرط دهماغه سيمودونوپه واسطه په مناسب اندازه او حاصلخيزه تخم توليدول دي ، چې دتخم توليددونوپه عمر،نوعې، دتاج پراخوالي ، اقليم اوځينې نورو خارجي فکتورونوپورې اړه لري.                                                                                                  (۳-  شکل دتخم توليد)             
  نوع(Species) :ټولې نوعې هرکال تخم نه توليدوي لکه: لمنځه اونورې تل شنې ستن پاڼې ونې .مګرځينې ونې بياددې توان لري چې هرکال تخم توليدکړي لکه:  Teak،   کيکر  اوداسې نور. همدارنګه ويلای شوچې ونې په يوه اندازه تخم نه شي توليدولی ځينې يې زيات(Good) ځينې متوسطه اندازه(Moderate) اوځينې کم (Poor)تخم توليدوي .

Interval between moderate & good seed year of a few species گڼه نوعه دتخمي کلونوترمنځ موده

پښتونوم علمي نوم ښه تخمي کال مناسب تخمي کال 1 نښتر Pinus wallichiana 2-3 2 2 صبر Cupressus torulosa 7-8 3 3 لمنځه Cedrus deodara 4-5 3 4 سرپ Picea smithiana 5-6 3 5 بيجور Abies pindrow 10 6

عمر(Age)  :دونې عمرهم دتخم د توليدپه مقداراوحاصلخيزۍ باندې اغيزه کوي ،هغه تخمونه چې دکم عمره ځوانو ونوڅخه په لاس راځي نسبت هغه تخمونوته چې دپخو اورسيدلوونوڅخه په لاس راځي کم حاصلخيزه  وي ،داځکه چې دعمودي ودې په جريان کې زيات کاربوهايدريت په عمودي وده مصرفېږي،مګرهغه ونې چې عمودي وده  يې دريدلې وي تخمونه يې حاصلخيزه وي ،ځکه چې کاربوهايدريت يې په زياته پيمانه دتخم په توليد کې په کار وړل کېږي،په همدې اساس حاصلخيزه تخم دمتوسط عمر لرونکو ونوڅخه په لاس راوړل کېږي .

تاج اندازه (Crown size): اوږد اوپراخه تاج لرونکې ونې په زياته اندازه تخم توليدوي ،نو په همدې اساس پراخه تاج اومتوسط عمرلرونکې ونې بايددتخم دتوليدلپاره غوره کړای شي. اقليم (Climate):اقليم دتخم په توليد مستقيماً اغيزه کوي نسبتاً ګرم اقليم ونې زيات تخم توليد ته متوجه کوي،دګرم او وچ کال په تېريدوپسې ډېرزيات تخم توليدېږي .همدارنګه تېزباران اوطوفان دګرده افشانۍ په وخت کې دتخم دتوليددکموالي سبب ګرځي،اوپه پرلپسې توګه دپرخې لويدل هم له بدمرغه دتخم په توليدبده اغيزه کوي . ۲- دتخم انتشار(Seed Dispersal) تخمونه دونوپه واسطه توليدېږي مګرخپرېدل يې دلاندې مختلفوعواملوپه واسطه صورت نيسي. • دبادپه واسطه (By wind):ددغه ونوتخمونه دبادپه واسطه خپرېږي Conifers ، Acer ، Betula، Populus،Alnus ، Salix ، Acacia ،Bombax اوداسې نور. • داوبوپه واسطه(By water):دMangrove spp، Dalbergia ،Teak،اوداسې نورونو تخمونه داوبوپه واسطه له يوځای څخه بل ځای ته خپرېږي . • دمرغانوپه واسطه (By birds):د Prunus، Trema ، Mulberry ، Diospyros ، اوداسې نورو تخمونه دمرغانوپه واسطه انتشارکوي . • دحيواناتوپه واسطه (By animals): Acacia arabica ،Prosopis julifllora ، Ziziphus،Anthocephalus اوداسې نوردحيواناتوپه واسطه خپرېږي. • دجاذبې قوې په واسطه (By gravity): Oak، Juglans regia اوداسې نور دجاذبې دقوې په اساس انتشارمومي. ۴-مرغانوپواسطه ۵-حيواناتوپواسطه ۶- بادپواسطه ۷- جاذبې قوې پواسطه

۳- ټوکېدنه (Germination)

  دتخم دخپرېدونه وروسته زياته اندازه تخمونه دحشراتو،مرغانو اوموږکانوپه واسطه 

ضايع اوپاتې نوريې دخوښې وړخاوروکې ټوکېدولپاره تيارېږي .دتخم ټوکېدل په لاندې فکتورنوپورې اړه لري . A - داخلي فکتورونه (Internal factors): (۸-شکل دتخم ټوکېدل) هغه فکتورونه دي کوم چې پخپله په تخم پورې اړه لري اوپه ټوکېدنه يې اغيزه کوي ، په لاندې ډول ترې يادونه کوو. i. داوبونفوذ (Permeability to water):رطوبت دټوکېدنې لپاره ډېرضروري دی، هغه تخمونه چې کلک پوښ ولري نه پرېږدې چې دتخم جنين ته رطوبت داخل شي نوله همدې امله دتخم دټوکېدومخه نيول کېږي . ii. داکسيجن نفوذ (Permeability to oxygen): اکسيجن دتخم دټوکېدولپاره ضروري دی ،رطوبت دتخم پوښ نرموي موجوده غذائي موادتجزيه کوي.اودغه تجزيه شوي غذائي مواد دمحلول په شکل دتخم داخل اوبهرته انتقالوي ،هغه فکتورونه چې درطوبت مخنيوی کوي داکسيجن دمخنيوي لامل هم ګرځي . iii. دجنين انکشاف (Development of embryo):دتخم دغورځېدوپه وخت کې ښايې جنين پوره انکشاف کړی وي ،مګرکه چېرې يې پوره انکشاف نه وي کړی نو تخم داستراحت مرحلې ته ځي اوټوکېدنه صورت نه نيسي . iv. After ripening  : ځينې وخت جنين په مکمله توګه انکشاف کړی وي مګربياهم ټوکېدنه نه ترسره کېږي ،داپه دې ماناچې تخم په کيمياوي حالت ټوکېدنې ته تيار نه دی نوپه همدې اساس يې ټوکېدنه دځنډ سره مخ شوې ده .يعنې دځينې تخمونوټوکېدنه دحاصل ټولولو نه وروسته دکيمياوي اوفزيکي تغيراتوله امله هم دځنډ سره مخ کېږي . v. دژوندي پاتې کېدوقابليت (Viability):دتخم دټوکېدودظرفيت قوې ته ويل کېږي ځينې وخت تخمونه دټوکېدوقوه ژر له لاسه ورکوي، مګرځينې نوريې بيايوکال اوياتردې هم زيات دساتلوتوان لري ، کله چې دچاپيريال شرايط دتخم دغورځېدوپه وخت کې دټوکېدولپاره نه وي برابرتخم له منځه ځي. دبيلګې په ډول د Sal تخمونه په طبيعي حالا توکې تريوې اوونۍ ژوندي پاتې کېدلای شي .مګرکه چېرې موسمي بارانونه اوبادونه هغه تخمونه چې په وچه ځمکه غورځيدلې وي وځنډوي نومري او له منځه ځي . vi. دتخم سايز(Size of seed ):دتخم سايزاواندازه هم په طبيعي بيانوي کېدوباندې اغيزه کوي ،ځکه چې کوچني تخمونه دباران او اوبوپه واسطه له يوځای څخه بل ځای ته انتقال اودخاورو لاندې کېږي ،مګرلوي تخمونه بياپه پوره توګه دخاورې اوهيومس په واسطه نه پوښل کېږي نوپه همدې اساس ټوکېدنه هم صورت نه نيسي ،دتخم سايزيوځانګړی خاصيت دی چې په ګرام اوکيلوګرام کې دتخم دشميرلوپه وخت کې په کار وړل کېږي . دځينې غوزه لرونکواو پلن پاڼو ونوتخمونه چې په ګرام اوکيلوګرام سره ښودل کېږي په لاندې جدول ليکل شوي دي . ګڼه پښتو نوم Weight of some spp علمي نوم 1 بيجور 17 seeds/gm Abies pindrow 2 نښتر 16 seeds/gm Pinus wallichiana 3 تورکاج 15000 seeds/kg Pinus nigra 4 لمنځه 9 seeds/gm Cedrus deodara 5 صبرونه 240 seeds/gm Cupressus torulosa 6 سرپ 63 seeds/gm Picea smithiana 7 اکاسي 8 seeds/gm Acacia Arabica 8 توت 455 seeds/gm Morus alba 9 يوکالپټس 2700 seeds/gm Eucalyptus hybrid 10 غوړه څيړۍ 140 seeds/kg Quercus semecarpifolia 11 پنبې ونه 26 seeds/gm Bombax ceiba

    دتخمونواندازه (سايز) نه يواځې داچې په مختلفو ونوکې مختلفه وي،بلکې په يوه نوعه کې هم امکان لري چې مختلف سايزلرونکي تخمونه توليدکړي .ځينې تخمونه نري اونيمګړی انکشاف کوي مګرځينې نوربيا پوره انکشاف کوي اوپنډوالی يې هم زيات وي،نوهمدغه پنډ اوپوره انکشاف يافته تخمونه ترټولوښه ټوکېدنه کوي .

