په بلغاریا کې هلوکاسټ

په بلغاریا کې هلوکاسټ له ۱۹۴۱ زکال څخه تر ۱۹۴۴ زکال پورې د بلغاریا په پاچاهۍ کې د یهودیانو ځورونې او همدارنګه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د بلغاریا تر اشغال لاندې یوګوسلاویايي او یوناني سیمو کې د یهودانو وژلو او تبعید ته اشاره لري چې د نازي جرمني د متحد، تزار دریم بوریس او لومړي وزیر بوګدان فیلوف د دولت له خوا ترسره شول. د یهودانو ځورونه په ۱۹۴۱زکال کې د یهودیت ضد قوانینو په تصویب کېدو پیل شوه چې د ۱۹۴۳ زکال په مارچ میاشت کې د بلغاریا تر اشغال لاندې د شمالي یونان، مقدوني یوګوسلاویا او پیروټ برخو د استوګنو نږدې ټولو یهودانو – ۱۱۳۴۳ تنه – په بندي کولو او تبعید کولو اوج ته ورسېده. دغه یهودان د بلغاریايي چارواکو له خوا لومړی ویانا ته تبعید او بالاخره د نازي جرمني تر اشغال لاندې پولنډ کې د وژنو کمپونو ته ولېږدول شول. [۱][۲]

د دغه هېواد له خوا د ۴۸۰۰۰ یهودانو د ویستلو بهیر د یهودیت ضد قوانینو له تصویب سره هم مهاله پیل شول، خو دغه بهیر د دیمیتر پشف په مشرۍ د پارلمان د یو شمېر غړو د مداخلې له امله ودرول شو. راتلونکو عامه لاریونونو او همدارنګه د مخکښو څېرو فشارونو تزار اړ کړ چې بهر ته د یهودانو د تبعید اړوند نورې طرحې رد کړي. پر ځای یې د صوفیا ښار ۲۵۷۴۳ تنه یهودان د ښار لرې پرتو برخو ته وشړل شول او د هغو شتمنۍ مصادره شوې. ورته مهال له ۲۰ څخه تر ۴۶ کلونو عمر لرونکي یهودي نارینه د ۱۹۴۴ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې په کاري پوځ کې شامل کړای شول. هغه مواردو ته چې د ۱۹۴۳ زکال په پسرلي کې یې د وژنو کمپونو ته د نږدې ۴۸۰۰۰ یهودانو د لېږلو مخه ونیوله د «بلغاریايي یهودانو د ژغورنې» عبارت کارول کېږي. له همدې امله د محور ځواکونو تر کنټرول لاندې اروپا کې د ژوندیو پاتې شوو یهودانو کچه د نورو هېوادونو په پرتله په بلغاریا کې زیاته وه. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

مخینه سمول

د دواړو نړیوالو جګړو ترمنځ دوره کې یهودانو د بلغاریا د نفوسو ۰:۸٪ برخه جوړوله چې شمېر یې شاوخوا ۴۸۰۰۰ تنه و. له دغو څخه نیمايي برخې یې په صوفیه ښار کې ژوند کاوه. له ۹۰٪ څخه زیات یې په بلغاریا کې زیږېدلي و؛ ۹۲٪ یې د بلغاریا تابعیت درلود او همدارنګه یې د بلغاریا په سوداګرۍ کې ۵.۱۷٪ ونډه لرله. د بلغاریا یهودي ټولنې له دولت سره غوره اړیکې لرلې، هماغه ډول چې په ۱۹۰۹ زکال کې د صوفیه ښار د نوې او لویې کنیسې (په اروپا کې دریمه لویه کنیسه ده) په پرانیست غونډه کې د بلغاریا د سلطنتي کورنۍ ګډون د هغوی څرګندويي کوله. [۱۴][۱۵]

