په اوکراين د روسيې يرغل ته غبرګونونه

د 2022ز کال د فبرورۍ په څلور وېشتمه نېټه، روسيې په 2014ز کال کې پيل شوې د روسيې او اوکراين د جګړې په سخت شدت کې پر اوکراين يرغل وکړ. دا يرغل له دويمې نړيوالې جګړې وورسته په اروپا کې د کډوالو د ستر بحران لامل وګرځېد، په داسې حال کې چې له 8.2 ميليونه څخه زيات اوکرانيان له هېواده وتښتېدل، او د دې هېواد د نفوس درېيمه برخه بې ځايه شوه. د يرغل له امله په نړيواله کچه د غذا کمښت هم منځ ته راغی. د ولسي غبرګون، رسنيو غبرګونونو او سولې د هڅو په ګډون،د پراخه اندېښنو په لړ کې د دې يرغل په وړاندې غبرګونونه تر ډېره بريده مختلف وو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

لنډيز سمول

دا يرغل د حکومتونو او په حکومتونو کې د سازمانونو له خوا په نړيواله کچه په پراخه پیمانه وغندل شو، په داسې حال کې چې په روسيه د نويو بنديزونو په لګېدو سره هم غبرګونونه وښودل شول، کومو چې د روسيې او نړۍ په اقتصادونو پراخه اقتصادي اغېزې وکړې. اروپايي ټولنې اوکراين ته مالي مرسته وکړه او پوځي وسايل يې چمتو کړل. دې بلاک همدا راز ګڼ اقتصادي بنديزونه پلې کړل، چې په هغې کې د روسيې په هغو الوتکو هم بنديزونه شامل وو چې د اروپايي ټولنې فضا يې کاروله، په خاصو روسي بانکونو د SWIFT بنديز ولګېد، د روسيې خاصو رسنيز بنسټونه ممنوع شول. په نادولتي غبرګونونو کې د روسيې او بيلاروس څخه د تفريح، رسنيو، کاروبار، او سپورټ په ډګرونو کې پراخه پريکونونه هم شامل وو. ډيری هندوستانيانو، افريقايانو او د منځني ختيځ اوسېدونکو چې په اوکراين کې يې کار کاوه او زده کړې يې کولې د اوکرانيانو او ختيځو اروپايي هېوادونو له خوا د توکمپالنې راپورونه ورکړل. د روغتيا نړيوال سازمان رئيس ډاکټر «Tedros Adhanom Ghebreyesus»پوښتنه کړې چې ايا "نړۍ به په حقيقت کې د تور پوستو او سپين پوستو ژوند ته يو ډول پاملرنه" وکړي که نه. نوموړي له دې وروسته د نورو هېوادونو نوملړ جوړ کړ او هغه يې اوکراين ته د پوښښ ورکولو سره پرتله کړ: ايتوپيا، يمن، افغانستان او سوريه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د دې يرغل په وړاندې په سملاسي ډول په ټوله نړۍ کې اعتراضونه وشول، او خپله روسيه کې په ورځني ډول اعتراضونه کېدل. د لاريونونو تر څنګ د جګړې په مخالفت کې عريضې او پرانيستي ليکونه خپاره شول، او کلتوري او ولسي څېرو د جګړې پر ضد اعلاميې خپرې کړې. دا اعتراضونه د روسي چارواکو له خوا په پراخه کچه له ځپنې سره مخ شول. د OVD-Info په وينا، د 2022ز کال د فبرورۍ د مياشتې له څلور وېشتمې نېټې څخه د مارچ تر ديارلسمې نېتې لږ تر لږه، 14906 تنه نيول شوي وو. د روسيې حکومت د هغو خلکو پر ضد د پراخه سانسوري اقداماتو او ځپلو په ګډون د جګړې د مخالفت نورې بڼې هم ودرولې، چا چې د جګړې ضد عريضې لاسليک کړې وې. د 2022ز کال د جولای په مياشت کې، د ماسکو د ښار کونسل «Alexei Gorinov» په اوکراين د روسيې پر يرغل د نيوکې