په روسیه کې بشري حقونه

په روسیه کې بشري حقونه د نړیوالو بنسټونو او خپلواکو کورنیو رسنیو له لوري په دوامداره توګه تر نیوکو لاندې دي. په ځینو ښکاره سرغړونو کې، په توقیف کې مړینې، د امنیتي ځواکونو او د زندان د ساتونکو له لوري پراخې سیستماتیکې شکنجې، په روسي پوځ کې د سختو دیني کارونو تحمیل، (چې د dedovshchina په نوم یادېږې او د نیکونو د واکمنۍ په معنی دی)، د ماشومانو د حقونو پراخه سرغړونې، تاوتریخوالی او د توکمیزو لږکیو په وړاندې تبعیض او د خبریالانو وژنې شاملیږي.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د روسیې فدراسیون چې د شوروي اتحاد ځای ناستی دولت دی، د بشري حقونو په هغو تړونونو ولاړ دی چې مخکیني رژیم یې لاسلیک او تصویب کړي وو، لکه د مدني او سیاسي حقونو او همدارنګه د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال تړونونه. د ۱۹۹۰ ز کلونو په وروستیو کې، روسیې د بشري حقونو په اړه د اروپا کنوانسیون (له شرایطو سره) تصویب کړ او په سټراسبورګ کې له ۱۹۹۸ ز کال راهیسې د روسیې اتباعو لپاره د بشري حقونو اروپايي محکمه د دوی د ملي عدلي نظام څخه هاخوا د استیناف وروستۍ محکمه شوه. د ۱۹۹۳ ز کال د اساسي قانون د ۱ څپرکي د ۱۵ مې مادې پر بنسټ، د نړیوالو قوانینو دا برخې د ملي فدرالي قوانینو په پرتله لومړیتوب لري. خو د ولسمشر په توګه د ولادیمیر پوتین د دویمې دورې (۲۰۰۴ – ۲۰۰۸) په اوږدو کې د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه ډېر شوي دي.[۱۷][۱۸][۱۹]

د ۲۰۱۱ ز کال د روسیې د مشرانو جرګې د ټاکنو او د ۲۰۱۲ ز کال په پسرلي کې د پوتین د ولسمشرۍ د بیا پیل راهیسې، په زیاتره نړیوالو او اساسي حقونو باندې، د بیلګې په توګه، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ۲۰ ماده (د غونډو او ټولنو ازادي)، چې د روسیې فدراسیون (د ۱۹۹۳ ز کال) د اساسي قانون۳۰مه او ۳۱ مه ماده کې ځای لري، مقننه برېدونه شوي دي. یو قانون د ۲۰۱۵ ز کال په ډیسمبر کې تصویب شو چې د روسیې د اساسي قانون محکمې ته دا حق ورکوي چې ایا روسیه کولای شي د بین الدولتي ارګانونو لکه د بشري حقونو د اروپایې محکمې پرېکړه پلې، یا له پامه وغورځوي که نه.[۲۰]

روسیه چې د اروپایې شورا پخوانۍ غړې او د بشري حقونو د اروپا د کنوانسیون لاسلیک کوونکې ده، د بشري حقونو د اندېښنو په اړه نړیوال مکلفیتونه لري. په روسیه کې د وضعیت په اړه د ۲۰۰۴ ز کال د راپور په سریزه کې، د اروپایي شورا د بشري حقونو کمېشنر یادونه کړې چې "د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته له پراخو بدلونونو انکار نشو کولای".  [۲۱][۲۲]

شالید سمول

د پوتین ولسمشري سمول

ډلبندي سمول

د پوتين د لومړۍ دورې د ولسمشرۍ په اوږدو کې (۲۰۰۰ – ۲۰۰۴)، د ازادۍ کور (Freedom House) روسیه د سیاسي حقونو او مدني ازادیو په برخه کې په ۵ ټیټو نمرو سره "نیمه ازاده" وګڼله (چې ۱ یې ډېر ازاد او ۷ لږ ازاد ګڼل کېږي). د ۲۰۰۵ ز کال څخه تر ۲۰۰۸ ز کال پورې دوره کې، د ازادۍ کور، په نړۍ کې ازادي (Freedom in the World) د راپورونو پر بنسټ روسیه د سیاسي حقونو په برخه کې په ۶ نمرو او د مدني ازادیو په برخه کې په ۵ نمرو سره " غیرازاده" و ګڼله. [۲۳]

