په اوکراین کې د دين ازادي

په اوکراین کې د دین ازادي هغه حدود دي چې د دې هېواد خلک د هغه پر بنسټ، د نورو ډلو پر وړاندې د حکومت د پالیسۍ او ټولنیز چلند پام کې نیولو سره، په ازاده توګه خپلې دیني عقیده عملي کوي. د روسیې د پوځي لاسوهنې له امله په اوکراین کې ځینې سیمې چې په قانوني ډول او په نړیواله کچه د اوکراین خاوره پېژندل شوې یا د روسیې له خوا (کله د کریمیا قضیه) اداره کیږي یا د بیلتون غوښتونکو ډلو له خوا (لکه د لوهانسک اوبلاست او د دونتیسک اوبلاست  قضیه) اداره کیږي.

د دیني ازادۍ حق د اوکراین په قوانینو کې تضمین شوی دی او یو قانوني چوکاټ دیني ډلو د ثبت لپاره موجود دی. ځیني دیني ډلې د قانوني ملکیت ( د پخواني شوروي اتحاد له خوا د ضبط شوي ملکیت په ګډون) په ترلاسه کولو کې د سیمه ییزو دولتي ادارو له خوا د تبعیضي چلند له امله له ستونزو شکایت لري. [۱]

د اوکراین په هغو سیمو کې چې د روسیې له انقلاب وړاندې د روسیې د سترواکۍ تر کنټرول لاندې وې، د یهودانو ضد قوانین نافذ وو او د یهودانو پر ضد تاوتریخوالی یوه عادي پېښه وه. یهودو ضد قوانین د پرله پسې انقلابي حکومتونو له خوا لغوه شول خو د دین ضد مبارزې یې په ځانګړې توګه په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ کلونو کې پیل شوې. دیني پالیسي په ۱۹۴۰ لسیزه کې په اوکراین کې بدله شوه چې موخه یی د اوکراین د روسي اوتودوکس کلیسا پلوه ملتپالو دیني تمایلاتو ځپل وو، په داسې حال کې چې په دې وخت کې الحاد او بې دینۍ ته یې وده ورکړه. یهودان د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د نازیانو او اوکرایني ملتپالو ډلو له خوا په ډله ییزه توګه ووژل شول، په داسې حال کې چې د شوروي حکومت د کریمیا تاتار مسلمانان ډېری ازبکستان ته وشړل. په ۱۹۸۰ لسیزه کې په شوروي اتحاد کې دیني تعذیب ودرول شو چې په اوکراین کې د دیني احیا لامل شو. [۲][۳][۴][۵]

همدارنګه د مذهبي پالیسیو ازادي او ورسره د شوروي اتحاد سقوط په اوکراین کې د عیسوي مذهبونو ترمنځ هغه اختلاف ډېر کړ چې ساکت ظلمونه (همدارنګه چې د روسیې پلوه د ارتودوکس کلیسا څخه راپورته شوي ظلمونه) یوځل بیا پراخ شول. له ۲۰۱۹ ز کال را په دې خوا، د اوکراین د ارتودوکس کلیسا – د کیف مشرانو او د اوکراین د ارتودوکس کلیسا ماسکو مشرانو ترمنځ د واک پرسر روانې شخړې د  UOC-MP (د اوکراین د ارتودوکس کلیسا مسکو مشرانو) او د اوکراین د نوي په رسمیت پېژندل شوې اورتودوکس کلیسا ترمنځ شخړو ته اوښتې دي. دې ټولنو ته فرصت ورکړل شوی چې په UOC-MP کې پاتې شي یا د OCU (د اوکراین ارتودوکس کلیسا) سره یو ځای شي. دواړه یو UOC-MP او OCU د یوځای کېدو په بهیر یو بل په ناوړه چلند تورنوي. د ازادۍ په څېر د اوکراین ښي اړخې ملتپالې ډلې د مسکو د کلیسا مشرانو پرغړو یا بریدونه کړي او یا یې په بل ډول ځورولي دي.  [۶]

په اوکراین کې له ۲۰۱۳ ز کال را په دې خوا د یهودانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو پېښې شوې، که څه هم څارونکو ډلو تر ۲۰۱۹ ز کال پورې ویلي چې حالات مخ په ښه کېدو دي. [۶]

د مذهبي ودانیو او یادګارونو پر وړاندې ورانکاري عامه ده چې له امله یې ډیری بېلابېل مذهبونه اغیزمن شوي. تر ټولو زیات د یهودانو او رومن کاتولیکانو ودانۍ په نښه شوې.[۷]

په هغو سیمو کې چې د اوکراین د حکومت تر کنټرول لاندې نه دي، عیني شاهدان د روسیې او بېلتون غوښتوونکو چارواکو له خوا له ځورونې سره مخامخ شوي دي. روسي رسنیو هم په پرلپسې ډول عیني شاهدان او د کیف کلیسا مشران د "فاشیسټ پلوه" په توګه غندلي دي.[۷]

دیموګرافیکي معلومات

سمول

د ۲۰۱۹ زکال د اکتوبر میاشتې د ملي سروې پر بنسټ چې د رزومکوف مرکز له خوا چې د عامه پالیسۍ خپلواک څیړنیز بنسټ دی، ترسره شوه. په دې سروې کې ۶۴.۹ ارتودوکس مسیحي، ۹.۵ سلنه یوناني کاتولیک، ۱.۸ سلنه پروتستانت، ۱.۶ سلنه رومي کاتولیک، ۰.۱ سلنه یهودي، ۰.۱ سلنه مسلمانان، نور ۸ سلنه خپل ځان د "یوازې یو عیسوی" په توګه معرفي کړی او ۱۲.۸ سلنه ځواب ورکړی چې دوی په کومې مذهبي ډلې پورې تړاو نه لري. د بودایانو، هندوانو، د نورو ادیانو پیروانو او هغو کسانو چې خپل دین یې نه دی څرګند کړی، د نفوس پاتې سلنه تشکیلوي.   [۸]