Vii - دټوکېدوظرفيت اوانرژي (Germinative capacity & energy ):

     په ځمکه غورځېدلي تخمونه په پوره فيصدۍ سره ټوکېدنه  نه کوي،ددې اغيزې دپېژندلولپاره بايدديوې نوعې دتخم دټوکېدوظرفيت اوانرژي وپېژنو.

Germinative capacity: په معلومه ساحه کې دټيسټ لاندې نيول شويوتخمونو هغه تعدادچې په فعاله توګه يې ټوکېدنه پرته دوخت په نظرکې نيولوڅخه ترسره کړې وي . Germinative energy: دهغه تخمونوفيصدي اوتعدادچې په معلوم وخت (۱۴-۷) ورځو پورې يې ټوکېدنه ترسره کړې وي. دځينې نوعودتخمونودټوکېدوظرفيت په لاندې ډول سره ښودل کېږي . Species Germinative capacity Alnus nitida ,anogeissus latifolia 1-5 Abies pindrow , 10-20 Cassia fistula ,Picea smithiana 20-30 Bombax ceiba ,Tectona grandis 30-50 Pinus wallichiana , Acacia Arabica 50-70 Juglans regia , Shorea robusta 70-90 Albizzia lebek , Dalbergia sissoo 90-100 Viii – دنيالګيو فيصدي (Plant percent ): نيالګي دتخم دټوکېدنې په نتيجه کې منځ ته راځي ،چې دچاپېريال دضد نقيص شرايطوپه مقابل کې ځينې يې له منځه ځي اوځينې نوريې ژوندي پاتې کېږي . يعنې په يوه نمونه کې دهغه مقدارتخمونوڅخه عبارت دی کوم چې دکرلودلومړي سيزن ترپای پورې په نيالګي Seedling بدل شي . په لاندې جدول کې دځينونوعودنيالګيوفيصدي ښودل شوې ده Plant percent Germinative capacity Species 26 50 Acacia Arabica 25 50 Tectonia grandis 78 90 Dalbergia sissoo 63 66 Pinus wallichiana 58 65 Cedrus deodara 6 13 Abies pindrow 30 85 Gemlina araborea ‌‌B- خارجي فکتورونه( External factor): دچاپيريال هغه فکتورونه کوم چې دتخم په ټوکېدنه باندې اغيزه کوي په لاندې ډول ترې يادونه کوو. i. رطوبت (Moisture): دتخم دټوکېدنې لپاره مناسبه اندازه رطوبت ضروري دی،ځکه چې رطوبت ويد ه جنين فعالوي اودتخم پوښ نرموي ترڅوجنين بهرته راوځي او وده پيل کړي .همدارنګه رطوبت دهغه غذائي موادودحليدولپاره چې په مشيموکې ذخيره شوي وي مهم ګڼل کېږ ي ،چې دغه منحل موادبيا Radical اوPlumule ته انتقالوي ددې ترڅنګ په اوبلن محلول کې دتنفس دعمليې ترسره کولولپاره اکسيجن هم خپروي . ii. هوا(Air) :دتخم ټوکېدنه اکسيجن ته ضرورت لري چې دا اکسيجن ورته هوا برابروي ،تخمونه په ژوره طبقه کې داستراحت دمرحلې دله منځه وړلولپاره اکسيجن ته ضرورت لري نوددې لپاره ثابته اندازه اکسيجن مهم اوضروري ګڼل کېږي . iii. تودوخه(Temperature) : تودوخه دتخم ټوکېدنې لپاره ضروري ګڼل کېږي مګر مختلف ډوله تخمونه په مختلفه اندازه تودوخې ته ضرورت لري ،ترڅوټوکېدنه ترسره کړي که چېرې تودوخه زياته وي نودزياتوتخمونودټوکېدوسبب ګرځي . iv. رڼا(Light) : زياتره تخمونه دټوکېدنې لپاره ځانګړې رڼاته ضرورت نه لري ،مګر ځينې نورلکه Cassia fistula او Albizzia proceraرڼا ته ضرورت لري . v. دتخم بستر(Seed bed): دتخم دټوکېدولپاره داضروري خبره ده چې دتخمولپاره دې ځانګړی اوکافي اندازه بسترموجود وي،که چېرې تخم په تيږو اونرۍ طبقه خاوره باندې وغورځېږي نوشايدټوکېدنه صورت ونه نيسي .همدارنګه که چېرې تخمونه دبام اوياوښوله پاسه وغورځېږي ژوندله لاسه ورکوي، په کمه اندازه سوځېدنه اودبوټوقطع کول تخم لپاره دښه بسترپه جوړولوکې ګټورتمامېږي . دتخم کلک پوښ،دخاورې نرۍ طبقه،وچې پاڼې ،غليظه خاوره اودتخم زيات ژوروالی په طبيعي بيانوي کېدنه ستر اثر لري ،که چېرې تخمونه په ژوره اندازه خاوره کې ډوب کړای شي د ټوکېدولپاره اکسيجن ته ضزورت لري اوټوکېدنه نه ترسره کېږي ،مګرکه ټوکېدنه ترسره هم شي تخمونه ددې توان نه لري ترڅوخپل(Plumule) دخاورې څخه بهرته راوباسي نواړينه ده چې تخم په مناسبه اندازه په خاوره کې ښخ کړای شي .

Seedling year  :  هغه دی چې مختلفې نوعې په نوموړي کال کې په زياته پيمانه نيالګي توليدکړي،ياهم هغه ټاکلی کال ياموده چې يوه ځانګړې نوعه په کې ښه، متوسط، خراب اوډېرخراب نيالګي توليدکړي . په عمومي توګه دخاورې اواقليم دضداونقيص فکتورونو له امله  دپاملرنې وړنيالګي له منځه ځي لکه دهرزه ګياه وده .... تخمي کال اودنيالګيوکال دواړه  سره توپيرلري ،دښه اوزياتونيالګيوتوليدونکی کال ښه ګل نيولو، ښه تخم توليد، دخوښې وړ اقليمي شرايط،خاورين فکتورونو اودهرزه ګياه رقابت نه شتون ته ضرورت لري .

۴- دنيالګيوځای پرځای کېدل (Seedling Establishment):

    که چېرې تخمونه په ښه توګه ټوکېدنه ترسره کړي داپه دې مانا نه ده چې طبيعي بيانوي کېدنه شايدښه وي ،ځکه چې زيات شميرنيالګي دوچکالۍ،باران اويخ وهنې له  امله داوړي اوژمي په جريان  کې له منځه ځي .ددې ترڅنګ هرزه واښه،څړ اوسوځېدنه هم ددوۍ دمړينې لامل ګرځي ،همدارنګه نورضداونقيص فکتورونه نه يواځې داچې نيالګي په لومړي کال تحديدوي بلکې دڅوکلونولپاره يې د ودې په ارزښت هم تأثيرکوي .په همدې اساس ښه بيانوي کېدنه دنيالګيوپه ثبات باندې سرته رسېږي .