د The Economist  اونیزې په ۲۰۰۶ ز کال کې، د ولسواکۍ ډلبندي خپره کړه، چې روسیې د ۱۶۷ هېوادونو په منځ کې ۱۰۲ ځای درلود او د دې هېواد سیاسی نظام یې د "ترکیبي رژیم په توګه وړاندې کړ چې د رسنیو او نورو مدني ازادیو د محدودلو په لور تمایل" لري.  [۲۴]

د بشري حقونو د څار د بنسټ د ۲۰۱۶ ز کال د راپور له مخې، د روسیې په فدراسیون کې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.[۲۵]

تر ۲۰۱۶ ز کال پورې، چې د ولسمشر په توګه د پوتین د درېیمې دورې څلور کاله وروسته و، د روسیې فدراسیون د ازادۍ کور په ډلبندۍ کې نور هم ښکته شو:[۲۶]

کریملین د مدني ټولنې ځپلو ته دوام ورکړ، په کورنیو نادولتي موسسو (NGOs) یې فشار زیات کړ او د ولسواکۍ لپاره د ملي وقف امریکایي بنسټ (National Endowment for Democracy) او دوه ډلې چې د میلیاردر بشرپال جورج سوروس له لوري یې ملاتړ کېږي د "نامطلوبه سازمانونو" په توګه یې ونومول. همدارنګه رژيم هم په رسنيو خپله سخته ولکه ټينګه کړه، د اطلاعاتو لیدلوری يې په ملتپالو پروپاګندونو ډک کړ او تر ټولو مشهور بديل غږونه يې وځپل. په ۲۰۱۹ ز کال کې په مکرر ډول د فرانسې او جرمني د پرله پسې هڅو تر څنګ چې مسکو د اروپا د بشري حقونو د څارونکو په توګه له ایستلو وژغوري، روسیه کولای شي د غړیتوب د فیس په ورکولو خپله څوکۍ وساتي.  [۲۷]

ستونزو ته کتنه سمول

نړیوالو څارونکو او کورنیو کتونکو په هېواد کې زیاتره ستونزې نوملړ کړې دي، چې ډېری وختونه د ژورو ریښو ستونزې دي او د دوی په ملاتړ، وګړو د ۱۹۹۸ ز کال راهیسې د بشري حقونو اروپايي محکمې ته په لویه کچه شکایتونه وړاندې کړي دي. د ۲۰۰۷ ز کال د جون تر ۱ نېټې، ۲۲.۵٪ تر کار لاندې قضیې د روسیې د فدراسیون په وړاندې د اتباعو شکایتونه وو. له ۲۰۰۲ ز کال راهیسې دا تناسب په دوامدار ډول لوړ شوی ځکه چې په ۲۰۰۶ زکال کې د روسیې په وړاندې ۱۵۱ (د ټولو هېوادونو پروړاندې له ۱۵۴۳ څخه) موجه غوښتنلیکونه موجود و، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۵ ز کال کې ۱۱۰ (له ۱۰۳۶ څخه)، په ۲۰۰۴ ز کال کې ۶۴ (له ۸۳۰ څخه) په ۲۰۰۳ ز کال کې ۱۵ (له ۷۵۳ څخه) او په ۲۰۰۲ ز کال کې ۱۲ (له ۵۷۸ څخه) وو.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

چیچنیا یوه جلا ستونزه راپورته کړه او د چیچنیا د دویمې جګړې په اوږدو کې چې د ۱۹۹۹ ز کال د سپتمبر څخه تر ۲۰۰۵ ز کال پورې یې دوام وکړ، د چټک اعدام او د ملکي وګړو د جبري ورکېدو زیاتې بېلګې شته. د چیچن جمهوریت د دولت پر وړاندې د شکایاتو څېړونکی، نوردي نوخاژییف په وینا، د ۲۰۰۷ ز کال تر مارچ پورې ترټولو پېچلې او دردناکه ستونزه د ۲۷۰۰ څخه زیاتو تښتول شوو او په زور نیول شوي اتباعو موندل وو. د چیچنیا د اوسېدونکو د شکایتونو شننه ښیي چې ټولنیزې ستونزې په پرله پسې ډول را برسېره کېږي. نوموړي وویل، دوه کاله وړاندې، شکایتونه تر ډېره د ژوند له حق څخه د سرغړونو په اړه وو. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

