ويکيپېډيا:په بېلابېلو ځايونو کې پر امام حسين (رض) د پېغمبر اکرم ژړا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په بېلابېلو ځايونو کې پر امام حسين (رض) د پېغمبر اکرم ژړا

سمول

١ _ د ام الفضل حديث :

سمول

په مستدرک الصحيحين ،ابن عساکر تاريخ،خوارزمي مقتل او نورو سرچينو کې راغلي،چې (عبارت د صحيح مسلم دى) : د حارث له لور ام الفضله روايتوي،چې پېغمبراکرم ته ورغله،ويې ويل : رسول الله ! تېره شپه مې ناوړه خوب وليد! آنحضرت وويل: " څه دې ليدلي؟" ويې ويل : ډېر سخت دى؟ آنحضرت وويل : "څه دى؟" و يې ويل: ومې ليدل؛لکه چې ستا له بدنه يوه برخه بېله شوه او زما په لمن کې ولوېده! رسول اکرم وويل : ښه خوب دې ليدلى دى . فاطمه – انشاء الله – يو زوى زېږوي او ستا په لمن کې به وي .

[وايي:] تردې وروسته؛لکه چې څنګه پېغمبر اکرم ويلي،فاطمې حسين وزېږاوه او زما په لمن کې شو. يوه ورځ رسول اکرم ته ولاړم او حسين مې په لمن کې ورته کېښود،لږ وروسته يې پام رانه واوړېد،ناڅاپه مې وليدل،چې له سترګو يې اوښکې بهېږي! وايي. ورته مې وويل : نبي الله! مور و پلار مې درځار، څه درباندې وشو؟ ويې ويل: "جبراييل مې ليدو ته راغى، راته يې وويل:" چې دا زوى به دې امت مې ډېر ژړ ووژني." ومې ويل : همدا؟ ويې ويل: هو! جبراييل يې څه سره خاوره هم راکړه.

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (بخاري  او مسلم) له شرايطو  سره سم دى، خو راوړى يې نه دى . [1]

٢ _ د ام المؤمنين زينب بن جحش روايت :

سمول

د ابن عساکر په تاريخ،مجمع الزوايد او نورو سرچينو کې روايتوي، چې (عبارت د ابن عساکر له تاريخه په لنډو راخستل شوى دى) : زينب وايي: " په يو وخت کې رسول اکرم زما په خونه کې و او حسين نوې خاپوړې کولې او تر څارنې لاندې مې و، يوه شېبه ترې غافله شوم او رسول الله ته ورغی. آنحضرت وويل: "ازاد يې پرېږده" تردې چې وايي _ بيا يې د هغه لاس پورته کړ. پېغمبر اکرم، چې لمونځ وکړ،ورته مې وويل: رسول الله ! نن مې يو چار درنه وليد،چې کله مې هم ليدلى نه و؟ آنحضرت وويل: جبراييل راغى او خبر يې کړم، زما امت دا (زوى مې) وژني. ورته مې وويل : خاوره يې راوښييه او هغه راته سره خاروه راوړه.[2]

٣ _ د ام المؤمنين عايشي بي بي روايت :

سمول

د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل ، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له ابي سلمة بن عبدالرحمان (عبارت د خوارزمي دى) روايتوي : حضرت عايشه بي بي وايي: "رسول اکرم ،چې حسين پر خپل ورانه کېناوه، جبرائيل ورته راغى،ويې ويل: دا ستا زوى دى؟ آنحضرت وويل: هو! ويې ويل :خو امت به دې يې – تر تا وروسته – ډېر ژړ  ووژني. د پېغمبراکرم له سترګو اوښکې وبهېدې.جبراييل وويل: که غواړې هغه ځمکه دروښيم،چې پکې وژل کېږي . آنحضرت وويل: هو! جبراييل ورته د طف (کربلا)  سيمې خاوره وښووله .

په بل عبارت کې داسې دي:جبراييل په عراق  کې د طف سيمې لوري ته اشاره وکړه او سره ډولې خاوره يې راواخسته ،ور ويې ښووله،و يې ويل: " دا يې د وژنځي خاوره ده.[3]

نور روايتونه هم شته،چې پرښتې رسول اکرم د امام حسين له شهادته خبروي؛ لکه :

١ _ د ام المؤمنين ام سلمه روايت :

سمول

په مستدرک الصحيحين ، د ابن سعد طبقاتو، ابن عساکرم تاريخ او نور کتابونو کې له راوي روايتوي ( عبارت د مستدرک دى) چې :

ام سلمه (رض) خبر کړم : " يوه شپه رسول اکرم ويده شواو لږ وروسته خپه راويښ شو بيا ويده شو او بيا تر لومړي حالته لږ ښه راويښ شو، بيا ويده شواو وروسته له خوبه راويښ او په لاس کې سره بخنه خاوره بويوله . ورته مې وويل: رسول الله! دا خاوره څه ده؟ راته يې وويل: " جبراييل خبر کړم،چې دا [حسين] د عراق په سيمه کې وژل کېږي . جبراييل ته مې وويل : هغه ځمکه چې پکې وژل کېږي راوښييه او دا خاوره د هغه ځاى ده." [4]

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (مسلم او بخاري) له شرايطو سره سم دى؛ خو په کتابونو کې يې راوړى نه دى .

