په الینګار ولسوالۍ کی صحی اوبو ته دخلکو لاسرسی

راټولوونکی هیوادالله نیازی لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلداري او چاپيریال ساتنې څانګه

پورته کوونکی فيض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلداري او چاپيریال ساتنې څانګه


دعلینګار ولسوالی معرفت سمول

علینګار په لومړیو کی یوه علاقداری وه چی دخلکو مشکلات اوستونزی یی دهمدی علاقداری له لاری حل کولی ، دا علاقداری دامیر حبیب الله خان دحکومت په دور کی جوړه شوه بیا وروسته دظاهرشاه دحکومت په وروستی وخت کی په ولسوالی بدله شوه دا ولسوالی دشاهي په کلی کی موقیعت لری دولسوالی اداره یی متشکلی ده له اجرائیه مدیریت ،مالی اداری سکتور، قریه جات سکرتریت ،دامنیی قومندانی ،ملی امنیت ،معارف امریت ،مالیه مدیریت ،صحت عامه ،حقوقو مدیریت ،زراعت ،مخابرات ،عراضی ،قضاء ،حج اوقاف ،ښاروالی ،انکشاف اتحاد کارمندان ،ابیاری مدیریت چی ددی ترڅنګ (۱۵) کلینکونه او (۷۳) مکتبونه او(۳) مدرسی لری او د(۹۰) په شاوخوا کی شوراګانی لری .

دعلینګارولسوالی جغرافیوی جوړښت سمول

څلور خواوی : دعلینګارولسوالی شمال ته دنورګرام ولسوالی موقیعت لری ختیځ ته یی دننګرهار دره نور ولسوالی پرته ده ، لودیځ ته یی دعلیشنګ ولسوالی موقیعت لری اوجنوب ته یی دکنړ پیچ دره نښتی ده . الینګار ولسوالی دبحر له سطحی څخه (۹۵۰) متره لوړوالی لری چی مساحت یی (۸۱۵،۸۵)کیلو متره مربع ده او نفوس یی (۲۲۰۰۰) تنه ده اکثره خلک یی په پښتو ‌ژبه خبری کوی او کم یی په پشه یی ژبو خبری کوی او یو تعداد ګوجر قومونه هم پکی ژوند کوی . الینګار ولسوالی په (۱۰) حوزو او (۳۲۶) کلیو باندی ویشل شوی ده . ۱ـ الکوزی : یعنی مرکزی حوزه چی دا الکوزی سړبنی پښتانه دی چی دهیواد په بیلا بیلو سیمو کی میشت دی دافغانستان په معاصر تاریخ کی داحمدشاه بابا او دابدالی دټولو واکمنی په مهال او له هغی وروسته الکوزی ټبر ډیرشهرت ومونده الکوزی قومونه په لاندی سیمو کی میشت دی دکندهار په لراوبر ارغنداب او دکندهار په مرکز ،معروف ولسوالی ،ارغستان ،خاکریز او دهیواد په پلازمینه کابل ،لوګر،ارزګان دزابل په میزانی او همدارنګه دهلمند په نوزاد ،نادعلی او دلغمان په علینګار ولسوالی اوپه لسګونو نورسیمو کی یادولی شو. ۲ـ دره یی نورلام صاحب وه : دغه دره دافغانستان په ختیځ لغمان ولایت دالینګار ولسوالی لمرخاته خواته موقیعت لری شمال ته یی دنورستان ولایت اومیل امشی دری قرار لری جنوب ته یی ساو دره او لودیځ ته یی دالینګار سیند او ختیځ ته یی دکنړ ولایت ددیګل دره پرته ده . چی دادره شپږ قریی لری اوهره قریه یی له څوکلیو څخه جوړه شویده . دنورلام دری لومړی قریه پړوایی ده او همدارنګه دنورلام صاحب دری مشهور کلی عبارت دی له وت ،پریانه ،شترلام ،کولک ،منډال ،پرن لام او ګن لام ،سیروت ،منیج کلام ،ډکمالی ،چتلا ،سنګرک اوسهور کلی دی او ورسره په بل رودکی ګنده ګل څو کلی هم شامل دی چی ددوی په پشه یی ژبو خبری کوی . نوری حوزی تګ حوزه ،سالاو حوزه ،پړوایی حوزه ،منګو حوزه اوهمدارنګه خواجه خیل سفله اوخواجه خیل علیه ،الوخیلو حوزه ،خدانو حوزه او دساو په حوزو باندی ویشل شوی دی . غلجات یی:

می ،غنم ،جوار،وربشی او وریځی دی 

ځنګلات: په ځنګلونوکی یی دچارمغزو ونی ،جلغوزی ،شمی کنځلی ،څیړی ،ناجو ،صبر اوداسی نور... حیوانی محصولات : شیدی ،پنیر او کوچو څخه عبارت دی .

دالینګار سیند سمول

دعلینګار سیند یو له مهیموسیندونو له جملی څخه دی چی دافغانستان په ختیځ کی دلغمان په ولایت کی موقیعت لری . او داوبو له ستروسرچینو څخه ګڼل کیږی .نوموړی سیند دخپله سرچینه دنورستان دلودیځو غرونوڅخه دمنډول یادواب او کلتن دسیمو څخه اخلی .د اوبو له دغه لوی سرچینی سره دلاری په اوږدوکی نورکوچنی سیندونه او رودونه دښی او چپ طرف څخه یوځای شوی . دعلینګار دسیند دښی طر معاونین عبارت دی له ودهو،سندروا او سالاب د رودونو څخه همدارنګه چپ طرف نه دنلیارد ،نورلام صاحب او سنګر رودونه ورسره یوځای کیږی . وروسته له دی څخه چی نوموړی سیند دعلینګار له ښایسته اوشنی دری څخه تیر یږی نو دلغمان ولایت د مرکز مهترلام بابا ته داخلیږی او دملایانو یا پجکی په کلی کی دعلیشنګ له سیند سره یوځای کیږی . دنوموړی سیند طول (۹۵) کیلو متره وعرض یی نامحدود دی . اوهمدارنګه په نوموړی سیند کی د اوبو عظیمی جریان (m3/See ۳۳۰) او اصغری اوبوجریان(m3/See ۳۰) او همدارنګه دسیلابی اوبو جریان په نوموړی سیند کی (m3/See ۵۰۰) دی له دغه سیند څخه په لغمان کی په زیات شمیر کی کرنیزه ځمکه خړوبیږی . چی په ټولی توګه اندازه یی (14000 Hac ) ته رسیږی له نوموړی سیند څخه ځای پرځای زیات شمیرکی د اوبو فرعی کالونه جداشوی چی دهغوی له جملی څخه دسخری ، پاچاجوی ،سلینګار، شارنجوی او دشمټیو داوبو کالونه د یادولو وړدی . دعلینګار دسیند اوبه نسبت دعلیشنګ دسیند اوبو ته زیاتی دی له همدی کبله نوموړی سیند دلغمان په ولایت کی خاص ارزښت لری . په دغه سیند کی اوبه دحمل دمیاشتی څخه چی هوا ګرمه شی اوبه په زیاتیدو شروع کوی . او له ټولو څخه زیاتی اوبه په دغه سیند کی دجوزا په میاشتی کی وی ځکه چی په دغه میاشتی کی دلغمان په ولایت کی هوا په زیاته اندازه ګرمیږی . چی همدا علت دی چی اوبه هم زیاتیږی . چی داوبو دزیاتیدو له کبله په هرکال کی یو زیات شمیر کرنیزه ځمکه اونباتات له ځانه سره په اوبو لاهو کوی . چی له دی وجی په زیاته اندازه کروندګرو ته مالی تاوان رسوی وروسته دغه اوبه داسد له (۱۵) نیټی څخه په کمیدو شروع کوی . همدارنګه نوموړی سیند دلغمان ولایت دعلینګار دری ته یوخاصه ښکلا وربښلی ده چی نوموړی دره په ټول کال کی شنه اوسرسبزه وی . په دغه سیند باندی د داودخان په وخت کی دکله ګوش په سیمه کی دیولوی بریښنا کوټ دجوړولو اراده شوی وه خو دثور دکوده تا او خپل منځی جګرو له کبله داپلان همغسی په ځای پاتی شو. مګر په دی وروستیو وختونو کی داوسنی دولت له خوانه دبیا رغولو وعدی شوی دی خولاتراوسه یی کومه خاصه نتیجه یی معلومه نده . که چیرته نوموړی بریښناکوټ په صحیح او عصری ټکنالوژی سره جوړ شی نه یوازی داچی دلغمان ولایت به دبرق له نعمت څخه برخمن شی بلکی دافغانستان زیاتو ولایتونو داوسیدونکو دبریښنا اوسنی مشکلاتو حلوونکی به وی چی له همدی به په زیاته اندازه فابریکی اوکارخانی هم جوړی شی چی دکارخانو په جوړولو سره به سلګونو بیکاره افغانانوته دکار زمینه هم برابره شی.