د دينې ډلو نور تقسیم بندي

سمول

همدا راز رازومکوف بنسټ سروې ۶۴.۹ سلنه د مسیحي ارتودوکس پیژندل شوي ډله په ۱۳.۲ سلنه د اوکراین د نوي جوړې شوې ارتودوکس کلیسا پلویان، ۷.» سلنه د اوکراین د ارتودوکس کلیسا – کییف مشرانو پلویان، ۱۰.۶ سلنه د اوکراین ارتودوکس کلیسا (د مسکو مشرانو) پلویان، ۳۰.۳ سلنه "یوازې یو ارتودوکس معتقد؛" او ۳.۱ سلنه ناڅرګنده وېشلي دي. د فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، UOC-KP د هېواد په ټولو ولایتونو کې ټولنې لري؛ د UOC-KP د پیروانو لوی شمېر د هېواد په لویدیځو او مرکزي سیمو کې اوسیږي. همدا راز UOC-MP هم په ټول هېواد کې ټولنې لري. د UAOC (د اوکراین خپلواکه ارتودوکس کلیسا) ډیری ټولنې د هېواد په لویدیځه برخه کې دي. [۹][۱۰]

د اوکراین د یوناني کاتولیک کلیسا پیروان چې ترټولو لوی غیر ارتودوکس کلیسایي پیروان دي، د اټکل له مخې، څلور میلیونه غړي لري. د دې چې ډېری يې په لویدېځو د لویف، لوتسک، ایوانو- فرانکیوسک، او ترنوپیل ولایتونو کې ژوند کوي. د رومي کاتولیک کلیسا شاوخوا یو میلیون پیروان لري چې ډېری ټولنې یی په لیویف، خمیلنیتسکي، ژیتومیر، وینجیت او زکرپتیا ولایتونو کې اوسېږي. [۱۰]

د انجیل باپتیست ټولنه د اوکراین ترټولو لویه پروټستانت پلوه ټولنه ده. په نورو عیسوي ډلو پینتیکوسټال د اوومې ورځې ظهور کوونکي لوتران، د انګریزي کلیسا پلویان، د کالوین پلویان، د عیسي د ژر راتګ پلویان یا میتودیستان، پریسبیتریان، د عیسي شاهدان، او د عیسی مسیح د کلیسا د وروستیو ورځو اولیا شامل دي.   [۱۰]

د مسلمانانو نفوس د حکومتي ادارو او خپلواکو څیړنیز بنسټونو د شمېرو له مخې ۵۰۰۰۰۰ اټکل کوي. ځينې مسلمان مشران دا شمېر دوه ميليونه په ګوته کوي. د حکومتي شمېرو له مخې، د مسلمانانو اکثريت يې کريميا تاتاريان دي، چې شمېر يې ۳۰۰۰۰۰ اټکل شوی دی. [۱۰]

د حکومتي سرشمیرنې د ۲۰۰۱ ز کال د ډیټا پر بنسټ، ۱۰۳۶۰۰ یهودان په دې هېواد کې ژوند کوي چې د نفوس نږدې ۰.۲ سلنه جوړوي. خو د یهودي موسساتو او ټولنو ټولنه (VAAD)  وایي چې په دې هېواد کې نږدې ۳۰۰۰۰۰ یهودي نسلونه ژوند کوي.[۱۰]

هغه سیمې چې د روسیې د پوځي لاسوهنې له امله اغیزمنې شوې دي.

سمول

د (VAAD)  له قوله، د روسیې پوځي لاس وهنې د مخه، په ختیځ اوکراین کې نږدې ۳۰۰۰۰ یهودیان د ډونباس په سیمه کې اوسېدل. یهودي ډلې اټکل کوي چې د روسیې سره د یوځای کیدو دمخه د ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ پورې یهودي اوسیدونکي په کریمیا کې اوسیدل. په دې هېواد کې بودایان، د فالون ګونګ پیروان، د بهايي عقیدې پیروان او د کرشنا د د فکر د نړیوالې ټولنې پیروان هم شته. [۱۰]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. International Religious Freedom Report 2017, US Department of State, Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor. کينډۍ:PD-notice
  2. Druzenko, Genadiy, Religion and the Secular State in Ukraine, Strasbourg Consortium, 2014.
  3. History of Ukraine - The Land and Its Peoples by Paul Robert Magocsi, University of Toronto Press, 2010, ISBN 1442640855 (page 537)
  4. Herlihy, Patricia (1994) "Crisis in Society and Religion in Ukraine,"Occasional Papers on Religion in Eastern Europe: Vol. 14: Iss. 2,Article 1
  5. Alfred J. Rieber. "Civil Wars in the Soviet Union" (PDF). Project Muse: 145–147. Archived from the original (PDF) on 2020-10-30. نه اخيستل شوی 2021-11-22. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ "International Religious Freedom Report 2019 Ukraine". United States Department of State (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-07-01.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ International Religious Freedom Report 2017, US Department of State, Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor. کينډۍ:PD-notice
  8. "International Religious Freedom Report 2019 Ukraine". United States Department of State (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-07-01.
  9. "International Religious Freedom Report 2019 Ukraine". United States Department of State (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-07-01.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ ۱۰٫۴ ۱۰٫۵ International Religious Freedom Report 2017, US Department of State, Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor. کينډۍ:PD-notice