په افغانستان کې د ۲۰۱۹ زکال ولسمشریزې ټاکنې


په افغانستان کې د ۲۰۱۹ زکال ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۱۹ زکال د سپټمبر په ۲۸مه نېټه ترسره شوې. د لومړنیو پایلوله مخې برحاله ولسمشر محمد اشرف غني د ټولو رایو د ۵۰.۶۴٪ برخې یا د ۹۲۳۵۹۲ رایو په خپلولو بریالی اعلان شو، خو د هغه سیال عبدالله عبدالله په دغو پایلو اعتراض وکړ. د جنجالي رایو له امله د وروستیو پایلو په اعلان کې له ځنډ وروسته بالاخره ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۲۰ زکال د فبروري په ۱۸مه بیاځلي د افغانستان ولسمشر اعلان شو. عبدالله عبدالله دغه پایلې رد کړې او هوډ یې وکړ چې موازي دولت رامنځته او د لوړې جلا مراسم ترسره کړي. ورته مهال ولسمشر غني هم د خپلې دویمې کارې دورې لوړه په رسمي بڼه د ۲۰۲۰ زکال د مارچ په ۹مه نېټه ترسره کړه. له دغې موضوع څخه رامنځته شوي کړکېچ د ۲۰۲۰ زکال د مۍ تر ۱۶مې نېټې دوام وکړ هغه مهال چې ولسمشر اشرف غني او عبدالله د واک د وېش هوکړه لاسلیک کړه؛ د دغې هوکړې له مخې ډاکټر اشرف غني ولسمشر او عبدالله هم د طالب وسله والو سره د خبرو اترو په موخه د ملي مصالحې د عالي شورا مشر وټاکل شو. په دغه ټاکنو کې د ګډون کوونکو شمېر د رایو د ورکړې په شرایطو باندې د برابرو کسانو له ۲۰٪ څخه کم و. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

مخینه

سمول

ټاکنې په پیل کې د اپرېل په ۲۰مه تنظیم شوې وې، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۲۰۱۸ زکال د ډسمبر په ۱۶مه اعلان وکړ چې د ۲۰۱۸ زکال په پارلماني ټاکنو کې د رامنځته شوو ستونزو د بیاځلي تکرار څخه د مخنیوي په موخه به ولسمشریزې ټاکنې د جولای تر ۲۰مې نېټې وځنډوي او دغه اضافي مهال به د رایو ورکوونکو د نوملړ د لا کره توب او همدارنګه د نوي بایومتریکي سیسټم سره د ټاکنیزو کمیسیونونو د کارکوونکو د بلدتیا په برخه کې ولګوي. د ۲۰۱۹ زکال په مارچ میاشت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیاځلي ټاکنې وځنډولې او داځل یې اعلان وکړ چې له ټاکل شوې مودې دوه میاشتې وروسته یعنې د سپټمبر په ۲۸مه به ټاکنې ترسره کړي. د کمیسیون یو ویاند دغه ځنډ په ټاکنیزو قوانینو کې د بدلونونو او له هغو څخه د رامنځته شوو مدیریتي او تخنیکي ستونزو له امله وباله – په دې سره ولسمشریزې ټاکنې بېرته د ولایتي شوراګانو له ټاکنو او همدارنګه د غزني ولایت د ځنډېدلو پارلماني ټاکنو سره هم مهاله ترسره شوې. [۸][۹][۱۰]

ټاکنیز سیسټم

سمول

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د دوه پړاو لرونکي سیسټم څخه په ګټنې ترسره کېږي. که چېرې یو نوماند هم د ټاکنو په لومړي پړاو کې له پنځوس سلنه زیاتې رایې ترلاسه نه کړي، دویم پړاو ټاکنې د دوه مخکښو نوماندانو ترمنځ ترسره کېږي. [۱۱]

ټاکنیزې مبارزې

سمول

په دغو ټاکنو کې مخکښ نوماند، محمد حنیف اتمر د ۲۰۱۹ زکال په اګست میاشت کې له ټاکنیزو سیالیو پر شا شو. د هغه ټاکنیز دفتر اعلان وکړ چې دغه پرېکړه د ناوړه امنیتي حالت او همدارنګه د سولې د روان بهیر له امله شوې. طالبانو هم د ټاکنیزو مبارزو د ګډوډولو په موخه خپلو بریدونو ته زور ورکړ. د ۲۰۱۹ زکال د سپټمبر په ۱۷مه یو ځانمرګي بریدګر د ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټاکنیزه غونډه کې برید وکړ چې له امله یې ۲۶ تنه ووژل شول او ۴۲ نور ټپیان شول. له دغه برید یو ساعت وروسته طالبانو بل ځانمرګی برید د متحده ایالاتو سفارت او د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته څېرمه وکړ چې له امله یې ۲۲ تنه مړه او شاوخوا ۳۸ تنه نور ټپیان شول. [۱۲][۱۳]