د تزار دریم بوریس تر شخصي واکمنۍ لاندې بلغاریايي دولت د ۱۹۳۰مې لسیزې پر مهال په مخ پر زیاتوالي ډول نازي جرمني ته اړوند شو، ځکه چې غوښتل یې د دغه هېواد نړیواله اقتصادي انزوا ماته او د بالکان له تړون سره مقابله وکړاي شي؛ هغه تړون چې ټولو ګاونډیو یې لاسلیک کړی و. په دې سره تر ۱۹۳۹ زکال پورې د بلغاریا ۷۰٪ سوداګري یوازې له جرمني سره وه. هغه مهال چې جرمني اعلان وکړ، نور د وارسا تړون ته پابند نه دی او له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې یې ځانته اړوند ټول قلمرونه نیولي؛ په لومړۍ نړیواله جګړه کې د دغه هېواد متحدې بلغاریا هم په ورته ډول نویي - سور - سن هوکړه رد کړه او له یونان، یوګوسلاویا او رومانیا سره یې په جګړه کې له لاسه ورکړي خپل پخواني قلمروونه بېرته ونیول. د ۱۹۴۰ زکال په سپټمبر میاشت کې د هېټلر په مرسته له رومانیا څخه د سویلي دوبروجا د حیاتي سیمې له نیولو وروسته بلغاریا تر ډېره پورې جرمني ته په اړوند یو کمپ واوښته. په یونان باندې د برید په موخه د جرمني په چمتوالي او همدارنګه د بلغاریا له لارې ټرانزیټ ته د اړتیا له امله بالاخره دغه هېواد د ۱۹۴۱ زکال په مارچ میاشت کې په رسمي ډول له درې ګوني تړون سره یوځای شو.

په دغه هېواد باندې د جرمني نفوذ په مخ پر زیاتوالي ډول د دغه هېواد په سیاسي ډګر کې منعکس شو. د ۱۹۳۰مې لسیزې پر مهال یو شمېر فاشېزم پلوي ګوندونه تاسیس شول چې تر ټولو پام وړ یې لژیونران او راټنیکان و؛ دوی په صوفیه کې د کریسټال ناخت یا د ماتو ښېښو د شپې خپله نسخه پلې کړه. دغو بنسټونو یهودیت ضد تبلیغات خپرول، بروشورونه یې وېشل او د نازیانو له نژادي لیکنو څخه یې کاپي کوله. په داسې حال کې چې هېڅ یوې دغې ډلې د جرمني له نازیانو سره د نږدې اړیکو لرلو له امله پام وړ وګړیز ملاتړ ترلاسه نه کړ. ورته مهال تزار په ۱۹۳۹ زکال کې د نازیانو یو شمېر ملاتړي سیاستوال په لوړو څوکیو وګمارل څو له نازي جرمني سره خپلې اړیکې ټینګې کړي. په دغو کسانو کې د کورنیو چارو وزیر پټار ګابروفسکي او د هغه مرستیال الکساندر بلف شامل وو چې دواړو بالاخره په هېواد کې د یهودانو ضد سخت دریځي قوانین طرح او د هغو په اجرا یې څارنه وکړه.

تزار له ۱۹۳۴ زکال څخه د ۱۹۴۳ زکال په اګست میاشت کې د خپلې مړینې تر مهاله د بلغاریا ټولې واګې په خپل لاس کې اخیستې وې له همدې امله د هغه دغه شخصي واکمني د معاصرو تاریخ پوهانو له خوا «نرمه دیکتاتوري» بلل کېږي. ده هڅه وکړه د یو لړ لګښتونو په منلو بلغاریا له جګړې لرې وساتي، همدارنګه یې ختیځې جبهې ته د سرتېرو د لېږلو اړوند د فشار پر وړاندې مقاومت وکړ؛ که یې داسې نه وای کړي نو بیا له نازي جرمني سره په بشپړه توګه اوږه په اوږه مخکې تلونکی هېواد ګڼل کېده.

