ويکيپېډيا:په خپلو مغزو فکر کول او وتلارې لټول

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

په خپلو مغزو فکر کول او وتلارې لټول

لیکنه: اجرالدین اقبال

سریزه: څه چې لاندې لولئ د یو دیني اندیال له نظره د مرحوم داکتر علي شریعتي پر مبارزاتي لیکې په تېره «ځان ستنېدا» په باب اوږده ویینه کړې ده، چې څنګه یې خپله ټولنه راویښه کړه، په راویښوولو کې یې کار له کومه ځایه پیل کړ، په کومو سرچینو یې ډډه ووهله، د سرچینېو په هکله یې څه دریځ ونیو، سرچینې یې څنګه چاڼ کړې او پایلې یې څه شوې. دلته یې د یو دردمند مبارز مبارزاتي میتود څېړلی؛ هغه مبارز چې خپله ټولنه یې له ټولنپوهنیز لیده شننې وه، او ددې لید په رڼا کې یې وتلارې ورته راوایستې او خپله ټولنه یې له فرهنګي او سیاسي پلوه یو نوي پړاو ته ور دننه کړه چې نړیوالې دودېزې معادلې یې دړي وړې کړې. هيواد مو په نازکو پړاوونو کې دی، له یوې خوا د شریعت د پاسوالۍ په نامې او د بهرینانو د شتون په پلمه یوه جګړه راتپل شوې او بلخوا پر کور دننه، په اساسي قانون کې چې نظام مو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی، د نظام د اندیز - فکري او فرهنګي دفاع له اړخ کوچني شانته ګامونه هم نه اخستل کېږي. موږ د همدې موخې لپاره دا شننه وړاندې کوو، چې ملي او دیني روڼ اندي د نورو له رغنده تجاربو سمه ګټنه وکړي، چې د هيواد توپاني بېړی د ژغورنې کڅ - ساحل ته وباسي.

«نن روڼ اندوو الیناسیون ، له ځانه لرې شوې، مسخ شوی، پېریانی، پردیو راګېر کړی، او خپله وګړه یې بایللی مانا کړی دی. «الیناسیون» اوږده مخینه لري، چې د لویدیځ فیلسوفانو اوڅار - مطرح کړی و او پل یې د ختیځ په اندیالانو کې هم په ډاګه مشاهده کولای شو. ارواښاد داکتر علي شریعتي ویل، لومړی تن وم چې په خپل ټاټوبي کې مې «الیناسیون» اوڅار کړ. الیناسیون په دوو کچو کې اوڅارېږي: وګړي او ټولنه او ارواښاد د شریعتي هم په همدې دواړو کچو کې اوڅار کړی. الیناسیون په فارسي کې «از خود بیګانګي» او په پښتو کې «له ځانه پردیتوب» ژباړل شوی، چې مشهورترینه ژباړه ده، که څه ښايي خورا سمه یې نه وي. خپله مرحوم شریعتي «جن زدګي» یا «په انسان کې د بل حلول او ورننوتل» یې څرګنده مانا بلله او «جن زدګی» ته یې دیارلس ډولونه ښودلي دي.

د فویر باخ، مارکس او هګل له نظره د الیناسیون مفهوم

ښایي «پردیو راګېر کړی» او «پردیو ځپلی» د الیناسیون ټکي پر ټکي - تحت اللفظي او خورا سمه مانا وي. په لویدیځ کې فویرباخ، مارکس او هګل د «الیناسیون» په هکله ډېرې خبرې کړي دي. په تېره فویرباخ ته دې مسالې ډېر اهمیت درلوده. فویرباخ ګروهن و، چې انسان د خدای خالق دی؛ خو خپله انګیري چې د خدای مخلوق دی. دا یوه دیني ضد اندنه وه، چې راروسته د مارکس او لارویانو یې پاموړ وګرځېده او د انګلیس په خبره، ټول تر یو وخته فویرباخي ول. فویرباخ ویل: انسان، خدای په خپله بڼه او صورت جوړ کړی دی، د تورات اپوټه چې وايي خدای انسان په خپله بڼه جوړ کړی دی. انسان د خدای پنځګر دی؛ خو په دې وهم اخته شوی چې د خدای مخلوق او ښکارنده ده.