نادولتي سازمانونه سمول

د ۲۰۰۶ ز کال د جنوري د ۱۰ نېټې فدرالي قانون هغه مقررات بدل کړل چې په روسیه کې د غیر دولتي بنسټونو په ثبت او فعالیت اغېزه کوي. له دې ډلې د روسیې-چیچنیا د دوستۍ ټولنه وتړل شوه. د اولګا ګنیزدیلووا له لوري یو مفصل راپور وښوده چې کوچني، په تېره بیا رضاکار سازمانونه په ناوړه ډول د نوو کړنلارو د پلي کولو له امله اغېزمن شوي: د اوس مهال لپاره، لویې نادولتي موسسې چې په پراخه پیمانه تمویلیږي، نه دي اغېزمن شوي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ۲۰۱۲ ز کال د می په میاشت کې د ولسمشر په توګه د درېیم ځل لپاره د پوتین له بیاټاکنې وروسته، یو نوی فدرالي قانون تصویب شو، چې د بهرنیو له خوا تمویل کېدونکي ټولې نادولتي موسسې او "په سیاسي فعالیتونو کې ښکېل" د روسیې د فدراسیون د عدلیې له وزارت سره د "بهرنیو بنسټونو" په توګه ثبت ته اړتیا لري. ۱۴۴ نادولتي موسسې، د ډېرو پخوانیو، مشهورو او معتبرو سازمانونو په ګډون، په نړیواله او کورني کچه، د ۲۰۱۶ ز کال تر سپټمبر پورې ثبت شوي. حکومت کولای شي نادولتي موسسات د "نامطلوبه" په توګه په ګوته کړي ترڅو هغوی جریمه او وتړي. د "نامطلوبه موسساتو" غړي جریمه او بندي کېدای شي. [۴۱][۴۲]

دا محدودکوونکي سیاستونه (چې په کې روسیې تمویل کونکي هم منع شوي) د ټولنې د ازادۍ څخه انکار و چې د روسیې فدراسیون د ۱۹۹۳ ز کال د اساسي قانون په ۳۰ ماده کې ځای په ځای شوی و.

وژنې سمول

تر ټولو ژوره اندېښنه د حکومت د مخالفو سیاستوالو، وکیلانو، خبریالانو او د حکومت د نیوکه کوونکو، په کور دننه او کله هم بهر د پرله پسې نا حل شویو وژنو لپاره ځانګړې شوې وه. په ۲۰۱۷ ز کال کې د بزفيد خبري چینل (BuzzFeed News) د راپور پر بنسټ، د متحده ایالاتو او انګلستان د استخباراتو اوسنیو او پخوانیو مامورینو دې چینل ته وویل چې دوی باور لري چې په روسیه کې دا وژنې، چې تر ډېره حده د حکومت په امر کېږي، د بریتانیا په خاوره کې د ۱۴ مړینو سره تړاو لري چې د پولیسو له لوري د غیر مشکوکو قضيو په توګه له څېړنې لرې شوې دي.   [۴۳]

د بشري حقونو مدافع ګالینا ستوروویتووا په ۱۹۹۸ کال کې، په سینټ پیټرزبورګ کې د خپل اپارتمان په دروازه کې په ډزو ووژل شوه. یوري شیکوچیخین په ۲۰۰۳ ز کال په مرموز ډول د ناروغۍ له امله مړ شو، چې د هغه د مړینې په اړه ګمانونه، لکه مسمومیت، رامنځ ته شول. لیبرال سیاستوال سرګي یوشینکوف په ۲۰۰۳ ز کال کې په ډزو ووژل شو. الکساندر لیتوینینکو په ۲۰۰۶ ز کال کې، په پولونیم سره مسموم او مړ شو. د برتانیې یوه څېړنه دې پایلې ته رسېدلي چې ولسمشر پوتین "ښایي" د هغه وژنه منظور کړې وه. څېړونکې خبریاله انا پولیتکوفسکایا په ۲۰۰۶ ز کال کې په ډزو ووژل شوه. په ۲۰۰۹ ز کال کې د بشري حقونو مدافع ستانیسلاو مارکیلوف او خبریاله اناستازیا بابورووا په مسکو کې په ډزو ووژل شول. په ۲۰۰۵ ز کال کې، د اپوزیسیون سیاستوال بوریس نیمتسوف کرملین ته نږدې په ډزو ووژل شو. په ۲۰۰۷ ز کال کې، ژورنالیست نیکولای اندروشینکو د مرګ تر کچې ووهل شو.    [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د روسیي څارونکو له انده، یوازینۍ مړینې چې په قانع کوونکي ډول وڅېړل شوې او په بریالیتوب سره تر تعقیب لاندې ونیول شوې، د ۲۰۱۰ زکال د مارکیلوف او بابورووا وژنې او په ۲۰۰۴ ز کال کې د انسان پوه نیکولای ګیرینکو وژنې دي، چې دواړه د ښي اړخو تندلارو کار و. د ډېرو لږ نورو وژنو مرتکبین تورن شوي او محکوم شوي دي: له ۱۹۹۹ ز کال راهیسې هېڅ یوه هڅوونکي، هغه کسان چې د وژنو امر یې کړی و، پېژندل شوي نه دي یا عدالت ته نه دي راوړل شوي.

