په تنوع حیات باندې دککړتیا اغیزې

راټولوونکی سيدعلي حیدر لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

ککړتيا سمول

Pollution)

د خاورې، هوا او اوبو  په کېمياوي ، فزيکي او بيالوژيکې حالت  کې غير مساعد  بدلون ته ککړتيا  ويل کېږي. چې  دا د انساني او طبيعي پېښو  له کبله منځ ته راځي، د بشري  ټولنې د  پرمختګ  او د تخنيکي  وسايلو توسعه  او په ټولنه کې  د نفوس  زياتوالى  هغه وسايل  دي چې  د چاپېريال ککړتيا  منځ ته راوړي.  ککړتيا د طبعي  چاپېريال  سره د ګرد، غبار،  لوګو او د يو شمېر  نورو زيانمنو  توکو له يوځاى  کېدو  څخه منځ ته راځي  چې  په ډېر قوي  ډول د چاپېريال  د ايکوسيستم  زيانونو لامل  ګرځي،  د چاپېريال  د ککړوونکو  موادو څخه  منځ  ته راځي، ککړونکي د هغه موادو  څخه عبارت دي چې  په محيط  کې د انسانانو پرصحت او ژوند باندې بد  اغېزښندي  ناپاکه  هوا نن سبا د انسانانو د صحت  لپاره يوه لويه روغتيايي ستونزه ده.د چاپېريال  ګرد غبار زمونږ په هېواد  کې کلونه راهيسې  موجود  دى  چې   مرګونې ناروغۍ  او ځېنې  نورې صحي  نيمګړتياوې  رامنځ ته کوي، همدارنګه  د مخ  نيوي لپاره يې  کوم خاص  تدابير نه نيول کېږي،  د  چاپېريال  ګرد غبار  لوړه کچه  ستونزې رامنځ ته کوي،  په همدې  خاطر څومره چې زر کېداى شي  بايد چې مخه يې ونيول شي  يوې  ساينسي  څېړنې  په ډاګه  کړې ده، چې په نړې  کې څلوېښت  فيصده مړينه  د نا پاکې  هوا له امله رامنځ ته کېږي،  ډيويډ فيمن ټل دايکولوجۍ او زراعت پروفيسور  دنفوس،  د تولد،  سوئې تغذيې  او نورو  ډول  ډول  انساني  ناروغيو په اړه  په خپلو يو سلو شل خپرو شويو  ليکنو کې  داسې ليکلي دي. 
موږ د اوبو  خاورې  ډول ډول  محيطي  ستونزې  لرو چې  هغه زمونږ په ټولنه کې دکوچنيانو   دسوئې  تغذيې  لامل ګرځي.


 هغه وايي: 
دنړۍ  تقريباً ٦،٥  ميليونه نفوس د ٥،٢  ميليونه  نفوس په پرتله  په سوئې  تغذيې باندې اخته دي. همدارنګه  يوې بلې طبي څېړنې  په ډاګه کړې ده چې.

• نژدې د نړۍ نيمه برخه خلک په ښارونو کې ژوند کوي چې اکثره يې د ناروغيو د مخنيوي پروګرامونو څخه پاتې او د ايپډيميک ناروغيو لکه شرى او زکام سره مخ دي. • دنړۍ ١،٢ ميلونه خلک د ناپاکه اوبو کارولو سره مخ دي چې د ټولو انتاناتو ٨٠ فيصده جوړوي چې د دغو ناپاکه اوبو د کاروخلو څخه د ١،٢ ميليونو څخه تر ٢،٧ ميليونو پورې خلک د ملاريا د ماشي د انتقال له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، همدارنګه ٣ ميليونه خلک دهوا دککړتيا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. • د کېمياوي توکو او لوګي له امله چټلېدل په کال کې (٣ ميليونه خلک وژني چې په دې کې ٣ ميليونه ټنه توکسين د چاپېريال لخوا جوړېږي چې د سرطان، بل شکله زېږون، د دفاعي سيستم زيانمنتوب او نورو ډول ډول روغتيايي ستونزو لامل ګرځي.

د ککړتيا عمومي اسباب سمول

 په چاپېريال  کې ککړتيا  عموماً د دوه عمده  شيانو له امله  رامنځ ته کېږي.

1. لوګي(pog ) 2. ګرد غبار(Dust )

د ککړتيا ډولونه سمول

ککړتيا  ګڼ شمېر  ډولونه لري  چې د بېلابېلو  منابعو څخه  منځته را ځي  او  نتيجې  يې هم  سره توپير کوي  د ککړتيا  په اساساتو  پوهيدنه د چاپېريال  د هغه باخبره  وګړو  سره چې غواړي  دا خطرونه  راکم کړي  ډېره مرسته  کوي په ټوليزه  توګه په اوسنۍ نړۍ کې د ککړتيا  نهه ډوله سرچينې  کشف شوي  دي د يادونې وړ ده چې د هوا  ککړتيا  نه يواځې د طبعي نړۍ ناوړه  او منفي  اغېزه  لري بلکه دژونديو  انسانانو  په روغتيا د پام وړ  تاثير کوي.  چې په لنډ ډول  ورته اشاره  کوو:

د هوا ککړتيا سمول

د اتموسفير هغه ککړتيا چې د هوا طبعي ترکيب او کېمياوي جوړښت خرابوي د هوا د ککړتيا څخه عبارت دى د هوا ککړتيا کېداى شي چې په يوه ځانګړې بڼۀ وي لکه دوړې ، کاربن ډاى اکسايد، ګازونه او نور هغه بړاسونه چې طبعي سايکل په اغيزمنه توګه له منځه نشي وړاى. د هوا ککړتيا له ډېرو منابعو څخه منځته راځي او هغه منابع چې د هوا په ککړتيا کې شاملي دي دا دي. • د موټرو فابريکو لوګي • د ځنګلونو او رونه • اتشفشانونه د دوړو باديدل • دکورونو جوړول او ورانول • د هوا ملوث کېدل د ملوث کوونکو موادو په غلظت پورې تړاو لري بعضې اثرات چې د پام وړ کېداى شي لکه دلوګي زياتوالى د باران تيزابيت داکسيجن کموالى د فصلونو کموالى او دسابندۍ داندازې زياتوالى ځينې ساينس پوهان پدې باور دي چې دهوا ککړتيا دځمکې په ګرميدو پورې اړه لري.

د اوبو ککړتيا سمول

 په دې کې  ټولې هغه  ککړې  اوبه شاملې  دي  که هغه کېمياوي  او بکترياوي مواد وي  کوم چې  د اوبو کيفيت  اومقدار  خرابوي او  د سمندرونو ، سيندونو، جهيلونو او ځمکې  لاندې اوبو  ذخيروي  چټلوي   او داوبو  بېلابېلو  منابعو ته  دا ککړتيا وغزيږي.

