په تاج بېک ماڼۍ برید

په تاج بېک ماڼۍ برید چې د طوفان – ۳۳۳ عملیاتو (په روسي ژبه: Шторм-333؛ Štorm – 333) په پوځي کوډي نوم هم پېژندل کېږي په افغانستان باندې د شوروي اتحاد هغه پوځي برید و چې د ۱۹۷۹ زکال د ډسمبر په ۲۷مه ترسره شو. د کابل په تاجک بېک ماڼۍ باندې برید کې د شوروي اتحاد ځانګړو ځواکونو یا سپټسناز جي آر یو ځواکونو ونډه لرله چې دغه پیاوړې ماڼۍ یې په شدید ډول وویشته او ورپسې یې د ۱۹۷۸ زکال په اپریل میاشت کې د ثور د انقلاب له امله د واک ته رسېدلي ګوند، د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند خلقي غړی او د افغانستان ولسمشر حفیظ الله امین وواژه. دغه پوځي عملیاتو د هغې جګړې بنسټ کېښود چې وروسته د افغان – شوروي د جګړې په نوم وپېژندل شوه.

د امین وژنه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د شوروي د کنټرول اړوند د هغې لویې طرحې برخه وه چې د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم څانګې پر ملاتړ یې جوړه کړې وه او د هغې د سیالې ډلې یا خلق د سخت دریځې ایډیالوژۍ سره په مخالفت وه. دغه مهال یو شمېر شوروي سرتېري د ځمکې له لارې له آمو سیند څخه په تېرېدو افغانستان ته دننه شول، سربېره پر دې یو شمېر تبعید شوو پرچمیانو هم د هېواد بېلابېلو هوايي اډو ته ځان راورساوه څو د امین وژنې ته چمتوالی ونیسي. د تاج بېک مانۍ چې په کابل کې د یوې لوړې شیب داره غونډۍ پر سر موقعیت لري په چاپېر کې یې ماینونه خښ شوي و او د افغانستان د ملي اردو ګڼ شمېر پیاوړو سرتېرو یې ساتنه کوله. له دې سره هم افغان ځواکونو ته د شوروي د عملیاتو پر مهال شدید تلفات واوښتل؛ د ماڼۍ ۳۰ ساتونکي او د پوځ څه باندې ۳۰۰ سرتیري ووژل شول او سربېره پر دې ۱۵۰ نور ونیول شول. د امین دوه زامن چې یو یې ۱۱ کلن او بل یې ۹ کلن و د جګړې پر مهال د راکټونو د چرو له امله ووژل شول. له دغو عملیاتو وروسته په ټولیز ډول ۱۷۰۰ سرتېري چې شوروي ځواکونو ته تسلیم شوي و بندیان کړای شول او په دې سره شوروي د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې مشر ببرک کارمل د امین ځای ناستی وټاکه. [۱][۲][۳]

د دغو عملیاتو پر مهال د امین خلقي دولت ته اړوندې څو نورې ودانۍ چې په دغو کې د کورنیو چارو وزارت، خاد او په دارالامان ماڼۍ کې د پوځ لوی درستیزیت شامل و، ونیول شوې. د شوروي اتحاد د الفا ډلې دغو باتجربه سرتېرو اعلان وکړ چې د طوفان -۳۳۳ عملیات د دغه واحد په تاریخ کې تر ټولو بریالي عملیات وو. هغه اسناد چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته خپاره شول ښووله یې چې د شوروي اتحاد رهبري دې باور ته رسېدلې وه چې امین په کابل کې د امریکا له سفارت سره پټې اړیکې لرلې او «د دې توانايي یې لرله چې له متحده ایالاتو سره هوکړې ته ورسېږي»؛ په داسې حال کې چې له امریکایانو سره د امین د اړیکو تورونه په پراخه کچه بې اعتباره ګڼل شوي. د شوروي اتحاد آرشیفونه ښيي چې د سي آی اې (CIA) د مامور په توګه د امین د ښوولو کیسه د کا جي بي (KGB) له خوا جوړه شوې وه. [۴][۵][۶][۷]