دا یو خالق دی، چې ځان یې مخلوق ګڼلی دی او دا عین «الیناسیون» دی. یعنې ځان (بدل او) عوضي ګڼل او د خپلې وګړې اپوټه بلل. څوک چې سر تر پایه خالق دی، که ځان سر تر پایه مخلوق وګڼی او بیا د موهوم خالق پر وړاندې، پر سجدې شي او نمانځي یې؛ نو پر خورا بدتریني او رسواترینې مسخې اخته شوی دی او په پوره مانا او پوره کلمه له ځانه لرې شوی دی. دا د فویرباخ د «الیناسیون» مشخصه مانا ده.

مارکس راروسته ددې ډول مسخ په منلو، په پانګوالي غونډال کې د کارګر مسخ پرې ورزیاته کړه. په نظر یې کارګر چې د کار یبره - محصول یې د بل ده په خپل کار کې په ورډوبېدو په واقع کې له خپله کاره لرې کېږي. دا د مارکس ښوونځي انساني بڼه ده او دا نظر یې په هغې زمانې پورې اړوند دی چې مارکس لا تراوسه له پانګوالي غونډاله «وټیز- ټولنیز / اقتصادي - اجتماعي» شننه راوړاندې کړی نه وه او د ده نیمګړتیا او خو یې په انسان زدايي کې باله. تراوسه یې وټیز جبر لاسونه ولکه او پښې یې زولنې کړې نه وې. د «هګلي له ځانه پردیتوب» قصه هم اوږده ده، او په ده کې مطلق اروا له نړۍ والېدو سره له ځان لرې کېږي او محجوبېږي څو د انسانانو د اوږده تاریخ تر وهلو روسته، بېرته ځان ومومي. دا چې زڼی او ګوهر یې ازادي ده، په شکلي چوکاټ کې په ورننوتو بندي کېږي او په نهایت کې د ازادی د اسارت دیالکتیک یې غوره ازادی ته ور رسوي. باید ځان له یاد شویو مصادیقو د الیناسیون پر دقیقه مانا پوه کړو.

  • له ځان پردیتوب بېلابېلې ماناوې.

له ځان پردیتوب مانا دا نه ده، چې انسان یو څیز وي چې نه دی. دا ټکر او تناقض دی. ایا کېږي انسان په هماغه حال کې چې یو څیز دی، دا نه وي؟ دا د الیناسیون سمه مانا نه ده، همداراز الیناسیون په دې مانا نه دی، چې انسان یو څیز نه وي، چې کېدای شي وي؛ یعنې یو موجود چې بالفعل یوه وګړه لري او بالقوه بله وګړه درلودای شي، دا «الینه» له ځانه پردی او له ځانه لری ګڼلای نشو. که له الیناسیونه دا مانا په پام کې ونیسو، ټول انسانان او ګرد سره کوچنیان له ځانه پردي دي، اوس موږ ټول بالفعل وکړه او ځینې ځانګړنې لرو او هم بله وګړه او ځانګړنې درولودای شو . دا هم د الیناسیون مانا نه ده. او دا یې هم مانا نه ده، چې انسان یو څیز وي، چې تر اوسه نه و.

ایا د یو چا وګړه په تېرو کې یې رالنډېږي؟ که چا له خپلې تېرې وګړې توبه ایستلې وي، پر خپلو تېرو یې پښه ایښې وي او په هر دلیل یې خپله تېره لار بدله کړې وي، دا له ځانه پردی ګڼلای نشو. که دا، له ځانه پردیتوب نه دی؛ نو څه دی؟ کله به نظر رسي چې ښايي ارزشي مانا به لري. که یو موجود هغه څه نه وي چې باید وي، آیا دا له ځانه پردی دی؟ دا هم سمه نه ده. ځکه په دې حال کې ګرد سره بشر بې له کاملو او پوره انسانانو (چې ډېر نادر دي) له ځانه پردي دي.

دا یوه هم له ځانه د پردیتوب دقیقه مانا نه ده. او دا مانا یې هم نه ده چې انسان دوه خوده او ځانونه ولري. کله په انسان کې د بل حلول او ورننوتل له الیناسیون سره مترادف راوړي چې له مسامحې او مجاړه تش نه دی. دوه خوده درلودل، یوه خوده له محالاتو دی. همداراز د الیناسیون مانا «بې ځانتوب» هم نه دی. دا هم کېدونې نه ده چې یو څوک وي او په عین حال کې نه وي. دا تعبیرونه په مجاز کې روا دي؛ خو په حقیقت کې نه.

په وګړیز ډګر کې له ځانه پردیتوب دقیقه او سمه مانا.