د اوبو د ککړتيا لاملونه سمول

• د خاورې د احتکال د عمليې په سبب د رسوبي موادو زياتيدل • د خاورو فلتر کول پاکو اوبو ته • په پاکو اوبو کې د ورستيو موادو موجوديت د اوبو ککړتيا اغېزې 1. د څښلو د اوبو ارزښت کموالى 2. د فصلونو د اوبو خور لپاره د اوبو کموالى 3. همدارنګه په ماهاينو نباتاتو حيواناتو چې اوبو ته اړتيا لري اثر اچوي.

دخا ورو ککړتيا سمول

د خاورې او ځمکې  ککړتيا  د طبعي  نشونما او توازن  څخه په ځمکو کې  مخنيوى  کوي او کېداى شي چې  د کرلو  اوسيدلو  او يا د حيواناتو او نباتاتو  د خوندي کولو  لپاره استعمال شي. 
د  خاورې  په ککړتيا کې  لاندې عوامل شامل دي
مضره کثافات او داستعمال  شوو  اوبو چپه کول
د فارم جوړونې کمه تجربه لکه  دغيرې عضوي  حشره وژونکو موادو  په زياته اندازه  استعمال  
دکانونو ويستل  د ځنګلونو  وهل او  نور وران کاري عملونه
 د کور دمربوط  فضله  شيانو جمع کول او دکاغذونو  غورځول
 د خا ورې چټلي  په کراره ودې د فصلونو  دحاصلاتو  کموالى د حيواناتو  او نباتاتو  ژوند له  منځه وړلو اوبو ککړتيا د خاورې  باديدلو او  دخلکو ژوند  له منځه تګ  ته لاره هواروي.
د شور ماشور ککړتيا 
دنه خوښوونکې غلمغال دکچې  څخه عبارت  ده چې دخلکو فعاليت  د دې باعث ګرځي او د ژوند  کچې په نظر  وړ سيمه  کې  له منځه وړي  شور ما شور  کېداى شي د شيان را پيدا کړي.
دموټرو  درش  په سبب ،  دهوا يي ميدانونو  په سبب، د اورګادو ، کارخانو ، کنسرتونو او د ورانولو  او تخريبولو  په سبب ځينې  يې له دې ککړتيا  څخه لنډ  مهاله دي  خو ځينې  يې دايمي  منابع لري د غالمغال  په سبب کېداى شي  د  اوريدلو  حس له لاسه  ورکړو  طبعي  نا ارامي  او په مجموع  کې د ژوند  په ډول  بده اغېزه  لري. 

اتومي يا ذروي ککړتيا سمول

دا  ککړتيا  ډېره کمه  خو ډېره  زياته   مضره  ده او حتې  د مرګ  سبب ګرځي  کله چې  منځته راشي وجه يې ددې  شدت او منعکس  شوي خسارت دي ا و  حکومت  بايد د شديدو  قوانينو  په واسطه  ددې کنترول  او مخنيوي  وکړي.
 د اتومي   ککړتيا  منابع دا دي:

• د هستوي انرژي د ماشينوليک کېدل • په غيرو مناسب ډول د هستوي ضايعاتو ايسته کول يا ځاى پر ځاى کول • د يوارنيمو د رايستو عمليه

حرارتي ککړتيا سمول

د حرارتي  ککړتيا د زياتې تودوخې  په سبب  د اوږدې  مودې لپاره ناوړه  اغېزې  رامنځته کوي  ځکه د تودوخې  طبعي  سايکل لري  د حرارتي  ککړتيا  ډېر ډولونه  منابعو ته  نژدې  سيمو او ساحو  پورې محدود پاتې کېږي.
د حرارتي ککړتيا  سببونه  دا دي
برقي  فابريکې  يا ماشينونه يا زياتې  کارخانې  او د برېښنا  توليدونکې  فابريکې
په ښاري  سيمو کې د خلکو ګڼ،الى
 د هوا  ککړې ذرې  چې   حرارت اخلي
 د ځنګلونو  د منځته تګ 
د اوبو  د معتدل  کونکو اسانتياو  دمنځه تګ 
کله چې  تودوخه  لوړيږي  نو داقليم  کم مشاهده کېداى  شي او کېداى  شي حيوانات او  نباتات ددې وړتيا  ونه لري چې د تودوخي دچټک  تغير سره ځاى  عيار کړي.

f) د روښنايي ککړتيا:

دخپل حد څخه د يو سيمې  زياته  روښنايي  ده کوم چې  عبس  ګڼل کېږي  منابع يې دادي  
لوى ښارونه 
د اعلان  هغه غټ  بوردونه  چې دسرک   په سر نصبيږي
 د شپې لخوا ورزشي لوبې 
د روښنايي   ککړتيا  د ستورو لېدل  ناشوني  کوي  که شخصي  ساعت تيري د اوسيدونکى  ځاى ته نږدې  شي نو کېداى  شي چې د خلکو  د ژوند کچې  خرابه کړي. 

نورې ککړتيا سمول

Photo pollution – light Pollution : نورې ککړتيا دغه ککړتيا د هغې ککړتيا څخه عبارت ده، چې د سترګو يا ليدونکو د نا آرمتيا سبب ګرځي. دا کېداى شي د زړه را ښکونکې منظره پواسطه منځته راشي اوکېداى شي په شخصي ساعت تيريو اثر پرې باسي.

ددې ککړتيا منابع دادي: د سرکونو په سر دغټو بوردونو نصبول، د ډېرو ښکلو تعميراتو ليدل، ډېره زياته روښنايي د برېښنا لايتونه، تعميري سيمې.د اعلاناتو هغه بوردونه چې د سرک په غاړه نصبيږي د پامه غورځول شيان او سيمې لکه چټل ځايونه او خالي ودانۍ کله نا کله د ديد ککړتيا ځينې چټکې روغتيايي اغېزې او مضره اثرات لري.

شخصي ککړتيا سمول

هغه ناوړه  عملونه چې  د يو شخص  وجود او ژوند  خرابوي  شخصي ککړتيا  بلل کېږي  عوامل يې  دا دي.

زيات سګرټ او شراب څکل او د دوا غلط استعمال احساساتي او فزيکي ناوړه استفاده د ژوندانه خراب حالت ا خوبونه خراب شخصي عادتونه فردي ککړتيا ځينې وخت کېداى شي د صحت ساتونکو پواسطه تحميل شي د مثبت ګام په ا خيستو سره کولاى شو چې ددې ډول ککړتيا مخه ونيسو.

د ځمکې ککړتيا سمول

د ځمکې ککړتيا د ګنده موادو نتيجه ده او مرضونه منځته راوړي په ځمکه او هوا کې ککړتيا رامنځ ته کوي دا ککړتيا دځينو عناصرو پواسطه لکه اوبه ضايع کېدل د کېشتيو او تيلو خيري او او ځينو نورو عواملو پواسطه لکه تيزابي بارانونه د ذخايرو راويستل دکمپنيو ضايعات پواسطه هم رامنځته کېږي د ځمکې تحليل د ځينو دفترونو لکه دچاپېريال ساتنې د دفتر سره کار کوي د ککړتيا د کنټرول په خاطر د انسان پواسطه د بيکاره موادو د ضايع په ضد د تجارتي او زراعتي کمپنيو پواسطه د بيکاره موادو په ضد کار کوي. څومره بايد ددې په اړه انديښمن وا وسي ډېر سخت او شديد ضايعات کوم چې بيکاره دي په ځمکه او نورو ځايونو که پاک شي خو بيا هم د ککړتيا څخه بحث کوي کله چې يو تعمير نوي جوړېږي لکه کور، دفتر ، پارک ملوث کېږي او دغه ککړتيا تر سلو کلو پورې زياته کېږي او کله چې يوتعمير په يو شګلن ځاى کې جوړېږي کېداى شي چې د انسان لپاره مضر تمام شي دځمکې تحقيقاتي دفترويرو څرګنده کړې چې که دا هر څه همداسې پاتې شي نو دکېنسر او دماشوم ضايع کېدو خطره رامنځته کوي.

