په افغانستان کې کان کېندنه

د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو مخکې، په افغانستان کې کان کېندنه د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا کنټرول کېده. د دې وزارت مرکزي دفتر په کابل کې دی او د هېواد په نورو برخو کې سیمه ییز دفترونه لري. په افغانستان څه دپاسه ۱۴۰۰ ډوله معدني توکي شته، چې بارایت، کرومایت، سکاره، مس، سره زر، اوسپنه، سرپ، طبیعي ګاز، نفت، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، مالګه، سلفر، لیتیم، تالک او زېنک یې له غوره منرالونو څخه ګڼل کېږي. په قیمتي ډبرو کې د لوړ کیفیت زمرد، لاجورد، سور لعل او یاقوت دي. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګون او د متحده ایالاتو د ځمک پوهنې او سروې د ادارې د یوې ګډې څېړنې پر بنسټ، د اټکل له مخې افغانستان د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت نه را ایستل شوي منرالونه لري. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په افغانستان کې د لاجوردو شپږ کانونه شته، چې تر ټولو لوی یې په بدخشان ولایت کې دی. همدارنګه د مسو شاوخوا ۱۲ کانونه په دې هېواد کې شته چې له ډلې یې د عینک د مسو زېرمې په لوګر ولایت کې دي. د انرژۍ له پلوه د افغانستان ارزښت د دې هېواد د جغرافیایي ځای پر بنسټ دی چې د منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا او د عربو سمندرګۍ ته د تیلو، طبیعي ګازو او بریښنا د صادراتو د ترانزیتي لارې په توګه ګڼل کېږي. په دې بالقوه امکاناتو کې له افغانستان څخه د ګازو د پایپ لاین جوړول د بحث وړ موضوع ده. د افغانستان د تیلو لومړی تولید د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې پیل شو. [۷][۸][۹]

لنډه کتنه سمول

د اټکل له مخې څلویښت میلیونه کاله وړاندې د هند-اروپا، اسیا-افریقا د تکتونیکي پلیټونو په لوی بدلون سره له یو بل سره ټکړ وکړ. دې بدلون د لوړو غرونو سیمه رامنځ ته کړه چې یوه برخه یې افغانستان دی. د دې متنوع جیولوژیکي بنسټ په پایله کې ارزښتناکه معدني میراث پاتې شو چې تر اوسه یې له ‍۱۴۰۰ څخه ډېر معدني توکي ترسترګو شوي دي چې په کې سره زر، مس، لیتیم، یورانیم، اوسپنه، کوبالت، طبیعي ګاز او تیل ګډون لري. دا زېرمې کولای شي چې په نړۍ کې افغانستان د کانونو ترټولو بډایه سیمې په توګه را منځ ته کړي.  [۱۰][۱۱]

افغانستان د انرژۍ او منرالونو د نه ایستل شوو لویو زېرمو څښتن دی، چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ودې لپاره د بالقوه وړتیا په توګه لیدل کېږي. د دې معدني توکو عمده سرچیني له کرومیم، مسو، سرو زرو، اوسپنې، سرپ او زېنک، لیتیم، مرمر، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، سلفر او د نورو ډېرو منرالونو څخه عبارت دي. د انرژۍ په سرچینو کې طبیعي ګاز او نفت شامل دي. حکومت د معدني او هایدروکاربن د نوي قانون د معرفي کولو لپاره کار کوي چې د حکومتولۍ نړیوال معیارونه پوره کړي.

د متحده ایالاتو د ځمک پوهنې سروې اداره (USGS) او د بریتانیا د ځمک پوهنې سروې اداره په هېواد کې د سرچینو د اټکل په برخه کې کار کړی دی. له دې نه وړاندې، د افغانستان د سپړنې کار د شوروي اتحاد د ځمک پوهانو له خوا ترسره شوی و چې له ځانه سره یې د غوره کیفیت جیولوژیکي ریکارډونه درلودل او په دې هېواد کې د پام وړ معدني زېرمو ښکارندویه دي. د دې سرچینو پراختیا په افغانستان کې د زیربنا او امنیت ښه والي ته اړتیا لري. حکومت د عینک د مسو د پروژې او د حاجي ګک د اوسپنې د پروژې د پراختیا قراردادونه وړاندې کړي دي. له دې سره، حکومت کولای شي چې په بلخاب کې د مسو د سپړلو، په بدخشان کې د سرو زرو، په نورستان کې د قیمتي ډبرو او لیتیم او په شبرغان کې د تیلو او ګازو د نوو سپړنو لپاره داوطلبي وړاندې کړي.

