په انقلابي جګړه کې افريقايي الاصله امريکايان

په امریکايي انقلاب کې، د هغو تور پوستو مريانو لپاره آزادي تر ټولو ستر محرک (انګېزه) و، کوم چې له هېوادوپالو يا بریتانوي پوځونو سره يو ځای شول. د اټکل له مخې: شل زره افريقايي الاصله امريکايان له بریتانوي لوري موخو سره يو ځای شول، هغوی د تورو وفادارو تر عنوان لاندې له مريانو سره د آزادۍ ژمنه کړې وه. شا او خوا نهه زره افريقايي الاصله امريکايان په تورو هېوادپالو بدل شول.[۱]

په داسې حال کې چې د انقلاب پر مهال له ۲۰۰۰۰۰ نه تر ۲۵۰۰۰۰ پورې پوځيانو او مليشه ځواکونو د امريکايي موخو د تر لاسه کولو لپاره خدمت وکړ، نو دې شمېرو ته په کتنې سره به دا معنا ولري چې د هېوادپالو د ټولې شمېرې نږدې څلور سلنه يې تورپوستي سرتيري وو. د نهه زره تورپوستو سرتېرو له ډلې، پنځه زره يې د جګړې لپاره ځانګړي کړای شوي عسکر وو. د پام وړ يې دا چې، د يوه افريقايي الاصله امريکايي سرتيري لپاره د جګړې په اوږدو کې د خدمت منځنۍ موده څلور نيم کاله وه (ځکه چې ډېريو د ټولو اتو کلونو مودې خدمت پوره کاوه)، کومه اندازه چې د سپين پوستو سرتېرو د خدمت له منځنۍ مودې اته ځلې اوږده وه. د دې مطلب دا دی، په داسې حال کې چې تور پوستي د بشري ځواک پر بنسټ يواځې څلور سلنه وو، د بشري وختونو پر بنسټ دوی د ټولو هېوادپالو د ځواک نږدې څلورمه برخه جوړوله، په داسې حال کې چې په دې کې ملاتړې دندې هم شاملې وې.[۲][۳]

خو له بلې خوا، ۲۰۰۰۰ کسان، له مريیتوب نه وتښتېدل، له بریتانويانو سره يو ځای او د بریتانوي موخو لپاره وجنګېدل. د دوی له منځه ډېری يې د «ډنمور» له اعلان او له هغې وروسته، د «سر هينري کلينټن» له خوا د «فلپسبرګ» له اعلان وروسته ولیدل شول. که څه هم د اته سوه او دوه زرو تر منځ مريان خپله ډنمور ته ورسېدل، خو د دواړو اعلانونو خپرېدو په ټولو امريکايي مستعمرو کې نږدې سل زره مريان د آزادۍ د ژمنې په هېلې سره تېښتې ته وهڅول.[۴][۵][۶]

د بوسټن د ټولوژنې پر مهال بریتانوي سرتېرو په ۱۷۷۰ز کال کې هغه مهال «کرپس اټوکس» په ډزو وواژه، کله چې هغه چیغه کړه:«دوی ووژنئ! دوی ووژنئ!، دوی راوغورځوئ!»، دا داسې شېبه وه چې په لرګيو سمبالو ډلو سرتيري په غونډارو، يخ او سکرو ډبرو ويشتل کېدل. هغه د هېوادپالو لپاره يو نوميالی شهيد بلل کېږي.[۷][۸]

افريقايي الاصله امريکايي هېوادوپال

سمول

له انقلاب مخکې، ډېريو افريقايي الاصله امريکايانو د بریتانويانو ضد موخو ملاتړ کاوه، تر ټولو مشهور يې «کريسپس اټوکس» و، باور کېږي چې هغه د بوسټن په ټولوژنه کې لومړی وژل شوی تن دی. د امریکايي اوښتون پر مهال، ځينې تورپوستي نارينه له پخوا نه د «مينوټ مين» په توګه استخدام شوي وو (مينوت مين هغه مليشه ځواکونه وو چې په خپلواک ډول استخدام او روزل کېدل او بيا جګړې ته استول کېدل). آزادو او مريي شويو افريقايانو په شخصي مليشو کې دندې تر سره کړې، په ځانګړي ډول په شمالي سيمو کې، دوی د اصلي امريکايانو د بريدونو په وړاندې د خپلو کلیو ساتنه کوله. د ۱۷۷۵ز کال د مارچ په مياشت کې، د لويې وچې کانګريس د ماساچوسټ د مليشې واحدونه د «مينټ مين» په توګه وټاکل. دوی ته داسې حکم شوی و، که چېرې بریتانوي سرتيري په بوستن کې بريدونه پيلوي، نو دوی به فعاليږي. پيتر سالم په پوځ کې يو له تور پوستو نه و، څوک چې په دې موخه کې د خپل مالک له خوا آزاد کړای شوی و، تر څو د فرامينګم له مليشې سره يو ځای شي. هغه نږدې د پنځو کلونو لپاره خدمت وکړ. د انقلاب په جګړه کې به ډېر ځله د مريانو مالکانو  خپلو مريانو ته اجازه ورکوله، چې په جګړه کې استخدام شي او هغوی ته به يې د آزادۍ ژمنې ورکولې، خو د جګړې له پای ته رسېدو وروسته ډېری يې بيا مريان کړای شول. [۹][۱۰]