تنوع حيات سمول

( Biodiversity) پېژندنه Biodiversity له دوو کلمو څخه اخيستل شوى چې Bio ژوند او Diversity برخې ته وايي نولدې ځايه Biodiversity داسې تعريفوو د نړۍ په يوه برخه کې يا يوه سيمه کې د مختلفو ډولو حيواناتو، نباتاتو او اورگانيزمونو شتون ته ويل کېږي . Biodiversity ايکوسيستم ته هم مستقل کېږي مګر د ايکوسيستم غيري ژوندې برخه په برک نه نيسي ځکه د دواړو اجزاوې يو شا ن دي بيدون د غيرې ژوندي برخې څخه د تنوع حيات ساتنه ډېره ضروري ده ځکه چې دحيواناتو، نباتاتو او اورګانيزمونو يوه ټولګه ده.

په دې  اوس وخت کې دتنوع  حيات ډېر زيات  دخطر سره مخ  دي  ددې ساتنه  ډېره ضروري ده  ځکه چې  راتلوونکي  نسل ته په ميراث  پاتې شي. 

د تنوع حيات اهميت سمول

Importance of Biodiversity

د تنوع حيات  اهميت په عمومي  ډول په   درې ډوله  دي:
  1. مصرفي ارزښت Conceptive Value

پدې اهميت کې مصرفي ارزښت لرونکى شيان شامل دي چې عبارت دي له: a) Fuel Coil چې دځينې نباتاتو څخه په لاس راځي. b) Butter Crop د اشپزخانې لپاره نباتات Industrial Matter c) صنعتي موادو چې صنعتي ارزښت لري لکه لرګي يا نور ځنګل محصولات چې په صنعت کې ترې استفاده کېږي هغه که فرعي وي اوکه اصلي وي. d) Medicine درملي مواد چې درمل په جوړولو کې ترې استفاده کېږي.

  1. غيرې مصرفي ارزښت Non Conceptive Value :

په غيري مصرفي ارزښت کې شامل شيان عبارت دي له: a) تفريحي ارزښت b) زينتي ارزښت c) تعليمي ارزښت d) تجارتي ارزښت e) حفاظتي ا رزښت ايکالوژي ارزښت Ecological Value

دلته  لکه د نباتاتو،  حيواناتو او مايکرو ارګانيزمونو او ياهم  دغير ژونديو موجوداتو  په ارزښت باندې په محيط  کې پوهېږي  لکه نباتات  فوتوسنتيرس (PS) 

Transportation تنبيحه د اوبو دسطحې لوړتيا دځمکې څخه د مايکرو اورګانيزمونه دخاورې د عضوي موادو په تجزيه کې رول لري چې دا په مجموعه کې د ايکالوژيکي ارزښت بلل کېږي. او ياهم غير ژوندي موجوداتو په غير ژوندي توګه ايکالوژيکي ارزښت لري :

  1. شګه ( Sand) د اوبو په تصفيه کې رول لري.
  2. تودوخه ( حرارت) په تيغ وهنه کې وسطي رطوبت ختمول
  3. رڼا (light ) په فوتوسنتيز کې اهميت لري
  4. اوبه(Water) د ټولو ژونديو موجوداتو لپاره حياتي ماده ده.

چې دا ټول د ايکالوژيکي ارزښت کې شامل ګڼل کېږي.

د تنوع حيات برخې سمول

(Types of Biodiversity): 1. جنتيکي تنوع Genetic Biodiversity

 دسپيشزونو  ترمنځ تغير يا (Variation )  تر مطالعې لاندې  نيسي  د مثال په ډول  لکه په يو ګل  کې مختلف  ډولونه يا ديوې نوعې ترمنځ  يا ديوې نوعې  ترمنځ جنتيکي  خصوصيات مطالعه کوي. 

2. Specious Biodiversity

په يوه سيمه کې ديوې نوعې  مختلفې   ورايټانې په شپيسزو کې مطالعه کوي  يا دشپيسزونو ترمنځ  مختلف  اقسام مطالعه کوي.

3.Ecosystem Biodiversity

د مختلفو  ايکو سيستمونو ترمنځ ديوې  نوع مطالعې ته ويل کېږي  اويا هم  دايکو سيستمو نو  ترمنځ تغير  مطالعه کوي.  

تنوع حيات ته ورپېښ خطرونه د تنوع حيات دلاسه ورکول د نړۍ په مختلفو برخو کې ترسره کېږي چې ددې تشخيص دژونديو انواعو دکمېدلو څخه څرګنديږي. د انواعو کمښت کېداى شي د ټول ايکوسيستم د لمنځه تلو سبب وګرځي. د هبتات لمنځه وړل او دلاسه ورکول د انساني فعاليتونو د ښاري کېدنې او د ځمکې زياتوالي دکرنې لپاره دتنوع حيات دعمده زيان رسوونکو څخه دي.

چې نوموړي  درې  پورتنۍ  کړنې(85%)  دتنوع حيات  لپاره زيان تمامېږي پورتني سروي د International Union for Gestation of Nature (IUCN)  لخوا  په (2000م )  کال کې ترسره  شوې ده.  په ټوله  کې  که داسې ووايو  دتنو حيات  ګواښوونکې په لاندې ډول دي: 

کېمياوي سرې، آفت وژونکي، جنتيکي ستنوزې، زراعتي، پرمختګ دنفوسو وده او داسې نور دي چې تنوع حيات ګواښې.

