په بنګال کې د ۱۹۴۳ز کال وچکالي(قحطي)


په بنګال کې د ز کالوچکالي( قحطي) هغېوچکالي ته ویل کېږی چې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د بریتانيوي هند په بنګال ایالت (اوسني بنګله دېش، لویدیځ بنګال او ختیځ هند) کې رامنځته شوه. د ۶۰,۳ میلیونه نفوس څخه په اټکلي ډول ۲,۱ څخه تر ۳,۸ میلیونه وګړي د لوږې، ملاریا او نورو هغو ناروغیو له امله مړه شول چې له خوارځواکۍ، د وګړو د بېځایه کېدنې، غیرصحي شرایطو او د روغتیايي پاملرنې له نه شتون څخه رامنځته شوې وه. په میلیونو خلک بېوزلي شول، د کړکېچ له امله د اقتصاد ستره برخه اغېزمنه شوه او ټولنیز جوړښت په ویجاړوونکې توګه ګډوډ شو. په پایله کې، کورنۍ یو له بله جلا شوې، سړو خپل فارمونه خرڅ کړل او د کار موندلو یا بریتانوي هندي پوځ سره د یوځای کېدو په موخه له کوره ووتل، ښځې او ماشومان بې کوره کډوال شول چې ډېری مهال به یې کلکتې او نورو سترو ښارونو ته د منظمې مرستې په لټه کې کډه کوله. تاریخپوهان دې پېښې  ته د انتروبوجېنیک (د انسان په لاس رامنځته شوی) حالت وايي او کاږي چې : د جګړې د وخت استعماري سیاستونو دا حالت جوړ او بیا یې کړکېچ لاپسې ډېر کړ، خو بیا هم یوه لږه کۍ ډله دا وايي چې: یاده قحطي د طبیعي عواملو په پایله کې رامنځته شوه.

د بنګال اقتصاد زښته ډېر کرنیز و او د نیمايي او درېیو برخو ترمنځ بېوزلي کلیوال بزګران په "نیمه لوږې حالت" کې اوسېدل. په ټپه درېدلي کرنیز محصولات او ثابت ځمکنی بنسټ په چټکه توګه د ډېرېدونکي نفوس غم نه  شوای خوړلای، نو ځکه هم په اوږدمهال کې د سړي سر وریځو ته لاسرسی کم شو او هم د ليږې ځمکې درلودونکو او ځمکې نه درلودونکو کارګرانو او بېوزلو شمېره ډېره شوه. د دوی ډېری یې د سختو او ملاماتوونکو پورونو د څرخې لاندې کار وکړ او پایله یې دا شوه چې هم د پورونو اسیران شول او هم یې د ځمکو د غصب له امله خپلې ځمکې له لاسه ورکړې. 

د پوځي پراختیا تمویل د جګړې د مهال د انفلاسیون لامل شو، ځکه د زرګونو بزګرانو ځمکې د پوځ د تمویل لپاره ځانګړې کړل شوې وې. ډ‌ېرو کارګرانو ته د مزدورۍ په بدل کې د محصول د یوې برخې د ورکولو پر ځای، نغدې پیسې ورکول شوې. کله چې بیې زښته لوړې شوې، نو د هغوی د مزدورۍ پیسو بسنه نه کوله، نو په مزدوریو کې رښتینی کمښت د دې لامل شو چې دوی لږ خوراکي توکي وپېرلی شي. د جاپان له لوري د برما د اشغال پر مهال، د وریځو ډېری واردات له منځه ولاړل ځکه د وریځو او کښتیو اړوند د بریتانیې د "انکار سیاستونو" له امله د سیمې د بازار د عرضو او ټرانسپورټ سیسټم ګډوډ شو (اشغال ته د "سوزېدلې ځمکې یا زمین سوخته" غبرګون). د بنګال د سوداګرۍ خونې (چې تر ډېره د بریتانوي شرکتونو له خوا جوړه شوې وه)، د بنګال د حکومت په تاییدۍ سره، د خوراکي توکو طرحه وړاندې کړه چې له مخې به توکي او خدمتونه هغو کارګرانو ته په ترجیحي بڼه وروېشل کېږي چې په لوړ لومړیتوب درلودونکو دندو کار کوي، لکه وسلوال ځواکونه، جګړییز صنعتونه، دولتي مامورین او نورې "لومړتیوب درلودونکې طبقې"، تر څو دی خپلې دندې خوشې نه کړي. د دې سره سره، غلې دانې ته لاسرسی راټیټ شو: د ولایتونو تر منځ د بېړنیو سوداګریزو خنډونو له امله کورنۍ سرچینې محدودې شوې، پداسې حال کې چې د چرچیل د جګړې د کابینې مرستې هم په ښکاره د جګړې د وخت بېړیو د کمښت له امله هم محدودې وې. تر ټولو نږدې لاملونه یې په جنوب-لویدیځ بنګال کې د سترې کچې طبیعي ناورینونه دي (یوه بړبوکۍ، توپاني څپې او سېلونه، او د وریخو د کښت ناروغۍ). د مړینې پر شمېره د دې هر یوه لامل اغېز د بحث وړ دی.  [۱][۲][۳]

ولایتي حکومت د قحطۍ له شتون څخه منکر شو او د ناورین په تر ټولو ناوړه میاشتو کې بشري مرسته بې اغیزې وه. لومړی حکومت هڅه وکړه چې د شولو وریځو په بیو اغېز ولري خو په بدل کې یې تور بازار رامنځته او پلورونکي یې وهڅول چې انبارونه ډک وساتي؛ او وروسته له هغه چې کنټرول لرې شو، نو د شدید احتکار له امله شدید انفلاسیون (د پیسو پړسوب) رامنځته شو. کله چې د ۱۹۴۳زکال په اکټوبر میاشت کې د بريتانوي هند پوځ د تمویل کنټرول ترلاسه کړ، مرسته په ستره کچه زیاته شوه، خو اغېزمنه مرسته هغه مهال راورسېده چې په ډېسمبر میاشت کې د وریځو کښت په بېسارې کچه ډېر شو. د قحطۍ په سبب مړینه راکمه شوه خو بیا هم په ۱۹۴۴  ز کال کې، وروسته له هغه چې د غذايي امنیت ناورین راکم شو، د ناروغیو له امله په قحطۍ پورې اړوند مړینې رامنځته کېدلې. 