٢ _ د حضرت انس بن مالک (رض) روايت :

سمول

د امام احمد حنبل په مسند،د طبراني په المعجم الکبير او د ابن عساکر په تاريخ کې روايتوي (عبارت د امام احمد حنبل له مسنده دى) چې:

انس بن مالک وايي : د "قطر" په نامه يوې پرښتې له خپل پالونکي اجازه واخسته،چې د پېغمبراکرم ليدو ته راشي؛خداى اجازه ورکړه او د ام سلمه د نوبت پر ورځ ورته راغله.پېغمبر(ص) ام سلمې بي بي ته وويل :" پام،چې مجلس ته مو څوک رانشې" په هماغه حال کې،چې هغه پر وره ولاړه وه،ناڅاپه حسين بن علي راورسېد،ور يې پرانست او ننووت.  رسول اکرم په غېږ کې ونيو او ښکل يې کړ،پرښتې وويل : ډېر درته ګران دى؟ آنحضرت وويل؟ هو! پرښتې وويل : امت به دې ژر هغه ووژني! که غواړې وژنځې يې دروښيم؟ آنحضرت وويل: هو! وايي: پرښتې د وژنځي يو موټى خاوره راواخسته او آنحضرت ته يې وروښووله،وروسته يې لږ څه شګه يا سره خاوره راوړه.ام سلمې واخسته او په خپلو جامو کې يې کېښووله . ثابت د حديث راوي وايي: موږ پر هغه مهال وويل : دا کربلاه ده! [5]


[1] . مستدرک الصحيحين ٣/ ١٧٦ او لنډ يې په ١٧٩ مخ کې دى . ابن عساکر تاريخ ، ٦٣١ حديث . هيثمي، مجمع الزوايد ٩/١٧٩ . خوارزمي مقتل ١/١٥٩ -١٦٢ . ابن اثير ،تاريخ ٦/٢٣٠، ٨/١٩٩ . شجري امالي، ١٨٨ مخ . ابن صباغ مالکى فصول المهمة، ١٤٥مخ . روض النضير ١/٨٩ . صواعق المحرقه ١١٥مخ . کنزالعمال ٦/٢٢٣ پخوانى چاپ . الخصائص الکبرى ٢/١٢٥ . د اهل بيتو په ښوونځي کې يې په دې کتابونو کې وګورئ : مثير الاحزان ٨مخ . ابن طاووس، لهوف ٦ او ٧ مخونه .

[2] . ابن عساکر تاريخ، د امام حسين د حالاتو شرح ، ٦٢٩حديث . مجمع الزوايد ٩/١٨٨ . کنزالعمال ١٣/ ١١٢ . ابن کثير، تاريخ ٨/١٩٩ او د اهل بيتو د ښوونځي په کتابونو کې : شيخ طوسي، امالي، ١/٣٢٣ . مثير الاحزان ٧-١٠ مخونه . لهوف ٧-٩ مخونه.

[3] . ابن سعد طبقات ٢٦٩ حديث . ابن عساکر  تاريخ، ٦٢٧ حديث، د امام حسين د حالاتو شرح . خوارزمي مقتل ، ١/ ١٥٩ . مجمع الزوايد ٩/ ١٨٧ ، ١٨٨ . کنزالعمال ١٣/١٠٨، ٦/٢٢٣ . الصواعق المحرقه ١١٥مخ .خصائص السيوطي ٢/ ١٢٥، ١٢٦. غولي، حوهرة الکلام للقرة، ١١٧مخ، شيخ طوسي، امالي، ١/٣٢٥ . شجري، امالي، ١٧٧ مخ.

[4] . مستدرک الصحيحين ٤/ ٣٩٨ . طبراين المعجم الکبير، ٥٥حديث . ابن عساکر تاريخ ٦١٩ حديث . ابن سعد طبقات ، ٤٢-٤٤ مخونه، ٦٢٨ حديث . ذهبي تاريخ الاسلام، ٣/١١ . سير اعلام النبلا ٣/١٩٤-١٩٥ . خوارزمي مقتل ١/١٥٨-١٥٩ . محب الدين طبري، ذخائر العقبى ١٤٨ او ١٤٩ مخونه . ابن کثير تاريخ ٦/٢٣٠ . متقي کنزالعمال ١٦/٢٦٦ .

[5] . امام احمد حنبل،مسند ٣/ ٢٤٢ او ٢٦٥. ابن عساکر تاريخ د امام حسين د حالاتو شرح، ٦١٥ او ٦١٧  احاديث . طبراني معجم الکبير، ٤٧ حديث . خوارزمي مقتل ١/١٦٠ او ١٦٢ . ذهبي، تاريخ الاسلام ٣/ ١٠ . سير اعلام النبلا ٣/١٩٤ .ذخائر العقبى ١٤٦ او ١٤٧ مخونه . مجمع الزوايد ٩/١٨٧ او ١٩٠ . ابن کثير تاريخ، باب الاخبار بمقتل الحسين ٦/٢٢٩  چې عبارت يې داسې دى :  " موږ اورېدل،چې په کربلا کې وژل کېږي" .کنزالعمال ١٦/٢٦٦ . ابن حجر الصواعق المحرقه ١١٥مخ . ابن نعيم الدلايل ٣/٢٠٢ . الروض النضير ١/١٩٢ . قسطلاني،المواهب المدنية ٢/١٩٥. سيوطي خصايص ٢/٢٥ . ابوبکر هيثمي، مواردالضمان بزوائد صحيح ابن حبان ٥٥٤ مخ . د اهل بيتو په ښوونځي کې: شيخ طوسي امالي ١/٢٢١، چې عبارت يې داسې دى : " يوه له سترو پرښتو....."