هغه فعاليتونه چې انواع په خطر کې اچوي سمول

- تفريحي ځايونه منځ ته راوړل - کرنه - ښکار - بايوتکنالوژي دعالمانو پلټنو لپاره - نړيوال تجارت د افغانستان تنوع حيات ته پېښ خطرونه 1. ښکار 2. تجارت 3. د ځنګلونو له منځ وړل 4. خړوبوولو فارم 5. شرب بو ټوله منځه وړل 6. جنگ

په تنوع حيات باندې دککړتيا ا غېزې سمول

انسانان  په ځمکه باندې  په نورو ډولو خورا لوى  تاثير لري  چې دا دسيستم  تاثيراتو  څخه لکه:  انسان دخوړو  مصرف او يا  غير مستقيم  تاثيرات  لکه کانونه ، صنعتي کولو ککړتيا او نور وي.
څرنګه چې  انساني   نفوس  په  چټکۍ  سره د ودې  په حال کې ده،  نو په طبعي  اکوسيستمونو باندې  فشارونه  ډېر زيات دي  او ډولونه يې هم ډېر دي  چې داکوسيستم  بېلابېل  برخې ويجاړوي.
 پداسې حال  چې  ځينې اغېزې  سيميزه  بڼه لري  چې په سيمه کې اندېښني  منځ ته راوړي  تر ټولو  مهمه اغېزه چې  انسان  دنړۍ د ژوند  تنوع د تخريب  لامل ګرځي د سونګ  موادو  سوځول، صنعتي  کېدنه دګازو  اضافه کېدل  چې په نتيجه  کې  د تودوخې  د لوړيدا  سبب ګرځي.
 ځنګلونه  دژوند د تنو سره  مستقيم  ارتباط لري. د ځنګل  ساتنه او  څارنه   د ژوند  دتنوع ساتنه ده  د ژوند د تنوع  په ساتنه کې  ځنګلونه  حياتي  رول لري.  چې د مختلفو  ککړتيا د مخنيوي  سبب ګرځي.
 که څه هم د تېرو  څولسيزو په اوږدو کې  د ځنګلونو رول  منځ ته راوړل  لپاره د پام  وړ زياتوالى  راغلى ده،  خو ترڅنګ  د ځنگل  د تخريب هم  ډېره ده  چې دتنوع حيات لپاره دخطرزنگ  ده.
نو کله چې  يو ځنګل  و يجاړ شي  نو هغه بيا  ډېرو کلونو  ته ضرورت  لري  ترڅو بېرته  ورغول شي . ځنګلونه  دمختلفو  نسلونو لپاره  دا ستوګنځي  ځاى برابروي. همدارنګه  چې طبعي  ځنګلونه  تخريبيږي  او هغه ژوندي نوعې چې پکې  ژوند کوي  نو د دوې  او دژوند د تنوع  لپاره يو ستر ګواښ ده.  ځکه چې  معنوعي  ځنګل او طبعي  ځنګل  ژونديو  له بل سره  توپير لري.
دکانونو استخراج  په چټکي  سره په ټوله نړۍ کې  ترسره کېږي،  چې د مختلفو  فلزونو  او نورو عضوي موادو  استخراج  صورت نيولى ده،  کان کېدنه  دځينو ژوند بڼو د انقراص  سبب ګرځي. دکانونو  اغېزې د کانونو د ساحې څخه  ډېرې پراخې  دي،  ځکه چې د انتقال لپاره  سرکونو  او ماشينونو ته اړتيا  لري. او ډېر زهرجن  مرکبات په چاپېريال  کې خپروي  چې په  چاپېريال باندې په لويه  کچه  اغېزه کوي.
 د نړۍ  ډېر هېوادونه  خپل لمړنۍ  غذايي  توکې  په بشپړ ډول  سمندري  سرچينو  پورې تړي  که څه هم  د سمندر اکثر منابع  يوازې يو څو  صنعتي  هېوادونو  انحصار کړي دي.  
د ټولو هېوادونو  لخوا رامنځ  ته شوي ککړتيا  اوس مهال  دسيمه اييزو  اغيزو  او نفوس  ډېره  زياته ده او په نړيواله کچه  اغېزې  رامنځ ته کوي.
 چې څو نمونې په لاندې ډول دي:

• هوا ککړتيا اغېزې • کېمياوي ککړتيا اغېزې • تيزابي بارن اغېزې • کرنيز فعاليتونه • د اقليم تغير اغيزې د هوا د ککړتيا اغېزې په تنوع حيات باندې

د ککړتيا ټول ډولونه  د تنوع حيات  لپاره يو ستر ګواښ  دى  او نتوع حيات  تر ډېره حده  اغېزمند کوي. 
همدارنګه  د هوا د ککړتيا  عمده  مرکبات عبارت دي له: 

1. (Co) کاربن مونو اکسايد 2. (Co2) کاربن ډاى اکسايد 3. (No2) نايتروجن ډاى اکسايد پورته هغه مرکبات دي کوم چې هوا ککړوي او د هوا د ککړتيا باعث ګرځي.

د هوا  ککړتيا منابع
د هوا  ککړتيا  درې عمده منابع لري چې په لاندې ډول دي.

1. Industry فابريکې 2. Mobile ګرځنده منابع لکه : طيارې، موټرونه، ا و داسې نور... 3. Natural Sources : طبعي منابع لکه اتشفشانونه، او په طبعي ډول په ځنګل کې اورلګيدنه د پورته منابعو د جملې څخه دوه لومړنۍ منابع يعنې فابريکې، او ګرځنده سرچينې د انسان پواسطه جوړې شوي دي او دا هغه څه دي کوم چې د تنوع حيات دله منځه تللو تهديد وي. حقيقت دادې چې مونږ بايد خپل تنوع حيات ته څه وکړو ترڅو د موټرو څخه او همدارنګه د لويو صنعتي فابريکو څخه د (So2) سلفر ډاى اکسايد رامنځته کېدل کم کړو ځکه چې همدا(So2) هوا او اوبو سره د يو ځاى والي په نتيجه کې تيزابي باران رامنځته کوي چې دغه تيزابي باران حيوانات، نباتات او کبانو مختلف ډولونه په مستقيم ډول د تيزابي باران له امله اغيزمند کېږي. او همدارنګه د اوبو تيزابيت اويا (PH) په زياتوالي سره دکبانو، نباتاتو او نورو حيواناتو دمړينې باعث ګرځي همدارنګه دهوا ککړتيا هر کال په نړۍ(5.5) ميليونه خلک دوخت څخه مخکې وژني او ډول ډول ناروغۍ رامنځته کوي . ١- ستوني درد، ٢- سرطان، ٣- جلدي ناروغۍ او ٤_ تنفسي ناروغۍ

د اوبو د ککړتيا اغېزې په تنوع حيات باندې سمول

د روغتيا نړيوال سازمان(WHO) له نظره د اوبو ککړتيا عبارت ده، دهر ډول مادي شتوالى لکه : غازونه، معلق ذراعت، کېمياوي يا بيولوژيکي مواد په اوبو کې. چې ژونديو موجوداتو په سلامتيا نا مطلوب اثر وکړي او دهغې څخه دمطلوبي ګټې اخستې مانع وګرځي.

 اوبه  د ژونديو  موجوداتو  له ډېرو مهمو او اساسي عواملو  څخه ګڼل کېږي او ترڅنګ  تنوع حيات  ته هم  ډېر ضروري  عامل ګڼل شوې دى.  نو بناءً پردې  د اوبو  ککړتيا  مخنوي به هم هغه اندازه  اهميت  لري د اوبو  ککړونکې عموامل  راز راز دي چې دسطحې  او د ځمکې  لاندې اوبه ککړې کړي.

داوبو سرچينې سمول

په لاندې ډول دي 1. سطحي اوبه:- هغه اوبه دي کوم چې دځمکې پرمخ وجود لري. لکه: چينې، سيندونه، دريابونه، کاريزونه او داسې نور... 2. د ځمکې لاندې اوبه: هغه اوبه دي کوم چې د ځمکې لاندې موقعيت لري. او د وسايلو په اساس راويستل کېږي. لکه کوهيان، واټر پمپ او داسې نور...