سیاسي زندانیان سمول

د عادلانه محاکمې حق او د سیاسي یا مذهبي زجر څخه د ازادۍ حق په تېرو لسیزو کې په دوامداره توګه تر پښو لاندې شوی دی.

په تېرو څلورو کلونو کې د باوري سیاسي بندیانو شمېر په چټکۍ لوړ شوی دی. د ۲۰۱۶ زکال د مې په میاشت کې د میموریال د بشري حقونو مرکز ټولټال شمېرې ۸۹ وښودې. د ۲۰۱۷ ز کال تر مې پورې، میموریال په دې اند و چې لږترلږه ۱۱۷ سیاسي بندیان یا عقیدتي بندیان وو (چې ۶۶ د اسلامي تنظیم حزب التحریر الاسلامي سره د تړاو په تور وو چې په روسیه کې له ۲۰۱۰ ز کال راهیسې منع شوی دی). په دې بندیانو کې د کریمیا د بشري حقونو مدافع امیر یوسین کوکو هم دی چې له حزب التحریر سره د تړاو په تور نیول شوی، که څه هم هغه په دې تنظیم کې هر ډول لاس ردوي. د بښنې نړیوال سازمان د هغه د سمدستي خلاصون غوښتنه کړې ده. [۵۱][۵۲][۵۳]

په بېلابېلو وختونو کې په دې بندیانو کې د بشري حقونو ملاتړي، خبریالان لکه میخایل تریپاشکین او ساینس پوهان لکه ویلینټین دانیلوف ګډون لري. له ۲۰۰۷ ز کال را په دې خوا، د "تندلارۍ" یا "ترهګرۍ" ټاپه د هغو ځوانانو د کړنو پر وړاندې د زندانې کولو لپاره کارول شوې ده چې د غونډو د ازادۍ په ملاتړ، په ۲۰۱۱ ز کال کې په ټولټاکنو کې د ادعا شوو پراخو درغلیو په وړاندې او له ۲۰۱۴ ز کال راهیسې، د کریمیا د اشغال، د اوکراین په ختیځ کې د شخړو او د حکومت او دولت په لوړو پوړونو کې د فساد فساد پر وړاندې یې لاریونونه کړي دي. سیاسي بندیان زیاتره په زندانونو او جزايي ځایونو کې شکنجه کېږي. [۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

اوکرایني فلم جوړونکی اولیګ سینتسوف د ۲۰۱۴ ز کال د مې په ۱۰ نېټه د کریمیا په سمفروپول کې ونیول شو. هغه روسیې ته یوړل شو او هلته یې د ترهګریزو فعالیتونو په تور په شل کاله بند محکوم شو. د بښنې نړیوال سازمان دا محاکمه غیر عادلانه وګڼله او د سینسوف د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه. د بشري حقونو د څار ادارې دا محاکمه د سیاسي نندارې محاکمه وبلله چې د فلم جوړونکي د خلاصون غوښتنه یې کوله. سینتسوف د ۲۰۱۹ ز کال د سپتمبر په ۷ نېټه د بندیانو په تبادله کې خوشې شو.[۶۱][۶۲][۶۳]

