په ستونزمنو خاورو کې د ځنګل جوړول

په ستونزمنو خاورو کې دونو کرل (Tree planting in problem soil)

دځنګلدارې دمعیاري میتودونو څخه وروسته اوس د دې وخت رارسیدلی چې د زیاتو ستونزو سره په ساحو کې دونو کرل چې ځینې ستونزې لري چې  په هوښیارې سره ورڅخه ګټه پورته کړو .ددغه تعریف نهایي هدف دادی چې دمناسبو اندازو معالجو په اړه فکر وکړو کوم چې کولای شي د مضره فکتورنو تاثیر کم کړي .او ددغه په خاطر دنباتاتو ژوندې پاتې کیدل اوددوې دودې مخکې تګ اعظمي کوي .دیوې نورمالې کروندې ساحه هغه وخت په یو ستونزمنه ساحه بدلیږي کله چې محیطي فکتورونوته دلاس رسي کمښت شتون ولري اودنباتاتودځای په ځای کولو او په شدیده توګه یې دودې مخه نیسي .دغه ډول فکتورونه دیوې ساحې څخه بلې ساحې ته فرق کوي او کیدای شې هر یو شمیریدونکي محیطي فکتورونه (اقلیمي ، خاورین اوژوندي ) د ودې ترکیب ولري .

1.    جبه زارې خاورې ( Water logged soil)

دا هغه خاورې دي چیرته چې داوبو سطحه لوړیږي . زیات وخت دمځکې سطحې څخه درې فوټو اندازې پورې رسیږي نو ځکه دنبات په ریښو تاثیر کوي .په شدیدوحالاتو کې داوبو سطحه د دمځکې دسطحې څخه هم لوړیږي .داوبوډنډیدنه یو پراخه ستونزه ده ( چې څلورمیلونه ایکړه مځکه = د۸ فیصده کرل شوې ساحې سره )په ابیاري شوې ساحو کې .دا په زیاته اندازه داوبو دچاڼ کیدو یا څیڅدو په واسطه صورت نیسي چې له کانالونو ،داوبو ویشوونکو کانالونو په واسطه اوهمدارنګه دابیاري دناموثره عملیاتو اوزیم ایستنې دسیستم د شتون له وجې رامنځ ته کیږي .داوبود ډنډیدو زیاتوالې دتغیر وړدی اوموسم ،دمځکې دساحې عامه میلان اود خاورې دخلاپور ې مربوط دي .

دریښو په ساحه کې Gravitational waterشتون داوږد وخت لپاره دخاورې هوا خارجوي . دنبات ریښې له همدغې وجې ناتوانه دی چې په مناسبه اندازه تنفس وکړ ي .اکسیجن په خاوره کې منحلیږي اواوبه ډیر ژرخاریجیږي ځکه چې هلته د اکسیجن دمعیاري اوبو لپاره ساحه شتون نلري . په بعضې حالتونوکې دمځکې لاندې اوبه کیدای شي دکاربن ډای اکساید زیاته اندازه اودمالګې زیاته اندازه راپورته کوي اوداکسیجن قلت زیاتوي . اودکاربن ډای اکساید زیات غلظت دمځکې په اوبو کې حالت مغلقوي .څرنګه چې تنفس دنباتاتو یوه فزیالوژیکي پروسه ده کوم چې انرژي دورځې دفعالیتونو ،ودې لپاره عرضه کوي له همدې وجې په تنفس کې دریښو

مشکلات دژوند په پروسه کې ټول تنزیلي تاثیرات لري .دغه ډول نباتات خپل قوت له لاسه ورکوي او په دې باندې ناتوانه دي چې دهر ډول مخالف بدلون سره ددوې په څنګ کې چې وي مقاومت وکړي .

                                                                                                                                                                                          

ددغه مشکل لپاره معمولي روش ددغه لپاره دی چې داوبو سطحه په افقي اوعمودي زیم ایستنه (خلاصه زیم ایستنه ،پاخه زیم ایستنه اود څاګانو ډوبیدل ) لري . ددغه روش اضافي انکشاف داصغري کولو لپاره داوبو عاید دهغه په سرچینه کې وجود لري .