د رایو ورکړه

سمول

د ۲۰۱۹ زکال د سپټمبر میاشتې په ۲۸مه نېټه له دې سره چې افغان وګړي د طالب وسله والو د بریدونو له مستقیم ګواښ سره مخ و خو بیا هم د رایو مرکزونو ته ولاړل. خو داځل په رای اچونه کې د خلکو ګډون لږ و، په داسې توګه چې د رایو ورکولو په شرایطو له برابرو ۹.۷ میلیون کسانو څخه یوازې ۱.۶ میلیون کسانو رایه ورکړه. د خلکو د لږ ګډون سربېره د رویټرز خبري آژانس په خبره د ټاکنو بهیر په «نسبتا آرامو» شرایطو کې ترسره شو او په ټول افغانستان کې د طالبانو د بریدونو له امله ۳ تنه مړه او ۳۷ تنه ټپیان شول. د الجزیری شبکې د راپور له مخې د خلکو د کم ګډون په خوا کې د طالب وسله والو له خوا تاوتریخوالي هم په لږ کچه و. ورته مهال د نیویارک ټایمز د راپور له مخې چې له سیمه ییزو چارواکو سره د مرکو پر مټ چمتو شوی وو؛ وه یې ښووله چې د ټاکنو په ورځ «لږ تر لږه ۳۰ تنه افغان سرتېري او ۱۰ ملکي وګړي» مړه او همدارنګه «لږ تر لږه ۴۰ افغان سرتېري او ۱۵۰ ملکي وګړي» ټپیان شوي چې د ټایمز په خبره «دغه کچه په رسمي راپورونو کې د ورکړل شوو شمېرو څخه ډیره زیاته وه، خو په دغه هېواد کې د روانې جګړې د ورځنیو تلفاتو له منځنۍ کچې سره برابره وه». د کمو تلفاتو اړوند راپورونه د واشنګټن پوسټ او عرب نیوز له خوا هم تائید شول. د عرب نیوز خبریال سید صلاح الدین څرګنده کړه چې «د تېرو ټاکنو په پرتله په دغه ټاکنو کې د تلفاتو کچه کمه وه»؛ همدارنګه یې د افغان وګړو سره د مرکو پر بنسټ څرګنده کړه چې « په دغو ټاکنو کې د تېر کال د پارلماني ټاکنو په پرتله تاوتریخوالي لږ و». صلاح الدین همدارنګه زیاته کړه چې «د رایو د ورکړې په یو شمېر مرکزونو کې د رایو ورکوونکو څخه د امنیتي ځواکونو شمېر زیات و». [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په دغو ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د لومړي ځل لپاره له چلوټیو څخه د مخه نیولو په موخه له بایومتریکي وسایلو ګټنه وکړه چې د هر رایه ورکوونکي د ګوتې نښه او انځور به یې د رایې د ورکړې پر مهال ثبت کاوه. دغه تخنیکي سیسټم د افغانستان په ټاکنو کې د درغلیو څخه د مخنیوي په موخه غوره کړای شوی و. [۲۰]

تاوتریخوالو، د طالبانو ګواښونو او د ناوړه مدیریت اړوند پراخو شکونو د ټاکنو بهیر ګډوډ کړی و؛ له همدې امله د ټاکنو په ورځ د ټاکنو په بهیر کې د خلکو د ګډون کچه کمه وه. [۲۱]

نوماندان

سمول

دغو ټاکنو ته ۱۸ نوماندانو خپل نومونه ثبت کړي و: ډاکټر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، سید نورالله جلیلي، رحمت الله نبیل، فرامرز تمنا، شیدا محمد ابدالي، احمد ولي مسعود، نور رحمن لیوال، محمد شهاب حکیمي، محمد حکیم تورسن، عبدالطیف پدارم، نورالحق علومي، محمد ابراهیم الکوزی، عنایت الله حفیظ، محمد حنیف اتمر (د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او د کورنیو چارو وزیر چې بیا د ټاکنیزو مبارزاتو پر مهال له ټاکنو پر شا شو)، غلام فاروق نجرابي او زلمی رسول (د بهرنیو چارو پخوانی وزیر چې له ټاکنو پر شاه شو او د محمد اشرف غني ملاتړ یې وکړ). [۲۲][۲۳]