د ۲۰۱۸ ز کال په مې میاشت کې سرور مصطفی یوف چې د کریمیا د پیوستون (Crimean Solidarity) د بشري حقونو د غورځنګ بنسټ اېښودونکی او همغږی کوونکی دی، د روسیې د چارواکو له خوا په بند محکوم شو او د «ترهګریز سازمان» په غړیتوب تورن شو. د بخښنې نړیوال سازمان او د لومړۍ کرښې مدافعینو د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه کوي.[۶۴][۶۵]

په لاریون کوونکو د بریدونو داسې قضیې شته چې ګواکي د سیمه ایزو چارواکو له لوري تنظیم شوې وې.[۶۶]

د وخت په تېرېدو د دې بندیانو له ډلې ځینې خوشې شوي او یا د ایګور سوتیاګین په څېر د نورو هېوادونو سره د روسیې د اجنټانو په بدل کې چې په بهر کې نیول شوي تبادله شوي دي.خو شمېرې په دوامداره توګه لوړېږي. د ځینو بنسټونو په وینا اوس مهال په روسیه کې له ۳۰۰ زیات داسې کسان شته چې یا په بند محکوم شوي، یا دا مهال د محاکمې په تمه توقیف کې دي (په توقیف کې یا په کور کې نظربند دي)، یا د خپلو باورونو او د روسیې د اساسي قانون او نړیوالو تړونونو په رڼا کې د خپلو حقونو د کارولو د هڅو لپاره د ځورونې له امله یا بهر ته تښتیدلي یا پټ شوي دي. [۶۷]

د ۲۰۱۹ ز کال په اپریل میاشت کې یوه اسرائیلي تبعه چې ۹.۶ ګرامه چرس یې لېږدول، په روسیه کې ونیول شوه، د ۲۰۱۹ ز کال په اکتوبر میاشت کې له اوو کلونو په ډېر بند محکومه شوه. دې سزا سیاسي اړخ درلود. نوموړې د ۲۰۲۰ ز کال په جنورۍ کې وبښل شوه.  [۶۸][۶۹]

د بشري حقونو سازمان د بخښنې له نړیوال سازمان سره په ګډه د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۲ نېټه، د روسیې فدراسیون لوی څارنوال ایګور ویکتورویچ کراسنوف ته یو ګډ لیک ولېږ. دوی په خپل لیک کې د بشري حقونو د شپږو مدافعینو د خوشې کولو غوښتنه وکړه چې د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د ترهګرۍ اړوند بې بنسټه تورونو له امله د اوو څخه تر ۱۹ کلونو پورې په بند تورن او محکوم شول. [۷۰]

د ۲۰۲۱ ز کال کال د جنورۍ په ۱۷، د بښنې نړیوال سازمان په ډاکه کړه چې الیکسي ناوالني روسیې ته په راستنیدو له توقیف وروسته د عقیدې له امله زنداني شوی دی او په روسي چارواکو یې غږ وکړ چې هغه خوشې کړي.[۷۱]

په روسیه کې د ۲۰۲۰ ز کال تر جون میاشتې، ۳۸۰ سیاسي بندیان وو، چې په کې ۶۳ کسان په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د سیاسي فعالیتونو (د الیکسي ناوالني په ګډون) توقیف شوي او ۲۴۵ کسان د یو مسلمان سازمان سره د تړاو په تور چې په روسیه کې منع دی، توقیف شوي دي. په نوملړ کې ۷۸ کسان، چې ټولټال ۲۰٪ څخه زیات دي، د کریمیا اوسیدونکي دي.[۷۲][۷۳]

روسیه د یرغملتوب ډیپلوماسۍ په تور تورنه شوې او له امریکا سره یې د بندیانو تبادله کړې ده. [۷۴]

