په ایران کې د ښځو د حقونو ډلې

د ایراني ښځو د حقونو خوځښت یا جنبش زنان ایران بنسټ، د ښځو د حقونو لپاره د ایراني ښځو د ټولنیز خوځښت له مخې اېښودل شوی. دغه خوځښت د لومړي ځل لپاره له ایراني مشروطه انقلاب وروسته په ۱۹۱۰ کې رامنځته شو، هغه مهال چې د مېرمنو لومړنۍ مجله د ایراني مېرمنو له خوا چاپ شوه. دغه خوځښت تر ۱۹۳۳ کال پورې ترهغه مهاله دوام وکړ کله چې د رضا شاه پهلوي له خوا منحل اعلان کړای شو. چې بیا د ۱۹۷۹ کال د ایران له انقلاب وروسته را څرګند شو.[۱][۲]

د ۱۹۶۲ او ۱۹۷۸ کلونو ترمنځ د ایراني ښځو خوځښت یو لړ بریاوو ته لاسرسی وموند چې یو له هغو د رایو کارولو حق وو (په ۱۹۶۳ کال کې، د محمد رضا شاه پهلوي د سپین انقلاب پر مهال). همدارنګه دوی اجازه ترلاسه کړه چې د عامه خدمتونو په دفترونو کې کار وکړي، په ۱۹۷۵ کال کې د کورنۍ ساتنې قانون یو شمېر نور حقونه هم ښځو ته ورکړل، چې د هغو له ډلې د طلاق او جلاکېدو په برخه کې حقونه او همدارنګه د څو ښځو لرلو د شمېر کموالی وو. د اسلامي انقلاب پر مهال د ښځو حقونه محدود شول. د ۱۹۷۹ له انقلاب وروسته ګڼ شمېر قوانین تصویب شول لکه د ښځو لپاره د جبري حجاب لرل او همدارنګه په عامه ډول د حجاب کولو قانون. د ۲۰۱۶ کال د نومبر په میاشت کې، د ایران د پارلمان نږدې ۶ سلنه غړې ښځې وې، په داسې حال کې چې په نړیواله کچه په منځني ډول ۲۳٪ څوکۍ له ښځو سره وې.[۳][۴][۵]

د ایراني ښځو خوځښت لاهم خپلو هڅو ته دوام ورکاوه څو د اصلاحاتو پر بهیر خپل اغېز ولري، په ځانګړي ډول د یو میلیون لاسلیکونو په راغونډولو سره څو دښځو پر وړاندې تبعیض ته د پای ټکی کېږدي.[۶]

زده کړې

سمول

ښځینه فعالینو دا واضحه کړه چې زده کړې ددوی د هڅو اصلي برخه جوړوي. دوی استدلال کاوه چې د ښځو زده کړې په ټولیز ډول د ایران په ګټه دي، په ځانګړې توګه د هغو میندو له پلوه کوم چې د خپل هېواد لپاره غوره ماشوم لویوي. د پېړۍ په پیل کې بهرنیو مبلغینو د نجونو لپاره لومړنی ښوونځی پرانیست، کوم چې تر ډېره د مذهبي اقلیتونو اړوند ماشومانو پکې زده کړه پیل کړه. ورپسې حاجی میرزا حسن رشدیه او بی بی خانم استرابادی هم د نجونو ښوونځي پرانیستل، خو ډېر ژر بېرته وتړل شول. وروسته له ډېرو کلونو چې په غیر قانوني او خصوصي توګه د نجونو ښوونځیو فعالیت درلود، په پایله کې په کال ۱۹۱۸، دولت د نجونو لپاره د لسو لومړنیو(ابتدایه) ښوونځیو او د ښوونکو د روزنې د یو انستیتوت لپاره بودیجه ځانګړې کړه.

ټولنې او سازمانونه

سمول

په ۱۹۰۶ کال کې، له دې سره چې پارلمان ددوی غوښتنه رد کړه، ښځو څو سازمانونه له دې جملې "انجمن آزادي زنان" جوړ کړ، کوم چې تر هغه مهاله چې کشف او برید پرې وشو په پټه یې ناستې کولې. د وطن غوښتونکو ښځو ډله (جمیعت نسوان وطن خواه) په غالب ګمان په ۱۹۱۸ کال کې تاسیس شوه؛ چې بیا یې د نسوان وطن خواه په نوم نشریه خپره کړه.

په ۱۹۲۲ کال کې، محترم اسکندري د وطن پالو ښځو"سازمان زنان وطن پرست" په نوم سازمان جوړ کړ. هغه ونیول شو او بیا یې کورته اور واچول شو. د ښځو له فعالینو زندخت شیرازي، د ښځو انقلابي ټولنه "انجمن انقلابي زنان" جوړ کړ. د ښځو د خوځښتونو په دې لومړیو پړاونو کې د ښځو د حق غوښتلو اړوند ټولنو او سازمانونو کې تر ډېره د مشهورو مشروطه غوښتونکو لوڼو، خویندو او ښځو ګډون کاوه. په عامه توګه دوی له تحصیل یافته او د منځنۍ کچې له کورنیو څخه وې.

