په بودېزم کې خالق

په ټولیز ډول بودېزم داسې یو آئین دی چې په واحد خدای باندې باور په کې شتون نه لري. په دې ترتیب سره دغه آئین د الحادي (غیر ماتریالېستي) یا شرکي آئین په توګه توصیف کېږي، په داسې حال کې چې دغه توصیفات د یو شمېر پوهانو له خوا ننګول شوي دي ځکه چې د بودېزم یو شمېر ډولونه متعالي، نه زېږېدلي او له کوم قید او شرط پرته بېلابېل واقعیتونه (د بېلګې په توګه د بودا ماهیت) مطرح کوي.[۱][۲][۳][۴]

بودایي لارښوونې څرګندوي چې د دیوا په نامه الهي موجودات (ځینې مهالونه د خدایانو په توګه هم ژباړل کېږي)، نور بودايي خدایان، جنتونه او د سامسار دوکتورینو له مخې بېرته زیږون یا څرخي زیږون شتون لري. بودېزم لارښوونه کوي چې هېڅ یو له دغو خدایانو څخه خالق یا هم ابدي موجود نه دی په داسې حال کې چې کولای شي ډېر اوږد ژوند ولري. په بودېزم کې دیوا هم د بیاځلي زیږون په څرخه کې بند ګڼل کېږي او له امله یې فضلیت لرونکی نه بلل کېږي. له همدې امله په داسې حال کې چې په بودېزم کې څو خدایان شتون لري، خو اصلي تمرکز پر هغو نلري. پیټر هاروي بیا دغه چاره «د څو خدایانو عبادت» بولي. [۵][۶][۷]

بودايي متون همدارنګه څرګندوي چې د ماهابراهما په څېر دنیوي خدایان په تېروتنې سره د خالق په توګه ګڼل کېږي. د بودایانو هستي پوهنه د تړلې ریښې لرونکو دوکتورینو څخه پیروي کوي چې له مخې یې هره ښکارنده د بلې ښکارندې سره په اړوندتیا رامنځته کېږي، له همدې امله نه شو کولای په هغو کې هېڅ لومړنی بې تحرکه محرک تصدیق یا تشخیص کړو. په لومړنیو بودايي متنونو کې ګوتاما بودا انځور شوی چې څرګندوي هغه د نړۍ لپاره هېڅ واحد پیل نه دی لیدلی. [۸][۹]

د منځنیو پېړیو پر مهال د واسوباندو په څېر بودايي فیلسوفانو په پراخه کچه هندويي خلقت پالنه او خدای باوري رد کړه. له همدې امله د متیو کاپشتاین په څېر معاصر څېړونکي د بودېزم دغه پړاو د خدای باورۍ ضد پړاو په توګه توصیف کوي. په معاصره دوره کې د بودایانو د خدای باورۍ ضد لیکنې د رایج بودېزم اړوند د عیسوي مبلغینو او د هغوی د نیوکو په غبرګون کې شوې دي. [۱۰][۱۱]

له دې سره هم یو شمېر لیکوالان لکه بي. آلن والاس او ډوګلاس داکورث څرګندوي چې په وجریانا بودېزم کې ځانګړې لارښوونې کولای شو د نوو افلاطوني الهیاتو او پانتئېزم په څېر د خدای باورو لارښوونو سره ورته وبولو. همدارنګه د ایروکانا یا امیتابها په څېر بېلابېلو څېړونکو د غوره او ابدي بودا اړوند د ختیځې اسیا بودايي لارښوونې د پانتئېزم او پویشي خدای باورۍ په څېر د خدای باورۍ له ځانګړو ډولونو سره پرتله کړې دي.[۱۲][۱۳]

لومړني بودايي متون

سمول

ډیمین کیون څرګندوي چې په سمیوتا نیکایا کې بودا بیاځلي زیږون له «نه تشخیص کېدوني پیل پرته د سلګونو زرو کلونو پخوانۍ چاره» بولي. د سمیوتا په ۱۵:۱ او ۱۵:۲ برخو کې راغلي: «دغه سامسارا د کشف وړ پیل پرته ده. د هغو موجوداتو اړوند لومړنی اقدام تشخیص وړ نه دی چې لارورکي او ستړي دي؛ همدارنګه یې جهالت مخه نیولې او د خپلو خواهشاتو په بند کې ګیر دي». [۱۴][۱۵]

د بودا پوهنې د عالم ریچارډ هېز په خبره لومړني نیکایا ادبیات د خالق خدای د شتون مسئله «په لومړۍ درجه کې د معرفت پوهنې له نظر یا هم له اخلاقي پلوه» تر څېړنې لاندې نیسي. په دغو متنونو کې بودا له خالق څخه د منکر یا ملحد په توګه نه دی ښوول شوی چې ادعا وکړي کولای شي د دغه ډول خدای نه شتون ثابت کړي، بلکې د هغه تمرکز په نورو ښوونکو دی چې د هغوی لارښوونې د تر ټولو غوره خیر لامل ګرځي. [۱۶]

د هېز په خبره په تیویجا سوتا (DN ۱۳) کې له براهما (برهماساهاویتا) سره د یوځای کېدو د غورې لارې اړوند د دوو برهمنو د مناقشې اړوند لیکل شوي چې هغه ته د تر ټولو لوی خدای په سترګو ګوري، هغه په تر ټولو واکمن او د هر څه لیدونکی بولي. ورته مهال د بودا له خوا له یو لړ پوښتنو وروسته دا څرګندوي چې دوی له دغه برهما څخه کومه هېڅ مستقیمه تجربه نه لري، له همدې امله بودا د دوی مذهبي موخې له خندا ډکې، بې ځایه او بې ګټې بولي. [۱۷]