ثبات (Establishment):دتيغ وهنې څخه نيولې تريوداسې حالت پورې دنيالګيو انکشاف چې په کې نوموړی نيالګي دعادي ناوړه شرايطولکه :يخ وهنې،هرزه ګياه سره رقابت او وچکالۍ څخه خلاص وي ، او دابياپه يوشمېرشرايطوپورې اړه لري . a. دريښوانکشاف (Development of root): دټوکېدو وروسته نيالګي په مشيموکې له ذخيره شوې غذائي موادوڅخه دڅه وخت لپاره استفاده کوي، نيالګي کوښښ کوي ترڅوډېرژردغذ‌‌ائي موادواصلي منابعوته ځان ورسوي ،نوددې لپاره ضروري ده چې دنيالګيوريښې Tap root وده وکړي اوپه خاوره کې دائمي رطوبت لرونکې ساحې ته ځان ورسوي.که چېرې (۹شکل Tap root) دنيالګيوريښې د ودې په لومړي موسم دغه رطوبت ته ځان ونه رسوي نوښايې نيالګي داوړي په موسم کې دوچکالۍ له امله له منځه ولاړشي. هغه نيالګي چې ريښې يې تېزه وده کوونکې وي په کمه اندازه دمړينې سره مخ کېږي . b. دخاورې حالت (Soil condition ):څرنګه چې کوچني نيالګي دخپلې غذالپاره په رطوبت اوهواباندې ځان متکي کوي،همدارنګه ددوۍ دثبات لپاره دخاورې مناسب حالت ( دخاورې کافي اندازه رطوبت ) ضروري ګڼل کېږي .درطوبت نيمګړتيا او زياتوالی دواړه دنبات دودې لپاره ژوبلونکی دی اوهمدارنګه دغذائي موادونيمګړتيا دنيالګي په انکشاف باندې أثرلري .دغيرتجزيه شوي عضوي موادودطبقې شتون دنبات دثبات مخنيوی کوي ،ځکه چې له يوې خوادغذائي موادودنيمګړتياأثراوله بلې خوادخاورې منرالي موادوته دريښوله رسېدوڅخه مخنيوی کوي،له همدې کبله هغه نيالګي چې ريښې يې دخاورې منرالي موادوته ونه رسېږي له منځه ځي .ددې ترڅنګ په خاوره کې په مناسبه اندازه دهوا نه شتون هم دنيالګي په ثبات اغېزه کوي،يعنې داوبو ورکولوپه نتيجه کې دهوانيمګړتياد Teak په نيالګيوکې کوم چې دهوادنيمګړتياله امله له منځه ځي ښه تشخيص کېږي ،اوهمدارنګه دهوادترکيب أثرات هم لکه د Sal په نيالګيوکې کوم چې د کاربن ډای اکسايډپه نسبت داکسيجن دزياتوالي په موجوديت کې ژرپه وچېدوپيل کوي. c. رڼا(Light):رڼادنيالګيودثبات لپاره ډېره ضروري ده،داضرورت له يوې نوعې څخه بلې نوعې ته توپيرکوي خوپه يوشان انواعوکې عمراواقليمي شرايطوپورې تړاو لري . دبېلګې په ډول دTeak نيالګي په رطوبت لرونکوسيموکې له شروع څخه کافي اندازه رڼاته ضرورت لري ،مګرپه وچواوګرمومنطقوکې ناڅاپي رڼالګيدنه ښايي دځوانو نيالګيودمړينې سبب شي ،چې په داسې ځايونوکې بايدد Teak کوچني نيالګي په ريښتنې توګه دضرورت په اندازه دلمروړانګوته وساتل شي .همدارنګه رڼاته ضرورت دنيالګيو په عمرپورې هم اړه لري ،چې ځوان نيالګي په کمه اندازه رڼاته ضرورت لري، مګرهغه نيالګي چې په دغه عمرکې کرل کېږي زياتې رڼاته ضرورت لري . d. نوراقليمي فکتورونه(Other climate factors ):په بې سارې توګه دتودوخې لوړېدل اوټيټېدل دواړه دنيالګي دثبات دزيانمن کېدوسبب ګرځي،دنيالګيودثبات لپاره يواځې متوسطه اندازه باران کافي نه دی،ددې ترڅنګ دبوټوترمنځ مناسبه فاصله هم ضروري ده که نه دموسمي بارانونوڅخه وروسته اوږد او وچ موسم به دزياتونيالګيو دمړينې سبب شي . e. دوښوحالت اودهرزه ګياه دودې رقابت :دوښواوهرزه ګياه رقابت په طبيعي توګه راټوکېدواواقليمي شرايطوپورې اړه لري ، په دې رقابت کې ښايي يواځې واښه يابوټي اوياهم په ګده واښه اوبوټي قرارولري. چې ددوۍګڼوالی دنيالګي په ثبات زياته اغيزه کوي ،خويواځې دهرزه ګياه شتون په دې کې ترټولوناوړه اغيزه لرلی شي دبيلګې په ډول دStrobilanthesاوPetalidiumدTeakاوClerodendronدSal،Parrotia اوDeodar دبياټوکېدنې لپاره زيات زيانمنونکي دي ،په عمومي توګه په کمه اندازه دبوټواووښو موجوديت دنيالګيودثبات لپاره ګټورتمامېږي .په وچه اوشاړه سيمه کې دوښوټاکلی جګوالی درطوبت په ساتلوکې کومک کوي .همدارنګه دزيان اندازه دهرزه ګياه ،وښو اوبوټوپه انواعوپورې اړه لري،ځينې بوټي،واښه اوهرزه ګياه زيان نه رسوونکي دي او ځينې نوعې دطبيعي بيانوي کېدولپاره دخوښۍ اوناخوښۍ حالت ښودونکي دي .دبيلګې په ډول د Viola canescens دDeodar، Kail ، Impatiens ، او Strobilanthes لپاره دخوښې وړشرايط ښودونکې دي .Parrotia په کشميرکې دSimilarly اوFlemingis spp لپاره دناخوښۍ حالت او Narenga prphyrocoma د Sal لپاره دخوښې وړحالت ښودونکې دي . f. څړ اوسوځېدنه (Grazing , browsing & burning): کمه اندازه څړدنيالګيو دثبات لپاره زيانمنونکی نه دی،بلکې په زياته اوغيرکنترول شوې اندازه څړپه مکمله توګه نوي ټوکېدلي نيالګي له منځه وړي .همدارنګه په کمه اندازه سوځېدنه هم زيان نه رسوي،بلکې (۱۰-شکل کنټرول شوې سوځېدنه) دبوټوګڼوالی کموي اوغيرتجزيه شوي عضوي موادهم سوځوي،مګرغير کنترول شوی اور په هرحال دزيات زخمي کېدو لامل ګرځي ،دبياترميم کېدو اومقاومت قوه دڅړاو اورپه مقابل کې له يوې نوعې څخه بلې نوعې ته توپېر لري . g. Drip : دلويوپاڼولرونکو ونولکه دSal او Teak دپاڼوڅخه داوبوڅڅېدل دنيالګيو دثبات لپاره زيات زيانمنونکې دي ،ځکه چې دغه اوبه دکوچنيو نيالګيودريښوڅخه خاوره وړي ريښې لوڅې پاتې کېږي اودنيالګي دمړينې لامل ګرځي ، دغه الوتلې خاورې دکوچنيونيالګيوڅانګې پوښې اودهمدغه څانګودخوساکېدوسبب کېږي . h. دنباتاتوترکيب (Composition of the crop) :دنباتاتوترکيب دخاورې په حالا تواغېزه کوي نوپه همدې اساس دنيالګيوپه ثبات هم اغېزه لري،ځکه چې مختلف نوعه نباتات دخالصونباتاتوپه نسبت زياته اندازه دخوښې وړ شرايط منځ ته راوړي. دنيالګيومړه کېدل (Dying back of seedling)

     په ځينې انوعوکې دنيالګيودڅانګوبرخې کال په کال وچوالی پيداکوي په داسې حال کې چې ريښې يې لاهم ژوندۍ پاتې وي ،دغه پېښه دنيالګيودمړه کېدوڅخه عبارت ده.داکړنه نيالګي ثبات ته نه پرېږدي ځکه هرکال څانګې وچېږي اوخپله دهغې لاندې ساحه کې کوچنۍ څانګې په وده پيل کوي،چې بالاخره دځمکې ترسطحې پورې دوام پيداکوي.

اوداکارښايي ترشلو ۲۰ کلونواوياتردې (۱۱-شکل Dying back of seedling) زيات دوام وکړي چې په پای کې نيالګي په ښه توګه انکشاف نه شي کولای.مګرکومې څانګې چې وچې نه شي کولای شي په ښه توګه انکشاف اوپرمختګ وکړي داپېښه په Sal ، Bombax ceiba ،Ptereccarpus santalinus اوBoswellia serra کې ترسترګوکېږي، چې دلندې ځمکې،ناوړه اقليمي شرايطو، خاورين فکتورونواوهرزه ګياه درقابت په نتيجه کې رامنځته کېږي .

  دنيالګيودثبات دوره (Seedling Establishment Period  ):
  دنيالګيودثبات دوره دهغه وخت څخه عبارت ده کومه چې دنيالګيودبياټوکېدوڅخه پيل کوي ترهغې چې نبات دضدونقيص أثراتولکه:کنګل ،وچکالي اوهرزه ګياه له رقابت څخه محفوظ حالت ته ورسېږي. چې داپه طبيعي توګه له يوې نوعې څخه بلې نوعې اوپه يوه نوعه کې دځای په تغير سره تفاوت کويSeedling  اوSapling بايدوساتل شي ترڅو د ناوړه رقابتونوله امله له منځه ولاړ نه شي .دطبيعي شرايطوترڅنګ نيالګي دانکشاف لپاره ځينې نوروحالا تو ته هم ضرورت لري،چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو

۱- په مناسبه اندازه دتخم عرضه اوخپرېدل :دتخم دمناسبې اندازې ترڅنګ دټوکېدنې ساحه کې په پشپړه توګه دتخم خپرېدل . ۲- دتخم دټوکېدنې لپاره دخوښې وړ شرايط . ۳- دنيالګيوانکشاف اوثبات لپاره وړشرايط . (۱۲-شکل نيالګيوثبات ) ۴- دځمکې دکرنې وړشرايط اودهغوۍ له پاسه دتاجونوشتون،نيالګي نه يواځې داچې مناسبه اندازه رڼا ته ضرورت لري بايددنوروبوټودرېښودرقابت څخه هم ازاد وي . ۵- دهرډول زيانمن کېدوڅخه دنيالګيوساتل . ۶- دبوټوپالنه دژوندپه هرحالت کې بايدترسره شي . ۷- دهرډول ګډوډيومخنيوی .

   دغه حالت ښايي دمختلفولاروڅخه دمختلفوسيلويکلچري سيستمونودلاندې انکشاف 
کوونکونباتاتوباندې حاضر شي .هغه ميتودچې طبيعي ريجينريشن په کې د مختلفوسيلويکلچري سيستمونولاندې په لاس ته راځي،  په High Forest کې په جدا توګه تربحث لاندې نيول کېږي .همدارنګه داډېره مهمه ده چې ترتيب يې وليکل شي ترڅودټولوانواعوطبيعي بيانوي کېدنه په برياليتوب سره سرته ورسېږي .په مناسبه اندازه ټوکېدنه اونه ټوکېدنه پوهې ته ضرورت لري،چې دغه پوهه دساينس ديوې څانګې څخه چې ايکولوژي نومېږي لاس ته راځي .ايکولوژي هغه علم دی کوم چې دنباتاتو،حيواناتو اودهغوي دچاپيريال ترمنځ اړيکې ترڅېړنې لاندې نيسی،(ديوځای ټول ژوندي اوغيرژوندي فکتورونه ).ددې لپاره چې دټولوانوعوټوکېدنه په ښه توګه سرته ورسېږي، ضروري ده چې دسيلويکلچرپه مختلفوسيستمونوکې هغه پيداکړل شي،کوم چې په ايکولوژي پورې تړاولري ترڅوپه طبيعت کې ازاده ټوکېدنه ترسره شي . 