دڅښلو اوبو سرچینی سمول

دڅښلو اوبه له دری سرچینو څخه ترلاسه کیږی : ۱ـ دسطحی اوبو سرچینی ۲ـ دځمکی لاندی اوبو سرچینی ۳ـ دتراوبو سرچینی

سطحی اوبه سمول

( Surface water ): هغه اوبه دی چی دځمکی پرمخ قرار لری ددی اوبو اکثره منشاء دباران له اوبو څخه وی دلته داوبو دچټلتیا ډیر زیات چانس وی . سطحی اوبه عبارت دی له ډنډونو ، حوضونو،نهرونو اود سیندونو اوبه دی چی دځمکی په سطحه باندی جریان لری نو په نو دعلینګار په ولسوالی کی سطحی اوبه دعلینګار دسیند اوبه دی چی دنورستان ولایت دلو دیځو غرونوڅخه سرچینه اخلی ددغه سیند په مسیر په امتداد کی ځینی کورنی ژوند کوی چی دسیند له اوبو څخه دڅښلو په منظور استفاده کوی دوی دکورونو ګندګی دبدرفت اوبو نلونو مخی سیند لورته کړی چی دالینګار دسیند داوبو کیفیت یی خراب کړی دی نو ددی لپاره چی دغه کورنی دسیند دصحی اوبو څخه برخمنی شی باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شی ترڅو دکورونو ګنده ګی اوپاتی شونی په سنید کی ونه غورځوی .

دسطحی اوبو خصوصیات سمول

داچی داوبو او انرژی وزارت په پام کی لری ترڅو دکله ګوش داوبو ذخیره په اساسی ډول ورغول شی. ـ صافی نه وی ـ 7-8 pH لری ـ دنفتو غوړیو اوعضوی موادو اوځینی نورو فلزونو لرونکی وی ـ معمولا مایکرو اورګانیزمونه لری ـ معمولا امونیا اونایتریتونو زیات مقدار لری. دالینګار اوسیدونکی په لاندی برخو کی ورڅخه محافظت اوګټه اخلی ـ دسیلابونو کنترول ـ دزراعت لپاره داوبو کیفیت برابرول ـ دبرق انرژی تولید برابروی ـ څړځایونه اوشنی ساحی رامینځته کوی ـ خلکو ته دکار زمینه برابروی ـ خلکو ته دتفریګا ځای برابریږی ـ ځنګلات پکی کرل کیږی او دخاوری دتخریب مخنیوی پری کیږی ـ دحیواناتو اونباتاتو داوبو محافظت کوی ـ دخاوری درطوبت دساتنی اصلاح رامینځته کوی ـ دټولو نباتاتو له مینځه تللو مخنیوی کوی ـ دګګړتیا مخنیوی کوی ـ هوا تصفیه کوی ـ دالینګار ولسوالی پراختیا مومی .

دلاندی اوبو سرچینی سمول

(a rout water resource) دځمکی داخلی اوبه (a rout water ) دځمکی داخلی اوبه له هغو اوبو څخه عبارت دی کومی چی دځمکی په داخلی برخه کی قرار ولری . دځمکی لاندی اوبه مخکی تردی چی دځمکی عمق ته ورسیږی دځمکی دمختلفو طبقو څخه عبور کوی په همدی خاطر یو تعداد بکتریا اوژوندی اجسام تری تصفیه کیږی . نو ځکه نظر سطحی اوبو ته پاک او دڅښلو وړ اوبه قبول شوی دی پدی کی چینی او دڅاه ګانو اوبه شاملی دی اساسا دځمکی لاندی اوبه هغه اوبه دی چی ترځمکی لاندی دسطحی اوبو دجذب له کبله مینځته راځی. پدی اړه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شی ترڅو دځمکی لاندی اوبو څخه په ښه ډول استفاده وشی ځکه که چیری په صحیح ډول استفاده تری ونشی ستونزی پیښوی او دځمکی نسبی رطوبت دمینځه ځی دنباتاتو دودی اونمو ته زیان رسوی .