د ټاکنو پایلې

سمول

د ۲۰۱۹ زکال د اکتوبر په ۲۷ مه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ اعلان وکړ چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د نومبر په ۱۴مه اعلان کړي؛ هغې زیاته کړه چې د ټاکنو د کمیسیون د کمیشنرانو ترمنځ د پایلو د روڼتیا اړوند بحثونه ترسره او بشپړ شوي دي. هغې څرګنده کړه چې د ټاکنو د پایلو اعلان د کمیسیون د سرور د هک کولو او همدارنګه د کمیسیون د ډیجیټلي مرکز د کوډ ماتولو د هڅې له امله ځنډېدلی دی.[۲۴][۲۵]

د نومبر په ۱۳مه کمیسیون اعلان وکړ چې د پایلو اعلان د دویم ځل لپاره د نامعلومې مودې لپاره ځنډېږي. د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د ډسمبر په ۲۲ مه او وروستۍ پایلې یې د ۲۰۲۰ زکال د فبروري په ۱۸مه نېټه اعلان شوې. [۲۶]

عواقب

سمول

د ټاکنو د پایلو اعلان سیاسي کړکېچ رامنځته کړ. عبدالله عبدالله د ټاکنو د پایلو له منلو ډډه وکړه او د هېواد په شمال کې یې د موازي حکومت د جوړولو وویل. د فبروري په ۲۲مه عبدالله ځان ته وفادار یو کس د سرپل ولایت والي وټاکه. امریکايي دیپلمات زلمي خلیلزاد هڅه وکړه څو د ولسمشر او عبدالله ترمنځ منځګړیتوب وکړي خو دوی دواړه هوکړې ته وه نه رسېدل له همدې امله د مارچ په ۹ مه د ولسمشر اشرف غني د دویمې دورې د لوړې د مراسمو په ورځ عبدالله عبدالله ځانته جلا د لوړې مراسم ترسره کړل. د لوړې د مراسمو له ترسره کولو څو ساعته وروسته ولسمشر د اجرایوي ریاست څوکۍ چې په تېره ولسمشریزه دوره کې د عبدالله په واک کې وه لغو کړه. د دغې چارې په غبرګون کې عبدالله اعلامیه صادره کړه او څرګنده یې کړه چې «اشرف غني نور ولسمشر نه دی» او د هغه فرمانونه یې باطل وبلل.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د ۲۰۲۰ زکال د مارچ په ۲۳ مه متحده ایالاتو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ له امله له افغانستان سره د خپلو مرستو یو میلیارډ ډالر برخه راکموي او که چېرې ولسمشر او عبدالله هوکړه ونکړي، کېدای شي مرستې نورې هم راکمې شي. دغه سیاسي کړکېچ د ۲۰۲۰ زکال د مۍ په ۱۷مه هغه مهال پای ته ورسېد چې ولسمشر اړ شو له عبدالله سره د واک د ویش هوکړه لاسلیک کړي. [۳۳][۳۴]

وروسته له هغه چې امریکا په قطر کې د افغان دولت سره له مشورې پرته له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه او د افغانستان ګڼ شمېر ولایتونه یې ورته په مرموزه بڼه تسلیم کړل ولسمشر غني د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۵مه له افغانستان څخه ووت او کابل د طالبانو لاس ته ورغی. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پنجشېر ولایت په مرکز بازارک کې ځان د افغانستان د اسلامي جمهوریت سرپرست وباله، خو وروسته له هغه چې دغه ولایت د سپټمبر په ۸مه په بشپړه توګه د طالبانو له خوا ونیول شو؛ هغه هم اړ شو افغانستان پرېږدي.

