په شمالي کوریا کې بشري حقونه
د شمالي کوریا د بشري حقونو ریکارډ زیاتره په نړۍ کې ترټولو بد ګڼل کېږي او په نړیواله کچه غندل شوی دی اود دې هېواد ریکارد د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او نورو ډلو لکه د بشري حقونو د څار سازمان ترنیوکې لاندې دي. ډېری د بشري حقونو نړیوال سازمانونه شمالي کوریا یو داسې هېواد بولي چې د ازادۍ د سرغړونې په اړسه هېڅ معاصر مشابهت نه لري. [۱][۲][۳][۴][۵]
د بشري حقونو لویدیځې ډلې لکه د بخښنې نړیوال سازمان او د متحده ایالاتو په څېر هیوادونو تاکید کړی چې په عمل کې د بیان ازادۍ حق نه لري او یوازینی میډیا چمتو کوونکي چې قانوني ګڼل کېږي، هغه دي چې په شمالي کوریا کې د حکومت له خوا فعالیت کوي. په شمالي کوریا کې د بخښنې نړیوال سازمان او د متحده ایالاتو د بشري حقونو کمېټې د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۷زکال کې اټکل شوي ۲۰۰،۰۰۰ بندیان په کمپونو کې زنداني شوي چې له سیاسي جرمونو او جبري کار، فزیکي ناوړه چلند او اعدام سره مخ شوي. [۶][۷][۸][۹]
د شمالي کوریا حکومت د بهرنیو لیدونکو فعالیتونه په کلکه څاري. مرسته کوونکي کارګران تر سخت امنیت لاندې دي او دوی هغو ځایونو او سیمو ته نه پرېښودل کېږي چې حکومت یې نه غواړي. لکه څرنګه چې اتباع نه شي کولی په ازاده توګه هېواد پریږدي، دا اساساً د مهاجرو او پناه غوښتونکو کیسې دي چې د ملت د بشري حقونو ریکارډ جوړ شوی. د حکومت دریځ چې د کوریا مرکزي خبري اژانس له لارې څرګندېږي، دا دی چې د بشري حقونو په ریکارډ باندې نړیوال انتقاد، د جوچي میشته سیسټم نسکورولو لپاره یو دلیل دی، په داسې حال کې چې د دې نقادانو سرغړونې له سزا سره نه مخ کېږي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له ۲۰۰۳ز کال راهیسې هر کال یو پریکړه لیک تصویب کړی چې د دې هېواد د د بشري حقونو ریکارډ غندي. د ۲۰۱۱ زکال د دسمبر۱۹ پرېکړه لیک چې د ۵۱ غړو په نه حضور سربېره ۱۶ـ۱۲۳ رایو سره تصویب شو او په پیونګ یانګ کې یې له حکومت څخه وغوښتل چې " د بشري حقونو سیستماتیکي، پراخه او جدي سرغړونې" پای ته ورسوي، چي په کې عام اعدامونه او خپل سري توقیفونه شامل دي. شمالي کوریا دا پریکړه رد کړه او ویې ویل چې دا سیاسي انګیزه وه او د ناسمو جوړښتونو په بنسټ ولاړه وه. ۲۰۱۴ ز کال په فبروري کې، د ملګرو ملتونو ځانګړي کمیسیون په دې هیواد کې د لمړي لاس شواهدو په اساس یو ۴۰۰ مخیز راپور خپور کړ چې په کې "نه بیانیدونکي ظلمونو" مستند شوي چې په دې هېواد کې ترسره شوي. [۱۴][۱۵]
د کوریا دخلکو په دیموکراتیک جمهوریت کې د بشري حقونو په اړه د تحقیق کمیسیون
سمولد ۲۰۱۳ کال د مې په ۶، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اعلان وکړ چې د اسټرالیا څخه مایکل کربي، د سربیا څخه سونجا بیسرکو او د اندونیزیا څخه میرزوکي داروسمان د کوریا په ډیموکراتیک جمهوریت کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د تحقیق کمیسیون د غړو په توګه ټاکل شوي. [۱۶]
د څېړنو یاد کمیسیون به د کوریا دیموکراتیک جمهوریت کې د بشري حقونو سیستماتیک، پراخه او جدي سرغړونې چې په هغې کې خوړو ته د لاس رسي له حق څخه سرغړونه، د زندان په کیمپونو پورې اړوند سرغړونې، شکنجه او غیر انساني چلند، په خپل سري توقیف، تبعیض، د بیان له ازادۍ سرغړونه، د ژوند کولو له حق سرغړونه، د خوځښت له ازادي سرغړونه او اجباري ورکیدل، او د نورو هېوادنو د اتباعو برمته کول شامل دي، په بشپر مسؤلیت سره وڅېړي، په ځانګړي توګه چیرې چې دا سرغړونې ممکن د انسانیت پروړاندې جرمونو ته رسېږي. [۱۷]
