په تدریجي بڼه له فوسیلي سون توکو څخه نه ګټنه
په تدریجي بڼه له فوسیلي سون توکو څخه نه ګټنه د صفر کچې ته د فوسیلي سون توکو د تولید او ګټنې د کچې رسول دي څو د هوا د ککړتیا له امله د مړینې او ناروغۍ کچه کمه، اقلیمي بدلونونه محدود او د انرژۍ په برخه کې هېوادونه پر ځان بسیا شي. دغه چاره تجدید منونکې انرژۍ ته د انتقال د روان لېږد برخه ده.
په داسې حال کې چې ډېری هېوادونه لګیا دي د ډبرو پر سکرو باندې چلېدونکې د برېښنا تولیدي کارخونې وتړي، خو د ډبرو له سکرو پرته د برېښنا تولید بیا هم په دومره چټکۍ سره نه شي کولای اقلیمي موخې پوره کړي. له دې سره چې ډیری هېوادونو د پټرولي او ډیزلي موټرو د پلور د پای ته رسولو په موخه نېټې ټاکلي، خو تر اوسه پورې د فوسیلي ګازونو څخه د نه ګټنې لپاره په مهالوېش هوکړه نه ده شوې. [۱][۲][۳][۴][۵]
په تدریجي بڼه له فوسیلي سون توکو څخه د نه ګټنې په اوسنیو هڅو کې د ټرانسپورټ او همدارنګه د کورونو د ګرمولو په سکتورونو کې د فوسیلي سون توکو پر ځای د دوامدارې انرژۍ له منابعو ګټنه شاملېږي. د فوسیلي سون توکو په ځای نیونکو کې د برېښنا شبکه، شین هایدروجن او بایو سون توکي شامل دي. له فوسیلي سون توکو څخه د خلاصون په پالیسو کې د غوښتنه کوونکي او وړاندې کوونکي اقدامات په پام کې نیول کېږي. په داسې حال کې چې غوښتنه کوونکی اړخ د فوسیلي سون توکو څخه په ګټنه کې د کمښت په هڅه کې دی، خو د وړاندې کوونکي اړخ نوښتونه بیا په دې لټه کې دي چې د تولید د کچې د محدودیت په خوا کې انرژي چټکه انتقال شي او د ګلخانه یي ګازونو د تولید کچه راکمه کړي. داسې وړاندیز هم شوی څو داسې قوانین تصویب شي چې د فوسیلي سون توکو کاروونکي شرکتونه اړ کړي، په هماغه کچه کاربن له منځه یوسي په کومه کچه یې چې خپروي. د انرژۍ نړیوال اژانس پخلی کړی، د دې لپاره چې د روانې پېړۍ تر نیمايي پورې د کاربن ستونزې له منځه یووړل شي باید تر ۲۰۳۰ زکال پورې د تجدید منونکې انرژۍ په برخه کې نړیواله پانګونه درې چنده شي چې په دې سره به په دغه برخه کې د پانګونې کلنۍ کچه له ۴ ټریلیون ډالرو واوړي. [۶][۷][۸][۹]
د فوسیلي سون توکو ډولونه سمول
د ډبرو سکاره سمول
د ډبرو له سکرو څخه ګټنه په ۲۰۱۳ زکال کې د اوج کچې ته ورسېده، خو له دې امله چې د پاریس په هوکړه کې ژمنه وشوه چې باید د نړیوال ګرمښت د کچې زیاتوالی له ۲ سانتي ګراد درجو (۳.۶ فارنهایت درجو) کښته وساتل شي؛ پلان دا ونیول شو چې باید له ۲۰۲۰ زکال څخه تر ۲۰۳۰ زکال پورې د ډبرو له سکرو څخه ګټنه نیمايي ته راښکته شي. په داسې حال کې چې تر ۲۰۱۷ زکال پورې د ټولې نړۍ د اړتیا وړ برېښنا یو پر څلورمه برخه د ډبرو د سکرو پر مټ تولید کېده او همدارنګه یې د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدو ۴۰٪ برخه جوړوله. په تدریجي بڼه د ډبرو له سکرو څخه نه ګټنه به په ډېر لنډ مهال کې روغتیايي او چاپېریالي ګټې رامنځته کړي چې په دغه برخه کې به یې د لګښت نه ارزښت زیات وي، همدارنګه پرته له دې چارې د پاریس په هوکړه کې د دوه سانتي ګراد درجو په کچه د نړیوال ګرمښت ساتلو موخه هم لاسرسي وړ نه ده؛ دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال هم یو شمېر هېوادونه د ډبرو د سکرو له ګټنې ملاتړ کوي او د هغو څخه د نه ګټنې د چټکتیا اړوند پریمانه مخالف نظریات لري. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