دځمکی دداخلی اوبو خصوصیات سمول

ـ ډیر کم معلق مواد لری ـ ممکن ریګ اوشګی ولری ـ معمولا کم عضوی مواد لری ـ Co2 زیات لریاو (6,9_7,9 pH) لری . ـ د ژورو څاه ګانو اوبه دمایکرو اورګانیزمونو څخه پاکی وی . ـ معمولا زیاتی مالګی لری چی اکثره یی (Ca(Hco3)2) لری . ـ معمولا دا اوبه سختی دی چی اکثره سطحی اوبه موقتی وی . تروی اوبو سرچینی (Sacine water resource) که چیری خوږو اوبو ته لاس رسی نه وی بالاخره له تروو اوبو څخه استفاده کیږی چی پدی کی دسیندونو تروی اوبه ،بحرونو تروی اوبه دتروو اوبو چینی او یا دځمکی لاندی اوبه دڅښاک پاکی اوبو دسرچینی په توګه ګڼل کیږی . په هرصورت دڅښاک اوبه باید ډاډمنه توګه سالم پاک او دټولو خلکو په اختیار کی وی . داچی دچینو اوبه تروی اومالګینی وی کومی چینی چی دالینګار په ولسوالی کی موقیعت لری ځینی یی دتروو اوبو سرچینی دی چی له هغوی څخه په ډیره کمه اندازه خلک دڅښلو داوبو په منظور تری استفاده کوی . څاه ګانی هم تروی اوبه لری چی ترڅنګ یی شنه شوی بوټی هم مالګین وی یعنی دچینو او څاه ګانو په څنډو کی چی کوم شنه بوټی وی داټول یی مالګین وی . خصوصیات ـ ډیر کم معلق مواد لری . ـ امونیا اونایتریت لری . ـ مایکرو اورګانیزمونه پکی وی . ـ (6,5_7,8 PH) پوری لری . دکوم ډول سرچینو څخه اکثریت دڅښاک په منظور استفاده کیږی دځمکی دلاندی اوبو څخه زیات دڅښاک په منظور استفاده کیږی چی پدی کی سرپټی څاه ګانی ،سرپټی چینی او هغه کاریز چی سریی پټ وی چی دالینګار اکثریت خلک لدی اوبو څخه استفاده کوی چی په سلو کی (۹۵٪) راځی اوکم تعداد خلک یی دسیندونو ،ویالو ،ډنډونو او خوړونو له اوبو څخه استفاده کوی چی په سلو کی (۵٪) له دغه ډول څخه استفاده کوی .

څاه ګانی سمول

(wells) څاه ګانی له هغه ځایونو څخه عبارت دی چی دکومو ځایونونه اوبه دطبعی منابعو په شکل دداخلی سطحی څخه راوځی.

دڅاه موقیعت اود ځای انتخاب سمول

ـ څاه باید حد اقل (۷) متره داوسیدو له ځای څخه لری وی . ـ څاه باید حداقل (۱۵) متره له بلی څاه څخه لری وی . ـ څاه باید (۳۰) متره دغله جاتو دګودام او دحیواناتو دفاضله موادو څخه لری وی . ـ دڅاه ځای او موقیعت باید له طوفان او سیل څخه په امن کی وی . ـ دڅاه ځای باید له کورونو څخه لری نه وی . ـ څاه ګانی باید په عامه سطحه کی وجود ولری او که نه وی باید دځای دملک څخه قباله واخلی ترڅو خلک داوبو اوړلو یا استفادی څخه منع نه کړی . ـ څاه باید له تشناب څخه (۳۰) متره لری وی . ـ څاه باید دصنعتی منبع څخه (۱۰۰)فټه لری والی ولری . ـ دخاوری طبیعت باید کلک وی نه دشګی په شکل ـ ونی ورته باید نژدی نه وی . ـ دڅاه کناره باید ډیره لنډه نه وی . ـ څاه که ژوره وی بهتره ده . ـ په منظم ډول کلورو نیشن شی . ـ څاه باید په هفته وار ډول کلورونیشن شی او اوبو دناروغییو دپیداکیدو ضد عفونی شی . ـ داضافی اوبو دلری کولو لپاره باید مناسب ترتیبات په نظرکی ونیول شی ـ ابزار باید حداقل ددوه یادری متره لری صورت ونیسی . په الینګارولسوالی کی دکوبه یی (برمایی) څاه ګانو دسیمټی کلکوالی دڅاه جوړښت ،پورتنی ساحه دڅاه داوبو انتخابول عفل اچونه دفلتراوکیسنک شاخواته دڅاه کار دموادو مشخصات کوبه یی (برمه یی) څاه ګانی: ـ که چیری څاه دلاس په واسطه وکیندل شی جوړښت یی باید هایدروجینی شکل وی . ـ څاه باید په جګ ځای کی وکیندل شی که امکان ولری څاه باید پخه شی . ـ دڅاه قطره باید (۸) اینچه وی په هغه صورت کی چی جیالوجیکی مشکل نه وی دقطراجازه (۶) اینچه هم نشته . ـ لښتی دباران داوبو که چیری څاه شااوخوا وی ضروری باید لری شی . ـ دڅاه داوبو ارتفاع دکیسنګ په داخل کی (۱۵) متره باید وی ـ دبرمی کولوپه وخت کی باید په ښی خوا وکیندل شی او غیر له هغه مسولیت دقرار دادی په غاړه دی. ـ دڅاه دښویدو اودکیسنګ بندیدو په صورت کی مصارف دقرارداد کوونکی په غاړه وی. ـ مخکی له نصب کولو دکیسنګ اوفلتر څاه باید پاکه ومینځل شی او دڅاه داخل له خټواو مرداری څخه پاکه شی . ـ پمپ باید ازمایښت شی. ـ داوبو کیفیت باید په لابراتوار کی ازمایښت شی ترڅو مطمین شی چی منحله موادو څخه پاکه وی . ـ په هغه بڼه که څاه بمبه ونلری نوباید یوه دوه سلواغه ولری اوله ګټی اخیستنی څخه مخکی باید لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځل شی . ـ داوبو مصارف دبرمه کولو په وخت کی دکارګرانو اعاشه دماشین روغنیات اومصارف دقرار دادکوونکی په غاړه وی . دفلتردپایپ دسوریو مشخصات اودهغوی بندیدل په هغه وخت کی چی خاوره مکمل کلکه نه وی اود جغل طبقی ښکته شی په دغه صورت کی دفلتر پیپ له مینځه تللو امکان شته اوپایپ شاید له مینځه ولاړ شی اوفلتر دا قابلیت نلری چی اوبه فلتر کړی نو پدغه صورت کی دفلتر پایپ حفاظت په نظر کی ونیول شی او همدارنګه دفلتر پیپ سوری (۰،۷ـ۰،۵) ملی مترو پوری وی .

جغل اچونه دفلترپایپ اوکیسنګ شاوخواته ـ دکیسنګ پایپ شاوخواته باید ګرد جغل اوپه یوه اندازه سره واچول شی که چیری دجغل شکل ګرد نه وی نو دوامداره فشار ددی باعث ګرځی چی نوموړی جغل له نور ترسب شوو موادو سره ګډ شی او په نتیجه کی دجغل شکل تغیر کوی اوسوری یا خلاوی یی بیدیږی. ـ باید دفلتر پایب شاوخوا ته دمینځل شوی پاک جغل څخه استفاده وشی ترڅو دهرډول داخلی اوخارجی تاثیراتو څخه په امن کی وی پدی سره اوبه ښه کیږی ځکه جغل شکی اوبه تصفیه کوی . ـ جغل باید(۳) متره دفلتر پایپ له سوریو څخه پورته واچول شی وروسته له هغه کولی شو (۶) متره یا له هغه زیات دخاوری په واسطه ډک کړی ترڅو اوبه ښی پاکی شی او دکلیو لپاره دڅښلو او مینځلو زمینه مساعده کړی. سیمیټی کلکوالی دکیسنګ او دڅاه داخلی قطر ترمینځ فاصله چی کیندل شوی وی د(۱،۵) متره په اندازه باندی کانکریټ پری واچول شی چی ترڅو داوبو دخرابوالی څخه مخنیوی شوی وی .