ددغه مشکل لپاره دکامیابې غوره لاره داده چې انجینري او بیولوژیکي فکتورونه سره یوځای کړو .تر هغه پورې چې دبیولوژیکي فکتورونو روش مربوطه دي تر ټولو زیات مهم فکتور دادی چې ځانګړي انواع انتخاب شي اود ونو دکرلو تخنیکونوته تغیر ورکړي .یو تعداد دونوداسې انواع شته دي چې داوبو ډنډیدنې دتغیر درجې دکروندې دفصل په نسبت وزغمي .لرګین نباتات په نسبت دواښینو نباتاتو زیاتې اوبه مصرفوي مثلا دوې دزیاته اندازه اوبه د بایو مس دیو واحد دتولید په خاطر استعالوي داپورته داوبو زیات مصارف دونو په واسطه ددوې لاندې خصوصیاتو ته منسوب شوې دي :

۱: دپاڼو پورتنې ساحه ،تاج پورته په هواکې پورته کیږي .په مکمله توګه اوباد ته ځای لوڅوي

۲: توسعې او ژور دریښو سیستم  دخاورې دزیات حجم څخه ګټه پورته کوي

۳: اوږد موسمه وده کوونکي چې معنی یي اوږد وخت لپاره تبخیر دی .

داله دغو وجو چې ونې دWater table څخه په موثره توګه اوله همدغې وجې خاوره پیشرفت کوي .ونې ډیر فعالیت کوي لکه طبیعي څاګانو په څیر( او همدارنګه دهوا برابراونکي ) . دا اټکل شوي ده چې دونو اوسطه اندازه وده په زیم حالاتو کې په وچو میاشتو کې په یوه ورځ کې کم ازکم د ۳۰-۴۰ کیلو ګرامه پورې اوبه تبخیر کولای شي .په پاکستان کې اوږد،وچ، ګرم اوروښانه موسمونه په نظر کې نیول پکاردي .دتبخیر پورته اندازه که رامنځ ته شي نو دابه ساتندویه اټکلونه وي . دغه تبخیر د ۵۰ سانتي متره اورښت سره مساوي دی کوم چې دزیم استنې په دوروکې د له خاوروڅخه کیدای شي د سب سایل درې متره معنی ورکړي .

دونو کرلو د تخنیکونو په اړه دالاندې نقاط باید په نظرکې کې ونیول شي .

۱: دیو متر په اندازه پوله باید دنبات چارپیره جوړه شي تر څود نبات او داوبو دسطې تر منځ باید فاصله ډيره شي . ځوان نبات له همدې وجې ددوې دودې په لومړیو مرحلو کې کولای شي . ددوې دورستیو مرحلو په دوران کې کله چې ريښې واټر ټیبل ته ضربه ورکوي دوې بیا ددې توانایي لري چې ژوندي پاتې شي . اګر که دا ضروري ده چې کوچنیو نباتاتو ته دژوند په لومړیو کې دپولو ترسره پورې دڅو میاشتو لپاره اوبه ورکړل شي .

۲: په مربوطه ډول غټ اوقوي نباتات باید استعمال شي ټولو نباتاتو ته دمځکې دخاورې سره یاپرته له خاورې ترجیح ورکړل شي .

۳: دونو کرل باید دکمې متاثره شوې ساحې څخه دډیرې متاثره شوې ساحې په لور باید وکرل شي .په لومړې برخه کې باید یو نبات په دایرې شکل دنباتاتو کرل چې کم اندازه متاثره شوي دي .اوبیا په دایرې شکل دنباتاتو کرل چې کمه اندازه متاثره شوې ساحه ونیسي . دوخت په تیریدو سره به ډیره متاثره شوې ساحه کمه شي داکموالی به دونو داستعمال له رویه وي .په دوهمه برخې کې ونې باید دمرکز په لور وکرل شي لیکن په جزي ډول  په داصلاح شووساحو کې کرل کیږي . دونو کرنه له همدغې وجې ده چې متاثره شوې ساحه دڅوکلونو په دوران کې اصلاح شي .

۴: دونوهغه نوعې چې داوبو ډنډیدنه زغمي کرل کیدای شي لکه Salix tetrasperma, Poplar, Saficaاو Terminaliaarjuna‌اوداسې نور.


۲   مالګې متاثره کړې خاورې (Salt- affected soil)

داهغه خاورې دي چې په کومو کې دمالګې اجزا دټيټ هوریزون دمختلیفو ایونونو په خاوره کې رامنځ ته کیږي په لویه طریقه دکمو یامشخصو ایونونوپه واسطه ویشل کیږي .دغه دمالګې دوباره ویشنه دخاورې په پروفایل کې په عمومي توګه دځینو شیانو په واسطه متاثره کیږي .مالګینې اوبه په کپیلري کې حرکت کوي اواتموسفیر ته تبخیر کیږي .