په وګړیز ډګر کې له ځانه پردیتوب دقیقه مانا داده، چې څوک له ځانه داسې یو انځورونه او انګېرنه لري، چې پرې تطبیق نه وي؛ نو ځکه له ځانه پردیتوب په هغو موجوداتو کې چې له ځانه کومه انځورنه نه لري، نه ورپېښېږي او ورپېښېدوني هم نه ده. تیږه له ځانه پردی کېدای نشي. او مبارزه او جمادات له ځانه پردي کېدای نشي؛ یوازې انسانان دي چې واقعي وګړې درلودای شي؛ خو کومه انځورنه او انګېرنه چې له دې وګړې لري خلاف یې واقع شي. کله یې سل په سلو کې خلاف او کله یې لږ، او په همدې دلیل هم له ځانه پردیتوب د مرتبو درلودونکی (ذومراتب) دی. یو څوک ټول له ځانه پردی دی او څوک تردې ورلږ.... له پردي توبه دا مانا د یادوو محالاتو د یوه هم مستلزم نه ده. لیوني او پیریاني د ځان د عوضي نیوو څرګند مصادیق دي. په داسې انګېرنو کې ورډوب دي چې ټول یې له «ځان» سره توپیر لري؛ خو لېونتوب مرتبې لري او «جنون، فنون» دی او له ځانه پردیتوب ډولونه او درجې لري.

مولوي جلال الدین بلخي هم د پېریانو د غلبې خبرې کوي، چې عین له ځانه پردیتوب دی:

چون پری غالب شود بر آدمی – ګم شود از مرد وصف مردمی روي او رفته پری خود او شده – ترک بی الهام تازی و شده (مثنوي)

کله مرحوم شریعتي او نور له ځانه پردیتوب پر غفلت او ځان هېرونې اطلاقوي؛ خو زه مو رابولم چې ددې مانا او تېرې مانا تر منځ توپیر کېدئ. لزوماً دا دواړه یو شان نه دي. خو البته په اصطلاح کې لانجه نشو کړای. یو څوک په خپل کار کې دومره ورډوب دی، چې ټوله دنیا او ځان یې هېر کړی، خپل تېر حساسیتونه شاته کوي، ان خپله معشوق هم نه پېژني او هر څه د خپلې بوختیا په مېچ پېژني او قدر یې کوي، ده ته کله د کار «الینه» وايي. څوک چې دومره په خپل هدف کې ورډوب وي، چې ان د وزلو د ډول د ټاکنې په هکله سوچ نه کوي، دا د موخې او د هدف «الینه» بولي. دا ډول معلومات چې د سارتر په لیکنو کې هم راغلي، بې له ځانه عوضي نیونه ده چې د «الیناسیون» دقیقه مانا ده.

  • عاشقي په هر ځای کې د الیناسیون پر مانا نه ده.

ارواښاد داکتر شریعتي تردې هم پښه وراړولې او «عشق» یې هم الیناسیون بللی دی؛ ځکه که عاشق حقیقتاً پر معشوقې ځان وربایللی وي، په ځان کې یې څه نه پاتېږي او معشوق یې پر ځای کېني. سعدي(رح) ویل:

تا خبر دارم از او بې خبر از خویشتنم – با وجودش زمن آواز نباید که منم پیرهن می بدرم دم به دم از غایت شوق – که وجودم همه او ګشت و من این پرهنم

په دې باب خبرونه اوږدوم؛ خو د عاشقۍ په اړه تردې ډېرې خبرې کړای شو، د جسمي هوسناکه عشقونو په اړه په حقه له ځانه پردیتوب تعبیر کارولای شو؛ خو په پاکو جسمي عشقونو او هم په اوچتو عرفاني عشقونو کې له ځانه پردیتوب تعبیر کارول سم نه دي. له پردیو سره ناسته پاسته، له ځانه پردیتوب راولي نه له دوست سره ناسته پاسته له ځانه د پردیتوب لامل کېږي. یعنې له ځانه، پردي ته ورتلل، نه دوست ته ورتلل چې را نه اوچت او تر ځانه را ته ځان دی. که معشوق تر عاشقه ښه راخپل وي.او پر ځای یې کینې، عاشق ځان نه بایلي؛ بلکې له ځان یوې اوچتې مرتبې ته ورسي. په ادیانو کې یې چې د خدای د میني هڅونه کړې راز یې همدا دی. انسان له خدای سره په مینه کولو او عاشقېدل پرې (او په اسان تعبیر: ځان پکې ورک کول یا فاني کول) په واقع ځان نه ورک کوي؛ بلکې ځان مومي؛ دا ځکه چې خدای زما په باب تر ما ښه تر ما دی. تر څنګ کېدنه یې د پردي تر څنګ کېدنه نه ده، د ځان تر څنګ کېدنه ده او په فکر کې یې کېدنه، په واقع کې د ځان په فکر کې کېدنه ده او په دې هکله د مولوی جلال الدین بلخي کلام، پرېکونی او فصل الخطاب دی چې وايي:

در دو چشم من نشین ای آن که از «من» من تري – تا قمر را وا نمایم کز قمر روشن تري اندر آ در باف تا ناموس ګلشن بشکند – زانکه از صد باغ و ګلشن خوشتر وګلشن تري (مثنوي)

ټولنیز الیناسیون

مرحوم شریعتي ټولنیز الیناسیون تر وګړني الیناسیونه خطرناک تر ښودلی دی، او دا فرهنګي الیناسیون دی، په دې ډول پردیتوب کې، یو قوم ځان یعنې خپل فرهنګ بایلي؛ ځکه د یو قوم هویت د دوی په فرهنګ پورې اړوند دی. فرهنګي الیناسیون یو درد دی چې درملنه یې ځان ته په ورستنېدا کې ګڼل شوې ده.د ځان ته ورستنېدا غږ د درېیمې نړۍ اندیالانو، سمونپالو، روڼ اندو او مبارزینو جګ کړی و او موږ هم په خپلو ټولنو کې یې له فرهنګي الیناسیونه د درملو لپاره کاروو. دلته په دقیق ډول فرهنګي الیناسیون څېړو او درملنه یې ته پام وراړوو.

ځان بایلودنه

د درېیمې نړۍ مبارزانو او سمونپالو دا ټکی موندلی و، چې ته وا ولس یې ځان د نورو د فرهنګ پر وړاندې بایلودی و، ته وا خپله هیڅ نه دي او هیڅ نه وو. نه تاریخ لري او نه نسب، نه هنر، نه نړی لید او نه ژبه. او ځان بایلودل د ارادې بایلودو لپاره سریزه ده. ځان بایللی قوم، نه له ځانه فکر لري او نه اراده؛ نو ځکه له نظري اوعملي پلوه اوچت قوم ته غاړه ږدي او دا عین مریینه او ښکېلاک ته ځان ورسپارل دي که د ځان بایلودې مفهوم رامخې ته نه کړو او یوازې د نورو د فرهنګ را اخستو خبره وکړو؛ نو دلته سختې پوښتنې راولاړېږي او مهمې ستونزې راپیدا کېږي. همداراز کله چې د ځان ستنېدا په هکله خبرې کوو، که په ګوته نه کړو، موخه کوم یو «خود» او «ځان» دی؛ نو دلته هم پېچلې پوښتنې راټوکېږي؛ ځکه یو خوا د روښانفکرانو وظیفه داده چې خلک د عمل او نظر په ډګر کې د بشري نویو لاس ته راوړنو ګټنې ته ورسیخ کړي او بلخوا هغه خلک چې هیڅ دي او هیڅ نلري، پېر پلور، اخستنې، اقتباس او راکړې ورکړې ته راوبولي. ړومبی باید یوه وګړه ورته تر لاسه کړو او روسته دا وګړه د نړیوالې او فرهنګي راکړې ورکړې په ډګر کې هڅوونه کړی. پارادوکس او تناقض دلته دی، چې باید له یوې خوا تېروته ورستانه شو او ډډه پرې ولګوو او بلخوا مخې ته وځغلي او په تېرو کې پاتې نشي.

له نورو راخستنې او ځان ته د ورستنېدا ترمنځ ظاهري ټکر

اوس چې ځان بایلودل نشته؛ نو که څوک وپوښتې څه توپیر لري چې د بل فرهنګ (ټول یا ځینې یې) خپل کړو؟ ولې بل فرهنګ ته د بل یا پردی وايئ، ایا موږ ټول بشر نه یو، موږ ټول د انسانیت د کورنۍ غړي نه یو؟ فرض کړئ ددې ستر بشري فرهنګ یوه برخه، په موږ کې راټوکېدلې نه وي او پر ځای په لویدیځ یا هند یا افریقا کې راټوکېدلې وي؛ ولې دا باید پردی فرهنګ وبولو او د نورو میراث ته درناوی ونه کړو؟ که ټول بشریت یوه کورنۍ وبولو، د فرهنګونو ترمنځ جلاوالی، ترمنځ یې دښمني اچول، په خپل کور کې کېناستو ته هڅونه او په کوڅه او سړک کې پښه نه ایښوونه، به کوم حجت او عقلي ملاتړ مقبول او منلې ده؟ ولې باید نورو فرهنګونو ته مخه کول له ځانه د لرې کېدو لامل وي؟ اپوټه، که موږ یوې بلې سترې کورنۍ ته ورمخه کړو، له ځانه لرې شوي نه یو؛ بلکې لا ورنژدې شوي یو او ځان مو ښه پېژندلی دی. دا یو پوښتنه.