دڅاه دجوړښت پورتنی ساحه سمول

باید دکیسنک پایپ دځمکی دسطحی څخه (۵۵ـ۶۰) سانتی متره پورته کیښودل شی که چیری پمپ عاجل نصب شی نو باید دکیسنګ سره باید بندی شی ترڅو څاه څخه حفاظت وشی او په اساسی ډول جوړشی . دڅاه دسرجوړښت داوبو رسونی او چاپیریال ساتنی په لارښونو کی شامل او نقشه یی هم شتون ولری په اوراقو کی .

دڅاه داوبو امتحانول سمول

وروسته دپمپ دنصب کولو اوسرپوښ تکمیل کول څخه دڅاه اوبه دکلوریشن په واسطه او کیمیاوی تعقیم شی او وروسته (۲۴) ساعتو بدون له استفادی څخه څاه بنده وساتل شی له تعین شوی وخت څخه وروسته دځای خلک ترهغه وخت پوری پمپ کړی چی دکلوریشن بوی ورک شی .

دڅاه کار او دموادو مشخصاتو لارښوونه سمول

ـ دڅاه دکیندلو قطریا اندازه (۸ـ۱۰) اینچه پوری وی. ـ داوبو ارتفاع په څاه کی حداقل (۱۵) مترو پوری وی . ـ پلاستیکی فلترپایپ قطر (۱۱) ملی متر اوضخامت(۵،۱۳۰۵) وی . ـ کیسنک پایپ قطر(۱۱۰) ملی متره او ضخامت (۶) ملی مترو پوری وی . ـ دپایپ شاوخوا جغل به له خاوری څخه خالی وی او د (۳ـ۸) ملی مترو پوری وی . ـ دکیسنک دپایپ شاوخوا ډکول دمخصوصو وسایلو په واسطه صورت ونیسی اوبدون دخاوری اچونی صورت ونیسی ترڅو پایپ له مینځه یوسی . ـ پلاستیکی پایپ (۶۳) ملی متره او ضخامت یی (۶)ملی متره وی . ـ پامیرپیپ (۶۰) متره څخه داوبو دراویستلو توانایی لری. ـ صفه اوتښتی په مکمل ډول سره پلاستر شی . ـ لاسی پمپ دکوثر دکمپنی اولی درجی څخه استفاده وشی. ـ تړون کوونکی باید کلی اوسیدونکو ته دڅاه دجوړولو په باره کی معلومات ورکړل شی . ـ که چیری دیو میاشت په جریان کی څاه وچه او یا نور عوارض ولری قرارداد کوونکی مکلف دی چی دوباره یی جوړه کړی .

دڅاه ګانو ویستل سمول

په الینګار ولسوالی کی تراوس وخت پوری کلیوال یی دلاسونو اولاسی وسایلو په واسطه څاه ګانی کیندل کیږی مګر په اوس وخت کی موسسات څاه ګانی دتخنیکی وسایلو څخه په پراخه اندازه استفاده کیږی او دڅاه ګانو کیندل دبرمو استعمال ډیر زیات شوی دی دکوهیانو دویستلو طریقی په لاندی ډول دی .

دکیبلی وسایلو طریقه سمول

( Cable Methods): پدی طریقه کی یو پریکونی وسیله چی دبرمی دتیغ ( Drill sit) په نوم یادیږی دیوه کیبل له لاری راځوړندیږی چی دعمودی حرکت په سبب ښکته او پورته کیږی او دخپلو ضرباتو په واسطه دڅاه لاندینی برخی مواد سست اوقطعه کوی او دکوهی څخه راویستلو لپاره چی اماده کوی یوه بله اله چی خټو ویستونکو(Sailor ) په نوم یادیږی نرم شوی مواد جمعه کوی او دکوهی څخه یی راوباسی هغه مواد چی پدی طریقی سره دکوهیانو دبیخ څخه راویستل کیږی کیداشی دکوهیانو په عمق کی قرار ولری بله داچی دموادو مشاهده او تثبیت چی دکوهیانو څخه ویستل کیږی دکوهی دلاکینک په نوم یادیږی . دنرم او پستو موادو موجودیت په خاص ډول شکه له کوهیانو ویستل برمی له مشکل سره مخامخ کوی کله چی دڅاه غاړی راچپه کیږی ددی دمخنیوی په خاطر ( Casing) څخه استفاده کیږی . پایپونو داخلول او ښکته کول (Casing) په نوم یادیږی . هغه کوهیان چی دسختولواوکلکو موادو لرونکی وی ( Casing) ته ضرورت نلری .

هایدرولیک روتری طریقه سمول

(Hydraulic rotary method ): په دی طریقه کی دبرمه کوونکی پایپ په خوله کی یو تیغ موجود وی چی په ډیری تیزی سره په خپل محور باندی څرخیږی او دپایپ داخل له لاری ځینی اوبه کانی مخولوط مواد مخکی سطحی ته راپورته کیږی که چیری دغه ډول کوهیان دمخلوط غلظت دخټی او اوبو مناسب وی نو اکثره وخت (Casing ) ضرورت نلری .

معکوسی دورانی طریقه سمول

( Reverse rotary method): پدی طریقه کی دخټی او داوبو مخلوط دپایپ دغاړو کوهی ته داخلیږی چی نرم اوپاسته شوی مواد دپایپ دداخل څخه دخاوری سطحی ته راپورته کوی پدی طریقه کی دبرمه کاری کار دپورته ذکر شوی طریقی سره یو شان دی .

دڅاه ګانو ډولونه سمول

ـ ژوریا عمیق څاګانی( Deep wells): دا له هغو څاه ګانو څخه عبارت دی چی ددوی اوبه ( Impervious) طبقی دلاندی برخی څخه ورکوی دغه ډول څاه دالینګار ولسوالی په هغو سیمو کی ویستل کیږی چی د ناهمواره وی هلته وچکالی وی دڅاه ګانو ژوروالی په الینګار کی له (۴۰ـ ۱۲۰) مترو پوری وی اوبه یی ښی صحی وی او ټول خلک ور څخه استفاده کوی . له بلی خوا دځایی خلکو له نظره ددغو څاه ګانو اوبه ډیری سختی وی یعنی په لږ ژوروالی کی اوبه نه ورکوی اوکیفیت یی هم ښه وی او دغه ډول څاه ګانی په ثابت ډول اوبه ورکوی یعنی نه وچیږی . ـ سطحی یاکم عمیق څاه ګانی(Shall well ): سطحی څاه ګانی له هغو څاه ګانو څخه عبارت دی چی اوبه یی دځمکی ( Impervious) طبقی دپاسه ورکوی دکلیو دمشرانو له نظره ددغو څاه ګانو اوبه په متوسطه اندازه سختی وی یعنی دوی په لږ ژوروالی کی اوبه ورکوی اوکیفیت یی دنورو په نسبت لږ ښه نه وی او دقومی مشرانو له نظره دغه څاه ګانی داوړی په موسم کی وچیږی لکه سږ کال دسنګره په سیمه کی وچکالی زیاتی سطحی څاه ګانی وچی وی .