اوپه داسې حال کې چې مالګې دخاورې په سطحه پاتې کیږي .دغه ډول مالګې عمومأ په مکرر ډول دنرې سپین قشر په ډول په مالګینه ساحې کې ښکاریږي . دغه قشر په پوره اندازه څرګندوي په ژمي کې زمونږ دابیاري ځمکو ۱/۳-۱/۴ پورې ساحه داسې اټکل شوې ده چې دمالګینتوب له وجې یې حاصلخیزي کمه وي .دغه ساحې حاصلخیزه کول دونودکرلو په واسطه یوه لویه ماته (وقفه ) ده .



دخاورې جوړښت دخاورې دعکس العمل

“PHs”

انیونونه cations دتغیروړ سودیم age%

“ESP”

برقي تغیر EC

Cm at /mmohs 25سانتې ګیرد

دمالګین توب ډولونه
دعادي خاورې سره معادله نفوذ داته اشارې پنځه څخه کوچنې So4, Cl کمه اندازه د Hco3 بعضې وختونه No3 Na د نیم څخه زیات cautions  مربوطه اندازه د kاو Na کیدای شي د پام وړوي کوچنې له پنځلسو لوی اومساوي له څلورو مالګین توب

                                                                                                     ۱ جدول

د خاورې مالګینتوب په دقیق ډول دپاکستانې زراعت له مخې دیودوشمن په توګه په پام کې نیول کیږي . تقریبأ ۱۶،۷۵ میله .(دکرل شوې ځمکې ۳۳فیصده ) دیو ایکړ مځکې څخه له مخکې څخه دمالګي په واسطه په تغیر خوړونکو درجو سره متاثره شوې ده .داداسې اټکل شوې ده چې زمونږ دحاصلخیزه ابیاری شوې فصل مځکې څخه ۲۰۰ ایکړه دورځې مالګینتوب له وجې خپله حاصلخیزي زیاتوي .

هغه نباتات چې په مالګینه خاوره یاتروواوبو کې کرل کیږي ...

۱: دخاورې دمحلول غلظت په نسبت دریښې دشیرې څخه لوی دی کوم چې دریښو څخه داوبو له لاسه ورکولو په وخت کې ښکاره کیږي .

۲: دایونونو توازن دخاورې په محلول کې کیدای شې دخاورې په فزیالوژي باندې زهري تاثیرولري .

۳: داوبو زیم ایستنه اودریښوتنفس دخاورې دساختمان دورانیدو له وجې منع کیږي او داوبوسطحه لوړیږي .

دپورته ذکر شوومشکلاتو دحل داوبو دسطحې په ټيټوالی اوازادي زیم ایستنې په ډاډورکولو اساس لري . دابه دمالګې حرکت پورته خواته دروي .

دخاورې په سطحه باندې دلاس رسي وړمالګې په ساده توګه ښکته طبیقوته وینځل کیږي . اوهمدارنګه زیم ایستونو ته دقوي ابیاري په واسطه هم وینځل کیږي .دایونونوناتوازن اود خاورې دجوړښت ماتیدنه دکلسیم دپوډر د جیپسم اوغضوي سری په شکل په اضافه کولو په اصلاح کیږي .

داپورته ذکر شوې روش دخاورین دمالګین توب مشکل لپاره دناموجوده ابیاري اوبو او کمزورې زیم استنې له وجې قمیته اومحدوده دی.  داپورته معالجې ددې لپاره په ټولو متاثره شوو ساحو کې نه خپریږي . داځکه چې دامنطقي دلیل دی چې په بیولوژیکي روش باندې تبدیل شي کوم چې ارزانه ،ساده او Self –prepetuating دی . دالاندې نقاط دبیولوژیکي روش کار واضح کوي :

۱:  لرګین نباتات داوبو دسطحې موثریت کموي ونې د طبیعي څاګانو په ډول کیږي .

۲: مالګینه خاوره پورته خوا په نباتاتو کې د خاورې د کپیلریز په نسبت پورته خوا حرکت کوي اوخاوره دمځکې په سطحه پریږدي .دنباتي پوخ په شتون کې اوبه په داسې شکل اتموسفیر ته فرار کوي چې مالګه دنباتاتو په انساجو کې پریږدي .

۳:  دنباتې پوخ چتر دخاورې دسطحې څخه دتبخیر اندازه کموي .