د ناپاکو اوبو څخه پيدا کېدونکي ستونزې سمول

د صحي اوبو کمښت د نړۍ د ډېرو بې وزلو خلکو د روغتيا لپاره يو لوې محيطي ګواښ دى. په نړۍ کې د يو مليارد څخه زيات خلک د څښاک صحي اوبو ته لاس رسى نه لري همدارنګه په نړۍ کې (٢.٦) مليارده خلک د روغتيا ساتنې مناسبو اسانتياوو ته لاس رسى نلري. د ناخوندي اوبو او حفظ الصحې پور ې اړوند ناروغيو له کبله هر کال (١.٧) ميليونه خلک خپل ژوند دلاسه ورکوي.

په افغانستان کې د اوبو د ککړتيا عمده عوامل سمول

لاندې عوامل  د اوبو دککړتيا باعث ګرځي:

1. د اوبو زيرمو ته نږدې د کثافاتو تجمع. 2. د اوبو سره د حيواني فضولاتو يوځاى والى. 3. دسرکونو دخاورو يو ځايوالى د اوبو سره . 4. د کورنو فضوله مواد په اوبو کې اچول. 5. د کالو مينځلو ککړې اوبه 6. د غټو او وړو ضايعو فاضله مواد 7. دميوه جاتو او سبزيجاتو پاتې شونې 8. باطله کاغذونه 9. د سر خلاصو تشنابونو غايطه مواد پورته ټول هغه عوامل دي کوم چې اوبه ککړوي او په لوړه کچه تنوع حيات ته زيان رسوي او د پرمختګ مخه نيسي.

 ناروغې  په لاندې ډول دي: 
١-ملاريا،  ٢-  توبرکلوز،٣-  جلدي ناروغۍ ، ٤- هضمې سيستم  ناروغۍ  ، ٥- زيړي  ناروغۍ او ٦-  اسهال.

د غږيزي ککړتيا اغيزې په تنوع حيات باندې سمول

غږيزه ( صوتي)  ککړتيا  يا Noise Pollution  د هغه نا خوښوونکو او ازونو څخه عبارت ده چې هغه دانسانانو ، حيواناتو ، برقي  ماشينونو، موټرو او  د يوشمېر  نورو شيانو   په واسطه  رامنځ ته کېږي. چې دانسانانو  ژوند يو باتوازن  متاثره  کوي.  صوتي  ککړتيا  هم لکه  د هوا،  اوبو او  د ځمکې ککړتيا  په شان  هم په  چاپېريال  او هم په تنوع حيات کې  لوې ستونزې جوړوي.  صوتي ککړتيا د چاپېر يال  د نورو  ککړتياو سره  مستقيم  اړيکې لري. 

د صوتي ککړتيا اسباب سمول

په ټولنه کې  د صوتي ککړتيا  ا سباب  ډېر زيات دي  او زياتره   دغه  ډول  ککړتيا  په ښاري سيمو کې  رامنځته کېږي.  خو يوازې  هغه لا ملونه به ذکر  کړو چې هغه  په عام شکل رامنځ  ته کېږي.

1. په ښاري سيمو کې دلويو او وړو فابريکو شتون 2. د زړو نقليه وسايطو، موټرو، رشيکو، او جزاتو رونو کا رونه 3. په ښار کې د ترانسپورت زياتوالى 4. په ښار کې د ګڼې ګوڼې شمېر زياتوالى 5. پورته ټول هغه لاملونه دي کوم چې تنوع حيات ته په لوړه کچه زيان رسوي. 6.

د غږيزې ککړتيا اغيزې سمول

په منظم ډول د غوږونو کار کول زمونږ لپاره حياتي اهميت لري. ترڅنګ ټول ژوند تنوع ته د اهميت وړ ده.

په ثابت ډول  د لوړې  غږيزې  ککړتيا  په وړاندې  قرار  نيولو په صورت کې  موقتي (Temporary )  يا دايمي( Permanent)  ګڼيدل په لا ندې شيانو پورې اړه لري: حجم(Volume)،  موده( Duration ) ، او د قرار نيولو تکرار (Repetition)  پواسطه  رامنځته کېږي. 

زمونږ په غوږونو کې (250000) د ويښتو حجرې وجود لري. چې څپې توليدوي او دغږ په وړاندې غبرګون ښې، د غږ د سطحې د لوړيدو سره نوموړې حجرې له منځه ځي او زمونږ د لوړې څپې د اوريدلو وړتيا راکموي.

 د اوريدلو  دحس زيانمن  کېدل  چې د اوريدلو توانايي د لاسه ورکوي د ډېريشن (depression)  تشويش  او د ټولنې څخه  دجدا  کېدو سبب ګرځي. 
 همدارنګه  زيات  حساسيت ، بې حوصلې کېدل،  په قهر کېدل، هيجاني  کېدل،  د  آوازونمو دروندوالى  او دوينې  فشار  په موقت  ډول  لوړيږي او ځينې  نورې ناروغۍ  دصوتي  ککړتيا  څخه  پيدا کېږي لکه : دبدن  د د فاعي  سيستم کمزوري  کېدل ، د زړه ضربان  زياتيدل  ، د وينې  د جريان  ستونزه ،  سايکولوژيکي  يا رواني ناروغۍ  د غږيزې ککړتيا څخه را پيدا کېږي.
 چې دا ټولې  ناروغۍ  د تنوع حيات  لپاره  ګټې  ستونزې  زيږوي  او دبقا مخنيوى کوي. 

دکېمياوي ککړتيا اغېزې په تنوع حيات باندې سمول

په حقيقت کې کېمياوي ککړتيا يوه ټوليزه ککړتيا ده چې په نتوع حيات باندې ډېر اغيزه کوي. دا په دې معنې چې کېداى شي د ککړتياوو ټول ډولونه په کېمياوي ککړتيا کې شامل شي که فرض کړو چې په يوه سيمه کې جنگ دى نو کېداى ش ي دخطرناکو وسلو استعمال سره دهغې سيمې خاورې، اوبه ،هوا ککړ او غږيز سکون له منځه لاړ شي چې د ژوندانه تنوع باندې بده اغيزه کوي.

 خو په اصل کې  تر ټولو ککړتياوو  خطر ناک  ککړتيا  کېمياوي  ککړتيا ده  ځکه د يوې خوا دوى  ککړتيا زيانونه نه جبرانيدونکي دي  او د بلې خوا  د هغې زيان  نه يواځې  انسان ته بلکې حيوان  او نبات  مايکرو اورګانيزمونو  ته هم رسيږي.