ـ ارتیزن څاه ګانی (Artesian well ): دغه ډول څاه ګانی د ژورو څاه ګانو له جملی څخه دی چی اوبه یی ددووه ( Impervious)طبقو له مینځ راوځی نوموړی طبقی په اوبو باندی فشار او ډیر فشار له امله اوبه دځمکی سرته راخیژی په داسی شکل سره لکه اوبه چی دپایپ څخه راوځی .

چینی سمول

( Spring) چینی دځمکی دداخلی سطحی داوبو طبعی منابع دی چی دځمکی داخلی فشار په واسطه دځمکی سطحی ته راوځی .

یا چینی دځمکی هغه توګرافیک ساحتمانونه دی چی دځمکی داخلی اوبه دځمکی له مینځ څخه راوباسی چینی دغټو تیږو دځمکی دلاندی اوبه دځمکی په سطحه باندی راوزی چینی کیدای شی دایمی یا موقتی یابخار ډوله ووسی ، دالینګار په کوم ځای کی چی چینی دی دعوض په شکل یا روانی اوبو په شکل اویا دویالی په شکل جاری وی . دچینی بعضی اوبه یب ګرمی یا معدنی وی چی دچینی په هموارو ځمکو کی وی دځمکی لاندی اوبه له ډیری کمی سطحی څخه د ځمکی بهر ته راوځی دغه اوبو راوتلو ته سوری لرونکی چینی وایی .

دچینی اوبو دپاک ساتلو لپاره لازمې کړنې سمول

ـ له چینی څخه دکرد چاپیره (۲۰) مترو په فاصله کی یو دیوال جوړشی او دورازی یی باید همیشه تړلی وی . ـ دچینی کرد چاپیره داوبو لپاره یو لښتی جوړشی چی چینی ته نژدی دباران او به راټولی نشی . ـ دچینی په څلورو خواوو کی د دتیږو او خښتو څخه (۵۰) سانتی مترو په لوړوالی دیوالونه جوړ شی. ـ یو نل یا پایپ چی لدی دیوال څخه راوتلی وی باید موجود وی او دچینی اوبه دهمدی نل له لاری واخیستل شی. ـ یونل یا پایپ چی له دی دیوال څخه وتلی وی باید موجود وی او چینی اوبه دهمدی نل له لاری واخیستل شی . ـ چینه باید دکال په هر موسم کی اوبه ولری . ـ چینه په بیله (جبه زاره) ځمکه کی ونه کیندل شی . ـ دچینی سر باید پټ وساتل شی . ـ په چینه کی که چیری په کاپی توګه اوبه وی کولی شو دهغی په دیوال کی دیو نل راوباسو او اوبه دتل له هغی څخه واخلو . چینی اود هغوی ددرملنی خواص دچینو له اوبو څخه دمعدنی اوبو په توګه ډیره پخوانی تاریخچه لری خو په اخری پیړیو کی دچینو په اوبو باندی علمی تحقیقات ترسره شویدی دهغو څخه په درملنه کی ورځ تربلی استفاده زیاتیږی . معدنی اوبه دچینو دهغه ډول نه چی معدنی مالګی لری اویا پکی موجودی وی دبیلابیلو طرقو لپاره استعمالیږی ،علاوه لدی څخه دفزیکی اوکیمیاوی خواصو څخه معدنی اوبه داب وهوا دسمندر سطحی دلوړوالی دعواملو په سره ځای درملنی په طریقو دخلکو ډیره کړی ده دمثال په ډول ګرمی معدنی اوبه دمریضی دوینی دفشار ،قلبی مرض،سل مرض،ګردی او سرطانی او داسی نورو امراض پیداکوی دوی ته لارښوونه کیږی چی له دغه ډول اوبو څخه استفاده ونکړی همدارنګه ددغو مرضونو ددرملنی دوره دنه استفادی فصل او دمنظمی درملنی ساتنه په نظرکی ونیول شی . حتی کیدای شی چی په دغه ډول اشخاصو کی عکس العمل درملنی په مختلفو دورو کی له یو بل سره فرق لری . مثلا کوم شخص درملنی په یوه دوره کی مناسب عکس العمل ښیی خو په بله دوره کی نامناسبه عکس العمل ښیی نو باید پدی صورت کی ددرملنی دوره قطع نشی او علاوه لد څخه کیدای شی دمختلفو اشخاصو عکس العمل نسبت دیوی خاصی طریقی سره فرق لری اودمریض له حالت سره تړلی وی بعضی خلک داستفادی وروسته دمعدنی اوبو دروانی عوارضو باندی اخته شی دغه حالت دمعدنی اوبو په نوم یادیږی . بعضی مواد لکه ستړیا،خولی دوینی فشار لوړیدل ،دبدن تبه،نفس تنکی ،لړزیدل ،بی خوبی ،ناقراری ،دزړه دټکان زیاتوالی،بی اشتهایی بی حوصیلی کیدل دا هغه عوامل دی چی درملنی وخت زیاتوی یعنی دیوی هفتی نه ترڅو هفتو پوری غزول کیږی او یا ډاکټر دلارښوونی سره تغیر کوی او په دغه وخت کی استراحت ،ورزش ،مناسب غذایی رژیم ،دارامتیا او ارامی هوا څخه استفاده کول په درملنه کی ډیر زیات موثر دی دمختلفی برخی دبدن وینځل او پیچکاری کیدل .

