په شوروي اتحاد کې د وګړو تحمیلي لېږد


له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۵۲ز کال پورې، د جوزف ستالین په امر، د شوروي اتحاد دولت د وګړو بېلابېلې ډلې په تحمیلي ډول کډوالۍ ته اړې کړې؛ دغه فرمان د NKVD (په دننیو چارو کې د خلق کمیساري) مسوول «لاورنتي بریا» له‌خوا اجرا شو. دغه اقدامات کېدای شي په لاندې سترو برخو ووېشل شي: د وګړو د «ضد شوروي» ډلو تبعید (ډېري وخت د «کارګرانو دښمنانو» په کتار کې شمېرل کېږي)، د ټولو ملیتونو تبعید، د کاګر ځواک لېږد، او له قومي اړخه د تصفیه شویو سیمو د ډکولو په موخه په مخالفو لورو کې تنظیم شوي مهاجرتونه. کولاک‌ځپنه (Dekulakization) د لومړي ځل لپاره په بشپړه توګه د یوې طبقې تبعید ښیي، په داسې حال کې چې په شوروي کې د یو بشپړ ملیت د «شوروي کوریاییانو» ځانګړې قومي ډله په ۱۹۳۷ز کال تبعید شوې وه. [۱]

په ډېریو حالتونو کې، په پام کې نیول شوي ځایونه لېرې پرتې کم‌نفوسه سیمې وې. په دغه بهیر کې، له شوروي بهر نورو هېوادونو څخه شوروي ته د غیرشوروي تبعو تبعید هم شامل دی. اټکل کېږي چې، په ټولیزه توګه، لږ تر لږه 6 میلیونه وګړي له دننیو تحمیلي مهاجرتونو څخه اغېزمن شوي دي. له‌دې جملې، له ۱۹۳۰ تر ۱۹۳۱ز کال پورې 1.8 میلیونه کولاکان، له ۱۹۳۲ تر ۱۹۳۹ز کال پورې 1.0 میلیونه بزګران او قومي اقلیتونه تبعید شول، په داسې حال کې چې شاوخوا 3.5 میلیونه قومي اقلیتونو ته له ۱۹۴۰ تر ۱۹۵۲ز کال پورې له سره استوګنځي ورکړل شول.[۲][۳][۴][۵][۵]

د شوروي آرشیفونو، د ۱۹۴۰ز لسیزې په اوږدو کې د کولاک تحمیلي استوګن کولو پر مهال ۳۹۰،۰۰۰ او د تحمیلي تبعید پر مهال د وګړو ۴۰۰،۰۰۰ د مړینې پېښې مستند کړې دي؛ سره له‌دې، نیکولاس وېرت، د تبعیدونو په پایله کې د مړینو شمېر 1 تر 1.5 میلیونو پورې اټکلوي. معاصرو مورخانو دغه تبعیدونه د بشري جنایتونو او قومي ځپنې په کتار کې راولي. د لوړې کچې مرګ‌ژوبلې دوه پېښې، د کریمیایي تاتارونو تبعید او د چېچېنیانو او اینګوشیانو شړنه وه، چې په ترتیب سره د اوکراین او درېیو نورو هېوادونو، او د اروپا پارلمان له‌خوا د نسل‌وژنې په توګه وپېژندل شوې. د ۱۹۹۱ز کال د اپرېل پر ۲۶، د شوروي اتحاد جماهیرو د روسیې سوسیالېستي فدرال عالي شورا، د بوریس یلستین په مشرۍ، د ځپل شویو وګړو د بیا احیا کولو په هکله قانون تصویب شو، چې د دوه‌یمې مادې له‌مخې یې، ډله‌ییز تحمیلي مهاجرتونه «د ستالین د تور وهنې او نسل‌وژنې پالیسي» ګڼل شوي او محکوم شوي دي.[۲][۶][۷][۸]

شوروي اتحاد په اشغال شویو خاورو کې هم وګړي وشړل، چې له بالتیک ایالتونو څخه ۵۰،۰۰۰ او له ختیځې اروپا څخه د آلمانیانو د شړلو په پایله کې ۳۰۰،۰۰۰ تر ۳۶۰،۰۰۰ وګړو ته، د شوروي تبعید، ډله‌ییزو وژنو، توقیف او کارګرانو کمپونو له‌امله، مرګ‌ژوبله واوښته.[۹]

د ټولنیزو ډلو تبعید سمول

کولاکان د بزرګرې طبقې یوه څه ناڅه سوکاله ډله وه او د روسیې په وروستۍ ټولواکمنۍ، د شوروي روسیې او د شوروي اتحاد دورو په اوږدو کې ورته د «ټولنیزې طبقې» کړنه کارول کېده. کولاکان د شوروي اتحاد له‌خوا تر ټولو لویه شړل شوې ډله وه. د وګړو بیا استوګن کول، چې په رسمي توګه د کولاکانو لپاره ځانګړي شوي وو، د ۱۹۵۰ز کال تر لومړیو پورې دوام وموند او د بیا استوګن کېدلو څو نورې لویې څپې یې هم درلودې: د ۱۹۵۱ز کال د سپټمبر پر ۵ د شوروي اتحاد دولت د «کولخوزانو پر وړاندې د دښمنۍ عملیاتو» تر سره کولو لپاره، د لیتوانیا له سوسیالېستي جمهوري شوروي څخه د کولاکانو د تبعید فرمان صادر کړ، چې د دغې ټولنیزې ډلې د بیا استوګن کېدلو وروستۍ پېښه وه.[۱۰][۱۱]