کېمياوي ککړتيا په دوو صورتونو کې رامنځته کېږي سمول

١-  د جنگ  په حالت کې 

٢- دسولې په حالت کې دريمې نړۍ په هېوادونو کې د مرستو د وېشلو پرمهال کله چې تاريخ تيري خوراکي مواد او درمل توزيع کېږي د کېمياوي ککړتيا څخه ډول ډول ناروغۍ رامنځته کېږي لکه: طاعون،ناوړه ګرمه تبه، دغدو اوکولرا تبه، زړې ، دمعدې التهابات، او نورې خطر ناکې ناروغۍ رامنځته کېږي. په حيواناتو کې د مرغانو انفلونزا د عملماوو په نظر د مرغانو ددې ناروغۍ ويروس دفضاء څخه راغلي ځکه کله چې د اوزون طبقه زيانمنه او تشه شوى ده مضري شعاعوي ورڅخه راتيري شوي او دهغوى شعاعو څخه مرغانو ته دا ډول خطرناکه ناروغۍ ورپېښه شوې ده.

 لنډه دا چې دککړتيا ټول  ډولونه  د ژوندانه  تنوع لپاره  يوه نړۍ  ناروغۍ  او خطرونه  د ځان سره لري چې دې ټ:ي ته  له کتلو سره   د ژوندانه تنوع ته پاملرنه  او د هغه ساتل  د بشر د اساسي  ضرورتونو څخه دي. 

د کېميايو ککړتيا اغېزې يو څو مثالونه سمول

د راديو اکتيف  موادو ککړتيا:  هستوي  انرژي  د ګټې  او زيان دواړو  څخه  برخمن  ده،  دهغهې   فايدې او  ضرورت د انرژۍ   د استعمال  په  طريقې  پورې اړه لري. د يوې خوا  د ماتو هډوکو او دبدن  د ځينو  برخو عکسونه اخيستل(X – ray)  د وړانګو  په واسطه   دسرطان  درملنه،  د راديو اکتيف  ايزوتوبونو په وسيله د ناروغيو تشخيص او  دنړۍ %١٧  وګړو  له  پاره برېښنا  برابرول،  دا هغه  څه دي چې  په مختلفو ځايونو کې  انسانان د سولييزو  مقاصدو  په خاطر   ور  څخه استفاده  کوي، خو له  بلې خوا د جاپان هېواد په هيروشيما(Hiroshima)  او  نيګاساکي( Nagasaki)  په  ښارونو د  اتوم بمونو  استعمال  ناوړه  ناورين،  هيڅکله د نړۍ  وګړو  له ياده  ونه وځي او  يا دا چې د  هستوي  انرژۍ  پاتې شوني،   په سم ډول خوندي  نه شي،  نو چاپېريال  ته را ز- راز  ستونزې  او سخت  ګواښونه  پېښولى شي. 
 د پلوتونيم  څخه جوړ شوي بم  ازموينه په ١٩٤٥م کال دجولاى  په شپاړسمه  نېټه د امريکا  متحده  ايالاتو د مکسيکو ايالت  په يوه صحرا کې  ترسره شوه،  په کوم برج  کې چې نوموړي بم  ايښودل شوى و،  څو کيلومتره  لرې يې ښکې ويلې کړې وې.   همدارنګه  ړوندکوونکو وړانګو  د لمر مخ  په يو څو د  دقيقو  کې د زيړ شوي توپ شکل  غوره کړ او ساينس  پوهانو چې د نوموړي بم  اغېز وليد، نو  په جاپان باندې يې  داستعمال  مخالفت وکړ،  خو بيا هم په ١٩٤٥م کال د اګست  د مياشتې په  ٦مه نېټه،  په هيروشيما باندې  د يوارنيمو  څخه  جوړ شوى  کوچني هلک(Little Boy)  په نوم بم  ګوزار کړ  او  درې ورځې  وروسته  په نيګاساکي  باندې  د پلوتونيمو  څخه جوړ  شوى بم چې د  چاغ سړي( Fat man)  په نوم  يايده،  وغورحوو.  داوړو  ځايونو  يې د يوې صحرا  په شان بدل  کړل چې په زرګونو  کسان يې ووژل، په زرګونو  نور کسان يې زخميان او هغه وړانګې  چې په محيط  کې خپرې شوې،  دنوموړ سيمو د اوسيدونکو  له پاره د ناورين په توګه  په ميراث پاتې شوې. 
 د ډبرو  سکرو 1000 MW برېښنا  کوټ په کال  تقريباً  شپږ ميلونه ټنه شين  کوريزه  غازونه،  پنځه سوه زره ټنه د  نايتروجن  او سلفر اسکايدونه او درې سوه او شل زره ټنه ايري  هوا ته پورته کوي چې  په چاپېريال  باندې ناوړه  ا غېزه کوي.  همدومره برېښنا  د هستوي  برېښنا کوټ  څخه  هغه وخت  توليديږي  چې  ٢٧ ټنه لوړ  کيفيته،  ٣١٠ ټنه  متوسط کيفيته او ٤٦٠  ټيټ کيفيته کثافات  پرځاى پريږدي.  که د دغو پاتې  شونو په خوندي  کولو کې د پوره  احتياط  څخه  کار وانخيتسل شي ، نو د ميحط د ککړوالي سبب ګرځېداى شي.  همدارنګه  يو ټن يوراينم  دومره  انرژي  توليدوي،  څومره چې درې ميليونه ټنه  ډبرو سکرو او  يا هم ١٢ ميليونه بيلره  د تيلو د  سوځولو  څخه په لاس راځي  يا داچې  يو ګرام  د ماتيدو  وړ مواد( Fissionable Material ) ٢٣٠٠٠ کيلو  واټ  پر ساعت  تودوخه  ازادوي.  
صنعتي  هېوادونو  د ډېرو  کلونو له پاره  د راديو اکتيف  موادو پات ې شوني سمندرونو  ته اچول او دا يې يوه اسانه او  ارزانه لاره ګڼله. د امريکې متحده ايالاتو د مشرانو  جرګې په ١٩٨٢ م کال په سمندرونو  کې د راديو اکتيف  موادو اچول  قانوني   ځنډول( Moratorium)  اعلان کړل.  له دې څخه وړاندې ١١٢٠٠٠ بيلرونه يې  د اتلس  او ارام  سمندرونو  په ٣٠ ځايونو  کې انبار  کړي وو،  روسيه  چې نړۍ %٦٠  اتومي ريکتورونه  په واک کې لري،  لا تر اوسه  د راديو اکتيف  موادو  پاتې شوني  سمندر ته اچوي او دکافي لګښت له وجې يې بله بديله   لاره غوره کړې نه ده او نوموړي مواد په سمندر کې  د اوبو د ککړتيا سبب ګرځيداى شي. د ١٩٨٣ م کال د نړيوال  تړون له مخې  په اتلس  سمندر او هوار  کې د اتومي  پاتې شونو اچول،  منع اعلان  شوي دي.
طبيعت  په خپله  هم د راديو اکتيف  موادو زيات  توليدونکي  دي.  د ځمکې سطحه  او دهغې  پوښ د راديو اکتيف موادو،  لومړنيو  لويو زېرمو  څخه شمېرل  کېږي.  يوه لږه اندازه  نوموړي  مواد په منرالي  چينو،  د شګو  په غونډيو  او اورشيدونکو  په لاوا کې هم موندل کېږي.  په نړۍ کې  به داسې  کوم ځاى موجود نه وي  چې هلته  دغه مواد شتون ونه لري،  خو د دغو موادو اندازه  په بېلابېلو  سيمو کې سره  توپير لري.  په نړۍ کې  مختلف ډوله  کانونه  شتون لري   چې  په لږه اويا ډېره اندازه  راديو اکتيف  مواد لري  ا و د صنعتي  عمليو په پايله کې  منځ ته راځي.  نوموړي  مواد په اتومي  بټيو کې  د يو لړ عمليو  د تيرولو   څخه  وروسته  غني  کېږي او  د سولييزو مقاصدو  او يا هم د پوځي اهدافو  له پاره  ور څخه استفاده  کېږي.
 د اتومي وسلو په پراختيا سره  زمونږ  چاپېريال(  هوا، اوبه او  خاوره)  د ککړتيا  سره مخامخ کېږي. د اتوم  بم د  استعمال  له امله چاپېريال  د ډول- ډول  ورانوونکو  پېښو سره  مخامخ کېږي. د هايدروجن   بم   د خپلې خاورې تخريب سبب ګرځي.  لومړى هايدروجني بم ازموينه  د مارچ په لومړۍ نېټه په ١٩٥٤م کال په بيکني ټاپو(Bikini)  کې ترسره  شوه چې  ١٦ ميليونه  ټنه TNT  په اندازه انرژي  يې ازاده کړه چې دهيروشيما د ١٠٠٠  اتوم بمونو سره  معادل گڼل  کېږي او  دوهمه  هايدروجني  بم ازموينه  د اکتوبر مياشت  په ١٩٦١ م کال د نوازيمبلا(Novazembla)  سيمې  کې  ترسره شوه چې  د ٥٧ ميليونه  ټنه TNT  په اندازه  انرژي  يې چاپېريال  ته خوشې کړه  چې د هيروشيما  د ٣٠٠٠  اتوم  بمونو سره معادل ګڼل کېږي.
 د خليج  په لومړۍ جګړه کې  کمزوري  شوي يوارنيم( Depleted Uranium )  د ٣٢٠-٨٠٠  ټنو په  اندازه  استعمال شول  او د هيروشيما  د بم څخه يې د ١٤٠٠٠-٣٦٠٠٠  ځلې زياې  وړانګې  په چاپېريال  کې آزادې  کړې.  د افغانستان  او دخليج  په دوهمې جګړې  کې تر ٥٠٠ ټنو  په اندازه کمزوري شوي  يورانيم  استعمال شوي دي. 