د ۱۷۷۵ز کال د اپريل په مياشت کې، د «ليګسينټن او کانکورډ» پر مهال، تور پوستو دې غږ ته مثبت ځواب ووايه او د هېوادپاله ځواکونو تر څنګ وجنګېدل. د اپريل په نولسمه نېټه، احتمالاً په «لينګسينټن» کې د جګړې پر مهال «پرينس ايسټابروک» ټپي شو. د «بنکر هيل» په جګړه کې هم افريقايي الاصله امريکايانو د هېوادپالو سره څنګ په څنګ جګړه وکړه، لکه پيټر سليم، سليم پور، برازيليا ليو، بلاني ګروشا، تيتوس کابرن، الکساندر اميس، کاټا هوی او سيامور بور. ډېری آزاد او مريي افريقايي الاصله امريکايانو غوښتل چې، له هېوادپالو سره يو ځای شي. دوی باور درلود چې يا به خپلواکي تر لاسه کړي، يا به يې حقوق زيات شي. د سرتېرو پر ونډې سربېره، تور پوستو نارینه وو همدا راز د لارښودو، پيغام  وړونکو او جاسوسانو په توګه هم استخدام کړی.[۱۱][۱۲][۱۳]

د ۱۷۷۷ز کال د اپريل مياشتې په شپږ وېشتمه نېټه، په «ډنمبري کانکټيکټ» کې د «ټايرن» د بريد پر مهال، يو مريي چې «ادمز» نومېده، د بې احتياطه زړورتيا له امله پر بریتانويانو د ډزو کولو پر مهال ووژل شو.[۱۴]

امريکاي ايالتونه اړ وو، چې د لويې وچې د نوي پوځ لپاره د خپلې برخې سرتېرو برابرولو ونډه بشپړه کړ، نويو انګريزي پوځي واحدونو د لويې وچې په پوځ کې خدمت کوونکو ته د آزادۍ د ژمنې په ورکولو سره تور پوستي مريان په  دندو وګومارل. د جګړې په اوږدو کې، په شمالي پوځ کې يو پر پنځمه برخه يې له تور پوستو نه جوړه شوې وه. په ۱۷۸۱ز کال کې د يارک ټاون د محاصرې پر مهال، د فرانسوي شاهي «ډيوکس –پونټس» په کنډک کې يو الماني افسر «بارون کلوزن» اټکل کړی، چې په امريکاي پوځ کې څلورمه برخه يې تور پوستي وو.[۱۵][۱۶]

يو بل تور پوستی هېوادپال له «ويسټ چيسټر» نه د «جيک پيټرسن» په نامه و، د هغه تېز فکر، د نيويارک په کروټون کې د بریتانوي ځواکونو په شا تمبولو برخه کې مرسته وکړه. د پيټرسن کړنو، د «بينيډيکټ ارنلډ» د درغليو طرحې ګډې وډې کړې او په پايله کې يې «تورن اندری» ونيول شو.[۱۷]

افريقايي الاصله امريکايي ماڼوګان

سمول

له دې امله چې په سمندر کې بشري ځواک کم و، د لويې وچې او شاهي سمندري ځواکونو په خپلو سمندري ځواکونو کې افريقايي الاصله امريکايان استخدام کړل. ان سويلي مستعمرو هم، څوک چې د پوځ لپاره د مريانو په لاسونو کې د ټوپکو د ورکولو له امله اندېښمن وو، په دې کې دوه زړي نه و چې تور پوستو ته د بېړیو د جاله وانۍ او په بېړيو کې د جګړه یيزو توکو د سمبالښت چارې وسپاري. په ايالتي سمندري ځواکونو کې ځینو افريقايي الاصله امريکايانو، د بېړیو د مشرانو (کپتان/مشر) په توګه خدمت وکړي: په شمالي کارولينا کې د کښتيو تورپوستي چلوونکي د پام وړ زيات وو. ځينې افريقايي الاصله امريکايان، له شاهي سمندري ځواک نه بنديان نیول شوي وو او هېوادپالو په خپلو بېړيو کې کار ځينې اخيست.[۱۸]

د افريقايي الاصله امريکايانو د کارولو په وړاندې د هېوادپالو مبازره

سمول

انقلابي مشرانو په وسله وال ځواک کې د تور پوستو د کارولو په اړه وېره څرګندوله. دوی وېره درلوه چې په وسله سمبال مريان به د مريانو د بغاوت لامل وګرځي. د مريانو مالکانو سره دا اندېښنه وه چې پوځي خدمت به د دوی خلک د دوی له لاسه وباسي او آزاد کړي.