له امله زنداني او په اوه کاله بند محکوم شو، چې دا د روسيې د نوي 2022 کال د جګړې د سانسور د قوانينو تر مخې لومړی ځل و چې یو څوک زنداني شو. په ورته وخت کې، د Alexandra Skochilenko او Vladimir Kara-Murza په ګډون نور روسان د ورته محاکمو انتظار باسي. د لاریونونو تر څنګ، د جګړې په پايله کې د روسيې د اوسېدونکو او په روسي ژبه خبرې کونکو کډوالو پر ضد د روسيې د مخالفو احساساتو او توپيري چلند د پېښو راپورونه هم ورکړل شوي دي.  اوکراين پرېکړه وکړه چې د هغو سرکونو او اوکرايني ښارونو نومونه بدل کړي، چې د روسي تاریخي څېرو په نوم نومول شوي دي، لکه Tchaikovsky يا Tolstoy. د اوکراين په ځينو برخو کې، کومې چې د روسيې د وسله والو ځواکونو له خوا تازه اشغال شوې وې، د اشغالګرو پر ضد اعتراضونه وشول.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په چين، هندوستان، اندونيزيا، ماليزيا، سربيا، او عرب سيمو کې، د ټولنيزو رسنيو ډېرو کارونکو تر يو بریده د متحده ايالاتو په بهرنۍ تګلارې د بې باورۍ له امله، د روسيې له روايت سره خواخوږي وښوده، په داسې حال کې چې د ماليزيا د ټولنيزو رسنيو کارونکو وويل چې د MH17 د ډزو پېښه او د 2020ز کال د Summer Paralympics پېښې د روسيې د ملاتړ اساسي لاملونه دي. د Economist Intelligence Unit په وينا، د نړۍ د نفوس دوه په درېیمه برخه په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، کوم چې بې پری دي يا روسيې ته ميلان لري. د 2022ز کال د مارچ په مياشت کې، 98٪ اوکرانيان – د 82٪ اصلي روسانو په ګډون چې په اوکراين کې ژوند کوي – وويل دوی باور نه درلود چې د اوکراين کومه برخه په قانوني ډول د روسيې برخه وه. د اپريل په پای کې، د Levada مرکز له خوا په روسيه کې د تر سره شوې يوې ټولپوښنتې پايله په دې ډول وه چې: "74٪ روسانو په اوکراين د روسيې له يرغل او د روسيې د پوځي اقدام څخه ملاتړ کاوه. 19٪ ځواب ويونکو وويل چې دوی د روسيې فدراسيون د اقداماتو ملاتړ نه کوي. په ورته وخت کې، 39٪ ځواب ويونکو وويل چې دوی په اوکراين کې جګړه نه تعقيبوي". په روسيه کې ډېرو ځواب ويونکو د منفي پايلو له امله نه غوښتل چې د نظر پوښتونکو پوښتنو ته ځواب ووايي. کله چې د څېړونکو يوې ډلې په اوکراين کې د جګړې په اړه د روسانو د چلند په اړه يوه ټولپوښتنه وکړه، له 31000 څخه 29400  خلکو چې دوی ورسره اړيکه نيولې وه هغه مهال له ځواب ويلو انکار وکړ، کله يې چې پوښتنې واورېدې.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

پاپ فرانسس وويل چې شونې ده ناټو په اوکراين د روسيې د يرغل لامل ګرځېدلې وې، ځکه چې دا اتحاد د روسيې په دروازه کې "غپېدو". نوموړي همدا راز خبرداری ورکړ چې په اوکراين کې جګړه د هسپانيې کورنۍ جګړې ته ورته ده، په کومه کې چې ډېرې نوې او ځواکمنې وسلې ازمايل شوې وې. نوموړي وروسته په روسيه "په اوکراين کې د وسله وال نيواک، پراختيا غوښتنې او امپرياليزم" تور پورې کړ.[۴۱][۴۲][۴۳]