له اسلامي انقلاب وروسته

سمول

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د فبروري میاشتې له انقلاب وروسته، دښځو وضعیت په اساسي بڼه بدلون وموند. د ۱۹۷۸-۷۹ پورې په انقلاب کې د ښځو ونډه په مخکینیو لسیزو کې د  ښځو اړوند سازمانونو د هڅو پایله وه، له دې ډلې له ۱۹۶۰ مې لسیزې څخه تر ۷۰ مې پورې د هغو سازمانونو کوم چې ښځې یې له امله په خپل سیاسي رول وپوهېدې، او دوی ته یې دا درک ورکړ چې ځانونه څرګند کړي. ښځو له یوازاد او برابر دولت څخه په ملاتړ لاریون وکړ. د وخت په تېرېدو ښځو هغه یو شمېر حقونه چې د شاه په وخت کې یې ترلاسه کړي وو، په سیستماتیکه بڼه له لاسه ورکړل، د قانون له مخې، لکه د اجباري حجاب په ځانګړي ډول د ټکري یا چادر په اغوستو سره. له انقلاب وروسته ډېر ژر، د اجباري حجاب کولو او هغو حقونو اړوند چې د "کورنۍ ساتنې د قانون" له مخې ښځو ته ورکړل شوي وو اوازې خپرې شوې چې دا د "اسلام پر ضد" دي. دغه اوازې د یو شمېر دولتي چارواکو له خوا رد شوې او ګڼ شمېر ښځو هم د هغو له منلو انکار وکړ. خو له دې سره، ډېر وخت لا نه وو تېر، چې دغه اوازې په حقیقت بدلې شوې.[۷][۸][۹]

نوی فامیلي قانون لغو شو او حجاب هم اجباري شو. فرخرو پارسا لومړنۍ هغه ښځه چې د ایران په کابینه کې یې دنده ترسره کړې وه، اعدام شوه.[۱۰][۱۱][۱۲]

د حجاب قانون د مېرمنو د ګڼ شمېر غیر موازي ډلو له لاریونو سره مخ شو. ددغو لاریونونو موخه د لا زیاتو حقونو ترلاسه کول نه وو، بلکې دوی یوازې غوښتل هغه حقونه وساتي کوم یې چې مخکې ترلاسه کړي وو. د غږ پورته کولو په موخه درې مهمې ټولیزې هڅې وشوې:[۱۳]

  1. پنځه ورځنی لاریون چې د ۱۹۷۹ کال د مارچ په اتمه پیل شو؛
  2. د ۱۹۷۹ کال په ډسمبر میاشت کې د ښځو د یووالي کنفرانس؛
  3. د آیت الله خمیني له هغه فرمان وروسته لاریون کوم چې د هرهغه ډول نښې نښانې کارول یې منع کړل چې د شاه د حکومت یاد یې تازه کاوه. نتیجه یې هم د جبري حجاب کولو فرمان وو.

دغه ټولیزې او یا هم کوچنۍ هڅې، نه یوازې د اسلامي محافظه کارانو له مخالفت سره مخ وې، ان ځینې وختونه د کیڼو سیاسي ډلو له خوا هم له ستونزو سره مخ کېدلې، د بېلګې په توګه د فدايي ډلې له خوا د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د ښځو د یووالي د کنفرانس په ورځ د لاریون برابرول وو. په حقیقت کې ډېری چپ ډلو د ښځو د حقونو لپاره کوم ځانګړې پلان او لید نه درلود. دوی فکر کاوه چې په اتوماتیک ډول د یوې ایډیال کمونستي/سوسیالیستي جامعې په جوړېدو د ښځو وضعیت ښه کېدلای شي.[۱۴][۱۵]

د یوویشتمې پېړۍ فعالیتونه

سمول

د انقلاب له بریا وروسته په ۱۹۹۷ کال کې یو شمېر ښځې وتوانېدې چې د یوې فوټبال مسابقې د لیدو لپاره سټودیوم ته ننوځي. همدارنګه د ښځو د حقوقو په برخه کې یو شمېر سلاکارانې کورنیو ته اړوند ځانګړو محکمو ته وروپېژندل شوې.[۱۶][۱۷]

په ۲۰۰۶ کال کې له تبعیض ډکو قوانینو د لغو کولو په موخه د یو میلیون لاسلیکونو د راغونډولو کمپاین پیل شو څو د دغه یو میلیون لاسلیکونو په مټ د تبعیض پلي کوونکو قوانینو د تغییر او همدارنګه د کورنیو په قانون کې د اصلاح په موخه یې پارلمان ته وړاندې او له هغو غوښتنه وکړي پر هغو قوانینو چې له مخې یې تبعیض کېږي بیا کتنه وکړي او اصلاح یې کړي. بل کمپاین هم 'سنګسار د تل لپاره بس کړی'.[۱۸]