ګڼ‌شمېر کولاکان، د ملیت په پام کې نه‌نیولو سره، په سایبریا او مرکزي اسیا کې استوګن شول. د شوروي اتحاد د آرشیفونو په استناد، چې په ۱۹۹۰ز کې خپور شوی ؤ، ۱،۸۰۳،۳۹۲ وګړي د کارګرو مستعمرو او کمپونو ته په ۱۹۳۰ او ۱۹۳۱ز کلونو کې استول شوي وو، خو ۱،۳۱۷،۰۲۲ تنه تر مقصد پورې ورسېدل. په کوچنۍ کچه تبعیدونو له ۱۹۳۱ز کال وروسته هم دوام درلود. د راپورونو له‌مخې، له ۱۹۳۲ څخه تر ۱۹۴۰ز کال پورې، د کارګرو په مستعمرو کې، د کولاکانو یا د هغو خپلوانو د مړینې شمېر ۳۸۹،۵۲۱ ته رسېده. د ټولو تبعید شویو وګړو د شمېر په هکله د نظر اختلافونه شتون لري. د محافظه‌کارۍ اټکل له‌مخې، له ۱،۶۷۹،۵۲۸ څخه تر ۱،۸۰۳،۳۹۲ وګړي تبعید شوي وو، په داسې حال کې چې د لوړو اټکلونو له‌مخې، د ۱۹۳۷ز کال په رارسېدو سره ۱۵ میلیونه یوازې کولاکان او کورنۍ یې تبعید شوې وې او د تبعید پر مهال ډېري وګړي مړه شوي دي، خو مجموعي شمېر یې لا هم نامعلوم دی.[۱۲][۱۳][۱۴]

د کارګر ځواک لېږد سمول

د وګړو جزایي تبعید د ګولاګ له‌خوا ترسره شو او په شوروي اتحاد کې د تحمیلي استوګن کولو ترتیب، د شوروي اتحاد د لېرې پرتو کم‌نفوسو سیمو د ښکېلاکۍ له اړتیاوو سره سم پلان شوی ؤ (په لوړه کچه دغه تبعید په لوېدیځ کې یو لانجمن بحث راوپاروه چې د شوروي اتحاد اقتصادي وده تر ډېره د ګولاګ بندیانو د غلامې کارګرې طبقې پر بنسټ ولاړه وه). په ورته مهال کې، په یوشمېر حالاتو کې کاري ځواک، په بې‌تاوتریخوالې توګه، ډېري وخت د «استخدام» له‌لارې لېږدول کېده. د استخدام دغه بڼه ډېري وخت په تحمیلي استوګن شویو سیمو کې تر سترګو کېده، چېرې چې وګړو د بیا استوګن کېدلو هیله درلوده. د بېلګې په توګه: د دونباس او کوزباس د کاني حوزو کاري ځواک په دغه ډول استخدام شوی دی.[۱۵]

د نښه شوي کاري ځواک د لېږد زیات‌شمېر د پام‌وړ عملیات شتون لري:

  • پنځه‌ویشت زریان
  • د NKVD کاري ځواک ستنې
  • د لاس نه‌وهل شویو سیمو عملیات
  • د باکو د تېلو صنایعو کارګرو لېږد: د ۱۹۴۲ز کال په اکټوبر کې د آلمان او شوروي جګړې پر مهال، که څه هم آلمان د باکو په تصرف کولو کې پاتې راغی، خو شوروي اتحاد د آلمان د غښتلي ګواښ پر وړاندې، شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کارګران له کورنیو سره یوځای د باکو له تېل لرونکو سیمو څخه نورو سیمو ته، چې د تېلو د تولید پوټانشیل یې لوړ ؤ، ولېږدول؛ د دغو کارګرانو زیات‌شمېر په «دوه‌یم باکو» (د ولګا-اورال د تېلو سیمه)، قزاقستان او سخالین کې ځای په ځای شول.