د ۲۰۱۳ زکال د اګست په ۲۰ مه ، کمېسیون د سویلي کوریا په سیول کې په یونسي پوهنتون کې پینځه ورځې د عامه خلکو شکایتونه واورېدل چې په کې د پناه غوښتونکو شواهد لاس ته راوړل شول او د ۲۰۱۳ ز د اګست په ۲۹، په جاپان کې د جاپاني اتباعو خپلوانو څخه چې د شمالي کوریا له خوا د ۱۹۷۰ ز او د ۱۹۸۰ لسیزو کې تښتول شوي وو، غوږ ورته و نیول شو. شمالي کوریا دغه څېړنې "یوه سیاسي دسیسه" وبلله او په دې هېواد کې یې تحقیق کوونکو ته لاسرسی نه دی ورکړی. د ملګرو ملتونو پینل په سویلي کوریا، جاپان او انګلستان کې د شاهدانو سره مرکې وکړې او په متحده ایالاتو کې ېې د ۲۰۱۳ زکال د اکتوبر په ۳۰ او ۳۱ اوریدنې هم ترسره کړې. کمیسیون وویل چې هغوی په پرله پسې توګه د شمالي کوریا له استازو وغوښتل چې په عامه اوریدنو او پوښتنو کې برخه واخلي. [۱۸][۱۹][۲۰] د۲۰۱۴ زکال د فبروري په۱۷ کې، پینل خپلې موندنې په ۴۰۰ مخیز راپور کې خپرې کړې. کمیسیون د شمالي کوریا حکومت تورن کړ چې په سیستماتیکه، پراخه او لویه بڼه د بشري حقونو په سرغړونو کې دخیل دی. د پینل رییس مایکل کربي ځینې کړنې د نازیانو له خوا ترسره شوي عمل سره ورته بیان کړې. [۲۱]
په ډېری مواردو کې، د کمیسیون له خوا موندل شوي د بشري حقونو سرغړونې د انسانیت پروړاندې جرمونه تشکیلوي. دا یوازې د دولت حدود نه دي؛ دا د سیاسي سیسټم لازمي برخې دي چې د هغو موخو څخه لرې تللي چې دوی یې د تاسیس ادعا کوي. د دې سرغړونو شدت، پیمانه او طبیعت یو داسې دولت څرګند کړ چې په معاصره نړۍ کې بل هېڅ دولت په دې شان نشته.
په شمالي کوریا کې د بشري حقونو د کمیټې ګډې مشرې روبرټا کوهن وویل چې اوس په نړیوالې ټولنې پورې اړه لري چې د ځورول شوو کسانو د ساتنې لپاره اقدام وکړي او عاملین یې عدالت ته راکش کړي. د کوریا دولت یا DPRK دغه موندنې رد کړې. په یوه بیان کې دوی وویل چې کمېسیون "د اروپایي ټولنې او جاپان له خوا د متحده ایالاتو د دښمنۍ پالیسۍ سره په ملګرتیا د بشري حقونو د سیاسي کولو محصول ؤ." د ۲۰۱۴ز کال د نومبر په ۱۸، ملګرو ملتونو د یوه پرېکړه لیک په ګټه رایه ورکړه چې شمالي کوریا د بشر ضد جرمونو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړي. [۲۲][۲۳][۲۴]
د DPRK دریځ
سمولپه شمالي کوریا کې د بشري حقونو بحث داسې تاریخ لري چې په ۱۹۴۸ز کې د دولت تاسیس څخه وړاندې دی. د مارکس د تیوري پر بنسټ، د کنفیسیوس دود او د جوچي نظرېې له مخې د شمالي کوریا د بشري حقوقو تیوري حقوق مشروط ګڼي نه عمومي او وایي چې جمعي حقونه د انفرادي حقونو په پرتله لومړیتوب لري او دا چې د رفاه او د ژوند د معیشت حقوق لومړيتوب لري. [۲۵]
کیم ایل سونګ وویل چې د ډیموکراسۍ مفهوم "دښمنو عناصرو ته چې د سوسیالیزم مخالفت کوي یا ناپاک عناصر چې د خلکو د ګټو خلاف عمل کوي، آزادي او حقوق نه شي ورکولی." [۲۶]
د شمالي کوریا حکومت ادعا کوي چې د DPRK اساسي قانون د دې خلکو بشري حقونو ضمانت کوي، او دا تضمینونه د دې په قوانینو او مقرراتو کې په بشپړ ډول توضیح شوي. دوی ادعا کوي چې د بشري حقونو دا تضمینونه او قوانین په ټول هېواد کې او هر فرد ته په درناوي سره په کلکه پلي کېږي. [۲۷]