د ۱۷۷۵ز کال د مۍ په مياشت کې، د ماساچوسټ د خونديتابه پلاوي مريان د دې مستعمرې په پوځ کې شامل کړل. همدا چاره هغه مهال د لويې وچې کانګريس هم خپله کړه، کله چې دوی د هېوادپاله پوځ واک په لاس کې واخيست، خو د ۱۷۷۵ز کال د جولای په مياشت کې «هوراشيو ګيټس» استخدام کوونکو ته يو حکم جاري کړ، دوی ته يې امر کړی و چې د لويې وچې په پوځ کې«هر هغه څوک استخدام نه کړي، څوک چې د وزيرانو له پوځ نه تښتېدلی وی، بګۍ وان، زنګي يا کوچی وي...».  ډېری تور پوستي په شته پوځي واحدونو کې منظم کړای شول، خو ځينې جلا واحدونه هم ورته جوړ کړای شول.[۱۹]

په بریتانوي پوځي خدمت کې افريقايي الاصله امريکايي وفادار

سمول

په ۱۷۷۹ز کال کې، «سر هينري کلينټن» د «فيليپس برګ» اعلاميه صادره کړه، په کومه کې چې ويل شوي وچې: ټول مريان، بې له دې چې د هغوی عمر او جنس په نظر کې ونيول شي او مالکان يې هوادپال وي، په بریتانوي لیکو کې به ومنل شي. دې اعلان، د هغو افريقايي الاصله امريکايانو شمېر خورا زيات کړ چې بریتانوي لیکو ته تښتېدلي وو او په همدې پړاو کې ډېر کنډکونه جوړ شول. تر ټولو ستر کنډک چې د تښتېدلو افريقايي الاصله امريکايانو نه جوړ شوی و،«د تورپوستو مخکښانو شرکت» په نامه و، کوم چې د مخکښانو د واحد په توګه پېژندل کېده. دا کنډک په ملاتړې دنده وګومارل شو، کله چې دوی په فلاډيلفيا کې وو، دوی ته حکم شوی و چې «له جاروکښانو سره ملګري شي، د کوڅو په پاکولو کې مرسته وکړي او په کوڅو کې غورځول شوي اخبارونه راټول کړي». د څلور ويشتو تښتېدلو مريانو يوې کوچنۍ ډلې د ډګروال «تای» تر امر لاندې په جګړه کې برخه واخسته، په نيو جرسي کې يې د هېوادپالو په تاسيساتو بريد وکړ.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچینې

سمول
  1. Nash, "The African Americans' Revolution," at p 254
  2. Michael Lee Lanning. "African Americans in the Revolutionary War." Page 177.
  3. Michael Lee Lanning. "African Americans in the Revolutionary War." Page 178.
  4. "The Ex-Slaves Who Fought with the British".
  5. "The Ex-Slaves Who Fought with the British".
  6. Bristow, Peggy (1994). We're Rooted Here and They Can't Pull Us Up: Essays in African Canadian Women's History. University of Toronto Press. p. 19. ISBN 0-8020-6881-2.
  7. "Crispus Attucks". Biography (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2018-06-20.
  8. "John Adams and the Boston Massacre Trials". Archived from the original on 2020-12-09. نه اخيستل شوی 2022-03-03. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  9. Massachusetts Soldiers and Sailors of the Revolutionary War. Vol. 13, pp. 743–744.
  10. "Fighting... Maybe for Freedom, but probably not?". History.
  11. "SALEM, April 25". Essex Gazette. Essex, Massachusetts. 25 April 1775. نه اخيستل شوی 19 April 2015.
  12. Lisa, C. R. (January 2006). "Peter Salem, American hero!". Footsteps. 8: 36–37 – via ProQuest.
  13. Foner, 43.
  14. "An account of Tryon's raid on Danbury in April, 1777, also the battle of Ridgefield and the career of Gen. David Wooster ... With much original matter hitherto unpublished". Danbury, Conn., [The Danbury printing co.] 1927.
  15. Liberty! The American Revolution (Documentary) Episode II:Blows Must Decide: 1774–1776. ©1997 Twin Cities Public Television, Inc. ISBN 1-4157-0217-9
  16. "The Revolution's Black Soldiers" by Robert A. Selig, Ph.D., American Revolution website, 2013-2014
  17. G.P. Wygant (October 19, 1936). "Peterson and Sherwood, Local Men Real Heroes of "Vulture" Episode". Peekskill Evening Star.
  18. Foner, 70.
  19. "Continental Army". United States History. نه اخيستل شوی 7 August 2016.
  20. Lanning, 145.
  21. Nan Cole and Todd Braisted (February 2, 2001). "A History of the Black Pioneers". Loyalist Institute.
  22. Jonathan D. Sutherland, African Americans at War, ABC-CLIO, 2003, pp. 420-421, accessed 4 May 2010
  23. Lanning, 148.
  24. "The Ex-Slaves Who Fought with the British".