طبيعي بيانوي کېدنه دمختلفوسيلويکلچري سيستمونولا ندې Natural regeneration under various silvicultural systems

 په High Forest کې درې اصلي سيستمونه وجودلري کوم چې دځنګلونودريجنريشن اوادارې لپاره په کاروړل کېږي .

۱- Clear-felling system ۲- Shelter wood system ۳- Selection system ۱- Natural Regeneration under Clear-felling System

    هغه عمليه ده په کومه  کې چې ځنګلي رسېدلي نباتات له يوې مخې په يوځل سره قطع کېږي،ياپه بل عبارت ديوې ساحې ټول رسيدلي نباتات له مخې قطع کول ترڅوله دې وروسته هلته نوي نباتات په مصنوعي ‎ياطبيعي توګه راوټوکېږي.په دې سيستم کې  طبيعي توګه بيانوي کېدنه په تخم يانيالګي باندې متکي کېدای شي،چې يودلاندې منابعوڅخه په لاس راځي . 

۱- درسيدلوولاړو ګاونډيوځنګلونوڅخه . ۲- په قطع شوي سيموکې دپخواڅخه غورځيدلي تخمونه. ۳- پوخ تخم درسيدلوونومخکې له دې چې قطع شي . (۱۳-شکل N.R under Clear-felling System ) ۴- هغه Seedling،Sapling اوPole چې دقطعه کېدوپه ساحه کې له مخکې څخه ثبات ته رسېدلي وي.

  هغه ساحه چې مکمله قطعه کېدنه په کې صورت نيسي په عمومي توګه په زياته اندازه نباتي پاتې شونې په کې قرارلري،دغه پاتې شونې بايدتنظيم او وسوځول شي ترڅودغه سيمه دطبيعي بيانوي کېدنې لپاره صافه اوتياره شي.که چېرې طبيعي بيانوي کېدنه داستراحتي تخمونويادټوکيدلونيالګيوڅخه صورت نيسي ،نباتي پاتې شونې دې دسوځېدلوپه واسطه په ټوله ساحه کې يوشان خپاره اويادې هم په يوټاکلي ځای کې راجمع کړای شي ترڅوپه هرځای کې دنيالګيودويجاړۍ (تخريب) سبب نه شي .               (۱۴-شکل N.R under Clear-felling System)
   که  ريجنريشن دسيمې دګاونډيوناقطعه شويو ونو له تخمونوڅخه لاس ته راځي، نو د ريجنريشن ساحه ښايي دلوڅې سيمې بڼه ځانته غوره کړي چې پراخوالی يې ښايي دګاونډۍ سيمې په پراخوالي هم اغيزه وکړي .همدارنګه دتخم دغورځېدوپه وخت کې دناقطعه شويو ونوتخمونه دبادپواسطه دبياټوکېدنې ساحې ته خپرېږي .کله چې دPole مرحلې ته ورسېږي بايدله هرزه وښوڅخه پاک اورنګڼي کړل شي .دهرزه ګياه اووښو وده نسبت طبيعي بيانوي کېدنې ته ډيره تېزه ده،بايددکنټرول لاندې ونيول شی،هردوهم اودريم کال په منظم ډول قطع شي ترڅونوي نباتات لاس ته راشي.د Teak د وچوسيمو په ځنګلونوکې ريجنريشن دقطعه کېدواوکمزورې سوځيدنې وروسته دغورځېدلوتخمونو څخه په لاس راځي،مګرزياته اندزه ريجنريشن دSeedling coppice  په نتيجه کې هم لاس ته راځي .  

۲- Natural Regeneration under Shelter wood System

    په دې سيستم کې نباتات او ونې په څومرحلوکې له منځه وړل کېږي،چې لومړی په  کې Seeding felling  صورت نيسي (درسيدلوونوتاجونه خلاصول ترڅودSecuring ريجنريشن لپاره زمينه برابره شي ). اواخرکې Final felling   يعنې دنوونيالګيودثبات تر رسيدو وروسته په دغه سيمه کې پاتې رسيدلې ونې قطعه کېږي،ترڅوپه نوو ټوکېدلونباتاتوباندې ناوړه                                                     (۱۵-شکل Seeding felling) 

اغېره ونه کړي. که ددغه قطعه کولوترمنځ بله کومه قطعه کوونه ترسره شي دې ته دوهمي قطعه کوونه وايي،چې په کې په تدريجي ډول دلمررڼاته اجازه ورکول کېږي ترڅو نوي ټوکېدلونباتاتوته ورسېږي.دSeedling fellingاوFinal felling ترمنځ موده په يوه ځانګړې سيمه کې ديوې خونې په حيث چې د ريجنريشن انټروال بلل کېږي ،دنباتاتوترمنځ ديوشان والي ددرجې څرګندونه کوي .دنوي نباتاتوشکل اوطبيعت په يوداسې ميتودچې رسيدلي نباتات په کې قطع او (۱۶-شکلFinal felling ) ياله منځه وړل کېږي .اساسي خبره په دې سيستم کې داده چې ځينې ونې دلرګيواوتخم توليدلپاره پرېښودل کېږي ،مګرځينې نورې بيادځنګل فرش ته دلمررڼا دښکته کېدوپه منظورقطعه کېږي ترڅوريجنريشن په ښه توګه صورت ونيسي .

  طبيعي بيانوي کېدنه د Shelter wood system  دلاندې مواردوپه نظرکې نيولوڅخه منځ ته راځي .

۱- Seed supply :دطبيعي بيانوي کولو په لاس ته راوړلوکې مهمه عمليه په منظم ډول دتخم عرضه کول دي ،چې داکارښايي په يوه ساحه کې په پشپړه توګه ديوشان خپروشويو،کافي اندازه اومتوسط عمرلرونکو ونوڅخه چې انکشاف يافته تاجونه ولري سرته ورسيږي . دتخم دتوليدلپاره دپريښودونکو ونوشميرپه نوعې اواړخ پورې اړه لري (په ګرم اړخ کې زيات اويخ طرف کې کم شميرونې پريښودل کېږي) .که متوسط عمر او انکشاف (۱۷-شکل Shelter wood cutting ) يافته تاج لرونکې ونې په ټوله ساحه يوشان نه وي خپرې شوې ددې نيمګړتياپوره کولولپاره په ساحه کې په لږه اندازه ځوانې اوزيات عمرلرونکې ونې پريښودل کېږي . مګرکه چېرې په يوه ساحه کې مناسبه اندازه ثبات ته رسيدلي نيالګي وجودولري دتخمي ونوپريښودلوته ضرورت نه پېښېږي ،اوعموماً لرګينې ونې پرته دنورو وظايفودسرته رسولوڅخه له منځه وړل کېږي لکه:دساحې ساتنه،ديخ وهنې او اورمخنيوی په غاړه اخيستل . ۲- Light requirement & Canopy manipulation a- Over wood :نه يواځې داچې دضرورت وړتخم پوره کړي بلکې دځنګل فرش ته درڼا دښکته کېدوپرېکړه هم کوي،رڼادټوکېدنې او ودې لپاره دخاورې په حالا تواغېزه کوي .نو ددې لپاره بايدمناسبه اندازه رڼادځنګل فرش ته ورسېږي. چې داکاردونودتاجونود تنظيمولواوټاکلي ونوله منځه وړلوپه اساس سرته رسېږي کومې چې دتخم دضرورت لپاره نه وي ټاکل شوي دونوپه له منځه تګ اوپه تاجونوکې خلا(درزونه) رامنځته کول رڼاته اجازه ورکوي ترڅودځنګل فرش ته ښکته شي .دټوکېدلونباتاتو سايزرڼاته په مختلفه اندازه ضرورت لري،ځوانه ټوکېدنه کمه مګرکرل کېدونکي نيالګي په زياته اندازه رڼاته ضرورت لري بايدپه زياته اندازه ونې له منځه ولاړې شي،چې دغې ته دوهمي قطعه کوونه وائي او په زياته اندازه رڼاته اجازه ورکوي ترڅو Growing regeneration ته ورسېږي .مګرددې قطعه کېدنې په نتيجه کې ښايي ډېرشمېرټوکېدلي نباتات زيانمن شي نوددې لپاره په عملي توګه Secondary felling ځان ساتونکی دی،که چېرې دضرورت وړتخم دلږشمېر ونولخواپوره کړای شي نورڼاته دضرورت لپاره لازمه ده چې زيات شمېرونې هم پرېښودل شي. b- Middle story :منځنی چترهمدارنګه درڼالپاره خنډجوړوي بايدتنظيم شي ترڅورڼاپه کافي اندازه دځنګل فرش ته دنوعوله ضرورت سره سمه ورسېږي. په غوزه لرونکوځنګلونو کې منځنی چترپلن پاڼې ونې جوړوي چې ځينې وخت زياته اندازه ګڼوالی لري بايدرنګڼي کړل شي. دونومخامخ تنې اوروښانه تاجونه دنريوپاڼوسره پرېښودل کېږي دبيلګې په ډول د Sal په ځنګلونوکې دمنځني چترلپاره د Anogeissus latifolia،Cassia fistula اوداسې (۱۸-شکل Middle story)

نورپرېښودل کېږي .مګرتل شنونوعوکې نه پرېښودل کېږي ځکه چې دهغوي تنې نرۍ اودځمکې په فرش باندې زيات سيوری نه پريوځي،اماپه ګرموسيموکې دتاجونو تنظيم (منځني چتر) په ډېر احتياط سره ترسره کېږي ترڅودځمکې دسطحې څخه داوبو دزيات تبخيرمخنيوی وکړي .   