مخینه

سمول

د افغانستان دیموکراتیک جمهوري دولت په پیل کې د شوروي اتحاد د پلوي نورمحمد ترکي له خوا اداره کېده، دغه چاره لامل وګرځېده چې د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ نږدې اړیکې جوړې شي. د ۱۹۷۹ زکال په سپټمبر میاشت کې ترکی د حفیظ الله امین له خوا د ګوندي اختلافاتو له امله له واکه لرې کړای شو. له دغې چارې او د ترکي له مشکوکې مړینې (په ظاهري بڼه ښکاري هغه د امین په امر وژل شوی) وروسته د افغانستان او شوروي ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. د همدغه کال په ډسمبر میاشت کې د شوروي رهبرۍ ببرک کارمل ته لاس ورکړ. په دې سره شوروي اتحاد د ۱۹۷۹ زکال د ډسمبر په ۱۲مه په افغانستان کې د مداخلې اړوند خپل پلان اعلان کړ، همدا و چې دوی د مداخلې په لومړي پړاو کې د ۱۹۷۹ زکال د ډسمبر په ۲۷مه د طوفان – ۳۳۳ عملیات پیل کړل. [۸][۹]

شوروي ځواکونه

سمول

د طوفان – ۳۳۳ عملیات د بایکال – ۷۹ لویو عملیاتو برخه وو چې موخه یې په کابل او د هغو په چاپېر کې د ۲۰ پیاوړو مراکزو د کنټرول ترلاسه کول وو، په دغو کې مهمې پوځي اډې، مخابراتي مراکز او بندخونې شاملې وې. [۱۰]

د طوفان – ۳۳۳ عملیاتو په اصلي هسته کې د الفا ګروپ د ګروم («تندر») ټولي ۲۵ سرتېري او د کا جي بي د ځانګړو عملیاتو د زینیت ټولي ۳۰ عملیاتي افسران شامل و چې وروسته د ویمپل او ګروم په نومونو پېژندل کېدل. سربېره پر دې له دوی سره د هوايي دفاع د ۳۴۵مې خپلواکې لوا ۸۷ سرتېرو او همدارنګه د شوروي اتحاد دفاع وزارت ته د اړوندې سپټسناز فرقې د ۱۵۴مې لوا ۵۰۰ سرتېرو شتون درلود چې د «مسلمانانو د لوا» په نوم یادېده ځکه چې ډېری سرتېري په کې د شوروي اتحاد له سویلي جمهوریتونو څخه وو. دغه وسله واله لوا د ۱۹۷۹ زکال په لومړیو کې د افغان مشرانو په غوښتنه په شوروي اتحاد کې جوړه شوې وه ځکه چې افغان واکمن (نورمحمد ترکي) روسي اړخ ته ویلي و چې دی د خپل استوګن ځای د ساتنې په برخه کې په افغان ځواکونو باور نشي کولای او له هغوی څخه یې د مرستې غوښتنه کړې وه. دغو ملاتړیزو سرتېرو زرهي واسکټونه او اوسپنیزې خولۍ نه لرلې. له دغو سرتېرو څخه یوه یې بیا وروسته وویل چې هغه مجله چې ده په خپلو کالیو کې دننه اېښې وه، دی یې د اتومات وسلې له مرمۍ څخه وژغوره. [۱۱]

تاج بېک ماڼۍ ته د دغو ټیمونو د هدایت په برخه کې سید محمد ګلابزوی مرسته وکړه. [۱۲]

په ماڼۍ برید او د امین وژنه

سمول

په تاج بېک مانۍ باندې برید د ۱۹۷۹ زکال د ډسمبر په ۲۷مه نېټه د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو وشو، چیرې چې د خلق دیموکراتیک ګوند عمومي منشي او د افغانستان ولسمشر حفیظ الله امین د کا جي بي او د هغه د امنیتي سلاکارانو په مشوره هلته اوسېده. د تاج بېک ماڼۍ د ساتنې مسئولیت د افغان ملي اردو په لاس کې و. [۱۳][۱۴]

د برید پر مهال امین باوري و چې شوروي اتحاد له ده سره ولاړ دی او ورسره نږدې کسانو ته یې وویل چې «شورویان به له موږ سره مرسته وکړي». د هغه کسانو ورته وویل چې برید شورویانو کړی؛ امین ورغبرګه کړه چې دا ټول درواغ دي. هغه مهال چې هڅه یې وکړه د پوځ له لوی درستیز سره اړیکه ونیسي او اړیکه یې ټینګه نه شوه، له ځانه سره یې وویل، «ما یې اټکل کړی و. دا رښتیا دي». نوموړی د ګروم سرتېرو له خوا ژوندی ونیول شو، خو دغه مهال نیمه بې خوده وه؛ دغه بې خودي یې د همدغه کال د ډسمبر په ۱۶مه په ډوډۍ کې د زهرو د خوړلو له امله د هغه د درملنې د قطع کېدو له امله وه. د هغه د وژنې دقیق جزیات د هېڅ یو عیني شاهد له خوا تائید شوي نه دي. د هغه د مړینې رسمي اعلان د کابل راډیو وکړ، هماغه ډول چې نیویارک ټایمز ورځپانې د ۱۹۷۹ زکال د ډسمبر د ۲۷مې نېټې په ګڼه کې د کابل راډیو د راپور له مخې ولیکل چې «امین په یوه انقلابي محکمه کې د دولت پر ضد د جنایاتو له امله په اعدام محکوم او د اعدام حکم یې اجرا شوی دی». [۱۵][۱۶]