دویمه پوښتنه چې نورو په ځلونو اوڅار کړې، دا ده، چې ځان ته ورستنېدا، په څه مانا ده؟ موږ چې اوس دلته ناست یو، ډېره لوړه ژوره تېره لرو. زموږ په تېر تاریخ کې هم دین و، هم بې دیني، هم اسلام و، هم زرتشتي ګري، هم داد و او هم بېداد، هم سلطنت و او هم فیوډالي نظام. موږ باید کوم یو ورتېر ته مراجعه وکړو؟ ایا په مطلق ډول تېرو ته ورستنېدا سمه ده؟ هڅه کوو چې د شریعتي له خولې دا پوښتنه ځواب کړو.

زموږ په فرهنګي حوزه کې د لومړي ځل لپاره یوازې داکتر شریعتي ځان ته د ورستنېدا غږ پورته کړ، نه دیني اندیالانو او نه غیر دیني. د نورو اسلامي هېوادونو په اندیالانو کې دا غږ نه اورېدلېږي. څه چې ارواښاد علامه اقبال د خودۍ په باب یا مرحوم محمد عبده د سلفي خوځښت په اړه ویلي، د ځان ته ورستنېدا په مانا یې مه اخلئ. په مصر کې د محمد عبده په مشرۍ د سلفي خوځښت مانا، ړومبي اسلام ته د ورستنېدا په مفهوم وه، نه ځان ته د ورستنېدا په مانا. عبده ګروهن و چې اسلام دده په زمانه کې له خرافاتو او زواید سره ګډوډ شوی، چې له اسلام څخه دفاع یې ناشونې او عمل یې پرې ستونزمن کړی دی. کوم اسان، زړه پورې، ستونزاوارونکی او ساده شریعت چې حضرت محمد(ص) راوړی تر خروارونو خارو لاندې پټ کړای شوی دی. باید سرچینې ته ورستانه شو؛ یعنې سلف صالح ته او له اسلامه د دوی پوهېدنې ته او باید هغه پردې څیرې او دوړي ترې لرې کړو چې په رارستو زمانو کې پر اسلام لوېدلي دي. دا د عبده په نزد د سلفیتوب مانا ده. «خودي»هم د اقبال په نزد ځان ته د ورستنېدا مانا نه درلوده نه وایم اقبال له دې مانا سره مخالف و، د مخالفت خبره نه ده. خبر داده چې ایا دغسې یوه خبره یې له خولې راوتې که نه؟ ځواب دادی چې نه. په تېره اقبال په «اسرار خودي» کې د یو قوم پر هویت درلودو ټینګار کوي؛ خو دا چې دا هویت څنګه پیدا شي، اقبال هیڅ وخت لار ځان ته ورستنېدا ته نه شمېري.

اقبال او خودی رموز

«خودي» درلودل د نورو پر وړاندې د مقاومت شرط دی، دا د اقبال ټینګه او مضبوط خبره ده. خو څنګه دا «خودي» پیدا کولای شو؟ اقبال ګروهن دی چې لار یې په اسلامي اندنه کې پوره صلابت او ټینګښت موندنه ده. نوموړی د حاتم طایي د لور قصه رااخلي، چې په یوه غزا کې اسېره او بربنډه د اسلام پېغمیر(ص) ته ورغله، او پېغمبر (ص) خپل څادر پرې ورواچو، چې پټه شي. اقبال ویرجن ژاړي چې:

ما از آن خاتون طی عریان تریم – پیش اقوام جهان بې چادریم. او غواړي چې د مسلمانانو ملتونو د لغړتوب درد د اسلام په څادر درمل کړي.

  • شریعتي له نورو اخستنه نه نفې کوي.

هو، لومړی پوښتنې ته د شریعتي ځواب دادی چې له پردیو راخستنه او د ښو لاس ته راوړنو اخذ یې هیڅ ستونزه نه لري؛ بلکې یوازې دا ځان بایلودل دي، چې ستونزه لري. او ځان بایلودنه هم اغېزې لري داسې نه ده چې یو څوک سر تر پښو فرنګي شي او ادعا وکړي چې ځان یې بایلو دی نه دی. داکتر شریعتي دا ځان بایلودنه ډېره څرګنده تفسیر کړې ده.