۴: دعضوي موادو ډیروالی ،دریښونفوذ اوفصلوته نه دیوځای شووژوو دخاورې جوړښت ښه کوي اود ښه زیم استني ډاډورکوي . دادزیاتې اندازې مالګې وینځل دخاورې دسطحې څخه تر ژوروهوریزونونو پورې اسانه کوي . داباید یاداشت شي چې دغه ډول مالګې په لوړه اندازه په اوبو کې منحل دي . یوڅو سپکې ابیاري یا فوارې دمالګو دلاندې خوافلتر کیدولپاره کافي دي .

۵: په دوراني ډول دنباتي پوخ دلیرې کیدو په ساحه کې دمالګې مجموعي غلظت کموي . دغه روش دوه مرکبات لري لکه :


ü  دمناسبو نوعو انتخابول

ü     دنباتاتوکرلو د تخنیکونو تغیرول

یو تعداد لرګین انواع کوم چې دمالګینتوب تغیرونکي درجې زغمي کوم چې د هالوفیټس په نامه یادیږي . داشاید په نښه شي چې مختلیف مالګین انواع مختلیف توافقات استعمالوي چې دمالګین توب په مشکلاتو غالب شو.

داپه عامه توګه په نظر کې نیول کیږي چې دفزیالوژي وچوالي اضافي مشکلاتو باندې غالب شو.داسې راپورورکړل شوې چې زیاته وچکالي زغمونکي نباتات په مالګین توب باندې غلیبیدای شي .نود دوې ریښوپه تنفس کې کوم بندیز شتون نلري .له نیکه مرغه دا پوره اندزه اسانه ده چې مالګه زغمونکي انواع انتخاب کړو لکه کیکر ،تماریکس ،اونیم .بعضې خارجي انواع ددغه هدف لپاره ډیر ګټور لکه : یوکالیپټس اود مالګې اغزي .

داونودکرلو د تخنیکونو دتغیرولو په اړه لاندې نقاط باید په نظر کې ونیول شي :

۱:دغټو اوقوي نباتاتو استعمالول . ټول نباتات باید دخاورې له پنډوسکې سره اویادخریطونباتات بایدانتخاب شي .ښاخونو اوریښو قطع کولو څخه ضرور باید مخنیوی وشي .

۲: په کډو (Pit) کې دنباتاتو کرل لاندې تغیراتو ته باید توافق ورکړای شي :

ü    اته سانتي متره دمالګینې خاورې سطحه بایددونودکرلو له ساحې څخه لیرې شي او کډو دبیرته ځای کولو په خاطر ترې استفاده وشي .

ü     په مربوطه ډول باید پراخې کندې وباستل شي لکه یومتر قطراو۱.۲۵ متره ژوروالی ولري .

ü     که چیرته امکان ولري پوډر شوې جیپسم ، دفارم شنه سره اوزیږه شګه باید دکندې څخه دویستل شوې خاورې سره ګډه شي اودغه مخلوط باید دکندو دډکولو لپاره استعمال شي . دډکې شوې کندې سطحه باید دخاورې دسطحې څخه ۱۵سانتي متره لاندې وي چې ورکول شوې اوبه وساتي .

ü     دابه غوره وي چې دکندې سطحه د۵-۸سانتي متره پورې دزیږو شګو په واسطه وپوښي .دطبقه به دتبخیراندازه کمه کړي اودمالګې راټولیدل به دکندې چارپیریال باید یوه پوله جوړه شي چې د سطحې جریان دمالګینو اوبو چې مالګې دچارپیره ساحو څخه کندو ته راوړي مخنیوي .

۳: تازه اوبه باید په ابتدایي مرحلو کې په لنډوباقاعده انترولونو کې برابري شي .وروسته داوبو دورکولوانټرول کیدای شي دهغه دشدت سره اضافه شي .

۴: نباتات باید په جدي ډول داقلیمي اوژوندي فشارونو څخه وساتل شي لکه پرخه ، ګرم و بادونه انتهایي سولري وړانګې ، دخاورې دسطحې شدیدلوړ حرارت اوداسې نور .

۵: که چیرته دمالګو زیاته اندازه ذخیره وجود ولري ، داښه نه ده چې دونو کرل په غټ معیار په غاړه واخلي تر څو پورې چې داد پلټنې او تجربې په واسطه حمایه نه شي .


۶: که چیرته دواړه مالګینتو اوالقلي توب دلوړ ې داوبوسطحې پورې پیداکیږي . ژور زیم ایستنې باید دنباتاتو دکرلو څخه مخکې دساحې دتیاري دیوې حیاتي برخې په توګه تیار شي .