تيزابي باران اغېزې په تنوع حيات باندې سمول

تيزابي باران په ١٧ پېړې کې د برتانوي Augus Smith پواسطه کشف ىو دى. تيزابي باران هغه باران ته ويل کېږي چې د معمولي باران په پرتله تيزابي وي. که چېرې د باران پي ايچ د ٦ څخه لږ وي نو ويل کېږي چې باران تيزابي دى. د اوبو زيات تيزابې والي د صنعتي چارو پواسطه د ککړتيا په اساس صورت نيسي. ځينې پرمختللي هېوادونه لکه کاناډا، امريکا حاصلخېزې سيمې او دغربي آلمان ځنگلونه د تيزابي باران له امله په بد او خراب حالت کې قرار لري. همدارنګه د هندوستان په بمبي کې هم دتيزابي باران خبر ورکړل شوى دي.

دتيزابي باران اغېزې سمول

تيزابي بارانونه په طبيعت کې په ژونديو اوغير ژونديو موجوداتو باندې اغېزې لري چې په لاندې توګه ورڅخه يادونه کېږي. 1. تيزابي بارانونه په خاوره کې نباتي غذايي مواد حلوي او د خاورې څخه يې وينځي کوم چې نبات ورته د خپلې ودې لپاره اړتيا لري. تيزابي بارانونه په طبيعي ډول زهري کېمياوي مواد لکه المونيم، سيماب، سرب او کلسيم او داسې نور په ځان کې حلوي چې د اوبو د ککړتيا او د نباتاتو د مسموميت سبب ګرځي. 2. تيزابي بارانونو په ونو مستقيمه اغيزه کوي. د هغوى په موم لروونک پاڼو باندې سوري جوړوي چې د ضيايي ترکيب په پروسې باندې مستقيم ا غېزې لري. ځينې ونې دحشراتو، وچکالي او يخني په مقابل کې خپل مقاومت د لاسه ورکوي او ژوبليږي. ځنګلي ونې د نورو کرنيزو نباتاتو په پرتله په زياته اندازه اغيزمن کېږي چې د کرنيزو نباتاتو دژوند دوران لږ دى او د کم وخت لپاره د تيزابي بارانونو سره مخامخ کېږي. په داسې توګه چې د ځنګلي ونو د عمر دوران اوږد او مسلسل ډول د تيزابي بارانونو څخه اغيزمن کېږي. 3. کله چې تيزابي باران وريږي نو ورسره د ځمکې لاندې او سطحې اوبه هم ورسره تيزابي کېږي چې ورسره دنباتاتو او بحري حيواناتو( کبانو) ژوند هم اغيزمنوي. 4. تيزابي بارانونه او وچ تيزابي رسوبات د ودانيو، موټرو او داسې نورو جوړښتونو چې دفلزاتو او تيږو څخه جوړ وي، تاوان رسوي. تاريخي ودانۍ او داسې نورو اثارو ته زيانونه رسوي چې غوره بېلګه يې په هند کې د تاج محل د تيزابي بارانونو له امله زيانمن کيدل دي. 5. هغه سطحي اوبه چې د تيزابي اوبو له امله متاثره شوي وي په مستقيم ډول انسانانو ته ضرر رسوي بلکې هغه زهري کېمياوي مواد چې په ځان کې حلوي له خاورې وينځي او د اوبو د ککړتيا سبب ګرځي چې انسان ورڅخه متضرر کېږي په دې توګه د ماهيانو څخه په په غذايي موادو په ډول ګټه اخيستل انسان ته ضرر رسوي. د کرنيز فعاليتونو اغېزې په تنوع حيات باندې

دحيواناتو او  نباتاتو مختلف  ډولونه چې  پر ځمکه  ژوند کوي  اوس مهال  د ګڼو ستونزو سره مخ  شوي دي.  يو  له دې ستونزو څخه  پراخه  او شديده  کرنه ده. 
 چې انسان تل  پدې  هڅه کې دى د لږې  ځمکې  څخه زيات حاصل  لاسته راوړي  او دهغې لپاره  مختلف درمل  استعمالوي  چې تنوع حيات  ته په زيان تماميږي.
په تنوع حيات  کې دکوچني  جنين  دنوعه او  اتحاديې څخه  واخله  ټول ژوندي  موجودات  په بر کې نيسي  په تنوع حيات کې  کوچني  ژوندي اورګانيزمونه هم شمېرل کېږي.
 چې هر يو  يې په  تنوع حيات کې مهم رول لري چې  دکرنې  له امله  نوموړو  اورګانيزمونو  ته دکېمياوي  درملو پواسطه  ګڼ زيانونه  اړول  شوي يد  او ورځ  تر بلې  لمنځه وړل  کېږي.  اوسني عصر کې  زراعتي  فعاليتونه چې په دې کې زيات  دحشره وژونکو څخه استفاده  کېږي  تنوع حيات زيانمنوي  همدارنګه  په اوسني  عصر کې  دهرزه ګياوو  د کنترول  لپاره  واښه وژونکى(Herbicides )  استعمالوي  چې چاپېريال  ته په زيان تماميږي.