c- Under growth : داهم دځنګل فرش ته درڼا دښکته کېدولپاره خنډګرځي،چې دځنګلونوپه ډولونوپورې دودې لاندې حالت هم تغيرکوي،يعنې د Sub tropical سيمې د Pine ځنګلونوکې کمزوری وي مګردګرمومنطقوتل شنوځنګلونوکې بيادادروندوي.په دې کې واښه اوبوټي شاملېږي ښائي ټيټ اوياډېراوږدقدولري،چې اوږدقدلرونکي يې دCoppice shoot په طريقه دډول ډول سټوڅخه راپورته کېږي.دګڼوالي دمخنيوي لپاره دغه لاندې ميتودونه په کار وړل کېږي . i. Regular cutting back :دبوټوقطعه کول ددوې دګڼوالي دله منځه وړلوترټولو کنټرولونکی ميتوددی،دقطعه کولوموسم اودهغې أثربايدمعلوم کړای شي.دقطعه کولو ښه موسم يې دادی چې دبوټودودې دوره ختمه شوې اوغذائي مواديې ذخيره کړي وي.نه داچې دودې دجريان په موسم کې قطعه کېدنه صورت ونيسي. دبوټوګڼوالی دبياټوکېدنې په وخت کې دټوکېدومخنيوی کوي. ii. Controlled burning :په هغه سيموکې چې ځوان ټوکېدلي نباتات دCoppicing توانائي ولري،نوبوټي ترې قطعه اوياهم يواځې پرې فشارواردېږي اوکنټرول شوي اور باندې سوځول کېږي ترڅويې په ګڼوالي کې کمبودرامنځ ته شي . iii. Uprooting :دبوټوله بيخه ويستل په ځانګړې توګه سطي رېښې لرونکې بوټي له بيخه ويستل کېږي،چې دايې دګڼوالي په له منځه تګ کې ترټولواغېزمن ميتوددی،اوداکاردباران په موسم کې کله چې ځمکه نرمه هم وي ترسره کېږي.دبيلګې په ډول دTeak په ځنګلونوکې دPetalidium له بيخه ويستل اوسوځول کېږي.کافي ده چې داکارپه دوه ځله ترسره کولوسره سرته ورسېږي . (۱۹-شکل Uprooting) iv. Use weedicids : ځينې وخت هرزه وژونکي دبوټودګڼوالي دکنټرول لپاره شيندل کېږي،دهرزه وژونکوانتخاب،کړنه اواغېزه په جوړښت،غوښتنه اوموسم پورې توپيرلري، چې ددې شيندل بايدپه احتياط سره وشي،که نه نوهيڅ اغېزه به په طبيعي توګه بيانوي کولو باندې ونه کړي همدارنګه دقطعه شويوبرخوڅخه په نوي زرغون شويوڅانګوباندې ښه نتيجه ورکوي . v. Control of grass :په عمومي توګه دوښوګڼوالی دطبيعي بيانوي کېدولپاره زيانمن کوونکی دی،دهغوي تنظيم دزيانمنېدواغېزه کموي اوبايدپه منظمه توګه قطعه کړای شي.ياهم بوټوته په منظم ډول اجازه ورکول کېږي ترڅودوښودځپلوسبب وګرځي، مګرپه کمه اندازه واښه دبيانوي کېدولپاره زيانمن کوونکي نه دي بلکې دSal اوChir بوټي په دغه سيموکې په ښه توګه بيانوي کېدنه ترسره کوي . (۲۰- شکل Control of grass) ۳- Soil condition :دخاورې حالت په مؤثره توګه په بيانوي کېدوباندې اغېزه کوي،که دخاورې حالت دخوښې وړنه وي نوطبيعي بيانوي کېدنه ښائي هيڅ صورت ونه نيسي، اوکه صورت هم ونيسي نودژدوندي پاتې کېدوچانس يې کم وي.دبيانوي کېدودکاميابۍ لپاره دخاورې مناسب حالت هغه دی چې نيالګي ښه انکشاف اواوږدTap root رامنځته کړي،ترڅودځمکې لانديني هميشني رطوبت ته د ودې په لومړي موسم کې ځان ورسوي.اودمونسوني بارانونوياداوړي دوچکالۍ له امله له منځه ولاړنه شي،داپه هغه وخت کې دامکان وړده چې خاوره دنفوذ وړوي.که په دغه سيموکې درانده حيوانات څړ وکړي ښائي دکيندلوسبب يې وګرځي،که چېرې دغه سيمه کندې ونه لري نودکوچنيو تراکتورونوپه واسطه قلبه کېدای هم شي .همدارنګه دخاورې ښه والی دتخمي کال په ښه والي اود Sal طبيعي بيانوي کېدولپاره ګتورتمامېږي .دغيرتجزيه شوي عضوي موادوشتون دطبيعي بيانوي کېدودلاس ته راوړلولپاره مختلف ډوله ستونزې رامنځ ته کوي.دبيلګې په ډول دتيزابي هېومس پلنه طبقه دنښتر،کاج اوصنوبردطبيعي بيانوي کېدومخنيوی کوي .همدارنګه دخاورې درطوبت زياتوالی اوکموالی په ټوکېدنه اغېزه کوي ،چې درطوبت زياتوالی داوبولګولو (۲۱-شکل نباتي پاتې شوونې) په نتيجه کې رامنځته کېږي،کوم چې په طبيعي توګه دټوکېدلونباتاتودمړينې سبب ګرځي،ددې لپاره زهکشي (زهبرونه) په محلي توپوګرافۍ پورې اړه لري.مګرځينې وخت دونودتاجونوخلاصيدل اوسوځېدنه هم درطوبت په سمون کې ونډه اخلي،ياپه بل عبارت رطوبت په طبيعي بيانوې کېدنه ضداونقيص أثرلري . ۴- Burning :په منظم اوکنټرول شوې طريقه سوځېدنه دخاورې دحالت دښه کېدوتر څنګ دطبيعي بيانوي کېدو لپاره ګټوره تمامېږي،همدارنګه کنټرول شوې سوځېدنه د Sal ،Chir اوTeak په ځنګلونوکې ديوې آلې په حيث استعمالېږي،ترڅوښه طبيعي بيانوي کېدنه ترسره شي . ۵-Slash disposal :دونودتاجونودتنظيمېدوپه نتيجه کې زيات شمېراضافي پاتې شونې په ځنګل کې پرېوځي،دغه پاتې شونې بايدتنظيم کړل شي ترڅودبياټوکېدنې سيمه پاکه اوداورله خطره وساتل شي .داپه دې مانا چې په ځنګل کې اضافي پاتې شونې ددې په خاطرتنظيم شي ترڅوتخم د حشراتو،فنګسونواونورو خطرونو څخه خلاص اوښه ټوکېدنه ترسره کړي.دغوزه (۲۲- شکل دپاتې شوونوسوځېدنه)

لرونکوونوپه ځنګلونوکې دخرڅلاو وړلرګيوڅخه پاتې شونې بايدپه يوځای کې ذخيره اوياهم وسوځول شي ترڅوغورځېدلي تخمونه ټوکېدوته ولمسېږي ،که نه ښائي دغه پاتې شونې په ناڅاپي توګه اور واخلي اودځنګل دسوځېدنې لامل به وګرځي. اوددغه پاتې شونوسوځېدنه دChir   په ځنګلونوکې په ژمي په Deodar،کاج، اونوروتل شنوستن پاڼوځنګلونوکې دواورې له پريوتومخکې ترسره کړای شي،مګردSal اوTeakپه ځنګلونوکې داضافي پاتې شونوسوځېدل کومه ضروري خبره نه ده ځکه چې دهغې ټول دخرڅ وړشيان دګاونډيوخلکوپواسطه له سيمې وړل کېږي.