۳: باد توږلې خاورې ( Wind_ eroded soils )


په وچو شګلنوساحو کې لکه دښتې اودسمندرغاړې چې پکې تیزبادونه چلیږي اود خاورې دتخریب  باعث ګرځي . اوهمدارنګه دونو دچترونو دماتولوباعث ګرځي . دایو ډیرجدي مشکل

                                       

دی په Thal، Cholistanاو همدارنګه دبلوچستان په دښتو کې .هغه نباتات چې په دغه ډول حالاتوکې وده کوي ،نوباید لاندې ټولویابعضي مشکلاتو سره مخ شي :

۱: څرنګه چې خاوره بې ثباته ده ،ځکه نونباتاتو په مسلسله توګه دشګې درسوب له امله دریښو له لوڅ والي سره مخ کیږي .

۲:  دشګو دزراتو حرکت دتازه ښاخونو او پاڼو دمیخانیکي تغیر باعث ګرځي .

۳: دتبخیر اندازه په نهایي ډول لوړه ده .

۴: درڼاشدت دا په پام کې نیسي چې باید دهغه دهغه عکس العمل له وجې چې شګلنې سطحې له ځلیدو څخه ډیر لوړوي .

۵: داوبودساتلوظرفیت دشګلنو خاورو ډیر کمزوری وي کوم چې داوبو قلت دډیروخت لپاره رهنمایي کوي .

دخاورې دتخریب هغه مشکلات چې دباد په واسطه رامنځ ته کیږي په کامیابې ډول لاندې نقطو ته په پاملرنې سره مخنیوې کیږي :

یونوعه باید لاندې کیفیت ولري ددې په خاطر چې په بادتخریب کړي ساحو کې په کامیابه توګه وده وکړي :

ü      دوچکالې مقاومت

ü      تیزه وده کوونکې اوخپریدونکې ډول

ü      پراخه اوژوردریښو سیستم چې سره یو ځای کیږي اود شګې زرات خوشې کوي

ü      دنوواتفاقي ریښو دتولید ظرفیت له مختلیفو نوډونواوزخوڅخه ددې په خاطر چې د شګو درسوب په مشکلاتو کې بریالي شي .

ü      ارتجاعي شاخونه اوډبل پوستکې یا اپیدرمس ددې په خاطر چې دباد اوباد داجزاووپه واسطه رامنځ ته شوي میخانیکي ستونزې څخه مخنیوې وکړ ي . نیک بختانه دامشکله نه ده چې مونږ ځینې نوعو له خپلو محلي بوټوڅخه انتخاب کړو چې پورته کیفیتونه ولري .


یو څو مثالونه یې دDalbergia, Tamaris, Zizyphauاوداسې نور.

څو کلن واښه اواغزي دلومړې مرحلې په توګه باید وکرل شي .کوم چې بایددونو اوبوټودکرلو په واسطه تعقیب شي . غټ سایز نیالګي دخاورې دبال سره دمځکې چې له Typhaangustifolia څخه جوړشوي وي باید استعمال شي .

۱: دنیالګیو کرنه لمړې بایدد لوڅو باد لګیدونکو ساحوپه طرف پیچلې شي .

۲: سوستې خاورې خاورې باید په لوړه اندازه لوڅو داغونو باندې دعضوي ملچونواو Spray دسریښناکه تړونکو په واسطه ټینګ کړي .

۳: دونوکرل باید دباراني موسمونو په شروع کې ترسره شي او په داسې وخت کله چې قوي بادونه قرارشوې وي .

۴: دنباتاتو ترمنځ فاصله باید کمه شي .

۵: کلتوري عملیات لکه خشاوه کول ، پاکاري ،رنګړي کول اوشاخه بوري باید مخه ونیول شي اووځنډول شي ترڅو اجازه ورکړل شي چې تیره وده کوونکي ډبل اغزي تولید کړي .

۶: دجادې نیالګیو برخه کې اویا هغه ځای کې چیرته چې دلاس په واسطه اوبه ورکول یا څاڅکي څاڅکي اوبه ورکول باید ترسره شي ،واړه خټین جګونه (چې په څوکه اولاندې برخه کې سوري لرونکي وي )کیدای شي دونې نیالګې ته نژدې خښ شي دغه ډاډګیرنې داوبو ضایعات دتبخیر له لارې اصغري کړي اودریښو په واسطه اعظمي پورته کونه (Uptake) ته رهنمایي کوي .

