په اوکراين د روسيې يرغل کې بهرنۍ ښکېلتيا

د 2022ز کال د فبرورۍ په څلور ويشتمه نېټه روسيې په اوکراين يرغل وکړ، کوم څه چې په 2014ز کال کې پيل شوي ډونباس جګړه د روسيې-اوکراين په جګړه بدله کړه. یو ويشت مياشتې وروسته، د 2023ز کال د نومبر په شلمه نېټه، اوکراين په ټوليز ډول د هرې مياشتې پر بنسټ، له متحده ايالاتو څخه له څلور څلوېښت ميليارده ډالرو څخه زياتو په ارزښت د موادو مرستې تر لاسه کړي، او له پنځه دېرش میليارده څخه زيات ډالرو په ارزښت يې له نورو متحدينو څخه. دا لوژستيکي مرستې دي، او له شته موادو څخه چمتو او اوکراين ته لېږدول کېږي. څومره چې له دې موادو ګټه اخيستل کېږي، د متحدینو صنعتي اساس په کرار کرار اوکراين ته د مهماتو ورکولو لپاره چمتو کولای شي، خو د 2023ز کال د نومبر تر مياشتې پورې، دوی بشپړ شامل نه دي. [۱]

په اوکرين د بهرنيو پوځي خرڅلاو او مرسته سمول

سره له دې چې اوکراين د شمالي اتلانتيک د تړون سازمان (ناټو) غړی نه دی، او له متحده ايالاتو يا له ناټو د هېوادونو سره پوځي اتحاد نه لري، د 2022ز کال د جنورۍ له څلور وېشتمې څخه د اګست تر درېيمې پورې، Kiel انستيتيوت موندلې ده چې د ناټو د څلوېښتو غړيو هېوادونو څخه  اوکراين ته په مالي، بشري او پوځي برخو کې 84.2 ميليارده امريکايي ډالرو مرسته رسېدلې ده.[۲][۳]

متحده ايالاتو تر ټولو زياتې پوځي مرستې چمتو کړي، د 2022ز کال د فبرورۍ له مياشتې د 2023ز کال د فبروري تر درېيمې نېټې يې 29.3 ميليارده امريکايي ډالر ورکړي، په داسې حال کې چې د 2023ز کال د جولای تر مياشتې يې اوکراين ته ټوليزه مرسته يو څلوېښت ميليارده امريکايي ډالرو ته رسېږي. د اوکراين د ملاتړ لپاره، د المان او سويډن په څېر د ناټو ډېرو غړيو او متحدينو د يرغليزو پوځي مرستو په وړاندې پخوانۍ تګلارې پر ځای ساتلي دي. د یو بلاک په توګه د اروپايي ټولنې (EU) هېوادونو د وژونکو وسلو په ګډون اوکراين ته د پوځي ملاتړ په برخه کې 3.1 ميليارده يورو چمتو کړي. د شوروي د نمونې په ډول د وسلو يو ستر جوړونکي هيواد بلغاريې اوکراين ته له دوه ميليارده يورو څخه په زيات ارزښت وسلې او جګړه ييز توکي ورکړي، د هغو جګړه ييزو توکو د يو په درې برخې په ګډون چې د اوکراين پوځ ورته د بريد په مهم او ابتدايي پړاو کې اړتيا درلوده. بلغارېې همدا راز تيل هم چمتو کړي، او يو وخت يې د هغو تيلو 40% ته پوښښ ورکاوه چې د اوکراين وسله والو ځواکونو ورته اړتيا درلوده. [۴][۵][۶][۷]

د 2014 او 2021ز کلونو تر منځ انګلستان، متحده ايالاتو، اروپايي اتحاديې او ناټو اوکراين ته تر ډېره بريده نا وژونکې پوځې مرستې ورکړي دي. له دې هېواد سره وژونکې مرستې په 2018ز کال کې زياتې شوې، کله چې متحده ايالاتو د ټانک ضد Javelin توغنديو په ګډون، د وسلو په پلور پيل وکړ، او اوکراين په 2019ز کال کې موافقه وکړه چې له ترکيې څخه TB2 جګړه ييزې بې پېلوټه الوتکې راونيسي.[۸][۹]