ولسي غبرګون سمول

دا يرغل په نړيواله کچه د پراخه ولسي غندنې سره مخ شو. په ټوله نړۍ کې اعتراضونه او لاریونونه تر سره شول، چې په هغې کې له شوروي اتحاد وروسته ځينې هېوادونه هم شامل و، او ان خپله روسيه کې تر سره شول. په ټوله اروپا کې د روسيې يادګارونه د خرابۍ سره مخ شول او ان ځينې يې ونړل شول. په پولنډ کې د روسيې په سفير د اوکراين پلوو لاريونوالو له خوا هغه مهال سور رنګ وشيندل شو، کله چې هغه په يوه روسۍ هديره کې د ګلانو غوړولو ته ورغلی و. دا يرغل په ټولنيزو رسنيو کې يوه روښانه ښکارنده وګرځېده او د ټولنيزو رسنيو په ډېرو ادرسونو د روسيې د کلتور او توکو څخه د ډله ييز پريکون غوښتنې په څپو شوې. په ټوله نړۍ کې خلکو هڅه وکړه چې په روسي ويبپاڼو بريدونه وکړي او بند يې کړي، په ځانګړي ډول هغه چې د روسيې د حکومت له خوا اداره کېدې.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

په اروپا او متحده ايالاتو کې اوسېدونکو يو شمېر روسانو وويل چې په اوکراين د روسيې د يرغل مخالفت له امله دوی د روسيې ضد احساساتو موخه وګرځېدل، چې په هغې کې ځورول او وحشت شامل و.[۵۲][۵۳][۵۴]

روسي سرچينو وويل چې روسي محصلین د اروپايي پوهنتونونو څخه ايستل شوي دي، خو داروپايي پوهنتونونو ټولنې وويل چې د دې ټولنې د 800 څخه زياتو غړيو هېڅ يو هم روسان نه دي ايستلي. د متحده ايالاتو د کانګريس د يو غړي «Eric Swalwell» له خوا د متحده ايالاتو له پوهنتونونو څخه د روسي محصلينو د ايستلو يو وړانديز پلې نه کړای شو.[۵۵][۵۶][۵۷]

د نورو تر څنګ د انګلستان لومړي وزير بورس جانس "د اوکراين د ستړيا" د خطر خبر ورکړی و، او "د متحدو هيوادونو پر اهميت يې ټينګار کړی و، چې دا تر اوږدې مودې د کيف تر څنګ ودرېږي". د رانډ شرکت په وينا، "د روسيې تګلاره داسې ښکاري چې تر ډېره بريده اوږدېدونکې ده: اجازه ورکړئ چې جګړه دوام پيدا کړي، او اوکرانيان به موافقه وکړي". ګڼو اروپايي ورځپاڼو، چې د رسوا شويو روسي استخباراتو د اسنادو او ټولنيزو رسنيو له انځورونو څخه کار کوي، وويل چې روسيه د اوکراين ضد احساساتو ته هوا ورکوي، په دې ډول چې لږ شمېر اعتراض کونکو انځورونه اخلي چې د اوکراين ضد نښې يې پورته کړې وي، په داسې حال کې چې دوی د يوې بلې موضوع په اړه د سترو اعتراضونو په شا کې سره راټول شوي وي.[۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲]