  • د شریعتي له نظره ځان بایلودنه؛ یعنې د نورو په مغزو فکر کول.

ځان بایلودی له هغو دردونو چغې وهي چې دا نه دردمنوي. بل ناروغ دی؛ خو دا چغې وهي. که وپوښتل شي، کوم ځای دې درد کوي، څه ځواب نه لري، همدومره وايي؛ ځکه چغې وهم چې پلانی له ډېره درد چغې وهي. د دغسې یو تن خندا، ژړا، مینه، غوسه، حرکتونه، چوپتیا او هر څه یې کاذب او دروغجن دي. خپل یې نه دي. د هغه په څېر چې له لرې یې لیدل، ځینې خبرې کوي او خاندي او ده هم خندل. وپوښتل شو ولې خاندې، ته خو یې خبرې نه اورې؟ ویې ویل، زه پرې اعتماد لرم او پوهېږم چې بې پاره نه خاندي! که له دغسې وګړي وپوښتې ولې له پلاني سره دوست یې، نه پوهېږي. دا ځکه پلانې دوستي کوي، دا هم دوست دی.

ولې دښمني کوې؛ ځکه پلانی دښمني کوي؛ نو زه هم دښمني کوم. ولې له دې چاره سره حساسیت ښیی، څه اړه درپورې لري؟ ستا په برخلیک پورې تړاو لري؟ پر یو یې هم نه پوهېږم؛ ځکه نور حساسیتونه ښیي، زه هم حساسیت ښکاره کوم. شریعتي وايي. په اسلامي هېوادونو کې چې روښانفکرانو پر دین برید وکړ؛ پر خورا ناوړه الیناسیون اخته ول. دوی له هغه درده چغې وهلې چې خپل درد یې نه و. د لویدیځ مېشتو روښانفکرانو درد و. او د شریعتي چلن وښووه چې څومره یې دا تشخیص سم و. 

هو، کله چې ځینې وګړي یا یو قوم په دغسې عملي ځانګړنو مشخص شول، چې ډېر د تشخیص وړ دي، په اسانۍ ویلای شو چې له ځانه لرې شوي دي. شریعتي په دې مانا وايي چې موږ ځان ته د ورستنېدا په سیوري کې غواړو چې په خپلو مغزو فکر وکړو، غواړو په خپل پښو ولاړ شو، نه د نورو په پښو. یعنې په دروغو لار نه وهو او دا د نورو د نظریاتو له پوهېدو، سنجولو یې، د حقونو له اخستو او د باطلو له ایسته اچولو سره لرې واټن لري. دا دویمی عین اصالت او هویت درلودنه، نه هویت بایلنه او د علامه اقبال په تعبیر، غواړو په خپلو بڼوکو او وزرونو والوزو، نه د نورو:

همچو آیینه مشو محو جمال دګران – از دل و دیده فروشوی خیال دګران در جهان بال و پر خویش ګشودن آموز – که پریدن نتوان با پروبال دګران.

دا له ځانه پردیتوب دی. هېنداره له ځانه د پرديتوب ډېر څرګند مثال دی. هېنداره نه له ځانه څه مخ لري او نه ښکلا، هر څه یې د بل دي، د بل ښکلا وی، هېنداره هم ښکلې ده. په رښتینه کې هېنداره له بدرنګۍ او ښکلا ناخبره ده.

  • فرهنګي له ځانه پردیتوب یعنې په پټو سترګو تقلید.

د داکتر شریعتي د څرګندنې له مخې قومي او فرهنګي له ځانه پردیتوب؛ یعنې په پټو سترګو او بې دلیله په نورو پسې تلل. اوس وینئ چې دا مانا د نورو د ښو لاس ته راوړنو سره څومره توپیر لري. چا ویلي چې د نورو لاس ته راوړنې مه اخلئ او ځان پرې مه پوهوئ؟ څه چې کوئ په پټو سترګو تقلید یې مه کوئ. یعنې که اخلئ یې، پوه شئ ولې یې اخلئ، که یې پرېږدئ، پوه شئ ولې یې پرېږدئ. په سمه مانا لویدیځ ځپنه یعنې همدا. یعنې بې دلیله او بلا حجت تقلید.