له ۲۰۱۸ زکال وروسته ۳۰ هېوادونه او ګڼ شمېر فرعي ملي ادارې او سوداګریز شرکتونه په تدریجي بڼه د ډبرو د سکرو په ګټنه کې د کمښت له اتحادیې سره مل شول او هر یوه یې ځانته اعلامیه خپره کړه چې څه ډول کولای شي له کومې وقفې پرته د ډبرو له سکرو څخه د نه ګټنې په صورت کې برېښنا تولید کړي. ورته مهال په ۲۰۱۹ زکال کې هغه هېوادونه له دغې اتحادیې سره مل نه شول چې لا یې هم د ډبرو د سکرو پر مټ برېښنا تولید کوله او په دغه برخه کې یې نوي تولیدي مراکز جوړول. د ډبرو له سکرو څخه د عادلانه لېږد د پروګرام ملاتړ د بیارغونې او پرمختګ په برخه کې د اروپايي اتحادیې بانک کوي. [۱۹][۲۰][۲۱]
په ۲۰۱۹ زکال کې د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي څرګنده کړه چې هېوادونه باید له ۲۰۲۰ زکال وروسته د ډبرو د سکرو پر مټ د برېښنا د تولید کوونکو نوو سټېشنونو له جوړولو لاس واخلي او یا به هم ځانونه له یوې «بشپړې فاجعې» سره مخ کړي. [۲۲]
له دې سره هم چین په ۲۰۲۰ زکال کې یو شمېر دغه ډول کارخونې جوړې کړې، خو په نړیواله کچه د جوړو شوو کارخونو له شمېر څخه د تړل شوو شمېر زیات و: د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان غړي هېوادونه باید تر ۲۰۳۰ زکال او نوره نړۍ باید تر ۲۰۴۰ زکال پورې د ډبرو د سکرو پر مټ د برېښنا تولید ودروي. [۲۳]
تېل سمول
خام نفت د تصفیې له بهیر وروسته په پټرولو، ډیزلو او بېلابېلو نورو سون توکو اوړي. دغه تصفیه شوي محصولات په لومړۍ درجه کې د معمولي موټرو، ټېلرو، رېل ګاډو، الوتکو او بېړیو د چلن په موخه کارول کېږي. د دغو ډول تېلو څخه د ګټه اخیستونکو وسایطو تر ټولو مشهور ځای نیونکي د انساني قوې پر مټ ټرانسپورټ، عامه ټرانسپورټ، برېښنايي نقلیه وسایط او په بایو سون توکو باندې چلېدونکي وسایط دي. [۲۴]
طبیعي ګاز سمول
له طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې په پریمانه کچه ګټنه کېږي چې د یو کیلو واټ برېښنا پر حساب یې د ګلخانه یي ګازونو د تولید کچه ۵۰۰ ګرامه ده. ورته مهال د ودانیو د ګرمولو لارې چارې هم د کاربن ډای اکسایډ د تولید مهمه منبع جوړوي. سربېره پر دې د ګازونو په نل لیکو کې رامنځته کېدونکي درځونه په اتومسفیر کې د میتان لویه منبع جوړوي.
په یو شمېر هېوادونو کې د لنډ مهال لپاره د ډبرو د سکرو پر ځای له طبیعي ګازو څخه د ځای نیونکو سون توکو په توګه کار اخیستل کېږي، څو وروسته وکولای شي د هغو ځای په تجدید منونکو منابعو او یا هم هایدروجني اقتصاد ډک کړي. [۲۵][۲۶][۲۷]
اوس مهال په یو شمېر برخو کې په تدریجي بڼه د طبیعي ګازو څخه نه ګټنه هم د پراختیا په حال کې ده، د بېلګې په توګه د ګازو د سیسټمونو د بدلون په برخه کې د اروپايي شبکې (ENTSOG) له خوا په مخ پر زیاتوالي بڼه له هایدروجن ګټنه او همدارنګه د ودانیو په جوړولو کې نوي معیارونه ترویج کېږي څو د طبیعي ګازو پر مټ د کورونو د ګرمښت کچه را کمه کړي. [۲۸][۲۹][۳۰]
لاملونه سمول
هغه لاملونه چې په معمول ډول په تدریجي بڼه د فوسیلي سون توکو څخه د نه ګټنې اړوند یادول کېږي په لاندې ډول دي:
- د هوا د ککړتیا له امله د مړینې او ناروغیو د کچې کمښت
- د اقلیمي بدلونونو محدودیت
- فوسیلي سون توکو ته د اړوندې بودیجې کمښت[۳۱][۳۲]
- د انرژۍ په برخه کې پر ځان بساینه – هغه هېوادونه چې د فوسیلي سون توکو لږ منابع لري یا یې هم هېڅ نه لري، تر ډېره د فوسیلي سون توکو څخه ګټنې ته شا کوي څو د انرژۍ په برخه کې خپلواکي خپله کړي.