سرچينې سمول

  1. (په 14 March 2022 باندې). What is the Homes for Ukraine refugees scheme and how do you apply?.
  2. (په 3 March 2022 باندې). Ukrainian exodus could be Europe's biggest refugee crisis since World War II.
  3. "Situation Ukraine Refugee Situation". United Nations High Commissioner for Refugees. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Liz Truss mulls seizure of Russian assets in UK to give to Ukraine". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 3 July 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 19 March 2022 باندې). Biden outlines 'consequences' if China aids Russia – as it happened. The Guardian.
  6. (په 31 March 2022 باندې). Ukraine war: Putin being misled by fearful advisers, US says. BBC News. BBC
  7. (په 5 April 2022 باندې). How the War in Ukraine is Creating a Global Food Crisis. The New York Times.
  8. . The coming food catastrophe.
  9. (په 28 February 2022 باندې). Sanctions slams Russian economy. CNN
  10. "EU adopts new set of measures to respond to Russia's military aggression against Ukraine". Europa (web portal). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "EU imposes sanctions on state-owned outlets RT/Russia Today and Sputnik's broadcasting in the EU". Europa (web portal). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2 March 2022 باندې). Russia boycott: A list of global campaigns that are underway in support of Ukraine.
  13. "How Indians fleeing Ukraine ran into racism". The Times of India. 2 March 2022. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 9 April 2022 باندې). Ukraine war: African students face Russian missiles and racism. Deutsche Welle
  15. (په 13 April 2022 باندې). Ukraine attention shows bias against black lives, WHO chief says. BBC News.
  16. Burakovsky, Arik (3 March 2022). "Putin's Invasion of Ukraine Has Sparked Antiwar Protests in Russia. They Could Be His Undoing". Time. ISSN 0040-781X. OCLC 1311479. مؤرشف من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 26 February 2022 باندې). Russia's anti-war lobby goes online. France 24
  18. Нет войне – Как российские власти борются с антивоенными протестами [No to war – How Russian authorities are fighting anti-war protests]. OVD-Info (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 15 March 2022 باندې). Ukraine war: Protester exposes cracks in Kremlin's war message. BBC News.
  20. "Joint Letter to the United Nations Human Rights Council on the human rights situation in Russia". Human Rights Watch. 4 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 10 July 2022 باندې). 'I'll be exonerated much sooner than this'. Novaya Gazeta Europa.
  22. (په 8 July 2022 باندې). Moscow councillor jailed for seven years after criticising Ukraine war. Guardian News & Media Limited
  23. (په 3 March 2022 باندې). As Ukraine war intensifies, some Russian speakers far from Moscow are feeling hostility.
  24. (په 4 March 2022 باندې). Russians Abroad: Blamed for a Regime They Sought to Escape. Moscow Times.
  25. (په 7 June 2022 باندې). Goodbye, Tchaikovsky and Tolstoy: Ukrainians look to 'decolonize' their streets. The New York Times.
  26. (په 20 March 2022 باندې). Ukraine war: Protests held in Russian occupied Ukrainian cities Kherson, Energodar and Berdyansk. inews.co.uk.
  27. (په 20 March 2022 باندې). Ukraine war: A glimpse inside Kherson, the city occupied by Russian forces, through the eyes of a Ukrainian resistance volunteer. Sky News
  28. (په 11 March 2022 باندې). What China's Social Media Is Saying About Ukraine. The Atlantic.
  29. "#IStandWithPutin trending in India amid Russia-Ukraine conflict". DT Next. 2 March 2022. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مارچ ۲۰۲۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Poddar, Umang (8 March 2022). "How Indians on the internet view India's tacit support of Russia". Quartz. مؤرشف من الأصل في ۲۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "5 Alasan yang Bikin Banyak Warga RI Dukung Rusia Invasi Ukraina" [5 reasons why many Indonesians support Russia's invasion of Ukraine]. CNN Indonesia (په انڈونیشیائی ژبه کي). 14 March 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 19 March 2022 باندې). How the battle on Malaysia's social media has become a propaganda tool for Russia and Ukraine. South China Morning Post.