په 2022ز کال کې، روسيې د اوکراين په پولو کې خپل وسايل او سرتيري راغونډ کړل. د دې په ځواب کې، اوکراين ته په متحده ايالاتو کې د توليد شويو وسلو د لېږلو لپاره متحده ايالاتو د ناټو له غړيو هېوادونو سره په شريکه کار وکړ. انګلستان د NLAW او Javelin ټانک ضد وسلو سره اوکراين ته د تمويل په استولو پيل وکړ. له يرغل وروسته، د المان په ګډون د ناټو غړيو هېوادونو د وسلو له استولو سره موافقه وکړه خو ناټو خپله موافقه ونه کړه. ناټو او غړيو يې اوکراين ته د سرتېرو له استولو او په هغه صورت کې د نه الوت سيمې د جوړولو څخه هم انکار وکړ، که چېرې دا په يوې پراخه جګړې بدلېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د شته زېرمو څخه د وسايلو د را ايستلو له لارې مرسته سمول

د 2022ز کال د فبرورۍ په شپږ ويشتمه نېټه، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن، د زرهي ضد او الوتکو ضد سيستم په ګډون د وژونکو پوځي مرستو په برخه کې د 350 امريکايي ډالرو  اعلان وکړ. د دې په سبا، اروپايي ټولنې وويل چې د اوکراين لپاره به د 450 ميليونه يورو (502 امريکايي ډالر) په ارزښت وژونکې مرستې راونيسي او سربېره پر دې د 50 ميلیونه يورو (56  ميليونه امريکايي ډالر) په ارزښت غېر وژونکي وسايل به وپيري، چې د وېشلو چارې به يې پولنډ سمبالوي. د يرغل په لومړۍ اونۍ کې، د ناټو غړيو هېوادونو له 17000 څخه زياتې ټانک ضد وسلې اوکراين ته ورکړې؛ د مارچ تر نيمايي پورې، دا شمېر له 20000 څخه زيات اټکل شوی و. په هغو درې جوپو کې چې د 2022ز کال د فبروري، مارچ او اپريل په مياشتو کې يې پر سر موافقه شوې وه، اروپايي ټولنې د اروپايي سولې اسانتيا ليکې تر چتر لاندې، د 1.5 ميليارده يورو ژمنه وکړه، تر څو د اوکرايني وسله والو ځواکونو وړتيا او مقاومت او د اوکرايني ملکيانو  خونديتوب څخه ملاتړ وکړي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د 2022ز کال د اپريل په يوولسمه نېټه، متحده ايالاتو او متحدينو يې اوکراين ته شا او خوا 25000 دافع هوا او 60000 د ټانک ضد سيستمونه ورکړي وو. له هغې يوه ورځ وروسته، روسيې له ايران څخه د ټانک ضد توغندي او RPGs تر لاسه کړل، کوم چې د عراق له لارې د پټو شبکو په مټ ورکړل شوي وو. د 2022ز کال د اپريل په نولسمه نېټه، رومانيې د حکومت  د هغه  فرمان لپاره د طرحه شوې اصلاح اعلان وکړ، کوم فرمان چې د پوځي وسلو صادرول او د اوکراين تر څنګ د ناټو متحدینو ته د دې وسلو د ورکولو په برخه کې ملي دفاعي محصولات تنظيموي. د رمانيې د دفاع وزارت د فرمان مسوده چمتو کړه، کومه کې چې راغلي و چې دا پرېکړه د  اوکراين په وړاندې د روسيې د تيري له امله شوې وه. د اپريل په اوه ويشتمه نېټه، د دفاع وزير Vasile Dincus وويل چې د هغه طرحه نور دوام نه لري. د 2022ز کال د اپريل په شپږ ويشتمه نېته، متحده ايالاتو يو کنفرانس جوړ کړ، په کوم کې چې له 40 څخه د زياتو هېوادونو استازو په Ramstein هوايي مرکز کې سره وکتل، تر څو اوکراين ته د پوځي ملاتړ په اړه بحث وکړي. د 2022ز کال د اپريل په اته ويشتمه نېټه، د متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن له کانګريس څخه د اوکراين د مرستې لپاره نور دري دېرش ميليارده ډالر وغوښتل، چې په دې کې د وسلو د چمتو کولو لپاره شل ميليارده ډالر هم شامل وو. د مۍ په پنځمه نېته، د اوکراين لومړي وزير Denys Shmyhal اعلان وکړ چې اوکراين د فبرورۍ په څلور وېشتمه نېټه د روسيې د يرغل د پيل راهيسې د لوېديځو هېوادونو څخه د دولس ميليارده ډالرو څخه د زياتو په ارزښت وسلې او مالي مرستې تر لاسه کړي دي. د مۍ په لسمه نېټه، د متحده ايالاتو د استازو مجلس يو قانون تصويب کړ چې اوکراين ته به څلوېښت ميليارده ډالره تازه مرستې ورکړي. د متحده ا يالاتو د سنا مجلس له خوا د دې قانون له تاييد وروسته، بايډن د مۍ په يو ويشتمه نېته د قانون په توګه لاسليک کړ.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د 2022ز کال د مۍ د مياشتې په درويشتمه نېټه، د متحده ايالاتو د دفاع وزير Lloyd Austin له ډنمارک مننه وکړه چې اوکراين ته يې Harpoon توغندي او توغونکي ورکړي دي. د 2023ز کال د جون تر پنځلسمې نېټې، اوکراين ته نور Harpoon توغندي پر لاره وو.[۳۵][۳۶]