په دښته بدلیدنه (Desertification)


دکرنیزي مځکې بدلیدل په دښتو باندې پروسه د Desertification په نامه یادیږي .دغه پروسه دنړې دزیاتو دښتو چارپیره جریان لري .اصلي علتونه چې دغه پروسه یې چټکه کړ ې په زیاته اندازه دمځکې دنامناسبه فعالیتونو اود شخص په شباهت پورې اړه لري .                                             


دباد په واسطه دشګود غونډیو تطبیق(Sand dune fixation)

Thalاو Cholestan اودپاکستان په ځینو دښتوکې د باد په واسطه دشګو دجوړو شوو غونډ یو انتقال یوه لویه ستونزه ده .تیز بادونه دبادلګیدلو په طرف ریښي لوڅ کوي همدغه شان دشګو غونډې جریان پیداکوي اونباتات لاندې (‌Burry ) کړي . په درو دباددلګیدو مقابل لوري ته دشګو غونډې په بیولوژيکي ،میخانیکي اوکیمیاوي مقاصدو په واسطه Fix کیدای شي .کیمیاوي /میخانیکي مقاصدپه ساده توګه دنباتاتو ځای په ځای کولوکې مرسته کوي .کیمیاوي موادو معنی کیدای شي دخاورې د تړونکو کیمیاوي موادولکه بیټومین پکې شاملوي .


میخانیکي مقاصد کیدای شي هغه پوخ کونه دخاورې د برش لرګې او لوخې په واسطه دخاورې زرات په ځای پاتې شي شامل کړي . دVegetative معنی دا ده چې هغه نباتات پکې شاملوي چې تیزه وده وکړي اوپه چټکې سره خپاره شي .او هغه ونې اوواښه چې منشعبې ریښې ولري نیالګې یې یوبل ته نژدې کرل کیږي .رنګړي کونه اوشاخه بوري څخه منع کیږي . دضرورت مطابق داوبولګونې اوساتنې لپاره پکې تنظیمات ترسره کیږي .


۴: اوبو توږلې خاوره اودخوړ دلاندې غاړو غوڅیدنه ( Water eroded soil and steam bank undercutting)

دا هغه خاورې دي کوم چې د۱۵فیصده څخه زیات میلان لري اوتقریبأ خپل ساتونکی شین پوخ (Vegetation) چې له لاسه یې ورکړي دی په دغه ډول ساحو کې داورښت اندازه عمومأ د ۷۰-۹۰/۱۱۰ سانتي متره پورې په کال کې رسیږي .ټول غونډیز واټرشیدونه د سیندونوپه دغه کټګورې کې راځي اود تخریب درامنځ ته کول لپاره یو علت دی .کوم چې نه یوازې حاصلخیزه خاوره ویجاړوي بلکه هم زمونږ دقیمتي ډیمونو ژوندکموي لکه توربیله او منګاله ډیم .

Chenab او Jhelum غونډیزواټر شیدونه دنمونې په ډول د۴۰۰۰-۶۰۰۰ټنه پورې رسوبات په یو کال کې دمیل مربع ساحې کې احتکال کوي یعنې توږل کیږي . همدغه شا ن حالات په مکرر ډول دنورو ډیمونو ترڅنګ هم مخ کیږي او سیندونه وروسته خپل غونډیزي واټرشید اوداخل شوې Plainsپاتې شوې دی .داوبو تخریب په ځانګړې توګه دپنجاب په پوتوارکي شدید او پراخه دی .دسیند دغاړې تخریب په فټ غونډیوکې جدي دې په ساحو کې هغه نباتات چې داوبو په واسطه توږل ساحو کې کرل کیږي کیدای یویابعضې دلاندې مشکلاتو سره مخ شي :

۱: خاوره بې ثباته کوي او نبات په مسلسه توګه دریښودسیستم لوڅیدوسره مخ کوي اودرسوباتودترسب په ډول رامنځ ته کیږي .

۲: ښاخونه اوپاڼې دلوړې داوبودموجوده چټکیتا په واسطه دمیخانکي زیان سره مخامخ کیږي .

۳: نوې لوڅه شوې Sub soil دهوریزون دومره مناسبه نه ده څومره چې دنورو فکتورنوپه مناسبت پورته خاوره ده مثلا غدایي مواد، داوبودجذب ظرفیت ،دخاورې ساختمان اود خاورې خلاوې او نور

دغه مشکل دله منځه وړلولپاره یوغوره میتود دادی چې بیولوژیکي اوانجینري روشونه سره یوځای ترکیب شي . انجینري برخه یې ډیره مهمه فرض کیږي کله چې تخریب اد دخوړدغاړو لاندې برخې غوڅیدنه ډیره لیرې تللې وي . دانجینري حل کې ډیر عملیات شامل دي لکه تراسینګ ،کانتور موړې او کانتورکنده کول اودپولو جوړول اوداسې نور.