د یو غوره حساب ورکوونکي او د کان کېندنې د روڼ صنعت د رامنځ ته کولو لپاره، د کانونو وزارت د داوطلبۍ په برخه کې د سمونونو لومړۍ کاري پلان ترتیب کړی دی. افغانستان د کان ایستونکو صنایعو د روڼتیا په نوښت کې د یوه نوماند هېواد په توګه ګډ شو. داسې تمه کېده چې تر پنځو کلونو وروسته، به د منرالونو د تولید له امتیاز څخه د دولت په عوایدو کې ونډه په کال کې لږ تر لږه ۱.۲ میلیارده ډالره وي او د ۱۵ کلونو څخه وروسته به دا ونډه په کال کې ۳.۵ میلیاردو ډالرو ته لوړه شي. افغانستان د محلي ملکیت اړوند شرایط نه لري او د دې هېواد اساسي قانون ملي کولو ته اجازه نه ورکوي. په شرکتونو د مالیې تر ټولو ټیټه کچه په سیمه کې لږ تر لږه ۲۰ سلنه په ګوته شوې ده.  [۱۲]

د افغانستان د کانونو صنعت د پراختیا په لومړني او د کان کېندنې په کوچني پړاو کې و. کارونه په ټیټه کچه کې وو او تولید یې یوازې سیمه ییزو بازارونو ته عرضه کېده. حکومت د اقتصادي ودې لپاره او همدارنګه د صنعتي معدني چرچینو (لکه شګې، ریګ او د سیمنټو لپاره د چونې ډبرې) چې کورني ساختماني صنعت کې کارول کېږي، د پراختیا لپاره د هېواد د معدني سرچینو پراختیا لومړیتوب ګڼلی دی. د کان کېندنې په موخه په زیربناوو او ترانسپورتي پروژو کې پانګه اچونه د کانونو د صنعت د پراختیا یو مهم اړخ ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۰ کال کې، حکومت د ۱۷۰ میلیون ډالرو پانګې پر مټ د افغانستان د اورګادې لومړۍ پټلۍ بشپړه کړه، چې دا ۷۶ کیلومتره لاره د مزارشریف ښار د ازبکستان د اورګاډي له پراخو شبکو سره نښلوي. دا نوې لار به افغان صادرونکو ته لاره هواره کړي چې کانونه او نور توکي اروپا ته و لېږدوي. د چین میتالورژیکي شرکت (MCC)  په افغانستان کې له لوګر ولایت څخه کابل لور ته د مسو د ایستلو لپاره د اورګاډي پټلۍ جوړوي.

د کان کېندونکو په وینا د منرالونو د تولید په برخه کې د ډېټا د کمښت له امله، په افغانستان کې د کان کېندنې د فعالیتونو په اړه لږ معلومات د لاس رسي وړ دي او همدارنګه دا معلومات محدود دي. د USGS د معلومات له مخې د باریت تولید نږدې ۲۰۰۰ متریک ټنه، کرومایټ ۶۰۰۰ ټنه او طبیعي مایع ګاز ۴۵۰۰۰ بېلره اټکل شوي دي. د بیارغونې او د زیربناوو د پراختیا د بهیر لپاره د ساختماني منرالونو اټکل ترسره شوی دی او ویل کېږي چې تولید یې مخ په زیاتېدو او د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه کوي. د ۲۰۰۹ کال په پرتله د سمنټو تولید ۱۳٪ زیات شوی دی.

په افغانستان کې د دولتي شرکتونو د خصوصي کولو بهیر، چې د هېواد پر ډېری معدني زېرمو يې کنټرول لري، روان دی، خو لا تر اوسه بشپړ شوی نه دی. د کانونو په برخه کې د کورنیو خصوصي شرکتونو او بهرنیو پانګوالو پانګونه د حکومت له خوا هڅول کېږي، چې په دې لړ کې یې په ۲۰۰۷ ز کال کې د عینک د مسو د پروژې د پراختیا لومړی قرارداد دوو چینايي شرکتونو ته وړاندې کړ. په ۲۰۰۹ کال کې حکومت د حاجي ګک د اوسپنې د پروژې د پراختیا او په ۲۰۱۰ کال کې د نفتو او ګازو د ایستلو لپاره د داوطلبۍ خبرتیاوې خپرې کړې. د منرالونو او هایدرو کاربنونو سپړنه او پراختیا، را ایستل او پروسس د کانونو وزارت له دندو څخه دی. د هېواد د نویو قوانینو سره سم یاد وزارت همدارنګه د معدنی زیرمو د مالکیت د ساتنې او د ترانسپورت او بازارموندنې د تنظیم دنده پر غاړه لری. د هېواد د چاپیریال ساتنې قوانین په ۲۰۱۰ کال کې د تصویب لپاره وړاندې شول. 

سرچینې سمول

  1. "Market Prospects" (PDF). Afghanistan Investment Support Agency. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 22 فبروري 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه 1 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Minerals in Afghanistan" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Latifi, Ali M. (2013). "Afghan mines among world's most dangerous". Al Jazeera. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kuo, Chin S. "The Mineral Industry Of Afghanistan" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Trakimavicius, Lukas (22 March 2021). "Is China really eyeing Afghanistan's mineral resources?". Energy Post. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Afghanistan's resources could make it the richest mining region on earth however due to the war lasting over 30 years their mining has failed". The Independent. 14 June 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  8. کينډۍ:Cite videoکينډۍ:Cbignore
  9. کينډۍ:Cite videoکينډۍ:Cbignoreکينډۍ:Dead Youtube links
  10. (په April 4, 2011 باندې). Kabul's eye on Aussie expertise. The Australian.
  11. (په June 15, 2010 باندې). Afghanistan's resources could make it the richest mining country on earth. The Independent.
  12. graham-harrison, 2010