له هغه ځایه چې ډېری ایراني نجونو په ۱۹۸۰مه لسیزه کې زده کړو ته لاسرسی وموند، دولت هم په لوړه کچه د مذهبي زده کړو زمینه ښځو ته برابره کړه، چې له دې سره د اسلامي تفکر پر بنسټ یو شمېر منطقي موارد رامخته شول چې هغو د ښځو د حقونو اړوند ازادیو لپاره له مبارزې سره مرسته وکړه. له دې سربېره ګڼ شمېر ښځې په غوره کار برابرونکو بدلې شوې، ځینو یې ان لوړو څوکیو لکه د پارلمان څوکیو ته لار ومونده. لکه څرنګه چې په ۱۹۹۶ کال کې د یوې مرکې پرمهال پیاوړې سیکولر وکیلې مهر انګیز کار څرګنده کړه ”انقلاب ښځو ته پر ځان باور ورکړ. له ټولو هغو قربانیو سره چې دوی ورکړې، ایراني ښځې پوهېږي څومره د دوی اوسني او راتلونکي مشران ددوی پوروړي دي. اوس دا یوازې د ښځو د یوې ډلې غوښتنه نه ده؛ دا ملي غوښتنه ده. اسلامي حکومت نشي کولای د دین او دولت ترمنځ د جدا کولو له وحشیانه ګواښ پرته له دغې موضوع تېښته وکړي“.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Sanasarian, Eliz (1982). The Women's Rights Movements in Iran. New York: Praeger. pp. 124–129. ISBN 0-03-059632-7.
  2. Afary, Janet. The Iranian Constitutional Revolution, 1906 - 1911, Columbia University Press, 1996.
  3. "Iranian Women and the Civil Rights Movement in Iran: Feminism Interacted" (PDF). Bridgewater State College. خوندي شوی له the original (PDF) on 2012-08-10. بياځلي په 2010-04-29.
  4. "Women in Parliaments: World Classification". Inter-Parliamentary Union. بياځلي په 2016-11-13.
  5. "Women in Parliaments: World and Regional Averages". Inter-Parliamentary Union. بياځلي په 2016-11-13.
  6. "Iran's Million Signatures Campaign: A Leading Voice for Democracy". Democracy Digest. خوندي شوی له the original on 2010-06-26. بياځلي په 2010-04-30.
  7. Afkhami, Mahnaz (2004). The Women's Organization of Iran: Evolutionary Politics and Revolutionary Change in Women in Iran from 1800 to the Islamic Republic By Lois Beck and Guity Nashat. University of Illinois Press. ISBN 978-0-252-07189-8.
  8. Sanasarian 136
  9. Sanasarian 124–129
  10. "Iranian Women and the Civil Rights Movement in Iran: Feminism Interacted" (PDF). Bridgewater State College. خوندي شوی له the original (PDF) on 2012-08-10. بياځلي په 2010-04-29.
  11. Afkhami, Mahnaz (1984). Iran: A Future in the Past--The "Prerevolutionary" Women's Movement in Sisterhood Is Global: The International Women's Movement Anthology, by Robin Morgan (ed.). New York, NY: Columbia University Press. ISBN 978-1-55861-160-3.
  12. Hansen, Liane (August 23, 2009). "Executed But Not Forgotten: Iran's Farrokhroo Parsay". NPR. بياځلي په April 22, 2010.
  13. Sanasarian, Eliz (1982). The Women's Rights Movements in Iran. New York: Praeger. pp. 124–129. ISBN 0-03-059632-7.
  14. Sanasarian, Eliz (1982). The Women's Rights Movements in Iran. New York: Praeger. ISBN 0-03-059632-7.
  15. Sanasarian, Eliz (1982). The Women's Rights Movements in Iran. New York: Praeger. pp. 144–147. ISBN 0-03-059632-7.
  16. Golbang, Ramin (1997-12-11). "There's Hope for Iran, Or Soccer as Metaphor". New York Times. خوندي شوی له the original on February 7, 2016. بياځلي په 2010-04-30.
  17. Gheytanchi, Elham (2000). "Chronology of Events Regarding Women in Iran since the Revolution of 1979". Social Research, Summer 2000. بياځلي په 2010-04-30.
  18. "Stop Stoning Forever".
  19. "Women's Rights in Iran". PRI's The World. خوندي شوی له the original on 2009-11-30. بياځلي په 2010-04-30.
  20. "Despite Odds Women's Movement Persists in Iran". NPR. بياځلي په 2010-04-30.
  21. "E' la prima rivoluzione via Internet, la guidano le donne e i blogger". Corriere della Serra. بياځلي په 2010-04-30.
  22. Keddie, Nikki R. Modern Iran: Roots and Results of Revolution. New Haven, Connecticut: Yale University Press, 2006. Pages 292-294.