هېز همدارنګه څرګندوي چې په لومړیو متنونو کې بودا د یو ملحد په توګه نه دی انځور شوی، بلکې تر ډېره پورې د یو شکاک په څېر دی چې د خالق خدای اړوند د فکرونو په څېر له مذهبي اټکلونو سره مخالف دی. هېز د دیوادا سوتا (میجهیما نیکایا ۱۰۱) په استناد لیکي، «په داسې حال کې چې لوستونکی دې پایلې ته رسېږي چې دا له خدای پرته اړوندتیا، د تېر ژوندانه اعمال، برخلیک، د زیږون ډول یا هم د ژوندانه هڅې دي چې زموږ د تجربیاتو لامل ګرځي، نو له همدې امله له غم او ناخوښۍ څخه د خدای د شتون د رد کولو لپاره هېڅ ډول سیستماتیک استدلال نه شي وړاندې کېدلی». [۱۸]

نارادا تېرا بیا څرګندوي چې بودا په ځانګړې توګه په اګوتارا نیکایا باندې د نقد په موخه د یو عالي خدای (د ایشوارا په نوم) په واسطه د خلقت دوکتورینو ته مخه کوي. دغه دوکتورین د یو متعال خدای په واسطه خلقت داسې تعریف کوي: «هر څومره خوښي، درد یا عادي احساسات چې یو کس یې تجربه کوي د عالي خدای (issaranimmāṇahetu) د خلقت له امله دي». بودا په دغه نظر نقد کړی ځکه چې هغه دغه دکتورین برخلیک ټاکونکي او د بې عملۍ یا ټنبلۍ لامل بولي: [۱۹]

«نو د متعال خدای د خلقت له امله انسانان قاتلین، غله، بدحجابه، درواغجن، تهمت ویونکي، تېري کوونکي، کبرجن، طمع لرونکي، بد غوښتونکي او منحرف کېږي. خدای د یو ذاتي دلیل په توګه د دغه کار د ترسره کولو او یا هم له هغو څخه د پرهیز په موخه نه کومه لیوالتیا لري، نه یې هم هڅه کوي او نه هم ورته اړتیا لري». [۲۰]

په یو بل لومړني سوتا کې (Devadahasutta, Majjhima Nikāya 101) بودا هغه درد او رنځ چې ځانګړو کسانو ته اړوندېږي بیانوی او څرګندوي چې که چېرې دا د یو خدای له خوا خلق شوي وي، احتمالا دا نو بیا شیطاني خدای دی: [۲۱]

«که چېرې هغه خوند او یا درد چې ژوندي موجودات یې احساس کوي د یو متعال خدای د خلاقانه اقدام څخه وي، بیا نو په ډاډ سره ویلی شو چې نیګانتایان د شرور خدای له خوا خلق شوي، ځکه چې دوی اوس دردناک، سخت او ستړي کوونکي احساسات تجربه کوي».

سرچينې

سمول
  1. Harvey, Peter (2019). "Buddhism and Monotheism", p. 1. Cambridge University Press.
  2. Taliaferro 2013، م. 35.
  3. Blackburn, Anne M.; Samuels, Jeffrey (2003). "II. Denial of God in Buddhism and the Reasons Behind It". Approaching the Dhamma: Buddhist Texts and Practices in South and Southeast Asia. Pariyatti. pp. 128–146. ISBN 978-1-928706-19-9.[مړه لينکونه]
  4. Schmidt-Leukel (2006), pp. 1-4.
  5. Harvey, Peter (2019). "Buddhism and Monotheism", p. 1. Cambridge University Press.
  6. Kapstein, Matthew T. The Buddhist Refusal of Theism, Diogenes 2005; 52; 61.
  7. Harvey, Peter (2019). "Buddhism and Monotheism", p. 1. Cambridge University Press.
  8. Harvey, Peter (2019). "Buddhism and Monotheism", p. 1. Cambridge University Press.
  9. Harvey 2013، م. 36-8.
  10. Kapstein, Matthew T. The Buddhist Refusal of Theism, Diogenes 2005; 52; 61.
  11. Schmidt-Leukel (2006), p. 9.
  12. Zappulli, Davide Andrea (2022). Towards a Buddhist theism. Religious Studies, First View, pp. 1 – 13. doi:10.1017/S0034412522000725
  13. B. Alan Wallace, "Is Buddhism Really Non-Theistic?". Snow Lion Newsletter, Volume 15, Number 1, Winter 2000. کينډۍ:ISSN.
  14. Bhikkhu Bodhi (2005). "In the Buddha's Words: An Anthology of Discourses from the Pali Canon." p. 37. Simon and Schuster.
  15. Keown, Damien (2013). "Encyclopedia of Buddhism." p. 162. Routledge.
  16. Hayes, Richard P., "Principled Atheism in the Buddhist Scholastic Tradition", Journal of Indian Philosophy, 16:1 (1988:Mar) pgs 5-6, 8
  17. Hayes, Richard P., "Principled Atheism in the Buddhist Scholastic Tradition", Journal of Indian Philosophy, 16:1 (1988:Mar) p. 2.
  18. Hayes, Richard P., "Principled Atheism in the Buddhist Scholastic Tradition", Journal of Indian Philosophy, 16:1 (1988:Mar) pp. 9-10
  19. Narada Thera (2006) "The Buddha and His Teachings," pp. 268-269, Jaico Publishing House.
  20. Narada Thera (2006) "The Buddha and His Teachings," pp. 268-269, Jaico Publishing House.
  21. Westerhoff, Jan. “Creation in Buddhism” in Oliver, Simon. The Oxford Handbook of Creation, Oxford University Press, Oxford, forthcoming