په برېښنايي شاک باندې درملنه

په برېښنايي شاک درملنه (په انګلیسي ژبه: Electroconvulsive therapy) هغه اروايي درملنه ده چې له مخې یې د انسان په عصبي سیسټم کې عمومي ګډودي (له عضلاني ستونزو پرته) د برېښنا پر مټ د رواني اختلالونو په تنظیم سره درملنه کېږي. په معمول ډول له ۷۰ څخه تر ۱۲۰ ولټاژه برېښنا د انسان سر ته ورکول کېږي چې له امله یې نږدې ۸۰۰ میلی امپیره جریان چې د الکترودونو ترمنځ انتقال کېږي د ۱۰۰ ملي ثانیو وخت څخه تر ۶ ثانیو پورې له یوې شقیقې څخه تر بلې (دوه اړخیز ECT) له مخې څخه شاته او یا هم د سر له یوه اړخه (یو اړخیز ECT) څخه په مغزو کې جریان مومي. له دې سره د دغه برېښنايي جریان یوازې یو سلنه برېښنا د سر له جمجمې څخه مغز ته ننوزي ځکه چې د جمجمې مقاومت د وجود د نورو برخو د پوست په پرتله سل ځله زیات دی. [۱][۲]

د ECT له کړنلارې څخه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۸ زکال کې د ایټالوي اروايي درملګر اوګو چرلتي له خوا ګټنه وشوه چې په ډېرې چټکۍ سره یې د هغه مهال د لږ خوندي او بې اغېزو بیولوژیکي درملنو ځای یې ونیو. له ECT څخه د ناروغ په اجازه د رواني ستړیا، مانیا (شیدایي) او کاتاتونیا ناروغیو پر مهال د موثرې او خوندي درملنې په توګه ګټنه کېږي. د ECT ماشینونه په ۱۹۷۶ زکال کې د متحده ایالاتو د خوړو او درملو د ادارې له خوا په دریمه کټګوري وسایلو کې طبقه بندي شول. په ۲۰۱۸ زکال کې دغه وسایل د کاتاتونیا، شدیدې افسردګۍ او دوه ګوني اختلال په برخه کې د کارول کېدو له امله د دویمې کټګوري وسایلو په ډله کې شامل شول. [۳][۴][۵][۶][۷]

په مغزو باندې له اغېز سربېره د ECT معمول فزیکي ګواښونه لنډ مهالې بېهوښۍ ته ورته دي. د دغې درملنې دود جانبي عوارض ګنګس توب او په لنډ مهالې توګه د حافظې له لاسه ورکول دي. په امیدوارو ښځو کې د شدیدې افسردګۍ په درملنه کې دغه یو له هغو اغېزمنو لارو چارو ده چې جنین ته یې زیان ډېر لږ دی. [۸][۹][۱۰]

د ECT په یوه معمول دوره کې څو ځله د دغې چارې تجویز شاملېږي چې معمولا په اونۍ کې دوه یا درې ځله ترسره کېږي تر هغه مهاله چې ناروغ نورې د ناروغۍ علامې وه نه لري. ECT د بیهوښۍ او عضلاني آرامښت پر مهال ترسره کېږي. د ECT څخه ګټنه کېدای شي په درې ډوله د اجرا له مخې توپیر ولري: د الکترودونو ځای پر ځای کول، د فریکونسي پر مټ درملنه او د برېښنايي محرک موج له ډول څخه ګټنه. دغه درملیز پارامترونه کېدای شي د نامطلوبو جانبي عوارضو او د ناروغۍ د درمنلې په برخه کې پام وړ توپیرونه رامنځته کړي. [۱۱]