د څېړنو کمېسیون راپور له خپریدو څخه اووه میاشتې وروسته، شمالي کوریا خپل د DPRK ټولنې د بشري حقونو مطالعاتو راپور خپور کړ چې ادعا کوي، شمالي کوریا "ریښتیني بشري حقونه" لري. شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د نړیوالې دوره يي بیاکتنې په پروسه کې د خپلو بشري حقونو د فعالیت ښه کولو لپاره د ۲۸۶ وړاندیزونو څخه ۱۱۳ وړاندیزونو په پلي کولو باندې هم موافقه وکړه. کربي په نړیواله دوره یي بیاکتنه کې د شمالي کوریا ګډون، د دې هېواد له خوا د بشري حقونو راپور خپرول او د ۲۰۱۴ آسیایی لوبو ته د هوانګ پیونګ سو لیدنه "دوهکه کوونکې سرغړونه" و بلله و او په دې اړه یې شک څرګند کړ چې ایا د شمالي کوریا حکومت واقعاً د بشري حقونو په اړه اندیښنه لري یا په ساده ډول په ملګرو ملتونو کې د انتقاد لپاره چمتووالی نیسي. کربي د بشري حقونو مطالعاتو لپاره د DPRK ټولنې د راپور برخې "عادلانه نظر" په توګه هرکلی وکړ، مګر یادونه یې وکړه چې دا د څېړنوکمېسیون په راپور کې راپورته شوو مسئلو باندې بحث کولو کې پاتې راغلی.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
سرچينې او ياداښتونه
سمول- ↑ "Issues North Korea". Amnesty International UK. Archived from the original on July 2, 2014. نه اخيستل شوی July 1, 2014.
- ↑ "VII. Conclusions and Recommendations". Report of the Commission of Inquiry on Human Rights in the Democratic People's Republic of Korea. United Nations Office of the High Commissioner for Human Rights. February 17, 2014. p. 365. Archived from the original on February 27, 2014. نه اخيستل شوی July 1, 2014.
- ↑ "World Report 2014: North Korea". Human Rights Watch. January 21, 2014. Archived from the original on July 7, 2014. نه اخيستل شوی July 1, 2014.
- ↑ "North Korea". Christian Solidarity Worldwide. Archived from the original on July 14, 2014. نه اخيستل شوی July 1, 2014.
- ↑ "ICNK welcomes UN inquiry on North Korea report, calls for action". International Coalition to Stop Crimes Against Humanity in North Korea. February 20, 2014. Archived from the original on October 6, 2014. نه اخيستل شوی July 1, 2014.
- ↑ North Korea: Human Rights Concerns Archived June 3, 2011, at the Wayback Machine., Amnesty International, November 28, 2006.
- ↑ Cooper, Helene (March 7, 2007). "U.S. Releases Rights Report, With an Acknowledgment". The New York Times. Archived from the original on December 20, 2016.
- ↑ Szoldra, Paul (March 24, 2017). "The Stories from inside North Korea's Prison Camps Are Horrifying". Business Insider.
- ↑ کينډۍ:UN doc
- ↑ "North Korean Refugees NGO". Northkoreanrefugees.com. October 20, 2008. Archived from the original on June 18, 2010. نه اخيستل شوی August 23, 2010.
- ↑ United Nations High Commissioner for Refugees (July 2, 2008). "UNHCR Freedom in the World 2008 – North Korea". Unhcr.org. Archived from the original on October 18, 2012. نه اخيستل شوی August 23, 2010.
- ↑ KCNA Assails Role Played by Japan for UN Passage of "Human Rights" Resolution against DPRK Archived April 1, 2012, at the Wayback Machine., KCNA, December 22, 2005.