په یو بل روایت کې راځي چې امین د مخابراتو د ګوښه کړاي شوي وزیر سید محمد ګلابزوی له خوا ووژل شو. د هغه د وژنې پر مهال ګلابزوی او دوه نورو پخوانیو وزیرانو شتون درلود څو داسې څرګنده کړي چې دغه عملیات د افغانانو تر کنټرول لاندې دي. ګلابزوي او پخواني دفاع وزیر محمد اسلم وطنجار د هغه مړینه تائید کړه. د هغه د مړینې کیسه د امین د پلویانو د برخلیک له مخې ښه واضحه کېدای شي چې له نیولو او پر هغوی باندې د حکم له صدور وروسته د «انقلابي تروئیکا» له خوا په څټ کې په ډزو باندې اعدام شول. د امین دوه زامن شدید ټپیان شوي و چې لږ وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ. د امین مېرمن او لور ټپیانې وې، خو ژوندۍ پاتې شوې. سربېره پر دې ۳۴۷ تنه نور افغانان چې له دې ډلې څخه ۳۰ تنه یې د امین او د دغې ماڼۍ شخصي ساتونکي و د نښتې پر مهال ووژل شول او د ماڼۍ یوه برخه هم په اور کې وسوزېده. [۱۶][۱۷][۱۸]

د امین او د ماڼۍ له ۱۸۰ ساتونکو څخه ۱۵۰ یې چې عادي سرتېري و هغه مهال تسلیم شول چې وپوهېدل برید کوونکي د شوروي اتحاد ځواکونه دي، نه دا چې د افغان ځواکونو کوم واحد ته اړوند دي. په ټولیزه بڼه ۱۷۰۰ افغان سرتېري شوروي ځواکونو ته تسلیم او اسیران شول. دغو عملیاتو شاوخوا ۴۰ دقیقې وخت ونیو. وروسته بیا په ۲۰۰۹ زکال کې څرګنده شوه چې امین د دویم بریدمن الکساندر نیکولاویچ پلیوسنین (۱۹۴۹ – ۲۰۲۲ زکال) له خوا د لاسي بم په غورځولو کې ټپي شوی و. په دغه برید کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر شاولي (زوکړه: ۱۹۳۹ زکال) مېرمن هم ووژل شوه. [۱۹]

د شوروي تلفات

سمول

په تاج بېک ماڼۍ باندې د برید پر مهال د کا جي بي ۵ افسران، د مسلمانانو د لوا ۷ سرتېري او ۲ پراشوټ چیان ووژل شول. په وژل شوو کې د کا جي بي د ډلې مشر ډګروال بویارینوف هم شامل و. له دغه عملیاتو څخه د کا جی بي ژوندي پاتې شوي ټول افسران ټپیان شوي وو. همدارنګه د شوروي پوځي ډاکټر جنرال ویکټور کوزنچنکوف چې د عمومي منشي امین په درملنه بوخت و، د خپلو ځواکونو د برید له امله په ماڼۍ کې ومړ چې بیا له مړینې وروسته ورته سور نښان ورکړل شو. [۲۰]

د ګډون کوونکو خاطرات

سمول

د برید کوونکي ګروپ د مرستیال قومندان اولګ بالاشوف په خبره، دغه عملیات د دوه باتجربه واحدونو، الفا او ویمپل (هر یو له ۱۵ څخه تر ۲۰ افسران لرل) له خوا رهبري کېدل. د الفا واحد امین په نښه کړ او ویمپل واحد بیا له متحده ایالاتو سره د نوموړي د همکارۍ اړوند د واقعي شواهدو د راغونډولو دنده لرله. دغه دواړې ډلې په پټه توګه افغانستان ته راوړل شوې وې چې بیا وروسته د مسلمانانو له لوا سره یوځای کړای شوې څو داسې انځور رامنځته شي چې عملیات د سیمه ییزو واحدونو له خوا ترسره کېږي، په داسې حال کې چې واقعیت دا نه و او ټول کار الفا او ویمپل ترسره کړ. [۲۱]