سرچينې سمول

  1. Rough Justice: The law and human rights in the Russian Federation (PDF). Amnesty International. 2003. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-86210-338-X. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 4 دسمبر 2003 باندې. د لاسرسي‌نېټه 16 مارچ 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Amnesty International Report 2020/21 (په انګرېزي ژبه کي). Amnesty International. 2021. د کتاب پاڼي 302–307. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780862105013. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  3. "Russia: Events of 2019". World Report 2020: Russia. www.hrw.org. Human Rights Watch. 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Dozens of Russian Prisoners Tortured, Found Dead in Jail - Washington Free Beacon". Freebeacon.com. 14 January 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Torture by police in Russia is an everyday occurrence—and it isn't going to stop". Newsweek.com. 29 March 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Russia: Peaceful Protester Alleges Torture". Hrw.org. 27 February 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Torture and ill-treatment". Amnesty International. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۰۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Chechnya: Research Shows Widespread and Systematic Use of Torture: UN Committee against Torture Must Get Commitments From Russia to Stop Torture". Human Rights Watch. 12 November 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ نومبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "There is torture at penal colony number 7: Prisoners and their relatives talk about the situation in the Segezha prison". Meduza.io. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Russian prisons are essentially torture chambers". Dw.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Children's rights". Amnesty International. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "ABANDONED TO THE STATE - CRUELTY AND NEGLECT IN RUSSIAN ORPHANAGES" (PDF). Human Rights Watch. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Ethnic minorities under attack". Amnesty International. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۰۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. 'Dokumenty!': Discrimination on grounds of race in the Russian Federation (PDF). Amnesty International. 2003. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-86210-322-3. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 6 اپریل 2003 باندې. د لاسرسي‌نېټه 16 مارچ 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Journalists killed: Statistics and Background". Committee to Protect Journalists. د اصلي آرشيف څخه پر 7 جولای 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه 9 جولای 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (As of 9 July 2009).
  16. "Partial Justice: An Enquiry into Deaths of Journalists in Russia 1993 - 2009". Ifj.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ratified, respectively, in 1973 and 1975 by the USSR. Although a Soviet lawyer helped to draft the UN's Universal Declaration of Human Rights (198), the Communist bloc abstained as a whole from that voluntary affirmation, see A Chronicle of Current Events, "International Agreements".
  18. The Constitution of the Russian Federation. Washington, D.C.: Embassy of the Russian Federation. د اصلي آرشيف څخه پر 30 جنوري 2004 باندې. د لاسرسي‌نېټه 16 مارچ 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The Constitution of the Russian Federation". www.russianembassy.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ فبروري ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۹. Article 15. 4. The commonly recognized principles and norms of the international law and the international treaties of the Russian Federation shall be a component part of its legal system. If an international treaty of the Russian Federation stipulates other rules than those stipulated by the law, the rules of the international treaty shall apply. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Russian law on the priority of the RF Constitution over resolutions of intergovernmental human rights bodies". 2 February 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Convention for the Protection of Human Rights and Fundamental Freedoms. CoE.int. Retrieved on 25 September 2015.
  22. "Report by Mr. Alvaro Gil-Robles on his Visits to the Russian Federation". Council of Europe, Commissioner for Human Rights. 20 April 2005. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Freedom in the World: The Annual Survey of Political Rights and Civil Liberties. Retrieved on 2009-07-11.
  24. (په 2007 باندې). The Economist Intelligence Unit's index of democracy.
  25. "Russia: Events of 2016". Russia. Hrw.org. 12 January 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Russia". freedomhouse.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 16 May 2019 باندې). Russia set to retain seat on Europe's human rights watchdog.
  28. "European Court of Human Rights: Pending cases 01/07/2007" (PDF). ECtHR. 1 June 2007. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Survey of activities 2006; Registry of the European Court of Human Rights Strasbourg" (PDF). ECtHR. Council of Europe. 2007. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ فبروري ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Survey of activities 2005; Information document issued by the Registrar of the European Court of Human Rights" (PDF). ECtHR. Council of Europe. 2005. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Survey of activities 2004; Information document issued by the Registrar of the European Court of Human Rights" (PDF). ECtHR. Council of Europe. 2004. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Russia Condemned for Chechnya Killings - Human Rights Watch". Hrw.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ نومبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Chechnya – human rights under attack". Amnesty International. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Russia Condemned for 'Disappearance' of Chechen". Human Rights Watch. 27 July 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جولای ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Interview with Nurdi Nukhazhiyev by Khamzat Chitigov". Strana.Ru. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  36. Lukin, Vladimir (2007). "The Report of the Commissioner for Human Rights in the Russian Federation for the Year 2006". د اصلي (DOC) آرشيف څخه پر ۲۸ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Russian language version.