په نورو اقوامو پسې تلل، له نورو اخستنه، دیالوګ، راکړه ورکړه ورسره کول، که دا څېړنه آګاهانه، ځانخبري او د حجت له مخې وي په مطلق ډول له ځانه پردیتوب یې نوملای نشو. او بلخوا له نورو غوره څېزونه پورول او نه پوهېدل چې ولې مو واخستل، له ځانه پردیتوب نومېږي؛ نو له فرهنګي ځان پردیتوبه نفې، په حقیقت کې، د فرهنګي تقلید نفې ده، همدا او بس . نو فرهنګي تقلید موقوف دی. اوس دویمې پوښتنې ته وررسو. ښه که تقلید نفې کوو، که تقلید بد دی، (چې بد دی)، له تېرو تقلید، تقلید دی او تل او هرځای بد دی. 
  • کوم «خود» ته ورستنېدنه

خپله شریعتي له دې ستونزې با خبر و او پوښتل یې: کوم خپل؟ تاریخي اساطیري «خود» ؟ بومي «خود» ؟ قومي «خود»؟ دیني «خود» ؟ کوم یو دین؟ بودایي؟ زرتشتي؟ مانوي؟ مزدکي؟ اسلام؟ کو یو اسلام؟ سني؟ شیعه؟ کوم یو سني؟ اموي؟ محمدي؟ کوم یو شیعه؟ علوي؟ صفوي؟ دا پوښتنې یې خپله اوڅار کړي او په رښتیا څړبې پوښتنې دي.

موږ د سترو او ارزښتمنو میراثونو پاتوړي - وارثان یو، له ځینو مواریثو شرمېږو، پر ځینو ویاړوو. دواړه زموږ دي. زموږ تېره شتمني ده، او په یوه مانا هویت مو دی. موږ د خپل تېر تاریخ اولاده یو. له دې تېرو تښتېدای نشو او څه پېښې چې تېرې شوي (که پوه شو که نه) زموږ د اوسنۍ وګړې په هویت کې اغېزمنې وې او په عین حال کې دا تېر په ټول کې د دفاع او ویاړ وړ نه دي او تل لپاره ډډه پرې وهلای نشو. یو روښانفکر خپل ولس او خلک په انفعال، لاس تړلي، په جبر او بېوسی، څه د تېرو پر وړاندې او څه د راتلونکیو پر وړاندې، وبلي.

  • «خود» ته نقادانه ورستنېدا، او د فرهنګي سرچینو راسپړنه او چاڼونه

شریعتي دې پېچلیو پوښتنو ته د ځوابونې لپاره دا شعار اوڅار کړ: فرهنګي سرچینې راوسپړو او چاڼ یې کړو؛ یعنې خپل تېر ته نقادانه ورستنېدنه. د فرهنګي سرچینو راسپړنه او چاڼ، نه د تېرو بیاځلي کول دي او نه د تېرو پر وړاندې انفعالي درېدنه ده؛ بلکې فعالانه او نقادانه درېدنه ده. او درېدنه یو ستر ښه والی او حسن لري، چې ان تېر متعفن او بوین هم راخستای شو، عطر پرې وهلی او طراوت وربښلای شو؛ یعنې څه چې مړاوی یا له منځه تللی او ان زهرجن شوی، ددې نقادانه او فعالانه مخامخېدو له لامله او په یوې روښانفکرانه کیمیاوي کارخانې کې په یوې تغذیه کوونکي شي بدلولای شو. شریعتي دې چار ته یو ډول مهندسي ویله، چې له لامله یې اومه او متعفنه ماده په رغنده ځواک اوړي. شریعتي بې له دې بل کار نه درلود او د روڼ اندي کار یې هم بې له دې بل څه نه ګاڼه. کار یې د تېر تاریخ راسپړنه او بیارغاونه وه، خپل قوم یې راویښ کړ، هویت یې ورکړ، او څه کوچنی کار نه و.

ارواښاد شریعتي د اسلامي فرهنګ له تاریخه ابوذر(رض) راوسپړه او داسې یې په خپله ټولنه کې اوڅار کړ، چې هډو ساری یې په ګردې عربي ټولنې کې نشته او دا کار یې له خپلې موخې (یعنې د فرهنګي سرچینو راسپړنه او چاڼ) سره تړاو درلود. دا یو بنسټیز کار و، چې ظرافت، هنرمندي او ژوره ځېرنه غواړي. پردې سربېره له تاریخه کافي باخبر و او نږه او اغېزمن ټکي یې ترې را ایستل. د علي (ک)، امام حسین، فاطمة الزهرا او زینب بي بي په اړه یې داسې مسایل اوڅار کړي، چې نن هم ګردو پر خوب ویده ولسونو ته د رغاونې درمل دي.