دالینګار په ولسوالی کی دطبعی چینو موقیعتونه سمول

موقیعتونه یی په لاندی ډول سره دی : ـ مزری کی (۱۰) عدده . ـ دسنګره په سیمه کی (۱۶) عدده. ـ نورلام صاحب دره کی (۱۵) عدده. ـ کلمان سیمه کی (۵) عدده. ـ سالاب کی (۶) عدده . ـ ساو کی (۷) عدده. ـ ګورګنډی کی (۸) عدده . ـ ټینګور کی (۴) عدده . ـ سخره کی (۸) عدده. ـ کتاخیل کی (۵) عدده. ـ بیلک کی (۹) عدده. ـ ښوراوه کی (۱۱) عدده. ـ کچورکی (۳) عدده. ـ پړوایی کی (۶) عدده . ـ حاجی قلعه کی (۲) عدده . ـ نیم نانی کی (۳) عدده. چی دپورتنیو هری چینی داوبو ظرفیت (۰،۵ـ۲ m3/sec )دی چی له یادو چینو څخه یویا دوه کومی چی ډیری مشهور دی په لاندی ډول سره یی تشریح کوو: ـ دساووچینه: په دغه کلی کی یوه چینه ده چی یونیم وتره اوبه تری راوځی چی دیادکلی ټول خلک تری داوبو دڅښلو په منظوراستفاده کوی چی له دغی چینی څخه سروکال اوبه روانی وی او کمیږی نه چی اوبه یی په ژمی کی ګرمی وی او آوړی کی یخی وی او په اوړی او ژمی کی هم خلک تری استفاده کوی له دی (۵۰-۱۰۰) پوری کورنی له یادی چینی څخه استفاده کوی یادی چینی اوبه دڅاه داوبو په پرتله صحی وی ځکه داتازه وی او میکروبوه نلری نو له همدی کبله یی زیات شمیر کورنی دڅښلو اوبو لپاره ورځینی استفاده کوی . ـ په نورلام صاحب کی نبی چینه: ددی چینی اوبه هم پاکی دی اویو زیاته اندازه اوبه ور څخه راوزی چی خلک یی دڅښاک په منظور تر ی استفاده کوی . ددی چینی اوبه په ژمی کی لږ ګرمی وی او په اوړی یخی وی چی لدی څخه (۳۰-۸۰) پوری کورنی ورڅخه استفاده کوی دا اوبه هم ډیری صحی اوبه دی . که چیری داوبو رنګ نصواری وی نو دا اوبه غیر صحی دی چی بعضی وختونو کی په انسنانو کی داسهال دامراضو سبب ګرځی نو کوښښ دوشی چی یادو چینو ته دحیواناتو دورتګ مخه ونیول شی او دهغه تیر لارښونو باندی دعمل وشی .

کاریزونه سمول

کاریز داوبو هغه لار یا کانال ده کوم چی دځمکی لاندی کیندل کیږی ترڅو اوبه دخپل جریان په واسطه دځمکی سطحی ته راووزی . موقیعت: دکلی په مینځ کی موقیعت لری چی د(۶-۱۰) پوری سپرغی لری ژوروالی (۵-۱۲) متره وی چی دسپرغی څخه داوبو دسرچینی په ډول استفاده کیږی دیوی سپرغی څخه تر بلی سپرغی پوری فاصله (۵۰-۱۰۰)مترو پوری اوږدوالی لری دغه سپرغی دکاریز درڼایی لپاره او داکسیجن لپاره کوی . دغه کاریز دکانال یا دځمکی په ژوروالی کی دهغه څاوو نښلول دی چی اصلی سرچینه یی نورڅخه اخیستی ده ،کاریزونه معمولا دځمکی لاندی یوه چینه ده چی کاریزونو داوبو دلارښوونی اوهدف لپاره دځمکی سطحی ته راویستل کیږی او ددغو اوبو مدیرید دزراعت او نورو برخو کی په کار اچول کیږی . دغه کانال کاریز کیدای شی داوبو رارسیدل دځمکی سطحی پوری څوکیلو متره اوږدوالی ولری چی داوبو دخارجیدلو لپاره دکاریز سریا خوله پراخه کوی . کاریزونه داوبو دمنابعو عمده ترینه ذخیره کڼل کیږی دنوی ټکنالوژی په راتلو سره دژورو څاه ګانو دکاریزونو ځای ونیوه ،دپمپونو او واټرپمپونو څخه په استفادی سره په تدریجی ډول سره چایمیک رواج شوی دی چی تقریبا د الینګار ځینی سیمی نیولی دی ،دژورو څاه ګانودجوړیدوله امله په (۱۰۰) کی (۹۰) کاریزونو دوچیدوسبب ګرځی چی درباره دهغو کاریزونو جوړول ممکن ندی ځکه چی ژوره څاه ګانو دویستلو له کبله داوبو سطحه په ځمکه کی دوآټر ټیبل سطحه لوړیږی .

دکاریز دراویستلو طريقه سمول

دکاریز کیندل ماهرو کارګرانو ته اړتیا لری اوله دی څخه پرته دا یو ستونزمن کاردی کاریز دټیټ ځای څخه مخ په پورته خواکی رایستل کیږی ځکه اوبه دټیټی برخی څخه دکاریز خولی ته نه راځی اوبله داچی اخری سپرغه یی هم جیګه اوسی کاریز دتونل په شکل باندی ایستل کیږی همدارنګه دکاریز دمینځ عرض (۱،۵-۲) مترو پوری وی چی داکاریزونو څخه دالینګار ولسوالی دسنګره خلک دصحی اوبو په منظوراستفاده کوی له دی اوبو څخه ځکه استفاده کوی چی دا اوبه ورته معلومی وی چی دیو کاریز څخه تقریبا تر(۲۰۰) پوری کورنی استفاده کولی شی اوهمدارنګه دځمکو په خړوبولو کی هم تری استفاده کوی دالینګارولسوالی دسنګره په سیمه کی تر(۷) پوری کاریزونه موجود دی . چی ددی له جملی څخه یو کاریز دشیخانو په کلی کی ،یو دهارون خیلو کی بل کاریز پا سارنخیل کی بل په پنجکوړی کلی کی او همداسی نور.. دنورلام صاحب په دره کی (۸) عدده کاریزونه شته دی اودشینګاریو په کلی کی (۳) عدده کاریزونه اوهمدارنګه دمیاخیلو په کلی کی (۴) عدده کاریزونه موجود دی . او پړوایی کی هم (۳)عدده کاریزونه موجود دی چی له یادو کاریزونو څخه خلک دصحی اوبو په توګه استفاده کوی .

دکاریز ځانګړتیاوی سمول

کاریز یوترتیب شوی خلاص سرلری او یو اوږد ړوم دځمکی په داخلی برخه کی جوړیږی او څودانی عمودی څاه ګانی دځمکی داخلی کانال څخه دځمکی سرته جوړیږی څاه ګانو ته په هغه ځای کی چی کیندل کیږی میله وایی علاوه لدی څخه سست یاپاسته مواد دکیندل شوی خاوری څخه دځمکی سطحی ته راوباسی . همدارنګه دځمکی داخلی دکانال اتهوی سیستم هم سرته رسولی اویایوه ارتباطی لاره دځمکی سطحی ته کاریز نه دنه لیدو لپاره دجګړو دالی لپاره هم تری استفاده کیږی. دکاریزاوبه دخاوری خارجیدولو په برخه کی له کاریز څخه دغه اوبو ته رینو دانی اوپه عربی ژبه کی مطهر وایی.