له دوه‌یمې نړیوالې جګړې وروسته خپل هېواد ته ستنېدا سمول

د ۱۹۴۵ز کال په مې میاشت کې د جګړې په پای ته رسېدو سره، میلیونونه شوروي اتباع په اجباري ډول (او د خوښې پر خلاف) خپل هېواد ته ستانه شول. د ۱۹۴۵ز کال د فبروري پر ۱۱، د یالتا کنفرانس په پای کې، متحده ایالاتو او بریتانیا له شوروي سره «هېواد ته د بېرته ستنېدو» یو تړون لاسلیک کړ.[۱۶][۱۷]

د دغه تړون د شننې او تحلیل له‌مخې، د شوروي اتحاد اتباع، د خوښې پر خلاف، په اجباري ډول خپل هېواد ته راستانه شول. د متفقینو چارواکو خپلو نظامي ځواکونو ته امر وکړ ترڅو د شوروي اتحاد میلیونونه وګړي، چې پخوا په شوروي کې استوګن وو (او ځیني یې له آلمانیانو سره همکار وو) له اروپا څخه شوروي اتحاد ته وشړي؛ په دغه شړنه کې زیات‌شمېر هغه کسان هم شامل وو چې له روسیې څخه بهر شوي وو او د څوګونو لسیزو لپاره یې بل تابعیت اخېستی ؤ. هېواد د تحمیلي ستنېدا عملیات له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۴۷ز کال پورې ترسره شول.[۱۸]

د دوه‌یمې نړیوالې جګړې په پای کې، له ۵ میلیونو څخه زیات «بې‌ځایه شوي وګړي» د آلمان په اسارت کې پاتې او شوروي اتحاد ته ونه‌استول شول. شاوخوا ۳ میلیونه یې، په آلمان او اشغالي خاورو کې تحمیلي کارګران (Ostarbeiter) وو.[۱۹][۲۰][۲۱]

شاوخوا یو او نیم میلیونه د جګړې اسیران، هېواد ته ستانه شوي تحمیلي کارګران او نور بې‌ځایه شوي وګړي، په ټوله کې، څلور میلیونه کسان د NKVD چاڼنې کمپونو (نه ګولاګ) ته واستول شول. د ۱۹۴۶ز کال په رارسېدو سره، ۸۰ سلنه ملکي وګړي او ۲۰ سلنه د جګړې اسیران ازاد شول، ۵ سلنه ملکي وګړي او ۴۳ سلنه د جګړې اسیران بېرته عسکرۍ ته جلب شول، ۱۰ سلنه ملکي وګړي او ۲۲ سلنه د جګړې اسیران کاري کنډکونو ته واستوال شول او ۲ سلنه ملکي وګړي او ۱۵ سلنه د جګړې اسیران (له ۱،۵۳۹،۴۷۵ ټول شمېر څخه ۲۲۶،۱۲۷ کسان). په دننیو چارو کې د خلق کمیساري (NKVD)، یعنې ګولاګ ته واستوال شول.[۲۲][۲۳]

سرچينې سمول

  1. Ellman 2002، ص. 1158.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Werth 2004، ص. 73.
  3. Polian 2004، ص. 4.
  4. Rosefielde, Steven (2009). Red Holocaust. Routledge. د کتاب پاڼې 83. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-77757-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Ellman 2002، ص. 1159.
  6. Pohl 1997، ص. 148.
  7. Perovic, Jeronim (June 2018). Perovic, Jeronim (2018). From Conquest to Deportation: The North Caucasus under Russian Rule. Oxford University Press. ISBN 9780190934675. OCLC 1083957407. د کتاب پاڼې 320. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190934675. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pohl 1997، ص. 58.
  9. Vertreibung und Vertreibungsverbrechen 1945–1978. Bericht des Bundesarchivs vom 28 Mai 1974. Archivalien und ausgewälte Erlebenisberichte, Bonn 1989, pp. 40–41, 46–47, 51–53)
  10. "Gulag: Soviet Forced Labor Camps and the Struggle for Freedom". Gulaghistory.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ نومبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bugay 1996، ص. 166.
  12. [۱] Archived 14 January 2009 at the Wayback Machine.
  13. Sebag Montefiore, Simon (2014). Stalin: The Court of the Red Tsar. W&N. د کتاب پاڼې 84. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1780228358. By 1937, 18,5 million were collevtivized but there were now only 19.9 million households: 5.7 million households, perhaps 15 million persons, had been deported, many of them dead الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Viola 2007، ص. 32.
  15. "Getman Paintings | The Jamestown Foundation". Jamestown.org. 20 January 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The United States and Forced Repatriation of Soviet Citizens, 1944–47 by Mark Elliott Political Science Quarterly, Vol. 88, No. 2 (Jun. 1973), pp. 253–275
  17. [۲] Archived 25 August 2007 at the Wayback Machine.
  18. [۳] Archived 7 February 2012 at the Wayback Machine.
  19. [۴] Archived 9 August 2006 at the Wayback Machine.
  20. "The Nazi Ostarbeiter (Eastern Worker) Program". Collectinghistory.net. 26 June 1922. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Final Compensation Pending for Former Nazi Forced Laborers | Germany | DW.DE | 27.10.2005". Dw-world.de. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. ("Военно-исторический журнал" ("Military-Historical Magazine"), 1997, №5. page 32)
  23. Земское В.Н. К вопросу о репатриации советских граждан. 1944–1951 годы // История СССР. 1990. № 4 (Zemskov V.N. On repatriation of Soviet citizens). Istoriya SSSR., 1990, No.4