روغتیا سمول
په میلیونونو شمېر له وخته وړاندې مړینې د فوسیلي سون توکو پر مټ د هوا د ککړېدو له امله دي. دغه ککړتیا کېدای شي د کورونو د ګرمونې او اشپزۍ په څېر د کور دننه چارو او یا هم د موټرو په واسطه د ګلخانه یي ګازونو د تولید په څېر له کور بهر چارو څخه سرچینه واخلي. د یو اټکل له مخې هر کال د وخته مخکې مړینو د کچې ۶۵٪ برخه د هوا ککړتیا ته اړوندېږي چې په کال کې ۳.۵ میلیونه تنه کېږي. په لندن کې د حفظ الصحې او استوايي ناروغیو د پوهنتون (London School of Hygiene & Tropical Medicine) د پرفیسور انډي هینز په خبره، د روغتیا په برخه کې په تدریجي بڼه د فوسیلي سون توکو څخه د نه ګټنې ګټه چې د پیسو له مخې اندازه کېږي (د اقتصاد پوهانو له خوا د هر هېواد لپاره د ژوندانه د ارزښت څخه په ګټنې اټکل کېږي) په پام وړ کچه د پاریس په هوکړه کې د منفي دوه سانتي ګراد درجو موخې ته د رسېدو له لګښت زیاته ده. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
د اقلیمي بدلونونو کمښت سمول
په تدریجي بڼه د فوسیلي سون توکو څخه نه ګټنه د نړیوال ګرمښت څخه د مخنیوي په برخه کې لویه چاره ده ځکه چې د نړۍ اویا سلنه ګلخانه یي ګازونه له دغه سون توکو سرچینه اخلي، خو اړتیا ده چې له ۲۰۲۰ زکال وروسته څلور چنده چټک حرکت وشي څو د پاریس د هوکړې موخو ته لاسرسی وموندل شي. دغې اقلیمي موخې ته د رسېدو په موخه باید هېوادونو او شرکتونو ته اړوندې د فوسیلي سون توکو ډیرۍ زېرمې په ځمکه کې پرېښودل شي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
کاري شونتیاوې سمول
تجدید منونکې انرژۍ ته لېږد کولای شوي د انرژۍ د نویو کارخونو او یا هم اړتیا وړ تجهیزاتو د جوړولو په موخه په پام وړ کچه کاري شونتیاوې رامنځته کړي، هماغه ډول چې جرمني او د هغو د بادي برېښنا تولیدي چارې یې څرګندویې کوي.[۴۱]
دغه موضوع کولای شو په فرانسې او د هغو په اټومي صنعت کې هم وګورو. فرانسه شاوخوا ۷۵٪ خپله برېښنا له اټومي انرژۍ څخه ترلاسه کوي او په دې سره یې د اټومي ټکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې په سلګونو ساختماني کارکوونکو، انجینرانو او د تشعشعاتو څخه د خوندیتوب په برخه کې متخصصینو ته کاري شونتیاوې برابرې کړې دي. [۴۲][۴۳]
د انرژۍ په برخه کې پر ځان بساینه سمول
هغه هېوادونه چې د فوسیلي سون توکو په ځانګړې توګه د ډبرو د سکرو زېرمې نه لري، خو د نفتو او طبیعي ګازو زېرمې لري، تر ډېره پورې له فوسیلي سون توکو څخه د لرې کېدو له امله د انرژۍ په برخه کې د ځانونو خپلواکۍ ته اشاره کوي.