دچینو،څاه ګانو اوکاریزونو اوبه دلاندی عواملوپه واسطه ککړی شوی سمول

ـ دجګړو په اوږدو کی ډیر شمیر څاه ګانی ویجاړی شوی اویا داچی دڅارو دجسدونو په واسطه ګګړی شوی یعنی داسی ستونزی رامینځته شوی دی چی په کاریزو کی مړی سکاره شوی نو ځکه له کاره ولویدلی دی . ـ دالینګار په غرنیو اوهوارو سیمو او ځنګل لرونکو سیمو کی ډیر شمیر زهری او وژونکی ماینونه ښخ شوی کله چی ځمکی لاندی اوبه له دغو برخو څخه تیریږی دا اوبه ککړیږی او دصحی اوبو په توګه ورڅخه استفاده نه کیږی . ـ دعلینګار په هره لویشت خاوره باندی مرمی ،بمونه اوراکیټونه لویدلی دی دوی زهری مواد دځمکی لاندی اوبه ککړی کړی دی او ورسره چینی ،کاریزونو او څاه ګانو اوبه هم ککړیږی .ـ په همدی ترتیب کوم بوټی چی دنوموړی ککړو اوبو په واسطه خړوبیږی اوپه ککړه هواکی وده او پراختیا مومی نوپایله کی دکیمیاوی موادو سره تعامل له هغی داوبو ماهیت له مینځه ځی. ـ کوم کوچیان چی دالینګار په ځینو سیمو کی ژوند کوی کله چی دوی خپل څاروی څروی چی دسیند،ویالی او ډنډونو اوبه لری وی نو کوچیان خپل څاروی داوبو څکلو لپاره دکاریزونو او دچینو له اوبو څخه استفاده کوی چی پدی سره اوبه ککړیږی او دخلکو داستفادی وړی نه ګرځی. ـ کومی ماتی کوتی ،ښیښی ،ګیلاسونه اوهډوکی اونور هغه څه چی نه سوزیږی ګلیوال یی په څاه ،کاریزاو چینی کی اچوی چی دوخت په تیریدو سره دا اوبه ککړیږی خرابیږی او څښلو وړ نه وی . ـ په زراعتی ځمکو اویامیدانونوکی دخاجت رفع کولو د ډکو میتازو خطر هله کیږی نو که چیری حاجت یی له (۲۰) مترو لری رفع نه کړی پدی سره د چینو ،څاه ګانو او کاریزونو اوبه ککړیږی . ـ د څاه ګانو ،چینو او کاریزونو سرونه لوڅ دی پدی کی مچان او نورحشرات لویږی چی پدی سره اوبه ککړیږی او څښاک لپاره نه مساعد کیږی . ـ دنفوسو زیاتوالی او دښارونو پراختیا هم دڅاه ګانو ،چینو او کاریزونو اوبه ککړیږی . اوبه دکومو عوامولو په واسطه ککړیږی څرنګه چی دالینګارولسوالی ښکلی منظری اودری لری دروانو او دځمکی لاندی پاکو اوخوږو اوبو ستری زیرمی لری خو یو شمیرخلک چی ځینی دناپوهی او ځینی په قصدی توګه دروانو او ځمکی لاندی اوبو دککړتیا لامل ګرځی چی په لاندی ډول تری یادونه کوو: ـ داوبو ککړتیا عوامل. ـ دکورونو پاتی شونی په روانو اوبو کی اچول . ـ دسپتیکی څاه ګانو دبدرفت اوبه په روانو اوبو کی خوشی کول . ـ یو شمیر کورنیو دبیت الخلا مفرزونه دروانو اوبو ترڅنګ جوړکړی اوحتی بیت الخلاوی په روانو اوبو کی تشوی . ـ داکوچینانو استعمال شوی پمپرونه دچرګانو او څارویو پاتی شونی په روانو اوبوکی اچول. ـ دکمودونو او تشنابونو دفاضلا اوبو په خاطر دغیر معیاری سپتیکی څاه ګانو او ژورو کندو څخه ګټه اخیستل . ـ په غیر فعاله څاه ګانو او ژورو کندو کی دمفرزه زبالی خوندی کول . ـ په ودونو کی پلاستکی دسترخوانونه داستعمال نه وروسته ویالو کی اچول کیږی. ـ پلاستیکونه چی کله دښار څخه پکی توکی راوړل کیږی بیا ویالو او لارو او کوڅو کی اچول کیږی. ـ کیمیاوی اوعضوی سرو زیات استعمال . ـ pesticides زیات استعمال. ـ Herbicides زیات استعمال. ـ تیل روانو اوبوته خوشی کول . ـ شامپو ګانو او دصابون استعمال . ـ دکورونو فاضله اوبه اوغیر بیت الخلا شتون اوبه ککړوی . ـ روزمره له مخالفینو سره نښتی اوجنګونه چی باروتو یی دکلیو اوبه ککړی کړی دی.

دککړو اوبو له امله لاندی ناروغی رامینځته کیږی سمول

ملاریا،محرقه ،کولرا،امیبازس ،جاردیاسس،سمونیلوزس،اسهالات ،پیچونه جلدی ناروغی اوداسی نوری ناروغی راپیداکیږی. چی ددی له جملی څخه یو څو یی په لاندی ډول سره تشریح کوو:

ملاریا ناروغی سمول

(Malaria Daisies): ملاریا دیو پروتوزوایی ناروغیو له جملی څخه ده دپلازمودیم په واسطه مینځته راځی او دانافیل ماشی دښځینه جنس په ذریعه دیو شخص څخه بل شخص ته انتقالیږی . دملاریا ناروغی نوم له خرابی هوا څخه اخیستل شوی چی دهغی دبطی شتون ته اشاره ده کوم چی دناورغی اوهوا شته ملاریا ته دا نوم دلومړی ځل لپاره په اولسه پیړی کی ایټالویانو وکاروه داناروغی دپلازمودیم دڅلورو ډولونوپه واسطه مینځته راځی چی عبارت دی له : ـ پلازمودیم وی واکس. ـ پلازمودیم ملاریا. ـ پلازمودیم اووالی ـ پلازمودیم فلیسپارم . پدی وروستیو کی دپلازمودیم یوبل ډول هم پیژندل شوی ده چی دپلازمودیم افریقا(plasmodium Africa rum) په نوم سره یادیږی . ملاریا ناروغی دالینګار دمرکزی کلینک داحصایی له مخی په څلورو میاشتو کی ډیره وی چی دامیاشتی عبارت دی له سرطان ،اسد،سنبله اومیزان چی هره میاشت (۱۹۳)کسان پدی ناروغی اخته کیږی،چی دڅلورومیاشتو مریضانو مجموعه یی(۹۷۲) کسان کیږی چی تقریبا په هرکال کی (۳۸۸۳۴)کسان پری اخته کیږی ددی له جملی څخه (۸ـ۱۰)پوری په سلو کی مړه کیږی .

دملاریا کلینکی بڼه سمول

دری مرحلی لری ـ Cold stage: چی پدی مرحله کی ناروغ لړزه لری او دیخنی احساس کوی . ـ Hot stage : چی پدی مرحله کی ناروغ شدیده تبه لری یعنی تر(۶۰)درجو پوری حرارت لری . ـ Sweating stage: پدی مرحله کی ناروغ خوله کوی همدارنګه وضعی ګیلوسره ځینی ضمیموی ګیلی لری لکه سردرد ،دینی درد،ټوخی،دګیډی درد،دملادبندونو درد،عضلی درد،نس ناسته او داسی نوری ناروغی رامینځته کوی .