  37. "Russia's NGOs: It's not so simple - Editorials & Commentary - International Herald Tribune". Iht.com. 10 December 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 19 October 2006 باندې). Russia Halts Activities of Many Groups From Abroad.
  39. "Russia: Court Orders Closure of Russian-Chechen Friendship Society". Human Rights Watch. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ نومبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Bumble, bumble, bumble, Human Rights House, Voronezh, 2006.
  41. "Under Attack". Rightsinrussia.blog. 15 December 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Russia: Events of 2016". Russia. Hrw.org. 12 January 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "UK authorities 'overlooked' evidence linking Russia to deaths on British soil". Independent.co.uk. 16 June 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په 30 October 2006 باندې). Agent unknown. Novaya Gazeta.
  45. "Amnesty International condemns the political murder of Russian human rights advocate Galina Starovoitova". Amnesty International. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. (په 7 October 2006 باندې). Chechen war reporter found dead. BBC News
  47. (په 17 April 2003 باندې). Yushenkov: A Russian idealist. BBC News
  48. "Litvinenko inquiry: Key findings". BBC News. 21 January 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Russia opposition politician Boris Nemtsov shot dead". BBC News. 27 February 2015. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Russian Journalist, Putin Critic Dies After Severe Beating". RadioFreeEurope/RadioLiberty. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "Political prisoners – May 2016". Rightsinrussia.blog. 6 June 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Jailed Crimean Tatar Human Rights Activist on Hunger Strike in Russian World Cup city". Kharkiv Human Rights Protection Group. 4 July 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. "CRIMEAN TATAR: NEVER SILENT IN THE FACE OF INJUSTICE". Amnesty International. February 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "Trepashkin case". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جنوري ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. "Physicist Found Guilty". AAAS Human Rights Action Network. American Association for the Advancement of Science. 12 November 2004. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "Russia: Shocking new torture allegations by prisoner of conscience must be investigated". Amnesty.org. November 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. "Dozens of Russian Prisoners Tortured, Found Dead in Jail - Washington Free Beacon". Freebeacon.com. 14 January 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. Harding, Luke (1 November 2016). "Russian dissident Ildar Dadin accuses prison staff of torture". Theguardian.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. "Russia is systematically driving tortured Ukrainian political prisoner insane - Human Rights in Ukraine". Khpg.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. "Crimean political prisoners tortured on the way to court in Russian occupied Crimea - Human Rights in Ukraine". Khpg.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  61. "Russia Should Free Oleg Sentsov Before FIFA World Cup". hrw.org. 24 May 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  62. "WE STAND WITH OLEG SENTSOV". Amnesty.org. 13 July 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. Lapin, Denis; Pavlova, Olga; Britton, Bianca; Dean, Sarah (7 September 2019). "Film director Oleg Sentsov and MH17 suspect among those freed in Russia-Ukraine prisoner swap". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  64. "RUSSIAN FEDERATION/UKRAINE: FURTHER INFORMATION: RIGHTS DEFENDER FACING TRUMPED-UP CHARGES: SERVER MUSTAFAYEV". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  65. "ARREST OF SERVER MUSTAFAYEV". 23 September 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  66. "Russia: Moscow Must Investigate Police Violence at Memorial for Slain Journalist". Human Rights Watch. 17 October 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  67. "СПИСОК ПОЛИТЗАКЛЮЧЕННЫХ". Ixtc.org. 13 July 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  68. (په 23 January 2020 باندې). Russland gegen Israel: Warum eine Yogalehrerin eine überzogene Haftstrafe erhielt - DER SPIEGEL - Politik.
  69. (په 29 January 2020 باندې). Russland: Wladimir Putin begnadigt verurteilte Israelin - DER SPIEGEL - Politik.
  70. "Joint Letter by Human Rights Watch and Amnesty International to Russia's Prosecutor General". Human Rights Watch. 22 June 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  71. "Russia: Aleksei Navalny becomes prisoner of conscience after arrest on arrival in Moscow". amnesty.org. 17 January 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  72. "Списки преследуемых". Правозащитный центр «Мемориал». 2017-10-04. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  73. Council, Russian-speaking Community; Inc. (2021-06-14). "Russia's Political Prisoners Directory". AMERICAN RUSSIAN-SPEAKING ASSOCIATION FOR CIVIL & HUMAN RIGHTS (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  74. (په April 28, 2022 باندې). Trevor Reed came back home, but Paul Whelan is still imprisoned in Russia. NPR