له اشغالي سیمو څخه د یهودانو شړل سمول

د ۱۹۴۱ زکال په اپرېل میاشت کې جرمني سرتېرو د بلغاریا له خاورې څخه په یونان او یوګوسلاویا برید وکړ او د څو اونیو په ترڅ کې یې هغو ته ماته ورکړه. د اپرېل په اوولسمه نېټه د پاچا دریم بوریس، هېټلر او همدارنګه د کنټ سیانو ترمنځ په ناسته کې بلغاریا د یوناني ختیځې مقدونیې او لویدیځې تراکیا او همدارنګه د یوګوسلاویا د واردار مقدونیې او پیروټ ولایتونو د کنټرول مسئولیت پر غاړه واخیست؛ دا هغه برخې وې چې بلغاریا یې د خپلولو په موخه په لومړۍ نړیواله جګړه کې جګړه کړې وه او تمه یې لرله هغه د تل لپاره ځانته الحاق کړي. یو بل احتمالا وژونکی عامل هم له ملت څخه د ملاتړ په موخه نوی تصویب شوی قانون و؛ د دغه قانون له مخې په نویو نیول شوو سیمو کې یهودان له بلغاریايي تابعیت څخه بې برخې ګڼل کېدل. دغې سیمې د ۱۹۴۱ زکال له اپرېل میاشتې څخه د ۱۹۴۴ زکال تر سپټمبر – اکتوبر میاشتې پورې د بلغاریا په ولکه کې وې. [۱۶]

د ۱۹۴۲ زکال په جنوري میاشت کې جرمني نازي په وانزه کنفرانس کې د یهودي مسئلې لپاره وروستۍ حل لار ترسیم کړه چې له امله یې د یهودانو د چارو نوې کمیسارۍ په دغې وروستۍ حل لارې کې د بلغاریا د ونډې لپاره په پلان جوړولو پیل وکړ. بلف د ۱۹۴۳ زکال د فبروري په ۲۲مه نېټه د نازي جرمني د اس اس ګارد له مخکښ قومندان تئودور ډانکر سره په پټه یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې په پیل کې د یونان او یوګوسلاویا له اشغالي سیمو څخه ۲۰ زره یهودان وشړي. [۱۷]

د بلغاریايي چارواکو له خوا ۱۱۳۴۳ تنه یهودان ( ۷۱۲۲ یې له مقدونیې او ۴۲۲۱ یې له تراکیا څخه) راغونډ او د نازیانو له خوا د اشغالي پولنډ په تربلینکا کمپ کې اعدام کړای شول. د یونان د ختیځې مقدونیې او تراکیا، یوګوسلاویايي مقدونیې او پیروټ یهودان د ۱۹۴۳ زکال د مارچ تر ۴مې نېټې راغونډ کړای شول. دغه یهودان په بلغاریا کې له ټرانزیټي کمپونو څخه د اورګاډو په واسطه د دانوب ایالت لوم ښار او له هغه ځایه په بېړیو کې ویانا ته ولېږل شول چې بیا د اورګاډو په واسطه تربلینکا ته یووړل شول. هغه د اوسپنې پټلۍ چې تبعیدي یهودان یې له یونان څخه لېږدول د بلغاریا د یهودي اجباري کارګرانو له خوا د ۱۹۴۲ زکال له ژمي څخه د ۱۹۴۳ زکال تر لومړیو پورې جوړه شوې وه. د همدغه کال د مارچ تر ۱۵مې نېټې پورې یوازې د محدود شمېر یهودانو پرته په تربلینکا کې نور ټول بندي یهودان ووژل شول. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

اجباري کار سمول

د ۱۹۴۱ زکال په جنوري میاشت کې له ملت څخه د ملاتړ قانون اجرا وړ وګرځېد چې له مخې یې یهودان د عسکرۍ د خدمت پر ځای د اجباري کار په ترسره کولو مکلف ګڼل کېدل او همدارنګه یې یهودان د ګواښ رامنځته کوونکو کسانو په توګه بلل. د بلغاریا د لوی درستیز په امر د ۱۹۴۱ زکال د جنوري له ۲۷مې نېټې ورسته د بلغاریا په پوځ او ریزرف قطعاتو کې ټول یهودي سرتېري او افسران کاري پوځ ته ولېږل شول په داسې حال کې چې په پیل کې یې خپلې رتبې او امتیازات هم لرل. ورته مهال نوي یهودي سرتېري په مستقیم ډول کاري پوځ ته معرفي کېدل. [۲۲][۲۳]