  • دین، کارسازې فرهنګي سرچینه ده.

پر دین ګروهه او په عین حال کې ویښوونکي او د چاڼ وړ سرچینه یې ګڼل، یو له بل سره په ټکر کې نه دي. شریعتي ویل، ځان ته ورستنېدا یا سنت یا دین ته ورستنېدا یو بې دینه روښانفکر ته د یوې فرهنګې مسالې په توګه اوڅار دی او دیني روڼ اندي ته د یوي ګروهیزې او فرهنګي مساله په توګه او له آره که له دین څخه پوهېدنه، د ځان بایلودنې جرړه ونه هی ؛ بلکې ذلت رادبره کړي؛ نو دا ناسمه پوهېدنه ده. دا د شریعتي مراد، درد او اندېښمني وه.

شریعتي ګروهن و، چې د دین په یوې اغېزمنې پلیونې ټولنې کې تقلید به یې هم په درد ونه خوړ شي. نو ځکه، لومړی باید دې ټولنې ته یو هویت ورکړای شي او د تقلید او اسارات له بنده یې ازاده کړو، چې د دیندارۍ نوبت یې راورسي او د هویت په لاس ته راوړو کې هم باید داسې یو دین خپل کړي چې اسارات او ذلت راوړونکی نه وي.

د پردیو له اغېزمنی د وتو لپاره، د شریعتي په تشخیص بهترین درمل، اسلام و، چاڼ شوی، پاک او نږه اسلام. یعنې د دیندارۍ لپاره باید د پردیو اغېزمن نه اوسو او نه اغېزمنۍ ته باید دیندار اوسو. د شریعتي د ځان ستنېدا پیغام یو دیني پیغام و او دده د ټولنپوهنیز تشخیص له مخې، یوازې د دین حقوالی کافي نه دی؛ بلکې هغه لوښی او ظرف، چې دین پکې وراچوو هم مهم دی، او دا لوښی هغه انسانان او ټولنې دي چې د پردیو په تقلید کې راښکېل نه وي. نو ځکه دین ته بلنه د یو قدم په وګړې موندنې او هویت موندنې پوری اړوند ده، او دا یو چار دی چې که څوک د دیني اند اندیښمني لري باید پرې لګیا شي. دین باید احرارو ته ورزده کړو نه مریانو ته.

حریت د دین مطلوب دی. امام حسین(رض) ویلي: «که دین نه لرئ، ازاد اوسئ» (نه دا چې لږ تر لږه ازاد اوسئ) کوم قوم چې لا د پردیو د لاروۍ له منګولو راوتی نه دی؛ نو پر دیني اند به هم کوږ ووږ پوه شي. د شریعتي درد همدا و، ویل یې، ایا په اسلامي ټولنو کې د امام حسین قصه څه له پاسه زرکلنه نه ده او څه خوځښت نه رامنځ ته کوي؟ باید ووینو د مسالې راز په څه کې دی؟ تاسې ظرف او لوښی حساب کړی نه دی، مظروف پکې وراچوئ. ان د ظرف او مظروف مثال هم بې ځایه دی، دین له نورو فرهنګي عناصرو سره ترکیب او تړښت مومي او ځانګړی معجون رادبره کوي. څو نور عناصر ونه توږل شي، دین هم روغ رمټ پاتېدای نشي. د یو قوم فرهنګ د دې قوم د ټولو اجزاوو تألیف دی او باید ټولې اجزاوې سمسمکې شي؛ نو ځکه څوک چې دیني اندېښنه لري، باید د نورو اجزاوو اندېښنه هم ولري او په دې مانا د تقلید ټول ناقیان، د حق دین لار پرانستي دي.

اول ای جان دفع شر موش کن – وانګهان در جمع ګندم جوش کن (مثنوي)

لومړی باید پام وکړو چې کوم موږک زېرمتون ته سوړه کړې نه وي؛ غلا ونه کړي، را روسته زحمت وکاږو او زېرمتون له غنمو ډک کړو. دا یوه پوره دیني اندېښمني ده، که څه په ظاهره دیني نه برېښي.» هېله ده چې پورته شننې به په خپلو پرتو فرهنګي ستونزاوارۍ کې یوه درېڅه راپرانستې وي او د هغې ورځې په هیله چې هېواد مو د سیمې او نړی فرهنګي دسترخوان وګرځي لکه چې و.

په خپلو مغزو فکر کول او وتلارې لټول