د دستګاه څخه د کار اخیستنې ډول کېدای شي د سر له دواړو خواوو څخه وي چې له مخې یې برېښنايي جریان د مغز له یوه لوري څخه بل لوري ته لېږدول کېږي، یا هم کېدای شي یو اړخیز وي چې له امله یې جریان یوازې د مغزو له یوې نیمې کرې تېرېږي. په لوړ ډوز باندې یو اړخیزه ECT د دوه اړخیزې ECT د متوسط ډوز په پرتله غوره ګڼل کېږي په داسې حال کې چې د افسردګۍ یا ستړیا د له منځه وړو په برخه کې دواړه له یو بل څخه کوم توپیر نه لري.[۱۲][۱۳]

طبي ګټنه

سمول

له ECT څخه هغه مهال د ناروغ په رضایت ګټنه کېږي چې د هغه شدیده ستړیا، کاتاتونیا او اوږد مهاله مانیا نوره د درملو پر مټ د درملنې وړ نه وي؛ یا هم په هغو شرایطو کې ترې ګټنه کېږي کله چې «د ناروغۍ شدت دومره زیات وي چې چټک یا قطعي غبرګون ته اړتیا وي (د بیلګې په توګه کله چې ناروغ د بې حسۍ، په حرکاتو کې د شاته پاتې کېدو، د افسردګۍ له امله د وهم رامنځته کېدو یا هم د مانیا د شدید توب له امله له جسمي ګواښ سره مخ وي). له دغې کړنلارې څخه په ذهني ناتوانۍ باندې د اخته کسانو د اوتېزم ناروغۍ په درملنه کې ګټنه کېږي خو د سیسټماتیکو ارزونو موندنې یې ښيي چې په دغه مورد کې یې د مداخلې اغېز نه دی ثابت شوی. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د شدیدې افسردګۍ اختلال

سمول

د افسردګۍ د شدید اختلال پر مهال د کاناډايي لارښود او د یو شمېر کارپوهانو له استدلال سره چې هغه ECT لومړۍ درمنه بولي، خو په ټولیزه بڼه له ECT څخه هغه مهال ګټنه کېږي چې یوه یا څو درملنې له ماتې سره مخ شوې وي یا هم په داسې بېړني حالت کې وي چې ناروغ د ځان وژنې په هڅه کې وي. له ECT څخه همدارنګه د افسردګۍ په یو شمېر منتخبو مواردو کې چې د مولټیپل سکلروز، پارکینسون ناروغۍ، هانټینګټون کریا، په وده کې د ځنډ، د مغز د شریاني او وریدي ګډوډیو او همدارنګه هایدروسفالي له امله رامنځته کېږي استفاده کېږي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

موثریت

سمول

په یو اړخیزه او دوه اړخیزه افسردګۍ باندې د ECT د موثریت اړوند څو اړخیزې بشپړې څېړنې په ۲۰۱۲ زکال کې ترسره شوې. پایلو وښووله چې په داسې حال کې چې په  یوه اړخیزه او دوه اړخیزه افسردګۍ باندې اخته ناروغانو د نورو ټولو طبي درملنو پر وړاندې بېلابېل غبرګون له ځانه ښود خو په دواړه ډوله افسردګۍ کې د ECT اغېز یو ډول و. په ټولیزه توګه هغه ناروغان چې یو اړخیزه ستړیا یې لرله په یوه دوره درملنه کې یې ۵۰.۹ سلنه مثبت بدلون درلود په داسې حال کې چې د دوه اړخیزې افسردګۍ د ناروغانو اړوند دغه شمېره ۵۳.۲ سلنه وه. په هره ډله کې د هر ناروغ د افسردګۍ کچه له درملنې وړاندې ارزول کېده چې وه یې ښوده هغه ناروغان چې شدیده افسردګي لري د ECT سره مثبت غبرګون ښيي. [۲۵]