۶- Weeding :دهغه اضافي هرزه بوټواووښوچې په طبيعي توګه دبياټوکېدلوځنګلي نباتاتوسره په رڼااودځمکې درطوبت په اخيستلوکې رقابت کوي.اودهغوۍ دله منځه تګ سبب ګرځي،کېدای شي چې داهرزه ګياه وي مخکې له مخکې دبياټوکېدلونباتاتو د ځپنې سبب شي اوياهم وروسته دنيالګيودودې ددرېدولامل وګرځي.همدارنګه هرزه ګياه په طبيعي توګه د بيانوي کولودکاميابۍ لپاره اغېزمن کوونکې ده ،دهرزه ګياه له حده زياتوالی اوکموالی دواړه دطبيعي بيانوي کېدنې لپاره زيانمنونکې ګڼل کېږي.يعنې دهرزه ګياه زياتوالی نيالګي ديخ وهنې اودحيواناتوله خطرسره مخ کوي.دهرزه ګياه کنټرول دبوټوپه نوعواومربوطه کال پورې اړه لري ،دبيلګې په ډول دتودوسيموتل شنو ځنګلونوکې درې ځله دهرزه ګياه کنټرول دودې په لومړي کال کې ضروري ګڼل کېږي.دوه ځله کنټرول يې په دوهم اوله دې وروسته ښائي يوځل دهرزه ګياه کنټرول کافي وي .چې دغه کنټرول يې په ميخانيکي توګه ترسره کېږي اوګټورهم دی .ددې ترڅنګ په ځينې سيموکې دهرزه وژونکي استعمالېږي چې داکاربياښائي په چاپېريال ناوړه اغېزه وکړي . ۷- Cleaning :کله چې نوي ټوکېدلي ځنګلي نباتات د Sapling حالت ته ورسېږي بايدداعمليه ترسره کړای شي،چې داعمليه دپالنې Tending يوه عمليه ده کومه کې چې دنيالګيوSapling راګېرېږي،ترڅودهغوۍ دښکتنۍ ودې پاسنۍ برخه له منځه يوړل شي اوداکارپه مختلف نوعه نباتاتوکې صورت نيسي .داعمليه د(۳-۵)کلونوپورې په وقفه يي توګه ترسره کېږي.داشايدددې لپاره حصارکړل شي ترڅوهغه ټيټه وده خوښونکې دې په راتلونکې دوه يادرې کلونوکې له منځه يوړل شي .همدارنګه داعمليه زياته ترسره کول ښائي په نوي ټوکېدنه باندې منفي أثرولري اوځينې وخت دمضره ګياه دحملې لاندې راځي. ۸- Protection Against damage by animal :په ازاده توګه اوله حده زيات څړهم د اغېزمنوفکتورونوڅخه شمېرل کېږي،چې له دې امله په طبيعي توګه بيانوي کولو له لومړی وخته دحيواناتو(اهلي ،وحشي)له ضرره وساتل شي .نوددې لپاره بايد (۲۳-شکل Damage by animal) دبيانوې کېدنې له ساحې څخه کټاره مخکې له ټوکېدنې اوياهم دهرزه بوټودکنټرول څخه جوړه کړای شي.چې داښائي دتېږوديوال اوياهم دلرګيونيغ درول وي،که دليوه ياشکوڼ لپاره کټاره جوړېږي نودلرګيوپه ټيټه برخه کې دې دسيم څخه هم ګټه واخيستل شي.ترڅودټوکېدنې ساحې ته يې دننوتلومخنيوی وشي دکټارې نه شتون وحشي فيلانوته دازمينه برابروي ترڅو دټوکېدنې په ساحه کې کندې جوړې کړي. دطبيعي بيانوي کولودکاميابۍ لپاره په لومړي وخت کې دکټارې پواسطه دساحې بندول ترڅودوحشي حيواناتو دګرځېدو اوڅړڅخه مخنيوی وشي ډېره مهمه ګڼل کېږي ،اوداشايدډېروخت هم ونيسي چې دزيات وخت لپاره دنيالګيودضررمخنيوی کوي همدارنګه دزيات وخت لپاره دڅړمخنيوی په طبيعي بيانوې کېدنه مثبت تأثيراچوي اودنيالګيودښې ودې لامل ګرځي،اصلي پاملرنه هغه ده چې نوي نباتات په کې يوداسې حالت ته ورسېږي ترڅودحيواناتوله خطرڅخه په أمن کې شي نوپه همدې اساس داوخت له (۱۰-۲۰) کلونوپورې دوام کوي . ۳- Natural Regeneration under Selection System

  په دې سيستم کې په منظم  ډول رسېدلي نباتات ديوې ځانګړې ونې اوياکوچني ګروپ په  حيث دقطعه کېدنې په ټوله ساحه په نښه اوپه سلسله واره توګه قطع کېږي،ترڅوددغه  ونوځای نورټوکېدونکي نباتات ونيسي.په يقيني توګه ونې دګټه اخيستلوپه منظورقطعه اولاس ته راغلي خالي ځايونوکې نوي بوټي په ټوکېدنه شروع کوي.ياهم په هغه ځايونوکې چې Sapling  او Poles  يې په راتلونکې کې داصلي نوعوځای     (۲۴-شکل N.R under Selection System)
نيسي نو رسېدلې ونې يې قطعه کېږي.همدارنګه که قطع کېدنه په پراخه اوياهم کوچنۍ ساحه کې ترسره کېږي ،نوبايدپه بيلابيلوبرخووويشل شي اوپه وقفه يي توګه دې قطعه کېدنه صورت ونيسي،په دې مانا چې دغه ساحه دې په جلاجلابرخووويشل شي اويوه يوه برخه دې قطع شي .بالأخره لومړني قطعه شوي      (۲۵-شکل N.R under Selection System)
ځای ته دڅوکاله په تېرېدوسره نمبرراسېږي چې دابيادقطعه کېدنې يو سايکل (Felling cycle)رامنځ ته کوي .

Felling cycle : دقطعه کېدنې دوران هغه وخت ته ويل کېږي کوم چې په پرلپسې توګه تر اصلي قطعه کېدنې پورې تېرېږي ،اود (۱۰-۲۰)کلونوپورې دوام کوي . په دې سيستم کې لاندې درې عمليې په کاروړل کېږي . ۱- Removal of trees of & above the exploitable diameter :هغه ونې چې په اعظمي توګه ورڅخه استفاده کېږي،دزيات حجم اومنظم تاج لرونکې وي په ثابته فيصدۍ سره په نښه اوقطعه کېږ ي . ۲- Thinning in trees below the exploitable diameter  : داستفادې وړقطر لرونکوونوترمنځ ټيټه وده لرونکې ونې دهمدغې ونود ودې دښه والي په منظورپه منظم ډول قطعه کول،اوخالي ځايونه يې دنوي نباتاتودټوکېدنې لپاره شرايط برابروي . ۳- Cultural Operation :داصلي قطعه کېدنې څخه وروسته کرنيزعمليات نه يواځې داچې وروستنۍ اغېزې کموي ،بلکې په طبيعي توګه دبيانوې کولواوځوانې طبقې ونو سره کومک کوي همدارنګه ددې سيستم څخه د Deodar ځنګلونوپه غونډيو اوکلکوبرخوکې د Shelter wood system پرځای ګټه اخيستل کېږي ،ددې ترڅنګ دکاج اونوروتل شنوستن پاڼوځنګلونوکې هم ترې کاراخيستل کېږی . 2 – دجسمي برخوپواسطه طبيعي بيانوي کول (Natural Regeneration form Vegetative Parts):په عمومي توګه دونوانواع دتخم څخه خپله نوې کېدنه شروع کوي،مګر ځينې انواع ددې وړتيا لري ترڅوخپله نوي کېدنه جسمي برخو لکه: رېښې، ساقې،ښاخ اوداسې نورو څخه پيل کړي .دغه زيادښت دغيرزوجي تکثيرپه نوم يادېږي. يعنې هغه نباتات کوم چې دنورونباتاتودتنې،Root sucker ، Coppice،ساقې اوښاخونو دقطعه کېدوڅخه وروسته منځ ته راځي .

دVegetative Reproduction ګټې :

۱- يونبات ډېرنباتات توليدوي . ۲- دهغونباتاتولپاره چې دتخم دتوليدوړتيا نه لري ګټوردی. (۲۶-شکلN.R form Vegetative Parts) ۳- هغه نباتات چې په دې طريقه توليدشوي وي نسبت نيالګيوته ژراوپه کمه بيه کرل کېږي . ۴- دنوعودجنيټيکي ظرفيت دښه والي په منظوردليرنګ ،بډنګ،ګرافټنګ او نورو طريقوڅخه ګټه اخيستل کېږي .

دغيرزوجي تکثيرميتودونه (Methods of Vegetative Reproduction ) ۱- Coppice:په دې ميتودکې نيالګي،نباتات،بوټي او ونې دځمکې سره نږدې قطعه کېږي،ترڅونوې نودې (Coppice shoot)رامنځ ته کړي، يعنې هغه ښاخونه دي کوم چې په اتفاقي شکل دنبات دلرګينې برخې څخه کومه چې دځمکې دسطحې سره نږدې قطعه شوې وي راټوکېږي . ۲- Root sucker :په دې ميتودکې دنبات درېښې يوه برخه اوياهم بشپړه رېښه قطعه کېږي،ترڅونوې نودې منځ ته راوړي . ۳- Cutting :دغيرزوجي تکثيرپه دې ميتودکې درېښې،ساقې،ښاخ اوياهم درېښې يوه برخه په مېډيااوياخاوره کې ځای پرځای کېږي ترڅوپه نبات بدله شي .چې داقلمې په مختلفوډولونولکه:ساقې قلمه(Stem cutting)،ښاخ قلمه(Branch cutting)،رېښې قلمه (Root cutting)اويارېښې اوښاخ قلمه (Root & shoot cutting)ويشل کېږي . ۴- Layering:درېښوانکشاف ترهغې چې ښاخونه رامنځ ته کړي،چې داپه خاوره اوهوادواړوکې صورت نيسي.په خاوره کې ليرنګ کله رېښې او ښاخ دخاورې سره په تماس کې شي اويوه اندازه پوستکی ترې لېرې اوخاوره کې خښ شي ترڅورېښه څانګې، اوښاخ رېښې توليد کړي. اودا (۲۷-شکل Layering) بيادمورني نبات څخه قطعه کېږی ترڅونباتات منځته راوړي. دهواليرنګ کې دنري ښاخ ديوې برخې څخه پوستکی لېرې په خاوره پوښل اودپولي ايتلين پلاستيک پواسطه کلک تړل کېږي،ترڅورېښې توليدکړي درېښو دتوليد نه وروسته دمورني نبات څخه قطعه اوپه يوبل ځای کې دنبات په حيث کرل کېږي. ۵ – Grafting :دغيرزوجي تکثيرپه دې ميتودکې دنبات له برخوڅخه چې زخه(Scion) اوStock نومېږي ګټه اخيستل کېږي،ترڅوپه نوي نبات بدل شي ددې لپاره مختلفې طريقې موجوددي.مګردځنګلي نباتاتودجنيټيکي اصلاح لپاره Cleft grafting څخه په زياته اندازه ګټه پورته کېږي.په دې کې دسالمو (۲۸-شکل Grafting) ونودګل نيوونکو ښاخونوڅخه د45-30cm په اندازه اوږده قلمه اخيستل کېږي،که قلمه لېروساحوته انتقال مومي نوبايدپه داسې ټوټوکې چې رطوبت ساتونکې وي انتقال شي اوترڅلرويشت ساعته پورې دې د5cm په طول په درزپيوندکې کېښودل شي،ترڅو د حشراتواوفنګسونوترحملې لاندې رانه شي . Stock لپاره هغه نباتات ټاکل کېږي کوم چې د (۲-۳) کاله پورې عمراو( ۲۰-۲۵) سانتي متره طول ولري .په همدغه ارتفاع کې Stockقطعه،دتېره چاقوپه واسطه د(۱-۲) سانتي متره په اندازه په کې درز جوړاوScion په کې په پوره مهارت سره کېښودل شي،وروسته دلمدې خټې پواسطه دغه درزپټ اوپولي ايتلين کاغذپه واسطه داسې بندېږي ترڅوهوا ورداخله نه شي.