  33. Serbia, Russia and the war in Ukraine (په انګلیسي ژبه کي), DW News, 24 May 2022 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "In Serbia, Threats And Insults Are A Cost Of Reporting On Russia's Invasion Of Ukraine". RadioFreeEurope/RadioLiberty (په انګلیسي ژبه کي). 16 March 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 7 April 2022 باندې). Ukraine War: Arab Social Media Unsympathetic, Sees Western Hypocrisy. Newsweek.
  36. Stengel, Richard (20 May 2022). "Putin May Be Winning the Information War Outside of the U.S. and Europe". TIME. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 14 March 2022 باندې). Ukrainians want to stay and fight, but don't see Russian people as the enemy. A remarkable poll from Kyiv. European Leadership Network.
  38. (په 28 April 2022 باندې). 74% Russians support war with Ukraine despite atrocities committed by Russian army. Ukrayinska Pravda.
  39. (په 9 March 2022 باندې). In Russia, opinion polls are a political weapon. openDemocracy.
  40. Yaffa, Joshua (29 March 2022). "Why Do So Many Russians Say They Support the War in Ukraine?". The New Yorker. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په 3 May 2022 باندې). Pope says NATO may have caused Russia's invasion of Ukraine.
  42. (په 3 May 2022 باندې). The Pope says the Russians are learning that 'their tanks are useless' in Ukraine.
  43. (په 30 June 2022 باندې). Pope implicitly accuses Russia of aggression, imperialism in Ukraine. Reuters
  44. (په 26 February 2022 باندې). Pictures: 30,000 people protest in Tallinn against the Russian invasion of Ukraine. Estonian world
  45. (په 17 March 2022 باندې). Seeing red! Across Poland Soviet war memorials are being vandalised and defaced. The First News
  46. (په 21 March 2022 باندې). Neo-Nazis vandalise Soviet monument in Athens. Euractiv
  47. (په 16 August 2022 باندې). Estonia removes Soviet-era tank monument amid Russia tensions. The Guardian.
  48. (په 9 May 2022 باندې). Russian ambassador to Poland pelted with red paint at VE Day gathering. The Guardian.
  49. (په 2 May 2022 باندې). Putin invaded Ukraine. But Russian immigrants are paying the price. NBC News
  50. (په 28 March 2022 باندې). How Corporate Boycotts Could Backfire. Foreign Policy
  51. (په 6 May 2022 باندې). Russia pummelled by pro-Ukrainian hackers following invasion. Financial Times
  52. (په 4 March 2022 باندې). Russians Abroad: Blamed for a Regime They Sought to Escape. The Moscow Times.
  53. (په 3 March 2022 باندې). As Ukraine war intensifies, some Russian speakers far from Moscow are feeling hostility.
  54. (په 3 March 2022 باندې). Russians across Europe face discrimination, hostility due to war in Ukraine. Anadolu Agency
  55. (په 27 February 2022 باندې). Critics Reject Rep. Swalwell's Idea To Expel All Russian Students. Forbes.
  56. (په 28 February 2022 باندې). Russian students being expelled from European universities due to situation in Ukraine - Russian ombudsman. Interface
  57. "'Untrue': University body says European unis have not been expelling Russian students". 4 March 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۳. European universities have not been expelling Russian students amid the Russia-Ukraine war, said the European University Association (EUA). In a tweet, EUA, which represents over 800 universities and national rectors' conferences in 48 European countries, said "it is untrue and EUA hasn't received any report of potential expulsions by any of its members". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. (په 8 May 2023 باندې). How Russia is staging fake protests in Europe to discredit Ukraine. Le Monde.
  59. (په 8 May 2023 باندې). Russia staging protests for anti-Ukraine propaganda — report.
  60. "The Myth of America's Ukraine Fatigue". Rand Corporation. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۳. in absolute terms, support for Ukraine among Americans remains relatively robust—hovering at 57 percent (PDF) or more (PDF), depending on the poll. This is a remarkable fact, particularly now that the war is nearly a year old. Nor is it unusual for there to be a partisan skew in opinion on a war. Conflicts—including in Vietnam, Iraq, and Afghanistan—often begin with support from both sides of the aisle. But as wars draw on, and as the original motive for the intervention begins to fade from collective memory, partisan divides creep in. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  61. (په 18 June 2022 باندې). Ukraine round-up: UK PM warns of 'Ukraine fatigue' as Zelensky visits front-line cities. BBC News.
  62. Ryan, M. et al, U.S. privately asks Ukraine to show it's open to negotiate with Russia, Washington Post, published 5 November 2022, accessed 26 November 2022