- ↑ KCNA Refutes U.S. Anti-DPRK Human Rights Campaign Archived April 1, 2012, at the Wayback Machine., KCNA, November 8, 2005.
- ↑ "February 2012 DPRK (North Korea)". United Nations Security Council. February 2012.
- ↑ Michael Kirby; Marzuki Darusman; Sonja Biserko (February 17, 2014). "Report of the Commission of Inquiry on Human Rights in the Democratic People's Republic of Korea". United Nations Office of the High Commissioner for Human Rights. Archived from the original on February 17, 2014. نه اخيستل شوی February 18, 2014.
- ↑ "Council President appoints Members of Commission of Inquiry on the Democratic People's Republic in Korea" (News release). The United Nations. Geneva. May 7, 2013. Archived from the original on August 8, 2013. نه اخيستل شوی August 20, 2013.
- ↑ "Resolution adopted by the Human Rights Council: Situation of human rights in the Democratic People's Republic of Korea" (PDF). United Nations. اپرېل 9, 2013. Archived from the original (PDF) on اگسټ 29, 2013. نه اخيستل شوی اگسټ 20, 2013.
- ↑ Choe Sang-hun (August 20, 2013). "North Korean Defectors Tell U.N. Panel of Prison Camp Abuses". The New York Times. Archived from the original on April 3, 2015. نه اخيستل شوی August 20, 2013.
- ↑ "UN Panel Hears from Relatives of Japanese Abducted by N. Korea" Archived August 31, 2013, at the Wayback Machine., Voice of America News, August 29, 2013.
- ↑ "UN human rights probe on DPR Korea set to begin hearings in Japan" Archived February 8, 2017, at the Wayback Machine., UN News Centre, August 23, 2013.
- ↑ Michael Kirby; Marzuki Darusman; Sonja Biserko (February 17, 2014). "Report of the Commission of Inquiry on Human Rights in the Democratic People's Republic of Korea". United Nations Office of the High Commissioner for Human Rights. Archived from the original on February 17, 2014. نه اخيستل شوی February 18, 2014.
- ↑ "UN panel on North Korea details horrific torture, appeals to world to act", Asia Bulletin, February 17, 2014.
- ↑ "North Korea: UN moves closer to ICC human rights probe". BBC News. November 19, 2014. Archived from the original on February 3, 2017. نه اخيستل شوی April 22, 2017.
- ↑ Sanchez, Ray (November 18, 2014). "Un votes against North Korea on human rights - CNN.com". cnn.com. Archived from the original on February 7, 2017. نه اخيستل شوی April 22, 2017.
- ↑ Song, Jiyoung; Robert Weatherley (June 2008). "The Evolution of Human Rights Thinking in North Korea". Journal of Communist Studies and Transition Politics. 24 (2): 272–296. doi:10.1080/13523270802003111.
- ↑ Jiyoung Song. Human Rights Discourse in North Korea: Post-Colonial, Marxist, and Confucian Perspectives. Taylor & Francis US. p.104
- ↑ "NATIONAL REPORT SUBMITTED IN ACCORDANCE WITH PARAGRAPH 15 (A) OF THE ANNEX TO HUMAN RIGHTS COUNCIL RESOLUTION 5/1* Democratic People's Republic of Korea" (PDF). HUMAN RIGHTS COUNCIL Working Group on the Universal Periodic Review Sixth session. United Nations. November 30 – December 11, 2009. Archived (PDF) from the original on September 13, 2011. نه اخيستل شوی August 4, 2012.
- ↑ Adam Taylor (September 17, 2014). "North Korea wrote a 53,558-word report on its human rights record. The conclusion? It's pretty good". The Washington Post. نه اخيستل شوی May 11, 2015.
- ↑ Byul Ryan-im (October 26, 2014). "Yongusil 50: A Cause for Optimism—Michael Kirby in Hong Kong". Sino-NK. Archived from the original on July 13, 2015. نه اخيستل شوی May 11, 2015.
- ↑ "North Korea defends human rights record in report to UN – BBC News" (video). BBC News. BBC News. October 8, 2014. Archived from the original on November 12, 2014. نه اخيستل شوی May 11, 2015.
- ↑ "Epic Exchange Between Justice Kirby and DPRK Councilor Kim Song". YouTube. The Committee for Human Rights in North Korea. October 24, 2014. Archived from the original on January 10, 2016. نه اخيستل شوی May 11, 2015.