۶- Budding :په دې ميتودکې يوه زخه(Bud) دپوستکي سره اخيستل کېږي،اوپه Stockکې په مختلفوشکلونو(,,)په پوره مهارت سره کېښودل کېږي،چې په نتيجه کې ښاخونه منځ ته راوړي اونوی نبات ترې جوړېږي.
   په پورته ميتودونوکې  Coppice، Cutting،اوRoot sucker دبيانوي کېدو، Layering، Grafting،اوBudding  دجنيټيکي اصلاح لپاره په ځنګلدارۍ کې په کاروړل کېږي. 

Natural Regeneration by Coppice

   په دې طريقه کې په طبيعي توګه بيانوي کول دلاندې مواردوپه نظر کې نيولو څخه په لاس راځي. 

i. Seedling coppice :هغه ښاخونه اونودې چې دنيالګيودقطعه کېدو اويا سوځېدنې وروسته دنيالګيودقاعدې(سټې)څخه منځ ته راځي.يعنې دطبيعي بيانوي کېدويوميتوددی،په کوم کې چې نيالګي دقطعه کېدو څخه وروسته دقاعدې له برخې نه قوي وده کوونکي ښاخونه منځ ته راوړي، (۲۹-شکل Seedling coppice ) اوپه نږدې وخت کې په Sapling اوبياپه Pole باندې بدلېږي لکه: Sal، Teak ونې ... ځينې وخت نوي ټوکېدلي نيالګي ثبات ته رسيدلي وي مګروده يې دچاپيريال دناوړه شرايطوله امله ځای پرځای درېدلې وي،نودغه نيالګي ددې لپاره قطعه کېږي ترڅونوې نودې وکړي،نوي نودوته دشرايطوپه برابرېدوسره داموقع په لاس ورځي ترڅو ډېر ژر Sapling اوبيادPole مرحلې ته ځان ورسوي . ii. Stool coppice:په دې ميتودکې دلويو ونودقطعه شوې ژوندۍ سټې د مختلفوزخوڅخه په اتفاقي شکل ښاخونه منځ ته راځي،هغه ښاخونه چې دځمکې سطحې ته نږدې وي په اسانۍ سره ثبات مومي،مګرهغه ښاخونه چې قطعه شوي ځای ته نږدې وي ښائي دقطعه شوي ځای دخوساکېدواوياهم دبادپه واسطه زيانمن شي اوثبات ته ونه رسېږي. هغه فکتورونه چې په Coppice با ندې اغېزه کوي (Factors Affecting Natural Regeneration by Coppice) (۳۰-شکل Stool coppice)

 ۱- نوع (Species): ټولې نوعې په يوشان دنودوکولوتوانائي نلري په همدې اساس په لاندې برخوويشل کېږي .

a) Coppice strongly:هغه ونې چې غښتلې نودې په ښه توګه رامنځته کوي عبارت دې له: Albizzia spp, Azadirachta indica ,Cassia fistula ,Salix spp Eucalyptus globusa, Morus alba ,Tectona grandis ,Robinia pseudoacacia . b) Coppice Fairly :هغه ونې چې په مناسبه اندازه دCoppice توان لري .Quercus semecarpifolia, Quercus incana , Juglans regeia . c) Coppice badly :هغه چې په ښه توګه Coppice نه شي کولای .Bombax ceiba, Populus ciliate, Adina cordifolia اوداسې نور. d) Do not coppice:هغه چې هيڅ Coppiceنشي کولای . Abies pendrow , Cedrus deodara , Pinus wallichiana, Picea semethiana, اوداسي نور. ۲- عمر Age of tree :ځوان Sapling اوPole نسبتازړو ونوته په ښه توګه دCoppice کولوتوان لري،ځکه چې دزړو ونوپوستکي داستراحتي زخو(Buds) دټوکېدومخنيوی کوي اوپه کمه اندازه Coppice shoot منځ ته راوړي . ۳- Season of Coppicing :د Coppicing لپاره ترټولوغوره اوښه وخت دپسرلي دی کوم چې نباتات نوې وده پيل کوي،ددې ترڅنګ دپوره غذائي موادوشتون هم يوشرط دی ترڅورېښې يې په ښه توګه جذب اونبات ترې ګټه واخلي اوزياته اندازه نودې رامنځته کړي،مګرهغه سيمې چې په پسرلي کې ديخ وهنې امکان ولري نوښائي نوې نودې زيانمنې اوله منځه يې يوسي. ۴- Height of stump :ځينې نباتات لکه: Casuarina equisetifoliaاوداسې نور هغه وخت ښې اوزياته اندازه نودې منځته راوړي چې سټه يې لوړه وي . مګرپه عامه توګه دStump ټيټوالی په ښه توګه د نودوکولولپاره غوره دی،ځکه چې دحيواناتو،باد اونوروشيانو پواسطه نه متضرره کېږي . (۳۱-شکل Height of stump) ددې ترڅنګ دزياتونودوکول هم سټه دوچېدوله خطرسره مخ کوي اوياهم دسټې دخوساکېدوسبب ګرځي.همدارنګه سټه دځمکې دسطحې سره نږدې قطعه کول ښائي ددې سبب شي چې هيڅ زخه پاتې نشي .هرکله چې ونه ددې لپاره چې په راتلونکي کې نوې نودې وکړي قطعه کېږي،بايديوطرف ته مايله پريښودل شي ترڅو دباراني اوبوپواسطه خوسانه شي،اودسټې پوستکی هم بايدتخريب نه شي ځکه چې بيا دنودو کولوتوان نلري . ۵- سلويکلچري سيستمونه: نوې نودې دقوي رڼاغوښتونکې دي نوددې لپاره بايد دClear felling system څخه ګټه واخيستل شي،کله چې طبيعي بيانوې کېدنه دنيالګيودCoppice په شکل وي نودHigh forest په شان دې ورته سلويکلچري سيستم وټاکل شي . Stool mortality in coppice :ونې نه شي کولای ترڅودنودوکول ترنامحدودوخت پورې وساتي ځکه څه وخت وروسته سټې مري اوله منځه ځي .همدارنګه په ځينې Coppice ځنګلونوکې سټې نودې نه کوي،دسټې مړينه په نوعې اوځای پورې توپېرکوي دبيلګې په ډول دوچوسيمودسوخت لرګيوځنګلونوکې دسټې مړينه (۱۰٪-۱۵) او Khair کې (۲۰٪-۷۵)پورې رسېږي.دStool مړينه هغه وخت زيات صورت نيسي کله چې نيالګي وده کوي اوپه ونوبدلېږي نوکه چېرې Coppice دځنګلي ونوځای نه نيسي نوهلته بياتخمونه کرل اويا هم نيالګي کښينول کېږي .

Tending of stool coppice : څرنګه چې هرStool   په زياته اندازه نودې منځ ته راوړي،ټولې نودې نشي کولای ترڅوپه ښه توګه تر Pole  مرحلې پورې انکشاف وکړي ، نو لازمي ده چې ددغه نودوشمېرپه دوهم يادريم کال کې دوه يادرې ته راکم کړل شي،ددې نه وروسته دنودوشمېريوې ته راکمېږي ترڅونيالګي په خپل قطراوطول کې پوره انکشاف وکړي . 
Natural Regeneration by Root sucker : په طبيعي توګه بيانوي کولوکې درېښو دسکرونوهڅول په لويه پيمانه نه استعمالېدونکی ميتوددی،يوازې په ځينووختونو کې د کانالونوشاوخواترې استفاده کېږي.په دې طريقه کې په دائروي شکل لښتي                   (۳۲-شکل Root sucker N.R by)

ياکندې چې ترشپږمتره عرض ولري کېندل کېږي،دهرې جلاونې رېښې سکرونه تولېدوي کوم چې دTending دعمليې پواسطه کولای شي دونوترحالته پورې انکشاف وکړي اوترټولوغوره نوعه يې شوه(Sissoo) ده.په دې طريقه توليدونکې ونې کمزورې وده کوي اودبادپواسطه دچپه کېدوسره مخ کېږي،نوپه همدې اساس ددې ميتودشتون دخوښې وړنه دی . کــرنـيـزعــمـلــيــات (Cultural operation)