د 2022ز کال د مۍ په دېرشمه نېته، د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر Catherine Colonna خپله دفاع کونکي howitzer CAESAR اضافي سيستمونو د چمتو کولو اعلان وکړ، کوم چې د Renault Sherpa 5 6×6 په قالب کې ځای پر ځای شول. د مۍ په پنځه ويشتمه نېته، د اوکراين د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان Valerii Zaluzhnyi وويل چې لومړۍ جوپه لا دمخکې څخه د جګړې په لومړۍ ليکه کې موجوده او د يرغلګرو په وړاندې جنګېده. د جون په لسمه نېته، AFU دا جګړه ييز سيستم د رسنيو استازو ته وښود؛ تر دې وخته پورې اوکرايني سرتېرو د CAESAR اتلس واحدونه درلودل. د 2022ز کال د مۍ په يو دېرشمه نېته، سپينې ماڼۍ رسنيو ته خبر ورکړ چې متحده ايالات به اوکراين ته M142 HIMARS ډوله ګڼ توغونکي توغندويي سيستم ورکړي. يو شمېر شنونکو وويل شونې ده چې HIMARS په جګړه کې د لوبې "بدلونکی" وي. د پاليسۍ لپاره د دفاع وزارت لاندې کار کونکي Colin Kahl وويل چې متحده ايالات به وکولای شي د جګړې د بدلون سره سم نور سيستمونه واستوي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې سمول