په سویس کې د اوسپنې د پټلۍ د ټولې شبکې د برېښنايي کولو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې دواړو نړیوالو جګړو ته په پام (چې پر مهال یې سویس بې پلوه و) دغه هېواد ته د ډبرو د سکرو واردات له ستونزې سره مخ شول. له دې امله چې سویس د اوبو پر مټ د تولید کېدونکې انرژۍ لپاره پریمانه منابع لري، برېښنايي رېل ګاډي (د هغو رېل ګاډو پر خلاف چې د بخار او یا هم د ډیزلو پرمټ چلېږي) کولای شي د دغه هېواد د کورنیو منابعو پر مټ کار وکړي او د ډبرو د سکرو وارداتو ته اړتیا کموي. [۴۴][۴۵]
په ۱۹۷۳ زکال کې د نفتو کړکېچ د نړۍ په ډېرو برخو کې د انرژۍ اړوند پالیسۍ بدلې کړې څو د فوسیلي سون توکو له وارداتو څخه (په پریمانه کچه) خپلواک شي. همدا و چې د فرانسې دولت د اټومي انرژۍ یو ډیر هیله من پلان اعلان کړ چې له امله یې دغه هېواد وکولای شول د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کې په نږدې بشپړه توګه خپل د برېښنا سکتور د ډبرو دسکرو، ګازو او نفتو پر ځای په هستوي انرژۍ متکي کړي. [۴۶][۴۷]
سرچينې سمول
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Green, F.; Denniss, R. (2018). "Cutting with both arms of the scissors: the economic and political case for restrictive supply-side climate policies". Climatic Change. 150 (1): 73–87. Bibcode:2018ClCh..150...73G. doi:10.1007/s10584-018-2162-x. S2CID 59374909. مؤرشف من الأصل في ۰۲ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ کينډۍ:Cite report
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ "Coal Information Overview 2019" (PDF). International Energy Agency. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ مې ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۰.
peak production in 2013
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Analysis: Why coal use must plummet this decade to keep global warming below 1.5C". Carbon Brief. 6 February 2020. مؤرشف من الأصل في ۱۶ فبروري ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Statistics". iea.org. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جون ۲۰۱۹. د لاسرسينېټه ۲۸ مې ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "China's unbridled export of coal power imperils climate goals". مؤرشف من الأصل في ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسينېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Coal exit benefits outweigh its costs – PIK Research Portal". pik-potsdam.de. مؤرشف من الأصل في ۲۴ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۲۴ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The Production Gap Executive Summary" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۱ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسينېټه ۲۰ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 19 May 2019 باندې). In coal we trust: Australian voters back PM Morrison's faith in fossil fuel. Reuters.
- ↑ Rockström, Johan; et al. (2017). "A roadmap for rapid decarbonization" (PDF). Science. 355 (6331): 1269–1271. Bibcode:2017Sci...355.1269R. doi:10.1126/science.aah3443. PMID 28336628. S2CID 36453591. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 29 April 2019 باندې). Time for China to Stop Bankrolling Coal. The Diplomat.
- ↑ "Powering Past Coal Alliance members list". Poweringpastcoal.org. مؤرشف من الأصل في ۲۷ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسينېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Powering Past Coal Alliance declaration". Poweringpastcoal.org. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسينېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The EBRD's just transition initiative". European Bank for Reconstruction and Development. مؤرشف من الأصل في ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ "The dirtiest fossil fuel is on the back foot". The Economist. 3 December 2020. ISSN 0013-0613. مؤرشف من الأصل في ۱۹ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Clean Vehicles". مؤرشف من الأصل في ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسينېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ "Natural Gas as a Bridge Fuel : Measuring the Bridge" (PDF). Energycenter.org. 2016. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۴ اپرېل ۲۰۱۷. د لاسرسينېټه ۰۹ جون ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Krane, Jim; Matar, Walid; Monaldi, Francisco (October 2020). "Fossil Fuel Subsidy Reform Since the Pittsburgh G20: A Lost Decade?". Rice University's Baker Institute for Public Policy. doi:10.25613/sk5h-f056. مؤرشف من الأصل في ۱۹ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Carrington, Damian (12 March 2019). "Air pollution deaths are double previous estimates, finds research". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۰۴ فبروري ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ (په 9 May 2019 باندې). Letters to the editor.
- ↑ "Trends in global CO2 and total greenhouse gas emissions: 2019 Report" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Heinrichs, Heidi Ursula; Schumann, Diana; Vögele, Stefan; Biß, Klaus Hendrik; Shamon, Hawal; Markewitz, Peter; Többen, Johannes; Gillessen, Bastian; Gotzens, Fabian (1 May 2017). "Integrated assessment of a phase-out of coal-fired power plants in Germany". Energy. 126: 285–305. doi:10.1016/j.energy.2017.03.017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ "Nuclear Power in France | French Nuclear Energy – World Nuclear Association". www.world-nuclear.org. مؤرشف من الأصل في ۰۷ فبروري ۲۰۱۶. د لاسرسينېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Elektrifizierung 2.0". October 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Boss, Stefan (8 July 2018). "Unter Strom – wie die Schweiz elektrifiziert wurde". swissinfo.ch. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Why France has a nuclear-powered economy — and America doesn't [[:کينډۍ:Pipe]] AEI". الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة) - ↑ "France Presses Ahead with Nuclear Power". NPR.org. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)