طبي څارنه

سمول

په شدیده افسردګۍ باندې د اخته ناروغانو لپاره له ECT وروسته د مناسبې څارنې اړوند ډېر لږ توافق شتون لري. هغه مهال چې له ECT وروسته د افسردګۍ ضد درملو توصیه کېږي، شاوخوا ۵۰٪ کسان په ECT باندې له ابتدايي درملنې وروسته په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې خپل لومړني حالت ته ګرځي په داسې حال کې چې ۳۷ سلنه یې بیا په راتلونکو شپږو میاشتو کې بېرته لومړني حالت ته ګرځي. نږدې دوه چنده له هغو زیات چې د افسردګۍ ضد درمل بیا نه کاروي. د درملنې اړوند ډېری شواهد درې دوره یې درملو ته اړوندېږي. په نوو درملو سره لومړني حالت ته د بېرته ګرځېدو څخه د مخنیوي شواهد شتون نه لري. [۲۶]

دا څرګنده شوې چی لیتیوم لومړني حالت ته د بېرته ګرځېدو ګواښ په ځانګړې توګه په ځوانو ناروغانو کې کموي. [۲۷]

کاتاتونیا

سمول

په عامه بڼه ECT په کاتاتونیا باندې د اخته کسانو لپاره چې نورې درملنې ورباندې اغېز ونکړي د دویمې ټاکنې په توګه په پام کې نیول کېږي خو که چېرې کاتاتونیا شدیده او یا هم د ژوند ګواښونکې وي بیا نو د لومړۍ ټاکنې په توګه ترې ګټنه کېږي. په داسې حال کې چې د دغې درملنې موثریت په یاده ناروغۍ کې په ناڅاپي توګه تثبیت شوی خو داسې ګڼ شمېر شواهد شتون لري چې په «معموله بڼه په کاتاتونیا باندې د اخته ناروغانو په درملنه کې د ECT موثریت تائید کوي». د اوتېزم طیف په اختلالاتو باندې اخته کسانو کې چې کاتاتونیا لري د ECT د اغېز اړوند ډېر لږ شواهد شتون لري؛ په داسې توګه چې تر ۲۰۱۴ زکال پورې د هغو ۱۲ مثبت موارد ثبت شوي دي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

مانیا

سمول

ECT د هغو کسانو په درملنه کې کارول کېږي چې په شدیده یا اوږد مهاله مانیا باندې اخته وي؛ د انګلستان د روغتیا پالنې ملي انستیتیوت یوازې د ژوندانه په تهدید کوونکو حالتونو یا هغه مهال کې چې نورې درملنې کومه فایده ونکړي له ECT څخه د ګټنې لارښوونه کوي او په دې سره د دوه اړخیزې مانیا لپاره هغه د دویمې ټاکنې درملنې په توګه په پام کې نیسي. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

شیزوفرني

سمول

په ټوله نړۍ کې د شیزوفرنی ناروغۍ په حالت کې له ECT څخه په پراخه کچه ګټنه شتون لري، خو په شمالي امریکا او لویدیځه اروپا کې تل یوازې هغه مهال ورته اجازه ورکول کېږي چې یاده ناروغي د نورو درملو په وړاندې پیاوړې پاتې شي او نورې درملنې یې حتی لږ مثبت علایم هم په ناروغ کې رامنځته نه کړي. د دغې درملنې څخه د ګټنې اړوند جامع څېړنیز شواهد شتون لري. د کاتاتونیک شیزوفرنی په شدید حالت او یا هم د زیاتوالي په حالت کې که هغه مخ پر زیاتوالي او یا هم په یوه حالت کې وي دغه درملنه ګټمنه ده. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې

سمول
  1. Rudorfer, MV, Henry, ME, Sackeim, HA (2003). "Electroconvulsive therapy" Archived 2007-08-10 at the Wayback Machine.. In A Tasman, J Kay, JA Lieberman (eds) Psychiatry, Second Edition. Chichester: John Wiley & Sons Ltd, 1865–1901.
  2. Solano, Juanjo (2009-04-20). "Electroconvulsive Therapy" (PDF). p. 4. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-02-18. بياځلي په 2022-05-17.
  3. Rudorfer, M. V., Henry, M. E., & Sackheim, H. A. (1997). "Electroconvulsive therapy". In A. Tasman, J. & J. A Lieberman (Eds.), Psychiatry (1535–1556)
  4. Beloucif S (2013). "Informed consent for special procedures: electroconvulsive therapy and psychosurgery". Curr Opin Anesthesiol. 26 (2): 182–185. doi:10.1097/ACO.0b013e32835e7380. PMID 23385317. S2CID 36643014.
  5. US Food and Drug Administration (2018-12-21). "FDA In Brief: FDA takes action to ensure regulation of electroconvulsive therapy devices better protects patients, reflects current understanding of safety and effectiveness" (Press release) (in انګليسي).
  6. "CFR – Code of Federal Regulations Title 21".
  7. FDA. FDA Executive Summary. Prepared for the January 27–28, 2011 meeting of the Neurological Devices Panel Meeting to Discuss the Classification of Electroconvulsive Therapy Devices (ECT). Quote, p. 38: "Three major practice guidelines have been published on ECT. These guidelines include: APA Task Force on ECT (2001); Third report of the Royal College of Psychiatrists' Special Committee on ECT (2004); National Institute for Health and Clinical Excellence (NICE 2003; NICE 2009). There is significant agreement between the three sets of recommendations."
  8. Surgeon General (1999). Mental Health: A Report of the Surgeon General, chapter 4.
  9. American Psychiatric Association; Committee on Electroconvulsive Therapy; Richard D. Weiner (chairperson); et al. (2001). The practice of electroconvulsive therapy: recommendations for treatment, training, and privileging (2nd ed.). Washington, DC: American Psychiatric Publishing. ISBN 978-0890422069.
  10. Pompili M, et al. (Dec 2014). "Electroconvulsive treatment during pregnancy: a systematic review". Expert Rev Neurother. 14 (12): 1377–1390. doi:10.1586/14737175.2014.972373. PMID 25346216. S2CID 31209001.
  11. Margarita Tartakovsky (2012) Psych Central. 5 Outdated Beliefs About ECT Archived 2013-08-08 at the Wayback Machine.
  12. Kolshus E, Jelovac A, McLoughlin DM (2017). "Bitemporal v. high-dose right unilateral electroconvulsive therapy for depression: a systematic review and meta-analysis of randomized controlled trials" (PDF). Psychol Med. 47 (3): 518–530. doi:10.1017/S0033291716002737. PMID 27780482. S2CID 10711085. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2021-06-16.
  13. Abbott CC, et al. (Mar 2014). "A review of longitudinal electroconvulsive therapy: neuroimaging investigations". J Geriatr Psychiatry Neurol. 27 (1): 33–46. doi:10.1177/0891988713516542. PMC 6624835. PMID 24381234.
  14. Beloucif S (2013). "Informed consent for special procedures: electroconvulsive therapy and psychosurgery". Curr Opin Anesthesiol. 26 (2): 182–185. doi:10.1097/ACO.0b013e32835e7380. PMID 23385317. S2CID 36643014.
  15. FDA. FDA Executive Summary. Prepared for the January 27–28, 2011 meeting of the Neurological Devices Panel Meeting to Discuss the Classification of Electroconvulsive Therapy Devices (ECT). Quote, p. 38: "Three major practice guidelines have been published on ECT. These guidelines include: APA Task Force on ECT (2001); Third report of the Royal College of Psychiatrists' Special Committee on ECT (2004); National Institute for Health and Clinical Excellence (NICE 2003; NICE 2009). There is significant agreement between the three sets of recommendations."