  1. Tara Kopp and Felipe Dana (20 November 2023) US Defense Secretary Austin visits Ukraine to reassure Kyiv about continuing support against Russia
  2. (په 5 April 2008 باندې). [{{{url}}} President tells summit he wants security and friendship]. The Times.
  3. Antezza, Arianna; Frank, Andre; Frank, Pascal; Franz, Lukas; Kharitonov, Ivan; Kumar, Bharath; Rebinskaya, Ekaterina; Trebesch, Christoph (16 June 2022). "The Ukraine Support Tracker: Which countries help Ukraine and how?". Kiel Working Papers. 2218. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. DoD (3 February 2023) Fact Sheet on U.S. Security Assistance to Ukraine Summary "In total, the United States has committed $30 billion in security assistance to Ukraine since the beginning of the Biden Administration, including more than $29.3 billion since the beginning of Russia's unprovoked and brutal invasion on February 24, 2022".
  5. Lolita C. Baldor, AP and Matthew Lee, AP (24 Jul 2023) US to send up to $400 million in military aid to Ukraine
  6. "Military assistance to Ukraine since the Russian invasion". House of Commons Library. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 18 January 2023 باندې). Bulgaria to the rescue: How the EU's poorest country secretly saved Ukraine. Politico.
  8. "Military assistance to Ukraine" (PDF). House of Commons Library. 25 February 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Turkey, Ukraine sign military cooperation agreements". ABC News. 17 October 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 20 January 2022 باندې). U.S. and NATO to surge lethal weaponry to Ukraine to help shore up defenses against Russia. CBS News
  11. (په 18 January 2022 باندې). UK supplies anti-tank weapons to Ukraine. Janes Information Services.
  12. (په 25 February 2022 باندې). NATO to deploy thousands of commandos to nations near Ukraine. Al Jazeera
  13. (په 3 March 2022 باندې). Germany to ship anti-aircraft missiles to Ukraine—reports. Deutsche Welle
  14. "Defence Secretary statement to the House of Commons on Ukraine: 9 March 2022". GOV.UK. 9 March 2022. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 24 February 2022 باندې). NATO has no plans to send troops into Ukraine, Stoltenberg says. Reuters.
  16. (په 25 February 2022 باندې). How the response to Russia's invasion would be different if Ukraine was a Nato member. i.
  17. (په 26 February 2022 باندې). Blinken authorizes $350 million more in US military assistance to Ukraine. CNN
  18. (په 26 February 2022 باندې). $350 million in US military assistance will include "anti-armor and anti-aircraft systems," official says. CNN
  19. (په 27 February 2022 باندې). EU shuts airspace to Russian airlines, will buy Ukraine arms. AP News.
  20. (په 27 February 2022 باندې). EU tightens Russian sanctions and buys weapons for Ukraine. Reuters.
  21. (په 12 March 2022 باندې). The White House approves $200 million in arms and equipment for Ukraine.. The New York Times.
  22. (په 17 March 2022 باندې). NATO vows more help for Ukraine, begins planning to adapt to 'new reality'. Reuters.
  23. "EU support to Ukraine: Council agrees on third tranche of support under the European Peace Facility for total €1.5 billion". 13 April 2022. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 11 April 2022 باندې). Zelensky cites Korean war in appeal to Seoul to send anti-aircraft weapons. South China Morning Post.
  25. (په 12 April 2022 باندې). First Thing: Russia using weapons 'smuggled by Iran' in Ukraine. The Guardian.
  26. (په 19 April 2022 باندې). Romania to modify its laws to deliver weapons to Ukraine. Prensa Latina
  27. (په 19 April 2022 باندې). Romania is planning to hand over lethal weapons to Ukraine. «Ukrainian Military Center» Public Organization
  28. (په 27 April 2022 باندې). Romanian Defense Minister Says Weapons Supplies To Ukraine Not On Agenda. Pakistan Point
  29. (په 26 April 2022 باندې). US rallies global allies to help Ukraine repel Russia. Politico.
  30. (په 29 April 2022 باندې). War in Ukraine: U.S. dramatically upgrades its aid package to Kyiv. Le Monde.
  31. (په 5 May 2022 باندې). Ukraine gets over $12 billion in weapons, financial aid since start of Russian invasion- Ukraine's PM. Reuters.
  32. (په 21 May 2022 باندې). Biden signs $40 billion aid package for Ukraine during trip to Asia. CNBC.
  33. (په 19 May 2022 باندې). Senate clears $40B Ukraine aid package. Politico.
  34. (په 11 May 2022 باندې). House approves $40B in Ukraine aid, beefing up Biden request. Associated Press.
  35. Jack Buckby (26 May 2022) Harpoon: The Old Anti-Ship Missile That Is Headed To Ukraine; Joe Gould and Meghann Myers (23 May 2022) Ukraine to get Harpoon anti-ship missiles from Denmark amid Russian Black Sea blockade
  36. C. Todd Lopez (15 Jun 2023) Harpoon Weapon System, More Howitzers Headed to Ukraine
  37. (په 30 May 2022 باندې). Ukraine is to receive a new batch of Caesar ACS from France. «Ukrainian Military Center» Public Organization
  38. (په 25 May 2022 باندې). 55th Brigade receives CAESAR ACS. «Ukrainian Military Center» Public Organization
  39. (په 10 June 2022 باندې). Meet the Ukrainian forces using French-supplied Caesar howitzers. France 24 Alt URL
  40. (په 10 June 2022 باندې). Ukrainian Army Uses New Caesar Long-Range Howitzer Supplied By France. Radio Free Europe/Radio Liberty
  41. (په 1 June 2022 باندې). What is HIMARS? The advanced rocket system US is sending Ukraine. Al Jazeera
  42. (په 1 June 2022 باندې). Will US rockets for Ukraine be a game changer in the war against Russia?. Australian Broadcasting Corporation (ABC).
  43. (په 16 July 2022 باندې). U.S. Rockets Having Significant Impact On Front Lines in Ukraine: Pentagon. Newsweek.
    (په 21 July 2022 باندې). U.S. agrees to send Ukraine more HIMARS launchers, weaponry that is taking a toll on Russian forces. Yahoo News.
  44. "US will send HIMARS precision rockets to Ukraine". Defense News. 1 June 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 20 July 2022 باندې). U.S. to send four more HIMARS to Ukraine.