سرچينې

سمول
  1. "Heavy security as Afghans elect president". BBC News. 2019-09-28. بياځلي په 2019-09-28.
  2. Mashal, Mujib (2020-02-18). "After 5-Month Delay, Ashraf Ghani Is Named Winner of Afghan Election". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2020-02-18.
  3. "Afghanistan: Ghani, Abdullah set to hold parallel inaugurations". Al Jazeera. 8 March 2020. بياځلي په 8 March 2020.
  4. "Amid Controversy, Ghani Takes Oath of Office". TOLOnews. بياځلي په 2020-03-09.
  5. Qazi, Shereena. "Ghani sworn in as Afghan president, rival holds own inauguration". Al Jazeera. بياځلي په 2020-03-12.
  6. "Rival Afghan leaders sign power-sharing deal". BBC News. 2020-05-17. بياځلي په 2020-05-18.
  7. Afghanistan's Ghani claims narrow win in preliminary presidential vote results Reuters, 22 December 2019
  8. Afghan presidential election delayed by three months BBC News, 26 December 2018
  9. Afghan presidential elections postponed until July 20: official Al Jazeera, 30 December 2018
  10. Najafizada, Eltaf. "Afghanistan Presidential Election Once Again Delayed by Two Months". Bloomberg News (in American English). بياځلي په 20 March 2019.
  11. "Afghanistan presidential election: All the latest updates". Al Jazeera. 28 September 2019. بياځلي په 28 September 2019.
  12. "A Leading Afghan Presidential Candidate Suspends Campaign". Voice of America. بياځلي په 2019-08-17.
  13. "Dozens killed by Taliban suicide bombings in Afghanistan". The Oxford Times. بياځلي په 17 September 2019.
  14. "Afghan Elections Witness Historical Low Turnout Amid Taliban Threats". Ask The Truth. خوندي شوی له the original on 29 September 2019. بياځلي په 29 September 2019.
  15. Sediqi, Abdul Qadir; Jain, Rupam (28 September 2019). "Afghan presidential vote held in relative calm, but turnout low". Reuters. بياځلي په 28 September 2019.
  16. "Afghanistan presidential election: All the latest updates". Al Jazeera. 28 September 2019. بياځلي په 28 September 2019.
  17. "Afghanistan Election Draws Low Turnout Amid Taliban Threats". The New York Times. 28 September 2019. بياځلي په 28 September 2018.
  18. Salahuddin, Sayed (28 September 2019). "Afghan voters defy Taliban attacks". Arab News. بياځلي په 28 September 2019.
  19. "Afghan presidential vote spared major violence, but turnout sharply lower". The Washington Post. 28 September 2019. بياځلي په 28 September 2019.
  20. "Afghanistan turns to biometrics to tackle election fraud". E-Nigeria. خوندي شوی له the original on 29 September 2019. بياځلي په 27 September 2019.
  21. Kathy Gannon (29 September 2019), "Afghanistan faces possible political chaos after presidential election", Global News
  22. Ali Yawar Adili (11 February 2019). "Afghanistan's 2019 elections (2): Who is running to become the next president?". Afghanistan Analysts Network. خوندي شوی له the original on 11 April 2019. بياځلي په 20 August 2019.
  23. Independent Election Commission of Afghanistan. "1398 Presidential Election Candidate List" (PDF). IEC AF (PDF). بياځلي په 3 September 2019.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  24. "IEC: Election Results to be Announced Nov. 14".
  25. "Afghanistan's Presidential Poll Results Delayed Again". Voice of America. بياځلي په 2019-11-15.
  26. Pamela Constable (2019-12-22). "Afghanistan's Ghani wins slim majority in presidential vote, preliminary results show". The Washington Post. بياځلي په 2019-12-22.
  27. "Will the Ghani-Abdullah rivalry undermine Afghan peace process?". بياځلي په 2020-02-24.
  28. "Abdullah-Loyal Governor Installed in Sar-e-Pul". TOLOnews. بياځلي په 2020-02-24.
  29. "Ghani, By Decree, 'Abolishes' Chief Executive Office". TOLOnews. بياځلي په 2020-03-12.
  30. "Amid Controversy, Ghani Takes Oath of Office". TOLOnews. بياځلي په 2020-03-09.
  31. Qazi, Shereena. "Ghani sworn in as Afghan president, rival holds own inauguration". Al Jazeera. بياځلي په 2020-03-12.
  32. "'Ghani is No Longer President': Abdullah". TOLOnews. بياځلي په 2020-03-12.
  33. "US slashes aid to Afghanistan after Pompeo visit to Kabul". AP NEWS. 2020-03-23. بياځلي په 2020-03-29.
  34. "Rival Afghan leaders sign power-sharing deal". BBC News. 2020-05-17. بياځلي په 2020-05-18.