مخینه سمول

د ۱۹مې پېړۍ له وروستیو څخه تر ستر رکود پورې، ټولنیزو او اقتصادي ځواکونو د بنګال د عاید د وېش پر جوړښت او د نفوس د ساتنې لپاره د کرنې برخې پر وړتیاوو ژوبلوونکی اغېز درلود. په دې پروسو کې د کورنۍ ډېر پور، چټکې ودې درلودونکى نفوس، په ټپه ولاړ کرنیز محصولات، ډېرېدونکې ټولنیزې ‌ډل بندي او له خپلو ځمکو څخه د بزګرې طبقې پردي کول شامل دي. دغې چارې په واضح ډول مشخصې شوې ټولنیزې او اقتصادي ډلې په بېوزلۍ او پورونو کې ډوبې پرېښودې، ځکه دوی نه د اقتصادي شاکونو سره د مقابلې توان درلود او نه یې هم له لنډې مودې ورهاخوا خوراکي توکو ته لاسرسی درلودلای شوای. په ۱۹۴۲ او ۱۹۴۳ ز کلونه کې، د نړیوالې جګړې په شرایطو کې، بنګالیان له ګڼو، پېچلو او ځینې مهال ناڅاپي شاکونو سره مخ و. میلیونونه یې د لوږې پر وړاندې زیانمنونکي وو.  [۴][۵]

د هند حکومت د قحطۍ تحقیقاتو راپور (۱۹۴۵) کاږي چې بنګال د "وریځو تولیدونکو او وریځو خوړونکو ځمکه ده". وریځو د دې ولایت په کرنیزو محصولاتو ولکه درلوده. د کرنې وړ ۸۸ سلنه ځمکه یې وریځو کاروله او د ټولټال محصولاتو ۷۵ سلنه یې وریځې وې. په ټوله کې، بنګال د هند یو پر درېیمه برخه وریځې تولیدولې - له هر بل ولایت څخه ډېرې. د خوړو د ورځني مصرف له ۷۵ څخه ۸۵ سلنه یې وریځه وه، او کبان د د خوړو دویمه ستره سرچینه و او بیا ورپسې لږ څه غنم راتلل. [۶][۷]

په بنګال کې درې فصله وریژې کېږي. تر ټولو مهم فصل یې د امان وریخو (aman rice) ژمنی فصل دی چې په مۍ او جون میاشت یې کري او په نومبر او ډیسمبر میاشت کې یې ریبی، او د ټولټال کلنی محصول ۷۰٪ جوړوي. تر ټولو مهمه یې لا دا چې په ۱۹۴۲م کال کې (د بحث وړ) وریځو تولید کمښت بیا په همدې امان فصل کې رامنځته شو.[۸]

د شلمې پیړۍ له پیل راهیسې د هر جریب وریځو حاصلات په ټپه ولاړ وو. د نفوسو زیاتوالي چې ورسره شو، نو داسې فشارونه یې رامنځته کړل چې د قحطۍ مخکښ لامل شول. د ۱۹۴۱م کال د سرشمېرنې له مخې، بنګال په ۷۷۴۴۲ میله مربع سیمه کې ۶۰ میلیونه نفوس درلود. د مړینې د کچې په ټېټېدو سره، چې تر یوه حده د ۱۹۴۳م کال څخه وړاندې قحطۍ په راکمولو کې د برتانیا راج د بریا له امله وه، د دې هېواد نفوس له ۱۹۰۱ څخه تر ۱۹۴۱ پورې ٪۴۳ ډېر شو - له ۴۲,۱ میلیون څخه ۶۰,۳ میلیونه ته. په همدې موده کې د هند ټول نفوس بیا ٪۳۷ ډېر شو. اقتصاد نږدې ټول کرنیز و خو محصولات یې بیا په نړۍ کې تر ټولو په ټیټه کچه وو. کرنیزه ټکنالوژي یې پرمختللې نه وه، پورونو ته لاسرسی محدود او ګران و، او د هر ډول حکومتي مرستې امکانات د سیاسي او مالي محدودینو له امله له خنډ سره مخ وو.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې سمول

  1. Famine Inquiry Commission 1945a، ص. 30, as cited in A. Sen 1981a, p. 56
  2. Mukerjee 2010، ص. 95.
  3. Greenough 1980، ص. 212.
  4. Bose 1982a، صص. 33–37.
  5. Arnold 1991، ص. 68.
  6. Mahalanobis، Mukherjea او Ghosh 1946، ص. 338.
  7. Famine Inquiry Commission 1945a، ص. 10.
  8. Famine Inquiry Commission 1945a، صص. 32–33.
  9. Islam 2007b، ص. 185.
  10. Islam 2007b، صص. 200–204.
  11. Islam 2007b، صص. 203–204.
  12. Famine Inquiry Commission 1945a، ص. 4.
  13. Islam 2007a، ص. 433.