بیولوژیکې روش له بله پلوه په مربوطه ډول مهم په فرض کیږي . کله چې تخریب اودخوړدغاړو دلاندې برخوغوڅیدنه ددوې دشروع اویا متعده مرحله کې انکشاف دی .بیولوژیکې حل ددغه مشکل لپاره دوه مرکبات لري لکه :

a: دمناسبوانواعو انتخابول .  b: د نیالګیو د کرلو دمیتودونو تغیر اوداسې نور.دمناسبو انواعو دانتخاب په اړه یو کس باید لومړې دټولوڅخه مخکې دهغه دغوښتنې وړ کیفیتونو پوه شي کوم یونوعه له دغه هدف لپاره مناسبه کوي . دالاندې خصوصیات مهم دي :

۱: یوډیر پراخه منشعبه د ریښو سیستم چې دخاورې یا شګې اجزا په کلکه توګه تړي .او ځکه نودتخریب مخه نیسي .

۲: هغه توانایې چې په چټکه توګه اتفاقي ریښو سیستم دنوډونواو زخو څخه کوم چې د نوو ذخیره شوو رسوباتو څخه په موثره توګه ګټه پورته کولای شي .

۳: ارتجاعي شاخونه چرمي پاڼې کوم چې په اسانې سره قاطیږي .اودمیخانیکي زیانونوسره داوبو شتون له وجې مقاومت کوي .

۴: څوکلنې په غیرزوجي ډول په اسانې سره تیزه وده کوونکي اوخپریدونکي تکثر وکړي . ددغه خاطر چې مکمل اودایمي غیر زوجي پوخ په ډیر کم ممکن وخت کې ورکړي . واښه اولرګین شین پوخ (Vegetationَ) ته باید ترجیح ورکړي .

۵: دغذایي مواوداووچکالې دقلت سره مقاوم دي .

دانسبت اسانه دی چې ددغه هدف لپاره زمونږ له محلي بوټوڅخه مناسبه انواع انتخاب کړي

څرنګه چې دنیالګیو دکرلو میتودنه اودنیالګیو دکرلو ستراتیژي رابطه (Concerned) دی یو کس باید لاندې نقاط په نظر کې ونیسي :

۶: دنیالګیو کرل دکانتورسره باید ترسره شي . ( افقي کرښه په میلان لرونکي مځکه په هر ځای کې عین اندازه ارتفاع لري کوم چې عموم ګراف شوې وي ) اویاافقي عموم ګراف شوې کرښه په میلان لرونکې مځکه کوم چې همیشه په ښي زاویه په ټولو میلان لرونکو کرښو کې وجود لري .

۷: جاري ، پولې اویاپه کندوکې کیدای شي دنیالګیو دکرلولپاره استعمال شي . دودې انتخاب داورښت اودخاورې دونونیولو ظرفیت شدت اواندازې پورې تړاو لري .

۸: نژدي نیالګي بایدوکرل شي .

۹: ټول داغونه (Spots) او (Stretches) د ۱۵فیصدو څخه زیات میلان لرل باید همیشه دلرګین اوواښین شین پوخ ساتنه وکړي .داپاتې ساحه کیدای شي په نریو مرحلو کې لیول شي اود کروندې فصل دکروندې لاندې باید راوړل شي .


۱۰: یو ځل کله چې دخوړ څنډه اویاتوږل شوي خاوره کلکه شوي ،داباید دمناسبو میوویا چارتراش ونو وکرلو په واسطه دحاصلخیزه استعمال لاندې راوړل شي .

۵: کلکې مټینې خاورې (Hard clayey soils)

داهغه خاوري دي په کوم کې چې دخټې زرې د۳۵ فیصده او دټول وزن څخه زیات اساس جوړوي . دغه خاورې په توسعي توګه دبلوچستان په دروکې ویشل کیږي . هغه نباتات چې په دغو خاورو کې وده کوي پکارده چې له لاندې مشکلاتو سره مخ شي :

۱: خاوره مغلقه ده . دهوا اوزیم ایستنې کموالی دی .دریښې نفوذ او تنفس مخنیوې کیږي .

۲: خاوره عمومأ دکلسیم دشتون له وجې په ټیټو هوریزونونوکې نرې کیږي . او داوبو د ذخيره کيدو د کموالي لپاره د خاوری د طبقي په نرې سطحي کې رهنمايي کوي کوم چې ډير ژر خارجوي.

