په سعودی عربستان کې د افغانستان شتمني يا جایداد څه شو؟

ستر احمد شاه بابا کله چې په کال (۱۷۵۲ زېږديز) "سعودي عربستان " ته د حج فریضې د ادا کولو په نیت لاړ هلته د هغه وخت د اعجاز ایالت له امیر سره يې وکتل او په مکه معظمه کې د ځمکې پیرولو(اخستلو) وړانديز د افغان حاجیانو د اوسېدو لپاره وکړ ځکه هغه وخت په مکه کې ځمکه اخيستل د مسلمان یا اسلامي هېواد لپاره پرېښه يا اجازت و. په پایله کې بابا وتوانېده چې (۸) جریبه ځمکه کعبې ته نږدې په مکه کې په نغدو پیسو د افغانستان لپاره د تلپاتې شتمنۍ يا دايمي ملکیت لپاره واخلي او دا کار په رسمي ډول تر سره شو.

ویل کېږي چی بیا وروسته امیر دوست محمد خان د پاچاهۍ په دويم ځل په کال (۱۸۴۸) کې په نوموړې ځمکه کې ځینې څپرې او مستراح ګانې هم د افغان حاجيانو د هوساینې په موخه جوړې کړې او افغان حاجیان به هلته په ډېرې ارامۍ سره دېره کېدل. دا لړۍ تر امیر عبدالرحمن خان پورې روانه وه خو په خواشینۍ سره د غازي امان الله خان د پاچاهۍ پر مهال چې کله افغان پلاوی د ترکې له لارې مکې ته لاړ د نوموړې ځمکې یو څه برخه د شاوخوا نورو هېوادونو د ځمکو د څښتنانو لخوا غصب یا لاندې شوې وه خو د اخري یا وروستي ځل لپاره د سردار داود خان پر وخت او په پرېښه يا اجازه یو ځاني يا شخصي کندهاري سوداګر پخپل لګښت هلته یوه ودانۍ د رباط افغانیه په نوم ودانه کړه.

که څه هم ځمکه هلته په هغه وخت کې هم ګرانه وه مګر بیا وروسته کله چی مصریانو او نورو هېوادونو هلته په خپلو ځمکو کی خوړنځي، مېلمستونونه يا هوټلونه جوړ کړ د ځمکو بیه خورا لوړه شوه او په ځانګړې توګه وروسته د السعود کورنۍ څخه چې د ځمکې پلورل پکې بند شول د ځمکو بیه حیرانونکې لوړه شوه. اوس ویل کېږي چی هلته د خرڅلو لپاره هېڅ ځمکه نشته یا پاتې نه ده خو که چېرې وي د یوې لوېشت ځمکې بيه په میلونونو ډالرو یا ریال ده. خو پوښتنه دا ده چې زموږ ځمکه څه شوه؟

دا پوښتنه چې زموږ ځمکه څه شوه؟ ولې یې پوښتنه نه کېږي؟

ښاغلی صدیق چکري چې د ښاغلی کرزي په حکومت کې کله چې د حج او اوقاف وزیر شو دا خبره یې یواځې یو ځل راوسپړله او لاسوند يا اسناد یې هم را پیدا کړل او د حق یا د نوموړې ځمکې ترلاسه کولو خبره یې هم وکړه مګر په خواشینۍ سره کله یې چې د سعودي عربستان له استازي يا سفیر سره وکتل بیا سملاسي غلی شو او وروسته ویل کېږي چی له هېواد څخه وتښتېد او لندن ښار کی دېره شو.

بله او مهمه خبره دا ده که چېرې افغانستان دا خپله شتمني يا جایداد بېرته واخلي یا ترلاسه کړي او هلته خوړنځي، مېلمستونونه يا هوټلونه جوړ کړي یا له سعودي څخه خپل تاوان واخلي خورا ډېرې پیسې ترلاسه کولای شي. خو دا ځمکه د تل لپاره اخستل شوې او د مرور زمان حقوقي قاعدې لاندې هم نه راځي.