  هغه کارونه چې دځنګل ترقطعه کېدو څخه وروسته په همدې ساحه کې کال په کال ددې لپاره ترسره کېږي،ترڅونوي زرغون شوي نيالګيولپاره هيڅ ډول خطرپاتې نه شي اودښې ودې لپاره ورته شرايط برابرکړل شي. ياپه بل عبارت دنوي زرغون شويونيالګيوسره ترهغې مرسته کول ترڅوپه هغه ساحه کې يې دژوندلپاره کوم ګواښ پاتې نه شي.چې په دې کې کومکي قطعه کوونه(Subsidiary feeling)،تخريب شوي،بې کاره وده کوونکي اونه استعمالېددونکې تنې رګڼي کول د Pole  په ګروپ کې،هرزه ګياه                    (۳۳-شکل کرنيزعمليات)
کنټرول(weeding)،صفاکول (Cleaning)،دکم ارزښت لرونکوونواونباتاتوتوجه جلبول ترڅوښه اوځوانه وده منځ ته راوړي(Improvement felling )،رنګړي کول (Thinning)،دتنې شاوخواژونديوانساجو د حشراتو او فنګسونو په واسطه له منځه وړل (Girdling & poisoning)،ختوونکې تنې قطعه کول (Climber cutting)اودقطعه کېدنې پاتې شوونوترتيب دهغې سوځېدنه اوداسې نورځمکني فعاليتونه دسلويکلچري سيستمونوسره په يوځايي توګه دطبيعي بيانوي کولولومړني باوري فعاليتونوله جملې څخه ګڼل کېږي.کرنيزفعاليتونه کوم چې داصلي ياهرې قطعه کېدنې څخه وروسته سرته رسېږي په لاندې ټکوپورې شاملېږي.

I. دخپل فکرپه اندازه ناقطعه شوې ونې ترهغې چې دهغوۍ قطعه کېدل ضروري وي بايدله منځه يوړل شي . II. دخرابواوزيانمن شويو ونوکومې چې داستعمال وړنه وي له منځه وړل. III. دبدشکله،ناوړه انکشاف اوخرابه وده کوونکو ونوقطعه کول ددې لپاره چې ښه ښاخونه منځ ته راوړي . IV. دټيټې درجې طبقې نوعوياهرزه بوټوله منځه وړل کوم چې داقتصادي اونورومهمو انوعودودې سره رقابت کوي ،چې دCoppice انکشاف لپاره رڼاته اجازه ورکړي. پـايـــلـه

  ځنګلي نباتات دوخت په تېرېدوسره خپل ارزښت له لاسه ورکوي اوله منځه ځي،خونباتات دبيانوي کېدوقابليت لري چې دغه بيانوي کېدنه په طبيعي يامصنوعي توګه صورت نيسي، طبيعي بيانوي کېدنه له هغه عمليې څخه عبارت ده چې په کې نباتات دخپل سري تيت شويوتخمونو،Coppice اوياهم درېښودسکرونوڅخه رامنځته شوي وي اودا له دوه اصلي منابعوڅخه په لاس راځي .

۱-دتخم پواسطه دځنګل بيانوي کېدل: په دې کې يوشميرمرحلې شامل دي . الف:دتخم توليد: دهماغه سيمودونوپواسطه مناسب مقدار او حاصلخيزه تخم توليددی، چې دادونې په عمر،نوع،تاج پراخوالي،اقليم اونوروخارجي فکتورونوپورې اړه لري. ب:دتخم خپرېدل:داوبو،باد،مرغانو،درنښت قوه اوحيواناتوپه واسطه صورت نيسي.

ج:ټوکېدنه:دخپرېدونه وروسته يومقدارتخمونه دخوښې وړخاورکې ټوکېدولپاره تيارېږي چې ټوکېدنه په داخلي فکتورونو(اوبونفوذ،اکسيجن نفوذ،جنين انکشاف،ژوندي پاتې کېدوقابليت،دتخم سايز)اوخارجي فکتورونو(رطوبت،هوا،تودوخه،رڼا)پورې اړه لري.

د:دنيالګيوثبات:دتيغ وهنې څخه شروع تريوې داسې حالت پورې دنيالګيوانکشاف چې په کې نوموړي نيالګي دعادي ناوړه شرايطولکه:يخ وهنې،هرزه ګياه رقابت،اووچکالۍ څخه خلاص وي،چې دادرېښوپه انکشاف،خاورې حالت،رڼا،نورواقليمي فکتورونو،څړ، سوځېدنه اودنباتاتوپه ترکيب پورې اړه لري.

   دتخم پواسطه رامنځته شوي نيالګي ته Seedling ويل کېږي اوهغه ځنګلونه چې د Seedling څخه رامنځته شوي وي High forest بلل کېږي.په دې ځنګلونوکې په طبيعي توګه بيانوي کول دلاندې درې سلويکلچري سيستمونوپه نظرکې نيولوسره صورت نيسي.

I.N.R under Clear-felling system:په دې کې ديوې ساحې رسيدلې نباتات له مخې قطعه کېږي،ترڅوهلته نوي نباتات په طبيعي توګه راوټوکېږي . II.N.R under Shelter wood system:په دې سيستم کې رسيدلي نباتات او ونې په څو مرحلودمختلفومقاصدولکه:دتخمي ونوپرېښودل،دتاجونوتنظيم،دخاورې دحالت دښه کېدو... په منظورقطعه کېږي.اولاس ته راغلي خالي ځايونه په طبيعي توګه بيادنوي نباتاتو په واسطه پوښل کېږي . III.N.R under Selection System: په دې سيتم کې په منظم ډول ونې دځانګړې ونې اوياکوچني ګروپ په حيث په ځنګلي ساحه کې په نښه اوپه دوامداره توګه قطعه کېږي ، ترڅوددغه ونوځای نورټوکېدونکي نباتات ونيسي. ۲-Natural Regeneration From Vegetative Part :داتکثيردغيرزوجي تکثيرپه نوم هم يادېږي،اوبيانوې کېدنه په کې دنبات دتنې،ښاخ،رېښې اونوروبرخوڅخه صورت نيسي.چې په کې Coppice،Root sucker ،Cutting دطبيعي بيانوي کېدوLayering ،GraftingاوBudding دنباتاتودجنيټکي اصلاح لپاره په کاروړل کېږي. الف:Coppice:په دې ميتودکې نيالګي،بوټي او ونې دځمکې دسطحې سره نږدې قطعه کېږي ترڅونوې نودې(Coppice shoot) رامنځته کړي،چې دابيادونې په عمر،نوع،دنودو موسم اونوروپورې اړه لري. ب:Root sucker :داپه ځنګلي نباتاتوکې په زياته پيمانه نه استعمالېږي.مګريواځې دکانالونوشاوخوابوټوکې په کاروړل کېږي.

    دطبيعي بيانوي کېدودعمليې دکاميابۍ لپاره دقطعه کېدوڅخه وروسته کال په کال يوشمېرکرنيزفعاليتونه ترسره کېږي،چې په کې تخريب شوي،بي کاره وده کوونکو نيالګيورنګړي کول،هرزه ګياه کنټرول،Cleaning،Climber cutting،دقطعه کېدنې اضافي پاتې شونوتنظيم دهغې سوځول اوداسې نورشامل دي.

سپارښتنې ۱- دولت بايددطبيعي ځنګلونودبيا روغونې لپاره منظم پلانونه جوړاوتطبيق کړي. ۲- سيمه ييزه ټولنې بايددنوونيالګيوساتنه وکړي راتلونکي نسلونه يې هم له ځنګل څخه استفاده وکړی شي. ۳- دځنګل قطعه کوونکي دې رسيدلې ونې داسې سمت ته چپه کړي ترڅونوي ټوکېدلي اوشته نيالګي له منځه ولاړنه شي . ۴- دځنګل قطعه کوونکي اوسيمه ييزخلک بايددقطعه کېدنې اضافي پاتې شونې تنظيم کړي ترڅو دطبيعي بيانوې کېدنې دمخنيوي لامل ونه ګرځي. ۵- سيمه ييزخلک بايدځنګلي ساحې ناغه کړي ترڅونوي ټوکېدلي اوشته نيالګي په ښه توګه وده ترسه کړي. ۶- په ځنګلي ساحوکې دزيات څړاوغيرکنټرول شوې سوځېدنې څخه مخنيوی وشي،ترڅو د موجوده نيالګيواودغورځېدلوتخمونودله منځه تګ سبب ونه ګرځي. ۷- دنوي راټوکېدلونيالګيوپه هکله عاموخلکوته درسنيوله لاري عامه پوهاوی ورکړل شي. ۸- دنوي راټوکېدلونيالګيودساتنې په هکله بايدعاموخلکوته درسنيوله لاري عامه پوهاوی ورکړل شي. ۹- دځنګل دنوي کولوپه وخت کې بايددانواعواړتياوې په نظرکې ونيول شي. ۱۰- درڼاخوښوونکوانواعودبيانوکولولپاره بايدد Clear-felling System څخه استفاده وشي. ۱۱- دسيوري خوښوونکوانواعولپاره بايدد Selection System اوهمدارنګه دقسمي سيوري خوښوونکوانواعودځنګل نوي کولولپاره بايدد Shelter wood System څخه استفاده وشي .

اخځليکونه ۱- حميدي، اتل. (۱۳۹۰ه ش). ځنګل پوهنې لکچرنوټ. سيدجمال الدين افغاني پوهنتون کنړ. ۲- ځلاند، وسيم الله. (۱۳۹۱ه ش). سلويکلچرلکچرنوټ. سيدجمال الدين افغاني پوهنتون کنړ. 3-KHANNA, L.S. (1999). Principles and practices of Silviculture, I.F.S (Retd). Khanna Bandhu, 7 Tilk marg, Dehradun.