۳: د خټي لوړ adsorptive قوت له وجې حتی که کم هم وي  مګر د سوديم اضافه کونه تر هغه اندازه جريان لري د خاوري  ساختمان ماتوي کوم چې د نباتاتو لپاره يو مضره پيښه ده.

د پورته مشکلاتو په نظر ځيني ډولونه دخدمت به اړتيا Vegetation او د دوی د ابتدايي مرحلو په ځای په ځای کونې په دوران کې رامنځ شي.يو ځای چې ميشت شي او دساحې د مکمل کنټرول څخه ګټه ترلاسه شي نو Vegetationبه په خپله چټک پرمختګ د خاورې په حالتونو کې رامنځ ته کړي او په موثره توګه به Microclimateameliorate کړي.

د خلکو زياتيدنه او د Subterraneanخاورې په فعاليتونو لکه حشرات،چينجي او مږې او نور به د خاورې ستره کچه جوړ کړي چې د ريښو د نفوذ لپاره به اسانه شي او همدارنګه نه زيم استنه او هوا به يي هم ښه وي. دغه ډول خاورې به په اخير کې ښې حاصلخيزه شي او د څوکلنو لرګينو نباتاتو لپاره مناسب ګرځي.

دا لاندې نقاط بايد په نظر کې ونيول شي په داسې حال کې چې په دغه ډول ساحو کې د هر ډول ونو کرل په غاړه واخلي.

۱: مناسب  انواع بايد انتخاب شي داسې يوه نوعه  لکه سختي و چکالي زغمونکي،تيره وده کوونکي او بايد نسکور Turnover نرخ لرونکي وي.هغه انواع چې ژور د ريښو سيستم ولري بايد ترجيح ورکړل شي.يو څو مثالونه يي prosopis،Albizzia او نور دي

۲: د لوي سايز لرونکي نيالګي د ريښو له بشپړ سيستم سره بايد استعمال شي په خريطو کې نباتات او يا د خاورې لرونکي نباتاتو ته بايد ترجيح ورکړل شي.

۳: په ضروري توګه د ښاخونو شاخه بوري بايد وشي فقط د کرلو څخه مخکي يا وروسته د کرلو ترسره شي ترڅو د نبات د ريښو سيستم پراخه شي.

۴: يوه غټه کنده چې يومتر قطر او (۱،۲۵) متره ژوروالې لري بايد کنده شي . يو کس بايد په دې پوه شي چې  Kankar موجود دي.دابه د خاوري ژوروالي اضافه کړي.

۵: کنده بايد دخاورې د مخلوط ،جغل ،شګه اویا عضوي موادوپه واسطه ډکه شي . البته شګه مهم مرکب دی .دابه دخاورې هوا،زیم ایستنې ته انکشاف ورکړ ي اودرزونه چاودنې اودریښو ماتیدنه به کمه کړي .


۶: د۸سانتي متره ډبلې خالصې شګې یا جغل (Fine gravel) باید دهرې کندې په سطحه برابرشي . دابه دخاورې داوبو دضایعاتو اندازه دتبخیر له لارې کمه کړي .او ځکه نو زیاتې اوبه دنباتاتو لپاره وجودلري .

دکم اورښت په ساحوکې ،دنیالګیو ترمنځ فاصلې باید اضافه اوهمدارنګه هرنبات باید دهغه خپل کمه اندازه واټرشیډ سره رامنځ ته شي . که چیرته په مناسبه اندازه ترسره شو ددغه عملیاتو ترڅنګ دموجوده اوبو زیرمې زیاتوي چې د ۳-۴ځله دطبیعي اورښت سره معادل دی .

مایکرو واټر شید(Micro watershed)

دکمه اندازه تنزیل ته دنباتاتو لپاره دباران داوبوجمع کولو لپاره رجوع کوي .

۱:  د واټر شیډ چارچاپیره خاوره مغلقه شوې ده .اودنباتاتو(Vegetation) څخه پرته ساتل شوې ده . ددې په خاطر چې داوبو زیرمې زیاتې شي نو واټرشید باید مغلقه شي اوهرزه بوټي هم ولري باید لیرې شي .د واټر شیددغه سایز دنباتاتو داوبو داړتیاوو پورې کلنې اورښت اوپه هغه کې د داوبو دفلتر کیدو داندازې پورې تړاو لري

۲: نیالګي بایدپه مشخصه توګه ،ګرم ،وچ باد ، وچکالي اوځپل کیدو په مقابل کې وساتل شي .