سرچينې سمول

  1. Brustein, William I.; Brustein, Professor William (2003-10-13). Roots of Hate: Anti-Semitism in Europe Before the Holocaust (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-77478-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Monastir During the Holocaust article from Yad Vashem
  3. Ragaru, Nadège (2017-03-19). "Contrasting Destinies: The Plight of Bulgarian Jews and the Jews in Bulgarian-occupied Greek and Yugoslav Territories during World War Two". Online Encyclopedia of Mass Violence (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Factsheet of historical information regarding the Holocaust". www.worldjewishcongress.org. Shalom. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Rescue of Bulgarian Jewry". aishcom. 23 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Did Bulgaria Save All of its Jews? article by Angel Wagenstein (in Bulgarian)
  7. Crowe, David M. (2018-05-04). The Holocaust: Roots, History, and Aftermath (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-429-96498-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sage, Steven S. (2018). "Bulgaria". In Megargee, Geoffrey P.; White, Joseph R. (المحررون). The United States Holocaust Memorial Museum Encyclopedia of Camps and Ghettos, 1933–1945, Volume III: Camps and Ghettos under European Regimes Aligned with Nazi Germany (په انګلیسي ژبه کي). Indiana University Press. د کتاب پاڼي 7, 10, 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-253-02386-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Bulgaria". United States Holocaust Memorial Museum Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Chary, Frederick B. (1972). The Bulgarian Jews and the final solution, 1940-1944. Pittsburgh: University of Pittsburgh Press. OCLC 878136358. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780822976011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lacqueur, Walter; Baumel, Judith Tydor (2001). The Holocaust Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. د کتاب پاڼي 98–104. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-13811-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ioanid, Radu (2010-11-25). Occupied and Satellite States. Oxford University Press. doi:10.1093/oxfordhb/9780199211869.003.0022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sofia: Double-Faced Bulgaria Civil Society and the Holocaust: International Perspectives on Resistance and Rescue
  14. Ignatov, Mario (2011-04-08). "The Bulgarian Jews during WWII: Myth and Reality". SSRN Western Political Science Association 2011 Annual Meeting Paper (په انګلیسي ژبه کي). SSRN = 1767111 1767111. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Assoc. Prof. Rumyana Dimitrova Marinova-Christidi, Ph.D. - Sofia University "St. Kliment Ohridski" - "The Fate of the Bulgarian Jews during the Holocaust – the Menace, the Rescue, the Aliya"
  16. Ragaru, Nadège (2017-03-19). "Contrasting Destinies: The Plight of Bulgarian Jews and the Jews in Bulgarian-occupied Greek and Yugoslav Territories during World War Two". Online Encyclopedia of Mass Violence (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Chary, Frederick B. (1972). The Bulgarian Jews and the final solution, 1940-1944. Pittsburgh: University of Pittsburgh Press. OCLC 878136358. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780822976011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Crowe, David M. (2018-05-04). The Holocaust: Roots, History, and Aftermath (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-429-96498-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Sage, Steven F. (2018). "Bulgaria". In Megargee, Geoffrey P.; White, Joseph R.; Hecker, Mel (المحررون). The United States Holocaust Memorial Museum Encyclopedia of Camps and Ghettos, 1933–1945, Volume III: Camps and Ghettos under European Regimes Aligned with Nazi Germany (په انګلیسي ژبه کي). Bloomington: Indiana University Press. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-253-02386-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. ""The Fate of the Bulgarian Jews" p. 18 by Webb, Chris, and Boris Skopijet". Holocaustresearchproject.org. "The German Occupation of Europe" HEART, 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Todorov, Tzvetan (2001). The Fragility of Goodness. Why Bulgaria's Jews Survived the Holocaust. London: Weidenfeld & Nicolson. د کتاب پاڼې 9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Недялков, Димитър Илиев. "Българската войска – държавният "инструмент" за спасяване на българските евреи". fakel.bg. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Sage, Steven F. (2018). "Bulgaria". In Megargee, Geoffrey P.; White, Joseph R.; Hecker, Mel (المحررون). The United States Holocaust Memorial Museum Encyclopedia of Camps and Ghettos, 1933–1945, Volume III: Camps and Ghettos under European Regimes Aligned with Nazi Germany (په انګلیسي ژبه کي). Bloomington: Indiana University Press. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-253-02386-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)