  16. World Health Organisation (2005). WHO Resource Book on Mental Health, Human Rights and Legislation Archived 2006-12-06 at the Wayback Machine.. Geneva, 64.
  17. Benevides, Teal W; Shore, Stephen M; Andresen, May-Lynn; Caplan, Reid; Cook, Barb; Gassner, Dena L; Erves, Jasmine M; Hazlewood, Taylor M; King, M Caroline; Morgan, Lisa; Murphy, Lauren E (2020). "Interventions to address health outcomes among autistic adults: A systematic review". Autism (in انګليسي). 24 (6): 1345–1359. doi:10.1177/1362361320913664. ISSN 1362-3613. PMC 7787674. PMID 32390461. S2CID 218586379.
  18. Lipsman N, et al. (Jan 2014). "Neuromodulation for treatment-refractory major depressive disorder". Canadian Medical Association Journal. 186 (1): 33–39. doi:10.1503/cmaj.121317. PMC 3883821. PMID 23897945.
  19. Tasman, Allan; Kay, Jerald; Lieberman, Jeffrey A.; First, Michael B.; Riba, Michelle B., eds. (2015). Psychiatry. Chichester, UK: John Wiley & Sons, Ltd. doi:10.1002/9781118753378. ISBN 978-1118753378.
  20. Bolwig, Tom G (2005). "First-line Use of ECT". The Journal of ECT. 21 (1). Ovid Technologies (Wolters Kluwer Health): 51. doi:10.1097/01.yct.0000158271.45828.76. ISSN 1095-0680. PMID 15791182.
  21. FDA. FDA Executive Summary. Prepared for the January 27–28, 2011 meeting of the Neurological Devices Panel Meeting to Discuss the Classification of Electroconvulsive Therapy Devices (ECT). Quote, p. 38: "Three major practice guidelines have been published on ECT. These guidelines include: APA Task Force on ECT (2001); Third report of the Royal College of Psychiatrists' Special Committee on ECT (2004); National Institute for Health and Clinical Excellence (NICE 2003; NICE 2009). There is significant agreement between the three sets of recommendations."
  22. Fitzgerald, P. B (2013). "Non-pharmacological biological treatment approaches to difficult-to-treat depression". The Medical Journal of Australia. 199 (6 Suppl): S48–51. doi:10.5694/mja12.10509. PMID 25370288. S2CID 204073048.
  23. "Depression in adults: The treatment and management of depression in adults. NICE guidelines CG90". National Institute for Clinical Excellence. 2009.
  24. Murray ED, Buttner N, Price BH (2012). "Depression and Psychosis in Neurological Practice". In Bradley WG, Daroff RB, Fenichel GM, Jankovic J (eds.). Bradley's Neurology in Clinical Practice: Expert Consult. Vol. 1 (6th ed.). Philadelphia: Elsevier/Saunders. pp. 114–115. ISBN 978-1437704341.
  25. Dierckx, Bram; Heijnen, Willemijn T; van den Broek, Walter W; Birkenhäger, Tom K (2012). "Efficacy of electroconvulsive therapy in bipolar versus unipolar major depression: a meta-analysis". Bipolar Disorders. 14 (2). Wiley: 146–150. doi:10.1111/j.1399-5618.2012.00997.x. ISSN 1398-5647. PMID 22420590. S2CID 44280002.
  26. Jelovac A, et al. (Nov 2013). "Relapse following successful electroconvulsive therapy for major depression: a meta-analysis". Neuropsychopharmacology. 38 (12): 2467–2474. doi:10.1038/npp.2013.149. PMC 3799066. PMID 23774532.
  27. Lambrichts, S; Detraux, J; Vansteelandt, K; Nordenskjöld, A; Obbels, J; Schrijvers, D; Sienaert, P (2021). "Does lithium prevent relapse following successful electroconvulsive therapy for major depression? A systematic review and meta-analysis". Acta Psychiatrica Scandinavica. 143 (4): 294–306. doi:10.1111/acps.13277. ISSN 0001-690X. PMID 33506961. S2CID 231759831.
  28. DeJong H, et al. (Sep 2014). "A systematic review of interventions used to treat catatonic symptoms in people with autistic spectrum disorders". J Autism Dev Disord. 44 (9): 2127–2136. doi:10.1007/s10803-014-2085-y. PMID 24643578. S2CID 22002956.
  29. Sienaert P, et al. (Dec 2014). "A clinical review of the treatment of catatonia". Front Psychiatry. 5: 181. doi:10.3389/fpsyt.2014.00181. PMC 4260674. PMID 25538636.