دملاریا دناروغی څخه مخنیوی سمول

دحشره وژونکوو درملوپه واسطه دناروغی دلیږدونکی انافیل ماشی له مینځه وړل دناروغی پروخت تشخیص اودرملنه او همدارنګه دلوړ خطر په صورت کی دوقایوی درملنی دناروغی پیښی کموی ،له ماشو څخه دهغوی دتغذیی په ځانګړی وخت کی ځان ژغورل لکه :سهار ،ماښام یادشپی لخوا دحشراتو شړوکی کارول لکه مناسب لباس اویا دواګانو په ذریعه دمشبعوشوی جالیو او پشه خانو استعمال دبدن په لوڅو برخو دمیاشو وژونکو درملو لکه(Oi ethyl tolumide ) کارول ،په عام ډول دملاریا پیښی کمی شوی دی په منظم ډول دحشراتو په وړاندی دوا شیندنه ،ولاړو اوډنډونو ته جریان ورکول او له مینځه وړل دپکیواستعمال اوپه کړکیو کی دجالیو کارول هغه لاری چاری دی چی دملاریا په مخنیوی کی ډیرموثر دی .

محرقه سمول

ددی مرض لامل ( Salm0nela typhi) په نامه بکتریاده په الینګار ولسوالی کی د(W.H.O)داحصایی له مخی دا ناروغی هم دملاریا په شان دسرطان ،اسد ،سنبله اومیزان میاشتو کی زیاته وی چی په هره میاشت کی په اوسط(۶۰)کسان وی چی دڅلورو میاشتو مجموعه(۲۴۰)کیږی چی تقریبا ټول (۳۲۸۱) تنه کیږی چی پدی ناروغی اخته کیږی چی هرکال سلوکی (۵ـ۱۵) پوری کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی .

دناروغی نښی نښانی سمول

ـ په لومړی قدم کی یویا دوه اونی وروسته تبه ،کمزورتیا ،ستومانتیا،دستونی تخریش،جلدی بخار،بطنی دردونه اوقبضیت چی عموما دیوی ونی وروسته په ناروغی اخته کیدو څخه مینځته راځی. ـ په دوهم پړاو کی که تداوی ونشی دمداره زیاته تبه ،ناستی قبضیت اووزن کمیدل مینځته راوړی. ـ دریم پړاو کی ستومانتیا عدم تحرک چی سترګی نیمه پټی وی دناروغی لاملونه ککړ خواړه او چټلی اوبه دی.داناروغی دواکسین په واسطه وقایه کیږی.

نس ناستی یا اسهال سمول

(Diarrhea) دغایطه موادو داطراح ددفعاتو له زیاتوالی په ورځ کی له دری ځلو څخه زیات وی چی دغایطه موادو حجم زیات او اقوام یی نرم وی ،اسهال دګیډی ددرد اود غایطه موادو له بی اختیاره کیدوسره او یا ددواړو فکتورونو له ترکیب سره یو ځای وی که نوموړی حالت ددوه اونیو څخه لږ دوام کوی ،دالینګار دکلینک داحصایی له مخی داناروغی دژمی په نسبت په اوړی کی ډیره وی ځکه چی په اوړی کی دبدن مایعات کمیږی. چی په هره میاشت کی (۳۰ـ۶۰) پوری کسان پدی ناروغی اخته کیږی چی په هرکال کی تقریبا(۲۸۹۴)کسان په دغی ناروغی اخته کیږی.

نښی نښانی سمول

په مایع شکل دغایطه مایع موادو داطراح دفعاتو زیاتیدل ،بطنی دردونه ،بی اشتهایی ،تنده همدارنګه دتفویض په وخت کی دزور وهلو په صورت کی درد ناک مقعدی انقباضات موجود وی اوبلن غایطه مواد دکوچنیوکولو په ناروغی کی لیدل کیږی په داسی حال کی چی نیمه جامد غایطه مواد په کولونی ناروغیو کی لیدل کیږی .

کنترول اومخنیوی سمول

درملنه مشمول ده په حیاتی علایمو کنترول دناورغی دختلاعاتو څخه مخنیوی او دضمیمه وی ناروغیو درملنه ده داسهال ضد درملو (Tolopyamide)دانټی بیوتیکو نو او التهاب ضد درملو توصیه.

داوبو دککړتیا دمخنیوی لاری چاری سمول

داوبودککړتیا مخه په بشپړه تو ګه نیول کیدای شی خو په بیلابیلو برخو کی دعامه پوهاوی له لاری . ـ ( public awareness ) عام خلک باید داوبو دککړتیا په ناوړه اغیزو باندی وپوهول شی ترڅو دسیندونو ویالو اونوروڅخه دکالیویا لوښو دمینځلو اویا دڅارویو دلمبولو په منظور استفاده دڅښاک ،پخلی او نورو اهدافو په منظور ددغه ډول ابو داستعمال څخه ډډه وکړی . ـ ( Governmental awareness) څرنګه چی داوبو زیرمی ملی شتمنی دی او له همدی کبله دلغمان دولایتی اداره الینګار ولسوالی اوسیدونکی دهغوی په ارزښت وپوهول شی او ولایتی اداره دزیرمو دپاک ساتلو لپاره مناسب ګامونه پورته کړی . ـ (Domestic awareness ) دکورونو څخه ضایع شوی اوبه باید پری نښودل شی ترڅو دعامو اوبو زیرمی یا کرنیزی کروندی ککړی شی دداسی صابونونو استعمال کوم چی چاپیریال ته زیان رسوی کولی شو دکورونو اضافی اوبه له ډیر زیان رسوونکی حالت څخه وژغورو. ـ (awareness of manicipalcorporations ) دالینګار ښاروالی باید کثافت دانیو کی مجودو کثافاتو ته پوره پاملرنه وکړی ترڅو دولسوالی اضافی اوناولی اوبه له مینځه یوړل شی او د زهکشی باید مناسب سیستم برابر شی . ـ دکمودونو او تشنابونو فضلابو په خاطر دغیری معیاری سپیتیکی څاه ګانو او ژورو کندو څخه باید ګټه پورته نشی ځکه چی اوبه ککړوی . ـ دکوچنیانو استعمال شوی پمپرونه او دڅارویو او چرګانو پاتی شونی باید اوبو کی وانه اچول شی .

سرچینې سمول

۱ـ ویاړمومند،جانداداحمد،(۱۳۹۶هـ ش). دلویانو دروغتیا نرسنګ،دکلاسیک خپروندویه ټولنه ،(۵۳ـ۵۵ص). ۲ـ بزګر،محمد فرید،(۱۳۸۰هـ ش ). روغه ټولنه ،اریک دګرځنده کتابونو اداره ،(۸۷ـ۸۹ ص). ۳ـ هاشمی،سیدرقیب شاه،(۱۳۹۳هـ ش).دڅښلو وړ اوبه،مومند خپرندیه ټولنه ـ جلال اباد،(۷۰ـ۷۲ص). ۴ـ سعیدی،سیدعبیدالله،(۱۳۹۵هـ ش).طبعی منابعو اداره اوساتنه،لغمان پوهنتون. 5_ http// www.earth.policy.org/ Books/out/ote6-2htm.