ددې لپاره چې زمونږ کرنيز فعاليتونه تنوع حيات ونه ګواښوي، بايد په کرنه کې د تخمونو دا صلاح څخه کار واخيستل شي نه لدې څخه چې حشره وژونکې او واښه وژونکې استعمال کړو. څنګه مختلف آفت وژونکي مختلف النوع ناروغۍ منځته راوړي 1. Insecticide : حشره وژونکي چې په کرنه، کورونو، دفترونو کې استعماليږي د حشراتو دکنترول لپاره مګر دا آفت وژونکى تنوحيات هم ډېر مضر تماميږي. 2. Herbicide هرزه بوټو وژونکى 3. Rodenticides هغه کېميايو مواد دي چې د مږو، مږکانو، خاڼو او داسې نورو ژوونکو يا کرپوونکو حيواناتو په ضد استعماليږي چې په خاوره کې ژوند کوي دا وژونکي مواد مختلف ډولونه لري په حيواناتو هم مختلف تاثيرات لري او بېلابېل غړي مسموم کولى شي که چېرې احتياط څخه کار وانه خستل شي نو دحيواناتو يعنې څارويو، وحشي ژوو، سپيو، پيشوګانو د مسموم کېدو باعث ګرځي. د اقليم تغير اغيزې په تنوع حيات باندې د انسان بدن همېشه روغتيا او سلامتيا ته اړتيا لري. يو سالم انسان کولاى شي چې يوه سالمه ټولنه وروزي او پرمخ بوځي که څه هم طبعي هوا پاکه او سالمه هوا ده او دټولو ژونديو موجوداتو لپاره ښه مساعده ده. خو د ځينو عواملو په وحه د خرابۍ او ککړتيا سبب کېږي چې د صنعتي انقلاب څخه را پدېخوا (1980-1760م) يعنې ٢٢٠ کلونو په موده کې (Co2) اندازه په اتموسفير کې (%١٣) ډېر والى کېږي. او ساينس پوهان وايي چې تر(٢٠٣٠م) کال پورې په اتموسفيرر کې (Co2) اندازه دوه چنده ډېروالى مومي چې په نتيجه کې د تودوخې درجه کې(30o) ډېر والى راشي. له ١٩٦٠ څڅه تر ١٩٩٠ کلونوپورې د نړۍ اقليم ګرم شو چې تر نن ورځې پورې دا لړۍ روانه ده نو تر ٢١٠٠ م کاله پورې به دځمکې کره د يوې سختې وچکالۍ سره مخ شي.

د صنعتي مواد  پاتې شونې  هم  داقليم  د تغير سبب ګرځي  دمثال  په ډول  په وچه  او سمندرونو کې   د نقليه  و سايطو  تګ راتګ او همدارنګه  کله چې  په محيط کې  د (Co2) اندازه  زياته شي  نو په اتموسفير کې  تودوخه  رامنځته کېږي  چې د تودوخې  سره په محيط کې  نباتات، حيوانات  او مايکرو ارګانيزمونه  د ګڼو ستونزو  سره مخ کېږي  چې په نتيجه کې  په زياته  اويا په کمه  اندازه  انواعوي   منقرض کېږي  او ديوه هبيټاټ  څخه بل هبيټاټ  ته هجرت  کوي.
 او داقليم  د تغير سره د  ژونديو  موجوداتو  توافق  هم تغير خوري  ځينې  ژوندي  موجودات د اقليم  دګرموالي  يا هم سوړوالي  له امله  خپله سيمه پريږي  او بلې سيمې ته  هجرت کوي  ممکن دغه حيوان  ته په نوي سيمه کې  د ژوند کولو ګڼو  ستونزو سره  لاس  او ګريوان  شي او په  پاى کې خپل ژوند  دلاسه ورکړي.

د تنوع حيات ساتنه سمول

(Millennium Ecosystem Assessment (MEA) ):

 په ٢٠٠٥  کال کې د MEA  يوخه کړنلارې او پيشنهادات درلودل  چې څنګه  وکولاى شو چې د تنوع حيات  ساتنه وکړي. 
 د تنوع حيات دساتنې  لپاره د MEA کړنلارې 

1. Protected Areas : 2. Species Protection and Recovery Mesur for Threatened SPP : د انواعو سا تنه او د خطر سره د مخامخ انواعو ساتنه چې څنګه د هغوى نسلونه وساتو او کوم انواع چې له خطر سره مخ نه دي هم يې ساتنه وکړو. 3. Ecosystem Restorations د ايکو سيستم رغول 4. Payment and Market for Biodiversity and Ecosystem Service : د ايکوسيستم خدمتونه: او دمالي لپاره پرداخت او مارکيټونو برابرول لکه دسياحت، اوبو ، هوا، او ځمکې ککړتيا مخنيوى وشي. 5. کله چې مونږ غواړو کرنه ، ځنګل جوړونه ښکار يا هم د مالدارۍ په برخه کې وي يا په لنډ ډول زمونږ فعاليتونه او کړنې بايد د تنوع حيات دساتنې سره هماهنگ اوسي. 6. کومې منابع چې په لريو کليوال ساحو کې پرتي دي بايد ښيگڼې هماغه کليوته ورسيږي لکه ځنګلونه، او هغه حيوانات چې ګټه کليوالوته وي نو هغې ساتنه هم کوي. 7. عامه پوهاوې د ټولنې خلکو ته ورسول شي ترڅو د تنوع حيات ساتنه وکړي. 8. د پايداره انکشاف په نظر کې نيولوسره دتنوع حيات ساتنه کېداى شي. 9. غيرې پايدارې ګټې اخيستنې څخه منع او دپايدارې ګټې اخيستنې مفهوم بشرته روښانه شي او دتنوع حيات ساتنه وکړي. 10. موثره بوديجه د تنوع حيات ساتنې لپاره شتون ولري.

سرچینې سمول

  1. سجاد ، عبدالرحمن , )۱۳۹۶)کال ،دچاپېريال ساتنې حقوق، عرفان خپرندويه ټولنه- کندهار.
  2. سادت، مليار، کال) ١٣٩٣( زمونږ چاپېريال.
  3. [سعيدي، سيد عبيدالله، لکچر نوټ.]
  4. مندوزى، عارف الله ،(۱۳۹۴)کال، دژوند چاپېريال ساتنه، خپرندويه ټولنه- د ننگرهار انجينري پوهنځى.
  5. وطنوال: عبدالصبور، کال( ١٣٩٤)، حياتي جغرافيه .
  6. انټرنيټ