  30. FDA. FDA Executive Summary. Prepared for the January 27–28, 2011 meeting of the Neurological Devices Panel Meeting to Discuss the Classification of Electroconvulsive Therapy Devices (ECT). Quote, p. 38: "Three major practice guidelines have been published on ECT. These guidelines include: APA Task Force on ECT (2001); Third report of the Royal College of Psychiatrists' Special Committee on ECT (2004); National Institute for Health and Clinical Excellence (NICE 2003; NICE 2009). There is significant agreement between the three sets of recommendations."
  31. Sienaert P, et al. (Dec 2014). "A clinical review of the treatment of catatonia". Front Psychiatry. 5: 181. doi:10.3389/fpsyt.2014.00181. PMC 4260674. PMID 25538636.
  32. Leroy, Arnaud; Naudet, Florian; Vaiva, Guillaume; Francis, Andrew; Thomas, Pierre; Amad, Ali (2018). "Is electroconvulsive therapy an evidence-based treatment for catatonia? A systematic review and meta-analysis". European Archives of Psychiatry and Clinical Neuroscience (in انګليسي). 268 (7): 675–687. doi:10.1007/s00406-017-0819-5. ISSN 0940-1334. PMID 28639007. S2CID 4013882.
  33. Kanba S, Kato T, Terao T, Yamada K (Jul 2013). "Guideline for treatment of bipolar disorder by the Japanese Society of Mood Disorders, 2012". Psychiatry Clin Neurosci. 67 (5): 285–300. doi:10.1111/pcn.12060. PMID 23773266. S2CID 2058163.
  34. Malhi GS, et al. (Dec 2012). "Mania: diagnosis and treatment recommendations". Curr Psychiatry Rep. 14 (6): 676–686. doi:10.1007/s11920-012-0324-5. PMID 22986995. S2CID 37771648.
  35. FDA. FDA Executive Summary. Prepared for the January 27–28, 2011 meeting of the Neurological Devices Panel Meeting to Discuss the Classification of Electroconvulsive Therapy Devices (ECT). Quote, p. 38: "Three major practice guidelines have been published on ECT. These guidelines include: APA Task Force on ECT (2001); Third report of the Royal College of Psychiatrists' Special Committee on ECT (2004); National Institute for Health and Clinical Excellence (NICE 2003; NICE 2009). There is significant agreement between the three sets of recommendations."
  36. NICE Guidance on the use of electroconvulsive therapy. NICE technology appraisals TA59. Published date: April 2003
  37. Tharyan P, Adams CE (2005). Tharyan P (ed.). "Electroconvulsive therapy for schizophrenia". The Cochrane Database of Systematic Reviews (2): CD000076. doi:10.1002/14651858.CD000076.pub2. PMID 15846598.
  38. FDA. FDA Executive Summary. Prepared for the January 27–28, 2011 meeting of the Neurological Devices Panel Meeting to Discuss the Classification of Electroconvulsive Therapy Devices (ECT). Quote, p. 38: "Three major practice guidelines have been published on ECT. These guidelines include: APA Task Force on ECT (2001); Third report of the Royal College of Psychiatrists' Special Committee on ECT (2004); National Institute for Health and Clinical Excellence (NICE 2003; NICE 2009). There is significant agreement between the three sets of recommendations."
  39. NICE Guidance on the use of electroconvulsive therapy. NICE technology appraisals TA59. Published date: April 2003
  40. Penders TM, Gestring RE, Vilensky DA (November 2012). "Intoxication delirium following use of synthetic cathinone derivatives". The American Journal of Drug and Alcohol Abuse. 38 (6): 616–617. doi:10.3109/00952990.2012.694535. PMID 22783894. S2CID 207428569.
  41. Penders TM, et al. (December 2013). "Electroconvulsive Therapy Improves Persistent Psychosis After Repeated Use of Methylenedioxypyrovalerone ("Bath Salts")". The Journal of ECT. 29 (4): 59–60. doi:10.1097/YCT.0b013e3182887bc2. PMID 23609518. S2CID 45842375.