له عملیاتو وړاندې بالاشوف د یو شوروي دیپلمات د ساتونکي په پوښښ کې ټوله سیمه وکتله. د هغه واحد پوهېده چې د مرګ سیمې ته درومي او له همدې امله په وېره کې وو – له دوی څخه شاوخوا ۸۰ سلنه یې د خپلو نقلیه وسایطو څخه په راښکته کېدو ټپیان شول، خو له دې سره یې هم برید ته دوام وکړ. هماغه ډول چې بالاشوف تمه لرله، د امین ځواکونو د دوی د شپږ کسیز کاروان لومړنۍ او وروستنی موټر په نښه کړ. هغه خپل پنځه کسان د بي ام پي ټانګونو سره ځای پر ځای کړل، خو هغه مهال چې دغه ټانګونه د امین د ځواکونو په ډزو سره له حرکته پاتې شول، هغوی ته یې امر وکړ چې د ماڼۍ پر لور وتښتي. پنځه واړه کسان په چټکۍ سره د ماڼۍ د ساتونکو په ډزو ټپیان شول، خو د مرمۍ ضد زرهي واسکټونو او اوسپنیزو خولیو د لرلو له امله وژغورل شول. [۲۲]

دغه روایت په بشپړه توګه د شوروي د جګړې د تاریخ لیکونکي او په افغانستان کې د شوروي د دفاع وزارت د پخواني مدیر الکساندر لیاخوفسکي له نظر سره سم دی، هغه د دغه عملیاتو پریمانه جزئیات وړاندې کړي او د دواړو لورو د تاوتریخوالي او حرفوي والي موارد یې څرګند کړي دي. [۲۳]

سرچينې

سمول
  1. "Afghanistan: Lessons from the Last War". nsarchive2.gwu.edu. نه اخيستل شوی 23 March 2023.
  2. Martin McCauley (2008). Russia, America and the Cold War: 1949–1991 (Revised 2nd ed.). Harlow, UK: Pearson Education. ISBN 9781405874304.
  3. "How Soviet troops stormed Kabul palace". BBC. 27 December 2009. نه اخيستل شوی 1 July 2013.
  4. John K. Cooley (2002) Unholy Wars. Pluto Press. p. 8. ISBN 978-0745319179
  5. Coll, Steve (2004). Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden, from the Soviet Invasion to September 10, 2001. Penguin Group. pp. 47–49. ISBN 9781594200076. Frustrated and hoping to discredit him, the KGB initially planted false stories that Amin was a CIA agent. In the autumn these rumors rebounded on the KGB in a strange case of "blowback," the term used by spies to describe planted propaganda that filters back to confuse the country that first set the story loose.
  6. James G. Blight (2012). Becoming Enemies: U.S.-Iran Relations and the Iran-Iraq War, 1979-1988. Rowman & Littlefield Publishers. p. 70. ISBN 978-1-4422-0830-8.
  7. Seth G. Jones (2010). In the Graveyard of Empires: America's War in Afghanistan. W. W. Norton & Company. pp. 16–17. ISBN 9780393071429. 'It was total nonsense,' said the CIA's Graham Fuller. 'I would have been thrilled to have those kinds of contacts with Amin, but they didn't exist.'
  8. Angelo Rasanayagam (2005). Afghanistan: A Modern History. I.B.Tauris. p. 90. ISBN 978-1850438571.
  9. Camp, Dick (2012). Boots on the Ground: The Fight to Liberate Afghanistan from Al-Qaeda and the Taliban, 2001–2002. Zenith Imprint. pp. 12–13. ISBN 978-0-7603-4111-7.
  10. Dmitri Volin (25 December 2019) Участник штурма дворца Амина: мы шли под прямой автоматный огонь. tass.ru.
  11. Vadim Udmantsev (29 December 2004) Боевое крещение "мусульман" Archived 2020-11-27 at the Wayback Machine.. VPK-news.ru کينډۍ:In lang
  12. Landsford 2017، م. 185.
  13. Dmitri Volin (25 December 2019) Участник штурма дворца Амина: мы шли под прямой автоматный огонь. tass.ru.
  14. Braithwaite 2011، م. 96.
  15. Braithwaite 2011، م. 98.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Braithwaite 2011، م. 99.
  17. Braithwaite 2011، م. 104.
  18. Braithwaite 2011.
  19. Dmitri Volin (25 December 2019) Участник штурма дворца Амина: мы шли под прямой автоматный огонь. tass.ru.
  20. Peter Tomsen (9 June 2011). Wars of Afghanistan (1st ed.). PublicAffairs. p. 174. ISBN 978-1586487638.
  21. Interview with Colonel Oleg Balashov. BBC (in Russian)
  22. Interview with Colonel Oleg Balashov. BBC (in Russian)
  23. A. A. Lyakhovskiy Декабрь, день27, 1979. orc.ru. This page refers to Alpha and Vympel by their previous names Grom and Zenith, respectively